url
stringlengths 31
783
| title
stringlengths 1
140
| text
stringlengths 20
223k
|
---|---|---|
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A2%D9%8A%D8%B1%D9%84%D9%8A%D9%86%DA%89 | آيرلينډ | ایرلنډ په انګلیسي په آیرلنډي د اروپا په شمال لويديځ کې پروت یو ټاپو دی چې پلازمینه یې د دوبلین ښار دی. یاد هیواد په سویلی جنوبی ایرلند هم مشهور دی. د ایرلنډ مساحت ۲۷۳۷۰ کیلومتره مربع او نفوس یې ۸۶۵۷۶۱۴ نفره دی. د یاد ټاپوییز هیواد ، رسمي ژبه آیرلنډي او انګلیسي دي. تاریخ اقتصاد اداري ویش کلتور او وګړي سیاست سرچينې ایر لنډ د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه اروپا د اروپا هېوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8C%20%D9%85%D8%AE | لومړی مخ | ويکيپېډيا ته ښه راغلاست وړيا پوهنغونډ چي هر يو یې سمولای شي پښتو ژبه تر دې مهاله ليکنې لري. که مرسته غواړئ، نو لاندې کليک کړئ؛ : د نن غوره ليکنه د نن سبا خبرونه ويکيپېډيا نورې برخې د ويکيپېډیا خورلڼې پروژې ويکيپېډیا په نورو ژبو |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B3%DA%A9%D9%88 | مسکو | -- -::: -:-:-:-: : - -: مسكو ماسكو د روسيې د فدراسيون پلازمېنه، د روسيې د مركزي فدرالي حوزې اداري او د ماسكو ولايت منځی دی. د وگړو د شمېر له پلوه د روسيې او اروپا تر ټولو لویې ښار دى. د ۲۰۰۹ز كال د جولاى د مياشتې د لومړۍ نېټې د شمارنو له مخې، په دغه ښار كې لس ميليونه پینځه لكه اووه ويشت زره وگړي ژوند كوي. ماسكو د نړۍ د لسو تر ټولو لويو ښارونو په کتار كې شامل دى. مسكو ښار د نړۍ له سیاحتي ښارونو گنل کېږي. جغرافيايي حالت موقیعت مسکو د مسکوا رود پر غاړه چې د ختیځې اوروپایي صحرا سره په مرکزي روسیه کې څه باندې ۵۰۰ کیلو میټره پوری بهیږی؛ پروت دی. د مسکو ښار سوربر د لویدیځ څخه تر ختیڅ ۳۹،۷ کیلو میټره ۲۴،۷میله، او اوږدوالی یې شمال څخه تر سوېله ۵۲،۷ کیلو میټره ۳۲،۱میله دی. چاپېريال ساتنه اوبه او هوا ژوي تاريخ ماسكو د خانۍ يو مركز د شوروي پېر ماسكو د نامه بدلون اوسنى ماسكو ترانسپورتي ستونزې د واك اورگانونه د واك فدرالي اورگانونه اداري وېش رسمي سمبول وگړي توكميزقوميجوړښت وټهاقتصاد د بودجې برخه صنعت پرچونه سوداگري ترانسپورت هوايي ډگرونه گړندى ترانسپورت پوهنه زده كړې كولتور او هنر ورزش د ليدلو وړ ځايونه رسنۍ نور بېلابېل مالومات اخځونه د اروپا د هېوادونو پلازمېنې روسيه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF | محمد | اسلام د اسلام پيغمبران محمد سيرت عربان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%85%D9%88%D9%86%DA%81 | لمونځ | دبخارى شريف په يو حديث کښې دى چې دنبى عليه السلام داعادت ؤ چې دسحر مانځه نه پس به ئې دصحابه کرامو نه پوښتنه وکړه چې که چاڅه خوب ليدلی وى هغه دې ووائى ؟ چاچې به خوب ليدلی ؤ بيان به ئې کړو يوځلى نبى عليه السلام دخپل معمول مطابق پوښتنه وکړه بيائې ارشاد وفرمائيلو چې مايو خوب ليدلی دی چې دوه کسان راغلل او زۀ ئې ځان سره بوتلم دې نه پس ئې ډير اوږد خوب بيان کړو چې په هغې کښې ئې جنت دوزخ او مختلف قسم عذابونو کښې خلق وليدل دهغې ټولونه ئې په هغې کښې يوکس وليدو چې دهغې سر په کاڼى داسې په زور سره ويشتلی شو چې سربه ئې دزمکې سره اوار شو اوکاڼى به واپس لرى پريوتو بيابه ئې هغه کاڼى راوچت کړو نوددۀ سر به بيا روغ شوی ؤ بيا به ئې وويشتلو حتى چې بار بار به ئې ويشتلو اوسربه ئې بيا روغيدو او دغسې هغه سره دامعامله کيدله . نبى عليه السلام دخپلو دواړو ملگرونه تپوس وکړو چې داسړی څوک دی ؟ هغوى جواب کښې وويل چې دې کس قران شريف وئيلی ؤ اوبيا ئې پريښی ؤ او فرض مونځ به ئې پريښودو اوده به شو په يوبل حديث کښې داقسم قيصه راغلې ده په هغې کښې دى چې نبى عليه السلام يوې ډلې سره دامعامله وليده نو خپلو ملگرو نه ئې تپوس وکړو چې داڅوک دى هغوى ورته وويل چې داهغه خلق دى چې په مانځه کښې به ئې سستى کوله ترغيب مجاهد ليکى چې کوم خلق دمونځونو دوختونو معلومولو کوشش کوى په هغوى کښې به داسې برکت وى څنگه چې په ابراهيم عليه السلام اودهغه اولاد کښې ؤ درمنشور حضرت انس رض نه نقل شوى دى چې دنبى عليه سلام ارشاد دی چې څوک دنيا نه په داسې حالت کښې لاړو چې په اخلاص سره ايمان لرى ، عبادت کوى مونځ زکات اداکوى نوهغه به په داسې حالات کښې دنيانه رخصتيږى چې الله تعالى به دۀ نه راضى وى حضرت انس رض نه دنبى اکرم صلى الله عليه وسلم دالله تعالى دا ارشاد نقل کوى چې زۀ يوځاىٍ ته دعذاب ليږلو اراده وکړم خو هلته داسې خلق ووينم چې هغوى جوماتونه مسجدونه ابادوى دالله تعالى رضا دپاره خپل منځ کښې محبت ساتى او دشپې په اخره کښې استغفار کوى بخښنه غواړى نو عذاب بند کړم درمنشور حضرت ابودرداء رض حضرت سليمان رض ته يو خط وليکلو په هغې کښې ئې ورته وليکل چې په جومات کښې اکثروخت تيروه مادنبى عليه السلام نه اوريدلى دى چې جومات دمتقى کور دی اوالله ددې وعده کړې ده چې څوک په جومات کښې ډير وسيږى په هغه به رحم کوم هغه ته به ارام ورکوم اوپه قيامت کښې به ورته دپل صراط لاره اسانه کړم اوخپله رضا به ورته نصيب کړم حضرت عبدالله بن مسعود رض وائى چې مادنبي عليه السلام نه اوريدلى دى چې جوماتونه دالله تعالى کورونه دى اوکورته دراتلونکو اکرام خوضرور کولی شى نوپه الله تعالى باندې ددوى اکرام ضرورى دی څوک چې جوماتونو کښې حاضريږى حضرت ابوسعيد خدرى رض نبى عليه السلام نه نقل کوى چې څوک جومات سره محبت ساتى الله تعالى ج هغه سره محبت ساتى حضرت ابوهريره رض دنبى عليه السلام نه نقل کوى چې کله مړى په قبرکښې کيښودلی شى نوکوم خلق چې قبر پورې ورسره تلى وو هغوى لا واپس شوى نه وى چې فرښتې دهغه دامتحان دپاره راشى دغه وخت که چيرې هغه موٴمن وى نو مونځ دهغه سرته ودريږى او زکات ښى طرفته او روژه گس طرفته اوباقى چې څومره دنيکئ کارونه وى هغه پښو طرف ته شى او دهرطرف نه ددۀ نه چاپيره شى چې هغه ته نزدې څوک نه شى راغلى فرښتې لرى ودريږى اوسوال ترى کوې درمنشور حضرت اسما رض فرمائى مادنبى عليه السلام نه اوريدلى دى چې دقيامت په ورځ به ټول خلق يوځائې کښې جمع وى او فرښته چې کوم اواز کوى ټول خلق به اورى هغه وخت به اعلان وشى کوم دى هغه خلق چې خوشحالۍاو تکليف کښې په هرحال ئې دالله حمد وثنا کوله دا چې واورى يوه ډله به راپاسى اوبې حسابه کتابه به جنت کښې داخل شى بيابه اعلان وشى کوم دى هغه خلق چې په شپو کښې به عبادت کښې مشغول وسيدل اودهغوى اړخونه به دبسترونه لرى وو بيا به يوه ډله راپاسى اوبې حسابه کتابه به جنت کښې داخل کړئ شى بيابه اعلان وشى کوم دى هغه خلق چې هغوى به تجارت اخستو خرڅولو دالله تعالى ذکر نه غافله کول بيابه يوه ډله راپاسى اوبې حسابه کتاب به جنت کښې داخله کړئ شى شيخ نضرسمرقندى رح تنبيةالغافلين کښې داحديث ليکلی دی دې نه پس ئې ليکلى دى چې کله داخلق بې حسابه کتابه جنت کښې داخل کړئ شى نودوزخ به يوه اوږده غړانگه راښکاره شى او دخلقو دپاسه به راشى په هغه کښې به دوه ځليدونکى سترگې وى اوډيره فصيحه ژبه به ئې وى يعنى صفا واضحه خبرې به کوى هغه به وائى چې زۀ هرهغه چاباندې مقرريم چې څوک کبرژن اوبدمزاجه وى او دمجمعې نه به داخلق داسې راټول کړى لکه مارغه چې دانې راټولوى دا ټول چې راغونډ کړى نو دوزخ کښې به ئې وغورځوى دې نه پس به بيا راشى او وائى به اوس زۀ په هرهغه چاباندې مقرريم چې چا الله تعالى اودهغه رسول ص ته تکليف رسولی وى دغه خلق به هم مجمعې نه راټول کړى او دوزخ کښې به ئې وغورځوى دې نه پس به دريم وارې بيا راشى اوداځلې به تصويرونو والا راټول کړى اودوزخ کښې به ئې وغورځوى دې نه پس به نور حساب کتاب شروع شى وائى چې پخوازمانې کښې به شيطان خلقو ليدو يوسړى ورته وويل چې څه داسې طريقه راته وښايه چې زۀ هم ستا په شان شم شيطان وويل چې داسې غوښتنه خو تراوسه پورې مانه هيچا نه ده کړې تاته ددې څه ضرورت پيښ شو هغه وويل چې زما زړۀ غواړى شيطان وويل ددې طريقه داده چې په لمانځه کښې سستى کوه اوقسم خوړلو کښې هيڅ قسمه پرواه مۀ کوه د درغو ريښتياو هرقسم قسمونه کوه هغه سړى ووئېل چې زۀ الله تعالى سره وعده کوم چې هيڅکله به مونځ نه پريږدم اوهيڅکله به قسم ونه خورم شيطان وويل چې تانه سيوا مانه په چل سره چاڅه نه دى اخستى ماهم وعده وکړه چې چاته به هيڅکله نصيحت نه کوم حضرت ابى رض وائى چې نبى عليه السلام ارشاد دی چې دې امت ته داوچتوالى اوعزت اوددين دترقۍ زيرى ورکړه خو چې څوک ددين څۀ کار ددنيا دپاره وکړى اخرت کښې دهغه هيڅ نشته ترغيب تنبية الغافلين کښې يو حديث ليکلی چې مونځ دالله تعالى درضا سبب دی دفرښتو محبوب څيز دی دانبياء عليهم السلام سنت دی دې سره دالله تعالى دپيژندگلو رڼا پيدا کيږى دعا پرې قبليږى په رزق کښې پرې برکت کيږى داد ايمان جرړه ده دبدن راحت دی ددښمن خلاف وسله ده دمونځ گزار دپاره سفارشى دى قبرکښې ډيوه ده اودقبر په ويره کښې زړۀ مشغولونکی دی دمنکير نکير دسوال جواب دى اودقيامت په غرموکښې سوری دی اوپه تياره کښې رڼاده د دوزخ داور دپاره پرده ده دعملونو دتلى دروندوالی دی پل صراط باندې په جلتى سره تيرونکی دی دجنت کنجى ده اسلام مذهب |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%87%D8%A7%D8%AF%D9%8A%20%D8%AD%D9%8A%D8%B1%D8%A7%D9%86 | عبدالهادي حيران | عبدالهادي حېران په انگرېزي: پښتون ليکوال، شاعر، لنډه کيسه ليکونکى، ستون ليکونکى، ناول ليکونکى او ژورنالست د افغانستان د کندوز ولايت د قلعه زال اوسيدونکى دى. په قام ساپى دى. زده کړې دندې په کراچۍ کې يې د اردو ورځپاڼه ايکسپريس، اوه نيز روشن پاکستان او نورو سره کار کړى دى. په پيښور کې يې د ورځپاڼه وحدت، ورځپاڼه خبرونه، مياشتنۍ ليکوال او افغان اسلامي اژانس تر څنگ د يو شمېر انگليسي او پښتو ويبپاڼو او د ژباړو د ادارو سره دندې ترسره کړې دي. په مجلو، ورځپاڼو او ويب پاڼو يې گڼ شمير گټور ليکونه، لنډې کيسې، شعرونه او د چڼى په نوم يو ناول خپور شوى دى. ښاغلي عبدالهادي حيران په ورځپاڼه وحدت او افغان اسلامي اژانس کې د يوه فعال خبريال او تحليل ليکونکي په توگه دنده ترسه کړې ده. په کابل کې يې د يو لپټاپ پر هر ماشوم پروژې او د سولې او شخړې د مطالعاتو مرکز سره کار کړى دى. عبدالهادي حېران په پښتو، اردو او انگليسي ژبو ليکنې کوي چې زيات شمېر يې خپرې شوې دي. په پښتو ژبه يې دوه کتابونه پښتو په انټرنېټ کې او تنده مې ماته شوه خپاره شوي دي. چاپ شوي آثار پښتو په انټرنېټ کې - د پښتو وېبپاڼو په - چاپکال ۲۰۰۶ ز. کال تنده مې ماته شوه - د لنډو کيسو ټولگه - چاپکال ۲۰۰۷ ز. کال په جنت کې مساپر ناچاپه آثار ښکاري سترگې ناول پښتو متلونه د هم مانا انگرېزي متلونو سره تورمخې گوانتانامو د يو امريکايي پوهنتون د تحقيقي څانگې د څېړنې پښتو ژباړه باندنۍ تړنې د عبدالهادي حيران شخصي ويبپاڼه سرچينې پښتانه ليکوال |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B2%DB%8C%D9%85%D8%A8%D8%A7%D8%A8%D9%88%DB%90 | زیمبابوې | زېمبابوې په انګلیسي چې په رسمي توګه د زېمبابوې جمهوريت په نامه هم يادېږي د افريقا په لويه وچه کې پروت يو هېواد دی. پخوا دا هېواد په رسمي توګه د روډېشيا د جمهوريت په نامه پېژندل کېده. زېمبابوې په وچه کې ايسار يو هېواد دی او د دې جمهوریت موقعيت د افريقا د لويې وچې په سوېلي سيمه کې، د زامبېزي او ليمپوپو رودونو تر مېنځ دی. دا افريقايي هېواد د يو څو نورو هېوادونو سره ګډې پولې لري چې پدې توگه دي؛ د هېواد سوېل خوا ته د سوېلي افريقا جمهوريت سره، د لوېديځ خوا د بوټسوانا سره، سهېل ختيځې خوا کې د زېمبيا سره، او په ختيځ خوا کې يې د موزمبيق هېواد پروت دی. د زیمبابوی پلازمینه د هراره ښار دی او ۱۶ رسمی ژبي لري چې له هغی ډلی نه انګلیسي، شونا ژبه او شمالي ندلبل ژبه یې مشهوری دي، یاد هیواد ۷۵۷۳۹۰ کیلومتره مساحت او ۳۶۲۱۵۰۱۶ میلیونه وګړي لري. زيمبابوی - چې په رسمي ډول د زيمبابوی جمهوريت په وچه کې راګېر هېواد دی، چې د زمبيزي او ليمپوپو سيندونو تر منځ په سويل ختيځه افريقا کې پروت دی. سويل ته له سويلي افريقا، سويل لويديځ ته له بوتسوانا، شمال ته له زمبیا او ختيځ ته له موزمبيق سره ګډه پوله لري. پلازمينه او لوی ښار يې هرارا دی. دويم لوی ښار يې بولاوايو دی. نفوس يې نږدې ۱۵ ميليونه تنه دی او ۱۶ رسمي ژبې لري، چې انګليسي، شونا او يې د نورو په پرتله عامې دي. دا هېواد يو وخت د خپلې سترې سوکالۍ له امله د افريقا د غمي يا قيمتي ډبرې په توګه پېژندل کېده. ياد هېواد د سويلي افريقا تر ټولو بډايه تاريخ لرونکی ملت دی او په ۱۱ پېړۍ کې په لومړي ځل يوه ستره سوداګريزه لاره شوه. د خپلې اوسپنې دورې په وروستيو کې د د خلک چې وروسته د توکم شو، د سترې زيمبابوی پراخه ښاري دولت يې جوړ کړ. ياد دولت چې د طبيعي سرچينو پر يوه شتمنۍ باندې ودان شو، له ۱۴ تر ۱۵ پېړۍ پورې په مالي او کلتوري ډول وغوړېده او د سوداګرۍ يو داسې ځواک لرونکی دولت شو، چې له سواهيلي ساحل او بېلابېلو عربي او هندي دولتونو سره يې د سرو زرو، عاج د فيل غاښ او مسو سوداګرۍ اداره کړې. له همدې ځايه د زيمبابوی پاچهي او وروسته ورپسې د ، او سترواکۍ رامنځته شوې. د نورو توکمونو له منځه او وګړو زيمبابوی ته هغه مهال د يوې نېکمرغه او په ستراتيژيک ډول د مهمې سيمې بڼه ورکړه، چې اروپايانو په ۱۸۰۰ کې د سيمې مستعمر کول پيل کړل. د سيسيل رودز د بریتانيې د سويلي افريقا شرکت په لومړي ځل د ۱۸۹۰ زکال پر مهال نننۍ سيمه خپل بريد يا پوله وټاکله. دا هغه مهال و چې ياد شرکت او وروسته د وګړو له لورې له يو سخت ټينګار يا مقاومت څخه چې د د لومړۍ جګړې په نوم يادېږي سيمې ونيولې. د شرکت حکومت په ۱۹۲۳ز کې د برتانيې د خپلواکه مستعمرې په توګه د سويلي روديشيا په رامنځته کېدنې سره پای ته ورسېد. په ۱۹۶۵ز کې د محافظه کار سپين پوستو حکومت په يو اړخيز ډول د روديشيا په نوم خپلواکي اعلان کړه. ياد دولت يوه نړېواله ګوښه کېدنه يا انزوا او له تور پوستو ملتپالو ځواکونو سره ۱۵ کلنه چريکي جګړه وزغمله، چې د سولې په يو تړون کې تر ټول لوړ ټکي ته ورسېدې. ياد تړون د ۱۹۸۰ ز کال په اپرېل کې يوه نړيواله خپلواکي او د زيمبابوی په نوم تل پاتې يا رسمي خپلواکي رامنځته کړه. زيمبابوی وروسته د ملتو له ګډو ګټو سازمان سره يو ځای شو، چې د روبرت موګابي تر مشرۍ لاندې د وخت د حکومت له لورې د نړيوال قانون د ماتېدنې له امله يې غړيتوب وځنډول او د ۲۰۰۳ ز په ډسمبر کې ترې بېرته واخيستل شو. رابرت موګابي په ۱۹۸۰ ز کال کې هغه مهال د زيمبابوی لومړی وزير شو، چې د - ګوند د سپين پوستو لږه کيو له حکومت څخه وروسته ټاکنې وګټلې. نوموړی له ۱۹۸۷ څخه په ۲۰۱۷ز کال کې له واک څخه تر خپلې لاس اخيستنې پورې د هېواد ولسمشر و. د موګابي د واک خوښونکي نظام له مخې د دولت امنيتي ميکانېزم پر هېواد باندې واکمني وکړه او د پراخه انساني حقونو د تېريو لپاره ځواب ويونکی و. له ۲۰۰۰ ز څخه تر ۲۰۰۹ ز پورې د هېواد اقتصاد مخکې له دې، چې زيمبابوی ډالرو ته د چلند ورکولو په پرتله د نورو پولي واحدونو له کارونې څخه وروسته بېرته خپل پخواني حالت ته راوګرځي؛ شاتګ او د پيسو لوړ پړسوب وازمويه، که څه هم اقتصادي وده له همغه وخت راهيسې کمزورې شوې ده. د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري پر ۱۵ نېټه د موګابي د حکومت پر وړاندې له يو کال څخه د زياتې مودې لاريونونو او همدرانګه په چټکۍ سره د زيمبابوی د اقتصاد ښکته کېدل يا شاتګ له امله نوموړی د هېواد ملي پوځ له لورې په يوه کودتا کې په کور دننه نظر بند او په پای کې يې شپږ ورځې وروسته له دندې څخه لاس واخيست. له همغه وخت راهيسې د هېواد د ولسمشر په توګه خدمت کړی دی. زيمبابوی د ملګرو ملتونو، د سويلي افريقا د پرمختګ ټولنې، افريقايي اتحاديې او د ختيځې او سويلي افريقا لپاره د عام بازار غړی هېواد دی. رېښه د نوم د سترې زيمبابوی لپاره د شونا ژبې له اصطلاح څخه اخيستل شوی دی، چې د هېواد په سويل ختيځ کې د په نوم د منځنيو پېړيو يو ښار و، چې پاتې شونې يې اوس تر قيموميت لاندې سيمه ده. دوه بېلابېلې نظريې د ياد ياد ويي اصليت په ګوته کوي. زياتې سرچينې په پام کې لري، چې له -- څخه اخيستل شوی دی، چې د شونا ژبې له ګړدود يا لهجې څخه د تيږو کورونه په توګه ژباړل شوی دی؛ چې د جمعه حالت دی، د کور په معنا سره او چې د جمعه حالت دی، تيږې يا ډبرې ته وايي. د کارانګا ګړدود ويونکي شونا وګړي سترې زيمبابوی ته نږدې په نني ولايت کې ژوند کوي. لرغون پېژندونکی پيتر ګارلېک استدلال کوي، چې د - د لنډيز شوې بڼې استازولي کوي، چې د شونا ژبې د ګړدود له مخې د نمانځل شويو کورونو معنا ورکوي او په عادي ډول د مشرانو کورونو يا ګورونو په معنا سره کارول کېږي. زيمبابوی پخوا په ۱۸۹۸ ز کې د سويلي روديشيا ، په ۱۹۶۵ ز کې د روديشيا او په ۱۹۷۹ ز کې د زيمبابوی روديشيا په توګه پېژندل کېدله. د ملي ماخذ د اصطلاح په توګه د لومړني ثبت شوې کارونه تاريخ د يوې سکې وهنې په توګه ۱۹۶۰ کال څخه ګڼل کېږي. ياده سکه تور پوستي ملتپال مايکل ماويما جوړه کړه، چې د زيمبابوی ملي ګوند ګوند يې لومړنۍ ډله شوه، چې په رسمي ډول يې په ۱۹۶۱ کې ياد نوم وکاروه. د اصطلاح د افريقايي ملتپالو له لورې د خپل استعماري اصليت او پېچلتياوو له امله نامناسب وګڼل شوه. روديشيا اصطلاح د له کورني نوم څخه اخيستل شوې ده، چې د ۱۹ پېړۍ د وروستيو پر مهال د سيمې د برتانوي استعمار لومړنی يا مهم پاروونکی و. د له نظره تور پوستو ملتپالو په ۱۹۶۰ ز کې هېواد لپاره د يو ځایناستي يا بديل نوم د غوره کولو په موخه يوه ناسته وکړه. مخکې له دې چې د نوموړی له لورې د وړانديز خپور شي، ځيني نومونه لکه او هم وړاندې شول. يو څه زيات ځايناستی نوم چې په کې د ملتپالو له لورې وړاندې شو، و چې د سوېل کې پرتو ماټوپوس غونډيو ته ويل کېږي. په لومړيو کې د غوره شوې اصطلاح د کارونې څرنګوالی روښانه نه و، مګر په ۱۹۶۲ ز کې په پراخه ډول رامنځته شوه، چې موخه يې د تور پوستي ملتپال خوځښت په عمومي ډول د لومړيتوب ورکړای شوې اصطلاح کېدل وه. د ۲۰۰۱ ز کال په يوه مرکه کې تورپوستي ملتپال يو ځل بيا غوښتنه وکړه، چې ياد نوم د سياسي ګټې اخيستنې پر مهال ذکر کړه او همداسې ومنل شوه. تور پوستو ملتپالو ډلو په وروستيو کې ياد نوم د ۱۹۷۹-۱۹۶۴ز کال روديشيايي بوش جګړې پر مهال د روديشيا د حکومت پر وړاندې د دويمې مبارزو پر مهال وکاروه. په دې کمپ کې دوه سترې ډلې وې: يوه يې د زيمبابوی افريقايي ملي اتحاديې : ډله وه، چې له ۱۹۷۵ ز څخه يې مشري رابرت موګابي وکړه او بله يې د زيمبابوی د افريقايي خلکو اتحاديه: وه، چې د ۱۹۶۰ لسيزې په لومړيو کې له خپلې بنسټ ايښودنې راهيسې يې مشري وکړه. سرچينې -: ۸۴٫۱٪ مسیحیت ۶۹٫۲٪ پروتستان ۱۴.۹ نور مسیحیت ۱۰٫۲٪ بیدینی ۴.۵ سیمه ییز افریقایي دینونه ۱.۲ نور ۲۰۱۷ حکومت حاکمنظام ولسمشریز نظام ولسمشریزه ولسمشر امرسون منانګاګوا مرستیال ولسمشر کونستانتینو چوینګاکمبړ موهادی ولسي جرګه مشرانو جرګه لویه جرګه خپلواکي له بریتانیا اعلان ۱۱ نوامبر ۱۹۶۵ رودزیا ۲ مارچ ۱۹۷۰ زیمبابوه رودزیا ۱ جون ۱۹۷۹ د زیمبابوې ولسمشریزه ۱۸ افریل ۱۹۸۰ د زمبابوې اساسي قانون ۱۵ مې ۲۰۱۳ ۳۹۰٬۷۵۷ ۶۰ام ۱۵۰٬۸۷۱ ۱ ۱۴٬۲۱۵٬۸۰۹ ۱۲٬۹۷۳٬۸۰۸ ۲۰۱۹ ۷۴ام ۲۰۱۲ ۲۶ ۵۷ ۱۷۰ام ۴۱٫۰۳۱ بیلیونه ۲۰۱۹ ۲٬۶۲۱ ۲۲٫۲۹۰ بیلیونه ۲۰۱۹ ۱٬۴۲۴ ۵۰٫۱ ۱۹۹۵ ۰٫۵۶۳ ۲۰۱۸ ۲ چپ ۲۶۳ . ایداري وېش تاریخ اقتصاد کلتور جغرافیه د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه په وچې پورې تړلي هیوادونه زېمبابوې |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B2%D8%A7%D9%85%D8%A8%D9%8A%D8%A7 | زامبيا | زمبیا چې رسمي نوم یې د زېمبیا جمهوریت دی په سویلي افریقا کې په وچې پورې تړلی یو هیواد دی. د زمبیا پلازمینه لوساکا او رسمي ژبه یې انګلیسي ده ۶۱۸۷۵۲ کیلومتره مساحت او ۰۰۰۶۶۸۱۱ میلیونه وګړي لري. د یاد هیواد د پیسو واحد د زمبیا کواچای ده. ۲۰۱۰ لوساکا حکومت حاکم نظام ولسمشریزه ولسمشر ادګار لونګو مرستیال ولسمشر ینونګ واینا ولسي جرګه ۷۵۲٬۶۱۸ ۲۹۰٬۵۸۷ ۱ ۲۰۱۰ ۱۷٫۲ ۴۴٫۵ ۱۹۱ ۲۰۱۹ ۷۵.۸۵۷ بیلیونه ۴۱۴۸ ۲۳.۹۴۶ بیلیونه ۲۰۱۹ ۱۳۰۷ ۲۰۱۵ ۵۷٫۱ ۲۰۱۸ ۰٫۵۹۱ ۱۴۳ خپلواکي له بریتانیا شمال-ختیځه رودیسیا ۲۷ جون ۱۸۹۰ باروتزیلاند-شمال-ختیځه رودسیا ۲۸ نوامبر ۱۸۹۹ شمال-لویدیځه رودسیا ۲۹ ژانویه ۱۹۰۰ شمالي رودسیا ۱۷ اکتوبر ۱۹۱۱ ولایتونه ۱ اوت ۱۹۵۳ ولسمشریزه جوړیدل ۱۹۶۴ ۲۴ اکتوبر ۱۹۶۴ ۵ جنوري ۲۰۱۶ د زامبیا کواچای ۲ د موټروانې لوری ۲۶۰ . ۱۹۶۴ زامبیا - په رسمي ډول د زامبیا جمهوریت په وچه کې پروت هېواد دی چې د مرکزي، سویلي او ختیځې افریقا پر تقاطع موقعیت لري. که څه هم معمولاً په مرکزي-سویلي افریقا کې پروت بلل کېږي. په شمال کې د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت، په شمال ختیځ کې له تانزانیا، په ختیځ کې له مالاوي، په سویل ختیځ کې له موزامبېک په سویل کې له زېمبابوې او بوتسوانا، په سویل لویدیځ کې له نمېبیا او په لویدیځ کې له انګولا سره ګاونډيتوب لري. د زامبیا پلازمېنه لوساکا ده چې د زامبیا په سویلي مرکزي برخه کې موقعیت لري. نفوس یې په سویل کې تر ډېره د لوسکا په شاوخوا او په شمال کې د کاپربېلټ په ایالت کې چې د هېواد اصلي اقتصادي قطبونه دي متمرکز دی. دا سیمه د لومړي ځل لپاره د خویسان خلکو له خوا د اوسېدو وړ وګرځېده، دا سیمه په ۱۳مه پېړۍ کې د بانټو د پراختیا تر اغېز لاندې راغله. په ۱۸مه پېړۍ کې د اروپایي کاشفانو په دوام بریتانیا دا سیمه د ۱۹مې پېړۍ په پای کې د بریتانیا په شمال -لویدیځه رودزیا او شمال -ختیځه رودزیا مستعمره کې خپله تحت الحمایه وګرځوله. دې دواړو په ۱۹۱۱ ز کال کې شمالي رودزیا رامنځته کړه. زامبیا د استعماري دورې په ډېره برخه کې د سویلي افریقا د بریتانوي شرکت په مشوره له لندن څخه د یو منصوب دولت له خوا اداره کېده. زامبیا د ۱۹۶۴ ز کال د اکتوبر په ۲۴ له بریتانیا څخه خپلواکي تر لاسه کړه او لومړی وزیر کینېت کوندا یې پرانیستونکی ولسمشر شو. د کوندا سوسیالست متحد ملي خپلواک ګوند له ۱۹۶۴ ز څخه تر ۱۹۹۱ ز کال پورې په واک کې پاتې شو. کواندا په سیمه ییزه دیپلوماسۍ کې په سویلي رودېزیا زېمباوې، انګولا او نمېبیا کې د نښتې د حل لارې په لټه له متحده ایالاتو سره په نږدې همکارۍ کلیدي رول ولوباوه. زامبیا له ۱۹۷۲ ز څخه تر ۱۹۹۱ ز کال پورې د یو واحد ګوند لرونکی هېواد و، یوازینی سیاسي ګوند و چې د یو ملت یوې زامبیا له شعار سره د کوایندا له خوا رامنځته شوی و. په ۱۹۹۱ ز کال کې له سوسیال دیموکراتیک غورځنګ څخه فرېدرېک چلیوبا کواندا ځای ناستی شو او ټولنیزې -اقتصادي پراختیا او د دولت د تمرکز لرې کولو دوره یې پیل کړه. زامبیا له هغه مهال راهيسې په یو څو ګوندي هېواد بدل شوی او د واک د سوله ییز لېږد څو لېږدونه یې تجربه کړي. زامبیا پرېمانه طبعي سرچینې لري، چې له ډلې يې معدني مواد، حیات وحش، ځنګلونه، خوږې اوبه او کرنیزې ځمکې یادولی شو. نړیوال بانک په ۲۰۱۰ ز کال کې زامبیا په نړۍ کې د اقتصادي سموناصلاح د چټکې ودې هېواد معرفي کړ. د سویلي او ختيځې افریقا د ګډ بازار مرکزي دفتر په لوساکا کې پروت دی. نوم د زامبیا خاوره له ۱۹۱۱ ز کال څخه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د شمالي رودزیا په نوم پېژندل کېده. په ۱۹۶۴ ز کال کې يې له بریتانیا څخه د خپلې خپلواکۍ د ترلاسه کولو له امله نوم په زامبیا بدل شو. د زامبیا نوم د زامبري له سیند څخه اخیستل شوی زامبېزي، ښايي د لوی سیند په معنا وي. تاريخچه له تاریخ څخه مخکې دوره د کالامبو په ابشار او د زامبري په دره کې د ژور کېندنې کار د فرهنګونو پرله پسېوالی ښيي. د کالبمو ابشار ته نږدې د لرغوني کمپ وسایل رادیو کاربن دي چې لرغونتوب یې له ۳۶۰۰۰ کلونو څخه مخکې دورې ته ورګرځي. د بروکېن هېل سړي د کابوه سړي په نوم هم یاديږي د کوپړۍجمجمې د فوسیل پاتې شونې چې له میلاد څخه مخکې له ۳۰۰۰۰۰ څخه تر ۱۲۵۰۰۰ کلونو پورې اړه لري، تر ډېره ښيي چې په دې سیمه کې لومړنیو انسانانو ژوند کړی. د بروکېن هېل یا ماتې غونډۍ سړی د زامبیا د کابوه په سیمه کې کشف شوی. خویسان او باټوا مډرنه زامبیا، نږدې ۳۰۰ کاله له میلاد څخه وروسته د خویسان او باټوا د خلکو مېشتځای شوه، کله چې مهاجرتي بانټو یانو هلته ژوند کول پيل کړل. باور دا دی چې د خویسان ټبر د افریقا له ختيځ څخه سرچینه اخیستې او نږدې ۱۵۰۰۰۰ کاله مخکې يې د سویل لور ته پراختیا موندلې. د توا خلک په دوو ډلو ووېشل شول: کافوه توا چې د کافوه اپارتمانونو ته څېرمه او لوکانګا توا چې د لوکانګا په جېبه کې یې ژوند کاوه. په زامبیا کې د ډبریز هنر ډېری لرغونې بېلګې لکه د مولا د کاڼو نقاشۍ، د مومبوا غارونه او د ناچیکوفو غارونه دغو لومړنیو ښکاریانو ته ورګرځي. خویسانو په ځانګړي ډول توا په ټوله مرکزي او سویلي افریقا کې له بانټو یانو کروندګرو سره په ځانګړي ډول د پېرونکي-پېرودونکې یوه ښه اړیکه رامنځته کړه، خو په پای کې يا د بانټو یانو له خوا جذب یا هم بې کوره شول. بانټو ابانټو د بانټو یا ابانټو معنا خلک قوم یوه لویه متنوع قومي او ژبه نیزه ډله ده چې په سویلي، ختیځه او مرکزي افریقا کې د نفوس اکثریت جوړوي. له دې امله چې زامبیا د مرکزي افریقا، سویلي افریقا او د افریقا د لوی سیند څلورلارې ده، د نننیو زامبیایانو تاریخ د دغو درېیو سیمو تاریخ دی. په دغو درېیو سیمو کې ډېری تاریخي پېښې په هممهال ډول پېښې شوې دي او په دې توګه د زامبیا تاریخ نه شي کولی د نورو افریقایي هېوادونو په څېر په بشپړ ډول په تاريخوار ډول وړاندې شي. د مدرنې زامبیا لومړنی تاریخ د شفاهي سوابقو، لرغون پېژندنې او د لیکل شویو ریکارډونو تر ډېره غیر افریقايي وګړو لیکلي له پخوانيوالي څخه استخراج شوی. د بانټو اصلیت د بانټو خلک اصلاً د کامرون او نایجیریا په شاوخوا کې د افریقا په لویديځ او مرکز کې اوسېدل. نږدې له ۴۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کاله مخکې یې د زریزې اوږده پراختیا د لویې وچې په ډېرو برخو کې پيل کړه. دا پېښه د بانټو د پراختیا خورېدو په نوم یاديږي. دا د بشر په تاريخ کې یو له تر ټولو لویو مهاجرتونو څخه و. باور دا دی چې بانټیان لومړني کسان و چې د اوسپنې کارونې تېکنالوژي يې د افریقا پراخو سیمو ته د ننه کړه. د بانټو پراختیا اساسا له دوو لارو څخه تر سره شوه؛ چې يوه يې د کانګو له حوزې څخه لویديځ مسیر و او بله یې د افریقا د لویو سیندونو له طریقه ختیځه لار وه. ایداري وېش تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه په وچې پورې تړلي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%8A%D9%85%D9%86 | يمن | یمن، په رسمي ډول د یمن جمهوري هېواد عربي: ٱلْجُمْهُورِيَّةُ ٱلْيَمَنِيَّةُ چې له تاریخي پلوه د سویلي عربستان عربي: العربية الجنوبية په نوم پېژندل کېږي، د لویدیځې آسیا هېواد دی چې د عرب ټاپووزمې په سویلي څنډه کې موقعیت لري. له شمال لوري له سعودي عربستان او له شمال ختیځ لوري له عمان سره ګاونډی دی او له ایرتیریا، جیپوتي او سومالیا سره ګډې سمندري پولې لري. دغه هېواد، د مساحت له مخې په عرب ټاپووزمه کې دویم لوی عربي خپلواک هېواد دی، چې مساحت یې ۵۵۵ زره کیلومتر مربع ۲۱۴ زره مایل مربع دی. ساحلې کرښې یې نږدې ۲۰۰۰ کیلومتره ۱۲۰۰ مایله اوږدوالی لري. د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار صنعا دی. په ۲۰۲۱ ز کال کې د دغه هېواد د وګړو شمېر ۳۰ میلیونه او ۴۹۱۰۰۰ کسه اټکل شوی دی. په لرغوني مهال کې، یمن د سبائیانو کور او یو سوداګریز هېواد و چې د معاصرې ایتوپیا او ایرتیریا یو شمېر برخې په کې شاملېدلې. په ۲۷۵ ز کال کې د حمیر پاچهي په یمن کې د هغه مهال پاچهي وه چې یمن ته هم د حمیر هېواد ویل کېده د یهودیت تر اغېز لاندې راغله. عیسویت په څلورمه پېړۍ کې دغه هېواد ته راغی. اسلام په دغه هېواد کې په اوومه پېړۍ کې په پراخه کچه پراختیا ومونده او په لومړنیو اسلامي فتوحاتو کې یمني ځواکونو مهم رول درلود. له ۹ مې پېړۍ نه تر ۱۶ مې پېړۍ پورې ګڼ شمېر واکمنې سلسلې، لکه: بنو رسول یا رسول کورنۍ رامنځته شوې. په ۱۸۰۰ مه لسیزه کې دغه هېواد د عثماني سترواکۍ او بریتانوي سترواکۍ ترمنځ ووېشل شو. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته او په ۱۹۶۲ ز کال کې د یمن د جمهوریت له تاسیس وړاندې د یمن د زیدي متوکليانو پاچهي جوړه شوه. سویلي یمن تر ۱۹۶۷ ز کال پورې، هغه مهال چې دغه هېواد خپلواکي واخیسته، د بریتانیا تر ملاتړ لاندې و او د عدن تحت الحمایت یې باله، وروسته په یوه مارکسیست - لېننیست هېواد واوښت. دوه یمني دولتونه د یمن د معاصر جمهوریت عربي: الجمهوریه الیمنیه د جوړېدو په موخه، په ۱۹۹۰ ز کال کې سره یو موټي شول. د دغه نوي جمهوریت لومړی ولسمشرعلي عبدالله صالح و چې په ۲۰۱۲ ز کال کې یې د عرب پسرلي پر مهال استعفا ورکړه. له ۲۰۱۱ ز کال وروسته، یمن د سیاسي کړکېچ شاهد و چې د بې وزلۍ، بېکارۍ، فساد او د ولسمشر صالح د هغه پلان په اړه چې غوښتل یې د اساسي قانون په تعدیل سره د ولسمشرۍ د دورو محدودیت له منځه یوسي، اړوند لاریونونه پیل شول. ولسمشر صالح استعفا ورکړه او واک عبدربه منصور هادي ته ولېږدول شو. له دې وروسته، دغه هېواد د یو شمېر دولتي بنسټونو ترمنځ د داخلي جګړې شاهد و په دغه جګړه کې سعودي عربستان، د هادي دولت د بیا واکمنېدو په موخه نظامي لاسوهنه کړې چې په کې د یمن کابینه، عالي سیاسي شورا او د سویل انتقالي شورا شامل دي. د ۲۰۱۶ ز کال له جنوري میاشتې وروسته، لږ تر لږه ۵۶ زره ملکي وګړي او جنګیالي، د دغه هېواد په وسله وال تاوتریخوالي کې وژل شوي دي. جګړه د قحطي لامل شوې، چې ۱۷ میلیونه وګړې یې تر اغېز لاندې راغلي دي. یمن د عربي ټولنې، ملګرو ملتونو، ناپېیلي غورځنګ او د اسلامي همکاریو سازمان غړی دی. د تلپاتې ودې د شاخصونو په برخه کې د سختو محدودیتونو له امله، دغه هېواد د لږ پرمختللو هېوادونو ډلې ته اړوندېږي. په ۲۰۱۹ ز کال کې ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې، یمن هغه هېواد چې ګڼ شمېر وګړې يې، چې شمېر یې نږدې ۲۴ میلیونه تنو ته رسېږي او د وګړو د شمېر ۸۵٪ یې جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري. په ۲۰۲۰ ز کال کې، دغه هېواد د هېوادونو د زیان منلو د شاخص له مخې، د دغو هېوادونو په سر کې ځای درلود. یمن د نړیوالې لوږې په نوملړ کې دویم ځای لري، یوازې ترې د مرکزي افریقا جمهوریت مخکې دی او د انساني ودې د شاخص له مخې، په ټولو غیر افریقايي هېوادونو کې وروستی هېواد دی. سیاست یمن د دوو قانون جوړوونکو جرګو لرونکی جمهوریت دی. د ۱۹۹۱ ز کال د اساسي قانون له مخې، ټاکل کېدونکی ولسمشر، ۳۰۱ چوکۍ لرونکې ولسي جرګه او ۱۱۱ غړي لرونکې مشورتي شورا لري، چې ترمنځ یې واک وېشل شوی دی. ولسمشر د دولت رئیس او لومړی وزیر د حکومت مشر دی. په صنعا کې، عالي سیاسي شورا چې په نړیواله کچه په رسمیت نه ده پېژندل شوې حکومت جوړوي. د ۱۹۹۱ ز کال د اساسي قانون له مخې، ولسمشر باید د لږ تر لږه دوو نوماندانو له منځه، چې د پارلمان د غړو لږ تر لږه ۱۵ موافقې رایې له ځان سره ولري، د عامه ټاکنو له مخې وټاکل شي. په خپل وار سره لومړی وزیر، د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي او باید د پارلمان له درېیو نه دوه برخې رایې ترلاسه کړي. ولسمشریزه دوره یې اووه کاله ده او ټاکل کېدونکې پارلماني دوره یې هم شپږ کاله ده. د اتلسو کلونو او له هغه نه زیات عمر لرونکي کسان، د رایو ورکولو حق لري، خو یوازې مسلمانان کولای شي، ټاکنیز منصب ولري. ولسمشر علي عبدالله صالح، له ۱۹۹۹ ز کال وروسته د بیاځلي یو موټي یمن لومړنی ټاکل شوی ولسمشر دی په داسې حال کې چې له ۱۹۹۰ ز کال وروسته د یو موټي یمن او له ۱۹۷۸ ز کال وروسته د شمالي یمن ولسمشر و. هغه بیاځلي په ۲۰۰۶ ز کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د صالح بریا د هغو ټاکنو له مخې اعلان شوه چې، نړیوالو څارونکو هغه تر یوه بریده آزادې ټاکنې وبللې، په داسې حال کې چې دغه ټاکنې له تاوتریخوالي، د مطبوعاتو د آزادۍ له محدودیت او ټاکنیزو درغلیو له تورونو سره مل وې. پارلماني ټاکنې د ۲۰۰۳ ز کال په اپریل میاشت کې تر سره شوې او د خلکو عمومي کانګرس په کې خپل اکثریت وساته. صالح تر ۲۰۱۱ ز کال پورې، له سیالیو پرته په خپله چوکۍ پاتې شو، تر هغه مهاله چې د بیاځلي ټاکنو د نه ترسره کېدو اړوند سیمه ییزې ناهیلۍ او په ۲۰۱۱ ز کال کې د عرب پسرلي اغېزې د دې لامل شوې، څو ګڼ شمېر ټولیز لاریونونه رامنځته شي. په ۲۰۱۲ ز کال کې هغه اړ شو، چې له واک نه استعفا ورکړي، خو بیا هم په یمني سیاست کې فعال لوبغاړی پاتې شواو د ۲۰۱۰ مې لسیزې په نیمايي کې له حوثیانو سره یوځای شو. اساسي قانون، د یوې خپلواکې قضایې قوې د جوړېدو امر کوي. پخواني سویلي او جنوبي حقوقي قوانین سره یو موټی شوي دي. په حقوقي سیستم کې جلا سوداګریزې محکمې او په صنعا کې ستره محکمه شاملېږي. اسلامي شریعت یې د قوانینو اصلي سرچینه ده، چې د ډېرۍ محکمو دوسیې یې، د دیني قوانینو له مخې ارزول کېږي او ډېری قاضیان یې دیني عالمان دي. بهرنی سیاست د شمالي یمن جغرافیه او د هغو امامانو واکمنانو دغه هېواد، له ۱۹۶۲ ز کال وړاندې له بهرنۍ اغېز لرې ساتلی و. له سعودي عربستان سره د دغه هېواد اړیکې، د ۱۹۳۴ ز کال په طایف هوکړه کې تعریف شوې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شمالي پوله یې معلومه او د سوداګرۍ او نورو راکړو ورکړو لپاره یې چوکاټ جوړ کړ. د طایف تړون، په ۲۰ کلنه دوره کې نوی او پراخېږي او اعتبار یې په ۱۹۹۵ ز کال بیاځلي تائید شو. په عدن او سویل کې له بریتانوي ښکېلاکي چارواکو سره یې اړیکې تل خرابې ترینګلې وې. یمن د ملګرو ملتونو، عربي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان او د ناپېیلي غورځنګ غړیتوب لري. پوځ په یمن کې د نظامي پرسونل شمېر یو څه زیات دی، په ټولیز ډول یمن په عرب ټاپووزمه کې له سعودي عربستان وروسته دویم لوی پوځي ځواک لري. په ۲۰۱۲ ز کال کې یې فعاله وسله وال ځواک په دې توګه تشرېح شوی: پوځ ۳۹۰۰۰۰ کسه، سمندریز ځواک ۷۰۰۰ تنه او هوايي ځواک ۵۰۰۰ کسه. د ۲۰۰۷ ز کال په سپتمبر میاشت کې، حکومت د عسکري خدمت د بیاځلي جبري کولو اعلان وکړ. په ۲۰۰۶ ز کال کې، د یمن دفاعي بودیجه ،د ټولې دولتي بودیجې ۴۰ سلنه وه. په ۲۰۱۲ ز کال کې، یمن ۴۰۱۰۰۰ کسه فعال پوځي پرسونل درلود. تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد سرچينې یمن |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D8%A7%D9%BC%D9%8A%DA%A9%D8%A7%D9%86%20%DA%9A%D8%A7%D8%B1 | واټيکان ښار | د واټیکان ښار چې رسمي نوم یې د واټیکان ښار دولت دی د ایټالیا هیواد د روم ښار په دننه کې یو خپلواک هیواد دی. اروپایي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AA%D8%B1%DA%A9%D9%85%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86 | ترکمنستان | ترکمنستان په لویدیځه اسیا کې په وچه کې را ایسار هېواد دی، چې شمال لویدیځ ته یې قزاقستان او شمال ختیځ ته یې اوزبیکستان، سویل ختیځ ته یې افغانستان، سویل او سویل لویدیځ ته یې ایران او لویدیځ ته یې کسپین یا خزر سیند موقعیت لري. د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار عشق آباد دی. د مرکزي اسیا په هېوادونو کې کم نفوس لرونکی هېواد دی چې د وګړو شمېرو یې ۶ میلیونه کسو ته رسېږي. ترکمنستان په اسیا کې تر ټولو لږ وګړي لري. وګړي یې د ترکمنانو په توګه پېژندل کېږي چې د قومیت پر ځای یې په تابعیت ټینګار شوی دی. دغه سیمه چې اوس مهال د ترکمنستان په نوم پېژندل کېږي، له ډېر مهاله یې د ګڼ شمېر نورو ملتونو او کلتورونو د لارې په توګه عمل کړی. مروه یې د منځنۍ آسیا یو له پخوانیو آبادو ښارونو او د نړۍ یو له لویو ښارونو نه دی. په منځنیو پېړیو کې مروه د اسلامي نړۍ یو له لویو ښارونو او د ورېښمو لارې له مهمو تم ځایونو نه وه. ترکمنستان چې په ۱۸۸۱ ز کال کې د روسي سترواکۍ یوه برخه شو، خو وروسته یې په مرکزي اسیا کې په بلشویک ضد خوځښت کې مهم رول ولوباوه. په ۱۹۲۵ ز کال کې د شوروي اتحاد د بنسټ اېښودونکي جمهوریت په توګه په ترکمن شوروي سوسیالیست جمهوریت واوښت. دغه هېواد په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته خپلواک شو. ترکمنستان د طبیعي ګازو د زېرمو له مخې د نړۍ څلورم هېواد دی. د دغه هېواد ډېره برخه د قرا قروم یا تورې شګلنې دښتې په واسطه چاپېر شوی دی. له ۱۹۹۳ ز کال نه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې، د دغه هېواد وګړو د دولت له خوا په وړیا ډول برېښنا، اوبو او طبیعي ګازو ته لاسرسی درلود. دغه هېواد د کمو بشري حقونو له امله په ځانګړې توګه له لږه کیو سره دچلند، مطبوعاتو د آزادۍ او مذهبي ازادیو په برخو کې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی دی. په ۱۹۹۱ ز کال کې، له شوروي اتحاد نه له خپلواکۍ وروسته، د ترکمنستان خپلواک دولت د دوو ځپونکو توتالیتر رژیمونو له خوا اداره کېږي. سفر مراد نیازوف چې د ترکمن باشي یا د ترکمنانو مشر په توګه پېژندل کېږي، تر ۲۰۰۶ ز کاله یعنې تر مړینې پورې یې د دغه هېواد ولسمشر و. په ۲۰۰۷ ز کال کې د غیر دیموکراتیکو ټاکنو په پایله کې قربان علي بردي محمدوف نوموړی لومړی د ولسمشر مرستیال او بیا د ولسمشرۍ سرپرستواکیال شو د دغه هېواد ولسمشر شو. د اعدام سزا په رسمي ډول، په ۲۰۰۸ ز کال کې په دغه هېواد کې منع شوه. سیاست ترکمنستان له یوې پېړۍ نه د زیات وخت لپاره د روس د سترواکۍ د یوې برخې او وروسته د شوروي اتحاد د غړي په توګه ۶۷ کاله د شوروي اتحاد متحد جمهوریت و د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته، د ۱۹۹۱ ز کال د اکتوبر په ۲۷ مه خپلواکي اعلان کړه. د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند پخواني غړي سفر مراد نیازوف، له ۱۹۸۵ ز کال راهیسې، هغه مهال چې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند مشر شو، تر ۲۰۰۶ ز کال پورې هغه مهال چې مړ شو، په ترکمنستان واکمني وکړه. د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته ،هغه په بشپړ ډول په هېواد کنترول وساته. د ۱۹۹۹ ز کال د دسمبر په ۲۸ مه د دغه هېواد مجلس پارلمان نیازوف د ټول عمر لپاره د ولسمشر په توګه اعلان کړ، هغه پارلمان چې یوه اونۍ وړاندې د رایو پر بنسټ ټاکل شوی و او یوازې هغو کسانو ورته ځانونه نوماند کړي وو، چې د ولسمشر نیازوف له خوا انتخاب شوي وو او د اپوزیسیون هېڅ نوماند ته په کې اجازه ور نه کړل شوه. د ۲۰۰۶ ز کال په دسمبر کې د نیازوف له مړینې راهیسې، د ترکمنستان ادارې د هېواد د پرانستلو په موخه یو لړازمېښتي ګامونه پورته کړل. د هغه ځای ناستي ولسمشر قربان علي بردي محمدوف، د نیازوف یو شمېر حیرانوونکې پریکړې، لکه: د اوپرا او سرکس ممنوعیت، لغوه کړې، په داسې حال کې چې یو شمېر نور قوانین، لکه: له سپینو موټرو پرته ،د نورو موټرو ممنوعیت وروسته رامنځته شو. د زده کړو په برخه کې د بردي محمدوف ادارې، لومړنۍ زده کړې له ۹ کلونو نه ۱۰ کلونو او لوړې زده کړې یې له ۴ کلونو نه ۵ کلونو ته زیاتې کړې. د دې په څنګ کې یې، له هغو لویدیځو هېوادونو سره چې د ترکمنستان د طبیعي ګازو سرچینو ته یې له لاسرسي سره لېوالتیا لرله، اړیکې پراخې کړې. د ترکمنستان سیاست د ولمسشریز جمهوریت په اډانه کې جوړېږي چې ولسمشر د دولت او حکومت دواړو په سر کې ځای لري. د نیازوف تر واکمنۍ لاندې، ترکمنستان یو ګوندي نظام درلود، په داسې حال کې چې د ۲۰۰۸ ز کال په سپتمبر میاشت کې د خلکو شورا هغه پرېکړه لیک صادر کړچې، له مخې یې نوی اساسي قانون تصویب شو. اساسي قانون، د ۲۰۰۸ ز کال په دسمبر میاشت کې د خلکو شورا د له منځه تلو او د پارلمان په کچه کې د پراختیا لامل وګرځېد او د ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو د جوړېدو اجازه یې ورکړه. پخوانی کمونیست ګوند، چې اوس مهال د ترکمنستان د دیموکراتیک ګوند په توګه پېژندل کېږي، د دغه هېواد مخکښ ګوند دی. دویم ګوند یې د صنعتګرو او کارجوړوونکو ګوند دی چې د ۲۰۱۲ ز کال په اګست میاشت کې جوړ شو. په دغه هېواد کې سیاسي لویې غونډې ناقانونه دي، یوازې هغه مهال چې دولت تحریم شي. په ۲۰۱۳ ز کال کې د لومړي ځل لپاره، په دغه هېواد کې څو ګوندي پارلماني ټاکنې ترسره شوې دي. مقننه قوه د ۲۰۲۰ ز کال په سپتمبر میاشت کې د ترکمنستان پارلمان د اساسي قانون اصلاحیه تصویب کړه چې له مخې یې د مشرانو جرګه رامنځته او پارلمان یې په دوو جرګو ووېشه. د مشرانو جرګې ته یې ولسي جرګه په ترکمني کې: ولس مصلحتي ویل کېږي چې ۵۶ غړي لري، ۴۸ یې د رایو پر بنسټ ټاکل کېږي او ۸ نور یې د ولسمشر له خوا انتصاب کېږي. له پخواني یوې جرګې لرونکي پارلمان سره، دغه مجلس یا ولسي جرګه ۱۲۵ چوکۍ لري، پارلمان ته اوس ملي شورا ویل کېږي په ترکمني کې: د مشرانو جرګې ټاکنې یې د ۲۰۲۱ ز کال د مارچ په ۲۸ مه نېټه او د ولسي جرګې وروستۍ ټاکنې یې، د ۲۰۱۸ ز کال د مارچ په ۲۵ مه ترسره شوې. بهرنۍ اړیکې د ترکمنستاند ناپېلتوب دایمي اعلامیه په ۱۹۹۵ ز کال کې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا په رسمیت وپېژندل شوه. پخواني ولسمشر سفر مراد نیازوف څرګنده کړې وه چې: ناپېلتوب په هر ډول څو ګوني دفاعي بنسټونو کې د ترکمنستان د ورګډ ېدلو مخه نیسي، خو اجازه لري چې پوځي همکارۍ ترلاسه کړي. ناپېیلی بهرنی سیاست، د دغه هېواد په اساسي قانون کې مهم ځای لري. ترکمنستان له ۱۳۹ هېوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې لري، چې مهم متحدین یې افغانستان، ارمنستان، ایران او روس دي. ترکمنستان د ملګرو ملتونو سازمان، د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، اقتصادي همکاریو سازمان، د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان، اسلامي همکاریو سازمان، اسلامي پراختیايي بانک، اسیایي پراختیايي بانک، د بیارغونې او پرمختګ لپاره اروپايي بانک، د خوړو او کرنې سازمان او د ترکي کلتور د نړیوال سازمان غړیتوب لري. اقتصاد ترکمنستان په نړۍ کې د طبیعي ګازود لرلو له امله څلورم ځای لري او د نفتو د پام وړ زېرمې لري. دغه هېواد د خپلو اقتصادي اصلاحاتو په موخه له احتیاطي چلن نه کار اخلي او تمه لري چې د ګازو او پنبې د پلور له مخې خپل اقتصاد وساتي. په ۲۰۱۴ ز کال کې په دغه هېواد کې د بېکارۍ کچه ۱۱٪ وه. د ۲۰۰۳ ز کال د اګست په ۱۴ مه د ولسي جرګې د پریکړې له مخې، په پام کې وه چې تر ۲۰۳۰ ز کال پورې ټولو وګړو ته د برېښنا، طبیعي ګازو، اوبو او مالګې په برخه کې سبسایډي ورکړل شي. دغې پریکړې ته د اړوندو اجرائیوي مقرارتو پر بنسټ، د دغه هېواد هر وګړي په هره میاشت کې ۳۵ کیلو واټه برېښنا او ۵۰ متر مکعبه طبیعي ګاز ته په وړیا ډول لاسرسی درلود. دولت ۲۵۰ لیتره ۶۶ ګیلنه اوبه په ورځ کې ورته برابرولې، خو د ۲۰۱۹ ز کال په جنوري میاشت کې ټولې دغه سبسایډۍ لغوه شوې. تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد ترکمنستان هېوادونه د آسيا هېوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AA%D8%A7%DB%8C%D9%84%D9%86%DA%89 | تایلنډ | تايلېنډ، په رسمي توگه د تايلېنډ پاچايي، په سوېل ختيځه آسيا کې يو هېواد دی، د دې هېواد په ختيځ کې لاووس او کمبوډيا، سوېل ته پراته د تايلېنډ خليج او مالېزيا، لوېديځې لور ته د اندمان سيند او مايناماربرما پرتې سيمې دي. تاريخ سياست سهېل سهېل ختيځ ختيځ منځنی سوېل جغرافيه اقتصاد فرهڼ دا هم وگورۍ باندنۍ تړنې رسمي نورې تايلنډ |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AA%D8%A7%D8%AC%D9%8A%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86 | تاجيکستان | تاجیکستان، په رسمي ډول د تاجیکستان جمهوریت په تاجیکي: ، لاتین ډول: د مرکزي آسیا په وچه کې را ایسار هېواد دی. مساحت یې ۱۴۳۱۰۰ کیلومتر مربع ۵۵۳۰۰ مایل مربع او د وګړو اټکلیز شمېر یې ۹۵۳۷۶۵۴ کسه دی. دوشنبه یې مرکز او لوی ښار دی. له سویل لوري له افغانستان، له لویدیځ لوري له اوزبیکستان، له شمال لوري له قرغزستان او له لویدیځ لوري له چین سره پوله لري. د تاجیک وګړو سنتي کور اوسنی تاجیکستان او د افغانستان او اوزبیکستان یو شمېر برخې دي. دغه سیمه چې اوسنی تاجیکستان جوړوي، پخوا د ګڼ شمېر لرغونو کلتورونو کور و چې د نیولیتیک او برونزو د دورې سرزم ښار په کې شاملېږي، چې وروسته بیا بېلابېلو باورونو او کلتورونو ته اړوندې پاچهۍ په کې تېرې شوې، چې د آمو سیند تمدن، آندرونوو کلتور، بودیزم، د ختیځ کلیسا، هندویزم، زردشتي دین، ماني آیین او اسلام په کې شاملېږي. په دغه سیمه ګڼ شمېر سترواکیو او لړیو واک چلولی، چې د هخامنشیانو سترواکي، ساساني سترواکي، هپتالیانو سترواکي، سامانیانو سترواکي او مغولي سترواکي په کې راځي. تیموري رنسانس د تیموریانو د لړۍ او بخارا د خاناتو له واکمنیو وروسته وغوړېد. دغه سیمه په وروسته کې د روس سترواکۍ له خوا ونیول شوه چې له هغه وروسته شوروي اتحاد ورباندې واک خپل کړ. د شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال د دغه هېواد معاصرې پولې وټاکل شوې. وړاندې له دې چې په ۱۹۲۹ ز کال کې شوروي اتحاد په یوه بشپړ متحد جمهوریت واوړي، د اوزبیکستان د یوه خود مختاره جمهوریت په توګه یې موجودیت درلود. د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته، د ۱۹۹۱ ز کال د سپتمبر په ۹ مه نېټه په یوه خپلواک هېواد واوښت. له خپلواکۍ ډېر ژر وروسته کورنۍ جګړه پیل شوه، چې له ۱۹۹۲ ز کال نه یې تر ۱۹۹۷ ز کال پورې دوام درلود. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، نوي رامنځته شوي سیاسي ثبات او بهرنیو مرستو لار برابره کړه، څو د دغه هېواد اقتصاد وده وکړي. دغه هېواد له ۱۹۹۴ ز کال راهیسې، د امام علي رحمان له خوا اداره کېږي، چې د یو خپل سري دولت مشري کوي، ځکه په پراخه کچه فساد په کې شته او بشري حقونه په کې په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي، چې شکنجه، خپل سرې بندخونې، د سیاسي مخالفینو ځپل، د مذهبي آزادیو او نورو مدني حقونو نشتوالی په کې شاملېږي. تاجیکستان یو ولسمشریز جمهوریت دی چې څلور ولایتونه لري. د تاجیکستان ډېری وګړي د تاجیک قوم اړوند دي، په تاجیکي ژبه خبره کوي، تاجیکي یې لومړۍ رسمي ژبه ده ،چې د افغانستان او ایران په ګډون درېیم فارسي ژبه ویونکی هېواد دی. روسي ژبه یې د قومونو ترمنځ د رسمي ژبې په توګه کارول کېږي. په داسې حال کې چې دولت یې د اساسي قانون له مخې سیکولر دی، ۹۸٪ سلنه وګړي یې مسلمانان دي. د بدخشان په غرني خود مختاره ولایت کې یې له دې سره چې ډېر کم وګړي استوګن دي، خو ګڼ شمېر ژبني توپیرونه په کې شتون لري، چې روشاني، شغناني، واخي او تاجیکي ژبې په کې ویل کېږي. غرونه د دغه هېواد ۹۰ سلنه برخه پوښي. دغه هېواد له مخ پر ودې هېوادونو نه دی چې اقتصاد یې له متمرکز سیستم نه د بازار سیستم ته په اوښتو دی او په لوړه کچه د پیسو په حواله او د المونیم او پنبې په تولید تکیه لري. تاجیکستان د ملګرو ملتونو سازمان، خپلواکو مشترک المنافع هېوادونو د ټولنې، د اروپا د آمنیت او همکارۍ سازمان، اسلامي همکاریو سازمان، اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو، شانګهای همکاریو سازمان، د ټولیز امنیت تړون سازمان او د سولې ټینګېدو په برخه کې د ناتو د مشارکتي پروګرام غړیتوب لري. سیاست د تاجیکستان له خپلواکۍ ډېر ژر وروسته، په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه د ګڼ شمېر ډلو ترمنځ پیل شوه. دغه ډلې د بهرنیو هېوادونو له خوا ملاتړ کېدلې چې افغانستان، ایران، پاکستان، اوزبیکستان او روسیه په کې شاملېږي. روسیې او ایران د ښکېلو ډلو ترمنځ د سولې په هڅو تمرکز درلود، څو د امریکا د متحده ایالاتو او ترکیې د لاسوهنې چانس را کم کړي. د پام وړ دا چې، روسیې د دولت پلوه ډلو نه ملاتړ کاوه او د مشترک المنافع هېوادونو ځواکونه یې د تاجیکستان او افغانستان په پوله کې ځای پر ځای کړل. له ۴۰۰۰۰۰ تنو زیاتو روسانو نه چې په صنعت کې بوخت وو، یوازې نږدې ۲۵۰۰۰ یې پاتې شول او نور ټول روسیې ته وتښتېدل. په ۱۹۹۷ ز کال کې جګړه د دولت او اسلام پاله اپوزیسیون ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې پای ته ورسېده او مرکزي دولت په ۱۹۹۹ ز کال کې د سوله ییزو ټاکنو له مخې رامنځته شو. تاجیکستان په رسمي ډول جمهوریت دی او ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې د ولسمشریز سیستم له مخې ترسره کېږي. په ورته مهال واکمن ګوندي سیستم لري، چې د تاجیکستان د خلکو دیموکراتیک ګوند په پارلمان کې اکثریت چوکۍ په واک کې لري. امام علي رحمان د ۱۹۹۴ ز کال له نومبر میاشت نه په پرله پسې ډول د دغه هېواد ولسمشر دی. لومړی وزیر یې قاهر رسول زاده، د لومړي وزیر لومړی مرستیال متلوب خان دولتوف او د لومړي وزیر دوه نور مرستیالان مرادعلي علیمردون او رقیه قربانوا دي. د ۲۰۰۵ ز کال پارلماني ټاکنې، د مخالفو ګوندونو او نړیوالو څارونکو له ګڼ شمېر تورونو سره مخ وې چې ویل کېدل: امام علي رحمان د ټاکنو په بهیر او بېکارۍ اړوند موضوعاتو کې لاسوهنه کوي. د ۲۰۱۰ ز کال د فبروري میاشتو په ټاکنو کې واکمن ګوند د پارلمان څلور چوکۍ له لاسه ورکړې، خو بیا یې هم خپل بشپړ اکثریت خوندي وساته. د راپورونو له مخې: تاجیک دولت د اسلامي نفوذ د ځپلو او له اسلامي سخت درېځۍ سره د اړیکې له امله، چې له افغانستان سره پولې ته څېرمه دود وه، د ږېرې پرېښول منع کړي دي. د ۲۰۲۰ ز کال په اکتوبر میاشت کې، د تاجیکستان مستبد ولسمشر امام علي رحمان د بشپړو کنترول شوو او تشریفاتي ټاکنو په پایله کې، د ۹۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د راتلونکو اووه کلونو لپاره یوځل بیا د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ۲۰۲۱ ز کال په اپریل میاشت کې د تاجیکستان او قرغزستان ترمنځ د اوبو پر سر شخړه ، د دغه هېواد له خپلواکۍ وروسته جدي سرحدي شخړه وه. د ۲۰۲۱ ز کال په جولای میاشت کې تاجیکستان د روسیې په مشرۍ د ټولیز امنیت د پیمان د پخواني شوروي اتحاد له غړو هېوادونو نه له ګاونډي افغانستان نه دغه هېواد ته د را ولاړېدونکو امنیتي ګواښونو اړوند مرسته وغوښته. دغه امنیتي ګواښونه، له افغانستان نه د متحده ایالاتو او بریتانوي ځواکونو له وتلو رامنځته شوي وو، چې له امله یې ۱۰۰۰ کسه افغان ملکي وګړي او دولتي مامورین وروسته له هغه چې طالب یاغیانو، د افغانستان په ډېرو برخو کنټرول ترلاسه کړ، ګاونډي تاجیکستان ته وتښتېدل. اقتصاد په ۲۰۱۹ ز کال کې، د تاجیکستان د داخلي ناخالصو تولیداتو نږدې ۲۹٪ برخه د کډوالو د پیسو له حوالو برابرېده ډېری یې په روسیه کې د تاجیک وګړو د کار کولو له امله وې، چې په نړۍ کې دغه حوالو لوړه کچه درلوده. اوسنی اقتصادي حالت یې تر ډېره د فساد، نابرابرو اقتصادي اصلاحاتو او ناسم اقتصادي مدیریت له امله نازک دی. دې ته په پام سره چې، بهرنی عاید یې د مهاجرو کارکوونکو د حوالې او د المونیم او پنبې په صادراتو تکیه لري، اقتصاد یې په کلکه سره له بهرنیو ګوزارونو نه زیان منونکی دی. په ۲۰۰۰ مالي کال کې ډېرۍ نړیوالې مرستې د بېرته پیاوړي کولو پروګرامونو نه د ملاتړ په برخه کې وې، چې د پخوانۍ کورنۍ جګړې جنګیالي یې په ملکي اقتصاد کې ور ګډول او د سولې په ټینګښت کې یې مرسته وکړه. نړیوالې مرستې د وچ کالۍ په دویم کال کې چې دغه هېواد یې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ کړ، ډېرې اړینې وې. د ۲۰۰۱ ز کال په اګست میاشت کې د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې، په تاجیکستان کې قحطي راغلې او د تاجیکسکتان او اوزبیکستان لپاره یې د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه. له دې سره، تر اوس مهاله خوړو ته لاسرسی د یوې ستونزې په توګه پاتې شوی دی. د ۲۰۱۲ ز کال په جنوري میاشت کې ۶۸۰۱۵۲ کسه تاجیکستاني وګړي، د خوراکي توکو له ناخوندیتوب سره مخامخ وو. تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد تاجیکستان هېوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%88%DB%8C%DA%89%D9%86 | سویډن | سویډن هیواد د سویډن مشروطه سلطنت سویډني د سکانډيناويا يو سويلي هېواد دی. د دې هېواد په لوېديځ کې ناروې، په سهېل ختيځ کې فینلنډ، په سوېل لوېديځ کې د سکاګرراک او کاته ګات سټرايټ، په ختيځ کې بالتیک سمندر او د بوتنیا خلیج پراته دي. سویډن د اروپا په شمال کې په اسکندونیایي ټاپو وزمه .کې موقیعت لرې چې د وګړو شمیر یې ۳۸۹۰۶۰۱۰ تنوته رسیږي. د سويډن پلازمینه استکهلم ښار دی او مساحت یې ۶۶۴۴۴۶ کیلومتره مربع دی. ددی هیواد د حکومت ډول مشروطه پادشاهي ده او رسمي ژبه یې سویډني ده. جغرافیه لاپلند سیمه. وګړي سویډن کابو ۹ میلیونه وګړي لري، د هندو اروپایي قومونو څخه دي چې اصلیت یې وایکینګیانو ته رسیږي. ایداري ویش د سویډن هیواد د ولایتونو نوملړ آیالاتونه د سویډن ولایتونه. - بلکینګه - بوهوسلن - دالارنا - دالسلاند - ګوتلاند - ګستریکلاند - هاللاند - هلسینګلاند - هریدالن - یمتلاند - لاپلنډ سویډن - مدلپاد - نوربوتن - نرک - اسکونه - سمالنډ - سودرمانلاند - اوپلاند - ورملاند - وستمانلاند - وستربوتن - وسترګوتلاند - انګرمانلاند - اولاند - اوسترګوتلاند کلتور تاریخ اقتصاد سرچینې سويډن د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%DB%90%D8%B3%D9%88%D8%A7%D8%AA%D9%8A%D9%86%D9%8A | اېسواتيني | سوازیلانډ په سویلي افریقا کې پروت یو هیواد دې، چې په وچې پورې تړلې دی. او سوازیلانډ له سویل، شمال او د لویدیځ لخوا له سویلي افریقا سره او د ختیځ له لوري له موزمبیق سره ګډه پوله لري. پلازمینه یې د لوبامبا ښار او رسمی انګلیسي او سوازي ژبه دي، یاد هیواد ۳۶۴۱۷ کیلومتره مربع مساحت او ۰۰۰۱۴۱۱ میلیونه وګړي لري. د سوازیلانډ لیلانګني ددی هیواد پلازمینه ده. ايسواټني چې په رسمي ډول د ايسواټني پاچاهي او پخوا سوازيلېنډ نومول شوی و ۲۰۱۸ کې بېرته سوازيلېنډ ونومول شو، په سويلي افريقا کې په وچه کې راګېر هېواد دی. په شمال ختيځ کې له موزمبيق او شمال، لويديځ، سويل او سويل ختيځ کې له سويلي افريقا سره ګډه پوله لري. له شمال څخه سويل ته له ۲۰۰ کیلو مترو ۱۲۰ ميل او ختيځ څخه لويديځ ته له ۱۳۰ کیلومترو ۸۱ ميل څخه زيات پراخوالی نه لري، چې له مخې يې ايسواټني په افريقا کې يو له تر ټولو کوچنيو هېوادونو څخه دی. د دې تر څنګ د هېواد اقليم او نقشه په بېلابېلو برخو کې توپير کوي متنوع ده، چې له يخې او غرنۍ لوړې وښياڼې يا ورشو څخه ګرمې او وچې ټيټې وښياڼې ته ترتيبېږي. نفوس يې په بنسټيز ډول له توکم څخه جوړ شوی دی. حاکمه ژبه په کې سوازي په اصلي بڼه کې ده. سوازيس توکم د ۱۸ پېړۍ په نيمايي کې د درېيم نګوېن تر مشرۍ لاندې خپله پاچاهي جوړه کړه. هېواد او سوازي توکم خپل نومونه د دويم امسواټي له نوم څخه تر لاسه کوي. نوموړی د ۱۹مې پېړۍ هغه پاچا و، چې تر مشرۍ لاندې يې د سوازي سيمه پراخه او يو موټي شوه. اوسنۍ پولې په ۱۸۸۱ کال افريقا لپاره د مبارزې د افريقا نيونه فتحه هم ورته وايي، چې د لنډې مودې په اوږدو کې د اوه اروپايي قدرتونو له لورې د افريقا د زياتره برخې نيونې، له خپلو سيمو سره يو ځای کولو، وېش او استعمار ته وايي په منځ کې رامنځته شوې. د بوير له دويمې جګړې څخه وروسته ياده پاچاهي د سوازيلېنډ په نوم له ۱۹۰۳ څخه د ۱۹۶۸ د سپټمبر تر ۶ نېټې خپلواکۍ اخيستلو نېټې پورې د برتانيې تر څار يا قيموميت لاندې وه. د ۲۰۱۸ په اپریل کې يې رسمي نوم د سوازيلېنډ له پاچاهۍ څخه د ايسواټني پاچاهۍ ته بدل شو، چې په سوازي ژبه کې په عام ډول کارېدونکی نوم منعکس کوي. د هېواد د حکومت ډول بشپړه شاهي ده، چې د خپل ډول له مخې د افريقا تر ټولو وروستی هېواد دی او له ۱۹۸۶ راهيسې د درېيم امسواټي له لورې اداره شوی دی. د مقننه جرګې او سنا غړو د مشخص کولو په موخه هرو پنځو کلونو کې ټاکنې کېږي. اوسنی اساسي قانون په ۲۰۰۵ کې تصويب شو. د په نوم د شپېلۍ نڅا چې په اګسټ يا سپټمبر او د په نوم د پاچاهۍ نڅا چې په ډسمبر يا جنوري کې تر سره شوه، د ملت تر ټولو مهمې پېښې دي. ايسواټني يو مخ پر وده هېواد دی او د منځني ټيټ عايد لرونکي اقتصادي هېواد په توګه ډلبندي کېږي. د سويلي افريقا د ګمرکاتو اتحاديې او ختيځې او سويلي افريقا لپاره د عامه بازار د غړي په توګه د هېواد اصلي سيمه ايز سوداګريز ملګری سويلي افريقا ده. د اقتصادي ثبات د ډامنولو په موخه د ايسواټني د پيسو واحد څنډې د سويلي افريقا د نوم په راوتلو سره په نښه شوي دي. باندني سوداګريز ملګري هېوادونه يې متحده ايالتونه او اروپايي ټولنه دي. د هېواد زياتره وګړي د کرنې او توليد برخو کې بوخت دي. ايسواټني د سويلي افريقا د پرمختګ ټولنې، افريقايي اتحاديې، د ملتونو د ګډو ګټو او ملګرو ملتونو غړی دی. د هېواد وګړي له سترو روغتيايي مسئلو سره مخامخ کېږي، چې اچ ای وي يا ايډز او له لږه کچه توبرکلوز په کې خپرې شوې ناروغۍ دي. د اټکل له مخې ٪۲۶ ځوان بالغ وګړي يې مثبت لري. تر ۲۰۱۸ کال پورې ايسواټني د نړۍ په کچه په ۵۸ کلنۍ کې د ژوند ۱۲ تر ټولو ټيټ امید لري. تر ۲۰۱۸ پورې د ۲۲ کالونو منځني عمر په درلودلو سره د هېواد نفوس ځوان دی او ۱۴ کلن وګړي په کې د هېواد د ټول نفوس ٪۳۵ سلنه برابروي. تاريخچه لاسي جوړ شوي توکي چې انساني فعاليت په ډاګه کوي او نېټه يې نږدې ۲۰۰۰۰۰ کالونه پخوا د تېږې دورې لومړيو ورګرځي، په ايسواټني کې موندل شوي دي. له ليکلي تاريخ څخه مخکې د تيږې هنر نقاشۍ چې نېټه يې له عيسوي څخه ۲۷۰۰۰ مخکې څخه تر ۱۹ پېړۍ پورې رسېږي، د هېواد شا او خوا بېلابېلو ځايونو کې موندل کېدلی شي. د سيمې تر ټول لرغوني پېژندل شوي اوسېدونکي د ښکاري راټولېدونکي وګړي وو. دوی د بانټو توکم د سترو کډواليو پر مهال په پراخه ډول بې ځايه شول. ياد وګړي په اصل کې د ختيځې او مرکزي افريقا د سترو جهيلونو له سيمو څخه وو. د کرنې او اوسپنې کارونې د ثبوت نېټه نږدې ۴ پېړۍ ده. هغه وګړي چې په اوسنۍ او ژبو باندې د پلرنيو ژبو په توګه خبرې کوي، په سيمه کې يې په ۱۱ پېړۍ يا ورڅخه مخکې استوګنه غوره کړه. سوازي اوسېدونکي ۱۸ او ۱۹ پېړۍ د سوازي اوسېدونکي چې وروسته د يا په نوم وپېژندل شول، اسټواټني ته له ننوتلو څخه مخکې د پونګولا سيند پر غاړو باندې استوګن شوي وو. دوی له دې سيمې څخه وړاندې اوسني موزمبيق او ماپيوټو ته نږدې د ټيمبي سيند سيمه کې مېښت وو. له وګړو سره پرله پسې نښتو دا خلک يو څه شمال لور ته پورې وهل او درېيم نګوېن د غونډيو په بېخ کې خپله پلازمېنه جوړه کړه. نګوېن وګړو د لوموړي سوبحوزا تر مشرۍ لاندې په پای کې خپله پلازمېنه د ننۍ ايسواټني په مرکزي زړه ځمکه زومبوډز کې جوړه کړه. په دې بهير کې يې د هېواد هغه اوږدې پخوانۍ؟ رامنځته شوې کلاګانې ونيولې او يو ځای کړې، چې سوازي وګړو د هغه چې مخکې جوړې شوې وې په توګه پېژندلې. ايسواټني خپل نوم د دويم امسواټي په نوم له يو وروستي پاچا څخه تر لاسه کوي. چې د درېيم نګوېن لپاره نومول شوی دی، د دې هېواد لپاره يو ځايناستی بديل نوم دی. دا د هغه چا کورنی نوم دی، چې شاهي مجلس يې اوس هم د په نوم پاتې کېږي. د ويي له مخې د پاچا معنا لري. دويم امسواټي د ايسواټني له سترو جنګياليو پاچاهانو څخه و او د هېواد سيمه يې د اوسنۍ کچې په پرتله دوه برابره پراخه کړه. د کلاګانې زياتره د ځانګړي ديني او سياسي دريځ په ګډون د پراخه خپلواکۍ په درلودلو سره له پاچاهۍ سره يو ځای شوې. د دوی د خپلواکۍ اندازه که څه هم د امسواټي له لورې په پياوړي ډول پرې شوه. نوموړي په ۱۸۵۰ لسيزه کې بريد وکړ او ځيني سيمې يې ونيولې. امسواټي په خپل ځواک سره د اغېز خورا لږ کړ، په داسې حال کې چې نور خلک يې د بريا يا ورته د پناه ځای په ورکولو سره له خپلې پاچاهۍ سره يو ځای کړل. سيمې ته يادې وروستۍ رسېدنې سوازي وګړو ته د په نوم وپېژندل شوې. د سوازي ملت خپلواکي په ۱۹ او ۲۰ پېړيو کې د سويلي افريقا د برتانيې او هالنډ له لورې اغېزمنه شوه. په ۱۸۸۱ کې برتانوي حکومت يو تړون لاسليک کړ، چې افريقا لپاره مبارزه تر څنګ يې د سوازيلېنډ خپلواکي په رسميت پېژندله. همغه وخت د پېښېدلو په حال کې و. ياده خپلواکي د ۱۸۸۴ لندن تړون کې هم په رسميت وپېژندل شوه. د خاورې يا منرال د کړکېچنو يا جنجالي حقونو او نورو امتيازونو له امله سوازيلېنډ له ۱۸۸۹ کې د پاچا له مړينې څخه وروسته په ۱۸۹۰ کې يوه درې اړخيزه يا درې نفري اداره درلوده. دې حکومت د برتانيې، د هالنډ جمهوريتونو او سوازي وګړو استازيتوب وکړ. په ۱۸۹۴ کې يوې ناستې سوازيلېنډ د څار يا قيموميت سيمې په توګه د سويلي افريقايي جمهوريت تر واک لاندې ځای کړ. دې حالت د پينځم نګوېن تر حکومت لاندې د ۱۸۹۹ په اکتوبر کې د بوير د دويمې جګړې تر پيل پورې دوام وکړ. پاچا پينځم نګوېن د ۱۸۹۹ په ډسمبر کې د پاچاهي نڅا پر مهال د بوير د دويمې جګړې له خپرېدلو څخه وروسته مړ شو. د نوموړي ځايناستی دويم سوبهوزا څلورمياشتنی و. سوازيلېنډ په بېلابېلو لنډو نښتو سره د برتانيې او بويرانو تر منځ تر ۱۹۰۲ پورې په هېواد کې د پېښېدونکو جګړه کې په ناسيده ډول ښکېل و. سرچينې سوازیلانډ |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%88%D8%B1%DB%8C%D9%86%D8%A7%D9%85 | سورینام | سورینام - واورئ یا سورینام ، چې په رسمي ډول د سورینام جمهوریت په نوم پیژندل کیږي هالنډي: ریپبلیک سورینام ، د جنوبي امریکا د اتلانتیک په شمال ختیځ ساحل کې پروت یو هېواد دی. دا هېواد په شمال کې له اتلانتیک بحر، په ختیځ کې له فرانسوي ګیانا، لویدیځ کې له ګیانا، او په سویل کې برازیل سره ګډه پوله لري. یوازې له کیلومترو مربع میله مربع څخه کم مساحت سره، دا هېواد په جنوبي امریکا کې ترټولو کوچینی خپلواکه دولت دی. دا هېواد نږدې نفوس لري، چې زیاتره یې د هېواد په شمالي ساحل کې په پلازمینه او ترټولو لوی ښار پاراماریبو او د هغه په شاوخوا کې اوسېږي، سورینام د استوا لږ څه شمال ته پروت یو استوایی هېواد دی چې باراني ځنګلونه ورباندې تسلط لري. د دې هېواد لپاره د ونو پراخ پوښښ د اقلیم د بدلون د کمولو او د کاربن منفي ساتلو لپاره خورا مهم دی. دا هېواد په پرتللیز ډول د بشری پراختیا د لوړې کچې په درلودلو سره یو مخ پر ودې هېواد د؛ اقتصاد یې تر ډېره له بډایو طبیعی سچینو لکه بکسسایټ، طلا، پټرولیم او کرنیزو محصولاتو سره تړلی دی. سورینام د څلورمې ز.م پیړۍ په پیل کې د اراواکس ، کاریبس او ویانا په ګډون، د مختلفو ځایی خلکو له خوا میشت ؤ. اروپایان په مه پیړۍ کې راغلل، هالنډیانو د مې پیړۍ په وروستیو کې د دغه هېواد د اوسني قلمرو په زیاتره برخه باندې خپل واک ټنګ کړ. د هالنډي استعماري دورې په جریان کې، سورینام د بورې یوه ګټوره سرچینه وه، د بورې د کښت اقتصاد د افریقایي غلامانو کارګرانو له خوا او په ز کې د غلامۍ له منځه تللو وروسته، د آسیا څخه د راوړل کېدونکو غلامانو په واسطه پرمخ وړل کیده. په ز کې، سورینام د هالنډ د سترواکۍ یو له اساسي هېوادونو څخه شو. د ز کال د نومبر په مه، په دې پلمه له سترواکۍ څخه جلا شو چې یو خپلواک دولت شي، البته له له نوموړې سترواکۍ سره یې نږدې اقتصادي، ډیپلوماتیکو او کلتوري اړیکو ته دوام ورکړ. سورینام په کلتوري لحاظ د کارابین هېوادونو څخه ګڼل کیږي، او د کارابین ټولنې غړی دی. دا له اروپا څخه بهر یوازینی خپلواک هېواد دی چیرې چې هالنډي د حکومت، سوداګرۍ، رسنیو او ښوونې رسمي او حاکمه ژبه ده. د هالنډي ژبې د اتحاديې د څېړنو له مخې، هالنډي د ۶۰٪سوريناميانو اصلي ژبه ده. ، د انګلیسي رېښې لرونې کریول ژبه ، په پراخه کچه کارول کېدونکې ګډه ژبه ده. رېښه د سورینام نوم کېدای شي، د سورینن په نوم د ځایي خلکو څخه اخیستل شوی وي چې د اروپایي ښکېلاک په وخت کې په سیمه کې اوسیدل. د - پسوند چې د سورینام سیند او ځایونو په نومونو کې عام دی، ممکن د آیما یا ایما څخه اخیستل شوی وي، چې معنا یې په لوکونو کې-چې په هېواد کې ویل کېدونکې د اراواک ژبه ده، د سیند یا د نهر خوله ده. د اروپا تر ټولو پخوانۍ سرچینې د سورینام لپاره د هغه سیند له نوم څخه د اخیستلو کېدو واریانټ وړاندې کوي په کوم باندې چې پای کې استعمارونه تاسیس شوي وو. لارنس کیمیس په خپل اثر ګیانا ته دوهم سفر کې لیکلي چې د ساحل په اوږدو کې د سفر په وخت کې د شوریناما په نوم له سیند تېر شوی دی. په ز کې، درۍ هالنډي بحري بیړۍ چې له وحشي ساحل څخه یې لیدنه کړې، د سورینامو سیند څخه تیریدو یادونه کوي. په ز کال کې، د هالنډ د رسمي اسنادو یو دفتر د هغه سیند نوم په بڼه نسخ یا سپېل کړ چې هلته د هالنډ سوداګریز پُست درې کاله وړاندې شتون درلود. برتانوي اوسیدونکومهاجرینو، چې په ز کې یې د سورینام سیند په اوږدو کې د مارشال په نهر کې لومړنۍ اروپایی کالونۍ تاسیس کړه، نوم یې د سورینام په بڼه لیکلو؛ چې دا نوم د اوږدې مودې لپاره په انګلیسي کې د معیاري املاء په توګه پاتې شوی دی. هالنډي سمندرمزلي ډیویډ پیټرز ډی ویریز د سیند د سفر په اړه لیکلي تر هغه چې نوموړی هلته په ز کال کې د انګلیسي اوسېدونکي سره مخ شو. د یاد نوم وروستی واول په راتلونکې هالنډي املا او تلفظ کې پاتې شو. په ز کې، یوه هسپانوي نسخه چې عنوان یې په امریکا کې د ده د اعلیحضرت د واکمنیو عمومي توضیحات دا سیند سورناما یاد کړی دی. په ز کې، برتانوي بحري بېړیو ته لارښوونه وشوه، چې په باربادوس کې چې په هغه وخت کې په سیمه کې د انګلیسي استعماري حکومت مقر ؤ، له لارډ ویلوبي سره وویني، بیا یې هم د د کالونۍ نوم سورینام لیکلی. د ز په شاهي منشور کې د سیند شاوخوا سیمه سیرینام سورینم همداراز په نوم یاده شوې. د سورینم املاء په پایله کې، د پیړۍ برتانوي سرچینو د لوک ایټیمولوژۍ وړاندیز وکړ، چې دا هغه نوم دی چې په ز لسیزه کې د سورینام سیند ته د لارډ ویلوبي له خوا د نورفولک ډیوک او ارل آف سوري په ویاړ هغه وخت چې د پاچا چارلس یا دوهم چارلس په مرسته د انګلیسي کالونۍ تاسیس شوه، ورکړل شوی ؤ. دا فولکلوري اېتمولوژي رېشه پېژندنه د انګلیسي ژبې په وروستیو سرچینو کې په مکرر شکل موندل کیدی شي. کله چې دا سیمه د هالنډ لخوا ونیول شوه، نو د مستعمرو یا کالونیو د یوې مجموعې برخه شوه چې د هالنډ ګیانا په نوم پیژندل کېده. د نوموړي هېواد د انګلیسي نوم رسمي املاء د زکال په جنورۍ کې د څخه ته بدله شوه، په داسې حال کې چې لاهم په انګلیسي کې موندل کیږي، لکه د سورینام ملي هوایی شرکت سورنام ایروېز . د سورینام زوړ انګلیسي نوم په انګلیسي تلفظ کې ، - منعکس شوی. په هالنډي کې، چې د سورینام رسمي ژبه ده، تلفظ یې په دریم توري باندې له فشار سره او له بې رنګه وروستي مُصَوِت سره دی. تاریخچه په سورینام کې اصلي ځایي وګړو اوسیدنه تر ز.م پورې تاریخ لري. ترټولو لوی قومونه یې د کوچیانو له ساحلي قبیلې اراواک څخه وو، چې د ښکار او کب نیولو له لارې یې ژوند کاوه. دوی په سیمه کې لومړني اوسیدونکي وو. وروسته کیریب قومونه هم په سیمه کې میشت شول چې د خپلو شاندارو بېړیوکښتیو په چلولو سره یې ارواک فتح کړ. دوی په ګالیبي کوپالي یومي، چې معنی یې د پلرونو ونه کې د مارویجن سیند په خوله کې میشت شول. په داسې حال کې چې لوی اراواک او کیریب قومونه د ساحل په اوږدو او په ورشوګانوڅړځایونو کې ژوند کاوه، د اکوریو، تری، واراو او ویانا په څېر د ځایی خلکو کوچینیو ډلو بیا په د ننه په باراني ځنګلونو کې ژوند کاوه. د استعمار دوره د مې پیړۍ په پیل کې، فرانسوي، هسپانوي او انګلیسي پلټونکو د سیمې څخه لیدنه وکړه. یوه پیړۍ وروسته ، هالنډي او انګلیسي مېشت شوو د ګیانا په حاصلخیزه میدانونو کې د څو سیندونو په اوږدو کې د کښت کولو کالونۍ رامینځته کړې. په ګیانا کې تر ټولو پخوانۍ مستنده کالوني د سورینام سیند په اوږدو کې د مارشال کریک په نوم د انګلیسي میشت-ځای ؤ. له هغه وروسته د سورینام په نوم د انګریزانو یوه بله لنډمهاله مستعمره وه چې له ز څخه تر ز کال پورې یې دوام وکړ. د دې قلمرو د واکنمۍ پر سر د هالنډ او انګلیسانو ترمنځ شخړې راپورته شوې. په ز کې، له دویمې انګلیس - هالنډ جګړې وروسته د خبرو اترو په بهیر کې چې پایله یې د بریډا تړون ؤ، هالنډ پریکړه وکړه چې د سورینام د کښت کولو مخ پر ودې کالونۍ وساتي کومه چې دوی له انګرېزانو څخه نیولې وه. په بدل کې انګرېزانو په شمالي امریکا کې د اتلانتیک ساحل په منځنۍ برخه کې د نوي هالنډ د پخوانۍ کالونۍ اصلي ښار، نوی امستردام ساتلی ؤ. انګلیسانو دغه ښار ته د ډیوک آف یارک په یاد: د نیو یارک ښار نوم ورکړ. تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد جمهوريت |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%88%DA%89%D8%A7%D9%86 | سوډان | سوډان په عربي کې السودان رسمي نوم يې د سوډان جمهوريت دی په عربي کې جمهورية السودان، دا هېواد د افريقا په شمال ختيځه سيمه کې پروت دی. د مرکزي افريقا جمهوريت، چاډ، مصر، ايريتريا، ايتوپيا، ليبيا، سويلي سوډان او سور سمندر سره ګډه پوله لري. په ۲۰۲۱ز کال کې يې د وګړو شمېر څلور څلوېښت اعشاريه يونوي ميليونه شمېرل شوی مساحت يې ۱،۸۸۶،۰۶۸ کيو متر مربع ۷۲۸،۲۱۵ ميل مربع دی، په دې ډول د افريقا په کچه د مساحت له پلوه په افريقا او عربي ټولنه کې درېیم ستر هېواد دی. په ۲۰۱۱ز کال کې د سويلي سوډان تر جلا کده پورې دا هېواد د مساحت له پلوه په افريقا او عربي ټولنه کې تر ټولو ستر هېواد و، خو له هغه وخته دا دواړه امتيازات له الجزاير سره دي. پلازمېنه يې خرطوم او تر ټولو ګڼ مېشته ښار يې أم درمان د ميترو خرطوم يوه برخه ده ښار دی. د سوډان تاريخ تر فرعوني تاريخ پورې رسېږي، د کرما پاچايي له زېږد مخکې ۲۵۰۰-۱۵۰۰ د مصر نوي پاچايۍ واکمني له زېږد مخکې ۱۵۰۰-۱۰۷۰ او د کوش پاچايۍ څرګندېدل له زېږد مخکې ۷۸۴ -۳۵۰ يې لېدلي دي چې پر مصر يې هم نژدې تر يوې پېړۍ پورې واکمني وکړه. د کوش له نسکورېدو وروسته نوبيانو، مکوريا او الوديا درې پرله پسې د نوباتيا مسيحي پاچايۍ جوړې کړې چې وروستۍ پاچايي يې تر نږدې ۱۵۰۰ کال پورې دوام وکړ. د نولسمې او پنځلسمې پېړۍ تر منځ، د سوډان په ډېره برخه کې عرب کوچيان مېشت وو. له شپاړسمې او نولسمې پېړۍ راهيسې، مرکزي او ختيځ سوډان د فونج سلطنت تر واکمنۍ لاندې و، ډارفور په لويديځ او عثمانيانو په شمال واکمني کوله. له نولسمې پېړۍ راهيسې ټول سوډان د مصر د محمد علي سلسله واکمنۍ له خوا ونيول شو. د مصري واکمنۍ پر مهال سوډان اوسنۍ پولې خپلې کړې او د سياسي، کرنيزې او اقتصادي ودې بهير يې پيل کړ. په ۱۸۸۱ز کال کې په مصر کې ملي احساسات اروبي پاڅون رامنځ ته کړ، د مصري واکمنۍ ځواک يې کمزوری کړ او په پايله کې مصر د بریتانيې له خوا اشغال شو. په همدې وخت کې په سوډان کې د خپلسري مهدي محمد احمد په مشرۍ په مهدي پاڅون کې مذهبي-ملتپالې لېوالتيا سر راپورته کړ او د أم درمان خلافت تاسيس شو. مصري او بریتانوي پوځي قواوو په ګډه مهدي ځواکونو ته ماتې وکړه او په سوډان کې يې بيا مصري سلطنت پر ځای کړ. له دې وروسته په سوډان کې مصري واکمني تر يو بريده يوازې په نوم پاتې وه، ځکه چې واقعي اختيار هم په مصر او هم په سوډان کې له بریتانيې سره و. په ۱۸۹۹ز کال کې، د بریتانيې تر فشار لاندې مصر موافقه وکړه چې پر سوډان حکومت له بریتانیې سره د شريکې واکمنۍ په توګه شريک کړي. اغېز يې دا شو چې سوډان د بریتانيې د يوه ملکيت په توګه اداره کېده. په شلمه پېړۍ کې هم په مصر او په سوډان کې ملتپالنې وده وکړه چې د بریتانیې د نېواک پر پای ته رسولو يې تمرکز کاوه. په ۱۹۵۲ز کال کې مصري اوښتون سلطنت پای ته ورساوه او له ټول مصر او سوډانه يې د بریتانوي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه. د اوښتون له دوو مشرانو نه يو او د مصر لومړي ولسمشر محمد نجيب، چې نيمه سوډانی او په سوډان کې ستر شوی و، د سوډان خپلواکي ساتنه د انقلابي دولت لومړيتوب وګرځاوه. د مصري او سوډاني فشار له امله، په راتلونکي کال کې بریتانیې د مصر په غوښتنه موافقه وکړه چې دواړه حکومتونه په سوډان شریکه واکمني پای ته ورسوي او سوډان ته خپلواکي ورکړي. د ۱۹۵۶ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه، په قانوني ډول د يوه خپلواک هېواد په توګه اعلان شو. له خپلواکۍ راهيسې سوډان د يو لړناکراره پارلماني حکومتونو او پوځي رژيمونو له خوا اداره شوی دی. د جعفر نميري د واکمنۍ پر مهال سوډان اسلامي حکومت پيل کړ. دې چارې د اسلامي شمال چېرې چې د حکومت مرکز و او په سويل کې د مسيحي او روحانيونو تر منځ درز زیات کړ. د ژبې، دين او سياسي ځواک توپيرونه، د حکومتي ځواکونو چې د ملي اسلامي محاذ تر اغېز لاندې وو او سويلي باغيانو تر منځ په کورنۍ جګړې بدل شول، چې ډېره اغېزناکه ډله يې د سوډان د خلکو آزادۍ پوځ و، د دې جګړو په پايله کې په ۲۰۱۱ز کال کې سويلي سوډان خپلواکي واخیسته. د ۱۹۸۹ نه تر ۲۰۱۹ز کال پورې سوډان دېرش کلن پوځي ديکتاتوري نظام تجربه کړ، چې مشري يې عمر البشير کوله، په ۲۰۰۳ز کال کې په دارفور سيمه کې د پيل شوې جګړې پر مهال د هغه د حکومت د ونډې له امله نوموړی د ځورولو، لږه کيو د تعقيب، نړيوال تروريزم نه د ملاتړ او توکميزې ټولوژنې په ګډون له بشري حقوقو نه په سرغړونه تورن دی. په ټوله کې د دې حکومت د کارونو له امله د ۳۰۰۰۰۰ او ۴۰۰۰۰۰ تر منځ خلک ووژل شول. په ۲۰۱۸ز کال کې لاريونونه پيل شول، د بشير د استعفا غوښتنه يې کوله، چې د ۲۰۱۹ز کال د اپريل مياشتې د يوولسمې نېټې د کودتا لامل وګرځېدل. اسلام د سوډان دولتي دين و او اسلامي قانون له ۱۹۸۳ز کال نه تر ۲۰۲۰ز کال پورې چې دا هېواد په سيکولر بدل شو عملي کېده. د دې هېواد اقتصاد په ښکته منځنۍ کچه عايد تعريف شوی، که څه هم سوډان د اوږدې مودې نړيوالو بنديزونو له امله په څنډه کې و، بيا هم د دې هېواد اقتصاد د تېلو په توليد تکيه کوي. سوډان د ملګرو ملتونو، عرب اتحاديې، افريقايي اتحاديې، ، بې پرې خوځښت او اسلامي همکاريو سازمان غړی دی. رېښه د دې هېواد نوم سوډان د سهارا په سويل کې يوې جغرافيايي سيمې ته ورکړل شوی نوم دی چې له لويديځې افريقا نه تر ختيځې مرکزي افريقا پورې غځېدلې ده. دا نوم د عربي ژبې بلاد السودان نه اخستل شوی دی، يعنې د تورو ځمکه. دا نوم د جغرافيايي نومونو له څېړنو نه يو نوم دی، چې له نورو سره يو شان رېښې لري او معنا يې ده د تورو ځمکه يا دې ته ورته نورې معناوې، چې اشاره د دې سيمې د اوسېدونکو تور پوستکي ته کوي. سوډاني اصطلاح، له افريقايي تور پوستو سره اړيکې لري. د سوډاني ملتپالنې نظريې تاريخ ۱۹۳۰ز او ۱۹۴۰ز کلونو ته رسېږي. تاريخچه له تاریخ مخکې سوډان له زېږد ۸۰۰ کاله مخکې له زېږد مخکې په اتمه زريزه کې، د نوي ډبرين کلتور خلک په دې سيمه کې د خټينو او خښتو په پياوړو کليو کې مېشت شوي دي، چېرته چې دوی د ښکار او په نيل کې د کبانو رانيول د غلو دانو په راټولولو او څارويو په پوولو بشپړ کړي دي. د نوي ډبرين پير خلکو د په څېر هدېرې جوړې کړي. له زېږد مخکې د پنځلسمې زرېزې په اوږدو کې، له وچېدونکې صحراا نه د نوي ډبرين پير خلکو د نيل درې او کروندې لور ته کوچ وکړ. له دې کلتوري او جينيټيکي شراکت نه پیدا شوي نفوس په وروستيو پېړيو کې ټولنيزو توپيرونو ته وده ورکړه او له زېږد مخکې په ۱۷۰۰ کې د کوش پاچهي رامنځ ته شوه چې پلازمېنه يې کرما وه. د انسان پېژندنې او لرغونې پېژندنې څېړنې ښيي چې، له حکومتي پړاو نه مخکې نوبيا او ناګاډان لوړ مصر په توکميز او کلتوري ډول نږدې يو شان وو، په همدې بنسټ، په يو وخت کې له زېږد مخکې ۳۰۰۰ کال پورې د فرعونانو نظامونو بشپړتيا خپله کړه. د کوش پاچهي له زېږد مخکې ۱۰۷۰- له زېږد وروسته ۳۵۰ د کوش پاچهي يو لرغونی نوبي ايالت و چې مرکزيت يې د شين او سپين نيل او عطبرة سمندر او نيل سمندر د يو ځای کېده سيمه وه. د برونز پير په پای ته رسېدو او نوي مصر پاچهۍ چې په لومړيو پړاوونو کې يې مزکز نبتة و، په شيندل کېده سره دا پاچهيي تاسيس شوه. تاریخ جغرافیه کلتور اقتصاد د افريقايي اتحاديې غړي هيوادونه سوډان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D8%B1%DB%8C%D9%84%D8%A7%D9%86%DA%A9%D8%A7 | سریلانکا | سریلانکا چې په رسمي توګه د سریلانکا دموکراتیک سوسیالستي ولسمشریزه ده. د آسیا په سویل کې پروت یو ټاپووزمه هیواد دی. پلازمینه یې سری جایاواردنپورا کوته او لوی ښار یې کولمبو ده، د یاد هیواد رسمي ژبي سنهالي او تامیلي ده. د سریلانکا مساحت ۶۱۰۶۵ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۰۰۰۶۶۸۱۹ تنه دی، د پیسو واحد یې د سریلانکا روپیه ده او نوموړی هیواد په ۴ فبروری ۱۹۴۸م کال خپل بنسټ او په ۲۲ مۍ ۱۹۷۲م کال د جمهوریت اعلان کړي. سریلانکا پخوا د سیلون په نامه پېژندل کېده، چې په رسمي توګه د سریلانکا دیموکراتیک سوسیالیست جمهوریت دی او په سویلي اسیا کې یو ټاپو هېواد دی. دا د هند په بحر کې، د بنګال خلیج په سویل لوېدیځ کې او د عربي بحیرې په جنوب ختیځ کې پروت دی؛ دا د هند برصغیر نه د مانار خلیج او د پالک تنګي په واسطه جلا شوی دی. سریلانکا له هند او مالدیف سره سمندري پوله لري. سری جیوردینیپورا کوټی یې قانوني پلازمېنه ده او کولمبو یې تر ټولو لوی ښار او مالي مرکز دی. د سریلانکا مستند تاریخ کاله مخکې ته ورګرځي، له هغو شواهدو سره، چې له تاریخ نه مخکې د بشري استوګنځایونو لږ تر لږه کاله مخکې تاریخ لري. دا یو بډایه کلتوري میراث لري. په سریلانکا کې د بودایانو تر ټولو لومړۍ پېژندل شوې لیکنې چې په ټولیز ډول د پالي قانون په نامه یادېږي، د بودایانو څلورمې شورا پورې اړه لري، چې په ۲۹ مخکې له میلاد کې رامنځته شوې دي. د سريلانکا جغرافيايي موقعيت او ژورو بندرونو دغه هېواد ته له لرغونې وریښمینې سوداګریزې لارې نه تر د نن ورځې په نامه د سمندري ورېښمو لارې سټراټیژیک اهمیت ورکړی دی؛ ځکه چې موقعیت یې دغه هېواد د سوداګرۍ لوی مرکز ګرځولی، سریلانکا د انوراډاپورا دورې په توګه د لرې ختیځ او اروپا دواړو لپاره پېژندل شوی هېواد و. د دغه هېواد د لوکسو توکو او درملو سوداګرۍ د ډېری هېوادونو سوداګر راجلب کړل، چې د سریلانکا د متنوع نفوس په رامنځته کولو کې یې مرسته وکړه. د کوټ په سینهالیز سلطنت کې د لوی سیاسي کړکېچ په لړ کې، پرتګاليان سریلانکا ته ورسېدل په ناڅاپي ډول او بیا یې د ټاپو سمندري سیمې او د هغې د ګټورې بهرنۍ سوداګرۍ کنټرول کولو هڅه وکړه. د سریلانکا یوه برخه د پرتګاليانو ملکیت شوه. تر سینهالیز-پرتګالي جګړې وروسته، هالنډ او د کنډي سلطنت د دغو سیمو کنټرول ترلاسه کړ. د هالنډ ملکیتونه بیا د انګلیسانو له خوا ونیول شول، چې وروسته یې په ټوله ټاپو باندې خپل کنټرول وغځاوه او له ز کال نه تر ز کال پورې یې استعمار وکړ. د شلمې پېړۍ په پیل کې د سیاسي خپلواکۍ لپاره یو ملي غورځنګ رامنځته شو او په ز کې سیلون پر یوې واکمنۍ بدل شو. په ۱۹۷۲ز کال کې د سريلانکا په نوم جمهوريت د دغې واکمنۍ ځایناستی شو. د سريلانکا وروستی تاريخ د ۲۶ کلنې کورنۍ جګړې له امله خراب شو، چې په ۱۹۸۳ز کال کې پيل او په ۲۰۰۹ز کال کې د سريلانکا وسله والو ځواکونو د تامل د ازادۍ پړانګانو ته ماتې ورکړه. نن ورځ سریلانکا یو څو مليته دولت دی او د بېلابېلو کلتورونو، ژبو او توکمونو کور دی. سنګالیان د هېواد اکثریت نفوس جوړوي. تامیلان، چې یو لوی اقلیت دی، د ټاپو په تاریخ کې هم اغېزمنه ونډه لري. نورې لویې جوړې شوې ډلې یې مور، برګر، مالیزیا، چینایان، او اصلي ویدا دي. دا ټاپو له عصري نړیوالو ډلو سره د ښکېلتیا اوږده مخینه لري؛ دا د سارک بنسټ اېښودونکی غړی، د ملګرو ملتونو مشترکه، ، او د ناپېیلو خوځښت غړی دی. سریلانکا د بشري پرمختیا په شاخص کې د سویلي اسیا تر ټولو لوړ رتبه هېواد دی او په سویلي اسیا کې د سړي سر عاید کې دویم لوړ دریځ لري. په هر حال، روان اقتصادي بحران د اسعارو د سقوط، د انفلاسیون زیاتوالی او د اړینو توکو د سخت کمښت له امله د بشري ناورین لامل شوی دی. دا د سړکونو د لاریونونو د رامنځ ته کېدو لامل هم شوی، چې اوسېدونکو له ولسمشر او حکومت نه د لرې کېدو غوښتنه کوله. مخکنۍ تاریخي سریلانکا د سریلانکا مخکینی تاریخ کاله مخکې ته ورګرځي او ښایي آن تر کلونو پورې مخکې وي. دا دوره د پیلیولیتیک، میسولیتیک، او د اوسپنې دورې راشاملوي. په سریلانکا کې موندل شوي د پیلولوتیک په انساني مېشت ځایونو کې، د چینایي مسافر راهب فاکسیان په نوم نومول شوی، چې د مخکې کلونو پورې اړوندېږي، او مخکې له میلاد خورا مهم دي. په دې غارونو کې لرغونپوهانو له اناتوميکي پلوه د عصري انسانانو پاتې شوني موندلي چې دوی ورته د بالنګوډا انسان نوم ورکړی دی او نور شواهد ښیي چې دوی ښایي په کرنه بوخت وي او د موټر چلولو لوبې لپاره کورني سپي ساتلي وي. د سریلانکا لومړني اوسېدونکي ښایي د ویدا خلکو پلرونه وو همدارنګه ځایی خلک چې شمېر یې شاوخوا دی، په نننۍ سریلانکا کې ژوند کوي. حکومت او سیاست سریلانکا یو دیموکراتیک جمهوریت او یو واحد دولت دی، چې د نیمه صدارتي سیسټم له خوا د صدارتي سیسټم او پارلماني سیسټم په ګډون سره اداره کېږي. د اساسي قانون ډېری مادې په پارلمان کې د دوه پر درېیمې برخې په اکثریت تعدیل کېدای شي. د ځینو بنسټیزو ځانګړتیاوو تعدیل لکه د ژبې، مذهب، او سریلانکا ته د یو واحد دولت په توګه حواله د ټول هېواد په کچه ټولپوښتنه کې دوه پر درېیم اکثریت او تصویب ته اړتیا لري. بهرنۍ اړیکې سریلانکا د نامتعهدو خوځښت بنسټ اېښودونکی غړی دی. د خپلې خپلواکۍ پر ډاډه کېدا سربېره سریلانکا له هند سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي. سریلانکا په ز کال کې د ملګرو ملتونو غړی شو. نن ورځ دا د دولت مشترک، سارک، نړیوال بانک، نړیوال وجهي صندوق، د اسیا پراختیایي بانک او د کولمبو پلان غړیتوب لري. پوځ د سريلانکا وسله وال ځواکونه چې د سريلانکا پوځ، د سريلانکا سمندري او د سريلانکا هوايي ځواک په کې شامل دي، دا ټول د دفاع وزارت تر واک لاندې دي. د دریو خدماتو ټول ځواک شاوخوا پرسونل دی، چې نږدې زېرمې لري. سريلانکا اجباري پوځي خدمت نه دی کړی. په نیمه پوځي واحدونو کې یې د ځانګړي کاري ځواک، ملکي امنیت ځواک او د سریلانکا ساحلي ساتونکي شامل دي. نفوس او توکم ډلې سریلانکا شاوخوا نفوس لري او د کلني نفوس وده یې .٪ ده. د زېږون کچه په هرو خلکو کې . سلنه ده او د مړینې کچه په هر خلکو کې . سلنه ده. د نفوس کثافت په لوېدیځې سریلانکا کې خورا لوړ دی، په ځانګړې توګه په پلازمېنه او شاوخوا کې یې. سینهالیز په هېواد کې له .٪ نفوس سره تر ټولو لوی توکمیز ګروپ جوړوي. د سریلانکا په تامیلان ټاپو کې له .٪ سلنه سره دویمه لویه توکمیزه ډله ده. مورس د شمالي افریقا وګړي ۹.۲٪ جوړوي. دلته کوچنۍ توکمیزې ډلې هم شته؛ لکه برګر د ګډ اروپایي نسل او په سویل ختیځې اسیا کې مالیزیا. پر دې سربېره، د ویدا لږ نفوس په کې شته، چې په دې باور دي چې اصلي ډله ده چې په ټاپو کې مېشت دي. ژبې سنهالا او تامل د سريلانکا دوه رسمي ژبې دي. اساسي قانون انګلیسي د پیوندي ژبې په توګه تعریفوي. انګلیسي په پراخه کچه د زده کړې، علمي او سوداګریزو موخو لپاره کارول کېږي. د برګر د ټولنې غړي د پرتګالي کریول او هالنډي ژبې له بېلابېلو مهارتونو سره په بېلابېلو بڼو خبرې کوي، په داسې حال کې چې د مالایي ټولنې غړي د کریول مالای په بڼه خبرې کوي چې ټاپو ته ځانګړې ده. دین بودیزم ترټولو لوی دی او د سریلانکا د رسمي دین په توګه ګڼل کېږي د دویم څپرکي په مه ماده کې راځي: د سریلانکا جمهوریت به بودیزم ته لومړیتوب ورکړي او له دې سره د دولت دنده دا ده، چې ساتنه او پالنه یې وکړي. د سریلانکا د نفوس .٪ برخه پر بودیزم باور لري، چې ډېری یې د تروواډا همفکران دي. زیاتره بودایان له سنهالی توکمیز ګروپ نه دي، چې لږکي یې تامیلان دي. بودیزم سریلانکا ته په دویمه مخکې له میلاد پېړۍ کې د سپیڅلي مهندا موریا له خوا معرفي شو. تاریخ کلتور اقتصاد جغرافیه سرچينې سریلانکا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%88%DB%90%D9%84%D9%8A%20%D8%A7%D9%81%D8%B1%D9%8A%D9%82%D8%A7 | سوېلي افريقا | سویلي افریقا په انګلیسي چې رسمي نوم یې د سویلي افریقا جمهوریت دی د افریقا د لویې وچې په سویل لور کې پروت یو هیواد دی. د یاد هیواد پلازمینه پرتوریا او لوی ښار یې ژوهانسبورګ دی. د سویلي افریقا رسمی ژبي افریکانس ژبه او انګلیسي ده، مساحت یې ۰۳۷۲۲۱۱ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۶۰۰۷۲۵۵۷ نفره دی. د نوموړی هیواد د پیسو واحد د سویلي افریقا رند دی، او په ۳ د می ۱۹۱۰م کال له بریتانیا خپلواکی ترلاسه کړی ده. د سویلي افریقا ۱۱ ملي ژبې ۸۰.۷ بانتو خلک تور افریقایان ۸٫۸٪ ګډ ۷.۹ سپین پوستان ۲.۶ د سویلي افریقا آسیایان ۲۰۱۹ -: ۷۸.۰ مسیحیت ۵۸٫۳٪ پروتستان ۱۹.۷ نور مسیحیان ۱۰.۹ بی دینان ۴.۴ سیمه ییز دینونه ۱.۶ اسلام . ۱هندویزم ۲.۷نور .۱.۴ نامعلوم ۲۰۱۶ سویلي افریقایان حکومت حاکم ګوند د هیوادونو نوملړ ولسمشر سیریل رامافوسا مرستیال داوید مابوزا د ملي شورا رئیس اموس ماسوندو د ولسي جرګې رئیس تاندي مودیس ولسي جرګه لویه جرګه ملي جرګه خپواکي د سویلي افریقا ټولنه ۳۱ مې ۱۹۱۰ د وسټمنسټر قانون ۱۹۳۱ ۱۱ ډسمبر ۱۹۳۱ ولسمشریزه جوړیدل ۱۹۶۰ ۳۱ مې ۱۹۶۱ ۱۹۹۴ د سویلي افریقا د دیمکراسې ټاکنې ۲۷ افریل ۱۹۹۴ د سویلي افریقا اساسي قانون ۴ فبروري ۱۹۹۷ ۱٬۲۲۱٬۰۳۷ ۲۴ ۴۷۱٬۴۴۳ ۰٫۳۸۰ ۵۹٬۶۲۲٬۳۵۰ ۵۱۷۷۰۵۶۰ ۲۰۱۹ ۲۴ ۲۰۱۱ ۴۲٫۴ ۱۶۹ام ۸۳۳.۹۹۶ بیلیونه ۲۰۲۰ ۳۲ام ۱۳٬۹۶۵ ۹۶ام ۳۶۹٫۸۵۴ بیلیونه ۲۰۲۰ ۳۵ ۶٬۱۹۳ ۸۹ام ۶۳٫۰ ۲۰۱۴ ۰٫۷۰۵ ۲۰۱۸ ۱۱۳ام د سویلي افریقا رند ۲ د موټروانې لوری ۲۷ . سوېلي افریقا، په رسمي بڼه د سوېلي افریقا جمهوریت، په افریقا کې وړاندې سوېلي هېواد دی. دا هېواد چې تر ۶۰ میلیونو زیات وګړي لري، د نړۍ ۲۳م ډېر نفوس لرونکی هېواد دی او د ۱۲۲۱۰۳۷ کیلومتر مربع ۴۷۱۴۴۵ مایل مربع مساحت لري. سوېلي افریقا دری پلازمېنه ښارونه لري، چې د حکومت اجرائیوي ، قضایی او مقننه څانګې په ترتیب سره په پریتوریا ، بلومفونټین او کېپ ټاون کې ځای پر ځای دي. د دې هېواد ترټولو لوی ښار جانسبرګ دی. د سوېلي افریقا نږدې ۸۰ سلنه وګړي تورپوستی افریقایي نسل دی، چې په بېلابېلو توکمیزو ډلو وېشل شوي او په ډول ډول افریقایي ژبو خبرې کوي. پاتې نفوس چې افریقا لویې ټولنې ګڼل کېږې، اروپایی سپین سوېلي افریقایان، آسیایي هندي سوېلي افریقایان او چینایي سوېلي افریقایان او څو رګه رنګ سوېلي افریقایي نسب لري. سوېلي افریقا، له سوېلي لوري له سوېلي اتلانتیک او د هند له سمندرونو سره ۲۷۹۸ کیلومتره ۱۷۳۹ مایله اوږده ساحلي پوله لري. دا هېواد له شمال لوري له نامیبیا ، بوتسوانا او زمبابوې سره، له ختیځ او شمال ختیځ لوري له موزمبیق او اسواتیني سره ګډه پوله لري او دې هېواد د لیسوتو هېواد په ټولیزه توګه چاپېر کړی دی. نوموړی هېواد د زړې نړۍ په خاوره کې وړاندې سوېلي هېواد دی او ترټولو نفوس لرونکی هېواد دی چې په بشپړ ډول د استوا کرښې په سوېل کې پروت دی. سوېلي افریقا د حیاتي تنوع ځای دی چې د چاپېریالي او د نباتاتو او څارویو ځانګړی متنوع ژوند لري. سوېلي افریقا یوه څو توکمیزه ټولنه ده چې د دودونو، ژبو او ادیانو بېلابېل ډولونه له ځان سره لري. د دې هېواد څو اړخیز جوړښت په اساسي قانون کې د ۱۱ ژبو په رسمیت، چې په نړۍ کې څلورم لوړ شمېر دی، څرګندېږي. د ۲۰۱۱ ز کال د سرشمېرنو پر بنسټ، دوه پراخې مورنۍ تکلمي ژبې زولو ۲۲.۷٪ او زوسا ۱۶٪ دي. ورپسې دوه نورې اروپايي رېښې لري: افریکانس ۱۳.۵٪ چې له هالنډي ژبې څخه رامنځ ته شوې او د زیاتره رنګ لرونکو او سپین پوستو سوېلي افریقایانو لومړۍ ژبې ده او انګلیسي ۹.۶٪ چې د بریتانوي استعمار میراث څرګندوي او معمولاً په عامه او سوداګریز ژوند کې کارول کېږي. نوموړی هېواد، د هغو افریقایې هېوادونو له ډلې دی چې هېڅکله په کې کودتا نه ده شوې او نږدې د یوې پېړۍ په اوږدو کې منظمې ټاکنې ترسره کوي،خو تر ۱۹۹۴ ز کال پورې د افریقا د تورپوستو لوی اکثریت د رایې ورکولو حق نه درلود. د تورپوستو اکثریت د شلمې پیړۍ په اوږدو کې، د برلاسي سپین پوستي اقلیت څخه، چې د هېواد په وروستي تاریخ او سیاست کې یې پراخه ونډه درلوده، د ډېرو حقونو غوښتنه کوله. په ۱۹۴۸ ز کال کې نېشنل ګوند اپارتاید وتاپه چې پخواني نژادي بېلوالي ته یې بنستيزه بڼه ورکړه. د افریقا ملي کانګرس او د هېواد دننه او بهر د اپارتاید ضد نورو کارنده ډلو د اوږدې مبارزې او ځینې وخت د تاوتریخوالی په پایله کې، په ۱۹۸۰ ز کلونو کې د تبعیض د قوانینو لغوه پیل شوه. ټولو توکمیزو او ژبنیو ډلو له ۱۹۹۴ ز کال نه را په دې خوا، د هېواد په لیبراله ولسواکۍ کې چې له یوه پارلماني جمهوریت او نهو ولایتونه څخه جوړه شوې ده، سیاسي استازیتوب کړی. زیاتره وختونه، سوېلي افریقا رنګين ټال ملت په نوم یادېږي، چې په ځانګړي توګه له اپارتایډ وروسته، د هېواد څو کلتوري تنوع په ګوته کوي. د نړیوالو چارو په ډګر کې سوېلي افریقا له منځنۍ کچې لوړ ځواک ګڼل کېږي، چې دا هېواد پراخ سیمه ییز اغېز لري او هم د مشترک المنافع هېوادونو او هم د یا شلو صنعتی هېوادونو غړی دی. سوېلي افریقا د پرمختګ پر لور هېواد دی، چې د بشري پرمختیا په شاخص کې ۱۱۴م ځای لري، خو د نړیوال بانک له لوري د یوه نوي صنعتي هېواد په توګه پېژندل شوی دی، چې په افریقا کې دویم لوی اقتصاد دی او په نړۍ کې ۳۵م لوی اقتصاد ګڼل کېږي. سوېلي افریقا په افریقا کې د یونیسکو د نړیوال میراث د تر ټولو ډېر ځایونه هم لري. په سوېلي افریقا کې د اپارتایډ له پای ته رسېدو نه را په دېخوا، د حکومت مسئولیت او د ژوند کیفیت په پراخه کچه ښه شوی دی. خو جرم، بې وزلي او نابرابري لا هم په پراخه کچه پاتې ده، چې د نفوسو څلورمه برخه وزګاره او د ورځې له ۱.۲۵ امریکایي ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوي. نوم د سوېلي افریقا، په انګلیسي: نوم، د دې هېواد له جغرافیایی موقعیت څخه اخیستل چې د افریقا په سوېلي څنډه پروت دی. دا هېواد د بنسټ پر مهال، د سوېلي افریقا د اتحادیې په نوم چې په انګلیسي کې او په هالنډ کې - بلل کېده، چې د څلورو پخوانیو جلا جلا بریتانوي مستعمېرو له یووالي څخه خپله رېښه اخلي. له ۱۹۶۱ ز کال څخه وروسته، د سوېلي افریقا د جمهوریت په رسمي نوم چې په انګلیسي کې او په افریکانس کې - بلل کېږي. نوموړی هېواد له ۱۹۹۴ ز کال راهیسې، په خپلو ۱۱ رسمي ژبو کې یو رسمي نوم لري. د اصطلاح، د ژوسا ژبې له نامه: څخه مشتق شوې چې د سوېل په معنا ده. دا د سوېلي افریقا لپاره یو عامیانه نوم دی، په داسې حال کې چې د پان افریقا خوځښت، ځینې سیاسي ګوندونه د ازانیا یا اصطلاح غوره کوي. ایداري وېش بیرغ تاریخ جغرافیه کلتور جغرافیه د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه سویلي افریقا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%D9%87%D8%B1%D9%85%D8%A7 | دهرما | دهرما سانسيکرت يا دهما په مانا د طبعي قانون يا حقيقت |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D9%86%D8%AF%D9%88%20%D9%84%D9%8A%DA%A9%D9%86%DB%90 | هندو ليکنې | د هندو مذهب ليكنې، چې د شاسترا په نامه هم پېژندل كېږي، په سانسكرېتي ژبه ليكل شوي دي. هندو مذهبي ليكنې په دوه كټگوريو وېشل كېږي: لومړې سروتي: د هندوانو پر وړاندې هغه ليكنې دي، چې د څښتن له لورې وحى كړاى شوې دي. دويم: سمېرېتي: هغه ليكنې دي، چې يادې كړاى شوې دي سمېرېتي هغه ليكنې په اصل كې د سروتي لنډيز دى، چې د هندو ملايانو يا ريشيانو په واسطه ليكل شوي دي. ويدونه له ويدا څخه د سروتي كتابونو موخه ده. د هندوانو په گروهه دا هغه كتابونه دي، چې د څښتن له لورې وحى كړاى شوې دي. ويدا د ډېرې لرغوني پير مذهبي او فلسفي ليكنې دي، چې نن سبا موږ ته راپاتې دي. د ويدا د كتابونو اندواند په پيړيو، پيړيو له يوه نسل څخه و بل نسل ته د كيسو او نكلونو په ډول ورلېږدول كېده. نو په دې ډول دا مذهبي سرودونه د پيړيو، پېړيو لپاره د خلكو په سينو كې خوندي ول، او له پلار څخه به زوى ته، او له ښونكي څڅه به زده كوونكيو ته ورلېږدول كېدل. اوپنېشادونه د اوپنېشاد مانا ده، نږدې كښېناستل، راز و نياز خبرې، په پوره پام سره غوږ نيونه، د هندوانو هغه مذهبي كتابونه دي، چې د ويدونو سرودونه او مذهپي گروهې يې پكې په لنډ ډول يادې كړې دي. دې كتابونو ته د ويدونو پاى هم وايي. د اوپنېشادونو ښوونې ته ويدانت وايي. په لرغونې پير كې به زده كوونكي د ښوونكي څنگ ته كښېناستل، او له هغه څخه به يې زده كړه كوله، د درس دې كړۍ كې چې كوم درس ويل كېده، هغې ته يې اوپنېشاد ويل. دا ويناوې او درس له ۸۰۰۹مخزيږ څخه نيولې تر ۵۰۰مخزېږ پېړيو پورې پير كې راجوړ شوي دي. ددې ويناؤ شمېره ۱۰۸ يا له دې څخه لږ و ډېر دي، چې له دې دلې څخه ۱۳ ويناوې ډېرې مشهورې دي. دا ويناوې د خبرو اترو په څېر دي، ځينې يې د نظم په څېر دي. د بگوات گيتا فلسفه هندي فلسفه هندي وییپانگه ختیځه فلسفه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A2%D9%8A%D9%88%D8%B1%D9%88%D9%8A%D8%AF%D8%A7 | آيورويدا | آیورویدا په سانسگریت: د دودیزې درملگرۍ یو غونډال دی چې د هند له هیواد سره تړاو لري آیورویدا دودیزه درملگري |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D9%86%D8%AF%D9%88%20%D8%AE%D8%AF%D8%A7%D9%8A%D8%A7%D9%86 | هندو خدايان | درېگونوالي آند ترېمورتي په هندوييزم كې داسې دى، لكه په عيسويت كې چې د درېگونوالي اند. داسې ويل كېږي، چې د عيسوي گروهې بنسټيزه گروهه د درېگونوالي گرهه- تثليث هم له هندوييزم څخه اخيستل شوې ده. د هندوييزم په تريمورتي گروهه كې هم درې څښتنه موجود دي، چې هغه له: براهما پنځوونكې پيداكوونكې څښتن وېشنو د ورېځو او بارانڅښتن شيواپوه پنا كوونكېڅښتن څخه عبارت دي. نامتو څښتنان كه څه هم د هندوييزم په مذهب كې هرهغه شې، چې گټه يا تاوان رسوونكې وي، د څښتن په توگه لمانځل كېږي، او دا گرانه ده، چې ددې مذهب د څښتنانو اندازه ولگول شي، يو لوديځ ليكوال د هندوييزم د څښتنانو په اړه ليكي: كه چېرې دې كار ته كښېنم چې د هندو څښتنانو نومونه وليكم، نو په لكونو كتابونه به ورڅخه ډك شي، خو د دوي د څښتنانو نومونه به خلاص نه شي. له دې سره سره، بيا هم د ځينو نومونه به يې دلته راوړو: هندوييزم د دېوي، كرېشنا، گنېش، هنومن او لكشمي په نامه څښتنان لري، |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D9%85%D8%A7%D9%8A%DA%A9%D8%A7 | جمايکا | جمیکا واورئ؛ جمیکا پټویس: یو ټاپو هېواد دی چې د کارابیَن په سمندرګي کې پروت دی. د پراخوالي له پلوه کیلومتره مربع مربع میله مساحت لري، دا هېواد د لوی انټیلیس او کارابین له کیوبا او هسپانیولا وروسته درېیم لوی ټاپو دی. جمیکا د کیوبا سویل شاوخوا کیلومتره میله او د هسپانیولا هغه ټاپو چې د هایټي او ډومینیکا جمهوریت په کې پراته دي کیلومتره میله لویدیځ ته موقعیت لري؛ د برییتانیا ماوراء بحري قلمرو د کیمن ټاپوګان يې شمال لویدیځ ته نژدې کیلومتره میله لرې، موقعیت لري. . دا ټاپو چې اساساً د یتایینو قومونو هستوګنځای ؤ، په کې د کریسټوف کلمب له راتګ وروسته د هسپانیې تر واک لاندې راغی. زیاتره ځایی خلک وروسته له هغه چې هسپانويانو لوی شمېر افریقایي غلامان د کارګرانو په توګه جمیکا ته راوړل، یا وژل شوي یا د ناروغیو له امله مړه شوي. د هسپانويانو له خوا د سانټیاګو په نوم نومول شوی، دا ټاپو تر ز کال پورې د هسپانیا ملکیت پاتې شو، کله چې انګلسیتان وروسته لویه برییتانیا دا هېواد فتح کړ، د جمیکا په نوم یې ونوماوه. د بریتانیا تر استعماري واکمنۍ لاندې جمیکا په داسې حال کې چې د کښت کولو اقتصاد په افریقایي غلامانو او وروسته د دوی په بچیانو پورې تړلی ؤ، د بورې مخکښ صادرونکی شو. انګریزانو په ز کال کې ټول غلامان په بشپړه توګه آزاد کړل او ډېری آزادشویو د کښت کولو پر ځای له اړتیا سره سم معیشتي فارمونه غوره کړل. د مې ز لسیزې په پیل کې، انګریزانو د چینایي او هندي قراردادي کارګرانو څخه په کښت کې کار اخیستل پیل کړل. دې ټاپود ز کال د اګست په مه نېټه له انګلسیتان څخه خپلواکي ترلاسه کړه. جمیکا د . میلیون وګړو په درلودلو سره ، په امریکاګانو کې له متحده ایالاتو او کاناډا وروسته درېیم ډېر نفوس لرونکی انګلوفونانګلیسي ژبی هېواد دی او په کارابین کې څلورم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی. کنگسټن د هېواد پلازمېنه او لوی ښار دی. د جمیکا اکثریت د فرعي سهارا افریقایي نژاد څخه دي، د پام وړ اروپایي، ختیځ- آسیایي په عمده توګه چینایي، هندي، لبناني او د مختلط نژاد اقلیتونه لري. د لسیزې راهیسې، د کار لپاره د کډوالۍ د لوړې کچې له امله، جمیکا لوی شمېر بې ځایه شوي درلودل، په ځانګړې توګه په کاناډا، انګلیستان او متحده ایالاتو کې. دا هېواد سره له دې چې د مساحت له پلوه کوچنی دی، خو یو نړیوال نفوذ لري، نوموړی هېواد د رسیتافاري مذهب، رګ موسیقۍ او اړونده ژانرونو، لکه: ډوب، سکا او ډانس هال د زیږدنې ځای ؤ او په نړیواله کچه په سپورتونو کې مخکښ دی، په ځانګړې توګه په کریکټ، د منډې لوبو او پهلوانۍ کې. جمیکا د خپل وزن څخه ډېر لوړ الوتلو سره، زیاتره وختونه د نړۍ ترټولو لږ نفوس لرونکی کلتوري ځواک ګڼل کیږي. جمیکا د یو لوړ منځنۍ کچې عاید لرونکی هېواد دی چې اقتصاد یې په ژوره توګه په سیاحت پورې تړلی دی. دا هېواد په منځني ډول په کال کې . میلیونه سیلانیان لري. جمیکا د رسنیو د آزادۍ او ډیموکراتیکې حکومتولۍ په اندازه کولو کې په ښه بڼه ځلېدلی دی. دا هېواد د لپاره د نړۍ د خوښۍ راپور کې په کارابین کې لومړی ځای لري. په سیاسي لحاظ دا هېواد یوه مشترک المنافع ټولواکي ده، چې الیزابیت یې ملکه ده. په هېواد کې د هغې ټاکل شوی اسیتازې د جمیکا والي-جنرال - هغه دفتر دی، چې له ز کال راهیسې د پیټریک الن له لوري اداره کېږي. اندریو هولنس د ز کال له مارچ راهیسې د جمیکا د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې. جمیکا د پارلماني اساسي قانون یوه ټولواکي ده چې مقننه واک د جمیکا دوه اړخیزه پارلمان په واک کې لري، چې د ټاکل شویو مشرانو جرګې او د اسیتازو د مستقیم ټاکل شوي مجلس څخه جوړ دی. رېښه د یتایینو ځايي وګړي په خپله ژبه کې دا ټاپو د په نوم یادوي، چې معنا یې د لرګیو او اوبو ځمکه یا د چینو ځمکه ده. یامای د نوموړې جزیرې لپاره د لومړني یتایینو نوم په توګه وړاندیز شوی، لکه څنګه چې د کریسټوف کُلمب له خوا ثبت شوی دی. زیاتره اوسني جمیکایان خپل کور ټاپو ته په عامیانه بڼه د راک په توګه اشاره کوي. په جمیکایی پاټویس ژبه کې عامیانه نومونه، لکه ، ، یا په لنډه توګه له دې څخه اخیستل شوې ده. تاریخچه مخکینې تاریخ انسانان په جمیکا کې ان له - ق.م څخه اوسېږي. د دغو لومړنیو خلکو په اړه لږ څه معلومات شته دي. یوه بله ډله چې د ریډوېر وګړو په نوم پیژندل کېږي، د دوی د لوښو له تر لاسه کېدو وروسته، شاوخوا ز کال ته رسېږي، وروسته د م ټایینو دي، چې په ډېر احتمال له سویلي امریکا څخه راغلی ؤ. دوی یو کرنیز او د کب نیولو اقتصاد درلود او د دوی په سیمو کې اټکل کیږي چې شاوخوا خلک اوسېدل، چې په کابو کلیو کې یې د کاکیک مشرانو مشري کوله. د جمیکا سویلي ساحل تر ټولو ډېر نفوس درلود، په ځانګړې توګه د هغې سیمې چاپېره چې اوس د زاړه بندر په نوم پیژندل کیږي. که څه هم زیاتره وختونه فکر کیده چې له اروپایانو سره له اړیکو وروسته له منځه تللي دي، یتایینو په حقیقت کې لا تر هغه پورې چې کله انګریزانو په ز کال کې د نوموړي ټاپو کنټرول ترلاسه کړ، په جمیکا کې اوسېدل. ځینې یې داخلي سیمو ته وتښتیدل، د افریقایي مارون ټولنو سره یوځای شول. د جمیکا ملي میراث باور اداره هڅه کوي چې د یتاینو پاتې نښې نښانې ومومي او مستندې یې کړي. هسپانوي واکمني ۱۵۰۹-۱۶۵۵ ز کریسټوف کُلمب لومړنی اروپایی ؤ چې جمیکا یې ولیده، وروسته له هغه چې په ز کال کې امریکاګانو ته د خپل دویم سفر په بهیر کې هلته له ښکته کیدو وروسته یې د هسپانیا لپاره د دغه ټاپو دعوه وکړه، د هغه احتمالي ښکته کېدو نقطه وچ بندر ؤ چې د کشف خلیج په نوم یادیږي ، او د سینټ اینز خلیج د کلمب له لوري د دې ځمکې د لومړي لید په توګه سینټ ګلوریا ونومول شو. هغه وروسته په ز کال کې راوګرځېد، په هر حال، بېړۍ یې ډوبه شوه او هغه او د هغه عمله مجبوره شوه چې د یوه کال لپاره په جمیکا کې و اوسېږي، په داسې حال کې چې د ژغورلو په انتظار کې وو. په دې ټاپو کې د سینټ اینز خلیج یو نیم کیلومتره لویدیځ ته د هسپانويانو لومړی میشت ځای دی، سیویلا، چې په کې د جوآن دی ایسکویل له خوا یتاسیس شوه، مګر د په شاوخوا کې بېرته پریښودل شوه، ځکه چې غیر صحي ګڼل کیده. . پلازمینه د م په شاوخوا کې هسپانوي ښارګوټي ته چې وروسته د سینټ جاګو دې لا ویګا په نوم یاد شو، ولیږدول شوه د نن ورځې سینټ کاترین. په عین حال کې، یتایینو د معرفي شویو ناروغیو او د هسپانوي غلامۍ له امله په زیات شمېر کې مړینه پیل کړه. په پایله کې، هسپانویانو له افریقا څخه نوموړي ټاپو ته د غلامانو په واردولو پیل وکړ. زیاتره غلامان په تیښته بریالي شول، د جمیکا په دننه کې په لرې پرتو او په اسانۍ سره دفاع کېدونکو سیمو کې د خپلواکو ټولنو په جوړولو سره، د پاتې ټایینو سره مخلوط شول؛ دا ټولنې د مارون په نوم پېژندل کېدې. زیات شمېر یهودان د هسپانويانو له تحقیقاتو څخه وتښتیدل، ترڅو په ټاپو کې ژوند وکړي. دوی د بدل شوو په توګه ژوند کاوه او زیاتره وخت د هسپانوي واکمنانو له خوا ځورول کیدل او ځینې یې د هسپانوي سترواکۍ د بېړیو په وړاندې سمندري غلو ته مخه کړه. د مې پیړۍ په لومړیو کې اټکل کیږي چې په جمیکا کې له - څخه ډېر خلک نه اوسیدل. جغرافیه تاریخ اقتصاد کلتور سرچينې ټاپو ییز هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%8A%D8%A7%D9%85%D8%A7%D8%AA%D9%88 | ياماتو | یاماتو په جاپاني: د ۲۵۰ کال څخه تر ۷۱۰ کاله پورې د جاپاني تاريخ یوه برخه وه. په دې وخت کې د جاپاني امپراتور مرکز د یاماتو په ولايت کې پروت و. په دې وخت کې د آسوکا امپراتوري پلازمېنه هم جوړه شوه. په ۵۳۸ کال کې بوديزم د چين د امپراتوري څخه جاپان ته ورسېده، د چينايي ليکدود د کارولو رسمی په توگه پېل شو او لومړني جاپاني اثرونه هم وليکل شول. په دې وخت کې د دولت مرکزي اداره او ددولت قضايي قوې هم جوړې شوې. په ۶ پېړۍ کې د یاماتو واکمنو سیاسي واک له لاسه ورکړل. جاپان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%82%D8%B2%D8%A7%D9%82%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86 | قزاقستان | قزاقستان چې په رسمي توګه د قراقستان جمهوریت په نوم یاديږي په منځنۍ آسيا کې پروت یو هیواد دی. قزاقستان ۰۰۰۰۰۰۱۶ میلیونه وګړي لري او رسمي ژبي یې روسي او قزاقي ژبه دي د پیسو واحد یې ټنګه ده. یاد هیواد د نړۍ ترټولو لوی هیواد دی چې آزاد سمندر ته لار نه لرې او د وګړو ویش په کې هم ډیر کم دی ۷۰ سلنه وګړي یې مسلمان دي. نورسلطان ددی هیواد یخه او باد خیزه پلازمینه ده. په ژمی کې د نورسلطان ښار هوا منفی ۴۰ درجو ته راټټیږي. د یاد هیواد په شمال کې میشتو روسي ژبو غوښتل چې د قزاقستان شمال د روسی فدراسیون سره یوځای شي په همدی دلیل د یاد هیواد ولسمشر و غوښتل پلازمینه شمال ته انتقال کړې چې ورسره په شمال کې قزاقیان ځای پرځای او سیمه د حکومت کنترول لاندی راشی. د قزاقستان هیواد ولسمشر قاسم جومارت توکایف او لومړی وزیر یې بکیت جان ساګینتایف دی. تاریخ اقتصاد اداري ویش سیاسي جوړښت کلتور قزاقستان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%DB%8C%D9%86%DB%8C%D8%A7 | کینیا | کېنیا په انګلیسي په ختیخې افریقا کې پروت هیواد دی. چې پلازمېنه یې د نایروبی ښار دی. د یاد هیواد رسمی ژبي سواحلي او انګلیسي مساحت یې ۳۶۷۵۸۰ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۷۹۱۲۱۴۵۲ میلیوتنه دی. د کینیا د پیسو واحد د کینیا شیلینګ دی، نوموړی هیواد په ۱۲ د ډسمبر ۱۹۶۳م کال د خپل جمهوریت اعلان وکړ. کينيا چې په رسمي ډول د کينيا جمهوريت دی او په سواهيلي ژبه کې ورته وايي، په ختيځه افريقا کې يو هېواد دی. د خپل ۵۸۰۳۶۷ کیلو متر مربع ۲۲۴۰۸۱ ميل مربع پراخوالي له مخې کينيا د نړۍ ۴۸ لوی هېواد دی. د ۲۰۱۹ ز کال په سرشمېرنه کې له ۴۷،۶ ميليون څخه د زيات نفوس په درلودلو سره کينيا د نړۍ ۲۹ ګڼ نفوسه هېواد و. پلازمېنه او لوی ښار يې نايروبي دی، په داسې حال کې چې تر ټولو لرغونی او په اوس وخت کې دويم ستر ښار او لومړنۍ پلازمېنه يې د مومباسا ساحلي ښار دی. د کيسمو ښار درېيم تر ټولو لوی ښار او همدارنګه پر ويکتوريا جهيل باندې يو کورنی بندر دی. نور مهم ښاري مرکزونه یې ناکورا او ايلډوريټ دي. تر ۲۰۲۰ ز کال پورې کينيا له نايجيريا او سويلي افريقا څخه وروسته په نيمه صحرايي افريقا کې درېيم لوی اقتصادي هېواد و. دا هېواد په شمال لويديځ کې د سويلي سوډان، شمال کې د ايتوپيا، ختيځ کې د سوماليا، لويديځ کې د يوګندا، سویل کې د تانزانيا او سویل ختيځ کې د هند له سمندر سره لګېدلی دی. د هېواد جغرافيه، نفوس او اقليم په پراخ ډول توپير لري، چې په ترتيب سره پر سړو واورو د پوښل شويو غرونو څوکو لکه د کينيا پر غر باندې او څخه، چې شا او خوا ته يې پراخه ځنګلونه دي، په ختيځ کې د ژوو ژوند او حاصلخیزو کرنيزو ځمکو، د درز يا چاود شوې درې په برخو کې معتدله اقليمونه او په لږ حاصلخیزه شاړو او نيمه شاړو سيمو او بشپړ دښتو لکه د چالبي او نايري دښتې کې وچ اقليمونه دي. د کينيا لومړني اوسېدونکي لکه د ننيو توکم وګړو غوندې، ښکاري راټولېدونکي وو. د مل لاسي صنعتونو او اسکليټي مادې د لرغون پېژندنې د نېټې ټاکنې له مخې د کيوشيټيک ژبې ويونکي له ميلاد څخه مخکې د ۳۲۰۰ او ۱۳۰۰ کالونو تر منځ په لومړي ځل د کينيا په ټيټو سيمو کې استوګن شول، چې ياده سيمه د ټيټې خاورې په نوم يادېږي. د نيوليټيک ويونکو کليوالي وګړو چې د کينيا د نيوليټيک ويونکو نيکونه دي له ميلاد څخه نږدې ۵۰۰ کالونه وړاندې له ننني سويلي سوډان څخه کينيا ته کډوالي پيل کړه. د بانټو توکم وګړي له ميلاد څخه مخکې د ۲۵۰ او ۵۰۰ کالونو تر منځ د هېواد په ساحل او دننه کې مېشت شول. اروپايي اړيکه له ميلاد څخه ۱۵۰۰ کالونه مخکې په پرتګالي سترواکۍ سره پيل شوه او د کينيا اغېزناک استعمار په ۱۹ پېړۍ کې د اروپا د کورنۍ سپړنې پر مهال پيل شو. معاصره کينيا په ۱۸۹۵ کې د بریتانوي سترواکۍ له لورې له رامنځته شوي قيموميت او په ۱۹۲۰ ز کال کې د پيل شوې وروستۍ کينيايي مستعمرې څخه راپورته شوه. د انګليستان او مستعمرې تر منځ ګڼې شخړې د اوښتون چې په ۱۹۵۲ کې پيل شو او په ۱۹۶۳ ز کال کې د خپلواکۍ د اعلان لامل شوې. له خپلواکۍ څخه وروسته کينيا د ملتونو د ګډو ګټو غړې پاتې شوه. اوسنی اساسي قانون يې د ۱۹۶۳ کال د خپلواکۍ اساسي قانون پر ځای په ۲۰۱۰ ز کال کې تصويب شو. د هېواد د نظام ډول ولسمشريز ديموکراتيک جمهوريت دی، چې ټاکل شوي چارواکي په کې د ولس استازولي کوي او ولسمشر په کې د دولت او حکومت رئيس دی. کينيا د ملګرو ملتونو، د ملتونو د ګډو ګټو، نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق، ، د جزا نړيوالې محکمې او نورو نړیوالو سازمانونو غړې ده. د ۱۴۶۰ ناخالص ملي عايد په درلودلو سره کينيا د ټيټ منځني عايد اقتصاد دی. د کينيا اقتصاد د ختيځې او مرکزي افريقا تر ټولو ستر دی او نايروبي د سيمې په کچه د يو ستر سوداګريز مرکز په توګه خدمت کوي. کرنه يې تر ټولو لويه برخه ده. چای او قهوه يې نغد دوديز غله جات دي، په داسې حال کې چې تازه ګلان په کې چټک وده کوونکي صادرات دي. د خدمت صنعت په ځانګړي ډول چکر يا سياحت هم د اقتصاد يو ستر چلونکی دی. ياد هېواد د ختيځې افريقايي ټولنې د سوداګريزې ډلې غړی دی، که څه هم د نړیوالې سوداګرۍ ځينې سازمانونه دا هېواد د افريقا د ستر ښکر د برخې په توګه ډلبندي کوي. افريقا د کينيا د لېږد يا صادراتو تر ټولو ستر بازار دی، چې په دويم ګام کې اروپايي ټولنه ځای لري. ريښه پېژندنه ایتمولوژي د کينيا جمهوريت د کينيا غر له نوم څخه نومول شوې ده. د معاصر نوم تر ټولو پخوانۍ ثبت شوې نسخه په ۱۹ پېړۍ کې د الماني سپړونکي جان لډويګ کراپف له لورې وليکل شوه. په داسې حال کې چې د افسانوي اوږد واټن سوداګر مشر کېفوی په مشرۍ د په نوم له يو کاروان سره يې يون کاوه، کراپف د غر څوکه په نښه کړه او د هغه د نوم پوښتنه يې وکړه. ورته - يا - ځکه وويل، چې پر څوکو يې د تورې ډبرې او سپېنې واورې نمونې ښايي هغه ته د نارينه شتر مرغ بڼې وريادې کړې وي. د وګړي چې د . په مخ پر ځوړ برخو کې اوسېږي، په ژبه کې ورته وايي؛ په داسې حال کې چې توکم يې بولي، چې درې واړه نومونه ورته معنا لری. لډوېګ کراپف د هېواد نوم په او دواړو سره ثبت کړ. ځينو ويلي دي چې دا د افريقايي تلفظ يوه څرګنده يا کره يادونه ده. د ځمکې پېژندونکي او طبيعت پوه سکاتلنډي جوزف تامپسن له لورې د ۱۸۸۲ کال جوړې شوې نقشې . د . په توګه په نوم په نښه کړه. د غر نوم د هېواد د نوم په توګه ومنل شو. ياد نوم د لرغونې استعمارې دورې پر مهال په رسمي ډول خپور نه شو. په ياده موده کې هېواد د ختيځې افريقا قيموميت يا تر څار لاندې سيمه ګڼل کېده. د هېواد رسمي نوم په ۱۹۲۰ کې د کينيا مستعمره ته بدل شو. تاريخچه په کينيا کې موندل شوي فوسيلونه څرګندوي، چې له ۲۰ ميليون څخه د زياتو کالونو لپاره په سيمه کې ستر پادريان اوسېدلي دي. تورکانا جهيل ته نږدې وروستۍ موندنې په ډاګه کوي، چې د هومو لړۍ لکه هومو هيبل ۱،۸ څخه ۲،۵ ميليونو پورې پخوا کالونه او هوکو ايريکټس ۱،۹ ميليون څخه تر ۳۵۰۰۰۰ کالونه پخوا پورې د معاصرو شوني سيده نيکونه دي او په پليسټوسين دوره کې يې کينيا کې ژوند وکړ. په ۱۹۸۴ ز کال په ټورکانا جهيل کې د کيندنو پر مهال د لرغوني ژوند پوه ريچارد لييکي له کامويا کيميو سره د ټورکانا هلک په موندلو کې مرسته وکړه، چې د ۱،۶ ميليونه کاله پخوانی فوسيل و. د لرغوني په اړه پخوانۍ څېړونه په ځانګړي ډول په ماري لييکي او لويس لييکي له لوري مشخص شوې ده، چې دواړه په او سيمو کې د لرغون پېژندنې د لومړنۍ څېړنې ځواب ويونکي وو. په سيمه کې وروستی کار د له لورې تر سره شو. ختيځه افريقا د کينيا په ګډون يو له تر ټولو لرغونو سيمو څخه ده، چې د باور له مخې معاصرو انسانانو په کې ژوند کړی دی. په ۲۰۱۸ کال د په کينيا سيمه کې د اوږد واټن سوداګريزو شبکو چې ځيني توکي لکه د اور غورځوونکو غرونو له موادو څخه په طبيعي ډول جوړېدونکې ښيښه يې رانغاړله د رنګونو د کارونې او د ويشتونکو ټکو د شونې جوړونې په ګډون د معاصرو کړو وړو د لرغونې راڅرګندېدنې ثبوت وموندل شو، چې نېټه يې ۳۲۰۰۰۰ پخوا کالونو ته ورګرځي. د سيمې په اړه د ۲۰۱۸ ز کال د درې څېړنو ليکوالان، چې د کتنې له مخې يې د يادو کړو وړو ثبوت د پخوانيو پېژندل شويو فوسيلي پاتې شونو لکه په ماراکو کې د ارهود غر او په سويلي افریقا کې سره نږدې معاصر دی او دوی وړانديز کوي، چې پېچلي او معاصر کړه وړه د د راپورته کېدنې وخت ته نږدې وار له مخه په افريقا کې پيل شوي وو. نيوليتيک د نینۍ کينيا لومړني اوسېدونکي ښکاري راټولېدونکي وو، چې د معاصرو ويونکو خپلوان وو. دا وګړي وروسته د کرنيز بزګر وګړو چې د کينيا د ويونکو نيکونه دي له لورې د افريقا له ښکر څخه بې ځايه شول. د لرغوني هولوسين دورې پر مهال سيمه ايز اقليم له وچ څخه يو څه لمدو حالتونه ته بدل شو، چې د تېر په پرتله د خوښې وړ چاپيريال کې يې، د کرنې او څارويو د روزنې غوندې د کلتوري دودونو پرمختګ ته موکه برابره کړه. ایداري وېش د کینیا هیواد د ښارونو نوملړ. نایروبی مومباسا ناکورو الدورو کیسومو تیکا مالیندي تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه کېنیا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%8A%20%DA%A9%D9%88%D8%B1%D9%8A%D8%A7 | شمالي کوريا | شمالي کوریا، په رسمي توګه د کوریا د خلکو ديموکراتيک جمهوريت دی، چې په ختيځه آسيا کې پروت هېواد دی. دا د کوریا ټاپووزمې شمالي نیمه برخه جوړوي. په شمال کې د چین او روسیې سره، د یالو امنوک او تومین سیندونو سره او د سویلي کوریا په سویل کې د کوریا بې وسلې شوي قلمرو سره ګډه پوله لري. د هیواد لویدیځ سرحد د ژيړ سمندرله خوا رامنځ ته شوی ، پداسې حال کې چې ختیځ سرحد یې د جاپان سمندر لخوا تعين شوی دی. شمالي کوریا، د خپل جنوبي سیال په څیر، د ټولې ټاپو وزمې او نږدې ټاپوګانو د مشروع حکومت ادعا کوي چې پیونګ یانګ يې پلازمېنه او لوی ښار دی. کوريا په ۱۹۱۰ ز کال کې، د جاپان امپراتورۍ سره یوځای شوه. په ۱۹۴۵ ز کال کې، د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د جاپان له تسلیمیدو وروسته، کوریا د ۳۸ موازي په اوږدو کې په دوو منطقو وېشل شوی ده، چې د شوروي اتحاد له خوا يی شمال او د متحده ايالاتو لخوا يې سويلي برخه اشغال شوی و. د بیا یوځای کیدو په اړه خبرې اترې ناکامې شوې دي، په ۱۹۴۸ ز کال کې، جلا جلا حکومتونه رامنځ ته شول: په شمال کې سوسیالیست ،شوروي اتحاد او د کوريا د خلګو دیموکراتيک جمهوريت په سويل کې کپيټالست او له ختيځ سره يوځای شوی د کوريا جمهوريت و. په ۱۹۵۰ ز کال کې د کوریا جګړه د شمالي کوریا په برید سره پیل شوه، او تر ۱۹۵۳ ز کال پورې یې دوام وکړ. د کوریا د اوربند تړون یو اوربند رامنځ ته کړ، او یوغیر پوځي سیمه یی تاسيس کړه. مګر د سولې تړون هيڅکله لاسليک شوی نه دی. د دولتي اساسي قانون د لومړۍ مادې له مخې، شمالي کوریا یو خپلواک سوسیالیستي دولت دی. ټولټاکنې ترسره کوي، مګر د خپلواکو څارونکو له خوا د شرمونکو ټاکنو په توګه نومول شوي دي، ځکه چې شمالي کوریا د کيم کورنۍ په شاوخوا کې د خپل مشروح کلتور سره یو استبدادي دیکتاتور دولت دی. د کوریا د کارګرانو ګوند، چې مشري یې د واکمنې کورنۍ د غړي په غاړه ده، يو واکمن ګوند دی او د کوریا د بیا یوځای کیدو لپاره د دیموکراتیک جبهې مشري کوي، چی یوازینی قانوني سیاسي حرکت دی. د اساسي قانون د دریمې مادې له مخې، جوچ د شمالي کوریا رسمي ایډیالوژي ده. د دولت لخوا پرمخ وړل شوي تصدۍ او راټول شوي فارمونو له لارې د توليد وسيلې د دولت ملکيت دی. ډیری خدمتونه لکه روغتیا پاملرنې، تعلیم، کور، او د خوړو تولید د دولت لخوا تمویل شوي دي. له ۱۹۹۴ ز کال څخه تر ۱۹۹۸ ز کال پورې، شمالي کوریا له قحطۍ سره مخ شوه چې په پایله کې یې د ۲۴۰۰۰۰ او ۴۲۰۰۰۰ ترمنځ خلک مړه شول او اوس لا هم خلک خوارځواکۍ سره مخامخ دي. شمالي کوریا د کوریا د خلکو د اردو لپاره سونګون، یا پوځي لومړی پالیسي تعقیبوي. اټومي وسلې لري، شمالي کوريا هغه هیواد دی چې د پوځي او نیمه پوځي پرسونل دوهم لوړ شمیر لري، په ټولیز ډول د ۷.۷۶۹ ميلیون فعال، ریزرو، او نیمه پوځي پرسونل، یا د دې نفوس نږدې ۳۰٪ سره د ۱،۲۸ ملیون سرتیرو فعال ماموریت اردو په نړۍ کې څلورم لوی پوځ دی چې د نفوس ۵٪ جوړوي. په شمالي کوریا کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د ملګرو ملتونو له خوا د ۲۰۱۴ ز کال تحقیقاتو پایله داسې اعلان کړه چې: د دې سرغړونو شدت، پیمانه او ماهیت داسې یو دولت څرګندوي چې په معاصره نړۍ کې هیڅ موازي نه لري، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار اداره ورته نظرونه لري. د شمالي کوریا حکومت دغه سرغړونې ردوي. شمالي کوریا له ۱۹۹۱ ز کال راهیسې د ملګرو ملتونوغړیتوب سربیره، د بې طرفه حرکت جي ۷۷ او د آسيان د سيمه ییزو ټولنو غړيتوب هم لري. کيږي اټکل کيږي چې د شمالي کوریا وسله وال ځواکونه، یا د کوريا د خلکو پوځ ۱۲۸۰۰۰۰ فعال او ۶۳۰۰۰۰۰۰ احتياط او نيمه پوځي ځواکونه لري. چې په نړۍ کې يوه ستره پوځي اداره جوړوي. د يوه فعال ماموريت اردو په لرلو سره چی ۵٪ نفوس جوړوي د کوريا د خلکو پوځ له چين هند او متحده ايالاتو وروسته په نړۍ کې څلورم لوی فعال پوځي ځواک دی. شاوخوا ۲۰ سلنه نارینه چې عمرونه یې ۱۷ـ۵۴ کالو پورې دي په منظمو وسله والو ځواکونو کې خدمت کوي، او نږدې په هرو ۲۵ اتباعو کې یو یې په لست کې شامل عسکر دی. په شمالي کوریا باندې د ملګرو ملتونو بندیزونو د کوریا د خلکو اردو ته د عصري تجهیزاتو پیرود یا پراختیا ستونزمنه کړې ده، چې په پراخه کچه د سړې جګړې د وخت په پخوانیو موادو تکیه کوي. له بلې خوا، په یوه برخه کې د شمالي کوریا د سونګون، یا پوځي لومړي پالیسي، او په وسله والو ځواکونو کې د ډير شمير پرسونل له امله د یوه پیاوړي پوځي ځواک په توګه لیدل کیږي. د کوریا د خلکو پوځ په پنځو څانګو ویشل شوی دی: ځمکنی ځواک، سمندری ځواک، هوایی ځواک، د ځانګړو عملیاتو ځواک، او د راکټ ځواک. د کوریا د خلکو د پوځ فرماندهي د کوریا د کارګرانو د ګوند دپوځ مرکزي کمېسيون او د دولت د چارو خپلواک کمیسیون کې موقعیت لري، چې د خلکو د وسله والو ځواکونو وزارت کنټرولوي. د کوريا د خلکو د پوځ په ټولو څانګو کې، ځمکنۍ ځواک تر ټولو لوی ځواک دی، چې شاوخوا يو ميليون پرسونل لري چې په ۸۰ پياده لوا، ۳۰ توپخانې لوا، ۲۵ ځانګړي جنګي لوا، ۲۰ ميخانيکي لوا، ۱۰ ټانک لوا او په ۷ ټانک کنډکونو وېشل شوي دي. دا په ۳،۷۰۰ ټانکونو، ۲۱۰۰ زغره والو پرسونل او د پياده جنګي وسایطو، ۱۷،۹۰۰ توپخانې، ۱۱۰۰۰ د الوتکې ضد ټوپک او شاوخوا ۱۰،۰۰۰ مين پیدونه او د ټانک ضد توغنديو باندې سمبال دي. اټکل کیږي چې هوایي ځواک د ۵۴۵ - ۸۱۰ ترمنځ د جنګي مبارزينو سره، شاوخوا ۱،۶۰۰ الوتکې لري. پداسې حال کې چې سمندري ځواک يې په نړۍ کې تر ټولو لويی تحت السمندري بيړۍ په شمول نږدې ۸۰۰ بېړۍ چلوي. د کوریا د خلکو د پوځ د ځانګړو عملیاتو ځواک هم د نړۍ تر ټولو لوی ځانګړی ځواک دی. شمالي کوریا یو اټومي وسله لرونکی دولت دی، که څه هم د دې وسلو ډول او ځواک ناڅرګند دی. د ۲۰۱۸ ز کال په جنورۍ کې، د هايدروجن د بمونو په شمول د شمالي کوریا د اټومي وسلو اټکل د ۱۵ او ۶۰ بمونو ترمنځ و، د راکټ ځواک له خوا د سپارلو وړتیاوې چمتو شوي دي، کوم چې شاوخوا ۱۰۰۰ بالستیک توغندي لري، چې تر ۱۱۹۰۰ کیلومترو ۷۴۰۰ میل پورې واټن لري. شمالي کوريا د ۲۰۰۴ ز کال د سویلي کوریا د ارزونې له مخې، د کیمیاوي وسلو زیرمه هم لري. چې د ۲،۵۰۰-۵۰۰۰ ټنو ترمنځ اټکل کیږي. د اعصابو، ټوخی، وینی، او التهاب کولو ایجنټان،د بیولوژیکي وسلو په شمول د انتراکس او د ټوخي کولريا د تولید توان لري. شمالي کوریا د خپلو اټومي او توغندیو ازموینو په پایله کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۶۹۵ ز کال پریکړې له مخې د ۲۰۰۶ ز کال د جولای، ۱۷۱۸ ز کال د اکتوبر، ۲۰۰۶ ز کال، د ۱۸۷۴ ز کال د جون، ۲۰۰۹ ز کال، د ۲۰۸۷ ز کال د جنورۍ، د ۲۰۱۳ ز کال او د ۲۰۱۷ ز کال په ډسمبر کې ۲۳۹۷ بندیزونه ولګول. د نورو دولتونو لهخوا په شمالي کوریا د وسلو پلورل د ملګرو ملتونو د بندیزونو له خوا منع شوي دي، او د کوریا د خلکو د اردو دودیزه وړتیاوې د ناکاره تجهیزات، د تیلو ناکافي اکمالات، د ډیجیټل کمانډ او کنټرول شتمنیو کمښت په شمول د یو شمیر فکتورونو له مخې محدود دي. د کوريا د خلکو د پوځ له خوا د دغو نیمګړتیاوو د جبرانولو لپاره، د پرسونل ضد ړندو لیزرونو، جي پي ایس جیمرونو، د اوبتلونو او د انسان تورپیډو، سټیلټ پینټ، او سایبر وارفیر واحدونو په شمول د غیر متناسب جنګي ټیکنالوژۍ پراخه لړۍ ځای په ځای کړې ده. په ۲۰۱۵ ز کال کې، شمالي کوریا راپور ورکړی و چې د چین څخه بهر د سایبر وارفیر واحد کې ۶۰۰۰ پرمختللي کمپیوټري امنیتي پرسونل ګماري. د کوریا د خلکو اردو واحدونه په ۲۰۱۴ ز کال کې د سوني عکسونو د هک کولو لپاره تورن شوي دي. او ادعا یې کړې چې د سویلي کوریا پوځي سپوږمکۍ یې بندې کړي دي. ډیری تجهیزات چې د کوریا د خلکو اردو لخوا کارول کیږي د کورني دفاعي صنعت لخوا ډيزاين او تولید شوې دي. په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۸۰۰ وسلې د ځمکې لاندې د دفاعي صنعت په فابریکو کې تولیدیږي. چې ډیری یې په چګنګ ولایت کې موقعیت لري. دفاعي صنعت د دې وړتیا لري چې د مستقلې او د کنټرول لاندې وسلې، توپخانې، زغره وال وسایط، ټانکونه، توغندي، چورلکې، سب میرینونه، د ځمکې لاندې کولو او نفوذي الوتکې او یاک ۱۸ روزونکي تولید کړي، تر دی چې د جیټ الوتکو د تولید محدود ظرفیت لري. د شمالي کوریا د دولتي رسنیو په وینا، په ۲۰۱۰ ز کال کې پوځي لګښتونه د دولتي بودیجې ۱۵،۸ سلنه وو. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اټکل کړی چې، د شمالي کوریا نظامي لګښتونه د ۲۰۰۴ ز کال څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې خپل ناخالص کورني محصول ۲۳٪ په اوسط ډول مصرف کړی دی چې په نړۍ کې ترټولو لوړه کچه ده. شمالي کوریا د ۲۰۲۱ ز کال د اکټوبر په ۱۹ نېټه په بریالیتوب سره د اوبتل په واسطه یو نوی ډول بالستیک توغندی ازمویلی دی. شمالي کوریا د توغندیو سیسټمونو پراختیا لپاره د متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې ده، که څه هم له ۲۰۱۹ ز کال راهیسې ، د شمالي کوریا سویل ختیځ ساحل ته نږدې د السوم ټاپوګانو السوم معنا د هیڅ سړي ځمکه په نښه کولو له ۲۵ څخه ډېرې ازموینې شوې. بریښنا د شمالي کوريا په ټوله خاوره ددې هېواد د دولت له لوري برېښنا د شپې په ۱۱ بجې قطع کېږي ،د شپې لخوا يې هېواد ټول تياره وي ، د ځينو دولتي او نظامي ځايونو ماسوا او سهار بيرته په ۶ بجې برېښنا راځي ؛ د سترو لاسپيکرونو له لارې چې هر ځای نصب شوي دي، خلک راپاڅول کېږي. پولي دا هېواد چې خپلې پولې په ډېر دقيق ډول کنترول کوي، دولت یې په اساني سره څوک باندنی وګړی نه ورپرېږدي او نه هم په اسانه خپل وګړي ته اجازه ورکوي چې بهرني هېواد ته سفر وکړي. هغه کم کسان چې شمالي کوريا ورته د ورتګ اجازه ورکړې ده د خپل سفر د خاطرو په لړ کې وايي ، کله چې شمالي کوريا ته ورسېدې ، نو مجبور يې چې موبايل دې بند کړې ځکه چې نه پکې رومينګ شبکه کار کوي او نه هم ددې هېواد يوازينی دولتي مخابراتي شرکت بهر ته د زنګ وهلو اسانتيا لري. انټرنټ کارونه تاسې به هېڅوک هم په موبايل کې د خبرو کولو او يا هم انټرنيټ کارولو پر وخت ونه وينئ، ځکه په دې هېواد کې يوازې اويوازې لوړ رتبه دولتي چارواکي ، د هغوی کورنۍ او ماشومان، د دولتي ميډيا ژورناليستان او هېکران چې شمېر يې تر يوولس سوه زيات نه دی د انټرنيټ اسانتيا لري ، نور نه پکې انټرنيټ شته اونه هم څوک انټرنيټ پېژني. لپ ټاپ ، اې پېډ او سمارټ فون درلودل خو پکې بېخي لرې خبره ده. ولسمشر ته درناوی ددې هېواد هېڅ وګړی نشي کولای چې د خپل رهبر کېم جونګ اون، د هغه د پلار کېم جونګ اېل او د نېکه یې کېم جونګ سونګ نوم پرځان کېږدي. امنیتی اندیښني کله مو بخت کار وکړ او شمالي کوريا دولت خپل هېواد ته د ننوتلو اجازه درکړه، تاسې ته يو لارښود او يو موټر چلوونکی چې ددې هېواد د امنيت کسان دي، ځانګړی کېږي، او تر هغو به له تاسې سره وي چې بیرته یې په پوله نه وئ را اړولي. تاسې نه شئ کولای د لارښود له خبراوي ماسوا له هوټل څخه راووځئ. تاسې هره ورځ يوازې دوه تر دريو د سيل ځايونه ليدلی شئ ، چې په زياتره ځايونو کې یې عکس اخيستل ممنوع دي. رسنۍ په هوټل کې چې د بهرنيانو لپاره وييوازې بي بي سي، د چين څو تلويزيوني شبکې او د روسيې اين ټي وي کتلی شئ. ترانسپورټ د عام ولس لپاره یې په ډېر کمه اندازه د موټرو او موټر سايکلو لپاره ډيزل او پترول پيدا کېږي، نو ځکه پکې ډېر کارونه له انساني ځواک څخه په کار اخيستلو تر سره کېږي. ساحلونه د شمالي کوريا په ساحلونو باندې برېښنا لرونکی اغزن سیم راګرځول شوی دی چې پر امنيت سربېره یې وګړي د لامبو وهلو جرائت ونه کړي او تاسې د داسې ځايونو څخه د عکس اخيستلو اجازه هم نه لرئ. عسکری د نفوس ۱۰ سلنه خلک یې په پوځ کې خدمت کوي هر يو اوسېدونکی یې د عادت له مخې ځان د جنرال په لقب سره یادوي دا ځکه چې کله ،کله پکې عسکري اجباري خدمت تر ۱۰ کلونو هم اوړي. له سویلي کوریا سره پوله له سويلي کوريا سره په پوله یې د پُل پر سر د دښمن د حملې او يرغل لپاره داسې سترې ،سترې ډبرې تيارې اماده ايښي دي چې لارې ته په راغورځولو سره به د دښمن د ټانکونو مخه پرې ونيسي. د شمالي کوريا هر وګړی مجبور دی د هېواد د اوسني رهبر کېم جونګ اون د نېکه کيم جونګ سونګ نښه پر خپله سينه ښکاره وټومبي، او سرغړونه ترې قانوني جرم دی، يوازې کوچني ماشومان او هغه خدمتګاران چې په خپلو اصلي جامو نورې جامې اغوندي ترې مستثنی دی. خو بهرنی وګړی نشي کولای دا نښان وپېري. تاسې نشئ کولای په شمالي کوريا کې ازادنه وګرځئ، هر ځای چيک پوسټونه، پراته دي، ستاسې د موټر پر سر به ځانګړې نښه وي چې ددې ښکارندوي کوي چې تاسې بهرنیان يئ. په ښارونو او سړکونو يې چې ډېر پاک او سوتره ساتل کېږي کم خلک او موټر ليدل کېږي، خلک يې پياده ،او په بايسکلونو ګرځي، ځينې ځينې وخت له ملي بسونو څخه هم کار اخلي. پر لارو باندې ټرافيکي برېښنايي نښې نه لري ، کار ټول د ټرافيک پر غاړه دی. د شمالي کوريا زياتره خلک په لاره د تګ پر مهال لاسونه شاته قات کوي؛ ډېر کم خلک یې روښانه رنګ لرونکي جامې اغوندي. ټول باندني وګړي د نندارې او سيل لپاره د دوی اصلي پارک ته بيول کېږي، چې خپل خلک یې هلته د ورتللو اجازه نه لري. د کور بدلول د شمالي کوريا هر وګړی چې په کوم ولايت کې اوسي د ژوند تر پايه باید هلته ګوزاره وکړي، د خپل اوسېدنې له سيمې څخه بلې سيمې ته د تګ حق نه لري خو که یې په خپل هېواد کې بلې سيمې ته د تګ لپاره زړه وشو، بايد حکومتي اجازه ولري ، له هغه ماسوا قانوني مجازات کېږي. د شمالي کوريا اوسېدونکي اړ دي چې هر سهار د ورځني کار له پيل مخکې ددې هېواد د ستر لارښود کيم جونګ سونګ اود هغه د زوی کيم جونګ اېل مجسمو ته د درناوي مراتب وړاندې او خپل سرونه ټيټ کړي. او دوی بايد هر سهار په خپلو رسمي جامو کې له کوره راووځي ، په خپلو سينو بايد د پورته دواړو يادو شويو رهبرانو ډيزاين شوي نښې چپ طرف ته د زړه په خوا کې راځوړندې کړي.خو يوازې دا هم نه ده، کار ته بايد له ټاکلي وخت لس دقيقې مخکې ورسېږئ، او په هغه سرلين کې برخه واخلئ ،چې ۵ دقيقې پکې جذباتي ويناوې اورول کېږي، له وينا اورېدو وروسته بايد ۵ دقيقې د شمالي کوريا د دښمنانو پر ضد شعار ورکړئ. له هغه بعد مو ورځنی کار پیل کولای شئ. د شمالي کوريا په پلازمېنه پيونګ يانګ کې هر دوه ساعته وروسته د سترو سترو لاسپيکرونو په واسطه چې ډېر قوي او هر ځای ځای پر ځای شوي دي، د نظامي مارش چيغې ارام سئ !او تيارسئ! اورېدل کېږي، تر څو د هېواد د پوځي جنرالانو د ځواک او دبدبې زور په خلکو کې تل پاتې وي. هېڅ کورنۍ پکې د خوب ليدلو حق نه لري، د مثال په ډول که چېرته يو مور او پلار د شپې لخوا کوم خوب وويني او سهار یې يو بل ته ووايي، د دوی زوی يا لور اړه ده چې د مور او پلار په ليدلي خوب سربېره خپل خوب هم هغه کس ته ووايې چې د دوی په ښوونځي کې د امنيت لخوا ګومارل شوی دی. په شمالي کوريا کې هېڅ خصوصي رسنۍ نش نور ولولی شمالي کوريا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%88%DB%8C%D9%84%D9%8A%20%DA%A9%D9%88%D8%B1%DB%8C%D8%A7 | سویلي کوریا | سویلي کوریا په رسمي ډول د کوریا جمهوریت په ختیځه اسیا کې یو هېواد دی، چې د کوریا ټاپو وزمې سویلي برخه جوړوي او له شمالي کوریا سره ځمکنۍ پوله لري. د هېواد لوېدیځه پوله د ژېړ سمندر له خوا رامنځته شوې، په داسې حال کې چې ختیځه پوله یې د جاپان سمندر له خوا ټاکل کېږي. سویلي کوریا ادعا کوي، چې د ټولې ټاپو وزمې او نږدې ټاپوګانو یوازینی مشروع حکومت دی. میلیونه نفوس لري، چې نږدې نیمایي یې د سیول په پلازمېنه کې ژوند کوي، چې په نړۍ کې پنځم لوی ښار دی. نور لوی ښارونه یې انچیون، بوسان او دایګو دي. د کوریا ټاپو وزمه د ډبرې دورې په پیل کې د اوسېدو لپاره مناسبه وه. د سویلي کوریا د لومړۍ پاچهي یادونه د ۷مې پېړۍ په لومړیو کې په چینايي ریکارډونو کې شوې. د ۷مې پېړۍ په وروستیو کې د کوریا له درېیو سلطنتونو سره د سیلا او بالاهای تر یوځای کېدو وروسته، کوریا د ګوریو کورنۍ - او د جوزون کورنۍ - له خوا اداره کېده. د کوریا راتلونکې سترواکي په ز کال کې د جاپان له سترواکۍ سره ضمیمه شوه. جاپان په دویمه نړیواله جګړه کې تسلیم شو او له دې سره یې واکمني پای ته ورسېده، تر هغه وروسته کوریا په دوو زونونو ووېشل شوه؛ یوه شمالي حوزه چې د شوروي اتحاد له خوا نیول شوې او سویلي سیمه د متحده ایالاتو له لوري نیول شوې ده. وروسته له دې چې د بیا یوځای کېدو په اړه خبرې اترې ناکامې شوې؛ نو د ز کال په اګست کې د کوریا جمهوریت رامنځته شو، په داسې حال کې چې راتلونکې میاشت د خلق ډیموکراتیک پر سوسیالیستي جمهوري بدل شو. په ز کال کې د شمالي کوریا له یرغل سره د کوریا جګړه پیل شوه، چې د سویل په ملاتړ د امریکا په مشرۍ د ملګرو ملتونو د پراخې لاسوهنې شاهدان یو، په داسې حال کې چې چین د شوروي په مرسته د شمال د ملاتړ لپاره مداخله وکړه. په ز کال کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د هېواد ویجاړ شوی اقتصاد په لوړېدو پیل وکړ، چې د ز او ز کلونو ترمنځ یې په نړۍ کې د سړي سر اوسط کې ترټولو چټک زیاتوالی ثبت کړ. په ز کال کې د جون جګړه د استبدادي واکمنۍ د پای ته رسېدو لامل شوه او اوس دغه هېواد په اسیا کې د تر ټولو پرمختللو ډیموکراسیو په منځ کې د مطبوعاتي آزادۍ لوړه کچه لري. سویلي کوریا یو پرمختللی هېواد دی او د اسیا او اوقیانوسیا په سیمه کې د بشري پراختیا په شاخص کې اووم غوره هېواد دی. سویلي کوریا په نړۍ کې تر ټولو لوړ ژوند ته تمه لري، که څه هم د زړو نفوس او د زېږون له کموالي سره مخامخ دی. په اقتصاد کې د له مخې د نړۍ لسم لوی هېواد دی. ښاریان یې د نړۍ له تر ټولو ګړندي انټرنیټي سرعت او د خورا تیز رفتارې ریل پټلۍ شبکې نه ګټه اخلي. دا هېواد د نړۍ پنځم لوی صادرونکی او اتم لوی واردونکی دی. وسله وال ځواکونه یې د نړۍ یو له پیاوړي پوځ نه شمېرل کېږي او د پوځي او نیمه پوځي پرسونل له مخې د نړۍ درېیم لوی پوځ لري. له مې پېړۍ راهیسې، سویلي کوریا د نړۍ په کچه د خپل نفوذ لرونکي پاپ کلتور، په ځانګړې توګه د موسیقۍ -، تلویزیوني ډرامو او سینما له امله مشهوره شوې، دا یوه پدیده ده چې د کوریا د څپې په نامه یادېږي. دغه هېواد د د پراختیایي مرستې کمېټې، او د پاریس کلب غړی دی. تاریخچه د کوریا ټاپو وزمه د ډبرې دورې پرمهال د اوسېدو لپاره مناسبه وه. د کوریا تاریخ په مخکې له میلاد کې د دنګون له خوا د کوریا د بنسټ ایټالوژۍ له مخې د جوزون د ګوجوزون په نوم هم پېژندل شوی یا زوړ جوزون، چې د مې پېړۍ له سلطنت سره توپیر لري له رامنځته کېدو سره پیلېږي. ګوجوزون د اوومې پېړۍ په لومړیو کې په چینایي ریکارډونو کې یاد شوی و. د شمالي کوریا د ټاپو وزمې او د منچوریا د ځینو برخو تر کنټرول وروسته پراختیا وموندله. ګیجا جوزون په قصدي ډول په مه پېړۍ کې تاسیس شوی و، خو د هغه شتون او س هم په اوسني عصر کې متنازع دی. په مخکې له میلاد کې، د هان کورنۍ ویمان جوزون ته ماتې ورکړه او د شمالي کوریا په ټاپو وزمه کې یې څلور قوماندانۍ وګومارلې. درې قوماندانان په څو لسیزو کې سقوط وکړ یا یې لوېدیځ ته شاتګ کړی دی. لکه څنګه چې په دې وخت کې د لینګ قومانده ویجاړه شوې او بیا رغول شوې، نو ځای یې په تدریجي ډول د لیاوډونګ لور ته یووړ. په دې توګه، د هغه ځواک کم شو او یوازې یې د سوداګرۍ مرکز په توګه کار کاوه، تر هغه چې په ز کال کې د ګوګوریو له خوا فتحه شو. جغرافیه سویلي کوریا د کوریا ټاپو وزمې سویلي برخه نیولې، چې د اسیا له اصلي ځمکې نه شاوخوا کیلومتره میل غځېږي. دا غرنۍ ټاپو وزمه په لوېدیځ کې له ژېړ سمندر او ختیځ کې د جاپان له سمندر سره تړلې ده. سویلي برخه یې د کوریا په تنګي او د ختیځ چین په سمندرګي کې پرته ده. سویلي کوریا د خپلو ټولو ټاپوګانو په ګډون، د ۳۳ او ۳۹ درجو په شمالي عرض البلد او د ۱۲۴ او ۱۳۰ درجو په درلودو سره په شرقي طول البلد کې واقع ده. د هغې ټول مساحت کیلومتره مربع . میل مربع دی. ژبه کوریایي د سویلي کوریا رسمي ژبه ده او د ډېری ژبپوهانوله خوا د جلا جلا ژبې په توګه ډلبندي کېږي. دا له چینایي نه پور وییونه اخلي. کوریایی د هنګول په نامه د لیکلو ځایی سیسټم کاروي، چې په ز کال کې د سیجونګ پاچا له خوا رامنځته شوی، ترڅو د کلاسیک چینایي هنجایي حروفو لپاره یو مناسب بدیل چمتو کړي چې زده کول یې ستونزمن وو او له کوریایي ژبې سره یې په ښه ډول تناسب نه درلود. سویلي کوریا لاهم په محدودو برخو کې ځینې چینایي هنجایي حروف کاروي، لکه په چاپي رسنیو او قانوني اسنادو کې. په سویلي کوریا کې کوریایي ژبه یو معیاري ګړدود لري، چې د سیول ګړدود په نامه پېژندل کېږيله پلازمېنې وروسته، له نورو څلور ګړدودونو چنګچیونګ ، ګانګون ، ګیونګ سینګ او جیولا او یوې ژبې جیجو سره په ټول هېواد کې پرې خبرې کېږي. دین د ز کال د سرشمېرنې د پایلو له مخې: د سویلي کوریا نیمایي نفوس .٪ اعلان وکړ، چې له هېڅ مذهبي سازمان سره تړاو نه لري. د ز کال په یوه سروې کې، ٪ ځانونه مذهبي اعلان کړل، ٪ وویل چې دوی مذهب نه لري او ٪ ځانونه قائل ملحد ګڼي. د بودایانو .٪ نفوس د ز کال د سرشمېرنې له مخې عیسویان وو .٪ یې پروټیسټان او .٪ یې د رومن کاتولیک په توګه ځانونه معرفي کړل او .٪ یې بودایان وو. بهرنۍ اړیکې جنوبي کوریا له ۱۸۸ هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ساتي. دغه هېواد له ۱۹۹۱ز کال راهیسې کله چې د شمالي کوریا په څېر یو غړی هېواد شو، نو د ملګرو ملتونو غړیتوب یې هم ترلاسه کړ. د ۲۰۰۷ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه، د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو پخواني وزير بانکي مون له ۲۰۰۷ز نه تر ۲۰۱۶ز کال پورې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه دنده ترسره کړه. دغه راز يې د سویل ختيځې اسيا د هېوادونو له ټولنې سره د ۳ او د ختیځې اسیا د سرمشریزې د څارونکو د غړي په توګه هم اړيکې ټينګې کړې. کلتور سویلي کوریا له شمالي کوریا سره خپل دودیز کلتور شریکوي، خو دواړو کوریاګانو په ۱۹۴۵ز کال کې د ټاپو وزمې له وېش راهیسې د کلتور بېلابېلې معاصرې بڼې جوړې کړې دي. په تاریخي لحاظ، په داسې حال کې چې د کوریا کلتور د ګاونډي چین په پرتله خورا زیات اغېزمن شوی دی، خو بیا هم دا اداره کوي. د یوه ځانګړي کلتوري هویت رامنځته کول، باید له خپل لوی ګاونډي نهجلا وي. د سویلي کوریا بډایه او خوځنده کلتور د یونسکو د ۲۱ کلتورونو په منځ کې، په نړۍ کې څلورم لوی میراث او له نړیوال میراث ځایونو سره رامنځته شو. د سویلي کوریا کلتور، سپورت او ګرځندويي په فعاله توګه د تمویل او روزنیزو پروګرامونو له لارې دودیز هنرونه او همدارنګه عصري بڼې هڅوي. د فلم صنعت د کوریایي سریالونو نوملړ تاریخ د کوریا په ټاپوزمه کې تیرې شوې ټولواکمنیانې. ګوګوریو شیلا باکچه ګایا کلتور جغرافیه اقتصاد سرچينې کوريا سوېلي |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%82%D8%B1%D8%BA%D8%B2%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86 | قرغزستان | قرغېزستان، په رسمي ډول قرغز جمهوریت، په مرکزي آسیا کې غرنی او په وچه کې راایسارهېواد دی. شمال لوري ته یې قزاقستان، لویدیځ لوري ته ازبکستان، سویل ته یې تاجکستان او ختیځ ته یې چین موقعیت لري. بېشکېک یې پلازمېنه او لوی ښار دی. د قرغز قوم، د دغه هېواد د شپږ میلیونه وګړو ډېره برخه جوړوي، چې ازبک او روسي مهم لږه کي هم لري. قرغېزي ژبه یې نورو ترکي ژبو ته ډېره نږدې ده، په داسې حال کې چې روسي ژبه تر اوسه په دغه هېواد کې دود ده او یوه له رسمي ژبو نه یې هم ده. د قرغېزستان ۹۰ سلنه وګړي مسلمانان دي، چې لویه برخه یې سني مسلمانان جوړوي. قرغېز کلتور له دې سره چې ترکي رېښه لري، خو د ایراني، مغولي او روسي عناصرو اغېز هم په کې شته دی. د قرغېزستان تاریخ ګڼ شمېر کلتورونه او سترواکۍ په ځان کې رانغاړي. په داسې حال کې چې له جغرافیايي پلوه دغه هېواد د ګڼ شمېر غرونو لرلو له امله ګوښه شوی، خو د ورېښمو لارې او نورو سوداګریزو لارو د یوې برخې په توګه د څو لویو تمدنونو په وصل کېدوني ځای کې پروت دی. ترکي کوچیان چې په ګڼ شمېر ترکي دولتونو، لکه: لومړی او دویم ترکي خانقاتو کې یې رېښه لرله، د تاریخ له اوږدو په دغه هېواد کې مېشت دي. په ۱۳ مه پېړۍ کې قرغېزستان د مغلو له خوا ونیول شو، بیاځلي یې خپلواکي ترلاسه کړه، خو وروسته د قالموقیانو، منچویانو او ازبکانو له خوا تر برید لاندې راغی. په ۱۸۷۶ ز کال کې دغه هېواد د روسي سترواکۍ برخه وګرځېد او په ۱۹۳۶ ز کال کې، د شوروي سوسیالیستي قرغېزي جمهوریت، د شوروي اتحاد په جوړوونکي جمهوریت واوښت. په شوروي اتحاد کې د میخایل ګورباچوف له دیموکراتیکو اصلاحاتو وروسته، په ۱۹۹۰ ز کال کې آزادي پلوه نوماند عسکر آقایوف د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ۱۹۹۱ ز کال د اګست په ۳۱ مه نېټه، قرغېزستان له مسکو نه خپله خپلواکي اعلان کړه او یو دیموکراتیک دولت یې جوړ کړ. په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته، قرغېزستان د یوه ملي دولت په توګه خپل حاکمیت ترلاسه کړ. له خپلواکۍ وروسته، قرغېزستان په رسمي ډول واحد ولسمشریز جمهوریت و، چې وروسته له ۲۰۱۰ ز کال نه تر ۲۰۲۱ ز کال پورې په واحد پارلماني جمهوریت واوښت، په داسې حال کې چې په تدریج سره ولسمشر بشپړ اجرائیوي واک ترلاسه کړ، وړاندې له دې چې په ۲۰۲۱ ز کال کې د دغه هېواد نظام بشپړ ریاستي نظام ته واوړي، د نیمه ولسمشریز یا نیمه ریاستي جمهوریت په توګه اداره کېده. دغه هېواد د خپل موجودیت په اوږدو کې قومي شخړې، انقلابونه، اقتصادي ستونزې، انتقالي دولتونه او سیاسي ناندرې ګاللې دي. قرغېزستان، د مشترک المنافع خپلواکو هېوادونو، ایروآسیا اقتصادي ټولنې، ټولیز امنیت تړون سازمان، د شانګهای د همکاریو سازمان، اسلامي همکاریو سازمان، ترکي دولتونو سازمان یا ترک شورا، د ترکي کلتور د نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو سازمان غړیتوب لري. دغه هېواد یو له مخ پر ودې هېوادونو نه دی چې د انساني ودې د شاخص له مخې نوملړ کې ۱۲۰ ځای لري او په مرکزي آسیا کې دویم فقیر هېواد دی. د دغه هېواد انتقالي اقتصاد، په کلکه سره د طلا، ډبرو سکرو او یورانیمو په زېرمو تکیه لري. سیاست سیاسي نظام د ۱۹۹۳ ز کال اساسي قانون، د دغه هېواد د دولت ډول د یوجرګه یي دیموکراتیک جمهوریت په توګه تعریف کوي. ولسمشر او لومړی وزیر په اجرائیه قوه کې شاملېږي. پارلمان یې اوس مهال یوه جرګه لري. په قضايي قوه کې یې ستره محکمه، سیمه ییزې محکمې او لوی څارنوال شاملېږي. د ۲۰۰۲ ز کال په مارچ میاشت کې په خپل سري ډول د اپوزیسیون د یوه سیاستوال د نیولو پنځه اعتراض کوونکي د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شول، چې په ملي کچه یې لاریونونه رامنځته کړل. ولسمشر عسکر آقایوف د اساسي قانون د سمون بهیر پیل کړ او په پیل کې په لوړه کچه د دولت استازو، مدني او ټولنیزو فعالانو د یوه پرانیستي بحث په ترڅ کې په کې برخه لرله، دغه چاره د ۲۰۰۳ ز کال د ټول پوښتنې لامل شوه، خو په رایه اچونه کې ګډوډۍ ورته لږ زیان ورساوه. په اساسي قانون کې سمونونه، د ټول پوښتنې له خوا تصویب شول چې د ولسمشر د زیات واک او د پارلمان او اساسي قانون د محکمې د کمزورتیا لامل وګرځېد. پارلماني ټاکنې د نوې قانون جوړوونکې جرګې لپاره چې ۷۵ چوکۍ یې لرلې، د ۲۰۰۵ ز کال د فبروري په ۲۷ مه او د مارچ په ۱۳ مه نېټه ترسره شوې، خو په پراخ ډول له درغلیو ډکې وبلل شوې، چې ورپسې لاریونونه یې د ۲۰۰۵ ز کال د مارچ په ۲۴ مه د سپینې کودتا لامل وګرځېدل. اقایوف له خپلې کورنۍ سره له هېواده ووت او ځای یې لنډ مهالي ولسمشر قربان بیک باقیوف ونیو. د ۲۰۰۵ ز کال د جولای په ۱۰ مه نېټه، لنډمهالي ولسمشر باقیوف په ۸۸.۹ سلنه رایو ترلاسه کولو سره ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د اګست په ۱۴ مه یې لوړه وکړه. د ۲۰۰۶ ز کال په اپریل او نومبر میاشتو کې په بشکېک کې د ولسمشر باقیوف پر وړاندې لوی لاریونونه راووتل، د اپوزیسیون مشرانو ولسمشر تورن کړ چې د اساسي قانون د تعدیل او پارلمان ته یې د ګڼ شمېر ولسمشریزو واکونو لېږدولو اړوند خپلې ټاکنیزې ژمنې نه دي پوره کړي. قرغېزستان، د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان د ۵۶ غړو هېوادونو له جملې نه دی، چې په اوراسیا کې سولې، روڼتیا او د بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن دی. د د غړي هېواد په توګه، د قرغېزستان هېواد نړیوالې ژمنې د متحده ایالاتو د هېلسنکي کمیسیون د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان تر څار لاندې دي. د ۲۰۰۹ ز کال د فبروري په درېیمه نېټه، ولسمشر قربان بېک باقیوف اعلان وکړ چې په مرکزي آسیا کې د امریکا یوازنۍ اډه، مناس هوايي اډه به ژر وتړي. پارلمان د دغې اډې تړلو اړوند د فبروري په ۱۹ مه نېټه رایه ورکړه او د ۷۸ موافقو او یوې مخالفې رایې پر بنسټ یې د دولت دغه پریکړه تصویب کړه، خو د پردې شاته د قرغېزي، روسي او امریکايي دیپلماتو له پریمانه خبرو اترو وروسته، د ۲۰۰۹ ز کال په جون میاشت کې دغه پریکړه لغو شوه. امریکایانو د نوې هوکړې له مخې د پاتې کېدو اجازه ترلاسه کړه، چې له مخې یې د دغې اډې کلنۍ کرایه له ۱۷.۴ میلیونه ډالرو نه ۶۰ میلیون ډالرو ته لوړه شوه. قرغېزستان په نړۍ کې د لوړ فساد لرونکو پنځوسو هېوادونو په نوملړ کې ځای لري: د فساد د شتون د شاخص له مخې قرغېزستان له ۰ نمرې ډېر فاسد تر ۱۰۰ نمرو لږ فاسد، ۲۸ نمرې لري. په ۲۰۱۰ ز کال کې په دغه هېواد کې بل انقلاب وشو. ولسمشر قربان بیک باقیوف د خپل زوی ماکسیم او ورور ځای ناستې په ګډون له خپلو خپلوانو سره اړ شو، چې قزاقستان ته وتښتي او بیا یې په بیلاروس کې سیاسي پناه وغوښته. رزا اوتونبایوا چې د لنډ مهالې ولسمشرې په توګه وټاکل شوه، اعلان یې وکړ چې نه غواړي د ۲۰۱۱ ز کال په ولشمریزو ټاکنو کې ګډون وکړی. په نومبر میاشت کې ټاکنې وشوې چې د سوسیال دیموکرات ګوند مشر او د وخت لومړي وزیر الماس بیک اتامبایوف ټاکنې وګټلې، نوموړي د ۲۰۱۱ ز کال د دسمبر په لومړۍ لوړه وکړه. په همدغه ورځ یې عمربیک بابانوف د لومړي وزیر په توګه وټاکه چې د ۲۰۱۱ ز کال د د سمبر په ۲۳ مه یې د تایید رایه واخیسته. د ۲۰۱۷ ز کال په اکتوبر میاشت کې، پخواني لومړي وزیر سورنبای جینبکف د الماس بېک اتامبایوف په ملاتړ د قرغېزستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ۲۰۱۹ ز کال د اګست په ۷ مه د قرغېزستان ځانګړو ځواکونو د پخواني ولسمشر الماس بیک اتامبایوف پر کور په ده باندې د فساد تورونو له امله عملیات ترسره کړل. ولسمشر جینبکف د قزاقستان د امنیت شورا په ناسته کې اتامبایوف له اساسي قانون نه پر سرغړونه تورن کړ. د ۲۰۲۰ ز کال په اکتوبر میاشت کې، ولسمشر سورنبای جینبکف د ۲۰۲۰ ز کال د اکتوبر د ۴ مې نېټې پارلماني ټاکنو کې د ګډوډیو اړوند رامنځته شویو لاریونونو له امله استعفا ورکړه. د ۲۰۲۱ ز کال په جنوري میاشت کې سادیر ژاپاروف په غوڅ اکثریت سره ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد هېوادونه د آسيا هېوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D8%A7%D9%88%D8%B3 | لاوس | لائوس په رسمي ډول د لاو د خلکو دیموکراتیک جمهوریت، يو سوسياليستی دولت او په سويل ختيځ کې يوازینی په وچې پورې تړلی هيواد دی. د اندوچيني ټاپووزمي په زړه کې، د لائوس شمال لويديځ ته ميانمار او د چين د خلکو جمهوريت، ختيځ ته يي ويتنام، سويل ختيځ ته يي کمبوديا او لويديځ او سويل لويديځ ته یی ټايلنډ پروت دی. پلازمینه او لوی ښار يي وينټين دی. اوسنۍ لائوس خپل تاریخي او کلتوري هویت لان ژانګ سره تړلی بولي، چې ۱۴ پیړۍ څخه يي تر ۱۸ پیړۍ پورې په سویل ختیځه آسیا کې، د لویو سلطنتونو په توګه يي شتون درلود. د لائوس سلطنت په سویل ختیځ آسیا کې د مرکزي جغرافیایي موقعیت له امله، د ځمکې د سوداګرۍ لپاره یو مرکز وګرځید. له اقتصادي او کلتوري پلوه بډایه شو. د داخلي شخړو څخه وروسته، لان ژانګ په دریو جلا سلطنتونو؛ لوانګ فرابنګ، وینټین او په چمپاسک وويشل شو. په ۱۸۹۳ ز کال کې، درې سیمې د فرانسوي حمايت لاندې راغللې او متحد شول چې اوس د لائوس په نوم پیژندل کیږي. لائوس په لنډ وخت کې د جاپان له نیولو وروسته په ۱۹۴۵ ز کې خپلواکي ترلاسه کړه خو د فرانسې لخوا بیا استعمار شوه. وروسته يي په ۱۹۴۹ ز کې خپلواکي ترلاسه کړه. له خپلواکۍ وروسته، کورنۍ جګړه پیل شوه، د شوروي اتحاد په ملاتړ د کمونستانو مقاومت، د پاچاهۍ پر وړاندې جګړه پیل شوه، چې وروسته د امریکا په ملاتړ د پوځي رژیمونو تر اغیز لاندې راغی. وروسته له هغه چې په ۱۹۷۵ کې د ویتنام جګړه پای ته ورسیده، کمونیست پاتیت لاو واک ته ورسیده، کورنۍ جګړه پای ته ورسیده. لاوس بیا په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد تر منحل کېدو پورې په پوځي او اقتصادي مرستو ولاړ و. لائوس د آسیا آرام سمندرګي د سوداګرۍ تړون، آسیان، د ختیځ آسیا سرمشریزې، او لا فرانکوفوني غړی دی. لائوس په ۱۹۹۷ ز کال کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه؛ د ۲۰۱۳ ز کال د فبروري په ۲مه بشپړ غړیتوب ورکړل شو. لائوس یو ګوندي سوسیالیستي جمهوریت دی، چې د مارکسیزم لینینیزم ملاتړ کوي او د لاو د خلکو د انقلابي ګوند له خوا اداره کیږي، چې لاندې غیر دولتي سازمانونه په منظم ډول د هیواد د بشري حقونو تاريخچه ضعیفه بولي، لکه ناوړه ګټه اخيستل شکنجه، د مدني آزادیو محدودیتونه او د اقليت ځورونې ته اشاره کوي. په ټيټو سيمو کېې په سیاسي او کلتوري توګه د لاو خلک د نفوس .٪ جوړوي. د مون خمیر ډلې، همونګ، او نور ځایي قبیلې په غرونو او د غرونو په لمنو کې ژوند کوي. د لائوس ستراتيژی د پراختيا په موخه د سيندونو څخه د برېښنا په توليد او په ګاونډيو هيوادونو لکه ټايلنډ چين او ويتنام باندي د برېښنا په پلورلو ولاړ دی. او همداراز د ځمکې نښلونکې هیواد دی چې د څلورو نويو د ريل لارو په واسطه څرګنديږي. چې لائوس له ګاونډيو هيوادونو سره نښلوي. لائوس د اقتصاد له نظره د نړیوال بانک لخوا د سویل ختیځ آسیا او آرام سمندر ترټولو ګړندۍ وده کونکي هيواد په توګه پیژندل شوی چې له ز کال راهیسې د کلني ناخالص تولید په اوسط ډول ۷،۵٪ ده. کلتور تيراويدا بودیزم د لاو په کلتور کې یو برلاسۍ قدرت دی. دا په ټول هیواد کې خپور دی، په ژبه، معبدونو ، هنرونو او ادبیاتو کې څرګند شوی دی. د لاو کلتور ډیری عناصر د بودیزم څخه مخکې دي. د مثال په توګه، لاوتیاین موسیقي د خپلې ملي موسیقۍ آله له خوا چي د بانس دخولې يو ډول ارګان دی چې خاين نوميږي تسلط شوی ده. چې تاریخي اصل لري. خاين په دودیزه ډول سندرغاړي له مور لام سره چې د لوک موسقۍ غالبه بڼه ده يو ځای کوي. وریځې یې یو عمده خواړه دي. د لاو خلکو لپاره کلتوري او مذهبي اهمیت لري. په عمومي ډول سريخې ویځو ته د ياسمين وریځو په پرتله ارزښت ورکول کیږی، او د سريخو وریجو کښت او تولید په لائوس کې شروع شوي دي. په مختلفو چاپيريالونو او ډيرو قومونو کې د وریجو د تولید سره ډیر دودونه او رواجونه شتون لري. د بېلګې په توګه: په لوانګ پرابنګ کې د خامو کروندګرو د مړو پلرونو په یاد کې د فارم کور تر څېرمه یا د وریجو په څنډه کې د وریجو ډوله په لږ مقدار کې کري ترڅو دا وښیې چې مور او پلار يي لا ژوندي دي. سینه دودیزه جامې دي، چې د لاو میرمنو له خوا په ورځني ژوند کې اغوستل کیږي. دا د لاسي اوبدلو ورېښمو لمن ده، چې کولی شي هغه ښځه وپیژني چې په مختلفو شکلونو یې اغوندي. سینما په ۱۹۷۵ ز کال کې، د لاو پي ډي ار له تاسیس راهیسې، په لائوس کې ډیر لږ فلمونه جوړ شوي دي. د پاچاهۍ له ړنګیدو وروسته لومړی تر ټولو اوږد فلم د تفنګ غږ د جنګ د ميدان له لړزیدو څخه دی. چې په ۱۹۸۳ ز کال کې د سومچیت فولسینا لخوا لارښود شوی و، که څه هم د سانسور هيت لخوا یې د خپریدو مخه ونیول شوه. سبايدي لوانګ پرابنګ یو له لومړنیو سوداګریزو فلمونو څخه دی چې په ۲۰۰۸ ز کال کې جوړ شوی و. د ۲۰۱۷ ز کال مستند فلم د وينې سرک په عمده توګه د لاو حکومت په مرسته په لائوس کې شوټ شوی او تولید شوی و، دا فلم په ۲۰۱۸ ز کال کې د خبرونو او مستند فلم ایمي جایزه سره پیژندل شوی دی. . : . د آسټرالیا د فلم جوړوونکي کیم مورډونټ لومړی نمایشي فلم په لاوس کې جوړ شوی و او د لاوتاین کاسټ ښکارندوی کوي چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوي. د راکیټ په نوم دغه فلم د ۲۰۱۳ ز کال میلبورن نړیوال فلم فستیوال کې نندارې ته وړاندې شو او د برلین په نړیوال فلم فستیوال کې یې درې جایزې وګټلې. د یو تولیدي شرکت فلم چې بریالی شوی د لاو نمایشي فلمونه تولید کړي او نړیواله پیژندنه ترلاسه کړي د لاو نیو ویف سینما اټ هوریزون دی چې د انیسی کیولا لخوا لارښود شوی دی. او د اووز اسیا فلم په فستیوال کې د لاو ارت میډیا کې ښودل شوی دی. د متیو ډو له خوا لارښود شوی. چې په ۲۰۱۳ ز کال کې په یو زړه پوري فیستوال کې وښودل شو. لائوس د ۲۰۱۷ز کال په ډسمبر کې، د میتو ډي دویم نمایشي فلم د ګرانې خور په نوم د ۹۰ علمي جايزې اوسکار ته د غوره بهرنۍ ژبې فلم لپاره وړاندی کړ چې د اوسکار لپاره د هیواد لومړۍ سپارنه په نښه کوي. تر ۲۰۱۸ ز کال پورې، لائوس درې نمايشي تیاترونه لرل، چې د فلمونو د ښودلو لپاره وقف شوي دي. جشنونه په لائوس کې ځینې عمومي رخصتۍ، جشنونه او مراسم شتون لري. د هامونګ نوی کال. بون پها ويت. ماګا پوجا. د چينايانو نوی کال. بون خون خو. بون پيمي. ويسکا پوجا. پي مې سونګکران د لاو د خلکو نوی کال. خو فنسا. هو خو پدپ دين. اوک پنسا. بون نام. د لاو ملي ورځ د ديسمبر . رسنۍ ټولې ورځپاڼې د حکومت له خواخپریږي، په شمول د دوو بهرنیو ژبو ورځپانې: د انګلیسي ژبې ورځنۍ وینټین ټایمز او د فرانسوي ژبې اونيزه لي رنيواتيور. سربیره پردې، د کاو سان پاتیت لاو، د هیواد رسمي خبړي اژانس خپل نومي انګليسي او فرانسوي ورځپانې خپروي. لائوس په ټول هیواد کې ورځنۍ ورځپاڼې، ۹۰ مجلې، ۴۳ راډیوګانې او ۳۲ تلویزیوني سټیشنونه لري. تر ۲۰۱۱ ز کال پورې، نه دان د خلکو او د سینهوا خبري اژانس یوازینۍ بهرنۍ رسنۍ دي چې په لائوس کې د دفترونو د پرانستلو اجازه لري. د دواړو په ۲۰۱۱ ز کال کې په وینتین کې دفترون ه پرانستل شول. د لاو حکومت د رسنیو ټول چینلونه کنټرولوي، ترڅو د خپلو کړنو د انتقاد مخه ونیسي. د لاو اوسیدونکي چې پر حکومت یې نیوکې کړي دي، د جبري ورکیدو، خپل سري نیولو او شکنجې سره مخامخ شوي دي. د ودونو شمېر په لائوس کې په رسمي ډول څو ودونه کول جرم دی، که څه هم سزا يي لږه ده. اساسي قانون او د کورنۍ قانون د څو ودونو د قانوني پیژندلو مخه نیسي او داسی په ډاګه کوي چې: په هيواد کې يي يو واده کول د ودونو اصلي بڼه ده. که څه هم د همونګ په خلکو کې څو واده کول اوس هم دود دی. یوازې ۳،۵٪ میرمنې او ۲،۱٪ نارینه د ۱۵-۴۹ کلونو په عمر په ۲۰۱۷ ز کال کې د څو ودونو په اتحادیه کې وو. سپورتورزش د موای لاو نظامي هنر، ملي سپورت، د تایلینډ د میو تای، برمی لیتوی او کمبوډیا پرادال سیري ته ورته د کیک بوکس کولو یوه بڼه ده. د فوټبال ټولنه په لائوس کې ترټولو مشهوره لوبه ده. د لائوس په هیواد کې لاو ليګ د فوټبال انجمن کلبونو لپاره غوره مسلکي لیګ دی. د لیګ له پیل راهیسې د لاو پوځ اف سي د ۸ سرليکونو سره تر ټولو بريالۍ کلب دی. د اتلولۍ تر ټولو لوی شمير يي خپل کړی دی. لائوس د نورو ټیم لوبو دود نه لري. په ۲۰۱۷ ز کال کې، يي د لومړي ځل لپاره د سویل ختیځ آسیا لوبو ته یو ټیم واستاوه. د باسکیټبال ملي ټیم يي په ۲۰۱۷ ز کال کې د سویل ختیځ آسیا په لوبو کې سیالۍ وکړه چې میانمار ته يي د اتم مقام په لوبو کې ماتې ورکړه. تاریخ کلتور حغرافیه اقتصاد سرچينې آسیا غړي هیوادونه کمونیستي دولتونه په وچې پورې تړلي هیوادونه لاووس |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%8A%D8%A8%D9%86%D8%A7%D9%86 | ليبنان | لبنان، چې په رسمي ډول د لبنان جمهوریت په توګه پېژندل کېږي، د لویدیځې آسیا هېواد دی. د دغه هېواد شمال او ختیځ لوري ته سوریه او سویل ته یې اسرائیل موقعیت لري، په داسې حال کې چې قبرس یې په مدیترانې سمندرګي کې لویدیځ لوري ته پروت دی، د مدیترانې د حوضې او عربستان د داخلي نقاطو په تقاطع کې د دغه هېواد موقعیت د هغه له بډایه تاریخ سره مرسته کړې او د بېلابېلو مذهبونو نه جوړ کلتوري هویت یې وربخښلی. لبنان د نږدې شپږ میلیونه وګړو کور دی چې۰۰۰ ۱۰ ۴۵۲ کیلومتر مربع ۴ زره ۳۶ مایل مربع مساحت لري او د نړۍ یو له کوچنیو هېوادونو نه دی. د دولت رسمي ژبه یې عربي ده، په داسې حال کې چې فرانسوي هم په کې په رسمیت پېژندل شوې ده. لبناني عربي لهجه د معاصرې معیاري عربي په خوا کې په ټول هېواد کې کارول کېږي. په لبنان کې د تمدن ثبت شوي شواهد له ثبت شوي تاریخ نه ۷۰۰۰ کلونو وړاندې ته اړوندېږي. د نن ورځې لبنان د فینکیانو کور و، سمندریز کلتور په کې ۳۰۰۰ کاله وړاندې نږدې ۳۲۰۰ ۵۳۹ کاله له میلاد وړاندې وغوړېد. له میلاد ۶۴ کاله وړاندې د رومیانو سترواکي دغه سیمه ونیوله، چې په پایله کې د دغې سترواکۍ د عیسویت په مخکښ مرکز واوښت. د لبنان د غرونو لړۍ د یو رهباني کلتور د ظهور شاهدې وې چې د ماروني کلیسا په نوم یادېږي. د لومړنیو عرب مسلمانانو له خوا د دغې سیمې له فتح کولو وروسته، مارونیان په خپل هویت او مذهب کلک پاتې شول. په ورته مهال نوې مذهبي ډله چې د دروزي په نوم پېژندل کېده، د لبنان په غرونو کې یې ځای ونیو چې تر څو پېړیو پورې یې مذهبي واټن رامنځته کړ. د صلیبي جګړو پر مهال، مارونیانو یو ځل بیا له رومن کاتولیک کلیسا سره اړیکه ټینګه کړه او له روم سره یې خپله اړیکه څرګنده کړه. په شپاړسمه پېړۍ کې عثماني سترواکۍ لبنان ونیو او تر راتلونکو ۴۰۰ کلونو لپاره یې په دغه سیمه واکمني وکړه. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د دغې سترواکۍ له شیندل کېدو سره هغه پنځه عثماني ولایتونه چې د معاصر لبنان بنسټ جوړوي، د سوریې او لبنان لپاره د فرانسوي سرپرستي تر ولکې لاندې راغلل، چې د فرانسې تر واکمنۍ لاندې د لوی لبنان دولت رامنځته شو. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي المان له خوا د فرانسې په درېيم جمهوریت له برید او اشغال وروسته په سیمه باندې د فرانسې واکمني کمزورې شوه، په ۱۹۴۳ ز کال کې له آزادې فرانسې نه په خپلواکۍ اخیستو سره لبنان یو ځانګړی مذهبي سیاسي ډول دولت جوړ کړ، چې له مخې یې د دولت مذهبي ډلو ځانګړی سیاسي ځواک درلود. لبنان له پیل نه یو څه با ثباته هېواد و، خو دغه ثبات لنډ مهالی و چې د یو شمېر سیاسي او ګوندي ډلو ترمنځ د لبناني کورنۍ جګړې پر مهال ۱۹۷۵-۱۹۹۰ ز کال له منځه ولاړ. په دغه دوره کې لبنان همدارنګه ۱۹۷۶-۲۰۰۵ ز کال پورې د سوریې او له ۱۹۸۵-۲۰۰۰ ز کال پورې د اسرائیلو د نظامي اشغال شاهد و. له جګړې وروسته د دغه هېواد د اقتصاد او ملي بنسټونو د بیارغولو په موخه ګڼ شمېر هڅې شوې دي. لبنان له مخ پر ودې هېوادونو نه دی چې د انساني ودې د شاخص له مخې نوملړ کې ۹۲ ځای لري، چې د عربي نړۍ په منځ کې د فارس خلیج د نفتي اقتصادونو وروسته لوړ ځای یې خپل کړی دی. دغه هېواد د لوړ منځني عاید لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي. په داسې حال کې چې لبناني مالي بحران او فساد د دغه هېواد د پیسو د ارزښت د له منځه تلو، سیاسي بې ثباتي، قحطۍ، لوړې بیکارۍ او بې وزلۍ لامل شوي. د دغه هېواد په کوچنۍ اندازې سربېره لبناني کلتور هم په منځني ختیځ کې او هم په نړیواله کچه شهرت لري، چې تر ډېره دغه هېواد ته په لرغوني مهال کې د پراخ مهاجرت له امله رامنځته شوی. لبنان د ملګرو ملتونو بنسټ اېښودونکی غړی او د عرب ټولنې، ناپېیلي غورځنګ، اسلامي همکاریو سازمان او فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو نړیوال سازمان غړیتوب لري. دولت او سیاستونه لبنان د پارلماني دیموکراسي لرونکی هېواد دی چې کانفیسینلېزمي مذهبي سیاسي ډول لري، چې له مخې یې لوړې چوکۍ د ځانګړو مذهبي ډلو غړو ته اړوندېږي. د بېلګې په توګه: ولسمشر باید ماروني عیسوي، لومړۍ وزیر باید سني مسلمان، د پارلمان رئیس باید شیعه مسلمان، د لومړي وزیر او د پارلمان مرستیالان باید ختیځ ارتودوکس وي. دغه ډول سیستم د پېژندل شوو ۱۸ مذهبي ډلو ترمنځ د واک د عادلانه وېش او فرقه یي شخړو د مخنیوي په موخه په پام کې نیول شوې دي. تر ۱۹۷۵ ز کال پورې د آزادۍ کور بنسټ په منځني ختیځ او د شمالي افریقا په سیمه کې لبنان یو له هغو دوو هېوادونو چې اسرائیل هم په کې دی نه بللی، چې له سیاسي پلوه آزاد دي. د کورنۍ جګړې په پیل سره لبنان دغه حالت له لاسه ورکړ او له هغه مهاله یې تر اوسه دغه ځای ترلاسه نه کړ. په ۲۰۱۳ ز کال کې لبنان تر یوه حده آزاد وبلل شو. سره له دې چې دغه سازمان، لبنان په عربي نړۍ کې یو له ترټولو دموکراتیکو هېوادونو بولي. د دغه هېواد پارلمان د یوې څلور کلنې دورې لپاره د عامه رایو پر بنسټ د نسبي فرقوي استازولۍ له مخې ټاکل کېږي. په اجرائیه قوه کې ولسمشر د دولت د مشر، لومړۍ وزیر د حکومت د مشر په توګه شاملېږي. پارلمان ولسمشر د یوې شپږ کلنې نه نوې کېدونې دورې لپاره د دوه پر درې اکثریت رایو له مخې ټاکي. ولسمشر له پارلمان سره له مشورې وروسته لومړی وزیر ټاکی. ولسمشر او لومړی وزیر کابینه د فرقوي وېش د اصل پر بنسټ جوړوي. بهرنۍ اړیکې لبنان د ۲۰۰۱ ز کال په وروستیو کې له اروپايي اتحادیې سره د هوکړې خبرې اترې پای ته ورسولې، چې دواړه لوري د ۲۰۰۲ ز کال په جنوري میاشت کې لومړۍ هوکړې ته ورسېدل. دغه هوکړه، د اروپايي ټولنې د ګاونډیتوب په پالیسي کې ځای پر ځای شوې، چې موخه یې د اروپايي اتحادیې او د هغه د ګاونډیانو نږدې کول دي. لبنان له یو شمېر عرب هېوادونو سره دوه اړخیزې سوداګریزې هوکړې لري او هڅه کوي، څو د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب هم ترلاسه کړي. لبنان له نږدې ټولو عربي هېوادونو سره ښې اړیکې لري له لیبیا او سوریې سره د تاریخي ترینګلتیاو په لرلو سربېره چې په وروستیو ۳۵ کلونو کې یې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۲ ز کال په مارچ میاشت کې د عربي ټولنې د مشرانو د ناستې کوربه توب وکړ. لبنان د فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو غړیتوب لري، چې د ۲۰۰۲ ز کال په اکتوبر میاشت کې یې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د ناستې او په ۲۰۰۹ ز کال کې یې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لوبو د سیالیو کوربه توب وکړ. پوځ د لبنان وسله وال ځواکونه ۷۲ زره تنه فعال پرسونل لري، چې ۱۱۰۰ تنه هوايي او ۱۰۰۰ تنه سمندریز ځواک په کې شاملېږي. لبنان د بهرنیو پوځي مرستو یو له سترو ترلاسه کوونکو نه دی، چې له ۲۰۰۵ ز کال راهیسې یې ۴۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دی، دغه هېواد له اسرائیلو وروسته، په سړي سر د امریکايي نظامي مرستو دویم لوی ترلاسه کوونکی هېواد دی. ساینس او تکنالوژي په ۲۰۲۰ ز کال کې لبنان د نړیوالو نوښتونو په نوملړ کې ۸۷ ځای خپل کړی، چې په ۲۰۱۹ ز کال کې یې ۸۸ ځای درلود. د لبنان د پام وړ ساینس پوهان حسن کامل الصباح، رمال حسن رمال او ادګار چویري دي. اقتصاد تاریخ جغرافیه کلتور سرچینې لېبنان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%DB%8C%D8%A8%D8%B1%DB%8C%D8%A7 | لیبریا | لیبیریا په انګلیسي چې رسمي نوم یې د لایبیریا جمهوریت دی د افریقا په لویدیځ کې پروت یو هیواد دی. پلازمینه یې د مونروویا ښار او رسمی ژبه یې انګلیسي ده، لیبیریا ۳۶۹۱۱۱ کیلومتره مساخت او ۰۰۰۴۸۹۳ میلیونه وګړي لري، د یاد هیواد د پیسو واحد د لیبریا ډالر دی . ليبريا چې په رسمي ډول د ليبريا جمهوريت دی، د لويديځې افريقا پر ساحل باندې پروت هېواد دی. شمال لويديځ ته له سيراليون، شمال ته له ګينه، ختيځ ته له ايوري ساحل او سوېل او سوېل لويديځ ته له اتلانتيک سمندر سره پوله لري. نږدې ۵ ميليونه نفوس لري او ۱۱۱۳۶۹ کېلو متر ۴۳۰۰۰ ميل مربع سيمه پوښي. انګليسې يې رسمي ژبه ده، مګر له ۲۰ څخه زياتې هېوادنۍ ژبې په کې ويل کېږي، چې د هېواد توکميز او کلتوري راز راز والی تنوع په ډاګه کوي. د هېواد پلازمېنه او لوی ښار مورنوويا ښار دی. ليبريا د امريکايې استعمار ټولنې د يوې پروژې په توګه د ۱۹ پېړۍ په لومړيو کې پيل وکړ، چې د باور له مخې به تور پوستي وګړي په افريقا کې د متحده ايالتونو په پرتله د خپلواکۍ او نېکمرغۍ له غوره موکو سره مخامخ شي. د ۱۸۲۲ او په ۱۸۶۱ کې د امريکا د کورنۍ جګړې د پيل تر منځ له ۱۵۰۰۰ څخه زيات خپلواک شوي يا په خپلواک ډول زېږېدلي تور پوستي د ۳۱۹۸ افريقايي الاصل کارابيني وګړو تر څنګ، چې په متحده ايالتونو کې له ټولنيز او حقوقي فشار سره مخامخ شول؛ بېرته په ليبريا کې ځای پر ځای يا استوګن شول. يادو استوګنو چې په پرله پسې ډول يې امريکايي ليبريايي پېژندنه شناخت رامنځته کړ، له خپل ځان سره خپل کلتور او دود ولېږداوه. د ليبريا اساسي قانون او توغ د متحده ايالتونو له اساسي قانون او توغ څخه وروسته موډل شول، په داسې حال کې چې پلازمېنه يې د امريکايې استعمار ټولنې د ملاتړ کوونکي او د متحده ايالتونو د ولسمشر جيمز مونرو څخه وروسته نومول شوې وه. ليبريا د ۱۸۴۷ جولای پر ۲۶ خپلواکي اعلان کړه، چې متحده ايالتونو د ۱۸۶۲ فبروري تر ۵ نېټې پورې په رسميت ونه پېژندله. د ۱۸۴۸ جنوري پر ۳ جوزف جنکينس روبرټس چې د متحده ايالتونو د ويرجينيا ايالت يو خپلواک زېږېدلی افريقايي الاصله امريکايی او د ليبريا استوګن و، د خلکو له لورې د خپلواکۍ له اعلان څخه وروسته د ليبريا د لومړني ولسمشر په توګه وټاکل شو. ليبريا لومړنی افريقايي جمهوريت و، چې خپله خپلواکي يې اعلان کړه او د افريقا لومړنی او تر ټولو لرغونی معاصر جمهوريت دی. دا هېواد د هغو محدودو هېوادونو له ډلې څخه و، چې افريقا لپاره د تيت او پرک کولو پر مهال يې خپله خپلواکي وساتله. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال دې هېواد د المان پر وړاندې د متحده ايالتونو د جګړې د هڅې ملاتړ وکړ او په خپل وار سره يې په جوړښت کې د پام وړ امريکايي پانګه اچونه ترلاسه کړه، چې د هېواد له شتمنۍ او پرمختګ سره يې مرسته وکړه. ولسمشر ويليم ټبمېن سياسي او اقتصادي بدلونونه وهڅول، چې د هېواد نېکمرغي يا هوساينه او نړېواله څېره يې هسکه کړه. ليبريا د ملتونو ټولنې، ملګرو ملتونو او د افريقايي يووالي سازمان بنسټګره غړې وه. د امريکا ليبريايي استوګنو په هغو ذاتي يا هېوادنيو وګړو پورې په ښه ډول اړه نه درلوده، چې دوی يې مخالفت وکړ؛ په ځانګړي ډول له هغو خلکو سره چې په يو څه ګوښه دننيو سيمو کې يې ژوند کاوه. او له خپلو کورنيو مشريو څخه پر مستعمراتي اوسېدونکو باندې بريدونه وکړل. د امريکا ليبريايي وګړو د اصلي وګړو د ماموريتونو او ښوونځيو د جوړولو په موخه مذهبي بنسټونو ته وده ورکړه، چې د هېواد اصلي وګړي وروزي. ياد ليبريايي وګړي په يوه کوچنۍ ځانګړې او ممتازه ډله کې رامنځته راټول شول، چې نابرابر سياسي واک يې وساته او بومي يا ذاتي افريقايان تر ۱۹۰۴ پورې د هغوی په خپله خاوره کې له طبيعي حق څخه بې برخې وو. په ۱۹۸۰ کال کې د ويليم ار ټولبرټ . له حکومت څخه سياسي کړکېچونه د پوځي کودتا لامل شو، چې پر مهال يې ټولبرټ ووژل شو؛ يادو پېښو په هېواد کې د امريکايي ليبريايي حکومت پای او له دوه لسيزو څخه د زياتې سياسي بې ثباتۍ پيل په نښه کړ. د خلکو د پېر شورا له لورې د پينځه کالونو پوځي او د ليبريا د ملي ديموکراتيک ګوند له لورې پينځه کالونه ملکي حکومتونه د ليبريا له لومړۍ او دويمې کورنۍ جګړو څخه مخکې وو. يادې جګړې د ليبريا اقتصاد تر ٪۹۰ پورې د ټيټېدلو تر څنګ د ۲۵۰۰۰۰ تنو نږدې ٪۸ نفوس د مړينې او د نورو زياتو د بې ځايه کېدنې لامل شوې. په ۲۰۰۳ کال کې د سولې يو تړون په ۲۰۰۵ کې ديموکراتيکو ټاکنو ته لاره هواره کړه، چې په کې ولسمشره وټاکله شوه او په دې سره يې په لويه وچه کې د لومړنۍ ښځينه ولسمشرې تاريخ جوړ کړ. ملي جوړښت زېربنا او بنسټيز ټولنيز خدمتونه د شخړو او همدارنګه د ۲۰۱۶-۲۰۱۳ کالونو د ايبولا د خپرېدنې له امله سخت اغېزمن شول، چې تر ۲۰۱۵ پورې د هېواد ٪۸۳ وګړو د نړېوال فقر تر کرښې لاندې ژوند کاوه. تاريخچه بومي وګړي په لويديځه افريقا کې د اولډووان لرغونې تېږي دورې د لاسي صنعتونو شتون د مايکل اوميليوا له لورې تاييد شوی دی، چې د لرغونو انسانانو شتون ثابتوي. د تېږې لرغونې دورې د بې نېټې دورې لاسي صنعتونه په ټوله لويديځه افريقا کې په ښه ډول لاسوند مستند شوي دي. د تيږې د منځنۍ دورې د نېټې معلومونې د ثبت راڅرګندېدل څرګندوي، چې لږ تر لږه د منځنۍ پليسټوسين ۱۲۶-۷۸۰ زره کالونه زرګونه کاله پخوا راهيسې د لويديځي افريقا په شمالي، پرانيستو ساحلي حوزو او هغو سيمو کې د هستې او پتري ټيکنالوژي شته دی، چې دوی د لويديځ افريقا په شمالي او سويلي دواړو سيمو کې د پليسټوسين يا هولوسين تر وروستنۍ پولې ۱۲ زره کالونو پورې پرې ټينګار وکړ. دا حالت دوی په افريقا کې د بل هر ځای په پرتله، د منځنۍ تيږې دورې د دې ډول ټيکنالوژۍ ځوانه بېلګه جوړوي. په ځنګلونو کې د شتون يوه پرانيستې پوښتنه پاتې کېږي، که څه هم ښايي ټيکنالوژيکي توپيرونه د ژوند چاپيريال په بېلابېلو سيمو پورې اړه ولري. د تيږې وروستۍ دورې وګړي د کوچنيو او سترو ډبرينو دودونو په ګډون د پام وړ ټيکنالوژيکي توپير ثابتوي. ثبت ښيي چې په لويديځه افريقا کې د تيږې وروستۍ دورې د سيراميک يا کلالۍ او اسيراميک ټولنې په تاريخي ډول يو بل رانغاړي او له ساحل څخه د شمال پر لور د مايکرولايتيک يا د کوچنۍ ډبرې د صنعتونو بدليدونکي تراکمونه په جغرافيوي ډول جوړ شوي دي. دا بڼې کېدای شي ټولنيزې شبکې يا د ژوند چاپيريال له بدلون سره د يو ځای شوې کلتوري خپرېدنې يو څه بڼه وړاندې کړي. له کلالۍ سره يو ځای د مايکرولايتيک يا د کوچنۍ ډبرې صنعتونه د ژوو يا ځنګي خواړو څخه د ګټې اخيستنې د يوې روښانه سختۍ په ملتيا د منځنۍ هولوسين - دورې له لورې عام شول. دا ټولنې د له ۳،۵ څخه تر ۴ زره کالونو تر منځ په پرله پسې ډول د خواړو توليدونکو ټولنو ته بدلې شوې. يادې ټولنې ښايي د شمال له کرنيزو او کليوالو وګړو سره د اړيکې له لارې ځکه بدلې شوې وي، چې چاپيريال ورته خورا شاړ يا وچ شو. که څه هم ښکاري راټولېدونکي تر ډېره وروسته مودې پورې د لويديځې افريقا په يو څه ځنګلي برخو کې ژوندي پاتې شوي دي، چې په ياده سيمه کې د ايکولوژيکي پولو پياوړتيا ثابتوي. د پراختيا د مرچک ساحل کې چې د غلې ساحل په نوم هم پېژندل کېږي، لږ تر لږه ۱۲ پېړۍ کې د افريقا اصلي وګړي استوګن شول. د ژبې ويونکي وګړي له سوډان څخه د لويديځ پر لور وغځېدل، چې زياتې کوچنۍ توکمي ډلې يې سوېل لور ته د اتلانتيک سمندر پر لور اړ کړل. د او په سيمه کې د لرغونو مستندو وګړو ځيني توکمونه يا خلک وو. د يادو ډلو نفوذ په ۱۳۷۵ کې د سويلي سوډان د مالي سترواکۍ او په ۱۵۹۱ کې د سترواکۍ په شاتګ يا زوال په واسطه يو ځای شوی و. دا چې د هېواد کورني مذهب د دښتې له منځه وړنه وزغمله، اوسېدونکي يو څه لوند ساحل ته لاړل. دې نويو اوسېدونکو د پنبې د څرخولو، د ټوکر اوبدلو، د اوسپنې ويلي کولو، وريجې او د کښت په ګډون له مالي او سونغای سترواکيو څخه ټولنيز او سياسي بنسټونه له ځان سره راوړل. لږه موده وروسته له هغې چې سيمه فتحه کړه، د پخوانۍ مالي سترواکۍ د توکم وګړي د سيمې ته کډوال شول. د توکم د توکم د نفوذ مخالفت وکړ، چې د د زيات نفوذ د مخنيوي په موخه يې له توکم سره يو اتحاد رامنځته کړ. ایداري وېش لیبریا هیواد په ټوله کې په ۱۵ ایداري برخو ویشل شوې. بومی بونګ ګراند باسا - ګراند کیپ مونت ګراند ګده - راند کرو - لوفا مارګیبی مریلنډ مونتسرادو نیمبا ریور سس سینویه تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه لایبېریا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%DB%8C%D8%A8%DB%8C%D8%A7 | لیبیا | ليبيا رسمي نوم يې د ليبيا دولت دولة ليبيا د شمالي افريقا په مغرب سيمه کې پروت هېوادی، چې شمال لور ته يې د مديترانې سمندر، ختيځ ته يې مصر، سويل ختيځ ته يې سوډان، سويل ته يې چاد، سويل لويديځ ته يې نيجر، لويديځ ته يې الجزاير، شمال لويديځ ته يې تونس پراته دي، له مالټا او ترکيې سره سمندري پوله لري. دا خپلواک هېواد له درې تاريخي سيمو جوړ شوی دی: طرابلس، فزان او برقة. د ۷۰۰۰۰۰ ميل مربع یو اعشاريه اته ميليونه کيلو متره سیمې په لرلو سره، ليبيا په افريقا کې څلورم ستر هېوا دی، له الجزاير وروسته په عربي نړۍ او عرب اتحاديې کې څلورم ستر هېواد او په نړۍ کې شپاړسم ستر هېواد دی. ليبيا په ټوله نړۍ کې په لسمه شمېره د تیلو ثابتې زېرمې لري. ددغه هېواد، ستر ښار او پلازمېنه طرابلس دی، دا ښار د ليبيا په لويديځ کې موقعيت لري، د ليبيا د اووه ميليونه خلکو له ډلې، له درې ميليونو نه زيات يې په دې ښار کې ژوند کوي. په ليبيا کې بربريان د ژېړو له پړاو نه ژوند کوي، دوی د ا و د کلتورونو زوزات دی. په لرغوني پړاو کې فنیقيانو د ليبيا په لويديځ کې ښاري دولتونه او سوداګريز مرکزونه جوړ کړل، په داسې حال کې چې په ډېرو وروستيو وختونو کې عثمانيانو د ليبيا شمالي ساحلي ليکې په خپل واک کې لرلې. مخکې تر دې چې دا ټوله سيمه د عثماني طرابلس برخه شي، د ليبيا پر يو شمېر سيمو په بېلا بېلو وختونو کې د کارتاژنيانو، پارسيانو، مصريانو او مقدونيانو له خوا حکومت شوی. ليبيا د مسيحيت لومړی مرکز و. د لويديځې رومي سترواکۍ تر ړنګېدو وروسته، تر اوومې پېړۍ پورې، کله چې يرغلونو دې سيمې ته اسلام راوړ، ليبيا تر ډېره بريده د ونډاليانو له خوا نيول شوې وه. په شپاړسمه پېړۍ کې هسپانوي سترواکۍ او سينټ جان طرابلس ونيو، تر دې چې په ۱۵۵۱ز کال کې عثماني واکمني پيل شوه. ليبيا د اتلسمې او نولسمې پېړۍ په بربري جګړو کې ښکېل هېواد و. په دې سيمه کې عثماني واکمنۍ تر هغه وخته دوام پيدا کړ، تر څو د ايټاليې او ترکانو جګړه پيل شوه، چې په پايله کې يې ايټاليې ليبيا ونيوله او دوه مستعمرې يې رامنځ ته کړې، ايټالوي طرابلس او ايټالوي سرنايکا ۱۹۱۱-۱۹۳۴ز، وروسته همدا سيمې، بيا د متحدې ايټالوي ليبيا د مستعمرې په توګه راڅرګندې شوې ۱۹۳۴-۱۹۴۷ز. د دويمې نړيوالې جګړې په اوږدو کې، ليبيا د شمالي افريقا په جګړو کې د جنګ ډګر و. له دې وروسته ايټالوي حضور کم شو. په ۱۹۵۱ز کال کې ليبيا د پاچهي نظام په توګه خپلواکي تر لاسه کړه. د معمرالقذافي په مشرۍ يو ائتلاف په ۱۹۶۹ز کال کې يوه سپينه کودتا تر سره کړه، پاچا ادريس لومړی يې له واکه لرې کړ او جمهوريت یې رامنځ ته کړ. ناقدينو قذافي ته د ديکتاتور په سترګه کتل، نوموړي په داسې حال کې چې د شاهي کورنۍ غړی نه و، بيا يې هم په نړيواله کچه تر ټولو زياته واکمني وکړه، د دوه څلوېښتو کلونو لپاره واکمن و. هغه په ۲۰۱۱ز کال کې د ليبيا د کورنۍ جګړې پر مهال له واکه وغورځول شو او ووژل شو او د ليبیا واک عمومي ملي کانګرس ته ولېږدول شو. په ۲۰۱۴ز کال کې، دوو سيالو مقاماتو، د ليبيا د واکمنۍ ادعا وکړه، هېواد يې بې ثباته کړ او دویمه کورنۍ جګړه رامنځ ته شوه، ليبيا د دوو دولتونو تر منځ ووېشل شوه، چې يو يې طبرق او بل يې په طرابلس کې مېشت دی، خو په ورته وخت کې ګڼې قومي او اسلامي ملېشې هم شته. په جګړه کې ښکېلو دوو اړخونو، د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر په دروېشتمه نېټه د دایمي جنګ بندۍ تړون لاسلیک کړ او یو ائتلافي حکومت واک په لاس کې واخيست. ليبيا د ملګرو ملتونو له ۱۹۵۵ز نه، د بې پری خوځښت، عربي اتحاديې، اسلامي همکاريو سازمان او اوپیک غړی دی. د دې هېواد رسمي دين اسلام دی، د ليبيا شپږ نوي اعشاريه شپږ ميليونه وګړي سني مسلمانان دي. رېښه د ليبيا نوم، په لومړي ځل د دويم رعمسيس په ډبرليک کې څرګند شوی، په هيروغلف ليک د په بڼه ليکل شوی. دا نوم د ختيځې ليبيا د بربريانو، افريقايي خلکو او هغو قبيلو د يووالي عامې شوې پېژندګلو نه اخیستل شوی، چې د سيرنايکا او مارماريکا د اوبو لرونکو سيمو په شا اوخوا کې اوسېدلې. د ۴۰۰۰۰ نارينه وو يو پوځ او د قبايلو یو اتحاد چې د ليبو ستر مشران په نوم پېژندل کېده، مشري يې پاچا ميريايا کوله او په پنځم له زېږد مخکې ۱۲۰۸ کې يې د ميرنيپت فرعون پر ضد جګړه وکړه. دې جګړې ته د هغه د پړاو په پنځم او شپږم کال کې، په لويديځه ډلټا کې په ستر کارنات ډبرليک کې اشاره شوې، په دې جګړه کې ميريايا ماتې خوړلې وه. د ستر کارنات ډبرليک تر مخې، دا پوځي ائتلاف له ميرشميش، لوکا او سمندر د خلکو نه جوړ شوی و، چې د ايکويش، ټيريش، شيکليش او شيرډن په نوم پېژندل کېدل. په ستر کانارک ډبرليک ليکلي:...درېيم پړاو وايي: د ليبيا بدمرغه غورځېدلی مشر، ميريايا د ډيډ زوی، له خپلو قوماندانانو شيردن، شيکلين، ايکويش، لوکا، تريش په ملتيا د تهنو پر هېواد راپرېوت. د خپل هېواد هر غوره جنګيالی او هر غوره سړی يې له ځانه سره اخستي وو. هغه خپله مېرمن او بچيان هم راوړي وو؛ د مرکز مشران او هغه د پيري په ميدانونو کې لويديځې پولې ته ورسېده.د ليبيا اوسنی نوم د يا د نوم اوښتې بڼه ده له يوناني نه چې په بڼه لېکل کېږي، په عمومي توګه د سايرينيکا او مارماريکا سيمې خلک هم په کې رانغښتل کېږي. داسې برېښي چې د يا نوم په کلاسيکه نړۍ کې د شمالي افريقا د سيمې د اصلي اوسېدونکو لپاره کارول کېده. په ۱۹۳۴ز کال کې يو ځل بيا دا نوم له لرغوني يوناني ټکي نه راژوندی او د ايټالوي ليبيا لپاره يې کارول پيل شول. موخه دا وه چې دا اصطلاح د عثماني طرابلس لپاره وکارول شي، هغه ساحلي سيمه چې نن ليبيا بلل کېږي او هغه مهال د عثماني سترواکۍ له خوا له ۱۵۵۱ نه تر ۱۹۱۱ز کال پورې اداره کېده او ايالت طرابلس يې باله، په ۱۹۰۳ز کال کې يو ځل بيا د ايټالوي جغرافيه پوه فډريکو مينوتيلي له لوري د ليبيا نوم کارول پيل شول. ليبيا په ۱۹۵۱ز کال کېد ليبيا متحده پاچهي په نوم خپلواکي تر لاسه کړه المملکة الليبية المتحدة، په ۱۹۶۳ز کال کې يې خپل نوم بدل او د ليبيا سلطنت باندې واړاوه المملکة الليبية. په ۱۹۶۹ز کال کې د معمر القذافي له خوا د يوې عملي کودتا نه وروسته، د هېواد نوم يو ځل بيا بدل او د ليبيا عربي جمهوريت شو عربي: الجمهورية العربية اللبية. له ۱۹۷۷ نه تر ۱۹۸۶ز کال پورې يې رسمي نوم د ليبيا د خلکو سوسيال عرب جمهوريت و الجماهيرية العربية الليبية الشعبية الاشتراکية، همدا نوم له ۱۹۸۶ نه تر ۲۰۱۱ز پورې په د ليبيا د خلکو ستر سوسيال عرب جمهوريت بدل شو الجماهيرية العربية الليبية الشعبية الاشتراکية العظمی. په ۲۰۱۱ز کال کې ملي انتقالي شورا جوړه شوه، دا مهال دې هېواد ته یوازې د ليبيا نوم ورکول کېده. د ۲۰۱۱ز کال د سپتمبر په مياشت کې ملګرو متلونو د ۲۰۱۱ز کال د اګست مياشتې د درېيمې نېټې د ليبيا لنډ مهالی د اساسي قانون اعلاميې په استناد، د ليبيا د دايمي ماوريت د غوښتنې پر بنسټ دا هېواد يوازې د ليبيا په نوم په رسميت وپېژاند. د ۲۰۱۱ز کال د نومبر په مياشت کې - بدلون وموند، تر څو د ليبيا د نوي نوم ښودنه وکړي. په انګليسي کې دا نوم په بڼه لېکل کېږي، خو په فرانسوي ژبه کې بيا په بدلون سره په بڼه لېکل کېږي. د ۲۰۱۷ز کال د دسمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو لپاره د ليبيا دايمي ماموريت، ملګري ملتونه خبر کړل چې د دې هېواد رسمي نوم به، له دې وروسته د ليبيا هېواد وي؛ ليبيا يې يوازې د رسمي لنډ نوم په توګه پاتې شو او دا هېواد اوس هم د الفبا په فهرست کې ترلام لاندې ليکل کېږي. لرغونی تاریخ لیبیا د ۷۴ کال ق.م. څخه تر ۵ پیړۍ پورې د رومان د ولایتونو څخه یو ولایت وو. په ۷ پېړۍ کی لببیا د خلیفې لاس ته ورغله. په ۱۶ پېړی کی ترکی اردو پر لیبیا برید وکړه او د ۱۹۱۱ کال څخه تر ۱۹۴۳ کال بورې لیبیا د ایټالیا مستمره وه. په ۱۹۶۳ کال کی د پوځ تر انقلاب وروسته معمر القذافي د لیبیا ولسمشر شو. د ۱۹۶۹ کال څخه د لیبیا حکومت په آفریقا کی د قیام کوونکی ډلو ملاتړ وکړه. په ۱۹۷۰ کال کی لیبیا پر چاد برید وکړ او شمالی چاد د لیبیا د پوځ لخوا نیول شو. په ۱۹۸۶ کال کی د لیبیا پوځ د فرانسی پوځ لخوا ماته شوه او شمالی چاد خپلواک شو. رومي ليبيا روميانو طرابلس په ۱۰۶ مخزېږدي کې ونيوله . په هغه پېر کې ېې نوم ټريپوليټانيا و . پطليمون دلرغوني يونان وروستنی واکمن و چا چې د سايرنايکه سيمه د يو رسمي تړون په لړ کې روم ته په ۷۴م مخزېږدي کې پرېښوده . نوموړې سيمه د روم يو ولایت په توگه کرېټا سره ونښته. په کال ۶۴م مخزېږدي کې ویل کېږي چې جوليوس سېزار پوځي غونډ ددغې سيمې دنده په غاړه درلوده، او روميانو ځکه وکولای شول چې د ليبيا ټول درې زونونه يوځای کړل . د روميانو د ولایت په توگه ليبيا په هغه پیر کې ډېره هوسا او بډايه وه . همدا رنگه په ۲مې او ۳مې مخزېږدي کې کله چې د لپټس مگنا ښار د کلونو ځلانده مهال يادېږي ، په همدې پیر کې لېبيا د سمسورتيا لوړو پولو ته رسېدلې وه. ایداري وېش جغرافیه اټاليايي کالوني او د دوهمه نړېواله جگړه خپلواکي او د ليبيا باچايي لېبيا د قذافي په ولکه کې سياست باندنۍ اړيکې د لېبيا بېدياوې د آفریقاهیوادونه ليبيا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%B1%D9%87%D8%A7%D9%86%20%D8%A7%D9%84%D8%AF%D9%8A%D9%86%20%D8%B1%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%8A | برهان الدين رباني | برهان الدين رباني دري: برهان الدين ربانی - ۱۹۴۰ - ۲۰ د سېپتمبر، ۲۰۱۱ ز. کال د ۱۹۹۲ - ۱۹۹۶ ز. کال پورې د افغانستان هېوادمشر و. همداراز هغه د سولې د شورا مشر او د جميعت اسلام د گوند مشر او پخوانی جهادي جنگيالی هم پاتې شوی. نوموړی د توکم له پلوه دېگان دی. نوموړی د افغانستان د ژغورنې د جبهه ېې ملي تر نامه لاندې سياسي گوند لارښود هم وه، چې همدا وروستی نومېدلی گوند د بېلابېلو پخوانيو کورنيو جگړو کې ښکېلو ډلگيو يوه سياسي اېتلافي جبهه ده چې په افغانستان کې يې د طالبانو د غورځنگ په وړاندې د جگړې لپاره لاس يو کړی دی. رباني د افغانستان د هېوادمشر په توگه تر هغه مهال پر کابل کې خپل واک چلاوه تر څو چې د طالبانو له غورځنگ سره په ټکر کې او د کابل په نيولو سره د کابل ښار نه تېښتې ته اړ شو. د هغه دولت د ملگرو ملتونو او د گڼ شمېر نورو هېوادونو لخوا يو پېژندل شوی دولت و. مخينه برهان الدين رباني د محمد يوسف ځوی دی چې په ۱۹۴۰ ز.کال کې د افغانستان سهېلي ولايت بدخشان کې زېږېدلی. له ۱۹۹۲ ز څخه تر ۱۹۹۵ ز پورې د افغانستان په کورنيو جگړو کې ښکېل و ، او د ملگرو ملتونو د بشر د حقوقو د څانگې له خوا چې وايي ، ده افغانستان کې ېې توکمپالنې او تبعيض ته لار هواره کړه او د خپل په حکومتي دوره کې ېې پر بې گناه ولسونو هر راز غیر بشري تېري ترسره کړل تورن دی همدارنگه ېې دی د افغانستان د ډېرو لرغونو اثارو پر لوټلو او د بیت المال پر خرڅولو هم د بشر د حقوقو له خوا تورن دی. زده کړې وروسته له دې چې يې خپلې لومړنۍ زده کړې په بدخشان کې پای ته ورسولې نو بيا کابل ته ولاړ او هلته يې د ابو حنيفه په دارالعلوم شرعي کې خپلې زده کړې پرمخ بيولې. وروسته له دې چې نوموړی د همدغه دارلعلوم نه بری وواته نو بيا يې د کابل پوهنتون کې د اسلامي قوانينو او شرعياتو فاکولتې کې لاره وموندله. په کابل پوهنتون کې د څلورو کالونو د مودې وروسته يې په اسلامي زده کړو کې نوم ترلاسه کړ چې ډېر ژر بيا په ۱۹۶۳ ز.کال کې په هماغه پوهنتون کې د استاد په توگه دنده ترسره کوله. د دې لپاره چې خپله اسلامي زده کړه نوره هم پراخه کړي، نو په همدې تکل په ۱۹۶۶ ز. کال کې مصر ته ولاړ او هلته يې په قاهره کې د الازهر په اسلامي پوهنتون کې په زده کړو پيل وکړ او د هماغه پوهنتون نه يې په اسلامي علومو او اسلامي فلسفه کې د ماسټرۍ بری ليک ترلاسه کړ. جميعت اسلامي کله چې برهان الدين رباني په ۱۹۶۸ ز. کال کې بېرته افغانستان ته راستون شو نو بيا يې د جميعت اسلامي افغانستان گوند لپاره په سياسي فعاليتونو پيل وکړ. هغه د پوهنتون په غولي کې د محصيلينو په جذب او منظمولو پيل کړی و. چې د همدغه فعاليت په پايله کې د ۱۹۷۲ ز. کال په گونديزو ټاکنو کې د يوه ۱۵ کسيزه ډلگۍ او د جميعت اسلامي د بنسټگر، غلام محمد نيازي لخوا د جميعت اسلامي د گوند مشر وټاکل شو. کله چې په ۱۹۷۴ ز. کال کې افغان پوليس د کابل پوهنتون ته د ده د نيولو په تکل راغلل نو برهان الدين رباني د خپلو پلويانو لخوا پټ شو او پوليس و نه توانېدل چې هغه ونيسي او په همدې توگه هغه پاکستان ته په تښتېدلو کې بريالی شو. کله چې رباني پېښور ته ورسېده نو هماغلته يې د خپل گوند مرکز تاسيس کړ او له هماغه ځايه يې د جميعت اسلامي د گوند لارښوونه کوله. په پاکستان کې د نورو جهادي گوندونو تر څنگ يې د روسانو او د هغه وخت د حکومت په وړاندې د جهاد اعلان وکړ او بيا د امريکا په وسلو او پېسو او د پاکستان په پوځي او سياسي لارښوونو د روسانو د يرغل په واندې ودرېده. کله چې په ۱۹۹۲ ز. کال کې د ډاکټر نجيب الله دولت د يوې کودتا په ترڅ کې ړنگ شو نو د رباني په مشرۍ د مجاهدينو لومړنۍ ملېشې کابل ته راننوتلې چې بيا تر ډېر مهاله يې د کابل واک په خپل لاس کې نيولی وه. په افغانستان باندې د روسانو د يرغل په وخت د برهان الدين رباني ونډه د يو عرب مؤرخ ليکوال وايي: په کال ۱۹۷۴ کې استاذ رباني د حج په موسم کې د سعودي له پاچا شا فيصل رحمه الله څخه د مرستې غوښتنه وکړه، او هغه ته يې د داود خان د سپينې کودتاه سره واک ته د کمونستانو د رسېدو وېره څرګنده کړه، شاه فيصل په دې خبره اهتمام وکړ، او اهتمام يې داسې څرګند شو چې په کابل کې د سعودي سفارت يو رپورټ خپور کړ چې په هغه کې داود يو مخلص وطنپال شخص معرفي شوی و، او دا چې له اړخه يې واک ته د کمونستانو رسېدل توجيه نلري، او دې سره استاذ رباني ونشو کولی چې د داود خان په ضد له سعودي څخه مادي او معنوي مرستې تر لاسه کړي. محمود المرداوي أفغانستان والاجتياح الروسي، ص . د برهان الدين رباني او غړو ېې روسانو سره پټ تړونونه د افغانستان په طبعي زېرمو د برهان الدين رباني يرغل او بې قانونه ېې پلورل په افغانستان کې د برهان الدين رباني هېوادمشري برهان الدين رباني پرته د ولسي رايو په کال ۱۹۹۲زېږدي کې د هېوادمشرۍ په څوکۍ کېناست. په پام کې وه چې دی به د شپږو مياشتو لپاره د حکومت چارې سمبالوي بيا به ولسواکه رايو ته لار هواروي ، د سعودي عربستان په ملاتړ د اسلام د سپېڅلي دين په زېږنتون کې د برهان الدين رباني او نورو جهادي ډلو لوړه د افغانستان په کورنيو جگړو کې د برهان الدين رباني د ډلې ونډه . . - - - . د نړېوالې بشر حقوق ټولنې لخوا پربرهان الدين رباني او ډلې ېې نيوکې د ملگرو ملتونو د نړېوالو حقوقي څانگو لخوا په ښاغلي رباني باندې د هغه د حکومت په وخت په عامه وگړو باندې د هر ډول تېريو د مخ نه نيولو نيوکه روانه ده او همدا رنگه د ده ډلو په حکومتي واک باندې خپلسري وېش اچولو او په منځ کې د نه جوړجاړي له لامله د خلکو شتمني ويجاړولو ، د خلکو ناروا وژنې او د کابل ښار ټولنيزه ښاري ودانيو د ورانيو تورونه پې لگېدلي دي . د برهان الدين رباني امريکا سره تماس او پر افغانستان د بريد بلنه په ۲۰۰۱م زېږدي کال کې د رباني ډلې جمعيت اسلامي بې قانونه کابل ته ننوتل وروسته د ۲۰۰۱م زېږدي کاله په بشري حقوقو تېری دا وروستي کلونه مړينه برهان الدين رباني د ۲۰۱۱ ز کال د سپتمبر پر ٢٠ مه ، د ٧٠ کلو په عمر ، مازدیگر ناوخته د کابل په زړه وزير اکبرخان مېنه کې په خپل کور کې په يوه ځانمرگي بريد کې ووژل شو. اخځونه دا هم وگورۍ باندنۍ تړنې د افغانستان هېوادمشران برهان الدين رباني برهان الدين رباني برهان الدين رباني افغان جنگسالاران هېوادمشر د شمالي ټلوالې غړي |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D9%84%D8%B3%D9%81%D9%87 | فلسفه | فلسفه له یوناني ژبې نه اخیستل شوې: ، فیلوسوفیا، د حکمت مینه د عمومي او بنسټیزو پوښتنو مطالعه ده، لکه هستيموجودیت ، دلیل ، پوهه ، ارزښتونه ، ذهن او ژبه . ډېری مهال دا ډول پوښتو ته ستونزې وايي چې باید مطالعه او حل شي. ځینې سرچینې وايي چې د فلسفې اصطلاح فیثاغورث ۵۷۰-۴۹۵ قبل المیلاد رامنځته کړله، ځینې نور بیا په دې اړه زړه نازړه دي او دلیل راوړي، چې فیثاغورثیانو یوازې له وړاندې موجوده اصطلاح کاروله. په فلسفه کې دغه مېتودونه شامل دي، پوښتنه کول ، انتقادي بحث ، منطقي استدلال او سیستماټیکه پېژندنه . له تاریخي اړخه، فلسفه د پوهې ټولې برخې رانغاړي او په دې برخه کې بوخت کس ته به يې فیلسوف وایه. د لرغوني یوناني فیلسوف ارستو د زمانې نه تر ۱۹مې پېړۍ پورې، طبیعي فلسفې ستورپېژندنه، روغتیاپالنه او فزیک رانغاړل. د بېلګې په توګه: د نیوټن د ۱۶۸۷ز کال د طبیعي فلسفې ریاضیکي اصول وروسته بیا د فزیک د یوه کتاب په توګه ډلبندي شول. په ۱۹مه پېړۍ کې، د عصري څېړنیزو پوهنتونونو وده د دې لامل شوه، چې اکاډمیکه فلسفه او نورې څانګې لامسلکي او لاتخصصي شي. له هغه راوروسته، د څېړنو ګڼې برخې چې په دودیزه توګه د فلسفې برخې وې، په ځانګړو اکاډمیکو څانګو واوښتې ، یعنې ټولنیز علوم، لکه: ارواپوهنه، ټولنپوهنه، ژبپوهنه او اقتصاد. نن ورځ د اکاډمیکې فلسفې سترې فرعي څانګې میتافیزیک، پوهنپوهنه، علم الاخلاق او منطق رانغاړي. میتافیزیک د هستۍ او واقعیت په بنسټیز ماهیت پورې تړاو لري. پوهنپوهنه د پوهې او عقیدې ماهیت څېړي. علم الاخلاق یا اخلاقیات په اخلاقي ارزښتونو پورې تړاو لري. منطق د استنتاج هغه قواعد مطالعه کوي چې د سمو مفروضاتو نه پایلې راوباسي. نور د پام وړ فرعي څانګې يې دا دي: د ساینس فلسفه، سیاسي فلسفه، ښکلاپوهنه، د ژبې فلسفه او د ذهن فلسفه. تعریفونه په پیل کې، دا اصطلاح هر ډول پوهې ته کارول کېده. له دې انده، فلسفې له دین، ریاضي، طبیعي علومو، پوهنې او سیاست سره نږدې اړیکه درلوده. په درېیمه پېړي اړوند د فلسفې د ترټولو زوړ راپاتې تاریخ، د وتلو فیلسوفانو ژوند او نظر کتاب کې دیوژن لېرتیوس د لرغوني یونان د فلسفي څېړنې درې برخې وړاندې کوي: طبیعي فلسفه یعنې فزیک، په یوناني ژبه: ، هغه شیان چې په فزیک طبیعت پورې اړه لري د فزیکي نړۍ د بنسټیز قانون او د تحول د پروسو مطالعه وه. اخلاقي فلسفه یعنې اخلاقیات ، د له لغت نه، چې په شخصیت، خوی، ټولنیز چلند پورې اړه لري د ښېګڼې، سم او ناسم، عدالت او فضیلتسپېڅلتیا مطالعه وه. مېتافزیکي فلسفه یعنې منطق ، د له لغت نه دلیل یا وینا او یا ورپورې اړوند چې د هستۍ، علیت، خدای، منطق، شکلونو او نورو تجریديذهني شیانو مطالعه وه. ، له فزیک وروسته سورسرپال فیلسوف سېکستوس امپیریکوس د منطق پوهانو پر وړاندې په نامه په خپل کتاب کې هغه ګڼې لارې چارې تشرېح کړي دي چې له مخې يې لرغونو یوناني فیلسوفانو فلسفه وېشلې وه او اپلاتون، ارستو، سقراط او رواقیونو په دې درې برخې وېش خوښه راغلې وه. شکاک اکاډمیک فیلسوف سیسرو هم دغه درې برخې وېش منلی و. دا وېش له کاره نه دی لوېدلی ، بلکې بدل شوی دی: طبیعي فلسفه په بېلابېلو طبیعي علومو وېشل شوې ده، په ځانګړې توګه فزیک، ستورپېژندنه، کیمیا، بیولوژي او کوزمولوژيکیهان شناسی، اخلاقي فلسفې ټولنیزعلوم رامنځته کړل او لاهم د ارزښت نظریه په کې شامله ده لکه: اخلاق، ښکلاپېژندنه، سیاسي فلسفه او نور او میتافزیکي فلسفې خپل ځای شکلي علومو ته پرېښود، لکه منطق، ریاضیات او د علم فلسفه، خو بیا هم پوهنپوهنه او کوزمولوژي او نور په کې شاملېږي. د بېلګې په توګه: د نیوټن د ۱۶۸۷ز کال د طبیعي فلسفې ریاضیکي اصول چې وروسته بیا د فزیک د یوه کتاب په توګه ډلبندي شول، د طبیعي فلسفې اصطلاح د هماغې زمانې په مفهوم کارولې ده او د ستورپېژندنې، طب او فزیک په څېر څانګې یې رانغاړلې دي چې، وروسته بیا په ساینس پورې وتړل شوې. تاریخي عمومي کتنه په یوه ټولیز مفهوم کې، فلسفه له حکمت، فکري کلتور او د پوهې لپاره لټون سره تړاو لري. په دې مفهوم کې، ټول کلتورونه او لوستې ټولنې فلسفي پوښتنې پوښتي، لکه: څرنګه ژوند وکړو؟ او د حقیقت ماهیت څه شی دی؟ وروسته بیا د فلسفې یو پراخ او ناپېیلی مفهوم د حقیقت، اخلاقو او په ټولو نړیوالو تمدنونو کې د ژوند په څېر موضوعګانو په اړه مستدلې پوښتنې او پلټنې مومي. لویدیځه فلسفه د ارستو مجسمه ۲۸۴-۳۲۲ قبل المیلاد، د لرغوني یوناني فلسفې یوه ستره څېره، د ارستو پارک، ستاګیرا لویدیځه فلسفه د لویدیځې نړۍ فلسفي دوددستور دی او تاریخ یې له سقراط نه وړاندې هغو متفکرینو ته ورګرځي چې د میلاد نه وړاندې په شپږمه پېړۍ کې په یونان کې فعال و، لکه: تالس ۶۲۴-۵۴۵ قبل المیلاد او فیثاغورث ۵۷۰-۴۹۵ قبل المیلاد چې له حکمت سره پر مینه یوناني: کار کاوه او د طبیعت شاګردانو اصطلاح هم ورته کارول کېده. لویدیځه فلسفه په درېیو دورو وېشلای شو: لرغونې یوناني-رومی د منځنیو پېړیو فلسفه د عیسوي اروپا فکر عصري فلسفه په ۱۷مه پېړۍ کې پیل کېږي لرغونې دوره په داسې حال کې چې د لرغونې دورې نه زموږ پوهه له میلاد نه وړاندې په شپږمه پېړۍ کې له تالس نه پیل کېږي، بیا هم د هغو فیلسوفانو په اړه چې له سقراط نه مخکې تېر شوي وو، لږمعلومات لرو چې معمولاً يې له سقراط نه وړاندې فیلسوفان بولي. په لرغونې دوره کې یوناني فلسفي مکتبونو نفوذ درلود. د سقراط د لارښوونو نه اغېزمن تر ټولو وتلي مکتبونه: اپلاتون چې د اپلاتون اکاډمي يې جوړه کوړه او د هغه شاګرد ارستو وو. نور هغه لرغوني فلسفي دودونه چې سقراط پرې اغېزه درلوده، دا دي: کلبي فلسفه ، د شهوت پالنې فلسفه ، رواقي پالنې فلسفه او د اکاډمیکې شک پالنې فلسفه . د سقراط هم-عصر دماکریتوس هم پر دوو دودونو اغېز درلود: نپوهېږم پالنه او اپیکورپالنه . د هغه مهمې موضوعګانې چې د یونانیانو له خوا کار پرې کېده، دا ډول وې: میتافزیک له سیالو نظریو سره، لکه: اټومیزم او مونیزم ، کوزمولوژي، د ښه ژوند ماهیت ایوډامونیا ، د علم امکان او د دلیل ماهیت . د منځنیو پېړیو دوره د منځنیو پېړیو فلسفه ۵مې-۱۶مې پېړۍ د لویدیځې رومي سترواکۍ له راپرځېدو نه وروسته دوره ده، چې د عیسویت لوړتیا سیوری پرې غوړلی و او له دې امله، د یهودي-عیسوي الهیاتو نظري موضوعګانې منعکسوي او د یوناني-رومي فکر دوام خوندي ساتي. په دې دوره کې د خدای پر شتون او ماهیت، د باور او استدلال پر ماهیت، میتافزیک، د بدۍ پر مسئله بحث روان و. د منځنیو پېړیو ځینې نوموتي مفکرین دا دي: سېنټ اګوسټین، توماس آکویناس، بویتیوس، آنسلېم او راجر بېکان. دې مفکرینو فلسفه، د الهیاتو مرستندویه بلله او له همدې امله دوی په دې لټه کې وو، چې فلسفه د سپېڅلي کتاب له تفسیر سره تنظیم کړي. دا دوره د مکتب پالنې د رامنځته کېدو شاهده وه. مکتب پالنه د متن انتقادي مېتود و چې د منځنیو پېړیو په پوهنتونونو کې د کلیدي متنونو د دقیقې مطالعې او مباحثې پر بنسټ رامنځته شو. د رنسانس په دوره کې، پر کلاسلیک یوناني-رومي فکر او سختې انسان پالنې تمرکز ډېر شو. عصري دوره د اغېزناک عصري فیلسوف اېمانوېل کانت انځور په آبي کورتۍ کې له ملګرو سره. نورې څېرې دا دي: کریسټین جېکب کراوس، جوهان جورج همان، تیودور ګوتلیب وان هیپل او کارل ګاتفرید هېګن. د فلسفې تاريخ په دودیزه توگه لویدیځه فلسفه په دری برخو وېشل شوې ده: لرغونې فلسفه، منڅني پېر فلسفه او نوې فلسفه. ختیځه فلسفه له تاریخي اړخه له لودیځې هغې خپلواکه وه. ځینې فیلسوفان په دې آند دي چې انساني تمدن یو نوي له نوي ور اخوا دور ته ورتېر شوی. نور وایي چې د نوی فلسفی او اوسمهالې فلسفې ترمنځ څرگندوالې شته. مگر ددې توپیر د محتوی په اړه یو سر اختلاف هم شته. هندي فلسفه لرغونې هندي فلسفه د لرغونې هندي فلسفي نظريات په ټوله نړۍ كې منل شوي نظرياتو څخه شمېرل كېږي. د هندي فلسفې زياتره نظريات د هغه په ديني ډلو پورې تړلي دي. د هند پېژندونكو له څېړنو څخه دا خبره جوتېږي، چې په مخزېږيزو پېړيو ې د هندي اديانواو مذدهبونو له گروهو څخه هندي فلسفه منځته راغلې. او په همدې پېړيو كې د هند ديني گروهې له فلسفي افكارو سره گډې شوې دي. دا نظريات په پېړيو پېړيو له يوې خولې وبلې خولې ته ورلېږدېدلي دي، او له ډېرې مودې پس د هند په ديني كتآبونو كې خوندي شوې دي. د لرغوني هند فلسفه په پخوا وخت كې دويمه درجه درلوده. په لومړي سر كې د يونان راتله. چېنايانو لدې فلسفې څخه په متاثره كېدو دا هېواد د حكمت هېواد په نامه يادكړې. هندي فلسفه له يو اړخه هر څيز څښتن گڼي، او له بل اړخه هرڅيز په څښتن كې ويني، نو پدې ډول د هند فلسفه د نړۍ او طبيعت په پېژندلو كې له اېډياليزم او ماټريالېزم ماده پرستۍ څخه سرچينه اخلي. كې د زياتره هندوانو په وړاندې طبيعي نړۍ نه دا چې د ژوند، اروا او عقل د مسئلو په اوارولو د ستونزو راولاړوې كړي، بلكه په خپلو صوري مظاهرو سره دوكه وركوونكي او له رښتياوو سره په ټكر كې دي. هندي فلسفه دا ده چې غم له كومو وجوهو منځته راځي، د بې وسۍ او مجبورۍ سبب څه دى، ايا ځآن هم كوم مادي شې څيز دى يا نه، د ژوند بريدونه او بندويزونه تركوم حده پورې دي، مرگ ولې راځي، او لدې څخه څرنگه ځآن ژغولې شو، د ځيزونو شيانو اصل حقيقت څه دى؟ لنډه دا چې ټوله هندي فلسفه له همداسې پوښتنو گروېږنو څخه ډگه ده. هندي مفكرين پدې خبره قائل ول، چې ژغورنې نجات لپاره يواځې پوهه بسيا نه كوي، بلكه لدې سره سره د عمل شتون هم اړين دى. هندي فلسفه په حقيقت كې د هند د نيمې وچې د دينونو او مذهبي ډلو دويم نوم دى، چې له بتپالنې څخه پېل كېږي، او په يووالي ته رارسېږي. هو دا بېله خبره ده چې ځينې خلك څښتن مني او ځينې يې په هستۍ گروهه لري، څوك يې انكاري دى، نو څوك يې منونكې، لنډه دا چې هندي فلسفه يوه بېكاره فكر څخه نيولې تر لوړو افكارو پورې لرونكې فلسفه ده. د هندي فلسفي افكارو او گروهو وېش علامه محمد نادر ايوبي كندهارې د عمومي فلسفې په اړه خپل ليكلي اثر فلسفه كې د هند فلسفي افكار او گروهې د فلسفي وېش له مخې په دوه ډلو وېشلي چې په لاندې ډول يې بيانوي: د لرغوني هندوانو د فلسفي افكارو او عقيدو په ارته ورشو كې فلسفه په لومړي سر كې پر دوو لويو ډلو وېشل كېږي: ۱- ناستيكا او ۲- استيكا ناستيكا: د هندوانو د اوپنېشاد په كتاب كې، چې د شاجهان باچا د زوى محمد دار الشكوه له لورې د سانسكرېتي ژبې څخه وپاړسي ژبې ته ژباړل شوې، د لغت ليك په برخه كې د ناستيكا لغت د كافر، بې دينه او ملحد چې له څښتن تعالى څخه انكار كوي، په مانا راغلې دى. ددې لارې نامتو ښوونځي د بوديزم، جېنيزم او چارواك څخه عبارت دي. ناستيكا چې لغوي مانا يې نشته ده، د هغو فلسفي او مذدهبي نظرياتو څخه عبارت دي، چې د هند لرغوني گروهې، چې پر وېداگانو يانې مذهبي سرودونو ولاړې دي، نه مني او ورڅخه انكار كوي. استيكا: ددې ويي لغويمانا شته ده، استيكا د ناستيكا پرخلافد برهمن دين ټولې گروهې، چې بنست يې په وېداگانو ولاړ دى، او شپړ فلسفي ډلې دارشانا دي، مني. په هندي فلسفه كې يو سپېڅلې نوم چې برهما نومېږي، د فكري بشپړتيا او لوړتيا كې پوره لاس لري، ددې فلسفې له مخې د برهما قوت زموږ د وجود په تل كې كرل شوې، او په هر گړۍ كې د انسان د خدمت لپاره تيارسې وي، خو هغه پدې شرذ چې موږ ورڅخه ځان په بشپړ ډو خبر كړو. او هغه داسې چې لدې درې لورو څخه ځان ورنږدې كړو: د پوهې له لارې د احساساتو له لارې د عمل او كړنې له لارې. هندي مفكرين د وجود پټو اسرارو ته د رسېدو لپاره په يوه بې سره او بې پايه ډكر كې ډېر اوږده واټنونه وهلي. پدې ډگر چې لومړې پل قدم كېږدي، هغه رياضت، د دونيوي مزاياؤ شاته غورځول، د رزيلو ځآنگړتياؤ جرړې ويستل، ترڅو وكولاى شي پدې توگه د تيارو لدې گرداب څخه ځآن وباسي، او د روښنايۍ نړۍ ته ځآن ورسوي. هندي فلسفه د اروا او مادى ترمنځ د يو ډېر لوى توپير خبره كوي، او همدا توپير د هندي فلسفې له مهمو ځانگړتياوو څخه دي، چې په خپل فلفيي فكر كې د اروا لپاره په يوه ځانگړي ځاى قائله ده. هغه ستر توپير چې د اروا او مادې ترمنځ دى، په سانكي فلسفه كې، چې وروسته به بيان شي، په ښه ډول تشرېح شوې. په هندي فلسفه كې انسان يواځينې روحاني وجود دى، چې د خپلې اروا په روزلو سره كولې شي، لدې نړۍ څخه وراخوا ماوراى طبيعت ليدنه وكړي، هغه څوك چې د نړۍ وراخوا څخه ليدنه وكړي، لپاره تېره زمانه، حال او راتلونكې نشته، هغه دې نړۍ ته د تلپاتې شي په سترگه گوري، د هغه لپاره رون او سبا هم شتون نلري. د يوه هندو مومن لپاره دا اړينه ده ترڅو د هندويزم د قانون يو بنسټيز شرط ومن، او هغه په وېداگانو چې هغه د خپل ايمان پېل او پاى وگڼي، گروهه ده. پدې ډول د وېدا څلور كتابونه د دوه شرحو او دوه تفسيرونو سره چې يو يې براهمني او بل يې اوپنېشادونه دي، د هندو دين او فلسفې بنسټيز توكي دي. د عام هندو ارتودوكس فلسفه د ۱۰۰۰ كلونو له ۵۰۰م ز څڅه تر ۵۰۰ز كلونو پورې وخت كې راجوړه شوې، چې بيا ۱۰۰۰ كاله نور پدې ولږېدل، ترڅو دا فلسفي نظريات تصفيه شي، سم او منظم شكل ترلاسه كړي، كه څۀ هم د هند د فلسفي ډلو تداد ډېر زيات دى، مگر خپله هندي مفكرينو دا ډلې په شپږو ښوونځيو كې راټولې كړي دي. پدې ډول ددې ښوونځيو دننه فلسفي سېسټم كې د پينځو نورو ښونځيو سره اختلاف ښكاري. فلسفي ښونځي د اسلامي فلسفې ښونځي د لویدیځې فلسفې ښونځي د ختیځې فلسفې ښونځي دا هم وگوئ مسلمان فیلسوفان لوديځ فیلسوفان افغان فیلسوفان د فيلسوفيانو لړليکونه د مسلمانو فيلسوفانو لړليک معاصر لوېديځ او ختيځ فيلسوفانو لړليک لوېديځ فيلسوفانو لړليک سرچینې گروهه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%DA%A9%D9%85%D8%A7%D9%84 | محمد الله کمال | محمدالله کمال د جنت گل زوی د وردگ ولايت د چک ولسوالی د علی خېلو کلی اوسېدونکی دی. زده کړې لومړنی زده کړې یې د شهيد احدی په لومړني ښوونځي کې او منځني او د لېسې زده کړې یې د حضرت عمر فاروق په لېسه کې په چک ولسوالۍ کې ترسره کړې دي. کمال د ژورنالیزم پوهنځي ته په کال ۱۹۹۷ کې بریالی شو، خو د کورنیو ستونزو له امله ونه توانیده چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. چاپ شوي آثار د خيالونو جزيره شعري ټولگه باندنۍ تړنې د کمال نوي شعرونه او نظمونه په وېبلاگ کې کتلی شی. پښتانه شاعران |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D9%8A%D9%88%D9%86%D8%B3%20%D8%AE%D8%A7%D9%84%D8%B5 | محمد يونس خالص | مولوي محمد يونس خالص ۱۲۲۸ ل. ۱۹۱۹ ز. - اکتوبر، ۲۰۰۳ ز. د ننگرهار ولايت د خوگياڼيو ولسوالۍ د گندمک د کلي قاضيانوکلا زيږيدلى. مولوي صېب په افغانستان کې يوه پېژندل شوې ټولنيزه، سياسي او مذهبي څېره ده، چې ظاهرشاي پير څخه يې په خپلو ولس راويښوونكو حماسي شعرونو په وسيله د هغو نادودو او نارواو خلاف افغان ولس راويښولو كوښښ وكړ، چې تش په نامه ډېموكراسۍ په دودولو يې د اسلام او مسلمان په بدنامولو پسې مټې رابډ وهې وى. د روسانو د يرغل وروسته يې په عملي توگه جهادي غورځنگ کې خپله پرېكنده ونډه واخيسته، او د افغانستان اسلامي حزب په نامه غورځنگ بنسټ يې كېښود او تر مړينې پورې يې د هر ښكېلاكي ځواك پر خلاف ددې غورځنگ مشري پر غاړه وه. زده کړې ښاغلی خالص خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل ماما عبدالرازق او نورو علماؤ څخه وکړې او بيا د نورو ديني کتابونو د لوستلو لپاره چې د ده مور او پلار يې ډير هيله مند و سرحدي سيمو ته ولېږو.د ځينو علماؤ څخه يې يو شمېر کتابونه ولوستل او بيا له هغه ځايه د خپل مشر ورور مرحوم مولوي محمد يوسف سره د درس لپاره د ديوبند مشهورې مدرسې ته لاړ خو هلته په رسېدو ورته معلومه شوه چې د همدې مدرسې څخه يو نوي فارغ شوي مشهور ديني عالم مولوي عبدالحق رحمة الله عليه د سرحد په اکوړه خټک کې مدرسه جوړه کړې نو دوى بېرته راستانه او د اکوړه خټک په حقانيه مدرسه کې يې په درس پېل وکړ. د څه وخت لپاره يې هلته او د سرحد په نورو ځايونو کې درسونه وويل او د علم د فضيلت او وياړ څخه ډکه او قدرمنه پټگۍ يې وتړله. او لدې امله چې هغه دېر ذهين ؤ د کتابونو د لوستلو سره سره قرآنکريم حفظ کړ. دندې مولوي خالص د هـ، ش په لسيزه کې بېرته هېواد ته ستون شو څه وخت يې ديني طالبانو ته تدريس وکړ او بيا د عدليې د وزارت لخوا کابل کې د دارالقضاة په مدرسه کې د استاد په توگه وگومارل شو، څه موده وروسته بيا د مطبوعاتو په رياست کې د تربيۀ افکار په عمومي مديريت کې يې د مامور په حيث او بيا وروسته تر څو کلونو پورې د پيام حق مجلې د مسئول مدير په توگه کار وکړ چې په همدې مهال څو کاله د راديو کابل سهارنى پروگرام د همده لخوا د قرآنکريم په تلاوت او تفسير سره پيل کېدلو. مولوي محمد يونس خالص په همدغه لسيزه کې په خوست کې د وړانگې ورځپاڼې د مسئٍول مدير په توگه هم دنده ترسره کړې ده او همدلته د پښتورگو په تکليف اخته او د تقاعد غوښتنه يې وکړه . د هـ ش لسيزې په پېل کې يې د کابل په عربي دارالعلوم کې د استاد په توگه تدريس پيل کړ او څه موده وروسته د ننگرهار د ملکيارهوتک په متوسطه کې د استاد په توگه توظيف شو چې لدې څخه وروسته په حصارک غلجائي او بيا د خوگياڼيو ولسوالۍ مربوط د هاشم خيلو په ابتدائيه ښوونځي کې د ښوونکي په توگه مقرر شو. مولوي خالص په هـ ش کال کې دا دنده پريښودله او په همدې کال کې يې د لومړي ځل لپاره د بيت الله شريف د حج فريضه اداء کړه . مولوي خالص د هـ ش لسيزې د لومړنيو کلونو په پېل کې په کابل کې د بيهقي نشراتي اداره کې دنده په غاړه واخيستله چې څه موده وروسته يې کار پرېښود او پخپلوکورنيو چارو بوخت شو. په هـ ش کال کې د ده مشر ځوي مولوي محمد نسيم عابد چې د مزار شريف د اسديې په مدرسه کې استاد و د داود خان د حکومت لخوا ونيول شو هغه بيا زندان کې په شهادت ورسول شو. سياسي ډگر مولوي خالص په هـ ش کال کې لدې امله چې مشهور کمونستان د سردار محمد داؤد په اداره کې په لوړو چوکيو بوخت او نفوذ يې ورځ په ورځ زياتېدلو سرحدي سيمو ته په هجرت کولو اړ شو. هغه چې د پخواني بادشاه محمدظاهر شاه له وخته د بې دينۍ پرضد مبارزه پېل کړې وه د هجرت څخه وروسته يې په کال هـ ش ميلادي کـې د کـمونستانو د منځته راتگ څخه سمدستي وروسته د افغانستان د اسلامي حزب په نوم گوند اعلان کړ او د چنگاښ په مياشت کې د عملي جهاد د پيل لپاره ننگرهار ته لاړ . دې گوند د کمونستانو او روسانو پر ضد جهاد کې خورا فعاله ونډه واخيسته چې په کال هـ ش ميلادي کې مولوي خالص پخپله ننگرهار کې د توره بوړه مشهور جهادي مرکز تاسيس کړ . د مولوي محمد يونس خالص پلار ملا عبدالاکبر د انگريزانو پر ضد جهاد کې برخه اخيستې وه او مولوي خالص د هـ ش کال د سرطان له مياشتې څخه د نجيب الله د رژيم ترسقوط پورې پخپله جهاد کې برخه اخيستله . هغه د جهاد په اوو رهبرانو کې يواځنى جهادي مشر و چې پخپله به جهاد ته تللو او هلته به يې هر څه پخپله رهبري کول. مولوي خالص پخپل منځي جگړو کې هيڅ وخت هم برخه نده اخيستې او هم يې د کمونستانو او روسانو په گډون د يو لادين قوت سره هم سازش ندى کړى . مولوي محمد يونس خالص د پښتو ژبې خورا ښه وتلى شاعر او ليکوال ؤ د هغه شعر ډيرې ځانگړتياوې درلودې چې د بډه ، پوچ کارتوس، گوته په غاښ او ماراو لړم شعرونو يې خورا زيات شهرت موندلى ؤ . ليکوالي هغه يو شمېر کتابونه په پښتو او عربي ژبو ليکلي او هم يې له عربي ژبې څخه ژباړلي دي چې د هغو د جملې څخه: ديني ملغلرې اسلامي روح اسلام او انساني تمدن خوږه ترخه شعر سپينه توره شعر ژوندي اشعارشعرونه دامونه او دانېشعرونه تور زړو ته يمه توره او سپين زړو ته يمه سپينهشعرونه باغي څوک دى؟ عقل، تقليد او دنيوي گټې وټې د اسلامي عالم نن او پرون ناوړه دودونه د عربۍ څخه ژباړه شرح العقيدة الطحاوية ژباړهپښتو شرح العقيدة الطحاوية تاليفعربي المفاتيحمفتاح الصرفلومړۍ برخهپښتو اسلام د ضعيفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو تر منځژباړه دين او اسلامي تمدنژباړه روح الاجتماع حكمتيار صيب څه وايي؟ د حج لارښوونكى د مسووليت احساس د مصونيت زامن دى ديني گټې وټې حساب رسالې ازموده را ازمودن خطا است ښځه او نر د انساني ټولنې دوه وزرونه دي مولوي خالص په کال ميلادي کې د امريکا په سپېنه ماڼۍ کې د وخت د جمهور رئيس رونالډريگن سره په يوه ليدنه کې هغه ته د اسلام د سپېڅلي دين د منلو بلنه ورکړې وه . هغه همېشه پخپلو فيصلو او موقفونو کې خورا قاطع او خپلواک ؤ او ډېر زيات سياسي بصيرت يې درلوده چې د راتلونکي په هکله به د هغه ډېر اټکلونه ټيک او سم ختل. د مثال په ډول کله چې د ميلادي کال په مارچ کې د ځينيو خيرغوښتونکو د هلو ځلو له امله په اسلام اباد کې د افغانستان د وخت د جمهور رئيس استاد برهان الدين رباني او د جنگي مخالف انجينير گلبدين حکمتيار ترمنځ د روغې جوړې تړون لاسليک شو نو مولوي خالص سمدستي وويل ماته د دې تړون څخه د وينو بوي راځي چې بيا څو ورځې وروسته کابل کې يو ځل بيا سختې نښتې پيل شوې او عملاً ثابته شوه چې په دې هکله د مولوي صاحب اټکل پر ځاى و. مولوي خالص د ميلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پاکستان کې خپله د هجرت موده پاى ته ورسوله او افغانستان ته ستون شو. هغه د ميلادي کال د جولاي په مياشت کې د پښې د هډوکي د ماتېدو له امله پر ځاى پرېوت چې بيا يې وخت په وخت مرضونه زياتېدل. مولوي خالص د ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې په ناڅاپي توگه ننگرهار کې د خپل کور څخه لادرکه او د امريکايانو پرضد يې د جهاد اعلان وکړ . نوموړى د هـ ش کال د چنگاښ په اته ويشتمه ، د جولاى په نولسمه ميلادي کال کې له دنيا څخه سترگي پټې کړې او د هغه د زامنو لخوا په کوم نامعلوم ځاى کې خارو ته سپارل شوى دى . جنت فردوس يې نصيب شه. باندنۍ اړیکې د خالص بابا فرهنگي ټولنې ویب بلاگ جهادي مشران پښتانه شاعران پښتانه ليکوال پښتانه افغانان مولويان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%85%D9%84%D9%8A%D8%AA%20%D9%84%D9%87%20%D9%BE%D9%84%D9%88%D9%87%20%D8%AF%20%D8%AE%D9%84%DA%A9%D9%88%20%D9%84%DA%93%D9%84%D9%8A%DA%A9 | د مليت له پلوه د خلکو لړليک | . . . د مليت له پلوه - .. . افغانان افريقايان البانيان الجزايريان امريکايان آنډوريان آنگولايان آرجنټاينيان ارمنيان آسوريان آسټراليايان اطريشيان آذريان بهاميان بحرينيان بنگله دېشيان باربېډيان بوټسوانيان بلاروسيان بلجميان بېليزيان بېنينيان بوټانيان بولېويانان بوسېنيانان برازېليانان برتانيويان انگرېزان سکاټلنديان وېلزيان د شمالي آيرلنډ خلک برونايان بلغاريان برمايان کمبوډيان کېمرونيان کانادايان د فرانسوي کاناديانو لړليک کېپ ورديان کار ملتيان چاډيان چليان چينايان د هانگ کانگ چينايان مکانيان تايوانيان کولمبيان کوموريان کانگوليان کوسټاريکيان کرواتيان کيوبايان قبرسيان چکيان ډانمارکيان ډومېنيکيان اېرېتېريان اېسټونيان اېتوپيان فنلنډي سويډنيان فيجيان فلپيان فرانسويان - - سويډنيان سويسيان تاجکان تانزانيان د تايي خلک تبتيان توباگويان ټونگايان ټرېنېداديان تونېسيان ترکمنان ترکان تووالويان يوگانديان اوکراينيان يوراگوايان ازبکان وېنزوېليان وېتناميان يمنيان زېمبيان زېمبابويان د قوميت له پلوه .. . . ابوريجنيان افريقايان - عربان بنگاليان بربريان چيچنيان انگرېزان - ساردينيان تاميليان تاتاريان د ځای له پلوه .. . افريقايان اروپايان آسيايان سوېل ختيځ آسيايان د اروپايي ټولنې د دولتونو له مخې د افريقايي ټولنې د دولتونو له مخې لاطين امريکايان سوېلي امريکايان سهېلي امريکايان د ژبې له پلوه .. . د اېسپېرانتو ژبې وييونکي دا هم وگورۍ د هېوادونو لړليک |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%8A%D8%AA%D9%88%D8%A7%D9%86%D9%8A%D8%A7 | ليتوانيا | لتوانيا لیتوانيایي رسمي چارو کې د لتوانيا جمهوريت یادیږي، په لیتوانيایي رسمي نوم وايي. دا هېواد په سهېلي اروپا کې پروت دی. او په بالټيک هېوادونو کې د ارتوالي له مخه تر ټولو لوی هېواد دی چې بالتیک سمندر ته څېرمه پروت دی، دا هېواد په سهېل کې د لاتویا سره ، د بېلاروس سره په سوېل-ختيځ کې، د پولېنډ سره په سوېل کې او د روسيه سره چې د کالینینګراد ولایت يې يوه څانګه ده په سوېل-لوېدځه لوري خپلې ګډې پولې لري. د لیتوانیا هېواد د ۲۰۰۴ کال د می د مياشتې راپدېخوا د اروپایي ټولنه ی غړيتوب هم لري. د لیتوانیا پلازمینه د ویلنیوس ښار دی. تصویرونه جغرافیه سیاسي جوړښت اقتصاد تاریخ اداري ویش ویلنیوس کاوناس کلایپدا شاولیای پانه وژیس الیتاس ماریامپوله ماجیکیای یوناوا اوتنا کداینیا تلشای وبساګیناس تاوراګه اوکمرګه شیلوته پلونګه کرتینګا رادویلیشکیس دروسکینینکای پالانګا کلتور يادښتونه لېتوانيا د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%DA%AB%D8%B2%D8%A7%D9%85%D8%A8%D9%88%D8%B1%DA%AB | لوګزامبورګ | لوګزامبورګ --؛ په لوګزامبورګي کې: ؛ په فرانسوي کې: لوکزمبورګ؛ په آلماني کې: لوکزمبرګ، په رسمي توګه د لوګزامبورګ لویه دوچي، د لوېدیځې اروپا په وچه کې بند هېواد دی. دا هېواد له لوېدیځ او شمال څخه له بلجیم، له ختیځ څخه له آلمان او له سوېل څخه له فرانسې سره ګاونډی دی. پلازمېنه او ترټولو لوی ښار یې، لوګزامبوګرګ، له بروکسل، فرانکفورټ او سټراسبورګ سره یوځای د اروپایي ټولنې یو له څلورو رسمي پلازمېنو څخه دی او په هغه کې د اروپایي ټولنې ګڼ شمېر اژانسونو مرکزونه، په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې د عدالت محکمه، چې ترټولو لویه قضایي اداره ده، شتون لري. د لوګزامبورګ کلتور، خلک او ژبه په شدت سره د هغه د فرانسوي او آلماني ګاونډیانو سره تړلې دي. په داسې حال کې چې لوګزامبورګي ژبه له قانوني اړخه د لوګزامبورګ د خلکو یوازنۍ ژبه ده، فرانسوي او آلماني ژبه هم په اداري او قضایي چارو کې کارول کېږي او درې واړه د هېواد اداري ژبو په توګه حسابېږي. لوګزامبورګ له ۲۵۸۶ کیلومټر مربع ۹۹۸ مایل مربع مساحت سره د اروپا یو له کوچنیو خپلواکو هېوادونو څخه دی. په ۲۰۲۲م کال کې، د هغه نفوس ۶۴۵۳۹۷ کسه وو چې هغه په اروپا کې په یو کم نفوسه هېواد بدلوي، البته د نفوسو له چټکې ودې سره؛ بهرنیان د دې هېواد کابو نیم نفوس جوړوي. لوګزامبورګ یوه استازې ډیموکراسي ده چې د یوه مشروطه پاچا، لوی ډوک هنري، لخوا رهبري کېږي او هغه یې په نړۍ کې په یوازني پاتې خپلواک لوی ډوک بدلوي. دا پرمختللی هېواد له پرمختللي اقتصاد سره په نړۍ کې د ناخالصه کورني تولید له نظره ترټولو مخکې دی. د لوګزامبورګ ښار د پراخو قلعو او تاریخي سیمو استثنایي ساتنې له امله په ۱۹۹۴م کال کې د یونسکو نړیوال میراث په توګه اعلان شو. د لوګزامبورګ تاریخ په ۹۶۳م کال کې پیلېږي، کله چې کنټ زیګفریډ ټرایر ته نږدې یوه ډبرینه قله او په هغه کې د رومیانو د عصر قلعې، چې په لوسیلینبورهوک کوچنۍ قلعه نامتو وې، او د هغه شاوخوا سیمه د سنټ ماکسمین له امپراتورۍ څخه ونیول. د زیګفریډ لمسیانو خپل قلمرو د ودونو، فتحې او تسلط له لارې پراخ کړ. د دیارلسمې پېړۍ په پای کې، د لوګزامبورګ کنټونو د پام وړ پراخې سیمې باندې حکومت وکړ. په ۱۳۰۸م کال کې د لوګزامبورګ کنټ، اووم هنري د رومیانو پاچا او وروسته د سپېڅلي روم امپراتور شو؛ د لوګزامبورګ کور د منځنیو پېړیو په اوږدو کې د سپېڅلي روم څلور امپراتوران تولید کړل. په ۱۳۵۴م کال کې، څلورم چارلز دا ښارګوټی د لوګزامبورګ دوچي ته لوړ کړ. دا دوچي بلاخره د بورګونډي دایرې یوه برخه وګرځېد او وروسته د هالنډ د هابسبورګ له ۱۷ ایالتونو څخه یو شو. د پېړیو په اوږدو کې، د لوګزامبورګ شار او قلعه چې د فرانسې سلطنت او هابسبورګ قلمرو په منځ کې د هغه د موقعیت له امله له لوړ سټراټېژیک ارزښت څخه برخمن وو په تدریج جوړ شو ترڅو په اروپا کې یو له نامتو قلعو څخه وشمېرل شي. لوګزامبورګ د څوارلسم لوئي فرانسې او د ماریا ترزا اتریش پورې له تړل کېدو وروسته، د فرانسې لومړني جمهوریت او ناپلیون امپراتورۍ یوه برخه وګرځېد. د لوګزامبورګ اوسنی ایالت د لومړي ځل لپاره په ۱۸۱۵م کال کې د وین کانګرس کې رامنځته شو. لوی دوچي، له خپلې پیاوړې قلعې سره، د هالنډ د لومړي ویلیام تر شخصي حاکمیت لاندې په یو خپلواک ایالت بدل شو ترڅو له پروسیایي ګارنیزون سره یوځای د فرانسې له برید څخه ساتنه وکړي. په ۱۸۳۹م کال کې، د بلجیم انقلاب ګډوډیو څخه وروسته، د لوګزامبورګ یوازې فرانسوي ژبې برخه بلجیم ته ورکړل شوه او لوګزامبورګي ژبې برخه له آرلرلنډ، د آرلون سیمې شاوخوا پرته د لوګزامبورګ په اوسني ایالت بدل شو. لوګزامبورګ د اروپایي ټولنې، ، ملګرو ملتونو سازمان، ناټو او بنلوکس یو له موسسو غړو څخه دی. دې هېواد د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴م کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې خدمت وکړ. له ۲۰۲۲م کال راهیسې، د لوګزامبورګ ښاریان ۱۸۹ هېوادونو ته پرته له ویزې یا په راتلو سره د ویزې ورکړې له اسانتیاوو برخمن وو او د لوګزامبورګ پاسپورټ له فنلنډ، ایټالیا او اسپانیا سره یوشان د نړۍ دریم ځای خپل کړ. تاریخ له ۹۶۳م میلادي کال مخکې په کوم ځای کې چې اوسنی لوګزامبورګ واقع دی هلته د لومړني مېشت کېدو نښې تاریخ د ډبرې عصر یانې کابو ۳۵۰۰۰ کاله مخکې ته رسېږي. له میلاد څخه مخکې دوهمې پېړۍ راهیسې، سلټیکي قبیلې د راین او میوز سیندونو منځ سیمه کې استوګنې شوې، له همدې کبله په هغه سیمه کې چې اوسنی لوی دوچي جوړوي، هلته مېشت شول. شپږ پېړۍ وروسته، رومیانو سلټیکي قبایلو ته چې په دې سیمه کې په ټولیز ډول مېشت وو، د په توګه ونومول. د لرغونپېژندنې ګڼ شمېر شواهد کشف شوي دي چې په لوګزامبورګ کې د هغوی شتون ثابتوي چې ترټولو نامتو یې د دی. له میلاد څخه ۵۸ تر ۵۱ کلونه مخکې، کله چې جولیوس سزار ګال او د راین تر پولې د آلمان یوه برخه فتحه کړل، رومیانو په دې هېواد برید وکړ، له همدې کبله د اوسني لوګزامبورګ سیمه د ۴۵۰ نورو کلونو لپاره د روم امپراتورۍ یوه برخه شوه او د پاکس رومانا تر حاکمیت لاندې یې په نسبي سوله کې ژوند کاوه. کوم څه چې په ګال کې پېښ شول هغه ته ورته، د لوګزامبورګ سلټانو د رومیانو کلتور، ژبه، اخلاق او د ژوند چلند ومنل او په عملي ډول هغه څه ته بدل شول چې تاریخ پوهانو د ګالو-رومي تمدن په توګه توصیف کړي دي. هغه وخت دورې پورې اړوند شواهدو کې او شامل دي چې د لوګزامبورګ ښار د تاریخ او هنر ملي موزیم کې نندارې ته ایښودل شوي دي. دې سیمې ته له څلورمې پېړۍ وروسته جرمني فرانکانو نفوذ وکړ او په ۴۰۶م میلادي کال کې د روم لخوا پرېښودل شو. هغه سیمه چې لوګزامبورګ نومېږي اوس د فرانکانو د سلطنت یوه برخه ده. سالیاني فرانکان چې په دې سیمه کې مېشت شول ډېری د هغو کسانو په توګه توصیف کېږي چې ننني لوګزامبورګ ته یې آلماني ژبه راوړې ده، ځکه چې ژب پېژندونکي لرغونې فرانکي ژبه چې د هغوی لخوا ویل کېده د فرانکوني موزل ژبې مختګ ګڼي چې وروسته یې د نورو په منځ کې، د لوګزامبورګي ژبې په توګه تکامل موندلی دی. د لوګزامبورګ مسیحي کېدل هم په همدې دوره کې قرار لري او په معمول ډول د اوومې پېړۍ پای ته ورګرځي. په دې زمینه کې ترټولو نامتو شخصیت، ویليبرورډ، یو نورتومبریایي سینټ مبلغ دی چې له نورو راهبانو سره یوځای یې، په ۶۹۸م میلادي کال کې د اچټرناخ کلیسا جوړه کړه. د هغه په ویاړ ده چې د اچترناخ د ګډا مراسم هرکال د درېنۍ سه شنبې په ورځ ترسره کېږي. د څو پېړیو لپاره، دا کلیسا د اروپا شمال کې یو له اغیزناکو کلیساګانو باندې بدله شوه. د ، یو مهم پاتې کوډکس چې په بشپړ ډول د طلا جوهر سره لیکل شوی وو، په یوولسمه پېړۍ کې همدلته تولید شو. د امپراطور سپېڅلی کتاب او د دریم هنري زرین انجیل هم په همدې وخت کې په اکټرناخ کې تولید شول، کله چې د منځني عصر په اوږدو کې د سپېڅلو کتابونو تولید خپل اوج ته رسېدلی وو. سرچينې لوگزامبورگ |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D8%AF%D8%BA%D8%A7%D8%B3%DA%A9%D8%B1 | مادغاسکر | مادغاسکر په هندي سمندر کې پروت یو ټاپووزمه هیواد دی چې پلازمېنه یې د آنتاناناریوو ښار دی. ماداګاسکر -؛ مالاګازي: چې په رسمي ډول د ماداګاسکر جمهوريت مالاګازي: ؛ فرانسوي: دی او پخوا د مالاګازي جمهوريت په توګه پېژندل کېده، چې په هند سمندر کې د موزمبيق کانال له يو اړخ څخه تر بل پورې، د ختيځې افريقا له ساحل څخه نږدې ۴۰۰ کېلومتره ۲۵۰ ميله لرې يو ټاپو هېواد دی. په ۵۹۲۸۰۰ کېلو متر مربع ۲۲۸۹۰۰ ميل مربع پراخوالي په لرلو سره ماداګاسکر له اندونيزيا څخه وروسته د نړۍ دويم تر ټولو پراخ ټاپو هېواد دی. ياد هېواد د ماداګاسکر ټاپو د نړۍ څلورم تر ټولو لوی ټاپو او ګڼو کوچنيو محيطي ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی. د ګونډوانا سترې وچې له ليکلي تاريخ څخه وړاندې ماتې څخه وروسته ماداګاسکر نږدې ۸۸ ميليونه کلونه پخوا د هند له نيمه وچې څخه بېل شو، چې اصلي يا ذاتي نباتاتو او ژوو ته يې په يو څه ګوښه کېدنې يا انزوا کې د ودې کولو اجازه ورکړه. په پای کې ماداګاسکر د ژوند د راز راز والي تنوع مرکز دی، چې نږدې ٪۹۰ وحشي ژوي يې متداول او بومي دي. د ماداګاسکر انساني استوګنه له ميلاد د مخکې لومړۍ زريزې له نيمايي څخه مخکې يا يې پر مهال د وګړو له لورې پېښه شوه، چې له نننۍ اندونيزيا څخه پر لرګينو بېړيو باندې دې سيمې ته راغلل. له ميلاد څخه مخکې نږدې ۹ پېړۍ کې له يادو وګړو سره د کډوال يو ځای شول، چې د ختيځې افريقا استوګن وو او له موزمبيق کانال څخه راتېر شول. نورو ډلو د وخت په تېرېدلو سره پر ماداګاسکر ټاپو باندې استوګنې ته دوام ورکړ، چې هرې ډلې يې د مالاګازي کلتوري ژوند سره اوږدمهاله مرسته کوله. د مالاګازي توکميزه ډله زياتره وخت پر ۱۸ فرعي ډلو باندې وېشل کېږي، چې تر ټولو پراخه يې د مرکزي لوړو سيمو مرينا ډله ده. د ۱۸ پېړۍ تر وروستيو پورې د ماداګاسکر ټاپو د بدلېدونکو ټولنيزو سياسي اتحاديو د ډلبندي شويو جوړښتونو له لورې اداره کېده. د ټاپو د زياتره برخې يو کېدل د ۱۹ پېړۍ په لومړيو کې پيل شول او د اشرافو د يوې لړۍ په واسطه د ماداګاسکر د پاچهۍ په توګه اداره شو. ياده پاچهي په ۱۸۹۷ ز کال کې هغه مهال پای ته ورسېده، چې ټاپو د فرانسې په استعماري سترواکۍ کې جذب شو او په ۱۹۶۰ ز کال کې يې يو ځل بيا ورڅخه خپلواکي تر لاسه کړه. د ماداګاسکر خپلواک دولت د همغه وخت راهيسې د جمهوريتونو په نوم اساسي قانون څلور سترې دورې ازمويلې دي. له ۱۹۹۲ ز کال راهيسې ياد هېواد په انټانانارايو کې له خپلې پلازمېنې څخه د مشروطه ديموکراسۍ په توګه په رسمي ډول اداره شوی دی. که څه هم د ۲۰۰۹ ز کال په يو سياسي کړکېچ کې ولسمشر مارک راوالومانانا له دندنې څخه لاس اخيستنې ته اړ شو او ولسمشريز واک د ۲۰۰۹ ز کال په مارچ کې ته ولېږدول شو. مشروطه حکومتولي د ۲۰۱۴ ز کال په جنوري کې يو ځل بيا هغه مهال ورغول شوه، چې وروسته له هغې ولسمشر ونومول شو، چې د ۲۰۱۳ ز کال ټاکنې د نړيوالې ټولنې له لورې مناسب او رڼې وګڼل شوې. ماداګاسکر د ملګرو ملتونو، افريقايي ټولنې، د سويلي افريقا د پرمختګ ټولنې او د نړيوال سازمان غړی هېواد دی. د ملګرو ملتونو د نظر له مخې: نوموړی هېواد د خورا لږو پرمختللو هېوادونو په ډلې پورې اړه لري. مالاګازي او فرانسوي دواړه ژبې د دولت رسمي ژبې دي. د نفوس يا وګړو ډېره کي د عيسويت، دوديزو عقايدو يا د دواړو د ګډ باور پيروي کوي. په سيمه کې چکر سياهت او کرنه په زده کړو، روغتيا او خصوصي تشبث کې له پراخو پانګه اچونو سره يو ځای د ماداګاسکر د پرمختګ تګلارې مهم عناصر دي. د تر مشرۍ لاندې يادو پانګه اچونو د پام وړ اقتصادي ونډه رامنځته کړه، مګر ګټې يې په برابر ډول پر ټولو وګړو نفوس باندې ونه وېشل شوې، چې د بې وسه وګړو او د منځني ټولګي د ځينو برخو تر منځ يې د ژوند د زياتېدونکو بيو د ژوند معيارونو د ټېټېدلو پر سر کړکېچونه راپورته کړل. لکه د ۲۰۱۷ ز کال په څېر، د هېواد اقتصاد له ۲۰۰۹ ز کال څخه تر ۲۰۱۳ ز کال پورې د سياسي کړکېج په واسطه کمزوری شوی دی او د ژوند معيار د مالاګازي نفوس د ډېره کيو لپاره ښکته او ټيټ پاتې کېږي. مالاګازي په مالاګازي ژبه کې د ماداګاسکر ټاپو ته وايي چې: مالاګازي تلفظ يې دی او خلکو ته يې مالاګازي وايي. د ټاپو نوم ايښودونه له سيمه ییز اصل څخه نه ده، مګر د اروپايانو له لورې په منځنيو پېړيو کې نامتو شوې وه. د نوم په لومړي ځل د ۱۳ پېړۍ سپړونکي په يادښتونو کې د نوم د يو درغل يا فاسد شوې ټکي په ټکي ليکنې په توګه ثبت شو. موګاديشو د سومالي بندر دی، چې مارکو پولو پرې د ټاپو ګومان کړی و. په ۱۵۰۰ ز کال کې د . پر ورځ باندې پرتګالي سپړونکي پر ټاپو باندې ښکته شو او د نوم يې ورکړ. د مارکو پولو نوم ته لومړيتوب ورکړل شو او د رنسانس په نقشو کې نامتو شو. د مالاګازي ژبې هيڅ يو نوم نه ښکاري، چې د نوم دې د سيمه ییزو وګړو له لورې ياد ټاپو ته کارول شوی وي، که څه هم ځينو ټولنو د هغه خاورې د يوې برخې يا ټولې خاورې لپاره خپل نوم درلود، چې دوی په کې اوسېدل. جغرافيه ماګاساکر د ۵۹۲۸۰۰ کېلومتر مربع ۲۲۸۹۰۰ ميل مربع پراخوالي په لرلو سره د نړۍ ۴۷ ستر هېواد، دويم ټاپو هېواد او څلورم تر ټولو ستر ټاپو دی. ياد هېواد د طول البلد د او درجو او د او عرض البلدونو تر منځ پروت دی. ګاونډي ټاپوګان ورسره د فرانسې د سيمه او ختيځ ته د هېواد او شمال لويديځ ته د دولت او د فرانسې د سيمې دې. د اصلي ځمکې تر ټولو نږدې دولت د موزمبيق دی، چې د هېواد لويديځ ته پروت دی. له تاريخ څخه مخکې نږدې ۱۸۵ ميليونه کلونه پخوا د دورې پر مهال د ګونډوانا سترې وچې ماتېدل د ختيځ ګونډوانا چې ماداګاسکر، انترکتيکا، اسټراليا او د هند نيمه وچه رانغاړي او لويديځ ګونډوانا افريقا-سويلي امريکا د بېلتون لامل شو. د هند اړوند د ماډاګاسکر خاوره نږدې ۱۲۵ ميليونه کلونه پخوا له انترکتيکا او اسټراليا څخه بېله شوه او ماډاګاسکر نږدې ۸۸ ميليونه کلونه پخوا د وروستۍ دورې پر مهال له هند څخه بېل شو. له نورو لويو وچو څخه د بېلتون ياد اوږد تاريخ، نباتاتو او ژوو ته لاره هواره کړه، چې په ګوښه کېدنه او انزوا کې وده وکړي. د ختيځ ساحل په اوږدو کې يو تنګ يا نری او رېونده ګړنګ وزمه کنده يا خندق پروت دی، چې د ټاپو پاتې ګرمسېر ټيټې ځمکې د ځنګل زياته برخه رانغاړي. د غونډيو د دې لړۍ لويديځ ته د ټاپو په مرکز کې يوه لوړه سطحه پرته ده، چې د سمندر پر سطحه له ۷۵۰ څخه تر ۱۵۰۰ متر طول البلد ۲۴۶۰ څخه تر ۴۹۲۰ فوټ کې تنظيمېږي. يادې مرکزي لوړې ځمکې، په دوديز ډول د وګړو اصلي ټاټوبی او په کې د دوی د تاريخي پلازمېنې درک د تاپو تر ټولو زيات ګڼ نفوسه برخې دي او د چوترې يو څه لوړې هوارې سطحې او د وريجو وده والو درو په واسطه مشخص کېږی، چې د وښو لرونکو غونډيو او د نيمه ملايم ځنګلونو تر منځ پرتې دي او په لرغوني وخت کې يې د غرنۍ ځمکې سيمه پوښلې ده. د غرنيو ځمکو لويديځ ته شاړه ځمکه په پرله پسې ډول د موزمبيق کانال او د ساحل په اوږدو کې د مانګروف د استوايي سيمو يو ډول ګڼه ونه ګردابونو ته مخ ښکته ځي. سرچينې مادغاسکر د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%88%D9%8A | مالاوي | مالاوې په رسمي توګه د مالاوي هیواد ولسمشریزه ده چې په سویل ختیځې افریقا کې په وچې پورې تړلی هیواد دی. پلازمینه یې د لیلونګوه ښار او رسمي ژبه یې انګلیسي ده. یاد هیواد ۴۸۴۱۱۸ کیلومتره مربع مساحت او ۵۷۵۰۹۱۱۸ میلیونه وګړي لري. مالاوی په ۶ ږم د جون ۱۹۶۴م کال له بریتانیا خپله خپلواکي تر لاسه کړه. مالاوې ؛ چيوا: يا ، ټمبوکا: او په رسمي ډول د مالاوې جمهوريت؛ په سويل ختيځه افريقا کې په وچه کې را ایسار هېواد دی، چې پخوا د نيازالېنډ په نوم پېژندل کېده. دا هېواد لويديځ ته له زمبيا، شمال او شمال ختيځ ته له تانزانيا او ختيځ، سوېل او سوېل لويديځ ته له موزمبيق سره ګډه پوله لري. د هېواد پراخوالی له ۱۱۸۴۸۴ کېلو متر مربع ۴۵۷۴۷ ميل مربع څخه زيات او نفوس يې د ۲۰۲۱ز کال تر جنوري پورې ۱۹۴۳۱۵۶۶ تنه اټکل شوی دی. د مالاوې پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار ليلونګوي ښار دی. دويم ستر ښار يې بلنټاير ، درېيم مزوزو او څلورم ستر ښار يې پخوانۍ پلازمېنه زومبا دی. د مالاوې نوم له څخه اخيستل شوی دی، چې په سيمه کې د په نوم د استوګن وګړو پخوانی نوم دی. دې هېواد ته د د افريقا نرم زړه وړ نوم لقب د هېواد د وګړو د ملګرتيا او صميميت له امله ورکړل شوی دی. د افريقا لويې وچې د نننۍ مالاوې په نوم برخه کې ۱۰ پېړۍ ته نږدې وختونو کې د ډلو د کډوالۍ په واسطه استوګنه غوره شوه. څو پېړۍ وروسته په ۱۸۹۱ ز کال کې ياده سيمه د بریتانيې له لورې مستعمره شوه او د په نوم د انګليستان تر څار او قيموميت لاندې سيمه شوه. په ۱۹۵۳ ز کال کې د روديشيا او نيازالېنډ په نيمه خپلواکه اتحاديه کې تر څار اوساتنې لاندې سيمه شوه. ياده اتحاديه يا فدراسيون په ۱۹۶۳ ز کال کې له منځه لاړ او منحل شو. په ۱۹۶۴ ز کال کې قيموميت پای ته ورسېده، نيازالېنډ د ملکې دويمې اليزابيت تر مشرۍ لاندې يو خپلواک هېواد شو او نوم يې هم مالاوې ته بدل شو. دوه کلونه وروسته جمهوريت شو. له انګليستان څخه يې بشپړه خپلواکي تر لاسه او تر ۱۹۷۰ ز کال پورې د هاسټنګز بېنډا تر ولسمشرۍ لاندې يو ټولواک يو ګوندي دولت شوی و. بېنډا تر ۱۹۹۴ ز کال پورې ولسمشر پاتې شو. د مالاوې اوسنی نظام ديموکراتيک ګڼ ګوندي جمهوريت دی، چې د ټاکل شوي ولسمشر له لورې پر مخ ځي. د په نوم د مالاوې د کانګرس ګوند ډله د ټانس اتحاد لامل شوه، چې د نهو سياسي ډلو او ګوندونو ډله کېدنه ده او د محکمې تر څار لاندې ولسمشريزې ټاکنې يې وګټلې. يادې ټاکنې د ۲۰۲۰ ز کال جون پر ۲۳ نېټه وروسته له هغې بيا تر سره شوې، چې د خورا سترو ټاکنيزو ګډوډيو له امله د ۲۰۱۹ ز کال د می مياشتې ولسمشريزې ټاکنې باطلې شوې. د مالاوې پوځ د مالاوې دفاعي ځواک: يوه ځمکنۍ اردو، يو سمندري او يو هوايي ځواک لري. د هېواد باندنی سياست لويديځ پلوی دی. له زياتره هېوادونو سره مثبتې سياسي اړيکې ساتې او د ملګرو ملتونو، د ملتونو د ګډو ګټو، د سويلي افريقايي پرمختګ ټولنې، ختيځې او سويلې افريقا لپاره د عام بازار او افريقايي ټولنې په ګډون بېلابېلو نړيوالو سازمانونو کې ګډون کوي. مالاوې د نړۍ له وروسته پاتې هېوادونو څخه دی. اقتصاد يې زياتره پر کرنه باندې تکيه دی او په پراخه ډول کليوالي او په چټکۍ سره زياتېدونکی نفوس لري. د هېواد حکومت د خپلو پرمختګ اړتياوو د بشپړولو په موخه زياتره پر باندنۍ مرسته باندې ولاړ دی، که څه هم اړينه اندازه او وړانديز شوې مرسته له ۲۰۰۰ ز کال راهيسې لږه شوې ده. د مالاوې حکومت د اقتصاد جوړولو او پراخولو، زده کړو ته د ودې ورکولو، روغتيا، د چاپيريال خونديتوب او د پراخه بې کارۍ تر څنګ په مالي ډول د خپلواک کېدلو هڅو کې له ګواښونو سره مخامخ کېږي. ياد هېواد له ۲۰۰۵ ز کال راهيسې د ذکر شويو مسئلو پر حل باندې د تمرکز په موخه بېلابېلې خپرونې رامنځته کړې دي او د هېواد ظاهري بڼه د پرمختګ په حال کې ښکاري. د ودې مهم شاخصونه په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ ز کلونو کې د اقتصاد، زده کړې او روغتيا په برخو کې وکتل شول. مالاوې د لږه اميندواري او د کوچنيانو لوړه مړينه لري. په کې خورا زيات خپور شوی دی، چې دواړه يې کاري ځواک کموي او د زياتو حکومتي لګښتونو غوښتنه کوي. ياد هېواد ډول ډول نفوس لري، چې د مالاوي اصلي وګړي، اسيايان او اروپايان دي. بېلابېلې ژبې په کې ويل کېږي او د مذهبي عقيدو يوه لړۍ لري. که څه هم پخوا په يوه برخه کې د توکميزو وېشنو يا ډلبنديو له امله دوره يې سيمه ییز ټکر او نښته وه، مګر په ۲۰۰۸ ز کال کې ياد کورنی ټکر د پام وړ له منځه تللی و او په يو مالاوي مليت سره د پېژندنې نظريه يو ځل بيا راڅرګنده شوې وه. تاريخچه د افريقا هغه سيمه چې نن ورځ د مالاوې په توګه پېژندل کېږي، نږدې لسمه پېړۍ کې له شمال څخه د ولسونو د کډوالۍ څپو له پيل څخه مخکې د ښکاري راټولېدونکو خورا کوچنی نفوس درلود. که څه هم زياتره ولسونو د سوېل پر لور کډوالۍ ته دوام ورکړ، مګر ځينې يې پاتې شول او د عام پښت پر بنسټ يې توکميزې ډلې جوړې کړې. يادو قبيلو تر ۱۵۰۰ زکال پورې د ماراوې پاچهي رامنځته کړې وه، چې د شمال له اوسنۍ سيمې څخه زمبيزي سيند او له مالاوې جهيل څخه لوانګوا سيند يا اوسنۍ زمبيا پورې ورسېده. د قبيلې غړي له ۱۶۰۰ ز کال څخه لږه موده وروسته د يوه اصلي واکمن تر مشرۍ لاندې په خورا متحد سيمې سره، له پرتګالي سوداګرو او د پوځ له غړو سره مخالفت، سوداګري او د اتحاديو جوړول پيل کړل. تر ۱۷۰۰ ز کال پورې که څه هم سترواکي په سيمو وېشل شوې وه، چې د زياتو انفرادي توکمي ډلو له لورې اداره کېده. د هند سمندر د غلامۍ سوداګري د ۱۸۰۰ په نيمايي کې هغه مهال خپل لوړوالي ته ورسېده، چې نږدې ۲۰۰۰۰ تنه غلامان شول او په پام کې وه، چې په کلني ډول به له او څخه راوړل کېږي. په يادو سيمو کې غلامان پلورل کېدل. مذهبي مبلغ او سپړونکی ډېوېډ لېونګسټون په ۱۸۵۹ ز کال کې لومړی د مالاوې جهيل او بيا د نيازا جهيل ته ورسېده او د جهيل سويل ته لوړې سيمې يې اروپايي استوګنې لپاره د مناسبې سيمې په توګه مشخص کړې. د نوموړي د کتنې په پايله کې په ۱۸۶۰ او ۱۸۷۰ ز لسيزو کې په ياده سيمه کې بېلابېل انګليسي او ماموريتونه رامنځته شول. په ۱۸۷۸ ز کال کې د افريقايي جهيلونو د شرکت لمېټډ د سوداګرۍ او لېږد رالېږد اړيکې د جوړولو په موخه رامنځته شوې، چې له ماموريتونو سره يې له نږدې کار کاوه. په ۱۸۷۹ ز کال کې يوه کوچنۍ ماموريتي او سوداګريزه استوګنه وشوه او يو بریتانوي استازي په ۱۸۸۳ ز کال په کې استوګنه غوره کړه. پرتګالي حکومت هم په سيمه کې ليوالتيا درلوده، چې د پرتګالي نيونې او اشغال د مخنيوي په موخه بریتانوي حکومت په ځينو لارښوونو سره هرري جانسټن د بریتانوي استازي په توګه سيمې ته ولېږه. يادې لارښوونې له پرتګالي د قانوني واک تر شا له سيمه ییزو واکمنانو سره د تړونونو د کولو په اړه وې. په ۱۸۸۹ ز کال کې د پر لوړو ځمکو باندې بریتانوي قيموميت اعلان شو، چې په ۱۸۹۱ز کال کې دومره پراخه شو، چې نننۍ مالاوې سيمه يې د بریتانيې د مرکزي افريقا د سرپرستې په توګه راونغاړله. په ۱۹۰۷ ز کال کې تر قيموميت لاندې ياده سيمه ونومول شوه، چې ياد نوم يې د بریتانيې تر واک لاندې خپل وخت لپاره وساته. په يوه غوره بېلګه کې چې ځيني وختونه يې په افريقا کې د استعماري واک نرۍ سپينه کرښه : بولي، د نيازالېنډ استعماري حکومت په ۱۸۹۱ ز کال کې جوړ شو. مديرانو ته ۱۰۰۰۰ يورو د ۱۸۹۱ز کال تش په نوم ارزښت کلنۍ بوديجه ورکړل شوه، چې د لس اروپايي ملکي وګړو، دوو پوځي مامورينو، د پنجاب اويا سيکهانو او د پينځه اتيا پنډيانو نوکرانو لپاره يې بسنه کوله. له دې په شمېر کارکوونکو څځه د يو او دوه ميليونه تر منځ وګړو په لرلو سره د نږدې ۹۴۰۰۰ کېلو متر مربع سيمې د اداره کولو او څار تمه کېدله. په ورته کال کې غلامي هغه مهال خپل بشپړ پرېکون يا پای ته ورسېده، چې د نازالېنډ لوړ رتبه مامور ښاغلي هرري جانسټن يې په پای ته رسولو کې خپله د پام وړ هڅه وکړه. ایداري وېش د مالاوي هیواد په درې برخو او ۲۸ ایداري برخو ولایتونو وېشل شوی دئ. تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه په وچې پورې تړلي هیوادونه ملاوي |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%8A | مالي | مالي چې رسمي نوم یې د د مالي جمهوریت دی په لویدیځې افریقا کې په وچې پورې تړلې یو هیواد دی. پلازمینه یې د باماکو ښار او رسمي ژبه یې فرانسوي ده، ۱۹۲۲۴۰۱ میلیونه کیلومتره مساحت او ۱۷۶۵۱۷۱۴ میلیونه وکړي لري. د مالی د پیسو واحد د د مالي فرانک دی او په ۲۲ سپتمبر ۱۹۶۰م کال له فرانسه خپلواکی ترلاسه کړی. مالي چې په فرانسوي تلفظ کی ملي ورته وایي، په رسمي توګه د مالي جمهوریت دی، چې په لویدیځه افریقا کی یو په وچه کې را ګير هېواد دی. مالي په افریقا کی اتم لوی هېواد دی چې مساحت يي له ۱۲۴۰۰۰۰ کیلو متر مربع او یا ۴۸۰۰۰۰ مربع میل څخه اضافه ده. د نفوس شمېر يي ۱۹.۱ میلیونه ده. په ۲۰۱۷ ز کال کی ۶۷٪ نفوس يي تر ۲۵ کلنی ښکته عمر اټکل شوی و. بماکو يي پلازمینه او لوی ښار دی. د مالي خپلواک دولت له اتو سېمو څخه جوړ دی او شمالي پولې يي د صحرا دښتې تر نیمايي پورې رسېږي. د دې هېواد سويلي برخه په سوډانیايي سوانا کی ده، چې ډیری اوسيدونکی يي هلته ژوند کوي او د نیجر او سینیګال دواړه سیندونه هم له همدی ځايه تېریږي. د هېواد اقتصاد يي په کرڼه او کانونو باندې ولاړ ده. د مالي يو له خورا مشهورو طبیعي زیرمو څخه سره زر دي، چې د افریقا په وچه کې د سرو زرو دریم لوی تولیدونکی هېواد دی. دا هېواد مالګه هم صادروي. نننی مالي يو وخت د دریو خورا پیاوړو او بډایه لویدیځې افریقايي امپراتوریو برخه وه چې د ټرانس صحرن تجارت يي کنټرولاوه: د ګانا امپراتورۍ چې ګانا نومېږي، د مالي امپراتورۍ چې مالي نومېږي او د سونګهای امپراتورۍ. په ۱۳۰۰ ز کال کې د مالي امپراتورۍ چې په خپل اوج کی وه، په افریقا کی تر ټولو بډايه هېواد و، چې د نننۍ فرانسې دوه برابره مساحت یې لاره او د همدې نیمه وچې تر لویدیځو غاړو پورې یې پولې درلودي. مالي هم د ځمکي پر مخ یو له شتمنو هېوادونو څخه و، چې په پايله کې يي امپراتور منسا موسا د تاریخ تر ټولو شتمن کس ګڼل کېږي. د خپل اقتصادي ځواک تر څنګ، مالي هېواد په منځنۍ پېړیو کې د اسلام، کلتور او پوهې مرکز هم و، چې تیمبکتو یې د خپل پوهنتون له امله د زده کړې یو مهم مرکز ګرځیدلی و، چې دا پوهنتون په نړۍ کې یو له زړو پوهنتونونو څخه ګڼل کېږي، چې لا اوس هم شته. د ۲۰۱۲ ز کال د جنوري په میاشت کې د مالي هېواد په شمال کې وسله واله جګړه پیل شوه، چی په پایله کې د توریګ ياغیانو په شمال کې يوه سیمه ونېوله او د اپرېل په میاشت کې یې د ایزواد په نوم د یوه نوی دولت د جلاکېدو اعلان وکړ. شخړه د يوې پوځي کودتا له امله پیچلې شوه او وروسته د توريګ او نورو ياغي ډلو تر منځ جګړه وشوه. د سیمو د نیولو په غبرګون کې د فرانسي پوځ د ۲۰۱۳ ز کال د جنوري په میاشت کې د عملیات پيل کړل. میاشت وروسته مالیايي چارواکو او فرانسوي ځواکونو د شمال ډېرې برخې بیرته ونېولي. وروسته ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۱۳ ز کال د جولای میاشتی په ۲۸ مه تر سره شوې، چې د دويم پړاو ټاکنې د اګسټ میاشتي په ۱۱ مه، او پارلماني ټاکنې د ۲۰۱۳ ز کال د نومبر په ۲۴ مه او د ډسمبر په ۱۵ تر سره شوې. د ۲۰۲۰ لسېزي په لومړيو کي مالي د اسېمی ګويتا له خوا دوه نظامي نیوونې تجربه کړي. رېښه پېژندنه د مالي نوم د مالي امپراتورۍ له نوم څخه اخيستل شوی ده. د دغه نوم مانا ده: هغه ځای چېرې چې پاچا اوسیږي او د ځواک مانا لري. ګېنيايي لیکوال ډجبرېل نين په سونیډیټا کې وړانديز کوي چې: په ۱۹۶۵ ز کال کې يوه افسانه وه چې دا ناشوني نه ده چی مالي نوم د امپراتورانو يوي پلازمېني ته ورکړل شوي و. د ۱۴ می پېړۍ مراکشي ګرځندوی ابن بطوطه رپوټ ورکړی چې د مالي امپراتورۍ پلازمېنه مالي نومېده. بله تيوري بیا وړاندیز کوي چې مالي د مانډي د خلکو د نوم فېولني تلفظ دی. داسې وړانديز شوی چې د غږ بدلون د همدې نوم د بدلون لامل شوی. په دې توګه په فېولني کې د الېولر برخه ته اوښتي او د واول کلیمه له منځه وړي او ماندين په مالي اړوي. تاریخچه د ډبرو نقاشې او کېندنې ښيي چې په شمالي مالي کې له میلاد نه مخکې هستوګنه موجوده وه، کله چې صحرا ټوله حاصیلخيزه شنه سیمه وه. کرڼه ۵۰۰۰ کاله مخکې له میلاد او اوسپنه شاوخوا ۵۰۰ کاله مخکې له میلاد په کې وکارول شوه. په صحرا کي ډبرين هنر وړاندیز کوي چې شمالي مالي ۱۰۰۰۰ کاله مخکې له ميلاده کله چې صحرا حاصیلخزه او طبیعی بډایه سیمه وه، هستوګنه په کې وه. لومړني سرامېکونه د مرکزي مالي د اونجوګو په سیمه کې کشف شوي دي، چې مخینه یې له میلاد څخه ۹۴۰۰ کاله وړاندې ته رسیږي، او باور پر دې دی چې په دغه سیمه کې د خټینو لوښو خپلواک کشف هم دلته شوی دی. په لومړنيو اسلامي متنونه کې د مالي لپاره يو څو ماخذونه شته: له هغې جملې د پین او ملال ماخذونه د ۱۰۶۸ ز کال د البکري په اثر کې، د برمندانا په نوم د يوه پخواني حاکم د دین اړولو کېسه چې ابن الخلدون هغه پیژانده ۱۳۹۷ کال او څو نور جغرافیايي جزئیات چې د ال ادریسي په اثر کې راغلي دي. مالي یو وخت د د دریو مشهورو لویدیځو افریقايي امپراطوریو یوه برخه وه چې د ترانس صحرا سیمه یې له میلاد نه وړاندې ۱۳۱۲ تر ۱۳۳۷ کال پورې د منسا موسا په دوره کې د سروزرو، مالګې او نورو قیمتي توکو او غلامانو په تجارت سره کنټرولوله. د ساحلیانو دغو سلطنتونو نه سخت جيوپوليټېک سرحدونه او نه هم سخت توکمېز هويت درلود. د دغو امپراتوريو تر ټولو لومړۍ د ګانا امپراتورۍ و، چی د سونینکا له خواه اداره کېدله او د مانډي ژبي ويوونکی و. کله چی المورويدا همدا امپراتورۍ فتح کړه نو عمر يي په ټوله لويديځه افریقا کي له ۸ می پېړۍ څخه تر ۱۰۷۸ ز کال پوري پراخه شوه. په ۱۲۳۵ ز کال د کرینا جګړه د جلا وطن شهزاده سندیتا کیتا تر مشرۍ لاندي د مندېکا بريا د سوسو امپراتورۍ د سقوط لامل شوه. د مالي امپراتورۍ وروسته د نېجر په سیند باندې را منځته شوه او په ۱۴ مه پېړۍ کې یې واک اوج ته ورسېد. د مالي امپراتورۍ تر ولکې لاندې د ډجينې او ټېمبکټو لرغوني ښارونه د سوداګرۍ او اسلامي زده کړو مرکزونه وګرځيدل. امپراتورۍ وروسته د کورنۍ دسيسو له امله له منځه ولاړه او د سونګهای امپراتورۍ يي ځای ناستې شوه. د سونګهای خلګ د اوسني شمال لویدیځ نایجریا اصلي وګړي دي. سونګهای د مالي امپراطورۍ د قانون له مخې په لویدیځه افریقا کې له اوږد وخت راهیسې ستر ځواک و. د ۱۴ مې پېړۍ په وروستیو کې سونګهای په تدريجي ډول د مالي له امپراتورۍ څخه خپلواکې تر لاسه کړه، په نهایت کې د مالي امپراتورۍ ټوله ختیځه برخه يي لاندي کړه. د سونګهای امپراتورۍ وروستی سقوط په لویه کچه د مراکش یرغل و چې په ۱۵۹۱ ز کال کی د جودر پاشا تر قومندي لاندي پیل شو. د سونګهای امپراتورۍ سقوط د سیمې د سوداګریزې څلور لاري ارزښت ته د پای ټکی کېښود. وروسته له هغه چې اروپايي ځواکونو سمندري لارې جوړې کړي د صحرا ټرانسپورټي لارې خپل ټول ارزښت له لاسه ورکړ. د دغې سیمې په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو بده قحطي په ۱۸ مه پېړۍ کې راغلې ده. د جان ایلف په وینا، تر ټولو بد بحرانونه په ۱۶۸۰ ز کال کې و، کله چې قحطي د سينيګامبېن له ساحل څخه تر اپرنېل پوري وغځول شوه او ډيريو يې ځانونه يوازې د رزق د پیدا کولو لپاره په غلامي وپلورل او په ځانګړي توګه ۱۷۳۸ ۱۷۵۶ ز کلونو کې، کله چې د لويدیځي افریقا د ژوندانه تر ټولو ستر بحران د وچکالۍ او ملخانو له امله رامنځته شو، چې د راپورونو له مخې د تېمبکټو نېمايې نفوس يي وواژه. سرچينې |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%BC%D8%A7 | مالټا | مالتا چې په رسمي توگه د مالتا ولسمشریزه ده د اروپا په سوېل کې پروت یو هيواد دی. مالټا د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D8%B1%D8%B4%D8%A7%D9%84%20%D9%BC%D8%A7%D9%BE%D9%88%DA%AB%D8%A7%D9%86 | مارشال ټاپوګان | د مارشال ټاپوګان په انګلیسي چې په رسمي توګه د مارشال ټاپوګانو ولسمشريزه ده. يو ټاپو ییز هېواد دی چې په آرام سمندر کې موقیعت لري. تاریخ جغرافیه کلتور ایداري وېش |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%88%D8%B1%D9%8A%D8%AA%D8%A7%D9%86%D9%8A%D8%A7 | موريتانيا | موریتاني چې په رسمي توګه د موریتاني اسلامي ولسمشریزه ده د افریقا په شمال لویدیځ کې پروت یو هیواد دی. پلازمینه یې نواکشوت ښار او رسمي ژبه یې عربي ژبه ده، مساحت یې ۷۰۰۰۳۰۱ کیلومتره مربع او ۰۰۰۰۶۹۳ میلیونه وګړي لری. د موریتانیا د پیسو واحد د موریتانیا اوقیه ده او د خپلواکی کال ۲۸ نوامبر ۱۹۶۰ له فرانسه دی. موريتانيا -؛ عربي: موريتانيا، ، فرانسوي: ، بربر: ، پيولر: ، اولوف: ، سونينکي: په رسمي ډول د موريتانيا اسلامي جمهوريت عربي: الجمهورية الاسلامية الموريتانية دی، چې د شمال لويديځې افريقا يو خپلواک دولت دی. لويديځ ته له اتلانتيک سمندر، شمال او شمال لويديځ ته له سويلي صحرا، شمال ختيځ ته له الجيريا، ختيځ او سويل ختيځ ته له مالي او سويل لويديځ ته له سينيګال سره ګډه پوله لري. دا هېواد په افريقا کې يوولسم تر ټولو پراخه هېواد دی او ۹۰ سلنه خاوره يې د افريقا په لويه دښته کې پرته ده. د ۴،۴ ميليونه وګړو زياتره برخه يې د هېواد په منځني سوېل کې ژوند کوي او نږدې درېيمه برخه يې په پلازمېنه او پراخه ښار نواکچوټ کې متمرکز ده، چې پر اتلانتيک ساحل باندې پروت دی. د هېواد نوم، د موريتانيا له لرغونې بربر پاچهۍ څخه تر لاسه کېږي، چې په ننني ماراکو او الجيريا کې پرته وه. بربريانو له ميلاد څخه درې پېړۍ مخکې د نننۍ موريتانيا سيمې نيول پيل او سيمه يې ونيوله. عربانو په اتمه پېړۍ کې ياده سيمه ونيوله او د اسلام مبارک دين، عربي کلتور او عربي ژبه يې ورته راوړل. د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې موريتانيا، د فرانسې له لورې د فرانسې د لويديځې افريقا د برخې په توګه ونيول شوه. که څه هم په ۱۹۶۰ ز کال کې يې خپلواکي تر لاسه کړه، مګر له همغه وخت راهيسې يې بيا پېښېدونکې کودتا او د پوځي استبدادۍ دورې ازمايلي دي. په ۲۰۰۸ ز کال کې د وروستۍ کودتا مشري جنرال محمد ولد عبدالعزيز وکړه، چې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ ز کال کې يې وروستۍ ولسمشريزې ټاکنې وګټلې. د ۲۰۱۹ ز کال له ټاکنو څخه وروسته يې محمد ولد غزواني ځايناستی شو، چې له خپلواکۍ راهيسې د موريتانيا د واک لومړنی سوله یيز لېږد وګڼل شو. نوموړی هېواد په کلتوري او سياسي ډول د عربي نړۍ برخه دی. د عرب يووالي غړی دی او عربي يې يوازينۍ رسمي ژبه ده. فرانسوي ژبه په کې په پراخه کچه ويل کېږي او د په توګه خدمت کوي، چې د دې هېواد استعماري ميراث منعکس کوي. رسمي دين يې اسلام دی او نږدې ټول اوسېدونکي يې سني مسلمانان دي. موريتانيايي ټولنه د خپل عربي پېژندنې يا شناخت د خپرېدنې تر څنګ ګڼ توکميزه ده. د يا د په نوم توکم تر ۳۰ سلنه نفوس جوړوي، په داسې حال کې چې يا د په نوم توکم ۴۰ سلنه رانغاړي. دواړه ډلې د عربي بربر توکم، ژبې او کلتور يووالی منعکس کوي. د نفوس پاتې ۳۰ سلنه نيمه صحرايي بېلابېلې توکميزې ډلې رانغاړي. د اوسپنې فلز لرونکې ډبرې او نفتو په ګډون د طبيعي سرچينو د پرېمانۍ يا ډېرښت سره سره يو غريب هېواد پاتې کېږي. اقتصاد يې په بنسټيز ډول پر کرنې، کورنيو ژوو او کب نيونه باندې ولاړ دی. موريتانيا د انساني حقونو د بې وسه ثبت له امله پېژندل کېږي، چې د غلامۍ پرله پسې تمرين يې خورا د يادونې وړ دی چې د او تر منځ د ثروت، نسب او ټولنيز درېځ له مخې د وګړو د ډلبندۍ د يوه تاريخي نظام پايله ده. دا هېواد د نړۍ تر ټولو وروستی هېواد دی، چې په ۱۹۸۱ ز کال کې يې غلامي له منځه یو وړه او په ۲۰۰۷ ز کال کې يې جرم وګڼله. رېښه موريتانيا خپل نوم، د هغه لرغوني بربري پاچهي څخه تر لاسه کوي، چې له ميلاد څخه مخکې درېيمه پېړۍ کې غوړېدل پيل کړل او وروسته د موريتانيا رومي ولايت شو، چې له ميلاد څخه مخکې اوومه پېړۍ کې يې وده وکړه. که څه هم دواړه سيمې سره نه يوځای کېږي: تاريخي موريتانيا د معاصرې موريتانيا په پرتله د پام وړ شمال خواته زياته پرته وه او ځکه چې د افريقا د مديترانه يي ساحل ټول لويديځ نيمايي په اوږدو کې خپره شوې وه. د اصطلاح، په خپل وار سره د په نوم د سيمې د بربر ولسونو لپاره د يوناني او رومي ژبو له څخه اخيستل کېږي. د ويی د نوم رېښه هم ده. تاريخچه د موريتانيا پخوانۍ قبيلې بربر ، نايجيرالاصله کانګو، او بافوور وګړي وو. د افريقا د لويې دښتې هغه لومړني ولس و، چې د خپل ژوند پخوانی کوچي ډول يې پرېښود او په بنسټيز ډول کرنيز ژوند يې غوره کړ. د دښتې پرله پسې وچېدنې ته په غبرګون کې يې سوېل لور ته کډه وکړه. زياتو بربري قبيلو د يمني او ځيني وختونه د نور عرب اصليتونو د لرلو ادعا کړې ده. د يادو ادعاوو د ملاتړ په موخه دليل يا ثبوت لږ دی، که څه هم د يمني وګړو د ۲۰۰۰ ز کال د ډي اوکسي ريبونيوکليک اسيد يوې څېړنې له يادو خلکو سره د دوی شونې لرغونې اړيکه ونه ښودله. نور وګړي هم له څخه سوېل او لويديځې افريقا ته کډوال شول. د يو شکمن عربي دود له مخې د په نوم قبيلې سوېل لور ته يون وکړ او نږدې ۱۰۷۶ ز کال کې يې د ګانا لرغونې او پراخه سترواکي ونيوله. له ۱۶۴۴ څخه تر ۱۶۴۷ ز کال پورې د نننۍ موريتانيا سيمې اصلي يا ذاتي وګړو هغه يمني ماقيل عربان په خپله وروستۍ هڅه کې شاتګ ته اړ کړل، چې د دوی پر سيمه باندې يې بريدونه کول. ياده بې پايلې هڅه د جګړې په نوم پېژندل کېږي. د بريد کوونکو مشري بن حسن قبيلې کوله. د بن حسن جنګياليو نسل يا اولاد د موري ټولنې پورته پوړ شو. بن حسن لپاره د حسنيه نومول شوی عربي ګړدود يا لهجه د پراخه کوچي نفوس په منځ کې حاکمه ژبه شوه. بربريانو د سيمې د روحانيونو د ډېره کيو په توليد سره يو څه نفوذ بېرته تر لاسه کړ. ماراباوټس هغه چا ته ويل کېدل، چې په ياده سيمه کې يې اسلامي دود خوندي او تدريس کاوه. استعماري تاريخچه فرانسې د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې د سينيګال له سيند څخه د شمال پر لور د نننۍ موريتانيا اړوند سيمو ادعا پيل کړه. په ۱۹۰۱ ز کال کې د سترواک ماموريت دنده پر غاړه واخيسته. له قبيلو او حسني جنګياليو کوچيانو باندې د پوځي فشار د ستراتيژيک يووالي له لارې يې پر موريتانيايي اماراتو باندې د فرانسوي حکومت پراخول اداره کړل. فرانسې له لورې د سيمو د نيولو هڅې په ۱۹۰۳ او ۱۹۰۴ ز کې پيل شوې، چې ځواکونه يې د ، او په نيولو بريالي شول، مګر د ادرار شمالي امارت د شيخ مع العينين - د استعمار ضد سرکښۍ يا جهاد له لورې اوږدمهاله مرستې تر لاسه کړې او د او نورو سيمو سرکښانو سيمې ونيولې. فرانسې په ۱۹۰۴ ز کال کې د موريتانيا سيمه ورغوله او د فرانسې د لويديځې افريقا برخه شوه، چې په لومړيو کې د څار او قيموميت لاندې او وروسته د مستعمرې په توګه وه. په ۱۹۱۲ ز کال کې فرانسوي پوځونو ادرار ته ماته ورکړه او ياده سيمه يې له موريتانيا سره يو ځای کړه. فرانسوي حکومت د غلامۍ پر وړاندې حقوقي مخنيونې رامنځته او د قبيلو تر منځ جګړه پای ته ورسوله. د امستعمري دورې پر مهال ٪۹۰ وګړي پووندګلو کوچيان پاتې شول. په پرله پسې ډول زياتو ځايي اوسېدونکو چې نيکونه يې پېړۍ پخوا څخه شړل شوي وو، موريتانيا ته کډوالي پيل کړه. تر ۱۹۶۰ز کال پورې د فرانسوي لويديځې افريقا پلازمېنه په سينيګال کې - وه. کله چې په همدې کال سينيګال خپلواکي تر لاسه کړه، فرانسې د سيمه د موريتانيا د نوې پلازمېنې په توګه غوره کړه. په هغه وخت کې نواکوچوټ د يوه پياوړي کلي يا په پرتله لږ زيات پراخه و. ایداري وېش د موریتانیا هیواد په ټوله کې په ۱۵ ولایتونو او ۴۴ ولسوالیو ویشل شوی دی. ادرار اینشیري براکنه ترارزه تګانت تیرس زمور ختیځ حوض لویدیځ حوض داخله نواذیبو عصابه ګرګول ګیدی ماغا سویلي نواکشوت شمالي نواکشوت لویدیځ نواکشوت تاریخ کلتور اقتصاد سرچينې د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه موریتاني |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D9%88%D8%B1%DB%8C%D8%AA%D9%88%D8%B3 | ماوریتوس | ماوریتوس چې په رسمي توگه د ماوریتوس ولسمشریزه ده د هندي سمندر په سویل لویدیځې څنډې کې پروت یو هیواد دی. موريس -، فرانسوي: ، : په رسمي ډول د موريس جمهوريت دی، چې د ماداګاسکر ختيځ ته د افريقا لويې وچې له سويل ختيځ ساحل څخه نږدې ۲۰۰۰ کیلو متره ۱۲۰۰ ميل لرې په هند سمندر کې يو ټاپو هېواد دی. دا هېواد اصلي ټاپو چې موريس هم ورته وايي، همدرانګه ، او . ټاپوګان رانغاړي. د موريس او رودرېګس ټاپوګان له نږدې ټاپو له هېواد د باندې د فرانسې څانګه تر څنګ د ماسکريني ټاپوګانو برخه دي. پلازمېنه او ستر ښار پورټ لويس په موريس کې پروت دی، چې د نفوس زياته برخه په کې متمرکز ده. دا هېواد ۲۰۴۰ کیلو متر مربع ۷۹۰ ميل ميل مربع سيمه رانغاړي او يوه پراخه اقتصادي سيمه لري، چې ۲،۳ ميليون کیلو متر مربع سيمه پوښي. عرب کښتۍ چلونکي لومړني خلک وو، چې نږدې ۹۷۵ کې يې ياد نا اباد ټاپو وموند او ډينا اروبي يې ونوماوه. تر ټولو لرغونې منل شوې موندنه په ۱۵۰۷ کې د پرتګالي بېړۍ چلونکو له لورې وه، چې په ټاپوګانو کې يې لږه لېوالتيا درلوده. هالنډ د نږدې ۱۲۰ کالونو څخه د زياتې دورې لنډمهاله اوسېدنو د يوې بريا په رامنځته کولو سره په ۱۵۹۸ کې د ټاپو ملکيت تر لاسه کړ، چې په ۱۷۱۰ کې يې د هڅو مخنيوی وشو. په ۱۷۱۵ کې فرانسې واک تر لاسه او د نوم يې ورکړ. په ۱۸۱۰ کې انګليستان ټاپو ونيو او څلور کالونه وروسته په ۱۸۱۴ کال پاريس تړون کې فرانسې د موريس ټاپو هېواد او اړوند سيمې انګليستان ته پرېښودې. د موريس برتانوي مستعمره کې د . او تر ۱۹۰۶ پورې ټاپوګان شامل وو. موريس او فرانسې د د واک يا حاکميت پر سر ځکه شجړه وکړه، چې د پاريس تړون يې په ځانګړي ډول په يادونه کې پاتې راغی. موريس په بنسټيز ډول ۱۹۶۸ کې تر خپلواکۍ پورې د انګليستان د کښت پر بنسټ مستعمره پاتې شو. د هېواد له خپلواکۍ اخيستلو څخه درې کالونه مخکې په ۱۹۶۵ کال انګليستان د موريس له سيمې څخه د سيمه او همدرانګه يې د برتانيا د هند سمندر سيمې د جوړولو په موخه له ټاپو څخه د الدبرا ، فارکوهر او ډيسروچيس ټاپوګان بېل کړل. سيمه ايز وګړي په زور سره له سيمې وشړل شول او د په نوم تر ټوله ستر ټاپو متحده ايالتونو ته په اجاره ورکړل شو. انګليستان له سببي ګرځندويانو، رسنۍ او پخوانيو اوسېدونکو څخه پرته ټاپو ته لاسرسی سخت کړی دی. د چاګوس حاکميت د موريس او انګليستان تر منځ کړکېچن يا لانجه يي دی. د ۲۰۱۹ په فبروري کې د عدالت نړيوالې محکمې د لارښودنې يا مشورې يوه نظريه خپره کړه. يادې مشورتي نظريې انګليستان ته امر کاوه چې د موريس د نه استعمار د بشپړولو په موخه دې ژر تر ژره چاګوس بېرته موريس ته ورکړي. د خپل جغرافيوي درک او پېړيو استعمار له امله د هېواد وګړي د توکم، کلتور، ژبې او عقيدې له مخې خورا بېلابېل متنوع دي. دا په افريقا کې يوازينی هېواد دی، چې هندوايزم په کې تر ټولو زيات منل شوی دين دی. د ټاپو حکومت نږدې د لويديځ دود له مخې پارلماني نظام پر بنسټ موډل شوی دی او موريس د بشپړې ديموکراسۍ په درلودلو سره د يوازېني افريقايي هېواد اوسېدلو تر څنګ د اقتصادي او سياسي خپلواکۍ له امله لوړ ځای لري. دا هېواد د انساني پرمختګ د خورا لوړ لړيال درلودلو له مخې د لويې وچې يوازينی هېواد دی. د نړيوال بانک د معلوماتو له مخې موريس د لوړ عايد اقتصادي هېواد په توګه ډلبندي کېږي. همدارنګه په افريقايي سيمه کې د تر ټولو زيات سيالي کوونکي او د خورا پرمختللو اقتصادونو له ډلې څخه ګڼل کېږي. ياد هېواد د هوساينې دولت دی. حکومت وړيا نړيواله روغتيايي پاملرنه، تر درېيمې درجې پورې زده کړې او زده کوونکو، د هېواد مشرانو اتباعو او معلولينو لپاره وړيا لېږد رالېږد برابروي. موريس په ۲۰۱۹ کې د سولې د نړيوال لړيال له مخې تر ټولو سوله ايز افريقايي هېواد په توګه ډلبندي شو. د نورو مسکاريني ټاپوګانو تر څنګ موريس د بېلابېلو تاريخي بوټو او ژوو له امله پېژندل کېږي. زياتې نوعې يا ډولونه يې په ټاپو کې تل پاتې دي. ياد ټاپو د يوازينی پېژندل شوی کور ځای و، چې د نورو نوعو تر څنګ په ټاپو کې له استوګنې څخه لږ وروسته د انساني فعاليتونو له لورې ځانګړې شوه. ريښه د هغه ټاپو د شتون لومړني تاريخ ثبوت چې ننی موريس ګڼل کېږي، په ۱۵۰۲ کې د ايټالوي نقشه ويستونکي البرټو کېنټينو له لورې پر يوه نقشه باندې جوړ شوی دی. له دې ځايه څرګندېږي چې موريس د نوم وزيږاوه. د زياتې شونتيا له مخې ياد نوم د نيمه وچې د کښتۍ چلونکو په واسطه له پرتګاليانو سره شريک شو. په ۱۵۰۷ کې پرتګالي کښتۍ چلونکو له نوموړي نا ابادې چې خلک په کې نه وي اوسېدلي ټاپو څخه کتنه وکړه. ياد ټاپو پر لرغونو پرتګالي نقشو باندې په پرتګالي يا - نومونو سره څرګندېږي، چې ښايي د ۱۵۰۷ په ټولګي يا ډله کې د يوې کښتۍ له نوم څخه اخيستل شوي وي. يو بل پرتګال کښتۍ چلونکی د ټاپوګانو دې ټولګې ته د نوم ورکړ. په ۱۵۹۸ کې يو هالنډي لښکر د سمندري ځواکونو د قوماندان تر مشرۍ لاندې په ستر بندر کې ښکته شو او ياد ټاپو يې د هالنډ جمهوريت د شهزاده په وياړ، موريس ونوماوه. نوموړی ټاپو وروسته د فرانسې مستعمره او نوم يې د فرانسې ټاپو ته بدل شو. د ۱۸۱۰ کال د ډسمبر پر ۳ نېټه د ناپيليوني جګړې پرمهال فرانسې موريس ټاپو سترې برتانيې ته وسپاره. تر برتانوي واکمنۍ لاندې يې نوم بېرته موريس ته بدل شو. موريس په فرانسوي ژبه کې په عام ډول د او په نومونو او په ژبه کې د په نوم هم پېژندل کېږي. تاريخچه د موريس ټاپو کې د ۱۶ پېړۍ په پيل کې د پرتګالي کښتۍ چلونکو له لورې د لومړنۍ ثبت شوې کتنې څخه مخکې څوک نه وو اوسېدلي. د نوم له هغو عرب کښتۍ چلونکو پورې اړه لري، چې په لومړي ځل يې ټاپو وموند. پرتګالي موريس د ټورډيسيلاس تړون پرتګال ته د نړۍ د دې برخې د مستعمره کولو حق ورکول وړاندې افاده کړل. په ۱۵۰۷ کې پرتګالي کښتۍ چلونکي دې نا استوګن شوي ټاپو ته راغلل او د کتنې يو بنسټ يې رامنځته کړ. د په نوم پرتګالی بېړۍ چلونکی لومړنی پېژندل شوی اروپايي وګړي و، چې موريس کې ښکته شو. نوموړي ټاپو ته د قاز ټاپو نوم ورکړ. پرتګاليانو په دې ټاپوګانو کې لېوالتيا نه درلوده، نو ځکه په کې اوږدمهاله پاتې نه شول. د مسکاريني ټاپوګان د پرتګالي هند پاچاهۍ د ځايناستي نائب السلطنه پيډرو مسکارينهاس په وياړ ۱۵۱۲ کې له ټاپوګانو څخه د نوموړي له کتنې څخه وروسته ونومول شول. د روډرېګز ټاپو د پرتګالي سپړونکي ډياګو روډرېګز په وياړ نومول شوی دی، چې په ۱۵۲۸ کې ياد ټاپو ته راغی. هالنډي موريس ۱۷۱۰ ۱۶۳۸ په ۱۵۹۸ ز کال کې يو هالنډي لښکر د سمندري ځواکونو د قوماندان تر مشرۍ لاندې په ستر بندر کې ښکته شو او ياد ټاپو يې د هالنډ جمهوريت د ناساو د شهزاده مورېس هالنډي: په وياړ، موريس ونوماوه. هالنډ په ۱۶۳۸ کې موريس ټاپو کې استوګن شو، چې له سيمې څخه يې د ابنوس ونې راوويستلې او ګنی، کورني ژوي او هوسۍ يې دود کړل. له همدې ځايه و چې هالنډي چلوونکي د بېړۍ؟ ابيل تاسمېن د تازمانيا ، اوټيروا يا نيوزيلېنډ او نوي ګينه د نقشو په رسمولو سره، د سترې سويلي خاورې په لټه کې شو. د هالنډ لومړۍ استوګنې ۲۰ کالونه دوام وکړ. په ۱۶۳۹ کې له ماداګاسکر څخه موريس ته غلامان راورسېدل. د هالنډ د ختيځ هند شرکت دوی د ابنوس ونو د پرې کولو او تمباکو او ګني په نويو کښتونو کې د کار کولو په موخه سيمې ته راوړل. د پايلې په توګه د يوې تل پاتې مستعمرې جوړولو په موخه بېلابېلې هڅې وشوې، مګر اوسېدونکو هيڅکله دومره پرمختګ ونه کړ چې سيمه په برخو ووېشي؛ همدا د دې لامل شول، چې هالنډ په ۱۷۱۰ کې له موريس څخه ووتل. په انګليسي کې د ليډز استخبارات: تر سرليک لاندې د ۱۷۵۵ ز کال يوه مقاله ادعا کوي، چې ياد ټاپو د اوږدو لکۍ لرونکو بيزوګانو له امله پرېښودل شو، چې په ټاپو کې هر څه يې ويجاړ کړل او دا چې هغه وخت ټاپو هم د بيزوګانو ټاپو په توګه پېژندل کېږي. يادې بيزوګانې د پرتګالي کښتۍ چلونکو له لورې له هالنډي حکومت څخه وړاندې په سويل ختيځې اسيا کې د هغول د پلرني استوګنځي څخه دې ټاپو ته راوړل شوې وې. سرچينې د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه ماوریتوس |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%88%D9%84%D8%AF%D9%88%D9%88%D8%A7 | مولدووا | مولداوی په مولداوي چې په رسمي توګه د مولداوی ولسمشريزه ده په ختيځه اروپا کې په وچې پورې تړلی هېواد دی. مولداوی د لویدیځ له لوري له رومانیا او ختیځ لورته له اوکراین سره ګاونډي ده. د مولداوی او رومانیا ترمنځ پوله د پروت او دانوب سیندونه جوړوي. دا هیواد له ۱۹۴۵ نه تر ۱۹۹۱ جمهوری شوروی سوسیالیستی مولداویا باندی پیژندل کیده ځکه چې د شوروي اتحاد یوه برخه وه. یاد هیواد ۲۷ د اګست ۱۹۹۱م کال د خپلواکی اعلان وکړ. د مولداوی پلازمینه د کیشیناو ښار مساحت یې ۸۴۶۳۳ کیلومتره مربع دی. د وګړو شمیر یې ۵۰۰۵۶۷۳ نفره لوی ښار یې کیشینف او رسمي ژبي یې مولداویایي او رومانیایي دي. اقتصاد تاریخ جغرافیه کلتور اداري ویش سیاسی جوړښت مولدوا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%86%DA%AB%D9%88%D9%84%D9%8A%D8%A7 | منګوليا | مغولستان یا منګولیا په وچې پورې تړلی او په ختیځې آسیا کې پروت هیواد دی. پلازمینه یې اولان باتور او رسمی ژبه یې منګولیایې ژبه ده. نوموړی هیواد په ۲۹ د ډسمبر ۱۹۱۱م کال د چینګ امپراتوری خپلواکی ترلاسه کړی. مساحت یې ۱۱۶۵۶۴۱ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۱۷۰۱۴۵۳ میلیونه تنوته رسیږي. څراغ د مغول ملت یا د منګولیا ایالت په ختیځې اسیا کې وچې ته محاط هېواد دی، چې په شمال کې له روسیې او په سویل کې له چین سره ګډه پوله لري. دا کیلومتره مربع مربع میل مساحت لري. یوازې . میلیون نفوس لري، چې د نړۍ تر ټولو لږ نفوس لرونکی خپلواک هېواد دی. منګولیا د نړۍ تر ټولو لوی وچه پورې تړلی هېواد دی، چې له تړلي بحر سره پوله نه لري او ډېره برخه یې پر چمنونو پوښل شوې، غرونه یې په شمال او لوېدیځ کې دي او په سویل کې یې د ګوبي صحرا ده. اولان باتار یې پلازمېنه او لوی ښار دی، چې د هېواد نږدې نیمایي نفوس جوړوي. د نننۍ منګولیا سیمه د بېلابېلو کوچیانو سترواکیو ، ، او د لومړي ترکي خګانیت له خوا اداره شوه. په ز کال کې، چنګیز خان د منګول امپراتورۍ تاسیس کړه، چې په تاریخ کې تر ټولو لویه متضاده ځمکنۍ سترواکي شوه. د هغه لمسی قبلی خان د یوان کورنۍ د تاسیس لپاره چین فتح کړ. د یوان له ړنګېدو وروسته منګولیان منګولیا ته لاړل او د دیان خان او تومن زاسګت خان له دورې پرته یې د خپلمنځي شخړو پخوانۍ بڼه بیا پیل کړه. په مه پېړۍ کې، تبتي بودیزم منګولیا ته خپور شو، چې په کېنګ کورنۍ کې د مانچو له خوا رهبري کېده او دغه هېواد یې په مه پېړۍ کې ونیو. د شلمې پېړۍ په پیل کې، د بالغ نارینه نفوس نږدې درېیمه برخه بودايي راهبان وو. په ز کال کې د کېنګ د سلطنت له ړنګېدو وروسته، منګولیا خپلواکي اعلان کړه او په ز کال کې یې له چین جمهوریت نه خپلواکي ترلاسه کړه. لږ وخت وروسته، هېواد د شوروي اتحاد پر اقمارو بدل شو، چې له چین نه یې د خپلواکۍ په برخه کې مرسته کړې وه. په ز کال کې، د منګولیا خلق جمهوریت د سوسیالیستي دولت په توګه تاسیس شو. په ز کال کې تر کمونیست ضد انقلابونو وروسته، منګولیا د ز کال په لومړیو کې خپل سوله ییز ډیموکراټیک انقلاب ترسره کړ. دا د څو ګوندونو سیسټم، د ز کال نوي اساسي قانون او د بازار اقتصاد ته د لېږد لامل شو. نږدې ٪ نفوس یې کوچیان یا نیمه کوچیان دي؛ د آس کلتور یې په بشپړه بڼه پاتې دی. بودیزم د اکثریت مذهب دی او بې مذهبه وګړي یې دویمه لویه ډله ده. اسلام دویم لوی دین دی، چې د قزاقانو ترمنځ متمرکز دی. ډېری اتباع یې توکمیز منګولیان دي، چې نږدې ٪ نفوس یې قزاقان، تووانان او نور اقلیتونه دي، دوی په ځانګړې توګه په لوېدیځ کې متمرکز دي. منګولیا د ملګرو ملتونو، د اسیا د همکارۍ ډیالوګ، ، د اسیا د زیربناوو د پانګونې بانک، د ناپییلي غورځنګ غړی او د ناټو نړیوال شریک دی. منګولیا هېواد په ز کال کې د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره یوځای شو او هڅه کوي، ترڅو په سیمه ییزو اقتصادي او سوداګریزو ډلو کې خپل ګډون پراخ کړي. ریښه پېژندنه د منګولیا نوم په لاتین کې د منګولانو ځمکه معنی لري. د منګوليايي کلیمې منګول اصل ناڅرګنده ریښه لري، په بېلابېلو ډولونو لکه د غره یا سیند نوم؛ د منګولیا د مونګخی-ټینګری-ګال ابدي اسماني اور فساد یا له موګلو نه اخیستل شوې، چې د څلورمې پېړۍ د روران خګانیت بنسټ ایښودونکی و. لومړی د مونګو په توګه تصدیق شوی په چینايي: ، اوسنۍ چینایي ، منځنۍ چینایي د اتمې پېړۍ د تانګ امپراتورۍ د شمالي قومونو په لیست کې د شیاوی څانګه، په احتمالي ډول له لیاو دور مونګکو سره تړاو لري. چيني: ، اوسنۍ چينايي ، منځنۍ چينايي ؛ نو دا هغه قبيله ده، چې اوس د خامګ منګول په نامه يادېږي. په ز کال کې د لياو تر سقوط وروسته، خامګ مغولان په منګوليا کې يوه مخکښه قبيله شوه. په هر حال، د جورچین په واکمنۍ سره له جین کورنۍ او د تاتار کنفدراسیون سره د دوی جګړو دوی کمزوري کړي وو. د قبیلې وروستی مشر ییسګی و، چې زوی یې تیموجین بالاخره د شیوي ټول قومونه د منګول سترواکۍ یخ مونګول اوولس په توګه متحد کړل. په ديارلسمه پېړۍ کې د منګول کلیمه د چنګيز خان تر واکمنۍ لاندې د منګوليک ژبو د يوې لويې ډلې لپاره پر يوه چتر اصطلاح بدله شوه. د ۱۹۹۲ز کال د فبرورۍ په ۱۳مه د منګولیا د نوي اساسي قانون له تصویب راهیسې، د دغه ایالت رسمي نوم منګولیا دی. تاریخ او لرغونتوب په خوډ ولایت کې د خویت تسنخر مغاره، لوی فیل، صحرایي پیشو، د باختري اوښانو او شترمرغانو ګلابي، نسواري او سرې رنګې نقاشۍ کاله وړاندې تاریخ انځوروي، چې دا د منګولیا لاسکاکس لقب ترلاسه کوي. د مالتا د وینس مجسمې کاله پخوا په شمالي منګولیا کې په پورتنۍ پیلیولیتیک کې د لوړې هنري کچې ګواهي ورکوي؛ مالتا اوس د روسیې برخه ده. د نوي ډبر پېر پرمهال کرنیز مېشت ځایونه . - له میلاده مخکې، لکه په نوروولین، تامسګبولګ، بایانزاګ، او رشان خاد کې د آس سوارۍ کوچي مېشتۍ له معرفي کېدو دمخه، د منګولیا په تاریخ کې یوه مهمه پېښه وه، چې پر واکمن کلتور بدله شوه. د آسونو سوارۍ په منګولیا کې د مسو او برونزو د دورې افاناسیو کلتور - له میلاده مخکې په لړ کې د لرغون پېژندنې شواهدو له خوا مستند شوي؛ دا کلتور په مرکزي مغولستان کې تر خنګای غرونو پورې فعال و. د افناسیوان په قبرونو کې موندل شوي څرخي موټرونه کاله مخکې له میلاد نه تاریخ لري. کوچي توب او فلز کاري، د اوکونیوف کلتور د دویمې مخکې له میلاد زریزې، اندرونوو کلتور -مخکې له میلاده او کاراسوک کلتور - مخکې له میلاده سره ډېر وده وکړه، چې په کال کې د اوسپنې د دور سترواکۍ سره پای ته ورسېد. د د برونزو د دورې په یادګارونو کې د هرن ډبرې، کیریګسور کورګان، مربع تخته یي قبرونه او د ډبرې نقاشي شامل دي. له سړې جګړې وروسته په ز کال کې د شوروي اتحاد ړنګېدل، د منګولیا سیاست او ځوانان ډېر اغېزمن کړل. د دوی وګړو د ز کال په جنوري کې سوله ییز ډیموکراټیک انقلاب او د څو ګوندونو سیسټم او د بازار اقتصاد معرفي کړ. په ورته مهال کې د مغولستان پخوانی مارکسيست ليننيست خلق انقلابي ګوند پر د منګولیا اوسني سوسيال ډیموکراټيک خلق ګوند واوښت، چې د هېواد سياسي منظره یې بدله کړه. په ز کال کې یو نوی اساسي قانون معرفي شو، او د خلق جمهوریت اصطلاح د هېواد له نوم نه لرې شوه. د بازار اقتصاد ته د لېږد بهیر تر ډېره ستونزمن و. د لسیزې په لومړیو کې هېواد د لوړ انفلاسیون او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ و. د نا کمونیستو ګوندونو لپاره بریا په لومړیو ټاکنو کې په ز کال ولسمشریزو ټاکنو او ز کال پارلماني ټاکنو کې ترلاسه شوه. چين د اسيا د همکارۍ ډيالوګ ، د اسيا- پاسفيک اقتصادي همکارۍ د غړيتوب لپاره د منګوليا د غوښتنليک ملاتړ وکړ او د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې يې د څارونکي حيثيت ورکړ. ژبې د منګولیا رسمي ژبه منګولیایي ده او د ٪ نفوس له خوا ویل کېږي. په ټول هېواد کې د اوریت او بوریت مختلفې ژبې ویل کېږي او د منګولیک خامنیګان ځینې ویونکي هم شته دي. د هېواد په لوېدیځ کې پر قزاقي او توواني او ترکي ژبو هم خبرې کېږي. د منګولیا اشاروي ژبه د کڼو د ټولنې اصلي ژبه ده. نن ورځ، منګولیایي په منګولیا کې په سیریلیک الفبا لیکل کېږي، چې تر دې مخکې په منګولیایي لیکدود لیکل کېده. په ۱۹۹۴ز کال کې د زاړه لیکدود د بیا معرفي کولو پلان جوړ شوی و، خو دا کار ترسره نه شو؛ ځکه چې زاړه نسلونه له عملي ستونزو سره مخ وو. ښوونځي دودیزه الفبا بیا دودوي. د ز کال په مارچ کې، د منګولیا حکومت پلانونه اعلان کړل، چې تر ز کال پورې به په رسمي اسنادو کې سیریلیک او دودیز منګولیايي لیکدودونه دواړه وکاروي. روسي په منګولیا کې تر ټولو ډېره دود بهرنۍ ژبه ده؛ ورپسې انګلیسي ده، که څه هم انګلیسي په تدریجي ډول د دویمې ژبې په توګه د روسي ځای نیسي. کوریایي ژبې په سویلي کوریا کې د لسګونو زرو منګولیایانو په کار کولو سره شهرت ترلاسه کړ. تاریخ کلتور اقتصاد جغرافیه د لویدیځې اسیا هیوادونه په وچې پورې تړلي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D9%86%D8%AA%DB%90%D9%86%DB%90%DA%AB%D8%B1%D9%88 | مانتېنېګرو | مانتېنېګرو په سربيايي ژبهمانتېنېګرو ژبه: يا وينګ تسرنا گُرا : د اروپا په سوېل ختيځ کې يو هېواد دی چې پلازمېنه يې د پودګوريتسا ښار دی، دا هېواد د ادرياتيک سمندرګي په څنډه کې موقعيت لري، پولي واحد يې يورو ده، د وګړو شمېر يې ۶۲۰٫۰۰۰ تنه دی. د دې هېواد پراخوالی ۱۴٫۰۲۶ کیلومتر مربع دی، دا هېواد له البانيا، بوسنيا او هرزه ګوينيا ، سربيا، کوزوو او کرواسيا هېوادونو سره ګډه پوله لري، په همدې ډول مانتېنېګرو د جون په ۲۸ کال ۲۰۰۶ مېلادي کې د ملګرو ملتونو غړيتوب ترلاسه کړ. سرچينې |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B1%D8%A7%DA%A9%D8%B4 | مراکش | مراکش چې رسمي نوم يې د مراکش سلطنت دی،د شمالي افريقا د مغرب سيمې په لرې شمال لويديځ کې پروت دی. شمال لور ته د مديترانې سمندر او لويديځ لور ته د اتلانتيک اقيانوس په لوړو څنډو موقعيت لري، ختيځ لور ته له الجزاير سره ځمکنۍ پوله لري، سويل لور ته يې د سويلي سهارا لانجمنه سيمه پرته ده. مراکش په سبتة، مليله، پنون دي ولز ډي لا ګومرا سيمو هم دعوه لري چې د هسپانيې تر واک لاندې دي، مراکش د هغو ګڼو ټاپوګانو د ملکيت مدعي هم دی چې د هسپانيې په ساحلونو کې د هغه هېواد تر واک لاندې دي. سيمه يې ۴۴۶،۵۵۰ کيلو متره ۱۷۲،۴۱۰ ميل مربع يا ۷۱۰،۸۵۰ کيلو متره ۲۷۴،۴۶۰ ميل مربع ده، د وګړو شمېر يې نږدې اووه دېرش ميليونه دی. رسمي او په هېواد کې واکمن دين اسلام دی، رسمي ژبې يې عربي او بربري دي؛ په مراکشي لهجه عربي او فرانسوي هم ډېر خلک خبرې کوي. مراکشي پېژندګلو او کلتور د بربري، عربي او اروپايي کلتورونو ګډوله او خوځنده کلتور دی. پلازمېنه يې رباط او ستر ښار يې دار البيضاء دی. له ۹۰۰۰۰ کلونو نه را پدېخوا د لرغوني ډبرين پير نه په کې انسانان ژوند کوي، لومړی مراکشي دولت په ۷۸۸ ز کال کې د لومړي ادريس له خوا جوړ شوی و. له هغه وروسته پرې يو لړ خپلواکو واکمنيو حکومت وکړ، په يوولسمه او دولسمه پېړۍ کې د المرابطينو او الموحدينو د واکمنيو پر مهال د سيمه یيز ځواک په توګه خپل اوج ته ورسېد، دا هغه مهال و چې يادو واکمنيو د ايبيري ټاپووزمې او مغرب ډېرې برخې په واک کې لرلې. په پنځلسمه او شپاړسمه پېړۍ کې د مراکش خپلواکي هغه مهال له بهرنيو ګواښونو سره مخامخ شوه، کله چې پرتګال د دې هېواد ځينې سيمې ونيولې او عثماني سترواکۍ د ختيځ له خوا تېری وکړ. مريني او سعدي واکمنيو د بهرني نیواک په وړاندې مقاومت وکړ او مراکش يوازینی شمالي افريقايي هېواد و چې له عثماني واکمنۍ بچ پاتې شو. د علويانو سلسلې په ۱۶۳۱ز کال کې واک تر لاسه کړ چې تر اوسه په مراکش حکومت کوي او په دوو پېړيو کې يې له لويديځې نړۍ سره ديپلوماتيکې او سوداګريزې اړيکې پراخې کړې دي. د مديترانې له حوزې سره نږدې د مراکش ستراتيژيک موقعيت يو خل بيا اروپايي لېوالتيا راجلب کړه؛ په ۱۹۱۲ز کال کې فرانسې او هسپانيې دا هېواد په دوه تحت الحمايه برخو ووېشه او په طنجة کې يې يوه نړيواله سيمه وساتله. د نېواکګرو واکمنيو پر ضد د نړيوالو بريدونو او پاڅونونو نه وروسته، په ۱۹۵۶ز کال کې مراکش يو ځل بيا خپلواکي تر لاسه او سره متحد شو. له خپلواکۍ راهيسې مراکش یو څه ارام او سوکاله پاتې شو. په افريقا کې پنځم ستر اقتصاد دی، په افريقا او عربي نړۍ د پام وړ اغېز لري، په نړيوالو چارو کې منځنی ځواک بلل کېږي، د عربي ټولنې، مديترانې اتحاديې او افريقايي اتحاديې غړيتوب لري. د مراکش اتحادي نيمه مشروطه پاچهي ده چې منتخب پارلمان لري. د اجرائيه برخې مشري يې د مراکش پاچا او لومړی وزير کوي، د قانون جوړولو اختيارات يې د پارلمان دوو خونو ته ورکړل شوي دي؛ د استازو خونه او د شوراګانو خونه. قضايي واک د اساسي قانون له محکمې سره دی، کوم چې د قوانينو د اعتبار، ټولټاکنو او ټول پوښتنې ارزونه کوي. پاچا پراخ اجرائيوي او تقنيني واکونه لري، په ځانګړي ډول پر پوځ، بهرنۍ تګلارې او مذهبي چارو، هغه د الظهير په نوم احکام صادرولای شي، چې همدا احکام د قانون بڼه لري، له لومړي وزير او اساسي قانون له محکمې سره تر مشورې وروسته پارلمان منحل کولای شي. مراکش د لويديځې سهارا د ناخپلواکې سيمې د مالکيت ادعا لري او دې سيمې ته يې د خپلو سويلي ولايتونو نوم ورکړی دی. په ۱۹۷۵ز کال کې، کله چې هسپانيې موافقه وکړه چې پر دې سيمه خپل نیواک پای ته رسوي او خپل واک مراکش او موريتانيې ته ورکوي، د دې خواکونو او سيمه یيزو خلکو تر منځ چريکې جګړې پيل شوې. په ۱۹۷۹ز کال کې، موريتانيا پر ياده سیمه د خپل ملکيت له ادعا تېر شو، خو بيا هم جګړه د تېر په څېر روانه وه. په ۱۹۹۱ز کال کې، د اوربند تړون وشو، خو د خپلواکۍ مسئله ناحله پاتې شوه. اوسمهال مراکش د يادې سيمې دوه په درې برخه په واک کې لري او د دې لانجې د حل لپاره هڅې نه دي توانېدلي چې دا سياسي بندښت مات کړي. رېښه د مراکش پوره عربي نوم المملکة المغربية دی، ښه ژباړه يې دا ده : د لويديځ پاچهي، ځکه چې په عربي کې الغرب لويديځ ته وايي. د دې نوم ژباړه داسې هم کېدای شي: د ماشام پاچهي؛ د منځنۍ پېړۍ عرب تاريخ پوهان او جغرافيه پوهان کله ناکله مراکش ته المغرب الاقصی نوم اخلي، چې معنا يې ده: لرې لويديځ، د ګاونډيو سيمو سره د توپير لپاره بيا ورته المغرب الاوسط يعنې منځنی لويديځ او المغرب الأدنی یعنې نژدې لویديځ نومونه اخلي. په انګليسي ژبه کې لیکل کېدونکی ټکی له مراکش نه اخیستل شوی دی، د المرابطينو د سلطنت او الموحدينو د خلافت پر مهال دا سيمه د دې هېواد پلازمېنه وه. د مراکش ټکي د اصليت په اړه اختلافات دي، خو دا ډېره نژدې ده چې د بربري ټکي امور او اکوش نه اخیستل شوی چې معنا يې ده د خدای ځمکه. د مراکش اوسنی بربري نوم دی. په ترکي ژبه کې مراکش ته فاس ويل کېږي، فاس د دې هېواد د لرغونې پلازمېنې فس نه اخیستل شوی دی. خو د اسلامي نړۍ په نورو برخو کې، د بېلګې په ډول: مصري او د شلمې پېړۍ له نيمايي نه مخکې د منځني ختيځ په عربي ادبياتو کې، په عمومي توګه، مراکش ته همدا د مراکش نوم اخیستل کېده. د فارسي، اردو او پنجابي په ګډون، همدا نوم اوس هم په ځینو ژبو کې دې هېواد ته کارول کېږي. د انګليسي نوم د هسپانوي نوم انګليسي شوې بڼه ده. هسپانيايي نوم هم له لرغونې توسکاني کلیمې نه اخیستل شوی و او په ايټالوي ژبه کې د دې هېواد لپاره کارېدونکی ټکی بیا له توسکاني ژبې اخیستل شوی دی. تاریخچه له تاریخ مخکې او لرغونی د اوسني مراکش په سيمه کې د لرغوني ډبرين پير نه انسانان اوسېدلي دي، چې له زېږد مخکې د ۱۹۰۰۰۰ او ۹۰۰۰۰ تر منځ وختونو نه پيليږي. يوه وروستۍ خپرونه وړانديز کوي، داسې شواهد شته چې ان له دې پير مخکې هم هلته انسانانو ژوند کړی دی: د ۲۰۰۰ لسیزې په وروستيو کې د اتلانتيک اقيانوس په څنډو په جبل ارهود کې د ځيرک انسان د موندل شوو پاتې شونو تاريخ په اټکلي توګه ۳۱۵۰۰۰ کلونه پخوا ته رسېږي. د لوړ ډبرين پير پر مهال مغرب د اوس په پرتله زيات ښېرازه و، چې د اوسنو شاړو طبيعي منظرو پر خلاف ساوانا زرغونتيا ته ورته و. دوه وېشت زره وړاندې، له وړاندې نه شته د اتريايي کلتور ځای، ايبروماوروسي کلتور ونيو، کوم چې له ايبيریايي کلتور سره ورته والی لري. د مچتا-افالو ايبروماوروس د خښېدو په سيمه کې د موندل شوو انساني پاتې شونو د بدني جوړښت او اروپايي کرومګنون د پاتې شونو د اسکلټونو تر منځ د ورته والي وړانديز شوی دی. په مراکش کې د ايبروماوروسي کلتور ځای بيکر کلتور نيولی و. د ميتوکندريايي د ډي اين ای څېړنو کې د بربريانو او سامي سکانډينيويايانو تر منځ د نيکونو د شراکت نژدې اړیکه موندل شوې ده. دا شواهد دا نظر تايیدوي چې، ځينې هغه خلک اروپا ته کوچېدلي دي چې، د کنګلونو په وروستيو کې يې د سويل لويديځې اروپا د فرانسوي-کانتابريايي په خوندي سيمو کې ژوند کاوه او همدوی بيا د کنګل له وروستي پير وروسته د نفوسو په بيا توليد کې مرسته کړې. ایداري وېش مراکش هیواد د ۲۰۱۵م کال د وروستی بدلون سره په ۱۲ ولایتونو ویشل شوی دی. تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد مراکش |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%88%D8%B2%D8%A7%D9%85%D8%A8%D9%8A%DA%A9 | موزامبيک | موزمبېق په پرتکالي چې رسمي نوم یې د موزمبېق جمهوریت دی. پلازمینه یې د ماپوتو ښار او رسمي ژبه یې پرتګالي ده، موزمبیق ۵۹۰۸۰۱ کیلومتره مساحت او ۰۰۰۳۹۷۲۱ وګړي لري. نوموړی هیواد په ۲۵ د جون ۱۹۷۵م کال له پرتګال نه خپلواکی ترلاسه کړه. د یاد هیواد د پیسو واحد د موزامبیق متیکال دی. . . نښان . ماپوتو ماپوتو پرتګالي ژبه په رسمیت پیژندل شوې ژبې سواحلي ژبهامواني ژبهچوایي ژبهشنګاني ژبه موزامبقیان حاکم دولت حاکم ګوند نیمه ولسمشریزه ولسمشریزه ولسمشر فیلیپ نیوسی لومړی وزیر کارلوس اګستینو دو روساریو جوړښت پرتګالی موزامبیق ۱ مارچ ۱۴۹۸ خپلواکي له پرتګال، د موزامبیق د خلکو ولسمشریزه ۲۵ جون ۱۹۷۵ د امنیت شورا ۳۷۴ هوکړه ملګري ملتونه ۱۶ سپټمبر ۱۹۷۵ اوسنی اساسی قانون ۳۰ نوامبر ۱۹۹۰ ۵ اکتوبر ۲۰۱۷ ۸۰۱٬۵۹۰ ۳۵ام ۳۰۹٬۴۹۶ ۲٫۲ ۳۰٬۰۶۶٬۶۴۸ ۲۷٬۹۰۹٬۷۹۸ ۲۰۲۰ ۴۸ام ۲۰۱۷ ۲۸٫۷ ۷۴٫۳ ۱۷۸ام ۴۱٫۴۷۳ بیلیونه ۲۰۱۹ ۱٬۳۳۱ ۱۵.۳۷۲ بیلیونه ۲۰۱۹ ۴۹۳ ۴۵٫۷ ۲۰۰۸ ۰٫۴۴۶ ۲۰۱۸ ۱۸۰ام متیکال موزامبیکی وخت ۲ چپ ۲۵۸ . ماخوا قوم تسونګا قوم، لوموی سینا قوم او نور. . -: ۵۶٫۱٪ مسیحیت ۲۸٫۷٪ کاتولیک ۲۷٫۳٪ پروتستانتیسم ۰٫۱٪ نور ۱۸٫۰٪ اسلام ۱۷٫۹٪ بی دیني ۷٫۴٪ سنتي دینونه ۰٫۶٪ نور ۲۰۱۷ موزمبيق چې په رسمي ډول د موزمبيق جمهوريت دی، پرتګالي ژبه کې ، پرتګالي تلفظ يې ، چيچيوا ژبه کې ، سواهيلي ژبه کې او په ژبه کې ليکل کېږي. موزمبيق په سويل ختيځه افريقا کې پروت هېواد دی، چې په ختيځ کې له هند سمندر، شمال کې له تانزانيا، شمال لويديځ کې له مالاوي او زمبيا، لويديځ کې له زيمبابوی او سويل لويديځ ته له ايسواټيني سوازيلېنډ او سويلي افريقا سره ګډه پوله لري. ياد خپلواک دولت ختيځ ته د موزمبيق کانال په واسطه له کومروس ، مايوټي او ماډاګاسکر څخه بېل شوی دی. پلازمېنه او ستر ښار يې ماپيوټو دی، چې له ۱۸۷۶ څخه تر ۱۹۷۶ ز کال پورې د په نوم پېژندل کېږي. د لومړۍ او پينځمې ميلادي پېړيو تر منځ د ژبې ويونکي وګړي له لرې شمال او لويديځ څخه نني موزمبيق ته کډه وکړه. شمالي موزمبيق د هند سمندر په مونسون يا موسمي سوداګريزو بادونو کې پروت دی. د ۷ او ۱۱ پېړيو تر منځ د سواهيلي بندر ښارګوټو يو لړۍ په کې اباده شوه، چې د يو ځانګړي سواهيلي کلتور او ژبې په پرمختګ کې يې مرسته وکړه. د منځنيو دورو په وروستيو کې ياد ښارګوتي يو ځل بيا د سوماليا، ايتوپيا، مصر، عربستان، ايران او هند د سوداګرو له لورې ودان شول. په ۱۴۹۸ ز کال کې د سفر سيمې ته د پرتګاليانو رسېدنه په نښه کړه، چې په ۱۵۰۵ ز کال کې يې د استعمار او مېښت کېدنې يو پرله پسې بهير پيل کړ. د پرتګاليانو له څلور پېړۍ واکمنۍ څخه وروسته موزمبيق په ۱۹۷۵ز کال کې خپلواکي تر لاسه کړه او له يادې نېټې څخه لږه موده وروسته د موزمبيق د خلکو جمهوريت شو. له خپلواکۍ څخه يوازې دوه کلونه وروسته هېواد يوې سختې او پراخه کورنۍ جګړې ته دننه شو، چې له ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۹۴ز کلونو پورې يې دوام وکړ. موزمبيق خپلې لومړنۍ ګڼ ګوندي ټاکنې وکړې او له همغه وخت راهيسې يو څه ثابت ولسمشريز جمهوريت پاتې شوی دی، که څه هم اوس هم له کوچنيو سرکښيو سره مخامخ کېږي. موزمبيق بډايه او پراخه طبيعي سرچينې لري. د هېواد اقتصاد زياتره د کرنې پر بنسټ دی، مګر په ځانګړي ډول د خوړو او څښاکو، کيمياوي جوړښت او د المونيم او نفتو د توليد صنعت په کې ورځ تر بلې وده کوي. د چکر او سياهت برخه يې هم پراختيا کوي. سويلي افريقا د دې هېواد اصلي سوداګريز ملګری او د باندنۍ سيده پانګه اچونې سرچينه ده، په داسې حال کې چې بلجيم، برازيل، پرتګال او هسپانيه هم د موزمبيق تر ټولو مهم اقتصادي ملګري هېوادونه دي. د ۲۰۰۱ ز کال راهيسې د هېواد د کلني ناخالص کورني محصول منځنۍ وده د نړۍ د لوړو ودو يا پرمختګونو له ډلې څخه ده. که څه هم ياد هېواد د نړۍ له تر ټولو بې وسه او وروسته پاتې هېوادونو څخه دی، د سړي سر ناخالص کورني محصول، انساني پرمختګ، د نابرابرۍ معيارونو او د منځني ژوند اټکل کې ښکته ځای لري. د دې هېواد يوازينۍ رسمي ژبه پرتګالي ده، چې د نږدې نيمايي نفوس له لورې پرې زياتره د دويمې ژبې په توګه خبرې کېږي. په عامې هېوادنۍ ژبې ، ، او دي. د هېواد نږدې ۲۹ ميليونه نفوس زياتره له بانټو توکم وګړو څخه جوړ شوی دی. تر ټولو ستر مذهب په کې عيسويت دی، چې د پام وړ لږه کي په کې د اسلام او افريقايي دوديزو مذهبونو پيروي کوي. موزمبيق د ملګرو ملتونو، افريقايي ټولنې، د ملتونو د ګډو ګټو، د اسلامي مرستې سازمان، د پرتګالي ژبې هېوادونو ټولنې، د ناپييلي خوځښت او د سويلي افريقا د پرمختګ ټولنې غړی او په کې ناظر هېواد دی. رېښه ياد هېواد د موزمبيق له ټاپو څخه وروسته د پرتګاليانو له لورې ونومول شو، چې له يا يا يا يا څخه اخيستل شوی دی، چې يو عرب سوداګر و چې په لومړي ځل يې له ياد ټاپو څخه کتنه وکړه او وروسته په کې واوسېده. د ټاپو ښارګوټی تر ۱۸۹۸ پورې د پرتګالي مستعمرې پلازمېنه و. په همدې کال کې د هېواد پلازمېنه کې نني ته ولېږدول شوه. تاريخچه موزمبيق ته د بېنټو ويونکو وګړو د کډوالۍ نېټه له ميلاد څخه مخکې څلورمې پېړۍ ته ورګرځي. د لومړۍ او پينځمې ميلادي پېړيو تر منځ باور کېږي، چې د زمبيزي سيند د درې له لارې د کډوالۍ څپې له لويديځ او شمال څخه تېرې او بيا په پرله پسې ډول د سويلي افريقا لوړو غرنيو او ساحلي سيمو ته ننوتې. دوی د اهلي ژوو د ساتنې پر بنسټ کرنيزې ټولنې يا ډلې رامنځته کړې او له ځانونو سره يې د اوسپنې د ويلې کولو پښ کولو صنعت يا تخنيک پوهنه راوړله. سواهيلي ساحل له ميلاد څخه د مخکې لومړۍ زريزې له وروستيو څخه د هند سمندر د سوداګرۍ پراخه شبکې د سويل پر لور موزمبيق ته دومره پراخه وغځېدې، چې د لرغونی بندري ښارګوټی يې هم شاهد و. د هند سمندر په سوداګرۍ کې مخ پر وده پانګه اچونه، چې په نهمه پېړۍ کې پيل شوه؛ د معاصر يا نني موزمبيق په ګډون د ټول ختيځ افريقايي ساحل په اوږدو کې د ګڼو بندري ښارګوټو د ودې لامل شوه. ياد ښارګوټي چې زياتره يې خپلواک وو، په لومړني سواهيلي کلتور کې په پراخه ډول ګډون وکړ. اسلام په کې زياتره د هغو ښاري روڼ اندو له لورې ومنل شو، چې د سوداګرۍ چارې يې اسانولې. په موزمبيق کې ، او د موزمبيق ټاپو تر ۱۵ پېړۍ پورې سيمه ايز قدرتونه وو. يادو ښارګوټو د افريقا له کورنيو او د هند له سمندر څه د باندې سوداګرو سره سوداګري وکړي. په ځانګړي ډول مهم يې د سرو زرو او د عاج د فيل غاښ کاروان لارې وې. دنني دولتونه لکه د زيمبابوی پاچاهۍ او د ميوټاپا پاچاهۍ غوښتل شوي سره زر او د فيل غاښونه چمتو کړل، چې وروسته له ساحل څخه پورته پراخه بندري ښارونو لکه کيلوا او مومباسا ته يې راکړه ورکړه تر سره شوه. پرتګالي موزمبيق ۱۹۷۵-۱۴۹۸ کله چې په ۱۴۹۸ کې موزمبيق ته پرتګالي سپړونکي ورسېدل، وار له مخه په کې عرب سوداګريز استوګن د څو پېړيو لپاره د ساحل په اوږدو او له ټاپوګانو څخه لرې مېشت وو. له نږدې ۱۵۰۰ څخه پرتګالي سوداګريزو پوسټونو او کلا ګانو د عرب د سوداګريز او پوځي واک او لومړيتوب ځای ونيو او په ختيځ کې پر نوي اروپايي سيند باندې د غوښتنې منظم بندرونه شول، چې دا د مستعمرې کېدنې بهير جوړېدلو لپاره لومړني ګامونه وو. په ۱۴۹۸ کې ته نږدې د يون د سيمې په سوداګرۍ، سياست او ټولنه کې پرتګالي ننوت په نښه کړ. پرتګاليانو د ۱۶ پېړۍ په لومړيو کې د موزمبيق ټاپو او د بندري ښار واک تر لاسه کړ او تر ۱۵۳۰ لسيزې پورې د پرتګالي سوداګرو او کان پېژندونکو کوچنيو ډلو، چې د سرو زرو په لټه کې وو؛ دننۍ سيمو کې يې نفوذ وکړ. يادو ډلو د پر سيند باندې په او کې لښکرکوټونه او سوداګريزې پايې جوړې کړې او د سرو زرو پر سوداګرۍ باندې د پراخه واک تر لاسه کولو هڅه يې وکړه. ایداري وېش موزامبیق هیواد په ټوله کې په ۱۰ ولایتونو او ۱۲۹ ولسوالیو وېشل شوی دی. ر این کشور تشکیل شدهاست. تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%8A%D8%A7%D9%86%D9%85%D8%A7%D8%B1 | ميانمار | ميانمار يا برما چې په رسمي توګه د ميانمار د جمهوري اتحاديه په نوم یاديږي په سوېل ختيځه آسيا کې پروت یو هېواد دی. د برنا پلازمینه د نایپیداو ښار دی او رسمی ژبه یې برمایي ژبه ده، یاد هیواد ۵۷۸۶۷۶ کیلومتره مربع او ۸۵۵۵۸۲۵۳ میلیونه وګړي لري. میانمار، په رسمي توګه د میانمار د اتحادیې جمهوریت چې برما هم ورته ویل کېږي، د سویل ختیځې اسیا یو هېواد دی. دا په اصلي سویل ختیځه اسیا کې تر ټولو لوی هېواد دی او تر ز کال پورې یې شاوخوا میلیونه نفوس درلود. میانمار په شمال لوېدیځ کې له بنګله دیش او هند، شمال ختیځ کې له چین، ختیځ او سویل ختیځ کې له لاوس او تایلینډ، او سویل او سویل لوېدیځ کې له اندامان سمندر او بنګال خلیج سره ګډه پوله لري. د هېواد پلازمېنه نیپیداو ښار دی او تر ټولو لوی ښار یې یانګون رنګون دی. په دې سیمه کې په لومړیو تمدنونو کې د میانمار په پورتنۍ برخه کې د تبت - برمن ژبو پیو ښاري ایالتونه او په ټیټ میانمار کې د مون سلطنتونه شامل وو. په ۹مه پېړۍ کې، د بامر وګړي پورتنۍ ایراودي درې ته ننوتل، او په لسیزه کې د بت پرست سلطنت له تاسیس وروسته، د برما ژبه، کلتور، او تراودا بودیزم دین ورو ورو پر هېواد واکمن شول. د بت پرستو سلطنت د منگول تر یرغلونو لاندې راغی، چې له دې سره څو جنګیالي دولتونه راڅرګند شول. دغه هېواد په ۱۶مه پېړۍ کې، د تانګو د سلطنت له خوا متحد شو، چې د لنډې مودې لپاره د سویل ختیځې اسیا په تاریخ کې تر ټولو لویه سترواکي شوه. د ۱۹مې پېړۍ په پیل کې د کونبونګ کورنۍ په یوه سیمه کې واکمني کوله، چې په کې نننی میانمار شامل و او په لنډه موده کې یې مني پور او آسام هم کنټرول کړل. د برتانیې د ختیځ هند شرکت په ۱۹مه پېړۍ کې تر دریو انګلیس-برما جنګونو وروسته د میانمار د ادارې کنټرول ترلاسه کړ او هېواد د برتانوي استعمار په توګه بدل شو. د جاپان تر لنډ اشغال وروسته، میانمار د متحدینو له خوا بېرته ونیول شو او په ز کال کې یې خپلواکي ترلاسه کړه. په ز کال کې تر کودتا وروسته، دا هېواد د برما تر سوسیالیست پروګرام ګوند لاندې یو پوځي دیکتاتور هېواد شو. میانمار د خپلواکۍ په ډېرو کلونو کې په توکمیزو شخړو کې ښکیل و او بې شمېره توکمیزې ډلې یې د نړۍ په تر ټولو اوږد مهالو کورنیو جګړو کې ښکېلې دي. په دې موده کې ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو سازمانونو په هېواد کې له بشري حقونو نه په دوامداره توګه د سرغړونو راپور ورکړی دی. په ز کال کې، پوځي حکومت په رسمي توګه له ز کال ټولټاکنو وروسته منحل شو او یو ملکي حکومت تاسیس شو. دا د آنګ سان سوچي او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو او په ز کال کې له بریاليو ټاکنو سره سره؛ د هېواد د بشري حقونو لرغونوالی، د بهرنیو اړیکو ښه والی او د سوداګرۍ او نورو اقتصادي بندیزونو د کمولو لامل شو. د دغه هېواد چلند د توکمیزو لږکیو، په ځانګړې توګه د روهینګیا د شخړې په تړاو، د نړیوالو سازمانونو او زیاترو هېوادونو له خوا غندل شوی دی. د میانمار د ز کال تر ټاکنو وروسته، چې د آنګ سان سوچي ګوند په دواړو مجلسونو کې قاطع اکثریت وګاټه، د برما پوځ یو ځل بیا د کودتا پر مټ واک ترلاسه کړ. کودتا په پراخه کچه وغندل شوه او په میانمار کې د پراخو لاریونونو لامل شوه همدارنګه د پوځ له خوا له تاوتریخجن غبرګون سره مخ شوه. پوځ هم آنګ سان سوچي ونیوله او پر هغې یې له فساده نیولې د کوویډ پروتوکولونو نه تر سرغړونې پورې د جرمونو تورونه ولګول، چې ټول یې د خپلواکو څارونکو له خوا سیاسي انګېزه په نښه شوي دي. میانمار د ختیځې اسیا د سرمشریزې، د نامتعهد خوځښت، د او غړیتوب لري، که څه هم یو مهال د بریتانیا د سترواکۍ برخه و، خو لا هم د مشترک المنافع هېوادونو غړی نه دی. دا د جواهراتو، تیلو، طبیعي ګازو او نورو معدني زېرمو له پلوه بډایه هېواد دی. میانمار هم د تجدید وړ انرژۍ نه برخمن دی. د میکانګ د لویې سیمې په پرتله د لمریزې بریښنا تر ټولو لوړ ظرفیت لري. په ز کال کې، د هغه . میلیارده ډالر او یې . میلیارده ډالر وو. په میانمار کې د عاید تشه په نړیواله کچه پراخه ده؛ ځکه چې د اقتصاد لویه برخه د پوځي حکومت د ملاتړو له خوا کنټرول کېږي. تر ز کال پورې، میانمار د بشري پراختیا د شاخص له مخې، د بشري پراختیا په برخه کې په هېوادونو کې ځای لري. ریښه پېژندنه د میانمار هېواد د نوم په اړه اختلافات شته دي، په ځانګړې توګه د مې پېړۍ په لومړیو کې، د هغو وګړو پر مشروعي سیاست تمرکز کوي، چې له میانماره یې د برما پر وړاندې ترې کار اخیست. دواړه نومونه د پخوانۍ برمایي ژبې له مرانما یا مرما نه اخیستل شوي، چې د اکثریت برمن توکمیزې ډلې لپاره یو توکمیز نوم دی او له یوې ناڅرګندې ایتمولوژي نه اخیستل شوی دی. په عام ډول فکر کېږي چې دغه اصطلاحات له براهما دیشا نه اخیستل شوي دي. په ز کال کې، پوځي حکومت په رسمي توګه د زیاترو هغو نومونو انګلیسي ژباړې بدلې کړې، چې د برما استعماري دورې یا تر هغې دمخه دورې پورې اړوندې وې او پخپله د هېواد د نوم ژباړې یې ته یې هم بدلون ورکړ، یعنې برما پر میانمار بدله شوه. د نوم بدلول یې لاهم یوه جنجالي مسله پاتې ده. ډېری سیاسي او قومي اپوزیسیون ډلې او هېوادونه د برما نوم کاروي؛ ځکه چې دوی د واکمن پوځي حکومت مشروعیت یا د دغه هېواد د نوم بدلولو واک په رسمیت نه پېژني. تاریخ د لرغون پېژندنې شواهد ښیي، چې هومو ایرکتوس کلونه مخکې، په هغه سیمه کې ژوند کاوه چې اوس د میانمار په نوم پېژندل کېږي او تر کلونو مخکې وروسته نور هېڅ ایرکتوس نه موندل کېږي. د لومړني شواهد د میانمار په مرکزي برخه کې د ډبرو د وسیلو له کشف سره نږدې کاله مخکې له میلاده پورې اړه لري. په نوي ډبر پېر کې د نباتاتو او حیواناتو د اهلي کولو شواهد او د صیقل شوو ډبرو د وسیلو کارول، چې له نه تر پورې تاریخ لري د پاد - لین په غارونو کې د غارونو د نقاشیو په بڼه کشف شوي دي. د برونزو دوره را ورسېده. کاله مخکې له میلاده په سیمه کې وګړو مس په برونزو بدلول، د وريجو کښت یې کاوه او چرګان او خنزیران یې اهلي کول؛ نو دوی په نړۍ کې له لومړنیو وګړو نه وو چې دا کارونه یې وکړل. د دې دورې د انسان پاتې شوني او اثار د ساګاینګ سیمې په مونیووا سیمه کې کشف شوي دي. د اوسپنې دوره کاله مخکې له میلاده د اوسنۍ منډالي په سویل کې او د اوسپنې د کار کولو د استوګنځایونو له رامنځته کېدو سره پیل شوه. اقتصاد د میانمار اقتصاد په ز کال کې د . میلیارد امریکایي ډالرو اسمي سره او د نړیوال بانک په وینا په ز کال کې د متحده ایالاتو د . میلیارد ډالرو اټکل شوي پیرود ځواک سره د نړۍ تر ټولو ګړندۍ وده کونکی اقتصاد دی. بهرنيان په قانوني توګه د اجاره کولو توان لري، خو ملکیت نه لري. د ۲۰۱۴ز کال په ډسمبر کې، میانمار خپل لومړي اسهام د یانګون اسهامو په نامه جوړ کړل. دین په میانمار کې له ډېرو مذهبونه پیروي کېږي. دیني احادیث او احکام له ډېرو کلونو راهیسې شته دي. په هر حال، عیسویان او مسلمانان له مذهبي ځورونې سره مخ دي او د غیر بودایانو لپاره په پوځ کې شاملېدل یا دولتي دندې ترلاسه کول، چې په هېواد کې د بریالیتوب اصلي لار ده؛ نو د دوی لپاره یې لاسته راوړل ستونزمن نه، بلکې ناشوني دي. د ملکي وګړو دا ډول ځورونه په ځانګړې توګه په ختیځ میانمار کې د پام وړ دي، چې په تېرو لسو کلونو کې له نه ډېر کلي ویجاړ شوي دي. په ز کال کې تر نه زیات مسلمانان بنګله دېش ته تښتېدلي دي، ترڅو له ظلمه وژغورل شي. تاریخ جغرافیه اقتصاد کلتور سرچينې ميانمار هېوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%A7%D9%85%D9%8A%D8%A8%D9%8A%D8%A7 | ناميبيا | نیمیبیا چې په رسمي توګه د نامیبیا ولسمشریزه ده د افریقا په سویل ختیځ کې پروت یو هیواد دی. پلازمینه یې ویندهوک رسمی ژبه انګلیسي او مساحت یې ۴۱۸۸۲۵ کیلومتره مربع دی. نامیبیا ۰۷۷۱۱۳۲ میلیونه وګړي د پیسو واحد یې د نامیبیا ډالر دی او په ۲۱ د مارچ ۱۹۹۰م کال له سویلي افریقا نه خپلواکی ترلاسه کړی. نامیبیا، په رسمي ډول د نامیبیا جمهوریت، په جنوبي افریقا کې یو هېواد دی. لوېدیځه پوله یې د اتلانتیک سمندر دی. دا هېواد له شمالي لوري له زامبیا او انګولا سره، له ختیځ لوري له بوتسوانا او له سويل او ختیځ لوري له سوېلي افریقا سره ځمکنۍ پولې لري. که څه هم دا هېواد له زمبابوې سره پوله نه لري، تر ۲۰۰ مترو ۶۶۰ فوټو لږ د زمبیزي سیند د بوټسوانان ښي غاړه دواړه هېوادونه جلا کوي. نامیبیا د ۱۹۹۰ ز کال د مارچ په ۲۱ نېټه د نامیبیا د خپلواکۍ له جګړې وروسته له جنوبي افریقا څخه خپلواکي ترلاسه کړه. پلازمینه او ترټولو لوی ښار یې ویندهوک دی. نامیبیا د ملګرو ملتونو، د سوېلي افریقا د پراختیایي ټولنې ، د افریقایي ټولنې او د مشترک المنافع هېوادونو غړی دی. افریقا په سوېلي صحرا کې تر ټولو وچ هېواد، نامیبیا له تاریخ پخوا زمانو راهیسې د سان، دامارا او ناما خلکو له لوري تر استوګنې لاندې وه. د ۱۴مې پېړۍ په شاوخوا کې، د بنټو وګړو کډوال د بنټو پراختیا د یوې برخې په توګه دې هېواد ته راغلل. له هغه وخته را په دې خوا، د بنټو ډلې، چې تر ټولو لوی یې اوامبو دی، د دې هېواد برلاسی نفوس ګڼل کېږي. د نولسمې پېړۍ له وروستیو راهیسې، دوی د دې هېواد اکثریت جوړوي. په ۱۸۷۸ ز کال کې، د کیپ د غوره هیلې د کیپ مستعمره، بیا بریتانوي مستعمرې، د والس خلیجګي بندر او د پینګوین د ټاپوګانو ساحل ضمیمه کړل؛ چې په په ۱۹۱۰ ز کال کې د سوېلي افریقا د نوې ټولنې بشپړې برخې شوې. په ۱۸۸۴ کال کې، د آلمان سترواکۍ د دې خاورې په زیاتره برخه حاکمیت رامنځ ته کړ، چې د آلمان د سوېل لویدیځ افریقا په نوم مستعمره یې را منځ ته کړه. دې مستعمرې کرنه او زیربنا پراخه کړه. د ۱۹۰۴ز کال او ۱۹۰۸ز کلونو ترمنځ، دې مستعمېرې د هیرو او ناما خلکو په وړاندې د نسل وژنې مرتکب شوه. د جرمني واکمني په ۱۹۱۵ ز کال کې د جنوبي افریقا د ځواکونو پر مټ په ماتې سره پای ته ورسېده. په ۱۹۲۰ ز کال کې، د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای وروسته، د ملتونو ټولنې سوېلي افریقا ته مستعمېرې د اختیار دنده وسپارله. د حاکم ځواک په توګه، سوېلي افریقا، د نژادي بېلوالي او مقرراتو په ګډون، خپل قوانین پلي کړل. له ۱۹۴۸ ز کال راهیسې، چې ملي ګوند واک ته وټاکل شو، په دې قوانینو کې د سوېلي افریقا د اپارتایډ پلي کول شامل وو چې هغه وخت د سوېل لوېدیځې په نوم یاده شوه. د شلمې پېړۍ په وروستیو کې، کې د بومي افریقایي سیاسي فعالینو له لوري، چې د خپلواکۍ په لټه کې وو، د سیاسي نمایندګۍ لپاره پاڅونونه او غوښتنې د دې لامل شوې چې ملګري ملتونه په ۱۹۶۶ ز کال کې د سیمې مستقیم مسؤلیت په غاړه واخلي، خو په حقیقت کې د سوېلي افریقا حاکمیت موجود و. په ۱۹۷۳ زکال کې، ملګرو ملتونو د سوېل لوېدیځې افریقا د خلکو سازمان د نامیبیا د خلکو د رسمي استازي په توګه په رسمیت وپېژنده. دا ګوند د اوامبو وګړو تر واک لاندې دی، چې په سیمه کې لوی اکثریت دي. د پرله پسې چریکي جګړې وروسته، سوېلي افریقا په ۱۹۸۵ ز کال کې په نامیبیا کې موقته اداره جوړه کړه. نامیبیا په ۱۹۹۰ ز کال کې له جنوبي افریقا څخه بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه. خو والس خلیج او پینګوین ټاپوګان تر ۱۹۹۴ ز کال پورې د جنوبي افریقا تر کنټرول لاندې پاتې شوې. نامیبیا ۲.۵۵ میلیونه وګړي لري او یو باثباته څو ګوندي پارلماني ډیموکرتیک نظام دی. کرنه، ګرځندوی او د کانونو صنعت لکه د الماسو، یورانیم، سرو زرو، سپینو زرو او عمومي فلزاتو د کانونو په ګډون د دې هېواد اقتصاد بنسټ جوړوي، په داسې حال کې چې د تولید سکتور نسبتاً کوچنی دی. د نمیب لویه دښته چې دې هېواد له هغه نوم اخیستی د دې لامل شوې ده چې نامیبیا په ټولیز ډول په نړۍ کې یو له خورا لږ نفوس لرونکي هېوادونو څخه وي. ایداري وېش نامیبیا هیواد په ۱۴ ولایتونو او ۱۲۱ ولسوالیو ویشل شوی. تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه نېمبیا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%DB%8C%D9%BE%D8%A7%D9%84 | نیپال | نیپال چې رسمي نوم یې د نیپال جمهوریت دی په سویلي اسیا کې په وچې پورې تړلی هیواد دی. د تیپال پلازمینه کتمندو او رسمی ژبه یې نیپالي ژبه ده. د یاد هیواد مساحت ۱۸۱۱۴۳ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۱۱۴۵۱۹۲۱ نفره دی. تاریخ نیپال یو اوږد تاریخ لری چې د میلادي کال د پیل څخه مخکې شروغ کیږي . دا د بودا د زیږیدو ځای هم دی. په ۱۹۶۲ میلادي کال کې نیپال یو نوی اساسي قانون جوړ کړ. د پاچا واک په پراخه توګه پراخ شو او سیاسي ګوندونه منع شول. بلکه نیپال ته د پانچایات ماډل ورکړل شو، یو غیر حزبی ډیموکراسۍ، کوم چې د پاچا په نظر د ملي کرکټر سره غوره وو. له دې وروسته ټول لویان اړ وو چې ۱۵٪ غیر حزبي غړي ملي پانچایات پارلمان ته ورکړي په داسې حال کې چې پاتې ۸۵٪ غړي د پاچا لخوا مقرر شوي وو. په ۱۹۷۲ کې بیرنډرا د مهاندرا د پاچا په توګه ځای پر ځای شو. په ١٩٩٠ کال کې د خلکو د پاڅون وروسته ، بیرنډرا پاچا د پانچایات ماډل منسوخ کړ او یو ډیموکراټیک اساسي قانون یې وړاندې کړ. له هغه وخت راهیسې، په نیپال کې د نیپال د کانګرس ګوند واکمن شو. په ۱۹۹۴ -۱۹۹۵ کې یو کمونست د حکومت مشری په غاړه درلوده. د ۱۹۹۶ کال په فبروری کې دا هیواد په کورنۍ جګړه واوښت. د ۲۰۰۱ کال د جون په اوله، شاهي کورنۍ د ولیعهد له خوا نږدې وه چې ختمه شي ځکه هغه خپل مور او پلار ته ډیر په قهر وو چې د خپلې خوښې ښځې یې ورته نه منله. له همدې امله هغه خپل پلار پاچا بیرندرا او خپله مور ملکه ایشواریا ووژل او د شاهی کورنۍ یو شمېر نور غړی یې هم په قتل ورسول. بیا هغه خپل ځان وویشته. هغه سمدستی مړ نه شو، او کله چې په کوما کې وو، هغه د نوي پاچا توګه اعلام شو. درې ورځې وروسته له دې پیښې خپله هم ومړ ، له هغه وروسته د هغه تره ، د هغه د پلار ورور ګیاندرا بیر بیکرام نوی پاچا شو. په میلادي کال کی کینګ ګیانډرا په لنډمهالی توګه واک ترلاسه کړ او وروسته په همدغه کال کې یی ډیموکراسي بیا ورغوله. په عین حال کې، هیواد د کورنۍ جګړې څخه رنځ ته دوام ورکړ. د دوی د ۱۰۰ زره څخه تر ۱۵۰ زرو جنګیالیو سره هم ،د مائوی یاغیان و توانيدل د نیپال څه د پاسه ۶۰٪ برخه اشغال کړې د دوي اصلي موخه دا وه چې پاچا ګیانډرا له انقلاب وروسته د چین په څېر یو کمونېستي دولت جوړ کړي . د دې حقیقت سره سره چې ګیانډرا د بهرنی ملاتړ څخه ډیر خوند اخیست ، یاغیانو د ځمکې ترلاسه کولو ته دوام ورکړ. د ۲۰۰۵ کال د فبرورۍ په اوله کې ګیانډرا پاچا ټول واک ترلاسه کړ او اساسی قانون یې وځنډولو. هغه د نیپال د کانګریس د ګوند لومړی وزیر شیر بهادر دیوبا له دندې څخه لرې کړ او په خپله یې ټول واک په لاس کې واخست. پاچا دیوبا ملامته کړه چې په دې نه دی توانیدلی چې هیواد ته سوله راولي ګیانډرا پاچا له هغه وخت راهیسې د یوه استبدادی پاچا په توګه حکومت و کړ ، خو په ۲۰۰۶ میلادي کال کې دی دې ته اړ شو چې له خپل واک څخه لاس واخلی . د ۲۰۰۶ کال د نومبر په ۲۱ مه د ډیموکراټیک حکومت او مائوی یاغیانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو. په هغه وخت کې کورنۍ جګړې څه باندې یوه لسیزه دوام کړی وو او څه د پاسه ۱۲ زره کسان یې ووژلي ول.د ۲۰۱۱ میلادي کال د جون په میاشت کې په نیپال کې وروستی ځمکنی ماین له کار څخه واخستل شو او ځمکه د ځمکې له ماینونو څخه پاک اعلان شوه. د ۲۰۰۷ کال د ډسمبر په ۲۸ مه د نیپال په پارلمان کې اکثریت د شاهی حکومت د منصرف کولو لپاره رایه ورکړه. د نیپال د بنسټ جوړوونکو جرګې د ۲۰۰۸ کال د می په ۲۸ مه پرېکړه وکړه چې دغه قانون رسماً عملی کړی ، او د نیپال پاچاهی یې د نیپال دیموکراتیک فدرالی جمهوریت ته ولېږدوله. په هر صورت، ډیموکراسی په بیروکراسی او فساد کې زیاتوالی راوست. او دغه اداره په نړۍ کې یو تر ټولو لوی او لږ اغیزمن ه ده. په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ، د شاهی کورنۍ د منسوخ کولو څخه اووه کاله وروسته، بالاخره یو نوی اساسی قانون تصویب شو. که څه هم، دا د ټولنے په ملاتړ کې نه حسابيږي : په ترائی کښې یی توکمونه د غرو د اوسیدونکو په پرتله د نازیانو احساس کوي. مظاهره چیانو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د هند سره پوله د څو میاشتو لپاره بنده کړې وه چې په تیلو او توکو کې یی د سختو کمښت رامنځته کړی وو. جغرافیه اقتصاد کلتور نیپال د سارک غړي هیوادونه په وچې پورې تړلي هیوادونه آسیا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D8%A7%D9%84%D9%86%DA%89 | هالنډ | هالنډپه هالنډي په انګلیسي یا د هالنډ د شاهی نظام اصلی برخه ده چی د اروپا په شمال لویدیځ کی پرته ده. په مرکزی امریکا کی اروبا په انګلیسی او نیدرلندز انتلن په انګلیسی د هالنډ په شاهی حکومت پوری اړه لری او ددی حکومت یوه برخه جوړوی. هالنډ څه دپاسه شپاړسنیم میلیونه وګړي لری. په منځنیو پیړیو کی یې د وګړیو ډیری برخه کاتولیک او پروتستان و جوړوله خو نن ورځ د اروپا تر ټولو بی دینان ملک دی. ډیری خلک یی دین نه منی د هالنډ پلازمینه امسټرډام دی خو دولتی چاری وزارتونه او بهرنی سفارتونه زیاتره په دن هاخ په هالنډي کی استوګن دي. دلیل یې هم دا دی چی امستردام یو تجارتی او د سیلانیانو لپاره په زړه پوری ښار دی او دولت نه غواړی چی دا تاریخی ښار یوه سیاسی څیره ځان ته غوره کړی. د هالند .. وګړي په . کیلومترمربع ځمکه چی له هغی جملی نه اتلس سلنه یی اوبه دی استوګن دی چې یو له ډیر میشت وګړو ملکونو څخه شمیرل میږي چې په هر کیلومتر مربع کې تنه میشت دي. د نیدرلنډ لغوی مانا ټیټ ملک ده. د هالنډ ډیریه برخي د سمندر له سطحی نه ټیټ دي او د بندونو په مرسته یی وچ ساتلی دی. په دی مانا چې که چیری دا بندونه نه وی نو د هالنډ تر ټولو ښایسته ښارونه او تجارتی او صنعتی سیمی تر اوبو لاندی دي. اقتصاد تاریخ اداري ویش د هالنډ ولایتونه کلتور مشهوری سیمي سیاسی جوړښت جغرافیه پلازمېنه امسټرډام د هالنډ پلازمینه ده خو دولتی چاری او بهرنی سفارتونه په دن هاخ کی استوگن دی. د امستردام کافی شاپ چیرته چی چرس او ماری وانا ازادانه خرڅیږی او سکس کلبونه چیرته چی ښځی د پیسو په مقابل کی جنسی اړیکی نیسی هر کال په میلیونونو سیلانیان د نړی له گوډ گوډ نه ځان ته رابولی. خو له چرسو او ښځو پرته امستردام نور هم ډیر څه لری. تاریخی ودانی، له هنری او تاریخی اثارو ډک موزیمونه او د یا په څیر تجارتی لوی مرکزونه د امسټردام له نورو شتمنیو څخه دی. هالنډ د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D9%8A%DA%A9%D8%A7%D8%B1%D8%A7%DA%AB%D9%88%D8%A7%DB%8C | نيکاراګوای | نیکاراګوای نکاراګوا په رسمي توګه د نیکاراګوا ولسمشریزه ده چې په منځنې امریکا کې پروت یو هیواد دی. پلازمینه یې د ماناګوا ښار دی. یاد هیواد مساحت ۰۰۰۱۳۰ کیلومتره مربع د وګړو شمیر یې ۰۰۰۱۶۷۶ نفره او رسمي ژبه یې اسپانیایي ده. نيکاراګوا چې رسمي نوم يې د نيکاراګوا جمهوریت دی، د مرکزي امریکا په نرۍ تراډه کې تر ټولو ستر هېواد دی، شمال لويديځ ته يې هندوراس، ختيځ ته يې کرابين، سويل ته يې کوسټاريکا او سويل لويديځ ته يې ارام سمندر پراته دي. مناګوا د دې هېواد پلازمېنه او ستر ښار دی او همدا راز په مرکزي امريکا کې درېيم ستر ښار دی، تيګوسيګالپا او د ګواتمال ښارونه له دې ستر دي. د دې هېواد په ګڼ توکميز شپږ ميلیونه نفوس کې ميستيزو، اصلي اوسېدونکي، اروپايان او د افريقايی ميراث خلک شامل دي. اصلي ژبه يې اسپانوي ده. د ماسکويټو ساحل اصلي قبايل يې په خپله ژبه او انګريزۍ خبرې کوي. له لرغونې زمانې څخه په دې سيمه کې د اصلي اوسېدونکو کلتورونو انسانانو ژوند کړی، په شپاړسمه پېړۍ کې دا سيمه اسپانوي سترواکۍ نيولې وه. نيکاراګوا په ۱۸۲۱ز کال کې له اسپانيې څخه خپلواکي واخیسته. د موسکيټو ساحل يوه جلا تاریخي لاره خپله کړې وه، په اولسمه پېړۍ کې انګريزانو نيولی و او وروسته بيا د برتانوي واکمنۍ لاندې راغی. په ۱۸۶۰ز کال کې د نيکاراګوا سيمه يوه خپلواکه سيمه شوه او د دې شمالي لرې برخې په ۱۹۶۰ز کال کې هندوراس ته وسپارل شوې. له خپلواکۍ وروسته نيکاراګوا له سياسي نا امنۍ، ديکتاتوري نظام، اشغال او مالي بحران له پړاونو څخه تېر شوی هېواد دی چې د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز لسيزې نيکاراګوا اوښتون او د ۱۹۸۰ز لسيزې د کونترا جګړه هم پکې شامل دي. د کلتوري دودونو ګډولې په ولسي ادبياتو، د پخلي ډول، موسيقۍ او ادبياتو کې تر ډېره بريده تنوع پیدا کړې، په ځانګړي ډول ادبياتو کې د نيکاراګوا شاعرانو او ليکوالانو لکه روبن ډاريو ادبي مشارکت ته په کتنې سره. د جهيلونو او اورشيندونکو ځمکه په توګه پېژندل کېدونکي نيکاراګوا همدا راز د بواواس بايوسفير خوندي ځای سيمه هم ده، کوم چې د امريکاګانو دويم ستر باراني ځنګل دی. بيالوژيکي تنوع، تړم استوايي اقليم او فعال اورشيندونکي غرونه نيکاراګوا مخ پر زیاتېدو مشهور سياحتي هدف ګرځولی. نیکاراګوا د ملګرو ملتونو، د ناپېیلو هېوادونو د خوځښت، د امريکايي ايالتونو سازمان، ای ايل بي ای، لاتيني امريکا د ټولنې او کرابين ايالتونو بنسټ اېښودونکی غړی دی. د نوم رېښې دا چې نيکاراګوا نوم څه ډول منځ ته راغلو دوه نظريې شته. لومړی اند دا دی چې دا نوم د اسپانوي نېواکګرو له خوا د نيکاراو د نوم پر بنسټ جوړ شوی دی، څوک چې په ۱۵۲۲ز کال کې د سويل لويديځې نيکاراګوا ته د داخلېدو پر مهال د اسپانوي نيواکګر ګل ګونزاليز ډيويلا په وړاندې د يوې پیاوړې اصلي اوسېدونکې قبيلې د مشر يا ملک په توګه راڅرګند شو. دا اند په دې باور دی چې نیکاراګوا نوم د نيکاراو او اګوا د اوبو لپاره اسپانوي ژبې نوم څخه جوړ شوی و، دا دې حقيقت ته په اشارې سره چې د هېواد په داخل کې دوه ستر جهيلونه او د اوبو څو نورې زېرمې شته. په هر حال، تر ۲۰۰۲ز کال پورې، دا ټاکل شوې وه چې د دې ملک مشر اصلي نوم و، د کوم مطلب چې د نکاراو پر ځای ناهوټل ژبه کې پنځه مرګونه دی. دويم اند دا دی چې د دې هېواد نوم د لاندې ورکړل شويو کوم ناهوټل ټکي څخه اخیستل شوی دی چې هغه دا دي: -، د کوم نوم معنا چې ده تر دې لرې ځايه ورسېد، يا دا چې ناهواس تر دې لرې ځايه، يا هغه څوک چې له څخه تر دې لرې ځايه راغلل؛ -، د کوم معنا چې ده ناهواس دلته دی، يا --، د کوم معنا چې ده دلته له اوبو سره، يا په اوبو کې راګېر. تاريخ له کولمبيا څخه مخکې تاريخ تر ټولو مخکې پاليو-امريکايانو په هغه ځای کې چې اوس د نيکاراګوا په نوم پېژندل کېږي، د ۱۲،۰۰۰ مخزېږديز کال راهيسې دلته ژوند کړی دی. په وروسته وخت کې له کولمبیا څخه مخکې وختونو کې، نکاراګوا اصلي اوسېدونکي د منځنيو سيمو اوسېدونکي وو، کومې سيمې چې د ميسوامريکن او اينډين کلتوري سيمو تر منځ پرتې وې او د استمو-کولمبيا سيمې تر اغېز لاندې وې. د نیکاراګوا په مرکزي سيمو او د دې کربين ساحل باندې د ميکرو چبچن ژبې نسلي ډلې لکه مسکيټو، راما، مايانګنا او ماتاګالپاس مېشتې وې. دوی په مرکزي امريکا کې راټول شوي وو او له هغې وروسته يې اوسنۍ شمالي کولمبيا او د هغې په شا او خوا سيمو کې او له هغه څخه نورو سيمو ته کډوال شوي وو. د دوی خوراک په بنسټيز دول له ښکار او راټولولو يعنې ځنګلي بوټو او ژويو راټولول او بيا مصرفول څخه تر لاسه کېدو، خو تر څنګ يې له کب نيولې او د پرې کولو او سوځولو د کرنې له لارې. د پنځلسمې پېړۍ په وروستيو کې، په لويديځه ناکاراګوا کې ګڼ سیمه ييز خلک مېشت وو، څوک چې د کلتور له اړخه ازټيک او مايا ميسوامريکايي تمدن سره او د ژبې له اړخه د ميسو امريکايي ژبنۍ سيمې سره اړوند وو. د ژبې توکميزې ډلې وې، څوک چې شا اوخوا په ۸۰۰ ميلادي کال کې ناکاراګوا ته له هغې سيمې څخه راغلي وو چې اوس د مکسیکو چايپاس ايالت په توګه پېژندل کېږي. نيکاراو خلک د ناهواس يوه څانګه وه، چا چې په ناواټ لهجه خبرې کولې او هغوی هم له چياپاس څخه په شا او خوا ۱۲۰۰ز کال کې راغلي وو. له دې څخه مخکې د نيکاراوس اړيکه له ټولټيک تمدن سره وه. او دواړه د مکسیکو د دره کې پيل شوي او بيا يې د سويل لور ته کوچ کړی. د سبټياباس په نوم يوه درېیمه ډله يوه اټو-مينګوين خلک وو، څوک چې د ۱۲۰۰ز کال په شا اوخوا کې د مکسیکو د ګوريرو له ايالت څخه په کوچ کولو دلته رسېدلي دي. سربېره پر دې، په نیکاراګوا کې له سوداګرۍ سره اړوند کلي په څوارلسمه پېړۍ کې په پيل کولو سره ازټيکس جوړې کړې وې. اسپانوي پړاو ۱۵۲۳ - ۱۸۲۱ په ۱۵۰۲ز کال کې، د خپل څلورم سمندري سفر پر مهال، کرسټوفر کولمبس لمړی اروپايي وګړی شو، څوک چې هغه ځای ته ورسېد چې او سد نيکاراګوا په نوم پېژندل کېږي، ځکه چې هغه د پاناما خاکنا پر لور سويل ختيځ ته سفر وکړ. کولمبس د نيکاراګوا د انتلانتيک په غاړه د موسکيټو ساحل وموند؛ خو هلته له اصلي اوسېدونکو خلکو مخ نه شو. شل کاله وروسته، اسپانويان بېرته نيکاراګوا ته راغلل، خو دا ځل د دې هېواد سويل لويديځې برخې ته. د نيکاراګوا د نيولو ولمړۍ هڅه نېواکګر وکړه، څوک چې د ۱۵۰۲ز کال د جنورۍ په مياشت کې پاناما ته ورسېد.په ۱۵۲۲ز کال کې، د هغې سيمې پر لور مخه کړه، کومه چې وروسته د نيکاراګوا د ريواس برخه وګرځېده. دلته نوموړی د يوې اصلي استوګنې قبيلې سره مخ شو چې ناهوا نومېده او مشري يې کوله، د چا نوم چې کله کله په ناسم ډول د نيکاراو يا نيکاراګوا په توګه ويل کېږي. د دې قبيلې مرکز و. له سره د دوه سيمه ييزو ژباړنو په مرسته خبرې وکړې چا چې اسپانوي ژبه زده کړې وه او هغه له ځانه سره راوړي وو. په ښېرازه لويديځو درو کې د سرو زرو له لټون او راټولولو وروسته پر او د هغه پر ملګرو د له خوا بريد وشو چې مشري يې کوله او دوی يې وشړل. اسپانويانو هڅه وکړه چې دا قبيلې مسيحيان کړي؛ د قبيله عيسايي دين ته واړول شوه، خو په څرګند ډول د اسپانویانو دوښمنه قبيله وه. د ارام سمندر په څنډه، لويديځه نيکاراګوا، د منيلا، فلپين او اکاپولکو مکسيکو تر منځ د تګ راتګ کوونکې د بېړۍ نوم دی لپاره يوه بندرګاه او د بېړۍ جوړولو تاسيسات وګرځېدل. د لومړيو اسپانوي دايمي کلیو بنسټ په ۱۵۲۴ز کال کې کېښودل شوی و. په همدې کال کې نيواکګر د نيکاراګوا د دوه مهمو ښارونو بنسټ کېشودل چې هغه دا دي: د نکاراګوا د جهيل په څنډه د ګراناډا او له هغې وروسته ليون، د مناګوا جهيل په لوېديځ کې. قرطبې ډېر ژر د ښارونو لپاره دفاع ګانې جوړې کړې او د نورو نېواکګرو د بريدونو په وړاندې وجنګېده. وروسته بیا په عام محضر کې د قرطبه سر پرې کړای شو، ځکه چې د خپل مشر مخالفت يې کړی و. د قرطبه قبر او پاتې شوني په ۲۰۰۰ز کال کې د په شاړو کې وموندل شول. تاریخ کلتور اقتصاد جغرافیه ایداري ویش د منځنی امریکا هیوادونه نیکاراگوا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%A7%D9%8A%D8%AC%DB%90%D8%B1 | نايجېر | نایجیر چې په رسمي توګه د نایجېر ولسمشریزه ده د افریقا په ختیځ کې پروت یو هیواد دی. د نایجیر رسمی ژبه فرانسوي او پلازمینه یې د نیامی ښار، یاد هیواد ۰۰۰۲۶۷۱ کیلومتره مربع مساحت او کابو ۲۲ میلیونه وګړي لري، د پیسو واحد یې د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک او خپلواکی یې په ۳ د اګست ۱۹۶۰م کال له فرانسه نه ترلاسه کړی. نیجر . . . لا نیژرین فرانسوي ملي ژبه نیامی نیامې حاکم دولت نیمه ولسمشریزه ولسمشریزه ولسمشر محمدو ایسوفو لومړی وزیر بریګي رافینی ولسي جرګه ۱٬۲۶۷٬۰۰۰ ۴۸۹٬۶۷۸ ۰٫۰۲ ۵۷ ۱۷٬۱۳۸٬۷۰۷ ۲۰۱۲ ۱۲٫۱ ۳۱٫۲ ۲۳.۴۷۵ بیلیونه ۱۴۰ ۲۰۱۸ ۱۲۱۳ ۱۸۳ ۹.۵۶۹ بیلیونه ۱۳۶ ۲۰۱۸ ۵۱۰ ۱۷۹ خپلواکي له فرانسې اعلان شوې ۳ اکتوبر ۱۹۶۰ ۲۰۱۴ ۳۴٫۰ ۷۰ ۲۰۱۸ ۰٫۳۷۷ ۱۸۹ د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک وخت ۱ ښوی ۲۲۷ . . نايجير ؛ فرانسوي: په رسمي ډول د نايجير جمهوريت، هاوسا ژبه: ، زرماسونغای ژبه: ، : ، عربي: جمهورية النيجر په لويديځه افريقا کې په وچه کې راایسار هېواد دی، چې نوم يې له نايجير سيند څخه وروسته پرې ايښودل شوی دی. نايجير يو ناوېشلی دولت دی، چې شمال ختيځ ته له ليبيا، ختيځ ته له چاد، سوېل ته له نايجيريا، سويل لويديځ له بينين او بورکينا، لويديځ ته له مالي او شمال لويديځ ته له الجيريا سره پوله لري. نايجير د نږدې ۱۲۷۰۰۰۰ کېلو متر مربع ۴۹۰۰۰۰ ميل مربع وچې سيمې په پوښلو سره له چاد څخه وروسته، د لويديځې افريقا دويم په وچه کې حصار ستر هېواد دی. د هېواد له ٪۸۰ څخه زياته سيمه د افريقا په ستره دښته کې پرته ده. د ياد هېواد نږدې ۲۲ ميليونه مسلمان وګړي د هېواد په لرې سوېل او لويديځ کې زياتره په ډلو ټولنو کې ژوند کوي. پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار يې نيامي دی، چې د هېواد په سويل ختيځه څنډه کې پروت دی. نايجير د نړۍ يو له خورا وروسته پاتې هېوادونو څخه دی. دا هېواد د ملګرو ملتونو د انساني پرمختګ په لړ کې په ثابت ډول بېخ يا تل ته نږدې ځای لري، چې د ۲۰۱۵ ز کال لپاره د ۱۸۸ هېوادونو ۱۸۷ او د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ ز کال راپور کې د ۱۸۹ هېوادونو له ډلې ۱۸۹ هېواد و. د ياد هېواد له دښتې څخه پرته زياتې برخې د دوره يي وچکالۍ او پر دښته باندې د بدلېدنې په واسطه ګواښل کېږی. اقتصاد يې نږدې پر پايښت کرنه باندې متمرکز دی. د لېږد ځينې توکي يې له يو څه حاصلخېزې سويلي برخې کرنيز توکي او اومه مواد په ځانګړي ډول د يورانيم کاڼي دي. نايجير د پرمختګ په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخ کېږي، چې د پام وړ لاملونه يې دا دي: په وچه کې را ایساردرک، وچو او شاړو دښتو، ناکافي کرنې، د زېږون له اداره کولو پرته د ښېرازۍ لوړې اندازې چې د نفوس د زياتوالي لامل کېږي، د هېواد د اوسېدونکو د زده کړو کچې ټيټوالی او بې وسي يا غريبي، د جوړښت يا زېربنا کمښت، کمزورې روغتيايي پاملرنه او چاپېريالي ګډوډي دي. نايجيري ټولنه، د وګړو بېلابېل ډولونه منعکس کوي، چې د خپلو بېلابېلو توکميزو ډلو او مذهبونو له اوږدمهاله خپلواکو تاريخونو او په يو هېواد کې د هغوی اړوند له لنډمهاله ژوند څخه يې ترلاسه کړي دي. په تاريخي ډول نننۍ نايجيریا د ځينو سترو دولتونو پر څنډو يا حاشيو باندې دی. له خپلواکۍ څخه راپدېخوا نايجيريانو تر پينځو اساسي قوانينو او د پوځي واکمنۍ تر درې دورو لاندې ژوند کړی دی. په ۲۰۱۰ ز کال کې له پوځي کودتا څخه وروسته نايجير يو ديموکراتيک څو ګوندي دولت شو. د وګړو ډېره برخه يې په کليوالي سيمو کې ژوند کوي او پرمختللو زده کړو ته لږ لاسرسی لري. رېښه د هېواد نوم له نايجير سيند څخه اخيستل شوی دی، چې د هېواد په لويديځ کې بهېږي. د ياد سيند د نوم اصليت نامعلوم دی، که څه هم يوه نامتو نظريه دا ده، چې نوم يې د ژبې له څخه اخيستل شوی دی، چې د بهېدونکو اوبو معنا لري. تر ټولو عام تلفظ يې د فرانسوي ژبې دی، که څه هم په رسنۍ کې د تلفظ هم کله ناکله کارول کېږي. تاريخچه له ليکلي تاريخ څخه مخکې د معاصر نايجير سيمه کې د زرونو کلونو لپاره انسانان استوګن شوي دي. ځيني ډبرين توکي چې له ميلاد څخه ۲۸۰۰۰۰ کلونه پخوا نېټه څرګندوي، د شمالي سيمې په ، ، او کې موندل شوي دي. يادې ځينې موندنې د منځنۍ دورې د او توکي په کلتورونو سره اړيکه لري، چې له ميلاد څخه مخکې نږدې ۲۰۰۰۰-۹۰۰۰۰ کلونو تر منځ په شمالي افريقا کې وغوړېدل. فکر کېږي چې يادو لومړنيو انسانانو د ښکاري راټولېدونکو د ژوند ډول غوندې ژوند وکړ. له ليکلي تاريخ څخه پخوا وختونو کې د افريقا د سترې دښتې اقليم خورا لوند او د اوس په پرتله ښېرازه و؛ لرغون پېژندونکي نوموړې ښکارنده ښېرازه يا شنه سهارا بولي، چې د ښکار او وروسته د کرنې او کورنيو ژوو د ساتنې لپاره يې د خوښې وړ حالتونه چمتو کړل. دوره له ميلاد څخه نږدې ۱۰۰۰۰ کالونه مخکې پيل شوه، چې د يو شمېر مهمو بدلونونه شاهده وه. لکه: د کولالۍ پېژندنه لکه څرنګه چې په ، او کې ثبوت شوي دي، د رمې ساتنې خپرېدل او د تېږو په تپو مقبرو کې د مړي ښخول. دا چې له ميلاد څخه مخکې په ۲۸۰۰-۴۰۰۰ دوره کې اقليم بدلون وکړ، دښتې په پرله پسې ډول وچېدل پيل کړل، چې د سويل او ختيځ د استوګنې نمونې يې بدلون ته اړ کړې. کرنه او په تېره د ږدن او او همدرانګه کولالي پراخه شوه. اوسپنيز او مسي توکي په ، ، او سيمو کې د لومړنيو موندنو په ګډون، په لومړي ځل همدې دوره کې راڅرګندېږي. له ميلاد څخه مخکې نږدې ۶۰۰۰-۸۰۰۰ کې د او وروسته له ميلاد څخه مخکې نږدې ۲۵۰۰-۵۰۰۰ کې د کلتورونه چې په او کې وو، ګڼ شمېر د هډوکو جوړښتونه اسکليټونه په کې څرګند شوي دي چې د يادې دورې پر مهال جوړ شوي دي. د دې د پای پر لور تر لومړیو ميلادي پېړيو پورې، ټولنو په کرنه او د ښخولو دود کې د سيمه ییز توپير په لرلو سره، ودې کولو او يو څه پېچلې کېدلو ته دوام ورکړ. د دې وروستۍ دورې د يادونې وړ کلتور د کلتور دی نږدې ۱۳۰۰-۲۰۰ ميلادي، چې د لرغون پېژندنې سيمې له مخې نومول شوی دی. په ياده سيمه کې يوه کيندنه قبر وموندل شو، چې له اوسپنيزو او خاورينو مجسمو څخه ډک و. د دوره د افريقا د سترې دښتې د ډبرين هنر د غوړېدلو شاهده هم وه، چې زياتره يې په ، ، ، او سيمو کې و. نوموړی هنر له ميلاد څخه مخکې له ۱۰۰۰۰ کال څخه تر ۱۰۰ ز کال پورې دوره رانغاړي او د طبيعي منظرې له توپير لرونکو موسمي ژوو څخه د نېزې وهلو انځورونو تر تشرېحاتو پورې چې د ليبي جنګياليو په توګه ژباړل شوی دی د يو لړ موضوعګانو لړۍ انځوروي. له استعمار څخه مخکې نايجير کې سترواکۍ او پاچهۍ د ليکلو سرچينو د کمښت له امله د نايجير لومړني تاريخ پوه ټاکلې ده، که څه هم روښانه ده چې له ميلاد څخه مخکې تر ۵ پېړۍ پورې د معاصر نايجير سيمه د ترانس سهارا سوداګرۍ سيمه جوړه شوې وه. د لېږد رالېږد په سم ډول د روزل شويو وسايلو په توګه له اوښانو څخه ګټه پورته کېده، چې مشري يې د شمال قبيلو کوله او له هغې سيمې څخه تېرېدل، چې اوس پراخه دښته ده. ياده خوځېدنه چې د څو پېړيو لپاره به په څپو کې دوام وکړي، سويل ته له زياتې کډوالۍ او د نيمه سهارايي افريقايي او شمالي افريقايي وګړو په ګډون يو له بله او همدارنګه په پرله پسې ډول د اسلام په خپرېدنې سره مل وه. له نايجير سره د اومې پېړۍ په پای کې د شمالي افريقا د عربي يرغل له لورې مرسته وشوه، چې سويل ته د وګړو د کډواليو يا خوځښتونو پايله يې درلوده. د دې دورې پر مهال په کې بېلابېلې سترواکۍ او پاچاهۍ وغوړېدې. د يادو سترواکيو او پاچاهيو تاريخ د نايجير د هغو معاصرو پولو په دننه کې په اسانۍ سره سمون نه کوي، چې د اروپايي استعمار پلوۍ د دورې پر مهال رامنځته شوې. لاندې سترواکۍ د اصلي سترواکيو نږدې تاريخي دليل غوره کوي. د مالي سترواکي - د مالي سترواکي يوه سترواکي وه، چې نږدې ۱۲۳۰ ز کال کې د .- له لورې رامنځته شوه او تر ۱۶۰۰ ز کال پورې يې دوام وکړ. لکه څرنګه يې چې په د سندياټا په جنګي بوله له یا حماسه کې تفصيلي يادونه شوې ده، مالي د سترواکۍ د لرې پرتې سيمې په توګه راڅرګنده شوه، چې په خپله د لرغونې غنا سترواکۍ څخه بېله شوې وه. له هغې څخه وروسته مالي په ۱۲۳۵ کې د جګړه کې سترواکۍ او په ۱۲۴۰ کې غانا سترواکۍ ته ماتې ورکړه. د مالي سترواکي د معاصر ګينه او مالي سرحدي سيمې ته نږدې له خپلې مرکزي خاورې څخه د پام وړ برياليو پاچاهانو په مشرۍ وغځېده او د - سوداګريز لارو باندې واکمنه شوه، چې په . - کې د د واکمنۍ پر مهال خپلې سترې پراختيا ته ورسېده. په دې مرکزي برخو کې چې اوس د نايجير د سيمه ده، تر ماليايي واکمنۍ لاندې راغلې. مسلمان په ۱۳۲۵-۱۳۲۴ کې حج ادا کړ او سترواکۍ کې يې د اسلام خپرول وهڅول، که څه هم داسې برېښي چې زياتره عادي اتباعو د نوي مذهب پر ځای يا يې تر څنګ د خپلو دوديزو عقيدو ساتنې ته دوام ورکړ. يادې سترواکۍ په ۱۵ پېړۍ کې پرېوتنه يا زوال پيل کړ، چې لاملونه يې د شاهي بريا پر سر د يو بل وژنه، کمزوري پاچایان، ساحل ته د اروپايي سوداګريزو لارو بدلون او د ، ، او وګړو له لورې د سترواکۍ چاپيريال کې پاڅونونه وو. که څه هم د مالي پاچهۍ وروستۍ يا پاتې برخې د ۱۶۰۰ ز کال تر وروستيو پورې شتون ته دوام ورکړ. ایداري وېش تاریخ جغرافیه د نایجر هیواد نوم په یاد هیواد کې له بهیدونکی سیند نایجر څخه اخیستل شوی دی. کلتور اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه نایجېر |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%A7%D9%8A%D8%AC%DB%90%D8%B1%D9%8A%D8%A7 | نايجېريا | نايجیریا، چې په رسمي توګه د نايجېريا فډرالي جمهوريت په نامه يادېږي، د لوېديځې افريقا يو هېواد دی چې د افريقا په لويه وچه کې يې د وگړوشمېر د ټولو نورو افريقايي هېوادونو څخه زيات دی. د نايجېريا هېواد په لويديځه خوا کې د بېنين جمهوريت، په ختيځ کې يې د چاډ او کېمرون هېوادونه، او په سهېل کې يې د نايجېر هېواد، پولې لري. همدا شان دغه افريقايي هېواد په خپل سوېل کې د ګینه خليج سره هم لار لري. د ۱۹۹۹ ز کال نه راپدېخوا، د دغه هېواد پلازمېنه د هېواد په مېنځنۍ برخه کې پروت ښار آبوجا کې ده، او تر دې پخوا د نايجېريا هېواد دولتي مرکز په لاګوس کې وه. . . یوالی او باور د نیجریه هیواد ملي سرود ترانه . آبوجا لاګوس انګلیسي ملي ژبه نورې ژبې نیجریایان فدراسیون نیمه ولسمشریزه ولسمشریزه ولسمشر مرستیال یمی وسیمباجم د مشرانو جرګې رئیس احمد ابراهیم لاوان د ولسي جرګې رئیس فمي ګباجابیامیلا قاضی القضات ابراهیم تانکو لویه جرګه مشرانو جرګه ولسي جرګه خپلواکي له بریتانیا سویلي نیجریا حفاظتي سیمه او شمالي نیجریا اتحاد ۱ جنوري ۱۹۱۴ خپلواکي او په رسمیت پیژندل ۱ اکتوبر ۱۹۶۰ ولسمشریزې ته بدلیدل ۱ اکتوبر ۱۹۶۳ د نیجریا هیواد اوسنی اساسي قانون ۲۹ مه ۱۹۹۹ ۷۰ ۹۲۳٬۷۶۹ ۳۲ام ۳۵۶٬۶۶۷ ۱٫۴ ۲۰۴٬۶۳۰٬۲۶۹ ۱۴۰٬۴۳۱٬۶۹۱ ۲۰۲۰ ۷ام ۲۰۰۶ ۲۱۸ ۵۶۵ ۴۲ام ۱٫۲۷۵ تریلیونه ۲۰۲۰ ۲۳ام ۶٬۲۳۲ ۱۲۹ام ۵۰۴٫۵۷ بیلیونه ۲۰۲۰ ۵۸ام ۲٬۴۶۵ ۱۳۷ام ۴۳٫۰ ۲۰۱۰ ۰٫۵۳۴ ۲۰۱۸ ۱۵۸ام د نیجریا نایرا وخت ۰۱:۰۰ ښوی ۲۳۴ . ۴۶٫۹٪ اسلام ۵۳٫۵٪ مسیحیت ۱٪ نور دین نایجریا، چې په رسمي توګه د نایجریا فډرالي جمهوریت په نامه یادیږي، د لویدیځې افریقا یو هېواد دی. د وګړو شمېر یې د نورو افریقایي هېوادونو نه زیات ده. له جغرافیایي پلوه، د شمال له خوا د ساحل او ګینه خلیج په منځ کې اود سویل خوا ته یي اتلانتیک سمندر پروت دی. دا هېواد ۹۲۳،۷۶۹ کیلو متره مربع یا ۳۵۶،۶۶۹ میل متره مربع پراخوالی لري او د وګړو شمېر یې ۲۱۱ میلیونو ته رسيږي. د نایجریا هېواد شمال ته نیجر، سهیل ختیځ ته يې چاد، ختیځ ته یې کامیرون او لویدیځ ته یې د بینین هېواد پروت دی. د نایجریا فدرالي جمهوریت له ۳۶ ایالتونو او پلازمېنې ابوجا څخه جوړ دی. په نایجریا کې لوی ښار لاګوس نومیږي، چې په نړۍ کې یو له لویو میټروپولیټن ښارونو او په افریقا کې دویم لوی ښار دی. نایجریا له دویمې پېړۍ مخکې د میلاد نه را په دېخوا له استعمار وړاندې د ګڼو بومي دولتونو او سلطنتونو کور و، چې د ۱۵ مې پېړۍ د مېلاد نه مخکي د نوک تمدن د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې یووالی رامنځته کړ. معاصره حکومتولي په ۱۹ مه پېړۍ کې د بريتانوي استعمار سره يو ځای پیل شو، چې په ۱۹۱۴ ز کال کې د لارډ لوګارډ له خوا د سويلې نایجريا او شمالي نايجریا د سیمو په يو ځای کېدو سره د نننۍ نایجریا سيمه رامنځته شوه. بریتانیا په نایجریا کې ادارې او حقوقي ادارې جوړې کړي، په داسې حال کې چې خپل غیرمستقیم رول یې د قومي سردارانو له لارې تر سره کاوه. نايجريا په ۱۹۶۰ ز کال د اکټوبر مياشتي په اوله په رسمي توګه يو خپلواک فدراسيون شو. دې هېواد له ۱۹۶۷ ۱۹۷۰ ز کال پوري کورنۍ جګړي تجربه کړي، چې له هغه وروسته په دیموکراتیکه توګه انتخابي ملکي حکومتونه او پوځي دیکتاتورۍ واک ته ورسېدلې، تر هغه چې په ۱۹۹۹ ز کال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو له لارې ثابته دیموکراسۍ را ټینګه شوه. د ۲۰۱۵ ز کال ولسمشري ټاکنو کې برحاله ولسمشر لومړی ولسمشر و چې ټاکنې یې وبایللې. نایجریا یو څو ملیتي هېواد ده، د ۲۵۰ نه ډېر توکميز ګروپونه په کې میشت دي، چې په ۵۰۰ بېلابېلو ژبو خبرې کوي او د یوه بل کلتور پیژني او ورسره بلد دي . درې سترې توکمیزې ډلې يې په شمال کې دي چې عبارت دې له: هاوسا، په لویدیځ کې يوروبا او په ختیځ کې ايګبو، چې دا ټول په ګډه سره د نایجریا د وګړو ۶۰٪ جوړوي. رسمي ژبه يې انګلیسې ده، تر څو په ملي کچه د ژبني يووالي د اسانتیا لپاره غوره شوې ده. د نایجریا اساسي قانون د مذهب ازادي تضمینوي او په ورته وخت کې د نړۍ د تر ټولو لوی مسلمان مذهبه او عيسوي مذهبه وګړو کور دی. نایجریا تقریبأ پوره نیمایې په مسلمانانو چې ډېری یې په شمال او عیسویانو چې ډیری یې په سویل کې دي، وېشل شوی. بومي مذهبونه، هغه کوم چې د ایګبو او یوربو قومونو پورې اړه لري، هغوی د نایجریا په لږه کیو کې شمېرل کېږي. نایجریا په افریقا کې یو سیمه ییز ځواک، په نړیوالو چارو کې منځنۍ ځواک او یو رامنځته کېدونکی نړیوال ځواک دی. نایجریا له اقتصادي پلوه د افریقا ستر هېواد او په نړیواله کچه د اسمي داخلي ناخالص تولید له مخې ۲۵ او د پلور د قدرت د برابري له مخې ۲۵ م ستر هېواد دی. نایجریا ته زیاته د خپل لوی نفوس او اقتصاد له اړخه لویه افریقا هم ویل کیږي، چې د نړیوال بانک له خوا د رامنځته کېدونکي بازار په توګه په پام کې نیول شوی دی. په هر صورت، دا هېواد د بشري پراختیا د شاخص له مخې ډېر ټيټ او د نړۍ یو له فاسدو هېوادونو څخه دی. نایجریا د افریقایې اتحادې بنسټ ايښودونکی غړی او د ملګرو ملتونو، همګټو هېوادونو، ناپېیلي غورځنګ، د لویدیځی افریقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې او د پټروليم صادرونکو هېوادونود سازمان په ګډون د زیاترو نړیوالو سازمانونو غړی هېواد دی. د مکسیکو، اندونیزیا، نایجریا او ترکیې هېوادونو د ډلې غیر رسمي غړی او یو له یولسو راتلونکو اقتصادونو ځخه دی. ریښه پېژنده د نایجریا نوم د نیجر له سیند نه اخیستل شوی ده، چي په همدې هېواد کې بهېږي. همدغه نوم د یوه بریتانوي ژورنالیست فلورا شاو له خوا په ۱۸۹۷ ز کال د جنوري په ۸ مه ونومول شو، چې وروسته یې بیا له یوه بریتانیوي استعمارګر مدیر لارډ لوګارډ سره واده وکړ. ګاونډی نیجر هېواد هم خپل نوم له همدې سېند نه اخیستی ده. د نایجریا نوم چې په اصل کې دا نوم د نيجرسیند په منځنیو برخو کی کارول کېږي، ناڅرګند دی. دا کلیمه په اغلب ګومان د توريګ نوم ایګیریو ان ایګیریوین بدله ده چې د ۱۹ پیړۍ د اروپايي استعمار څخه د مخه د ټیمبکټو ټیمبکټو د يو ښار نوم ده په مالې کې شاوخوا سیند ته د اوسېدونکو له خوا کارول کېده. تاریخچه مخکې له تاریخ د کېنجې بند کېندنې دا ښودلي ده چه اوسپنه په ۲ مه پېړۍ مخکي له مېلاده دلته کارول شوې ده. د نیولیتیک دورې څخه د اوسپنې دورې ته لیږد د منځني برونزو د تولید پرته بشپړه شوې ده. نورو باور درلود یا یې وړاندیز کړی وه، چې ټکنالوژي د نېل له درې څخه لويديځ ته تللې، که څه هم داسې بریښي چې د اوسپنې عصر د نیجر د سیند په دره او ځنګلي سمه کې په پورتنۍ ساوانا کې د متالورژي له معرفي کېدو نه ۸۰۰ کاله وړاندې موجود وه. د نایجریا د نوک تمدن ۱۵۰۰ ز کال مخکې له مېلاد او ۲۰۰ ز کال بعد له مېلاد تر منځ وده وکړه. د تاریخ په لومړيو کې د کانو د تاریخي پيښو په ترتيب شرح د هاسا د ساحلي ښار کانو لرغونی تاریخ د هاوسا د داورا د ښارونو يا هاسا بکواي، هدیجو، کانو، کاسینه، زازاو، رانو او ګوبير سره یو ځای د شاوخوا ۹۹۹ له میلاد وروسته کلونه ښیي، چې دا ټول مستند تاریخونه لري چې لسمۍ پېړۍ ته ورګرځي. له میلاد وروسته په ۷ مه پېړۍ کې د اسلام په خپريدو سره، دغه سيمه د سوډان يا بلاد السودان پښتو معنی یې ده د تورپوستو خلکو ځمکه په نوم مشهوره شوه. له هغه ځايه چې نفوس يې تر يوې اندازې د شمالي افریقا له مسلمان عربو کلتور سره تړاو درلود، دوی د صحرا ترانسپورت تجارت پيل کړ او د عربي ژبې ویونکو له خوا ورته د السوډان توریان نوم کيښودل شو، ځکه چې دوی د اسلامي نړۍ پراخه برخه ګڼل کېدل. د منځنيو پيړيو عرب او مسلمان تاریخ پوهانو او جغرافیه پوهانو له خوا لومړني تاریخي روایات دي چې د کينیم بورنو امپراطورۍ د اسلامي تمدن لوی مرکز په توګه پاته شوی دی. ایداري وېش د نیجریا هیواد په ۳۶ ولایتونو او یوې پدرالي سیمې ویشل شوی دی. تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه نایجېریا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D9%85%D8%A7%D9%86 | عمان | عمان، په رسمي توګه د عمان سلطنت عربيي: سلْطنةُ عُمان، په لویدیځه آسیا کې د عربي ټاپووزمې په سویل ختیځو سواحلو کې موقعیت لري. عمان چې پخوا یوه سمندریزه سترواکي وه، په عربي نړۍ کې تر ټولو پخوانی خپلواک هېواد دی. دغه هېواد چې د فارس خلیج د خولې سره په پوله سیمه کې موقعیت لري، له سعودي عربيستان، متحده عربي اماراتو او یمن سره ځمکنۍ پوله او له ایران او پاکستان سره ګډه سمندري پوله لري. دغه ساحل له سویل ختیځ لوري له عربي سمندرګي او له شمال ختیځ لوري د عمان له خلیج نه جوړ دی. د مدا او مسندم سیمې یې د متحده عربي اماراتو د ځمکنیو پولو له خوا احاطه شوې، د هرمز تنګی چې له ایران سره شریک دی او د عمان خلیج د مسندم ساحلي پولې جوړوي. مسقط د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار دی. له اوولسمې پېړۍ وروسته، د عمان سلطنت سترواکي وه چې په فارس خلیج او هند سمندرکې یې د نفوذ په موخه د پرتګال او بریتانیا له سترواکیو سره سیالي کوله. په ۱۹ مه پېړۍ کې د دغې سترواکۍ په اوج کې، عماني نفوذ یا کنترول له ټول هرمز تنګي نه تر معاصر ایران او پاکستان پورې او په لرې سویل کې تر زنجبار رسېده. هغه مهال چې په ۲۰ مه پېړۍ کې یې قدرت را کم شو، دغه سلطنت د بریتانیا تر اغېز لاندې راغی. د ۳۰۰ نه زیاتو کلونو لپاره، د دواړو سترواکیو ترمنځ اړیکې د مشترکو ګټو له مخې وې. بریتانیا د عمان جغرافیايي اهمیت د سوداګریز مرکز په توګه چې په فارس خلیج او هند سمندر کې یې د هغو سوداګریزې کرښې تضمین کولې او د هند په نیمه لویه وچه کې یې له خپل نفوذ نه ساتنه کوله، په رسمیت وپېژاند. له تاریخي پلوه مسقط د فارس خلیج سوداګریز مرکز و. سلطان قابوس بن سعید له ۱۹۷۰ ز کال راهیسې د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري تر ۱۰ مې نېټې پورې د هغه تر مړینې پورې د دغه هېواد مشري وکړه چې دولتي بڼه یې مطلقه شاهي وه. د عمان د سلطنتي ځای ناستي د قوانینو له مخې باید د پاچا زوی د هغه ځای ناستي وي، خو له دې امله چې سلطان قابوس بچیان نه لرل، په خپل وروستي وصیت کې یې څرګنده کړه چې، د هغه ځای ناستی باید د مناسبې سلسلې کوم غړی وي. له همدې امله د قابوس له مړینې وروسته، سلطنتي کورنۍ د هغه د تره زوی هیثم بن طارق، د عمان د نوي پاچا په توګه وټاکه. عمان د ملګرو ملتونو سازمان، عربي اتحادیې، خلیج همکاریو شورا، ناپېیلي غورځنګ او د اسلامي همکاریو سازمان غړیتوب لري. د نفتي زېرمو لرلو له امله په نړۍ کې ۲۲ م ځایګی لري. په ۲۰۱۰ ز کال کې په وروستیو ۴۰ کلونو کې ملګرو ملتونو سازمان دغه هېواد د پراختیا له مخې یو له پرمختللو هېوادونو وباله. توریزمسیاحت، د کبانو او خرما سوداګري یې د سوداګرۍ یوه برخه جوړوي. عمان د لوړ عاید لرونکي اقتصاد او د نړیوالې سولې د شاخص له مخې په نړۍ کې ۶۹ سوله ییز هېواد بلل شوی دی. سیاست عمان یو موټی او بشپړ شاهي هېواد دی، چې مقننه، اجرائیه او قضایه ځواک ټول د میراثي پاچاسلطان په واک کې دي. له همدې امله، د آزادۍ کور سازمان یې د نا آزاد هېواد په توګه طبقه بندي کوي. سلطان د دولت په سر کې ځای لري چې په مستقیم ډول بهرنۍ او دفاعي چارې کنترول کوي. هغه بشپړ واک لري او قوانین د احکامو په بڼه وړاندې کوي. قانوني نظام عمان مطلق او بشپړ شاهي هېواد دی، چې په کې د سلطان خبره قانوني بنسټ لري. قضایه قوه د سلطان په واک کې ده. د عمان د اساسي قانون پر بنسټ، د اسلامي شریعت قوانین د دغه هېواد د حقوقي سیستم سرچینه ده. د شرعي محاکمو ادارې د مدني محاکمو په نظام کې د کورنۍ د حقوقو، لکه: د طلاق او میراث مسئولیت لري. په داسې حال کې چې په عمان کې ټول عالي ځواک د سلطان اړوند دی او د قواوو ترمنځ کوم رسمي بېلتون شتون نه لري، مرحوم سلطان قابوس دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او مالیې وزیر ته چې د دغو وزارتونو چار سمبالي وو، د وزیر بشپړ لقب نه ورکاوه او غوره یې بلله، هغه په سلطنتي اډانه کې وساتي. اوسنی سلطانپاچا هیثم مسئولو وزیرانو ته د وزیرانو بشپړ لقب ورکړی دی، په داسې حال کې چې د دفاع وزارت چوکۍ یې لومړي وزارت ته لوړه کړې ده. له ۱۹۷۰ز کال راهیسې ټول قوانین له دې ډلې د دغه هېواد اساسي قانون هم د سلطنتي احکامو له مخې اعلان شوي. سلطان، وزیران او قاضیان ګوماري او د مجازاتو د بخښنې او د هغو د کمولو واک هم لري. د سلطان واک کمی نه لري او تمه لري چې ټول د هغه له ارادې بشپړه پیروي وکړي. په داسې حال کې چې د عمان حقوقي قوانین له تیوریکي پلوه د مدني او شخصي آزادیو نه ملاتړ کوي، خو د واکمن رژیم له خوا دواړه له پامه غورځول کېږي. ښځې او ماشومان په ډېرو برخو کې له قانوني تبعیض سره مخامخ دي. ښځې له ګڼ شمېر دولتي ګټو، لکه: د کور لپاره له پور اخیستو محرومې دي او د شخصي احوال د قانون له مخې له برابرو حقونو محرومې دي. ښځې د روغتیا او زېږون په ګډون د خپل برخلیک ټاکلو په برخه کې محدودیتونه تجربه کوي. بهرنی سیاست له ۱۹۷۰ ز کال راهیسې، عمان معتدل بهرني سیاست مخته وړي او خپلې دیپلماتیکې اړیکې یې په پام وړ ډول پراخې کړې دي. عمان یو له محدودو عربي هېوادونو نه دی چې له ایران سره د ملګرتیا اړیکې لري. ویکي لېکس د امریکا هغه دیپلماتیک اسناد فاش کړي چې ښيي عمان د هغو بریتانوي بېړۍ چلوونکو افسرانو په راخوشي کولو کې، چې په ۲۰۰۷ ز کال کې د ایراني سمندري ځواکونو له خوا نیول شوي وو، مرسته کړې. دغه اسناد څرګندوي چې د امریکا د متحده ایالاتو د دیپلماتیکو فشارونو په خوا کې، عمان تل له ایران سره نږدې اړیکو لرلو ته لېوالتیا څرګنده کړې او د دغو فشارونو پر وړاندې یې مقاومت کړی دی. یوسف بن علوی بن عبدالله د دغې پاچهۍ د بهرنیو چارو مسئولیت پر غاړه لري. عمان د بریتانیا سلطنتي سمندري ځواکونو او هندي سمندري ځواکونو ته د الدقم او ډرای ډاک بندر تاسیساتو ته د لاسرسي اجازه ورکړې ده. پوځ د سټاکهالم د نړیوالې سولې څېړنیز انستیتیوت د عمان نظامي او امنیتي لګښت په ۲۰۲۰ ز کال کې د هغه هېواد د داخلي ناخالصو تولیداتو ۱۱٪ ښودلی، چې په دغه کال کې د نړۍ تر ټولو لوړ پوځي لګښت دی چې له سعودي عربيستان ۸.۴ سلنه هم لوړ دی. په منځنۍ کچه د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ ز کلونو ترمنځ د داخلي ناخالصو تولیداتو د سلنې له مخې، د دغه هېواد پوځي لګښت نږدې ۱۰ سلنه و، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې په ورته مهال کې دغه کچه ۲.۲ سلنه وه. په ۲۰۰۶ ز کال کې د عمان د وسله والو ځواکونو شمېر ۴۴ زره ۱۰۰ تنه وو، چې ۲۵۰۰۰ یې عادي ځواکونه، ۴۲۰۰ یې سمندري او ۴۱۰۰ تنه یې هوايي ځواک و. سلطنتي کورنۍ ۵۰۰۰ تنه سلطنتي ساتونکي، ۱۰۰۰ تنه ځانګړي ځواکونه، ۱۵۰ سمندري نظامي بېړۍ چلوونکي او د سلطنتي الوتنو لپاره ۲۵۰ پیلوټان لري. دغه هېواد ۴۴۰۰ کسه ملیشه ځواک هم لري. دغه پاچهي له بریتانوي پوځ او دفاعی صنعت سره اوږد مهاله اړیکه لري. د د راپور له مخې، عمان له ۲۰۱۲ ز کال نه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې د وسلو ۲۳ م واردونکی هېواد و. تاریخ کلتور اقتصاد جغرافیه سرچينې عمان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86 | پاکستان | پاکستان د پاکستان اسلامي جمهوریت په جنوبي-منځنۍ اسیا کې یو هېواد دی چې څلور ولایتونه او دوه سیمې لري، په شمول د خیبر پښتونخوا، د پاکستان یوه پښتني سیمه. رېښه د ژبې له پلوه په اردو او فارسي ژبه کې د پاکستان معنا ده له پاکي برخمنه ځمکه يا هغه ځمکه چې پاک په کې زيات دي. په دې نوم کې پاک ته اشاره شوې چې په فارسي او پښتو کې پاک او صفا ته ويل کېږي. وروستاړی يې ستان له فارسي ژبې اخستل شوی او معنا يې ده د اوسېدو ځای. دا نوم په ۱۹۳۳ز کال کې د پاکستان د خوځښت د يوه فعال چودري رحمت علي له خوا جوړ شوی و، کوم چې هغه په يوه رساله کې خپور کړاوس يا کله هم نه، نوموړي دا نوم په مخفف ډول کارولی و: په پاکستان کې اوسېدونکي دېرش ميليونه وروڼه، په دې نوم کې د برتانيې د حکومت پنځو شمالي سيمو ته اشاره شوې وه، چې هغه دا دي: پنجاب، افغانيه، کشمير، سیند او بلوچستان. تاريخچه لومړي او منځني پړاوونه په سويلي اسيا کې ځينې لرغوني انساني تمدنونه، له هغو سيمو راپورته شوي چې په اوسني پاکستان کې دي. د دې سيمې تر ټولو لومړني اوسېدونکي سونيان وو چې په ښکته ډبرين پړاو کې يې ژوند کړی دی او د دوی ډبرين وسايل د پنجاب په سوان دره کې موندل شوي دي. د سیند سيمه، کومه چې د اوسني پاکستان ډېره سيمه په غېږ کې نيسي، د ګڼو پرله پسې لرغونو کلتورونو ځای و، په دې کلتورونو کې د نوي ډبرين پړاو مهرګړ او په هړپا او موهنجوداړو کې د برونز د عصر سیند درې مدنيته ۲۸۰۰ ۱۸۰۰ له ميلاد مخکې شامل دي. ودايي پړاو له میلاد مخکې ۱۵۰۰ ۵۰۰ يو اندو-ارين کلتور بلل کېږي؛ په دې پړاو کې ويدايان، د هندويزم اړوند تر ټولو زړې سپېڅلې لیکنې جوړې شوې وې او وروسته همدا کلتور په دې سيمه کې ښه ثابت شو. ملتان د هندوانو يو مهم عبادتځای و. ويدي تمدن د - د اوسني پنجاب د ټيکسلا - د لرغوني ګندهارا ښار کې ښه وغوړېده، د کوم بنسټ چې له میلاد مخکې شا او خوا ۱۰۰۰ کې اېښودل شوی و. په دې سيمه کې لرغونو سترواکیو او سلطنتونو په پرله پسې ډول حکومت کړی: ايراني هخامنشي سترواکي له میلاد مخکې شا او خوا ۵۱۹، د ستر سکندر سترواکۍ له میلاد مخکې په ۳۲۶ کې او موري سترواکي، کومه چې د چندراګوپتا مايوريا تاسيس کړې وه او ستر اشوکا له میلاد مخکې تر ۱۸۵ پورې نوره هم پراخه کړه. د اندو-يوناني پاچهي چې باختري دمتريوس له میلاد مخکې ۱۸۰-۱۶۵ کې تاسيس کړې وه، ګندهارا او پنجاب هم په کې شامل وو، دا پاچهي د مناندر له میلاد مخکې ۱۶۵-۱۵۰ بشپړې پراختيا ته ورسېده او یونانو- بودايي کلتور يې په دې سيمه وغوړاوه. ټيکسلا په نړۍ کې تر ټولو پخوانی پوهنتون او د لوړو زده کړو مرکز درلود، کوم چې له ميلاد مخکې د پخواني ويدي پړاو په شپږمه پېړۍ کې جوړ شوي وو. دې ښوونځي ګڼ عبادتځايونه لرل، چې د خوب لپاره ستر ځايونه يا د تدريس سترې خونې يې نه درلودې او په دې ځايونو کې په انفرادي ډول ديني زده کړې ورکول کېدې. لرغونی پوهنتون، د ستر سکندر د ځواکونو له بريد وروسته مستند شوی، همدا راز په څلورمه او پنځمه زېږديزه پېړۍ کې د چينايي زیارت کوونکو له خوا ثبت شوی دی. د سیند رای واکمنې کورنۍ ۴۸۹ ۶۳۲ز د خپلې واکمنۍ په اوج کې په دې او ورڅېرمه سيمو حکومت کړی. د پالا واکمني تر ټولو وروستۍ بودايي سترواکي وه، چې د درمپالا او دواپالا تر مشرۍ لاندې په ټوله سويلي اسيا کې له اوسني بنګله ديش نه نیولې، بيا له شمالي هند او تر اوسني پاکستان پورې غځېدلې وه. اسلامي بریسوبه او فتحه عرب فاتح محمد بن قاسم په ۷۱۱ز کال کې سیند ونيو. د پاکستان د حکومت رسمي نېټه لیکنه ادعا کوي چې، دا هغه وخت و چې د پاکستان بنسټ کېښودل شو؛ خو د پاکستان نظريه په نولسمه پېړۍ کې راورسېده. د منځنيو پېړيو لومړيو ۶۳۲-۱۲۱۹ز کې په دې سيمه کې د اسلام سپېڅلی دین خپور شو. په دې موده کې، صوفي مبلغينو اسلام ته د ډېرو سيمه یيزو بودايانو او هندوانو په اړولو کې بنسټيز اغېز درلود. د ترکي او هندوشاهي واکمنيو له ماتېدو وروسته، چې له اوومې نه تر يوولسمې پېړۍ يې په کابل دره، ګندهارا اوسنی خيبرپښتونخوا او لوېديځ پنجاب حکومت کاوه، د غزنوي سترواکۍ ۹۷۵-۱۱۸۷ز، غوري سلطنت او ډیلي سلطنت ۱۲۰۶-۱۵۲۷ز په ګډون، په پرله پسې ډول ګڼو مسلمانو سترواکيو په دې سيمه واکمني کړې ده. د ډیلي سلطنت د وروستۍ لودهي واکمنۍ ځای بيا د مغولو سترواکۍ ونيو ۱۵۲۶-۱۸۵۷ز. تاریخ پاکستان يو وخت نیم د هند برخه وه او نیمه نوره د هند لوېديځې برخې چې له چین هېواد سره د بلتستان د پولې څخه نیولې تر لاندې سنده او بلوچستان پورې د اوسني افغانستان پخوانۍ برخې وې . يو مهال د پښتنو قبایلو تر منځ د تربگلوۍ له کبله دغه سیمې په څو نومونو بېلې شوې چې يو لړ نومونه یې روهستان ، روهیله ، پښتونخوا ، شمال لوېديځه سرحدي ولایت او نور نومان پرې سیمه واکو پښتنو او وروسته بیا انگرېزانو ايښي .د پاکستان د هېواد تاریخ ډېر لنډ دی او يوه پېړۍ لا نه کېږي چې رامنځته شوی . کاله کېږي چې د پاکستان هېواد تاسيس شوی . د نن پاکستان د انگرېزانو او په ځانگړي توگه د امریکا سره د افغان جهاد پر مهال اړیکې د پوځي دیکتاتور ضياالحق لخوا ټینگې شوې چې لمخې یې د امریکا يو ولسمشر رونالډ رېگن پاکستان د امریکا ناوې هېواد گڼلای چې لا تراوسه هم د انگرېزانو تر ولکې یې نظام چلېږي. پاکستان په اسيا کې سوېل ختيځو هېوادونو کې راځي چې په ۱۹۴۷م زېږدي کې په ۱۴م د اگسټ يې د پاکستان نوم خپل کړ . انگرېزانو دغه هېواد له پيل څخه په فدرالي نظام وېشلی دی چې د ۱۹۷۳م زېږدي اساسي قانون لمخې یې په څلورو ايالتونو د قامونو په تناسب بېل کړی دی . دغه څلور ایالتونه پدې توگه ول : د پنجاب ايالت ، د شمال لوېديځې پولې ايالت چې اوسنی پښتونخوا ده ، د سنده ايالت او د بلوچستان ايالت . د هېواد پلازمېنه اسلام آباد نومېږي او کراچۍ ، لاهور ، فیصل آباد او راولپنډۍ يې نور صنعتي او نامتو لوی ښارونه دي . په دغه هېواد کې برسېره پر ۶گو غټو توکمنو سلهاؤ مذهبي فرقې هم شتون لري چې په غټو توکمونو کې یې پنجابيان تر ټولو ډېره ډله بيا پښتانه دوهم لوی توکم دی ، سندهيان ، بلوڅان ، سرايکان ، هندکيان او هندوان شامل دي . په دیني لحاظ پاکستان کې ۹۷ سلنه مسلمانان دي چې په لسهاؤ فرقو او پیرانو وېشل شوي ، ۷۰ سلنه یې سني اسلام منلی ، ۲۰ سلنه شعيه گان دي او شاوخوا سلنه هندوان او عيسويان هم شته. د نه وړاندې پاکستان،هند او بنگله دېش يو هېواد و چې د برصغیر هند يا د هند وړې وچې په نوم بللې کيدل . دغه وخت په هند کې د انگرېزانو واکمني وه۔ هېوادنۍ وټه پينځوس سلنه نفوس په کرهڼه بوخت دي چې ډېری وگړي يې کرونده گر دي او تر ډېره مالوچ، جوار، غنم، وریجې او داسې نورې کرکېلې کري. د طبعي زېرمو لخوا پاکستان سکاره، مس، غاز، وسپنه لري. په پاکستان کې دروند صنعت د حکومت لخوا څارل کېږی. سیاست واگ واگیزه غونډال یې انگرېزي پارلماني دی.د پاکستان حکومتي نظام جمهوري پارليماني دی چې وزيراعظم د هيواد د حکومت مشر بلل کيږي۔پاکستان دوه لاسبري دولتي ادارې لري ، يو يې قومي اسمبلي قامي جرگه ده او بله يې سينيټ سنا نومېږي ۔د پاکستان پارلماني غونډال له افغانستان څخه توپیر لري ځکه چې افغان دولتي غونډال کې هېوادمشر د ولس او حکومت مشر وي خو پاکستاني دولتي غونډال کې وزيراعظم لومړی وزير د حکومت او ولس مشر وي . تاریخ او ایداري ویش د پاکستان نوم : په فارسي ژبه کې پاک ستان چې د دوه ستاینومونو تړنگنوم دی مانا يې پاکه خاورهراوځي. دا نوم د چوهدري رحمت علي لخوا په ۱۹۳۳ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره په يوې رسالې کې چې د اوس او يا هېڅکله تر سرليک لاندې نومېده خپور شو. د پاکستان نوم د پنځ ايالتونو د نوم نه هم اخيستي شوي:پ پنجاب ، ا افغانيه خېبر پښتونخوا ،ک کشمير،س سند، تان بلوچستان۔ د پاکستان ايالتونه او سیمې هم وګوره په پاکستان کې د دیپلماتیک ماموریت و فهرست سرچينې هېوادونه د نړۍ هېوادونه د سوېلي آسيا هېوادونه اسلامي هېوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D8%A7%D9%86%D8%A7%D9%85%D8%A7 | پاناما | پاناما چې رسمي نوم یې د پاناما جمهوریت دی د مرکزي امریکا په سویل کې پروت یو هیواد دی. د پاناما پلازمینه پاناما سیټي او رسمي ژبه یې اسپانیایي ده، مساحت یې ۵۱۷۷۵ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۶۷۹۳۰۹۳ تنه دی. پاناما چې رسمي نوم يې د پاناما جمهوريت دی، په مرکزي امريکا او سويلي امريکا کې د لويو وچو تر منځ وېشل شوی هېواد دی، لويديځ ته يې کوسټاريکا، سويل ختيځ ته يې کولمبيا، شمال ته يې کرابين سمندر او سویل ته يې ارام سمندر موقعيت لري. پلازمېنه او ستر ښار يې د پاناما ښار دی چې د پاناما ښار ښاري سیمه کې د دې هېواد د څلور ميليونه نفوس نږدې نيمايي برخه خلک ژوند کوي. په شپاړسمه پېړۍ کې د اسپانوي نيواکګرو له رسېدو مخکې په پاناما کې اصلي قبايل اوسېدل. دا هېواد په ۱۸۲۱ز کال کې له سپين څخه جلا او د ګران کولمبيا جمهوريت سره يو ځای شو، کوم چې د نيوا ګراناډا، ايکوادور او وينزويلا اتحاد و. له هغه وروسته چې په ۱۸۳۱ز کال کې ګران کولمبيا منحل شوه، پاناما او نيوا ګراناډا د کولمبیا جمهوريت وګرځېد. د متحده ايالاتو په ملاتړ سره، پاناما په ۱۹۰۳ز کال کې له کولمبيا څخه جلا شو، د پاناما کانال ته د جوړېدو اجازه ورکړل شوه چې د ۱۹۰۴ او ۱۹۱۴ز کلونو تر منځ د متحده ايالاتو د پوځ د انجينرانو د قول اردو له خوا بشپړ شو. په ۱۹۷۷ز کال کې د ټوريجوس-کارټر تړونونو موافقه وکړه چې د ۱۹۹۹ز کال د ديسمبر په يو دېرشمه نېټه دا کانال له متحده ايالاتو څخه پاناما ته انتقال شي. د دې په شا اوخوا کې ځمکې په لومړي ځل په ۱۹۷۹ز کال کې بېرته سپارل شوې وې. د دې کانال ماليات اوس هم د پاناما د خالص کورني عايد د يوې سترې برخې څرګندونه کوي، که څه هم سوداګري، بانکوالي او ګرځندويي هم په دې هېواد کې مخ پر وده برخې دي. دا هېواد د لوړ عايد اقتصاد لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي. په ۲۰۱۹ز کال کې د بشري ودې شاخص ته په کتنې سره پاناما په نړۍ کې اوه پنځوس هېواد درجه بندی شوی و. په ۲۰۱۸ز کال کې، د نړيوال اقتصادي ټولنې د نړيوالې سيالۍ د شاخص تر مخې، پاناما په لاتيني امريکا کې اوم سيالي کونکی اقتصاد بلل شوی و. د پاناما ځنګلونه چې د دې هېواد نږدې څلوېښت سلنه ځمکه يې پوښلې ده، د ګڼ شمېر استوايي بوټو او ژويو کور دی - دوی له ډلې ځينې يې داسې دي چې د ځمکې پر مخ بل هېڅ ځای کې نه موندل کېږي. پاناما د ملګرو متلونو او نورو نړيوالو سازمانونو لکه او بنسټ اېښودونکی غړی هېواد دی. د نوم رېښې د قطعي اصليت معلوم نه دی. په دې اړه ګڼ اندونه شته. يو اند وايي چې د دې هېواد نوم د ونو د يو عام موندل کېدونکي نسل له نوم څخه اخیستل شوی دی. يو بل اند دا دی چې پاناما ته لومړي مېشت شوي خلک په اګست کې رسېدلي دي، کوم وخت چې پتنګان ډېر زيات وي نو په همدې بنسټ په يوه هغه اصلي امري انډين ژبه کې چې د اسپانوي نېواک له رسېدو مخکې پرې خبرې کېدې د دې ټکي د دې نوم معنا هم دا ده چې ډېر پتنګان. يوه بله نظريه دا ده چې دا ټکی د د کونا ژبې د بنابا ټکي اسپانوي شوې بڼه ده چې معنا يې ده لرې يا ډېر وړاندې. په پاناما کې په عام ډول خپره شوې افسانه دا ده چې د کبانو نيونکو يو کلی و، کوم چې همدا د پاناما نوم درلود چې معنا يې ده د کبانو زياتوالی او دا کلی هغه مهال موجود و کله اسپانويانو په لومړی ځل دې سيمې ته ورسېدل. د دې کلي کره موقعيت نه دی معلوم. د دې افسانې تايید په عام ډول د د يادښتونو څخه اخیستل شوی دی، څوک چې په ۱۵۱۵ز کال کې د پاناما د ارام ساحل د لټون پر مهال په يو بې نومه کلي کې د ښکته کېدو خبر ورکوي؛ نوموړي دا کلی يواځې د هماغه کوچني اصلي کب نيونکو د کلي په توګه ياد کړی دی. په ۱۵۱۷ز کال کې، يو اسپانوي دويم بريدمن پرېکړه وکړه چې په هماغه ځای کې يو مېشت ځای اباد کړي چې يې يادونه کړې وه. په ۱۵۱۹ز کال کې، پرېکړه وکړه چې په دې سيمه کې د اسپانوي سترواکۍ ارامه بندرګاه جوړه کړي. نوي کلي د ځای ونيو، کوم چې په ارام اقيانوس کې د اسپانيې له خوا د شتمنۍ تر لاسه کولو له پيلیدو وروسته د ولي عهد په نړيواله طرحه کې خپل کار له لاسه ورکړی و. د پاناما د پوهنې وزارت له خوا په رسمي ډول د دې نوم تعريف او اصليت د کبانو، ونو او پتنګانو زیاتوالی دی. دا هغه عامه تشرېح ده چې د ټولنيزو مطالعاتو په درسي کتابونو کې ورکړل شوې ده. تاريخ په شپاړسمه پېړۍ کې د اسپانويانو په لومړي ځل رسېدو سره، د پاناما په پېژندل شويو اوسېد نکو کې کووا او کوکلي قبايل شامل وو. دا خلک نږدې له منځه تللي دي، ځکه چې دوی د اروپايي عفوني ناروغيو په وړاندې هېڅ خونديتوب نه درلود. له کولمبيايي پړاو مخکې د پاناما تنګی نږدې دري ميلیونه کاله مخکې هغه وخت جوړ شو، کله چې د شمالي او سويلي امريکا تر منځ ځمکنی پول بالاخره بشپړ شو او بوټي او ژوي په کرار کرار له دې پولو څخه په دواړو لوريو واوښتل. د دې تنګي شتون لومړی ښکاريانو او د راټولېدونکو له راڅرګندېدو څخه نيولې تر کليوالي او ښاري پړاونو پورې په ټوله امريکا لويه وچه کې د خلکو، کرنې او ټيکنالوژۍ پر خپرېدو اغېز پرېښود. په پاناما کې د اصلي اوسېدونکو تر تولو لرغوني موندل شويو اثارو کې د پاليو-هندي تیرونو شاملې دي. له هغې وروسته منځنۍ پاناما په امريکاګانو کې د ځينو خاورينو لوښو د جوړېدو لومړی مرکز و، د بېلګې په ټول د موناګريلو کلتورونه، د کوم تاريخ کې چې ۲۵۰۰ ۱۷۰۰ مخزېږديز ته رسېږي. دوی په مهم نفوس بدل شول، کوم چې د موناګريلو لرغونو اثارو په سيمه کې د هغوی د په زړه پورې تدفين تر شا او خوا ۵۰۰ ۹۰۰ز پورې او د دوی ښکلي ګران کوکلي طرز د پولي کروم د خاورينو لوښو په مټ يې شهرت وموند. د په سيمه کې په يوه ډبره پاتې مجسمې هم د هغه لرغوني تنګي د کلتورونو مهم اثار دي. د اروپايانو له رسېدو مخکې په پاناما کې چبچن، چوکون او کيووا خلک په زیاته پیمانه مېشت شوي وو. تر تولو ستره ډله يې کيووا وه د چا د ژبې دقيق تړون چې ډېر کمزوری مستند کړای شوی دی.د اروپايي نيواک پر مهال د تنګي سيمه ييز نفوس اندازه کره نه ده معلومه. د اټکل تر مخې تر دوه ميلیونه پورې رسېدل، خو وورستۍ څېړنې ښيي چې دا شمېر دوه سوه زرو ته نژدې وه. د لومړيو اروپايي کشافينو له خوا د لرغونو اثارو موندنې او تعريفونه د ډول ډول سيمه يیزو استمين ډلو ښودنه کوي، کوم چې د کلتوري تنوع ښودنه کوي او خلکو ته د سوداګرۍ د منظمو سيمه ييزو لارو په مټ د پرمختګ وړانديز کوي. کله چې پاناما مستعمره وګرځول شوه، اصلي اوسېدونکي يې ځنګلونو او نژدې ټاپوګانو ته وتښتېدل. پوهان په دې باور دي چې د امریکا د اصلي اوسېدونکو په نفوس کې د کمښت اصلي لامل ساري ناروغۍ وې. سیمه ييزو خلکو د ننکيو په څېر ناروغيو په وړاندې کوم خونديتوب نه و تر لاسه کړی، کوم چې له کلونو راهيسې په ايروايشيا خلکو کې مزمن و. تر ۱۷۹۹ ز کال پورې نيواک په ۱۵۰۱ز کال کې په وينزويلا کې د سرو زرو په لټون د لويديځ پر لور د سمندر سفر پيل کړ او لومړی اروپايي وګړی وګرځېد چې د پاناما تنګه نرۍ خاورينه تړانګه چې دوه ځمکې سره نښلوي او د اوبو دوه هستې سره جلا کوي کشف کړي. یو کال وروسته، کروسټوفر له دې تنګي څخه لېدنه وکړه او په ډيرين کې يې د لنډې مودې لپاره يو کلی جوړ کړ. په ۱۵۱۳ز کال کې له اوقيانوس سمندر څخه تر ارام سمندر پورې د ستونزمن سفر روښانه کړه چې دا تنګی په رښتيا هم د سمندرونو تر منځ لاره وه او پاناما په تېزۍ سره په نوې نړۍ کې د اسپانيې د سترواکۍ د اوښتو را اوښتو لاره او بازار وګرځېد. پاچا فرډينينډ دويم د شاهي والي په توګه وټاکه. نوموړی د ۱۵۱۴ز کال په جون میاشت کې له نولسو بېړيو او پنځلس سوه کسانو سره راورسېد. په ۱۵۱۹ز کال کې، ډيولا د پاناما د ښار بنسټ کېښود. سره زر او سپين زره په بېړيو کې له سويلي امریکا سره راوړل شول، له تنګي څخه واړول شول او د اسپانيې پر لور د وړلو لپاره په سمندري بېړۍ کې بار کړای شول. دا لاره د کيمينو رئيل يا رايل سرک په نوم وپېژندل شوه، که څه هم په دې لاره کې د قبرونو د شمېر له ماله په عام ډول د کيمينو ډي کروس روډ اف کراسس په نوم هم پېژندل کېده. جغرافیه ایداري ویش بوکاس دل تورو چیریکی کوکله کولون دارین هررا لس سانتوس پاناما سیټي وراګواس نیمه خپلواکي سیمي چې ولایتونه حسابیږي امبرا-وونان کونایالا نګوبه-بولګه اقتصاد تاریخ کلتور سرچينې د مرکزي امریکا هیوادونه پاناما |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D9%8A%D8%B1%D9%88 | پيرو | پیرو واورئ؛ هسپانوي: ؛ : ؛ : ، په رسمي ډول د پیرو جمهوریت هسپانوي: مړستهمعلومات ، د سویلي امریکا په لوېدیځ کې یو هیواد دی. دا هېواد په شمال کې له اکوادور او کولمبیا، په ختیځ کې له برازیل، په سویل ختیځ کې د بولیویا، په سویل کې د چیلي او په سویل او لوېدیځ کې له ارام سمندر سره ګډه پوله لري. پیرو له طبیعي پلوه یو لوی متنوع هېواد دی چې په کې د استوګنې ځایونه په لویدیځ کې د ارام سمندر ساحلي سیمې له وچو میدانونو څخه نیولې، د انډیز غرونو تر څوکو پورې چې د هیواد له شمال څخه سویل ختیځ ته، بیا په ختیځ کې د امازون سیند په سره د امازون استوایي بارانونو- ځنګل په څنډو کې غځېدلي دي. . پیرو میلیونه نفوس لري، او پلازمېنه او لوی ښار یې لیما دی. د . ملیونه کیلومتره مربع . ملیون میل مربع مساحت په درلودلو سره، پیرو په نړۍ کې م لوی هیواد دی، او په جنوبي امریکا کې دریم لوی هیواد دی. د پیرو خاوره د څو پخوانیو کلتورونو کور ؤ. د نورټ ډې چیکو تمدن څخه چې په امریکا کې ترټولو زوړ تمدن او د تمدن له پنځو زانګو ګانو څخه یو دی، چې په ق.م کې پیل شوی، بیا د اېنکا تر سترواکۍ پورې، چې له کُلمب څخه مخکې امریکاوو کې ترټولو لوی پیژندل شوی دولت دی، دا قلمرو چې پیرو هم پکې شاملېږي د هر هیواد د تمدن تر ټولو اوږد تاریخ لري، چې میراث یې له میلاد مخکې ان لسمې زریزې ته ورګرځي. هسپانوي سترواکۍ په مه پیړۍ کې دا سیمه فتحه کړه او یو نائب السلطنه واکمني یې رامنځته کړه چې د نوموړي هېواد پلازمېنې لیما سره یې د سویلي امریکا زیاتره برخه پوښلې وه. په امريکاوو کې لوړې زده کړې په ز کال کې په لیما کې د سان مارکوس ملي پوهنتون له رسمي تاسیس سره پیل شوې. پیرو په رسمي توګه په ز کال کې خپلواکي اعلان کړه او د جوس دي سان مارټین او سیمون بولیوار د بهرنيو نظامي کمپاینونو او د ایاکوچو پریکړه کونکې جګړې وروسته، پیرو په ز کال کې خپله خپلواکي بشپړه کړه. په راتلونکو کلونو کې، هېواد یو ځل د سیاسي بې ثباتۍ سره مخامخ شو چې بیا وروسته د ګانو یا مرغانو سرې د استحصال له امله نسبي اقتصادي او سیاسي ثبات پیل شو. وروسته، د چیلي سره د پاسفیک جنګ م-ز کلونه پیرو د کړکېچ حالت ته راوستله چې له هغه څخه وضاحت ته اړتیا لري د سولیسټامدني ګوند له لارې واک ترلاسه کړ. په شلمه پیړۍ کې، هیواد د کودتا، ټولنیزې ناکرارۍ، او داخلي شخړو خوا ته ولاړ او د ثبات او اقتصادي ودې لوړېدل یې هم تجربه کړل. په مه ز لسیزه کې، نوموړي هېواد یو نوی آزاد اقتصادي ماډل پلی کړ چې تر نن ورځې پورې کارول کیږي. لکه څنګه چې په کلونو کې د توکو ځلېدنه واقع شوه، پیرو د دوامدارې اقتصادي ودې او د بې وزلۍ کمښت خوا ته ولاړه. د پیرو خپلواکه دولت د استازو یو ډیموکراتیک جمهوریت دی چې په سیمو ویشل شوی. پیرو د بشري پرمختیا په لوړه سطح کې ځای لري د لوړ-منځني عاید کچې سره د بشري پراختیا شاخص کې یم ځای لري. نوموړی هېواد د ٪. منځنۍ ودې سره د سیمې ترټولو بډایه اقتصاد لرياو نوموړی هېواد په منځني ډول د صنعتي ودې له ٪. رېټ سره د نړۍ یو له ډېرې ګړندۍ صنعتي ودې لرونکو هېوادونو څخه دی. د پیرو هېواد اصلي اقتصادي فعالیتونه د کان کیندنې، تولید، کرنې او کب نیونې، او نورو مخ پر ودې سکتورونو لکه مخابراتو او بایو ټیکنالوژۍ څخه عبارت دي. دا هیواد د پاسېفیک پوماس همکاریو د سازمان یوه برخه جوړوي چې د آرام سمندر ساحل په اوږدو کې د د لاتینې امریکا هیوادونو سیاسي او اقتصادي ډله ده ، دا ډله د مثبتې ودې، باثباته لوی اقتصادي بنسټونو، ښې حکومتوالۍ او نړیوال پرمختګ سره د همغږۍ لپاره ګډې هڅې تر سره کوي. پیرو په ټولنیزه ازادۍ کې جګ ځای لري؛ دا هېواد د آسیا - آرام سمندر اقتصادي همکارۍ، د آرام سمندر اتحاد، د ټرانس پاسفیک شراکت او د سوداګرۍ نړیوال سازمان فعال غړی دی. او د منځني ځواک په توګه پېژندل کیږي. پیرو داسې نفوس لري چې میستیزوس، امرینډیانسور پوستي امریکایان، اروپایان، افریقایان او آسیایان پکې شامل دي. د خبرو اترو اصلي ژبه هسپانوي ده، که څه هم د پام وړ شمیر پیرویان په کویچوا ژبې، ایمارا، یا نورو داخلي ژبو خبرې کوي. د کلتوري دودونو دا ترکیب د هنر، خواړو، ادبیاتو او موسیقۍ په برخو کې د څېړنو د پراخې تنوع لامل شوی دی. رېښه د دې هېواد نوم کېدای شي، د یو ځایي واکمن له نوم بیرو څخه اخیستل شوی وي چې د مې پیړۍ په لومړیو کې یې د پاناما ښار د سان میګویل خلیج ته نږدې ژوند کاوه. هسپانوي فاتحانو، چې په ۱۵۲۲ز کال کې راغلي وو، باور درلود چې دا د نوې نړۍ تر ټولو جنوبي برخه ده. کله چې فرانسېسکو پیزارو د لرې سویل پر سیمو برید وکړ، دا سیمې د بیرو یا پیرو په نوم ونومول شوې. یو بدیل تاریخ د معاصر لیکوال اِنکا ګارسیلاسو دی لا ویګا له خوا، چې د انکا شهزادګۍ زوی او فتح کونکی دی، چمتو شوی. هغه وایي چې: د بیرو نوم یو عام سور پوستي امریکایي ته ورګرځي چې د والي پیډرو اریاس دی ایویلا لپاره د سپړنې ماموریت لپاره د بېړۍ عملې لخوا ورته ورکړل شوی ؤ او د یوې ګډې ژبې د نشتوالي له امله د غلط فهمۍ زیاتره نورو همدا شان مثالونو سره تړاو لري. هسپانوي تاج د ز کال په سره د پیرو نوم ته قانوني حیثیت ورکړ، چا چې د انکا له سترواکۍ سره په لومړي ځل مخامخ کېدو سره هغه د پیرو ولایت په توګه نومولې وه. په ز کال کې، یاغی ځان د خپلواک پیرو شهزاده اعلان کړ، چې دا کار د هغه په نیول کېدو او اعدامېدو باندې تمام شو. د هسپانیا تر واکمنۍ لاندې، د دغه هېواد نوم د پیرو نائب السلطنه شو، چې له خپلواکۍ وروسته تر ز کال پورې جمهوري پيرو شو او اوسنی نوم یې هم د پیرو جمهوریت په توګه غوره کړی دی. تاریخچه پخوانی تاریخ او له کلمب څخه مخکې پیرو د پیرو په خاوره کې د انسانانو د شتون لومړني شواهد نږدې ق.م ته رسېږي چې د په استوګنځي کې موندل شوي دي. د انډیان ټولنې د اوبو لګولو او ځمکې هواروالوپټیو جوړولو د تخنیکونو په کارولو سره د کرنې پر بنسټ ولاړې وې؛ د اوښانو پالنې او کب نیولو هم ارزښت درلود. ټولنو د اجناسوتوکو په تبادله او بیا-وېش تکیه کوله ځکه چې دغو ټولنو ته د بازار یا پیسو مفهوم نه درلود. په پیرو کې ترټولو پخوانۍ پیژندل شوې پیچلې ټولنه، د کارال نورټ چیکو تمدن، د ق.م او ق.م ترمنځ د آرام سمندر په ساحل کې وده وکړه. په دغو لومړنيو پرمختګونو پسې د نورو لرغونو کلتورونو پرمختګونه هم راڅرګند شوي چې زیاتره یې په پیرو کې په ساحلي او انډیان سیمو شاوخوا کې وده کړې. د کلتور چې د څخه تر ق.م پورې وده کړې د هغه څه په اوږدو کې چې اوس د پیرو ارام سمندر ساحل دی د انکا څخه مخکې کلتور یوه بیلګه وه. د چاوین کلتور چې له څخه تر ق.م پورې وده کړې ښایي د سیاسي پدیدې په پرتله خورا مذهبي ؤ، د دوی مذهبي مرکز په چاوین دی هوانتار کې دی. د لومړۍ پیړۍ د پیل په شاوخوا کې د چاوین کلتور له زوال وروسته، د سیمه ایزو او ځانګړو کلتورونو لړۍ د راتلونکو زرو کلونو په اوږدو کې په ساحل او لوړو سیمو کې راڅرګنده شوه. هغه تمدنونه چې په ساحل کې وو، د پاراکاس، نازکا، واري، او ډیر نامتو یې چیمو او موچي تمدنونه شاملوي. د موچي تمدن، چې په لومړۍ ميلادي زریزه کې عروج ته رسېدلی ؤ، د اوبو لګولو په سېسټم کې چې د دوی وچې ځمکې يې حاصلخېزه کړې وې، د دوی په پرمختللو سراميکي لوښو، د دوی په لوړو ودانیو، او لوړه کچه فلز کارۍ کې یې نامتووالی درلود. چیمو د انکا د تمدن څخه د مخه لوی ښار جوړونکي وو. د دېوالي ښارونو د یو خوځند کنفدراسیون په توګه، یې د شمالي پیرو د سواحلو په اوږدو کې د څخه تر پورې وده وده کړې وه. د دوی پلازمینه د اوسنۍ ټروجیلو څخه بهر په چان چان کې وه. په لوړو سیمو کې، د تیواناکو کلتور، په پیرو او بولیویا دواړو کې د تیتیکاکا جهيل ته نږدې، او د واري کلتور، د اوسني آیاکوچو ښار ته نږدې، د او عیسوي کلونو ترمنځ لوی ښاري استوګنځایونه او پراخ دولتي سېستمونه رامنځته کړل. تاریخ اقتصاد کلتور جغرافیه سرچینې پیرو |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%DB%90%D9%84%D9%8A%D9%BE%D9%8A%D9%86 | پېليپين | فلېپین په رسمي توګه د فلېپین ولسمشریزه ده چې پلازمینه یې د مانیلا ښار او رسمي ژبي یې انګلیسي او فلیپیني دي . په رسمي ډول د فیلیپین جمهوریت فلیپیني: په سویل ختیځه اسیا کې یو له ټاپوګانو جوړ هېواد دی. دا په لوېدیځ ارام سمندر کې پروت دی او شاوخوا ټاپوګانې لري، چې په پراخه توګه له شمال نه تر سویل پورې تر دریو اصلي جغرافیایي وېشونو لاندې ډلبندي شوي دي: لوزون، ویسایاس، او منداناو. فیلیپین په لوېدیځ کې له لوېدیځ فیلیپین بحر، په ختیځ کې له فیلیپین بحر او په سویل لوېدیځ کې له سیلیبس بحر سره پوله لري او په شمال کې له تایوان، شمال ختیځ کې له جاپان، په ختیځ او سویل ختیځ کې له پالو سره سمندري پوله لري. سویل ته یې اندونیزیا، سویل لوېدیځ ته یې مالیزیا، لوېدیځ ته یې ویتنام او شمال لوېدیځ ته یې چین موقعیت لري. فیلیپین کیلومتر مربع میل مربع مساحت لري او تر ز کال پورې یې شاوخوا میلیونه نفوس درلود او د نړۍ دیارلسم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی. فیلیپین یو څو مليته دولت دی، چې د خپلو ټاپوګانو په اوږدو کې بېلابېل توکمونو او کلتورونو لري. مانیلا د هېواد پلازمېنه ده، په داسې حال کې چې تر ټولو لوی ښار یې کوزون ښار دی، دواړه د میټرو مانیلا په ښاري سیمه کې پراته دي. نیګریټوس، د ټاپوګانو ځینې لومړني اوسېدونکي، د اسټرونیایي وګړو د پرله پسې څپو له خوا تعقیب شوي. د انیمیزم، هندویزم او د اسلام جزیره یي سلطنتونه یې؛ لکه راجهانتس او سلاطین د کیداتونس په نامه جوړ کړل. د فرډینانډ میګیلان راتګ، چې یو پرتګالی کشفونکی و، د هسپانیې لپاره یې د یوې بېړۍ مشري کوله؛ نو له دې سره یې د هسپانوي استعمار پیل په نښه کړ. په ز کال کې، هسپانوي کشفونکي روی لوپز د ویلالوبوس د اسپانیا د دویم فیلیپ په ویاړ ټاپوګانو ته د لاس اسلاس فلپیناس نوم ورکړ. د مکسیکو له لارې د هسپانیا تصفیه، په ز کال کې پیل شوه، فیلپین له کلونو نه زیات د هسپانوي سترواکۍ برخه شو. په دې لړ کې، کاتولیکیزم برلاسی دین شو او مانیلا د لوېدیځ قطب پر سوداګریز مرکز بدل شو. په ز کال کې د فیلیپین انقلاب پیل شو، چې بیا د ز کال په هسپانوي-امریکایي جګړې کې ښکېل شو. هسپانیې دا سیمه متحده ایالاتو ته وسپارله، په داسې حال کې چې د فیلیپین انقلابیانو د لومړي فیلیپین جمهوریت اعلان کړ. د فیلیپین امریکایی جګړه د متحده ایالاتو له خوا د سیمې کنټرول په رامنځته کولو سره پای ته ورسېده، چې دوی د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د جاپاني ټاپوګانو تر برید پورې ساتلې وه. فیلیپین له ازادۍ وروسته، په ز کال کې خپلواک شو. له هغه وخت راهیسې، واحد خپلواک دولت ډېری وختونه له ډیموکراسۍ سره ګډې وډې تجربه وکړې، چې د خلکو د ځواک انقلاب له خوا د دیکتاتورۍ ړنګول په کې شامل دي. دا یو مخ پر ودې بازار او یو نوی صنعتي هېواد ګڼل کېږي، چې اقتصاد یې د کرنې پر بنسټ د خدماتو او تولیداتو پر بنسټ ولاړ دی. فیلیپین د ملګرو ملتونو، د سوداګرۍ نړیوال سازمان، د سویل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې، د اسیا - ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ فورم او د ختیځې اسیا سرمشریزې بنسټ اېښودونکی غړی دی. د الکاهل سمندر د اور په حلقه کې د یوه ټاپو هېواد په توګه د فیلیپین موقعیت او استوا ته یې د نږدیوالي له امله د زلزلې او طوفانونو له خطر سره مخ دی. دا هېواد بېلابېلې طبیعي زېرمې او د نړۍ په کچه د حیاتي تنوع له مخې لوړ دریځ لري. ریښه پېژندنه هسپانوي کشفونکي روی لوپیز دی ولالوبوس په ز کال کې د خپل سفر په لړ کې د استونیا له دویم شهزاده فیلیپ وروسته د لیټ او سمر ټاپوګانو نومونه فیلپیناس کېښودل. په نهایت کې د لاس اسلاس فیلیپیناس نوم د ټاپوګانو د هسپانوي ملکیتونو پوښلو لپاره کارول کېږي. مخکې له دې چې هسپانوي واکمنۍ رامینځته شي، د ټاپوګانو لپاره نور نومونه؛ لکه اسلاس ډیل پونینټ د لوېدیځ ټاپوګان، میګیلان او سان لازارو د هسپانویانو له خوا په سیمه کې د ټاپوګانو د راجع کولو لپاره هم کارول کېدل. د فیلیپین د انقلاب په لړ کې، مالولوس کانګرس د فیلیپین جمهوریت د تاسیس اعلان وکړ. د هسپانیا امریکا جګړې ۱۸۹۸ز کال او د فیلیپین امریکا له جګړې ۱۸۹۹ز۱۹۰۲ز نه تر د مشترک المنافع دورې ۱۹۳۵ز۱۹۴۶ز پورې، د امریکا استعماري چارواکو دغه هېواد د فیلیپین ټاپوګان په نامه ونوماوه، چې دغه نوم یې هسپانوي ژباړه وه. متحده ایالاتو له فیلیپین ټاپوګانو نه فیلیپین ته د هېواد د حوالې د بدلولو بهیر پیل کړ، په ځانګړې توګه، کله چې یې د فیلیپین د خپلواکۍ په قانون یا د جونز په قانون کې یادونه شوې وه. د فیلیپین جمهوریت بشپړ رسمي سرلیک، د راتلونکي خپلواک دولت په نوم د ز کال په اساسي قانون کې شامل شو همدارنګه د اساسي قانون په ټولو راتلونکو تعدیلاتو کې یې هم یادونه شوې ده. تاریخ په اوسني فیلیپین کې د لومړیو انسانانو د ژوند شواهد شته، چې کاله مخکې یې هلته ژوند کاوه. له کالاو غار نه د هډوکو لږ شمېر په احتمالي توګه د یو نامعلوم هومو لوزونیسیس استازیتوب کوي، چې شاوخوا نه تر کاله وړاندې یې ژوند کاوه. د اوسني انسان تر ټولو پخواني پاتې شوني، چې په دغو ټاپوګانو کې موندل شوي د پالوان د تابوون غارونو پورې اړوندېږي، چې له - کاله وړاندې مخینه لري. لومړني اسټرونیایان شاوخوا مخکې له میلاده فیلیپین ته ورسېدل ، له تایوان نه یې بتانیس ټاپو او شمالي لوزون مستقر کړل. له هغه ځایه، دوی د فیلیپین او سویل ختیځې اسیا نورو ټاپوګانو ته په چټکۍ سره خپاره شول. دا نفوس د موجوده نیګریټویانو سره یوځای شوی، چې په پایله کې یې اوسنۍ فلیپیني توکمیزې ډلې رامنځته شوې، چې د اسټرونیسیا او نیګریټو ډلو ترمنځ د جینیاتي ترکیب مختلف تناسب ښیي. جینیټیک لاسوندي د اسټرواسیاټیک، پاپوان او د سویلي اسیا د وګړو د کډوالۍ احتمال هم په ګوته کوي. د جیډ اثار موندل شوي، چې کاله مخکې له میلاده تاریخ لري، د لینګلینګ او جیډ توکي، چې په لوزون کې جوړ شوي، له تایوان نه د خامو موادو په کارولو سره پیدا شوي دي. په مخکې له میلاد کې، د ټاپوګانو اوسېدونکو په څلورو ډولو ټولنیزو ډلو وېشل شوي وو: ښکاري قبیلې، جنګیالۍ ټولنې، غره ییزه پلوټوکراسي او د بندرونو سلطنتونه. ډیموګرافیک د هېواد نفوس د نفوسو کمیسیون له خوا د ز کال د ډسمبر تر مې پورې اټکل شوی و، دا اټکل د ز کال د وروستۍ نفوس سرشمېرنې پراساس د فیلیپین د احصایې ادارې له خوا ترسره شوی و. نفوس له ز کال نه تر ز کال پورې نږدې میلیونه زیات شوی، چې په هغه وخت کې یې ٪ وده درلوده. په فیلیپین کې لومړنۍ رسمي سرشمېرنه په ۱۸۷۷ز کال کې ترسره شوه او د نفوس شمېر یې ۵۵۶۷۶۸۵ و. ژبې ایتنولوګ په فیلیپین کې د جلا ژبو لیست وړاندې کوي، چې یې ژوندۍ ژبې دي، په داسې حال کې چې نورې یې هېڅ پېژندل شوي ګړودونه نه لري. زیاتره مورنۍ ژبې د مالیو پولینیشیایي ژبو د فیلیپیني څانګې برخه ده، چې پخپله د استرونیسیایي ژبې د کورنۍ یوه څانګه ده. پر دې سربېره، د هسپانوي پر بنسټ په ټولیز ډول د کریول بېلابېل ډولونه د چاواکانو په نوم شته دي. دلته ډېری فیلیپین نیګریټو ژبې هم شته، چې ځانګړي لغتونه لري او د اسټرونیسیا کلتور له اغېزو ژوندي پاتې دي. فیلیپیني او انګلیسي د هېواد رسمي ژبې دي. فیلیپیني د ټاګالوګ یوه معیاري نسخه ده چې عموما په میټرو مانیلا کې ویل کېږي. فیلیپیني او انګلیسي دواړه په حکومت، زده کړه، چاپ، نشراتي رسنیو او سوداګرۍ کې کارول کېږي، درېیمې ځایي ژبې هم ډېری وخت په ورته مهال کې کارول کېږي. دین فیلیپین یو سیکولر دولت دی چې د مذهب ازادي ساتي. عیسویت برلاسې عقیده ده، چې شاوخوا ٪ نفوس یې لري. فیلیپین تر ز کال پورې، د نړۍ درېیم لوی رومن کاتولیک نفوس درلود او په اسیا کې تر ټولو لوی مسیحی ملت و. د ز کال د سرشمېرنې معلوماتو موندلې، چې شاوخوا .٪ نفوس پر کاتولیکزم باور لري. شاوخوا ٪ نفوس په منظمه توګه په عشا رباني مراسمو کې ګډون کوي. ٪ کاتولیکان ځانونه ډېر مذهبي ګڼي. یوه خپلواکه کاتولیکه کلیسا، د فیلیپین خپلواکه کلیسا، شاوخوا پیروان لري. پروټیسټان په ۲۰۱۵ز کال کې ۹.۱۳ سلنه نفوس درلود. د نفوس .٪ برخه یې د غړي دي. د فیلیپین د انجیل کلیسا د شورا پیروان د ټول نفوس .٪ برخه جوړوي. تاریخ کلتور اقتصاد جغرافیه فلېپین آسیا غړي هیوادونه د انگریزي ژبې ویونکي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D8%B1%D8%AA%DA%AB%D8%A7%D9%84 | پرتګال | پرتګال په پرتګالي په انګلیسي د اروپا سویل لویدیځ کې پروت هیواد دی. چې پلازمېنه یی لیسبون دی. او رسمي ژبه یی پرتګالي ده. د پرتګال نفوس ۰۰۰۵۰۰۱۰ نفره د پیسوواحد یې یورو او مساحت یې ۲۱۲۹۲ کیلومتره مربع دی. پرتګال په اروپایي ټولنه او ناټو سازمان کې هم غړیتوب لري. ایداري ویش لیسبون لیریا سانتارم ستوبال بجا فارو یفورا پورتالګري کاستیلو برانکو ګواردا کویمبرا افیرو فیسیو برانګانکا فیلا ریال پورتو براګا فیانا د کاستلو جفرافیه پلایا دلا مارینا، آلګاروه کلتور تاریخ اقتصاد پرتگال د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%82%D8%B7%D8%B1 | قطر | قطر، په رسمي بڼه د قطر هېواد د لوېدیځې آسیا یو هېواد دی. دغه هېواد د عرب ټاپووزمې په شمال ختیځو سواحلو کې د قطر کوچنۍ ټاپووزمه نیولې او یوازې د خلیج د همکارۍ شورا او سعودي عربستان سره له سویل لوري ځمکنۍ پوله لري، چې نور پاتې قلمرو یې د فارس خلیج له خوا چاپېر شوی دی. فارس خلیج ته یې داخلېدونکې لار، د بحرین خلیج له لارې ده چې هغه یې له ګاونډي بحرین نه جلا کړی. پلازمېنه یې دوحه ښار دی چې د دغه هېواد نږدې ۸۰ سلنه وګړي په کې مېشت دي. د ۲۰۱۷ ز کال په لومړیو کې په دغه هېواد کې د وګړو شمېر ۲.۶ میلیونه کسه و. ۳۱۳ زره یې قطري وګړي او ۲.۳ میلیونه یې کډوالمهاجر کارکوونکي دي. رسمي دین یې اسلام دی. د عاید له پلوه، دغه هېواد د پېرلو د توان له مخې په نړۍ کې څلورم لوړ سړي سر داخلي ناخالص تولیدات لري او د سړي سر ناخالصو ملي تولیداتو اتلس مېتود له مخې شپږم هېواد دی. د ملګرو ملتونو له خوا قطر د انساني ودې د پراختیا لوړ شاخص لرونکی هېواد بلل شوی چې په عربي نړۍ کې د انساني پراختیا درېیم لوړ شاخص لري. قطر لوړعاید لرونکی اقتصاد لري چې په نړۍ کې د طبیعي ګازو او نفتو د زېرمو له مخې درېیم ځایګی لري. دغه هېواد په نړۍ کې د مایع طبیعي ګاز لوی صادرونکی او د سړي سر ګلخانه یي ګازونو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی. قطر له هغه مهال وروسته چې محمد بن ثاني په ۱۸۶۸ ز کال کې له بریتانیا سره هوکړه لاسلیک کړه او هغه یې په رسمیت وپېژند، د آل ثاني کورنۍ له خوا اداره کېږي. له عثماني سترواکۍ وروسته، د شلمې پېړۍ له لومړیو نه تر هغه مهاله چې په ۱۹۷۱ ز کال کې یې خپلواکي ترلاسه کړه، قطر د بریتانویانو تر ملاتړ لاندې و. د قطر میراثي امیر چې د یوه دیکتاتوراتوکرات اوس مهال تمیم بن حماد الثاني په توګه واکمني کوي، ټول اجرائیويي او مقننه ځواک په خپل واک کې لري او قضایي سیستم یې هم تر ولکې لاندې دی. هغه لومړی وزیر او کابینه ټاکي. په یووېشتمه پېړۍ کې، قطر په عربي نړۍ کې د خپلو بډایه سرچینو او په نړیواله کچه د خپل رسنیز ګروپ، الجزیرې رسنیزې شبکې له امله د یوه مهم ځواک په توګه راڅرګند شو چې د عربي پسرلي پر مهال یې له ګڼ شمېر یاغي ډلو ملاتړ وکړ. قطر د خپلې اندازې له مخې په نړۍ کې نامتناسب نفوذ لري او د یوه منځني ځواک په توګه پېژندل کېږي. د ۲۰۲۲ ز کال فیفا نړیوال کپ سیالۍ هم په قطر کې ترسره کېږي، چې لومړنی مسلمان او عربي هېواد به وي چې د دغه سیالیو کوربه وي. د ۲۰۳۰ ز کال آسیایي لوبې هم په قطر کې ترسره کېږي. سیاست د قطر دولت یو مشروطه شاهي یا مطلق شاهي دی چې د الثاني کورنۍ په کې واکمنه ده. د الثاني لړۍ له ۱۸۲۵ ز کال راهیسې هغه مهال چې د الثاني کورنۍ تاسیس شوه، په دغه هېواد واک چلوي. په ۲۰۰۳ ز کال کې قطر اساسي قانون تصویب کړ چې له مخې یې د مقننې شورا له ۴۵ نه ۳۰ د مستقیمو ټاکنو له لارې ټاکل کېږي. یاد اساسي قانون د یوې ټول پوښتنې په ترڅ کې په ۹۸٪ سلنه اکثریت موافقو رایو تصویب شو. د قطر اتم امیر تمیم بن حماد الثاني دی چې پلار یې هماد بن خلیفه الثاني د ۲۰۱۳ ز کال د جون په ۲۵ مه ورته واک پرېښود. امیر د لومړي وزیر او کابینې د غړو، چې په ټولیز ډول د وزیرانو شورا جوړوي او په هېواد کې عالي اجرائیوي واک لري، په ټاکلو او ګوښه کولو کې بشپړ واک لري. د وزیرانو شورا قانونونه جوړي، هغه قوانین او احکام چې د وزیرانو شورا له خوا وړاندیز کېږي، د بحث لپاره مشورتي شورا مجلس الشورا ته ځي او له هغې وروسته د تصویب په موخه امیر ته وړاندې کېږي. مشورتي شورا، د قانون جوړونې او د هغو د تصویب په برخه کې ډېر محدود واکونه لري، خو د هرڅه په اړه وروستۍ خبره امیر کوي. د قطر قوانین د سیاسي ګوندونو او کارګري اتحادیو د جوړولو اجازه نه ورکوي. بهرنۍ اړیکې د قطر نړیوال شخصیت او په نړیوالو چارو کې د دغه هېواد فعاله ونډه لرل د دې لامل شوې، څو یو شمېر تحلیل کوونکي دغه هېواد د منځني ځواک لرونکي هېواد په توګه معرفي کړي. قطر د اوپک یو له لومړنیو غړو او د خلیج د همکاریو شورا له بنسټ اېښودونکو غړو نه دی. د عرب لیګ یا عربي ټولنې غړیتوب هم لري. په خلیج کې د یوه کوچني هېواد په توګه د پرانستو دروازو بهرنی سیاست مخته وړي، چې له مخې یې قطر په سیمه کې له ټولو سیمه ییزو ګوندونو او سیاسي لوبغاړو سره چې د طالبانو او حماس ډلې په کې شاملېږي اړیکه لري. قطر له چین، ایران، ترکیې او د امریکا له متحده ایالاتو سره ځانګړې پیاوړې اړیکې او په منځني ختیځ کې له یو شمېر اسلام پاله خوځښتونو، لکه: اخوان المسلمین سره هم اړیکې لري. د ۲۰۱۷ ز کال په جون میاشت کې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین، مصر او یمن له قطر سره له دې امله چې له ترهګرۍ نه ملاتړ کوي، دیپلماتیکې اړیکې پرې کړې. دغه کړکېچ له اخوان المسلمین نه د ملاتړ له امله، چې یو شمېر عربي هېوادونه یې ترهګریزه ډله بولي، لا پیاوړی شو. دغه دیپلماتیک کړکېچ د ۲۰۲۱ ز کال په جنوري میاشت کې د ال اولا هوکړې په لاسلیک کېدو سره پای ته ورسېد. پوځ قطري وسله وال ځواکونه، د دغه هېواد پوځ جوړوي. دغه هېواد په منځنۍ کچه وسله وال پوځ لري چې شمېر یې ۱۱ زره ۸۰۰ کسانو ته رسېږي، ۸۵۰۰ کسه یې ځمکنی ځواک، ۱۸۰۰ کسه یې سمندریز او ۱۵۰۰ تنه یې هوايي ځواک دی. په ۱۹۹۳ ز کال کې یې د ملي ناخالصو تولیداتو نږدې ۴.۲ سلنه په دفاعي برخه لګولي، چې په ۲۰۱۰ ز کال کې دغه کچه د داخلي ناخالصو تولیداتو ۱.۵ سلنه وه، چې دا د احصایوي معلوماتو په ډیتابیس کې یې وروستي معلومات دي. قطر په وروستیو کې د امریکا له متحده ایالاتو، بریتانیا او له فرانسې سره د ۱۹۹۴ ز کال په لومړیو کې دفاعي هوکړې لاسلیک کړې دي. قطر د خلیج د همکاریو شورا د ټولیزې دفاع په برخه کې فعاله ونډه لري؛ پاتې نور غړي یې سعودي عربستان، کویټ، بحرین، عربي متحده امارات او عمان دي. د العدید لویه هوايي اډه چې د امریکا د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د څو هېوادونو له خوا اداره کېږي، د قطر د دفاع او ملي امنیت تضمین شوې سرچینه جوړوي. په ۲۰۰۸ ز کال کې قطر ۲.۳ میلیارده ډالر په نظامي لګښتونو لګولي، چې د دغه هېواد د داخلي ناخالصو تولیداتو ۲.۳٪ کېږي. قطري ځانګړي ځواکونه د فرانسې او نورو لویدیځو هېوادونو له خوا روزل شوي او باور پر دې دی، چې پام وړ وړتیاوې لري. هغوی په ۲۰۱۱ ز کال کې په طرابلس جګړه کې د لیبیايي یاغیانو سره مرسته وکړه. د سټاکهالم د نړیوالې سولې د څېړنو انستیتیوت موندلې، چې له ۲۰۱۰- ۲۰۱۴ ز کال پورې قطر په نړۍ کې د وسلو واردونکی ۴۶ لوی هېواد دی. لیکي چې د وسله والو ځواکونو د بدلون او پام وړ پراختیا په برخه کې د قطر پلان چټکټیا موندلې. په ۲۰۱۳ ز کال کې یې جرمني ته د ۶۲ ټانګونو او ۲۴ خپله چلېدونکو وسلو فرمایش ورکړی او ورپسې یې په ۲۰۱۴ ز کال د پوځي وسایلو د پېرلو ګڼ شمېر هوکړې لاسلیک کړې، چې په کې ۲۴ جنګي چورلکې او ۳ مخکني خبر ورکوونکې او کنترول کوونکې الوتکې له متحده ایالاتو او ۲ ټانکر پوځي الوتکې له هسپانیې نه په کې شاملېږي. د د راپور له مخې قطر، په ۲۰۱۵ ز کال کې د نړۍ ۱۶ ام د وسلو لوی واردونکی هېواد و چې په ۲۰۱۶ ز کال کې یې یوولسم ځایګی نیولی دی. تاریخ کلتور اقتصاد جغرافیه قطر د منځني ختیځ هیوادونه د فارس خليج هېوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D9%88%D9%85%D8%A7%D9%86%DB%8C%D8%A7 | رومانیا | رومانیا: رومانیایي: دا په سویل ختیځه اروپا کې پروت هیواد دی.چی د تور سمندر سره په څنګ پروت دی او همدا شانې په لویدیز کې له هنګری او سربیا سره په شمال ختیځ کې له اوکراین او د مولدوا له جمهوریت او په سویل کې له بلغاریا سره ګډه پوله لري. د کیلو متر مربع پراختیا په درلودو سره د سیمې له مخې رومانیا د اروپایي اتحاديې د هیوادونو له ډلې نهم ستر هیواد دی. او د ۲۱،۵ میلیونه وگړو په درلودو سره د اروپایي اتحادی اووم ستر گڼوگړیزی هیواد دی.. پلازمینه او تر ټولو ستر ښار یی بخارست دی. سیاست جغرافیه رومانیا ټول ۴۹۱۳۳۸ کیلومتره مربع مساحت لري. اقتصاد اداري ویش کلتور تاریخ آر لیکنه: د رومانیا تاریخ سیاست انځور غالۍ سرچینې رومانيا د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D9%88%D9%86%DA%89%D8%A7 | رونډا | راونډا په رسمي توګه د راونډا ولسمشریزه، په مرکزي افریقا کې په وچې پورې تړلی یو کوچنی هیواد دی. پلازمینه یې کیګالی رسمی ژبي کینیا راونډایي ژبه ،انګلیسي، فرانسوي او مساحت یې ۷۹۸۲۶ کیلومتره مربع دی. د راونډا د وګړو شمیر ۶۹۶۶۸۹۱۱ میلیوتنه او د پیسو واحد یې د د راونډا فرانک دی. یاد هیواد په ۱ جون ۱۹۶۲م کال له بلجیم نه خپلواکی ترلاسه کړی. روانډا، په رسمي توګه د روانډا جمهوریت، د لوی ريفټ په وادي کې په وچه کې راچاپېر یو هېواد دی، چیرې چې د افریقا د لویو جهيلونو او ختيځي افریقا سره یوځای کېږي. د استوا د کرښې څخه څو درجې جنوب ته موقعیت لري، روانډا د یوګانډا، تانزانیا، برونډي او د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت سره ګډه پوله لري. دا هېواد په خورا لوړه ارتفاع کې پروت دی، د نوموړي هېواد جغرافیه چې په لویدیځ کې یې غرونه او ختیځ ته سوانا ګرم او نیمه ګرم څړځایونه، او همدارنګه د هېواد په ټولو برخو کې جهیلونه تسلط لري، هېواد ته یې زرو۱،۰۰۰ غونډیو د ځمکي نوم ورکړی دی. اقلیم یې معتدله تر نیمه استوايي پورې دی، چې په هر کال کې دوه باراني موسمونه او دوه وچ موسمونه لري. روانډا له ۱۲.۶ ملیونه څخه ډير نفوس لري چې په ۲۶،۳۳۸ کیلومتره مربع ۱۰،۱۶۹ میل مربع ځمکه کې مېشت دي، او د افریقا ترټولو ډير نفوس لرونکی هېواد دی؛ د ۲۱۰،۰۰۰ څخه د لوی مساحت لرونکو هیوادونو په منځ کې، نوموړی په نړۍ کې پنځم ډير نفوس لرونکی هېواد دی. په پلازمینه او لوی ښار کیګالي کې یو ملیون خلک ژوند کوي. نفوس یې ځوان او په عمده توګه کلیوال دی؛ روانډا په نړۍ کې یو له ترټولو ځوان نفوس لرونکو هېوادونو څخه دی چې د وګړو منځنی عمر پکې ۱۹ کاله دی. روانډایان یوازې له یوه کلتوري او ژبني ګروپ، بنیاروندا څخه راخیستل شوي دي. په هر حال، په دې ګروپ کې درۍ فرعي ګروپونه شتون لري: هوټو، توتسي او توا. توا په ځنګل کې ميشته پیګمي خلک ديچې د لنډې تنې درلودونکي دي او زیاتره وختونه د روانډا د لومړنیو اوسیدونکو اولادونه ګڼل کيږي. پوهان د هوټو او توتسي ترمنځ د رېښې او توپیرونو په اړه اختلاف لري؛ ځینې په دې باور دي چې توپیرونه د یو واحد قوم په مينځ کې د پخوانیو ټولنیزو خپلمنځي ودونو څخه رامنځته شوي، په داسې حال کې چې نور بیا په دې باور دي چې هوټو او توتسي په جلا توګه او د بیلابیلو ځایونو څخه دغه هيواد ته راننوتلي دي. مسیحیت په هېواد کې ترټولو لوی مذهب دی؛ اصلي ژبه کینیاروندا ده، چې د زیاترو روانډایانو لخوا ورباندې خبرې کيږي، انګلیسي او فرانسوي هم د اضافي رسمي ژبو په توګه کارول کېږي. د روانډا خپلواکه دولت د ولسمشرۍ نظام لري. ولسمشر د روانډا د وطنپالنې ټلوالې مشر پاول کاګام دی چې له ۲۰۰۰زکال راهیسې په پرلپسې توګه په واک کې پاتې شوی. نن ورځ په روانډا کې د ګاونډیو هيوادونو په پرتله د فساد کچه ټیټه ده، سره له دې چې د بشري حقونو سازمانونه د مخالفو ډلو د ځپلو، ترهولو او د بیان د آزادۍ په اړه د محدودیتونو راپورونه ورکوي. دا هېواد د استعماري دورو راهیسې د اداري سلسلې د سختو مراتبو له لارې اداره کېږي. په ۲۰۰۶ز کې د کښل شوو پولو له مخې پکې پنځه ولایتونه مشخص شوي دي. روانډا د نړۍ یو له هغو دریو هېوادونو څخه دی چې په ملي پارلمان کې ښځینه اکثریت لري، چې دوه نور هغه هېوادونه یې بولیویا او کیوبا دي. په دې سیمه کې ښکارځنان د تیږې او اوسپنې په دورو کې مېشت شول، چې وروسته بیا د بنتو خلک ورغلل. خلک لومړی په قبیلو او بیا په سلطنتونو کې سره یوځای شول. د روانډا سلطنت د اتلسمې پیړۍ له نیمایي راهیسې د توتسي پاچاهانو له خوا په نظامي توګه د نورو سېمو په فتح کولو سره او د واک په مرکزي کولو سره په دې قلمرو باندې واکمن ؤ، چې وروسته یې د هوټو ضد سیاستونه پلي کړل. آلمان په ۱۸۸۴ز کې روانډا د آلمان د ختیځې افریقا د یوې برخې په توګه مستعمره کړه، ورپسې بلجیم چې په ۱۹۱۶ز کې یې د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې یرغل وکړ. دواړو اروپایی هېوادونو د پاچاهانو له لارې حکومت وکړ او د توتسي پلوه پالیسي یې غوره کړه. د هوټو وګړو په ۱۹۵۹ کال کې پاڅون وکړ. دوی د ګڼو توتسي وګړو عام وژنه وکړه او بالاخره یې په ۱۹۶۲ز کال کې د ولسمشر ګریګویر کییبندا په مشرۍ یو خپلواک، هوټو واکمن جمهوریت رامنځته کړ. د ز یوې پوځي کودتا کییبندا رانسکور کړ او جوینال هابیاریمانا یې واک ته ورساوه، چا چې د هوټو پلوه پالیسي وساتله. د توتسي په مشرۍ د روانډا وطنپالې ټلوالې په ۱۹۹۰ز کال کې کورنۍ جګړه پیل کړه، هابیاریمانا د ۱۹۹۴ز کال د اپريل په میاشت کې ترور کړای شو. د روانډا په نسل وژنې کې ټولنیز کړکيچ را منځ ته شو چې وروسته د هوټو افراطیانو د سلو ورځو په موده کې له ۵۰۰،۰۰۰ څخه تر ۱،۰۰۰،۰۰۰ توتسي او هوټو وګړي ووژل. ټلوالې د ۱۹۹۴ز په جولای کې د پوځي بریا په تر لاسه کولو سره نسل وژنه پای ته ورسوله. د روانډا مخ پر ودې اقتصاد د ۱۹۹۴زکال نسل وژنې په پایله کې خورا زیانمن شوی ؤ، مګر له هغه راوروسته پیاوړی شوی دی. اقتصاد یې تر ډېره پر معیشتي کرنې ولاړ دی. قهوه او چای یې د صادراتو لپاره عمده نغدي محصولات دي. ګرځندويي یا ټورېزم پکې یو ګړندی وده کونکی سکتور دی او اوس د هېواد د بهرنیو اسعارو یو مخکښ عاید کونکی دی. روانډا یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی چیرې چې غرنۍ ګوریلاوې په خوندي توګه کتل کیدی شي، او کتونکي د ګوریلاوو د تعقیب جوازونو لپاره لوړې بیې پرې کوي. موسیقي او نڅا، په ځانګړې توګه ډولونه او په لوړه کچه کوریوګراف شوې نڅا د روانډا کلتور لازمي او نه بېلېدونکې برخه ده. د امیګونګو په شمول، چې د غواګانو له خوشایو یو ځانګړی او نادر هنر دی، دودیز هنرونه او لاسي صنایع په ټول هېواد کې تولیديږي. روانډا د ۱۹۹۴ز راهیسې د روانډا د وطن پالې ټلوالې په مشرۍ د دوه اړخیزه پارلمان او یو واحد جمهوري سېستم له خوا اداره کېږي. دا هېواد د افریقایي اتحادیې، ملګرو ملتونو، د مشترک المنافع هېوادونو، ، او د ختیځې افریقا ټولنې غړی دی. ريښه پيژندنه د روانډا اصطلاح د - څخه د دې ځای د ځایی خلکو نوم دی چې د نوموړې کلمې اصل خپله د دوی لپاره هم نامعلوم دی، د خورا عامې پیژندل شوې املا په توګه پېژندل شوې. په نهایت کې، د څو توپیرونو وروسته د بېلګې په توګه او داسې نورو، - دا اوسنی مشتق روانډا د هېواد د نوم په توګه ومنل شو. داسې ښکاري چې د -- سره املاء د پر ځای په ۱۹۷۰ز کې غالبه شوې. په انګلیسي کې، نوموړی نوم د --په توګه تلفظ کېږي - واورئ ، په داسې حال کې چې په کینیاروندا ژبه کې .. ده واورئ . تاریخچه په هغه قلمرو کې چې اوس روانډا نومېږي، د انسانانو عصري ميشته کيدل لږ تر لږه تر وروستۍ کنګلیزې یا برفانیه دورې پورې، یا د زم په شاوخوا کې په د ډبرو تر نوې دورې پورې، یا تر ورپسې اوږدې مرطوبي دورې پورې رسېږي چې د ۳۰۰۰ زم شاوخوا کې دوره وه. د لرغون پېژندنې کیندنو د ډبرې د دورې په وروستیو کې د لږو ښکاریانو، ورپسې د اوسپنې د دورې د لومړیو اوسیدونکو د لوی نفوس د ميشته کیدو شواهد، چې د لوښو او اوسپنې وسایل یې تولیدول، په ګوته کړل. دا لومړني اوسیدونکي د تووا- هغو اصلي پیګمي ښکار راټولونکو پلرونه او اجداد وو چې نن ورځ په روانډا کې پاتې دي. د ۷۰۰زم او ۱۵۰۰ز ترمنځ، د بنتو یو شمير ډلو روانډا ته مهاجرت وکړ، د ځنګل ځمکې یې د کرنې لپاره تشې کړې. په دې توګه په ځنګل کې ميشتو توا وګړو د خپل استوګنځای ډېره برخه له لاسه ورکړه او د غره لمنو ته ولاړل. تاریخ پوهان د بنتو مهاجرتونو د ماهیت په اړه څو نظریات لري. یوه تیوري دا ده چې لومړي اوسېدونکي هوټو وو، په داسې حال کې چې توتسي ښایي له نیلو هامېټیک اصل څخه وروسته مهاجرت کړی وي او یوه جلا نژادي ډله یې جوړه کړې وي. بله نظریه دا ده چې مهاجرت د دې پر ځای چې د د موجودو ټولنو په اشغال سره تر سره شي، له موجوده ډلو سره د یو ځای کېدو په بڼه ورو او ثابت ؤ. د دې تیورۍ له مخې، د هوټو او توتسي توپیر وروسته رامنځته شو او د نژادي توپیر پر ځای یو طبقاتي توپیر ؤ. په سیمه کې د ټولنیزې مجموعې لومړنۍ بڼه قبیله اوبوکود مستقیمې خپلوۍ نه پرته د وګړو ټولنيزه مجموعه وه. دا قبیلې یوازې په نسبونو یا جغرافیایي سیمو پورې محدودې نه وې، او تر ډېره پکې هوټو، توتسي او توا شامل وو. له ۱۵مې پېړۍ راپدېخوا، قبیلو د سلطنتونو په بڼه کې سره یوځای کيدل پیل کړل؛ په ۱۷۰۰زکال کې په اوسنۍ روانډا کې شاوخوا اته سلطنتونو شتون درلود. یو له دغو څخه، د روانډا سلطنت یا ټولواکي وه چې د توتسي نیګینیا قبیلې له خوا یې مشري کېده، د اتلسمې پیړۍ له نیمایي څخه په زیاتیدونکې توګه واکمنه شوه. دا سلطنت د نولسمې پیړۍ په اوږدو کې د پاچا کیګیلي روابوګیري د واکمنۍ پرمهال خپل عروج ته ورسید. روابوګیري څو کوچني ایالتونه فتح کړل، لویديځ او شمال ته یې سلطنت پراخ کړ، او اداري اصلاحات یې پیل کړل؛ په دې اصلاحاتو کې اوبوهاک او همداراز یوبریتوا شامل وو، چې په ترتیب سره د لومړي له مخې د توتسي مشرانو مالداري انحصاري کړې وه او دا امتیاز یې له هوټو یا توتسي پیرودونکو څخه د شخصي او اقتصادي خدمتونو د ترلاسه کولو په بدل کې کاراوه، او دوهم یې یو اشغاليله مزد پرته کار سېستم ؤ چې له مخې یې هوټو مجبور وو چې د توتسي مشرانو لپاره کار وکړي. د روابوګیري بدلونونه د هوټو او توتسي د نفوسو تر منځ د شخړو د زیاتیدو لامل شول. توا د پاچاهۍ څخه مخکې د دورې په پرتله په ښه وضعیت کې وو، ځینې یې په شاهي دربار کې نڅاګر شول، په داسې حال کې چې شمير یې مخ پر کمیدو ؤ. ایداري وېش له ۲۰۰۶م کال راهیسې راونډا هیواد په ۵ ولایتونو وېشل شوی دی. کیګالی شمالي ختیځه سویلي لویدیځ تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه په وچې پورې تړلي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%8A%D9%86%D9%BC%20%D9%84%D9%88%D8%B3%D9%8A%D8%A7 | سينټ لوسيا | سېنټ لوسیا د کارایب په سیند کې یو کوچنی ټاپووزمه هیواد دی هېوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D8%A7%D9%85%D9%88%D8%A7 | ساموا | ساموا چې رسمي نوم یې په انګلیسي د ساموا خپلواکه دولت دی. د آرام سمندر په سویل کې د استرالیا لویې وچې اړوند یو ټاپوییز هیواد دی. د ساموا هیواد تر ۱۹۹۷م کال پوری د سویلي ساموا په نوم پیژندل کیده. مسیحیت ۹۲٫۶٪ ساموایان ۷٫۰٪ یورونیزیان ۰٫۴٪ اروپایان ۰٫۱٪ ختیځه آسیا ۲۰۰۱ حاکم دولت حاکم ګوند پارلمان مونارچي لومړی وزیر تایلایفا آینو مالیلیګاوی خپلواکي له نیوزیلنډڅخه د برلین تړون ۱۴ جون ۱۸۸۹ ۱۶ فبروري ۱۹۰۰ د المان ساموا ۱ مارچ ۱۹۰۰ د نیوزیلنډ استعمار ۳۰ اګسټ ۱۹۱۴ ۱۷ ډسمبر ۱۹۲۰ د ملګرو ملتونو د ساتنې شورا ۱۳ ډسمبر ۱۹۴۶ ۱ جنوري ۱۹۶۲ د امنیت شورا ۳۹۹ تړون ملګري ملتونه ۱۵ ډسمبر ۱۹۷۶ ۲٬۸۴۲ ۱۶۷ام ۱۰۹۷ ۰٫۳ ۱۹۵٬۸۴۳ نوامبر ۲۰۱۶ ۶۸ ۱۷۵ ۱٫۱۸۸ میلیارده ۲۰۱۸ ۵٬۹۶۲ ۸۸۱ میلیونه ۲۰۱۸ ۴٬۴۲۰ ۰٫۷۰۷ ۲۰۱۸ ۱۱۱ام د ساموا طلا ډالر یوټي سی ۱۳:۰۰ ۱۴ یوټيسی ۱۴:۰۰ چپ ۶۸۵ . . . ساموایي ژبه. . . . . تاریخ جغرافیه ایداري وېش کلتور ساموا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D8%A7%D9%86%20%D9%85%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D9%86%D9%88 | سان مارینو | سان مارینو په ایټالوي چې رسمي نوم یې د سان مارینو ولسمشریزه ده د اروپا جنوب په ایټالیا ټاپووزمه کې د آفنین غرونو ترمنځ موقیعت لرې. سان مارینو په نړۍ کې تر ډیره د اساسي قانون له لاری پیژندل کیږی د سان مارینو اساسي قانون په ۱۶۰۰م کال کال کې جوړ شوی او ترننه په یاد هیواد کې عملي کیږی دا د نړۍ تر ټولو زوړ اساسي قانون دی. د یاد هیواد پلازمینه د سان مارینو ښار دی. ژبه ایټالوي د سان سارینو هیواد رسمي او ایداري ژبه ده. دین د سان مارینو هیواد ډیره وګړي د کاتولیک دین پیروان دي. تاریخ د سان مارینو اساسي قانون د نړۍ ترټولو زوړ اساس قانون بلل کیږي چې تراوسه ترې په یاد هیواد کې ګټه اخیستل کیږي. جغرافیه د تیتانو غرونه سان مارینو. کلتور اقتصاد اداري ویش سان مارینو ښار اکواویوا بورګو ماجوره کیه سانویوا دومانیانو فایتانو فیورنتینو مونته جاردینو سراواله سان مارینو په وچې پورې تړلي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%DB%90%D9%86%DB%90%DA%AB%D8%A7%D9%84 | سېنېګال | سېنېګال په انګلیسي په رسمي توګه د سېنېګال ولسمشریزه چې به ختیځې افریقا کې پروت یو هیواد دی. د سینیګال پلازمینه د داکار ښار دی او رسمي ژبي یې فرانسوي او ولوف ژبه دي، د یاد هیواد مساحت ۷۲۳۱۹۳ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۰۰۰۸۶۱۱۲ میلیونه تنه دی. په سینیګال کې راکړی ورکړه د سنګال فرانک باندی کیږي. سنګال . . . فرانسوي میانجي ژبه ولوف خلک ۴۱.۳فولاني خلک ۱۷٫۸٪سرر خلک ۱۵.۷ماندیکا خلک ۱۴.۰جولا خلک ۳٫۷٪سنینکه خلک ۱.۱نور ۷٫۴٪ سنګالیان داکار دولت ولسمشر ماکي سال د ولسي جرګې رئیس مصطفی نیاسی لویه جرګه ۸۶ام ۱۹۶٬۷۱۲ ۷۶٬۰۰۰ ۲٫۱ ۷۲ام ۷۳ام ۱۴۶۶۸۵۲۲ ۲۰۱۶ ۶۸٫۷ ۲۰۸٫۵ ۱۳۴ام ۶۶٫۴۳۸ بیلیونه ۹۹ام ۲۰۲۰ ۳۶۷۵ ۱۵۸ام ۱۰۵ام ۲۸٫۰۲ بیلیونه ۲۰۲۰ ۱٬۶۷۵ ۱۴۹ام خپلواکي له فرانسې ۴ افریل ۱۹۶۰ وتل لهد مالي فدراسیون ۲۰ اګسټ ۱۹۶۰ ۲۰۱۱ ۴۰٫۳ ۰٫۵۱۴ ۲۰۱۸ ۱۶۶ام د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک نړیوال ساعت ښوی ۲۲۱ . د فرانسوی سوډان سره د فدراسیون په توګه د مالي فدراسیون. سينيګال -؛ فرانسوي: ، اولوف: ، پولاار: ، عربي: السنغال - چې په رسمي ډول د سينګال جمهوريت دی فرانسوي: ، اولوف: ، پولاار: ، عربي: جمهورية السنغال -، په لويديځه افريقا کې يو هېواد دی. ياد هېواد شمال ته له ماورينټانيا ، ختيځ ته له مالي، سويل ختيځ ته له ګينه او سويل لويديځ ته له ګينه بيساو - سره ګډه پوله لري. سينيګال نږدې د ګمبيا سيمه رانغاړي. ګمبيا هغه هېواد دی چې د ګمبيا سيند د غاړو په اوږدو کې د ځمکې يوه نرۍ نقره نيسي، چې د سينيګال د سويلي سيمه د هېواد له پاتې برخې څخه بېلوي. دا هېواد له سره هم يوه سمندري ګډه پوله لري. د هېواد اقتصادي او سياسي پلازمېنه ډاکار ښار دی. سينيګال ناوېشلی ولسمشريز جمهوريت دی او د لرغونې نړۍ يا - په اصلي خاوره کې د لويديځ د وروستنۍ برخې هېواد دی. خپل نوم له سينيګال سيند څخه پور يا تر لاسه کوي، چې دا هېواد له ختيځ او شمال سره نښلوي. د هېواد پراخوالی نږدې ۱۹۷۰۰۰ کېلومتر مربع ۷۶۰۰۰ ميل مربع دی او نږدې ۱۶ ميليونه نفوس لري. ياد دولت له فرانسوي استعماري حکومت څخه د فرانسې د لويديځې افريقا د خپلواکه برخې په توګه جوړ شو. د پورتني تاريخ له امله د دې هېواد رسمي ژبه فرانسوي ده. لکه د نورو پخوانيو استعماري افريقايي دولتونو غوندې سينيګال هم په پراخه ډول توکميزې او ژبنۍ ټولنې لري، چې تر ټولو سترې يې او د توکم وګړي دي او د او فرانسوي ژبې د فرانسوي ژبو په توګه عمل کوي. نوموړی هېواد د پرتلنې په ډول د ټيټ انساني پرمختګ د لړيال په درلودلو سره، د خورا پوره وړي غريب هېواد په توګه ډلبندي کېږي. زياتره نفوس يې پر ساحل باندې ژوند او په کرنه يا د خواړو نورو صنعتونو کې کار کوي. نور ستر صنعتونه يې کان کيندنه، چکر يا سياهت او خدمتونه دي. اقليم يې په نمونه يې ډول ساحلي دی، که څه هم باراني موسم او فصل هم لري. سينيګال د افريقايي ټولنې، ملګرو ملتونو، د لويديځو افريقايي ټولنو د پرمختګ ټولنې او د ساحل سهرايي دولتونو د ټولنې غړی دولت دی. رېښه د سينيګال دولت نوم له سينيګال سيند څخه اخيستل شوی دی. ښايي د سيند نوم د پرتګالي ژبې د د نوم له ټکي په ټکي ليکنې څخه اخيستل شوی وي، چې د په نوم هم پېژندل کېږي. په ورته ډول کېدای شي ياد نوم په مذهب کې د ستر الوهيت جوړښت وي او په سيرير ژبه کې د اوبو جسم ته وايي. دا هم شونې ده چې سينيګال د ژبې له نيمګړې غونډلې څخه اخيستل شوی وي، چې زموږ بېړۍ معنا لري. تاريخچه لرغونې او له استعمار څخه مخکې دورې له يادې سيمې څخه د لرغون پېژندنې موندنې څرګندوي، چې سينيګال کې له ليکلي تاريخ څخه مخکې وختونو کې استوګنه شوې ده او په پرله پسې ډول د بېلابېلو توکميزو ډلو له لورې نيول شوی دی. اوومې پېړۍ ته نږدې په کې ځينې پاچهۍ جوړې شوې. لکه: نهمه پېړۍ کې او د ۱۳ او ۱۴ پېړيو پر مهال د او سترواکي. ختيځ سينيګال يو وخت د غانا سترواکۍ برخه و. اسلام د مغرب له کورنۍ سره د او د اړيکې له لارې وروپېژندل شو، چې په خپل وار سره يې د او متحدينو په مرستې دين خپور کړ. دا خوځښت د دوديزو مذهبونو په ځانګړي ډول د سيرير مذهب د پېروانو له لورې له ټينګار او مقاومت سره مخامخ شو. به ۱۳ او ۱۴ پېړيو کې ياده سيمه په ختيځه برخه کې د سترواکيو تر اغېز لاندې راغله. د سينيګال د سترواکي هم د همدې وخت پر مهال رامنځته شوه. په سيمه کې د ۱۳۰۰ او ۱۹۰۰ کلونو تر منځ نږدې درېيمه برخه نفوس په نمونه يې ډول په جګړه کې د نيونې له امله غلام کړای شوی و. په ۱۴ پېړۍ کې د جوليف سترواکي د او د او پاچهيو يا د نننۍ لويديځې افريقا د زياتې برخې په يو متحد کولو سره خورا پياوړې شوه. ياده سترواکي د پوځي بريا پر بنسټ د جوړېدلو په پرتله د بېلابېلو دولتونو يو اختياري يووالی يا ملګرتيا وه. جوليف سترواکي د له لورې رامنځته شوه، چې نيم يوه برخه سيرير او نيم و او له زياتو توکمونو سره د يووالي وړتيا يې درلودله، مګر د له لورې د په ماتې او وژنې سره نږدې ۱۵۴۹ ز کال کې مات شو. استعماري دوره د فرانسې په ګډون د نورو هېوادونو له استازو سوداګرو څخه وروسته، د ۱۵ پېړۍ په نيمايي کې پرتګاليان د سينيګال په ساحلي ليکه کې ښکته شول. بېلابېلو اروپايي قدرتونو، لکه: پرتګال، نيدرلېنډز او سترې برتانيا له ۱۵ پېړۍ څخه راوروسته په ياده سيمه کې د سوداګرۍ لپاره سيالي وکړه. په ۱۶۷۷ ز کال کې فرانسې د هغې سيمې واک تر لاسه کړ، چې د اتلانتيک د غلامۍ سوداګرۍ کې د يون يا سفر يو کوچنی ټکی جوړ شوی و. ياد ټکی ډاکار ته نږدې د ټاپو و، چې پر اصلي خاوره باندې له دښمني کوونکو مشرتوبونو څخه د غلامانو د پېر د بنسټ په توګه کارېده. اروپايي مذهبي مبلغينو په ۱۹ پېړۍ کې سينيګال ته عيسويت او وروپېژاند. فرانسې يوازې په ۱۸۵۰ ز لسيزه کې د سينيګال اصلي خاورې ته خپرېدل پيل کړل، وروسته يې غلامي له منځه یووړه او د غلامۍ ضد اصولو ته وده ورکول يې پيل کړل او همدرانګه اصلي پاچهۍ، لکه: ، ، او سترواکي يې ځان سره يو ځای کړې. فرانسوي استعمارچيانو په پر مخ تلونکي ډول بريد وکړ او له او څخه پرته نورې ټولې پاچهۍ يې ونيولې. د يادو دوو پاچهيو مشري کوله. د - د ځای يا ناحيې په واک يا نفوذ کې و او د له لورې پر باندې ځای پر ځای شوی و، چې نوموړي په کې له ۱۸۶۱ ز کال څخه تر ۱۹۱۴ ز کال پورې د مشر په توګه خدمت وکړ. د فرانسوې پراختيا او د هغوی د غلامۍ د ګټورې سوداګرۍ د پرېکون پای ته رسولو پر وړاندې د سينيګاليانو ټينګار په يوه برخه کې يې د -، د د ډاميل او د پاچهۍ د له لورې مشري کېدله او د جګړې لامل شوه. د استراليايانو له لورې د له نيونې څخه مخکې په ۱۹۱۵ز کال کې د عربو د نامتو لاورينس د تمې وړ راتګ څخه وړاندې، له ۳۰۰ تنو څخه زيات سينيګاليان تر استراليايي واک او نفوذ لاندې راغلل. په سيمه کې د فرانسې او بریتانيې سياسي اړيکې ګډووډې شوې. د ۱۹۵۸ ز کال د نومبر پر ۲۵ مه سينيګال، په فرانسوي ټولنه کې يو خپلواک جمهوريت شو. ایداري وېش سنګال هیواد په ۹ ایداري برخو ویشل شوی چې پلازمینه او صنعتي مرکز یې داکار ښار دی. کاولاک ماتام فاتیک لوګا ساینت-لویز - دهیز دیوربل تامباکوندا کولوا تاریخ اسلام د ماغریب د الموراوید کورنۍ سره د توکولور او سونینکي د تماس له لارې معرفي شو ، چې په پایله کې یې د الموراویډز او توکولور متحدینو په مرسته تبلیغ وکړ. دا غورځنګ د دودیزو مذهبونو د توکمونو، په ځانګړې توګه د سیررز له مقاومت سره مخامخ شو. په او پیړیو کې دا سیمه ختیځ ته د امپراتوریو تر نفوذ لاندې راغله. د سینیګال جولوف امپراتورۍ هم په دې وخت کې تاسیس شوه. د سینیګامبیا په سیمه کې، د او کلونو ترمنځ، نږدې یو پر دریمه برخه نفوس غلامان شوي، په ځانګړې توګه په جګړه کې د اسیر کېدو په پایله کې. په پیړۍ کې د جولوف امپراتوري نوره هم پیاوړې شوه، د کایور او باول، سین، سالوم، واالو، فوتا تورو او بامبوک سلطنتونه، یا د اوسنۍ لویدیځې افریقا ډېری برخه یې متحد کړه. امپراتورۍ د مختلفو دولتونو داوطلبانه کنفدراسیون وه، نه دا چې د پوځي فتحې پر بنسټ جوړه شوې وه. امپراتورۍ د ، یوه برخه او یوه برخه له خوا تاسیس شوې وه، چې د ډېرو توکمونو سره د ایتلاف جوړولو توان يې درلود، مګر د په شاوخوا کې د امیري نګون سوبل لخوا د لیل فولي فاک په ماتې او وژلو سره دې امپراتورۍ سقوط وکړ. کلتور جغرافیه اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه سېنېگان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D8%B1%D8%A8%D9%8A%D8%A7 | سربيا | سربیا چې رسمي نوم یې د سربیا جمهوریت دی په وچې پورې تړلی یو هیواد دی. په صربیایي د اروپا په سویلی مرکزی سیمه کې پرته ده چې د جلګه پانونی او د بالکان جنوبی برخي یې په بر کې نیولی دي. دا هیواد له هنګری سره په شمال رومانیا او بلغاریا سره په ختیځ له مقدونیه او مونتینګرو سره په سویل او له کرواسیا او بوسنیا او هرزګوینا سره په لویدیځ کې ګډه پوله لرې. د صربیا پلازمینه بلګراد رسمی ژبه یې صربيایي مساحت یې ۳۶۱۸۸ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۰۰۱۴۹۸۷ نفره دي. سربیا په سربي ژبه: ، تلفظ یي: ، په رسمي توګه د سربیا جمهوریت، په سربې ژبه: په سوېل ختیځه اروپا، د پنونیان په هواره او بالکان کې په وچه کې ایسار هېواد دی، چې له شمالي لوري له هنګري، له شمال ختیځ لوري له رومانیا، له سوېل ختیځ لوري له بلغاریا، له سوېل لوري له شمالي مقدونیې، له لوېدیځ لوري له کرواسي او بوسنیا او هرزیګوینا او له سوېل لوېدیځ لوري له مونینیګرو سره ګډې پولې لري او د کوزوو د ناندریزې سیمې له لارې له البانیا سره د پولې ادعا کوي. سربستان نږدې ۷ میلیونه نفوس لري، چې د بلګراد پلازمېنه ښار یې تر ټولو لوی ښار دی. د اوسني سربستان خاوره چې د ډبرې له لرغونې دورې راهیسې په پر له پسې توګه تر استوګني لاندې ده، په شپږمه پېړۍ کې د سلاوي کډوالیو سره مخامخ وه چې د منځنۍ پېړۍ په لومړیو کې یې زیات سیمه ییز دولتونه رامنځ ته کړل، چې کله ناکله د بیزانس، فرانک او هنګري د سترواکیو رسمي تابع هېوادونه وو. په ۱۲۱۷ ز کال کې د سربستان سلطنت د مقدسې چوکۍ د سلطنت او قسطنطنیې له خوا په رسمیت وپېژندل شو او په ۱۳۴۶ز کال کې د سربستان سترواکۍ په بڼه د پولو در ټولولو پراخې کچې ته ورسېد. عثمانیانو د شپاړسمې پېړۍ په نیمایي کې د اوسني سربستان ټوله خاوره ونیوله چې ځینې وختونه د هابسبورګ سترواکۍ د دوی واکمني تر ګواښ لاندې نیوله چې د ۱۷ مې پېړۍ په پای کې د مرکزي سربستان پر لور په پراخېدو شوه او بنسټ یې په ویووودینا کې و. د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د سربستان انقلاب د ملت دولت په بڼه د سیمې لومړی مشروطه شاهي نظام تاسیس کړ، چې وروسته یې خپله سیمه پراخه کړه. په لومړۍ نړیواله جګړه کې له زیانونو او له سربستان سره د ویوودینا د پخواني هابسبورګ د شاهي ملک له یووالي وروسته، دې هېواد د نورو سوېلي سلاویک هېوادونو سره په ګډه د یوګوسلاویا هېواد تاسیس کړ، چې د ۱۹۹۰ ز کلونو تر یوګوسلاوي جګړو پورې به په بېلابېلو سیاسي جوړښتونو کې شته و. د یوګوسلاویا د تجزیې پر مهال، سربستان د موننینیګرو سره اتحاد وکړ چې په ۲۰۰۶ ز کال کې په سوله ییزه توګه منحل شوه او له ۱۹۱۸ ز کال وروسته یې د لومړي ځل لپاره د یو خپلواک دولت په توګه خپلواکي بېرته ترلاسه کړه. د کوزوو د مجلس استازو په ۲۰۰۸ ز کال کې په یو اړخیزه توګه خپلواکي اعلان کړه چې د نړیوالې ټولنې له لوري یې ګډوډ غبرګونونه درلودل، خو سربستان هغه د خپلې خپلواکې خاورې د یوې برخې په توګه ګڼله. د سربستان اقتصاد له منځنۍ کچې لوړ عاید لرونکی حالت لري چې د بشري پراختیا د شاخص په لړۍ کې ۶۴م ځای لري. دا هېوا یو مرکزي پارلماني د اساسي قانون درلودونکی جمهوریت دی او د ملګرو ملتونو، اروپایي شورا، د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان، د سولې لپاره د ګډون، د تور سمندرګي د اقتصادي همکاریو د سازمان، د مرکزي اروپا د آزادې سوادګرۍ د هوکړې غړۍ او د نړیوالې سوداګری سازمان ته د غړیتوب په حال کې دی. دا هېواد له ۲۰۱۴ ز کال راهیسې، د اروپایي اتحادیې د غړیتوب په اړه خبرې کوي، چې موخه یې تر ۲۰۲۵ ز کال پورې په اروپایي اتحادیه کې غړیتوب دی. سربستان په رسمي توګه د نظامي بې طرفۍ سیاست پر مخ وړي. نوموړي هېواد خپلو اتباعو ته ټول ګډونه روغتیایی پاملرنه او وړیا لومړنۍ او ثانوي زده کړې چمتو کوي. رېښه د سربستان یا سربیا د نوم سرچینه روښانه نه ده. لیکوالانو له تاریخي اړخه سربیان په سربی ژبه کې: او د ختیځ آلمان سوربیان پورته سوربیان ژبه کې: سربیا یا ؛ په ښکته سوربیان ژبه کې: سربي یا په بېلابېلو بڼو ذکر کړي دي، لکه: یا سېروېتیان، یا سوبیورم جنتیان، یا سوربي یا سورابي، یا سورابورم، یا سورابویان، یا سورپ، یا سوربیسي، یا سورابېت، یا ساربین، یا سوربجن، یا سېرویان، یا سوربي، یا سیربیا، یا سیریبیا، زیربیا، یا زریبیا، یا سوربیلنټ، یا سوربیا او یا سېربولیا سوربولیا. دا لیکوالانو دا نومونه په هغو سیمو کې سربانو او سوربانو ته کارولي دي چې د دوی تاریخي او اوسني شتون د ناندری وړ نه دی. په ځانګړې توګه په بالکان او لوسشیا کې. خو داسې سرچینې هم شته چې ورته نومونه، د نړۍ په نورو برخو کې په ځانګړې توګه د قفقاز په آسیایي سرماشا کې کاروي. د قبیلوي نوم چې جمع حالت یې دی، د ریښې په اړه دوه تیورۍ شته، یوه له پروتو- سلاویک ژبې څخه چې اسمي معنا یې کورنۍ خپلوي او اتحاد ده، په داسې حال کې چې بله د ایراني-سرماشیایي ژبې څخه ده چې بېلابېلې معناګانې لري. اووم کانستنتین پورفیروقینتوس د تر نامه لاندې په خپل اثر کې وړاندیز کوي چې سربیان فرانشیا ته نږدې د سپینې سربیا څخه ریښه لري. د ثبت شوو روایاتو له مخې: سپین سربیان په دوو برخو ووېشل شول، چې هغه برخه یې چې د سربیانو په نوم یادېږي، د بیزانس خاورې ته د استوګنې لپاره راغلل. د سربیا رسمي نوم له ۱۸۱۵ز کال څخه تر ۱۸۸۲ ز کال پورې د سربیا امارت و. دا نوم له ۱۸۸۲ ز کال څخه تر ۱۹۱۸ ز کال پورې، د سربیا سلطنت ته واوښت، وروسته له ۱۹۴۵ ز کال څخه تر ۱۹۶۳ ز کال پورې، د دې هېواد رسمي نوم د سربیا د خلکو جمهوریت و. له ۱۹۶۳ ز کال څخه تر ۱۹۹۰ ز کال پورې بېرته د سربیا سوسیالیست جمهوریت ته واوښت. له ۱۹۹۰ز کال راهیسې، د دې هېواد رسمي نوم د سربیا جمهوریت دی. جغرافیه اقتصاد تاریخ کلتور د صربیا هیواد رسمي ژبه ثربیایي ده چې د یاد هیواد کابو ۸۳ وګړي صربیایان دي، د صربیانو ترڅنګ نور اقلیتونه لکه البانیایان، هنګریان ،بوسنیایان او داسی نور دي. اداري ویش د صربیا ایداري وېش د سربیا هیواد د ولایتونو نوملړ. صربیا په ټوله کې په ۲۹ ایداري برخو ویشل شوې ده. سیاسی جوړښت مشهوري سیمي جمهوريت په وچې پورې تړلي هیوادونه بلګراد د صربیا پلازمینه. نیش ښار |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%8A%D8%B4%D9%84 | سيشل | سیشل په انګلیسي چې په رسمي توګه د سیشل ولسمشریزه یاهم د سیشل ټاپوګان نومیږي چې د هند په سمندر کې پروت یو ټاپووزمه هیواد دی او پلازمېنه یې ویکتوریا نومیږي. یاده سیمه ۴۵۱ کیلومتره مساحت او ۵۲۵۸۶ زره وګړي لري، سیشل په ۲۹ د جون ۱۹۷۶م کال له بریتانیا خپلواکی ترلاسه کړه. رسمی ژبي یې انګلیسي او فرانسوي دي او د پیسو واحد یې د سیشل روپیه ده. . . سیشلیانو له یوبل سره یوځای شئ . ویکتوریا سیشل پلازمینه انګلیسي فرانسوي سیشلي کریول ۳٫۰٪ بریتانویان ۱.۸ فرانسویان ۰.۵ چینایان ۰٫۳٪ هندیان ۱.۲ نور سیشلیان حاکم دولت نیمه ولسمشریز نظام ولسمشریزه ولسمشر دانی فاور مرستیال وینسنت مریتون ولسي جرګه خپلواکي له بریتانیا ۲۹ جون ۱۹۷۶ ۴۵۹ ۱۸۱ام ۱۷۷ ۲۰۰ام ۲۰۱۴ ۲۰۵٫۳ ۶۷ام ۲٫۹۱۹ بیلیونه ۲۰۱۸ ۳۰٬۴۸۶ ۱٫۵۶۴ بیلیونه ۲۰۱۹ ۱۶٬۳۳۲ ۴۶٫۸ ۲۰۱۳ ۰٫۸۰۱ ۲۰۱۸ ۶۲ام د سیشل روپیه ۴ ۴ چپ ۲۴۸ . د ولسي جرګې رئیس نیکولاس پریا ایداري وېش تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه سیشل |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%8A%D8%B1%D8%A7%D9%84%D9%8A%D9%88%D9%86 | سيراليون | سېرالیون چې رسمي نوم یې د سېرالیون جمهوریت دی په لویدیځې افریقا کې پروت هیواد دی. د سرالیون پلازمینه فری ټاون او رسمي ژبه انګلیسي ده یاد هیواد ۷۴۰۷۱ کیلومتره مربع مساحت او ۷۷۴۲۹۴۶ میلیونه وګړي لري. د سیرالیون لیون د یاد هیواد د پیسو واحد دی، سرالیون په ۲۷ د افریل ۱۹۶۱م کال له بریتانیا خپل واکی ترلاسه کړه. سیرالیون، په رسمي ډول د سیرالیون جمهوریت، په غیر رسمي ډول سیلون، د لویدیځې افریقا په سویل لویدیځ ساحل کې یو هېواد. دا هېواد له سویل ختیځ لوري له لایبیریا سره ګډه پوله لري او ګیني د دې هېواد شمالي نیمه برخه چاپېره کوي کوي. سیرالیون استوایی اقلیم لري چې متنوع چاپیریال له چمن ځایونو څخه نیولې تر باراني ځنګلونو پورې سیمې لري، ټول مساحت یې ۷۱۷۴۰ کیلومتر مربع ۲۷۶۹۹ مایل مربع دی او د ۲۰۱۵ ز کال د سرشمیرنې پر بنسټ ۷۰۹۲۱۱۳ وګړي لري. پلازمېنه او لوی ښار یې فریټاون دی. دا هېواد په پنځو اداري سیمو وېشل شوی دی چې په شپاړسو ولسوالیو وېشل شوي دي.سیرالیون د اساسي قانون یو جمهوریت دی چې یو مجلسه پارلمان لري او مستقیم ټاکل شوی ولسمشر ډېر تر ډېره د دوو پنځه کلنو دورو لپاره خدمت کوي. اوسنی ولسمشر یې جولیوس مادا بایو دی. سیرالیون یو سیکولر هېواد دی چې اساسي قانون یې د دولت او دین د جلا کولو او د فکري ازادي چې د فکر او دین ازادي پکې ګډون لری وړاندې کوي. د نفوس دری پر څلورمه برخه مسلمانان دي، که څه هم د پاوړ مسیحي لږکي هم لري. د لویدیځې افریقا په ملتونو کې دیني زغم خورا لوړ دی او په عمومي ډول د سیرالیون د کلتوري هویت یوه برخه او اصل ګڼل کېږي. سیرالیون چې د زرګونو کلونو په اوږدو کې اوستوګنځای دی، خو د چې نن ورځ هېواد او سرحدونه او پولې یې د بریتانوي حاکم له لوري په دوه پړاوونو کې وټاکل شوې: لومړی، په ۱۸۰۸ کال کې د ساحلي سیرالیون مستعمره د غلامۍ له پای وروسته د افریقایانو د راستنیدو لپاره؛ دوهم، په ۱۸۹۶ کال کې د داخلي خودیتوب تحت الحمایه په وخت کې لکه څنګه چې حاکم د ۱۸۸۴ ۱۸۸۵ ز کلونو د برلین د کنفرانس له پایلو وروسته په هېواد کې د لا زیاتو واکمنیو رامنځ ته کېدو ته اړتیا درلوده. له همدې امله، دا هېواد په رسمي توګه د سیرالیون مستعمېرې او تحت الحمایه یا په ساده ډول د بریتانوي سیرا لیون په نوم یادېده. سیرالیون د ۱۹۶۱ ز کال د اپریل په ۲۷ له انګلستان څخه خپلواکي ترلاسه کړه او په همدې ورځ د مشترک المنافع هېودونو غړی شو او د هېواد نوم د سیرالیون په واکمنۍ بدل شو. ښاغلی میلټن مارګای د سیرا لیون لومړی وزیر شو. له خپلواکۍ وروسته د څو لسیزو په اوږدو کې، سیرالیون د سیاسي فعالیتونو، بدلونونو، ګډوډۍ، بشري او ټولنیز-اقتصادي ناورینونو د زیاتوالي شاهد و. د ۱۹۶۱ز کال د می په ۲۷ نیټه دې هېواد د یوه خپلواک هېواد په توګه لومړي ټولټاکنې تر سره کړې. د مارګي د سیرا لیون خلق ګوند په پارلماني څوکیو کې اکثریت وګټې او نوموړی یو ځل بیا لومړی وزیر شو. په ۱۹۱۷ ز کال کې نوی اساسي قانون تصویب شو، چې د سیرالیون جمهوریت ته یې لاره هواره کړه، او سیاکا سټیونز، د ټولو خلکو کانګرس ګوند مشر، د سیرا لیون جمهوریت لومړی اجرایوي ولسمشر شو. سټیونز د حکومت د یو ګوندي نظام تر سیوري لاندې چې د ۱۹۸۷ ز کال د جنجالي اساسي قانون پر بنسټ چمتو شوی و، د ۱۴ کلونو لپاره تر ۱۹۸۵ ز کال پورې دا چوکۍ په واک کې درلوده. خو د سټیونز ټاکل شوی ځای ناستی جوزف سیدو مومو ژمنه وکړه چې هېواد به څو ګوندي نظام ته راولي. په ۱۹۹۱ ز کال کې نوی اساسي قانون تصویب شو چې د څو ګوندونو ډیموکراسۍ لپاره یې لاره هواره کړه. په همدې کال کې وحشي کورنۍ جګړه پیل شوه چې د ۱۱ کلونو په اوږدو کې یې په هر هغه څه باندې چې سیرا لیون یې د یو ملت په توګه تعریف کړی و، ویجاړونکو اغېزې وکړې. د جګړې له پیلېدو یوازې یو کال وروسته په ۱۹۹۲ ز کال کې، ولسمشر مومو د سیرالیون د اردو د کپتان ویلنټاین سټراسیر په مشرۍ کودتا کې له واکه لرې شو. سټراسیر وروسته د اردو د خپل همکار او د دوهم لوړپوړي قوماندان جولیوس مادا بایو له لوري وشړل شو، ځکه ملکي واکمنۍ ته د ګړندي لېږد په ژمنې کې پاتې راغئ. بایو به بیا په ۱۹۹۶ ز کال کې د عمومي ټاکنو له لارې هېواد بیرته یو دیموکراتیک جمهوریت ته راوست. سره له دې چې د ۱۹۶۶ ز کال په پیل کې هېواد له یوې وحشي کورنۍ جګړې تېرېده، د څو ګوندي ډیموکراسۍ ته د بېرته راستنېدو احتمال د سیرالیونیانو د اکثریت ترمنځ نوې هیلې او لویې تمې راوړي، لکه څنګه چې ملي بحث له ټاکنو وړاندې سوله له سولې وړاندې ټاکنې یوه توده موضوع شوه. بالآخره له سولې مخکې ټاکنې مناظره وګټله. احمد تیجان کابه د ۱۹۹۶ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د سیرالیون لومړنی څو ګوندي ډیموکراتیک منتخب ولسمشر شو. له هغه وخت راهیسې، د ټولټاکنو له لارې ولسمشرۍ د ځایناستي لپاره آسانه لاره را منځ ته شوه. په ۱۹۹۷ ز کال کې د سیرالیون د پوځ مشر جاني پاول کوروما تر مشرۍ لاندې یوې لنډې کودتا کبا له واکه لرې کړ، چې ګیني ته په جلاوطنۍ لاړ. نوموړی نهه میاشتې وروسته د لوېدیځې افریقا د هېوادنونو د اقتصادي ټولنې د څارونکې ډلې له لوري د نظامي لاس وهنې له لارې بېرته راستون شو. د کابه ولسمشرۍ د نوي سیرا لیون پیل په نښه کړ، چې په ۲۰۰۲ ز کال کې د کورنۍ جګړې پای، د ملي یووالي او پخلاینې پیاوړتیا، په حکومت باور، سولې او ثبات، د ډیری هېوادونو سره د اړیکو ښه والی، او د بریتانیا د ځانګړې مرستې او روزنې پر مټ د سیرالیون د وسله وال ځواک بېرته رغېدلو ګډون درلود. په سیرالیون کې نږدې ۱۸ قومونه اوسېږي؛ دوه لویې او خورا اغیزمنې ډلې د تیمني او مینډي وګړي دي. د هېواد نږدې ۲٪ کریول وګړي دي، چې د آزاد شوو افریقی امریکایی او لویدیځ هند غلامانو اولاده ده. انګلیسي رسمي ژبه ده چې په ښوونځیو او دولتي ادارو کې کارول کېږي. کریو په سیرا لیون کې په پراخه کچه تکلم کېږي چې د هېواد ۹۷٪ وګړي پې خبرې کوي. سیرالیون د طبیعي زیرمو، په ځانګړې توګه د الماسو، سرو زرو، بکسایت او المونیم، بډایه هېواد دی. دا هېواد د ملګرو ملتونو، افریقایي ټولنې، د لویدیځې افریقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې ، د مانو د سیند ټولنې، د مشترک المنافع هېوادونو، د پیسو د نړوال صندوق سازمان یا ، د نړیوال بانک، د سوداګرۍ د نړوال سازمان یا ، د افریقا د پراختیايي بانک او د اسلامي همکاریو د سازمان غړیتوب لري. سیرا لیون د افریقا سویلي صحرا لومړی لوېدیځ-دوده پوهنتون کوربه دی، چې د فورا بې کالج دی چې په ۱۸۲۷ کال کې تاسیس شو. ایداري وېش د سیرالیون کوچینی هیواد له سیاسي جغرافیې له مخې په ۱۳ ولایتو ویشل شوی دی. جغرافیه اقتصاد کلتور تاریخ د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه سېرالیون |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%86%DA%AB%D8%A7%D9%BE%D9%88%D8%B1 | سنګاپور | سنګاپور په رسمي توګه د سنګاپور جمهوریت، په سمندري سویل ختیځې اسیا کې یو خپلواک ټاپو ښاري دولت دی. د استوا په شمال کې د جغرافیايي عرض البلد په یوې درجه کې ۱۳۷ کیلومټره یا ۸۵ مایله پروت دی، چې د مالایا ټاپو وزمې سویلي څنډه کې، په لویدیځ کې د مالاکا تنګی، په سویل کې د ریاو ټاپو اندونیزیا سره پروت دی. د دې هېواد خاوره له یوې اصلي ټاپو، ۶۳ خوروورو ټاپوګانو او له یوې لرې ټاپو څخه جوړه ده، چې د ځمکې مساحت یې د هېواد د خپلواکۍ راهیسې د پراخو پروژو په پایله کې ۲۵٪ ډېر شوی دی. دا هېواد په نړۍ کې درېیم ګڼ نفوس درلودونکی هېواد دی. سنګاپور د ګڼ کلتوري نفوس په درلودلو سره او د کلتوري هویت د درناوي د اړتیا له مخې څلور رسمي ژبې لري: انګلیسي، مالایي، ماندارین او تامیل. عصري سنګاپور په ۱۸۱۹ کې د سر سټامفورډ رافلس له خوا د برتانیوي سترواکۍ د سوداګریزې پوستې په توګه تاسیس شو. تاریخچه لرغونی سنګاپور په ۱۲۹۹ ز کال کې، د مالایي د تاریخچې له مخې، د سنګاپور پاچاهۍ په ټاپو کې د سنګ نیلا اوتاما له خوا تاسیس شوه. که څه هم د مالایي تاریخچې د وړاندې شویو تاریخي حسابونو تاریخ، د علمي بحثونو موضوع ده. سره له دې د بېلابېلو اسنادو څخه څرګنده شوه چې سنګاپور په ۱۴ پېړۍ کې، چې په هغه وخت کې د په نوم پېژندل کېده، د دواړو د ماجپاهیت سترواکۍ او د سیامي پاچاهۍ تر نفوذ لاندې سوداګریز بندر و، او د اندوسفیر یوه برخه وه. حکومت او سیاست سنګاپور د ویسټ منسټر سیسټم پر بنسټ یو پارلماني جمهوریت دی. د سنګاپور اساسي قانون د هېواد تر ټولو ستر قانون دی، چې د حکومت جوړښت او مسوولیت جوړوي. ولسمشر د دولت مشر دی او د خپلو وزیرانو په سلا اجراییوي واک کاروي. لومړی وزیرد حکومت مشر دی او د ولسمشر له خوا د هغه کس په توګه ټاکل کېږي، چې د پارلمان د اکثریت څخه یې د باور رایه ترلاسه کړې وي. کابینه د لومړي وزیر له خوا ټاکل کېږي او په رسمي توګه د ولسمشر له خوا ګومارل کېږي. بهرنۍ اړیکې د سنګاپور د بهرني سیاست لومړیتوب د سویل ختیځې اسیا او شاوخوا سیمو د امنیت ساتل دي. یو اساسي اصل یې په سیمې کې سیاسي او اقتصادي ثبات دی. دا هېواد له ۱۸۰ څخه ډېرو خپلواکو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري. د د پنځو بنسټ ایښودونکو غړو په توګه، سنګاپور د ازادې سوداګرۍ سیمې او د د پانګونې سیمې قوي ملاتړی دی، ځکه چې اقتصاد یې د ټولې سیمې له اقتصاد سره نږدې تړاو لري. اقلیم سنګاپور د استوايي باراني ځنګلونو اقلیم لري؛ پرته له ځانکړو موسمونو، یوشان تودوخه او فشار، لوړ لندبل او ډېر باران لري. د تودوخې درجه معمولا له ۲۳ څخه تر ۳۲ سانتیګراد درجې ۷۳ څخه تر ۹۰ د فارنهایت درجې پورې وي. په داسې حال کې، چې تودوخه په ټول کال کې ډېر توپیر نه کوي، د موسمي بارانونو موسم له نومبر څخه تر فبروري پورې وي. اقتصاد سنګاپور په تاریخي لحاظ د پراخې سوداګرۍ پر بنسټ خورا پرمختللی اقتصاد لري. سنګاپور له هانګ کانګ، سویلي کوریا او تایوان سره یوځای یو له څلورو اسیایي پړانګانو څخه ګڼل کېږي او د سړي سر ناخالص کورني تولید له مخې له خپلو سیالانو څخه مخکې دی. د ۱۹۶۵ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ، د ودې کچه په کال کې شاوخوا ۶ سلنه وه، چې د خلکو د ژوند معیارونه یې بدل کړل. ګمارنه سنګاپور د یو پرمختللي هېواد په توګه د بېکارۍ ټیټه کچه لري، له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۴ پورې د بېکارۍ کچه له ۴ سلنې څخه لوړه شوې نه ده. او په ۲۰۰۵ کال کې ۳.۱٪ او د ۲۰۰۹ کال نړیوال مالي ناورین په بهیر کې ۳٪ ته رسیدلې؛ دا د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ ربع کې ۱.۸٪ ته راښکته شو. سنګاپور تر ټولو لږ معاش نه لري او په دې باور دی چې خپله د سیالۍ کچه راکمه کړي. دا هېواد د پرمختللو هېوادونو ترمنځ د عوایدو ترټولو لوړه نابرابرۍ لري. د صنعت برخې سنګاپور د نړۍ درېیم لوی د بهرنیو اسعارو مرکز دی، شپږم لوی مالي مرکز، دویم د کاسینو قمار بازار، درېیم لوی د تیلو د تصفیې او سوداګرۍ مرکز، د تیلو ترټولو لوی تولید کوونکی او د کښتۍ د رغولو او د لوژیستیکي خدماتو تر ټولو لوی مرکز دی. اقتصاد یې توپیر لري او په لوړه کچه مرسته کوونکي یې مالي خدمتونه، تولید او د تیلو تصفیه دی. زېربینا دین په سینګاپور کې بودیزم په پراخه کچه تر ټولو ډېر منل شوی دین دی، په وروستیو سر شمېرنو کې ۳۱٪ خلکو ځانونه د همدې دین پیروان اعلان کړي. تر بودیزم وروسته د عیسویت دین او ورپسې د اسلام دین، تائوئیسم او هندویزم دي. ددې هېواد ۲۰٪ نفوس مذهبي تړاو نه لري. د عیسویانو، ټاویسټانو او غیر مذهبي خلکو تناسب د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ د هر یو په سلو کې ۳ سلنه زیاتوالی راغلی، په داسې حال کې چې د بودایانو تناسب راکم شوی دی. ژبې انګلیسي ژبه نړیواله ژبه او اصلي ژبه ده چې په سوداګرۍ، حکومت، قانون او تعلیم برخې کې کارول کېږي. د سنګاپور اساسي قانون او د حکومت ټول قوانین په انګلیسي ژبې لیکل شوي او که چېرې د سنګاپور په محکمو کې له انګلیسي پرته بله ژبه کارول کېږي نو ژباړونکو ته اړتیا پېښېږي. قانوني شرکتونه خپلې سوداګرۍ په انګلیسي ژبې ترسره کوي، په داسې حال کې چې کوم رسمي اسناد چې په غیر انګلیسي رسمي ژبې لیکل شوي وي لکه مالایي، مانډرین او یا ټامیل په عمومي توګه په انګلیسي ژبې ژباړل کېږي توڅو د کارولو لپاره ومنل شي. زده کړه د لومړنيو، ثانوي او درېیمې درجې زده کړې تر ډېره د دولت له خوا ملاتړ کېږي. ټولې خصوصي او عامه ادارې باید د پوهنې له وزارت سره ثبتې وي. انګلیسي ژبه په ټولو دولتي ښوونځیو کې د پوهولو ژبه ده او ټول مضمونونه په انګلیسي ژبې تدریس کېږي. په داسې حال چې د مورنۍ ژبې اصطلاح په عمومي ډول په نړیواله توګه لومړنۍ ژبې ته اشاره کوي، د سنګاپور په تعلیمي سیسټم کې دا د دویمې ژبې لپاره کارول کېږي، ځکه چې انګلیسي یې لومړنۍ ژبه ده. روغتیایي خدمات سنګاپور په عمومي توګه د روغتیايي خدماتو غوره سیسټم لري. د روغتیا نړیوال سازمان په نړیوال روغتیا راپور کې د سنګاپور د روغتیايي خدماتو سیسټم په نړیوالې کچې ډلبندي کې په شپږم ځای کې راغلی. په عموم کې سنګاپور په تېرو دوو لسیزو کې په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې ټیټه کچه درلوده. کلتور سنګاپور د خپلې کوچنۍ اندازې سره سره، د بېلابېلو ژبو، مذهبونو او کلتورونو درلودونکی دی. د سنګاپور پخواني لومړي وزیران لي کوان ییو او ګوه چوک تونګ دوی دا واقعیت په ګوته کوي چې سنګاپوریان ټول په یوې ژبې خبرې نه کوي، او وایي چې سنګاپور د یوه ملت له دودیز بیان سره سمون نه خوري او دا په ټولنې کې د لېږد په حال کې بولي. سرچینې ټاپوییز هیوادونه جمهوريت سینگاپور |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%84%D9%88%D9%88%D8%A7%DA%A9%D9%8A%D8%A7 | سلوواکيا | سلواکیا د وچې پورې تړلی یو هیواد دی چی په منځني اروپا کې موقعت لري. سلواکیا له پنځه میلیونو څخه ډیر وگړي لري. سلواکیا له لویدیځ لوري نه د د چېک له جمهوریت او اتریش سره، په شمال کې له پولنډ سره، په ختیځ کې له اوکراین او په سویل کې له هنگري سره گډه پوله لري. پلازمېنه یی د براتیسلاوا ښار دي. سلواکیا د اروپا د همګټو هېوادونو غړی دی. براتیسلاوا او کوشیتسه د سلواکیا تر ټولو لوي ښارونه دي. وګړي . سلواکیان . هنګریان . رومانیایان . چکیان . روسان . اوکراینیان . المانیان . پولنډیان . مولداویان . نور سیاسی جوړښت اداري ویش د سلواکیا هیواد د ولایتونو نوملړ سلواکیا په ۸ ایداري برخو ویشل شوی چې په لاندی نوملړ کې د هر ولایت ایداري مرکز هم ښودل شوی دی. کلتور د سلواک وګړو سلواکیانو دودیزې جامې. اقتصاد تاریخ جغرافیه سرچينې هېوادونه په وچه پورې تړلي هیوادونه سلواکيا د اروپا هېوادونه د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%84%D9%88%D9%88%D8%A7%D9%86%D9%8A%D8%A7 | سلووانيا | سلووانیا یاهم سلوانیا په سلوانیایي ژبه چې رسمي نوم یې د سلوانیا ولسمشریزه ده د مرکزي اروپا په سویل کې پروت یو هیواد دی چې پلازمېنه او لوی ښار یې د لیوبلیانا ده. سلوانیا، په رسمي ډول د سلوانیا جمهوریت په مرکزي اروپا کې یو هېواد دی. له لویدیځ لوري څخه له ایټالیا، له شمال څخه له اطریش، له شمال ختیځ څخه له هنګري، له سوېل ختیځ څخه له کرواسیا او له سویل لویدیځ لوري له ادریاتیک سمندرګي سره ګاونډی دی. سلوانیا تر ډېره غرنی او ځنګلي هېواد دی چې د ۲۰۲۷۱ کیلومتر مربع ۷۸۲۷ مایل مربع مساحت په لرلو سره ۲.۱ میلیونه ۲۱۰۸۷۰۸ تنه وګړي لري. سلوانیايي وګړي سلواني نژاد لرونکي د دغه هېواد ۸۰ سلنه وګړي جوړوي. سلواني او سوېلی سلاوي ژبې یې رسمي ژبې دي. سلوانیا، د سلواني د سواحلو او دیناریک الپ غرونو پرته په غالبه توګه قاره يي اقلیم لري. مدیترانه يي هوا د دیناریک الپ غرونو په امتداد د دغه هېواد په شمال لویدیځ سوېل ختیځ لوري کې چلېږي. په شمال لویدیځ کې بیا جولیان الپ غرونه آلپي اقلیم لري. د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار لیوبلیانا دی چې نږدې د دغه هېواد په مرکز کې موقعیت لري. سلوانیا له تاریخي پلوه د سلاوي، جرمني او رومانس ژبو او کلتورونو د یوځای کېدو ځای و. د دغه هېواد قلمرو د ګڼ شمېر واکمنیو، لکه: د روم د سترواکۍ، د بیزانس سترواکۍ، کارولینژ سترواکۍ، د سپېڅلي روم د سترواکۍ، د هنګري د پاچاهۍ، د وینیز د جمهوریت، د فرانسې د لومړنۍ ناپلیوني سترواکۍ د ایالتونو، د اطریش د سترواکۍ او د اطریش-هنګري د سترواکۍ برخه و. د ۱۹۱۸ ز کال په اکتوبر میاشت کې سلواني وګړو د سلوانیا، کرواسیا او صربیا دولت رامنځته کړ. د ۱۹۱۸ ز کال په ډسمبر میاشت کې دوی د صربستان د پاچهۍ د برخې په توګه د یوګوسلاویا له پاچهۍ سره ادغام شول. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال جرمني، ایټالیا او هنګري سلوانیا و نیوله او له ځان سره یې الحاق کړه، په داسې حال کې چې یوه ډېره کوچنۍ برخه یې کرواسیا ته پاتې شوه او په کې د نازي لاس پوڅي دولت رامنځته شو. په ۱۹۴۵ ز کال کې دغه هېواد د یوګوسلاویا په بنسټ اېښودونکي غړي واوښت. له جګړې وروسته، یوګوسلاویا له ختیځ بلاک سره مل شوه، خو په ۱۹۴۸ ز کال کې له تیتو-ستالین جلاوالي وروسته، هېڅکله له وراسا تړون سره یوځای نه شوه او په ۱۹۶۱ ز کال کې د بې پلوي خوځښت یو له بنسټګړو غړو څخه وګرځېده. د ۱۹۹۱ ز کال په جون میاشت کې سلوانیا لومړنی جمهوریت و چې له یوګوسلاویا جلا شو او په یوه خپلواک ملي حاکمیت لرونکي هېواد واوښت. سلوانیا یو له پرمختللو هېوادونو څخه دی چې لوړ عاید لرونکی اقتصاد او د انساني ودې د شاخص له مخې لوړ ځایګی لري. د جیني شاخص له مخې د عاید د نابرابرۍ په برخه کې په نړۍ کې په تر ټولو ټیټه کچه نابرابر عاید لرونکو هېوادونو کې راځي. دغه هېواد د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، یورو زون، شنګن سیمې، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، د اقتصادي پراختیا او همکاریو د سازمان، اروپایي شورا او ناټو غړیتوب لري. دولت او سیاسي نظام سلوانیا د څوګوندي سیسټم په لرلو سره د پارلماني دیموکراسي جمهوري نظام لري. ولسمشر د دولت رئیس دی، د عامو رایو پر بنسټ ټاکل کېږي چې د دولت د قواوو ترمنځ د یو موټي توب په برخه کې تر ټولو مهم رول لري. ولسمشر د پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي چې کولای شي، د دوو پرله پسې دورو لپاره ولسمشري وکړي. ولسمشر د استازي رول لري او د سلوانیا د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان هم دی. د سلوانیا د حکومت اجرائیوي او اداري واک د لومړي وزیر او د کابینې یا د وزیرانو د شورا په واک کې دی چې د ولسي جرګې له خوا ټاکل کېږي. د قانون جوړونې واک بیا د سلوانیا د دوو جرګې لرونکي پارلمان په لاس کې دی. د واک ډېره برخه د ملي اسمبلۍ په واک کې ده چې ۹۰ غړي لري. له دغو څخه ۸۸ یې د ټولو وګړو له خوا د تناسبي استازولۍ په سیسټم ټاکل کېږي او پاتې دوه نور بیا د هنګري او ایټالوي لږه کیو د ثبت شوو غړو له خوا ټاکل کېږي. ټاکنې په هرو څلورو کلونو کې یوځل ترسره کېږي. ملي شورا څلوېښت غړي لري چې د ټولنیزو، اقتصادي، حرفوي، او سیمه ئیزو پانګوالو ډلو په استازیتوب ټاکل کېږي او د مشوري ورکولو او واک د کنټرول په برخه کې لږ واک لري. له ۱۹۹۲ ز کال څخه تر ۲۰۰۴ ز کال پورې د لیبرال دیموکراسۍ تر ولکې لاندې دوره په تدریجي ډول له تئتویستي اقتصاد څخه کپیټلیسټي اقتصاد ته د دغه هېواد د اقتصاد د بدلون مسئولیت پر غاړه لري. د لیبرال دیموکرات ګوند مشر یانزدرنوشک، چې له ۱۹۹۲ ز کال څخه یې تر ۲۰۰۲ ز کال پورې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ، په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې د دغه هېواد د ولسمشر میلان کوچان چې د ۱۹۹۰ ز کال څخه یې تر ۲۰۰۲ ز کال پورې ولسمشري وکړه په خوا کې د سلوانیا یو له اغېزمنو سیاستوالو ګڼل کېږي. قضایه قوه په سلوانیا کې قضایه قوه، د هغو قاضیانو په واک کې ده چې د ولسي رګې له خوا ټاکل کېږي. قضایه واک د عمومي مسئولیت لرونکو محاکمو او ځانګړو محاکمو له لوري چې د ځانګړو قانوني حوزو چارو ته اړوندې دي؛ کارول کېږي. د دولتي څارنوال چوکۍ یوه خپلواکه دولتي چوکۍ ده چې په جنایي جرمونو باندې د تورونو کسانو د دوسیو څېړلو مسئولیت پر غاړه لري. د اساسي قانون محکمه له ۹ قاضیانو جوړه ده چې د ۹ کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي او له اساسي قانون سره د نورو قوانینو د سمون اړوند پرېکړې کوي. په دغه هېواد کې ټول قوانین او مقررات باید د نړیوالو قوانینو او تصویب شوو هوکړه لیکونو له عمومي اصولو سره مطابقت ولري. پوځ د سلوانیا وسله وال ځواکونه په خپلواک ډول، یا د نړیوالو هوکړو پر بنسټ له کوم اتحاد پرته دفاعي چارې ترسره کوي. وروسته له هغه چې په ۲۰۰۳ ز کال کې اجباري خدمت کول لغو شول، دغه هېواد یو بشپړ حرفوي پیاوړی ځواک جوړ کړ. د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د سلوانیا د جمهوریت ولسمشر دی، په داسې حال کې چې د عملیاتي برخې مشري یې د سلوانیا د پوځ د لوی درستیز پر غاړه ده. په ۲۰۱۶ ز کال کې د دغه هېواد نظامي لګښتونه د داخلي ناخالصو تولیداتو نږدې ۰.۹۱ سلنه برخې ته رسېدل. وروسته له هغې چې د ناټو غړیتوب یې ترلاسه کړ، د سلوانیا وسله والو ځواکونو د نړیوالې سولې په ملاتړیزو چارو کې فعاله ونډه لرلې. دوی د سولې د ملاتړ په عملیاتو او بشرپالو چارو کې ونډه اخیستې. د سلوانیا سرتېرو په بوسنیا او هرزګوینا، کوسوو او افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د برخې په توګه خدمت کړی. اداري وېش ښاروالۍ په رسمي ډول سلوانیا په ۲۱۲ ښاروالیو وېشل شوې دوولس هغه یې د ښاري ښاروالیو په حالت کې دي. ښاروالۍ په سلوانیا کې یوازني خپلواک سیمه يیز بنسټونه دي. هره ښاروالۍ د یوه ښاروال له خوا چې د عامه رایو پر بنسټ د هرو څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي او د ښاري شورا له خوا اداره کېږي. په ګڼ شمېر ښاروالیو کې، ښاري شورا د تناسبي استازولۍ د سیسټم له مخې ټاکل کېږي؛ یوازې ډېر کم شمېر ښاروالۍ د عامه رایو له سیسټم کار اخلي. په ښاري ښاروالیو کې، ښاري شورا ته د ښار یا ښارګوټي شورا ویل کېږي. هره ښاروالي یو اداري رئیس هم لري؛ چې د ښاروال له خوا ټاکل کېږي. دین له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې، د دغه هېواد ۹۷ سلنه وګړو خپل ځانونه کاتولیک د رومي آئین، نږدې ۲.۵ سلنه لوتري او ۰.۵ سلنه نورو هم ځان د نورو فرقو پیروان ګڼل. په ۲۰۱۸ ز کال کې د ایروبارومتر شمېرې ښيي چې ۷۳.۴ سلنه وګړي یې کاتولیک دي چې دغه کچه په ۲۰۱۹ ز کال کې ۷۲.۱ سلنه ته راټیټه شوه. د کاتولیک کلیسا د شمېرو له مخې په ۲۰۰۹ ز کال کې له ۷۸.۰۴ سلنه کاتولیک وګړو څخه دغه شمېره په ۲۰۱۹ ز کال کې ۷۲.۱۱ سلنه ته راټیټه شوې. اقتصاد جغرافیه کلتور اداري ویش سلووانیا د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%88%D9%85%D8%A7%D9%84%DB%8C%D8%A7 | سومالیا | . سومالیلانډ - د سومالیا اقتصاد . .. . موګادیشو سومالیایي ژبه عربي ژبه اسلام سومالیایان فدراسیون پارلماني ولسمشریزه ولسمشر محمد عبدالله محمد لومړی وزیر محمد حسین روبل فدرال پارلمان تاریخ د افریقایي هیوادونو نوملړ ۲٬۵۰۰ مخکې له میلاده پروتو-سومالیا ۱٬۲۰۰ مخکې له میلاده د ماکروبیانو ټولواکمنۍ ۲۴۷ مخکې له میلاده سومالیا ښار-ولایتونه لوړۍ ۱م پیړۍ د موګادیشو سلطنت نهمه ۹م پیړۍ د ګیلیدي سلطنت اوولسمه ۱۷م پیړۍ د اجوران سلطنت آتلسمه ۱۸م پیړۍ د هوبیو سلطنت نوڼسمه ۱۹م پیړۍ بریتانوی سومالیلانډ ۱۸۸۴ ایټالیایي سومالیلانډ ۱۸۸۹ اتحاد له سومالیلانډ دننه د سومالیا ولسمشریزه ۱ جون ۱۹۶۰ د امنیت شورا ۱۴۱ پریکړه ملګري ملتونه ۲۰ سپټمبر ۱۹۶۰ د سومالیا اوسنی اساسي قانون ۱ اګسټ ۲۰۱۲ ۶۳۷٬۶۵۷ ۴۳ام ۲۴۶٬۲۰۰ ۱۵۸۹۳۲۱۹ ۲۰۲۰ ۱۹.۳۱ ۴۱٫۷۳ امریکایي ډالر ۱۳.۳۲۴ بیلیونه ۲۰۱۹ امریکایي ډالر۸۸۸ امریکایي ډالر۵.۲۱۸ بیلیونه ۲۰۱۹ امریکایي ډالر۳۴۸ ۰٫۳۵۱ ۲۰۱۷ د سومالیا شیلینګ د ختیځې افریقا وخت ۳ ښوی ۲۵۲ . سومالیا په انګلیسي په رسمي توګه، د سومالیا دموکراتیک جمهوریت ياديږي د افريقا په ښکر کې پروت يو هيواد دی. پلازمینه یې موګادیشو او رسمي ژبي یې سومالیایي او عربي ژبه دي، یاد هیواد ۶۶۱۶۳۷ کیلومتره مساحت او ۶۶۶۵۵۸۹ میلیونه وګړي لري. په ۲۶ د جون او ۱ د جنوری ۱۹۶۰م کال سومالیا له بریتانیا پخواني یوګسلاویا او له ایټالیا نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه. د یاد هیواد د پیسو واحد د سومالیا شیلینګ دی او ولسمشر یې محمد عبدالله محمد دی. سومالیا په رسمي ډول د سومالیا فېدرال جمهوریت جمهوریادا فېدرالکا سومالیا؛ په عربي ژبه: جمهورية الصومال الفيدرالية د افریقا په ښاخ کې پروت هېواد دی. دا هېواد په لویدیځ کې له اېتوپیا، له شمال لویدیځ څخه له جیبوتي، له شمال څخه له عدن خلیج، له شرق څخه د هند سمندر او له سویل لویدیځ څخه له کینیا سره پوله لري. سومالیا د افریقا په اصلي خاوره کې تر ټولو اوږده ساحلي کرښه لري. دا خاوره تر ډېره له لوړو سطحو، بېدیاوو او ارتفاعاتو څخه جوړه ده. د ټول کال په بهیر کې ګرم شرایط له دوره یي موسمي بادونو او نامنظمو وورښتونه سره په یاده خاوره حاکم دي. د سومالیا نفوس نږدې ۱۵ میلیونه اټکل شوی، چې له دوه میلیون څخه زیات یې په پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار موګادېشو کې ژوند کوي چې له فرهنګي پلوه د افریقا تر ټولو سره ورته هیموجنېز هېواد دی. نږدې ۸۵ سلنه اوسېدونکي یې له سومالیایي نژاد څخه دي، چې له تاریخي پلوه د هېواد په شمال کې مېشت وو. قومي اقلیتونه په پراخ ډول په سویل کې متمرکز دي. د سومالیا رسمي ژبې سوماليایي او عربي دي. د دې هېواد ډېری اوسېدونکي مسلمانان او تر ډېره سوني مذهبه دي. سومالیا په لرغونې دوره کې یو مهم سوداګریز مرکز و، دا د پونت د لرغونې خاورې له تر ټولو ممکنو افسانوي ځایونو څخه ده. د منځنیو پېړیو په بهیر کې د سومالیا څو ځواکمنو امپراتوریو پر سیمه ییزو سوداګریو واک درلود چې له ډلې يې د اجوران، د ادال سلطنت او د ګلدي سلطنت یادولی شو. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د سومالیا سلطنتونه لکه اسحاق سلطنت او مجیرتین سلطنت د بریتانیا، ایټالیا او ایتوپیا له خوا مستعمره شول. اروپایي استعمارګرانو قبیله یي سیمې په دوه مستعمرو کې سره یوځای کړې چې د ایټالیایي سومالیا او بریتانوي سومالیا تحت الحمایې وې. په دې ترڅ کې په کور دننه دروېشان د محمد عبدالله حسن په مشرۍ له حبشې، ایټالیایي سومالیا او بریتانوي سومالیا سره د دوو لسیزو لپاره په مخامخ جګړه کې ښکېل شول او په پای کې يې په ۱۹۲۰ ز کال کې د سومالیا په کمپاین کې ماته وخوړه. ایتالیا د سیمې د شمال ختیځو، مرکزي او سویلي برخو بشپړ کنترول د مجریتین او هوبیو د سلطنتونو پر وړاندې د سلطانانو ضد کمپاین تر بشپړولو وروسته ترلاسه کړ. دا دواړه سیمې په ۱۹۶۰ ز کال کې سره متحدې شوې، تر څو د یو ملکي حکومت په چوکاټ کې د سومالیا خپلواک جمهوریت رامنځته کړي. په ۱۹۶۹ ز کال کې د انقلاب عالي شورا واک ترلاسه کړ او د سومالیا دیموکراتیک جمهوریت یې رامنځته کړ او په ظالمانه ډول یې هڅه وکړه، تر څو د سومالي لنډ د خپلواکۍ غوښتنې جګړه په شمال کې وځپي. په دوام یې ۲۲ کاله وروسته په ۱۹۹۱ کال کې د سومالیا د کورنۍ جګړې له پیل سره انقلابي عالي شورا سقوط شوه او سومالي لنډ ډېر ژر خپله خپلواکي اعلام کړه. لا هم د سومالیا په شمال لویدیځه برخه کې سومالي لنډ خپل کنترول لري چې له ۲۷ سلنه څخه زیاته خاوره یې په کې شاملېږي. له دغې دورې راهیسې ګڼ شمېر سیمې د سومالیا دودیزو او مذهبي قوانینو ته وروګرځېدې د ۲۰۰۰ز لسیزې په لومړیو کې یو شمېر لنډمهاله فېدرالي ادارې رامنځته شوې. په ۲۰۰۰ ز کال کې ملي انتقالي دولت رامنځته شو ورپسې په ۲۰۰۴ ز کال کې انتقالي فېدرالي دولت رامنځته شو چې د سومالیا وسله وال پوځ یې بیا په پښو ودراوه. فېدرال انتقالي دولت د متحده ایالاتو په ملاتړ له ایتوپیایي لاس وهنې سره د نویو رامنځته شویو اسلامي محکمو له اتحادیې څخه د هېواد د ښکېلو سویلي زونونو د ډېرو سیمو کنترول پر غاړه واخیست. وروسته د الشباب په څېر په سخت دریځو ډلو ووېشل شو چې له او متحدانو سره یې یو ځای د سیمې د کنترول لپاره جګړه کوله. یاغیانو د ۲۰۱۲ ز کال په منځنۍ برخه کې ډېری هغه سیمې له لاسه ورکړې چې ولکه کړې یې وې. له دې سره سره یاغیان لاهم د سومالیا د مرکزي او سویلي برخو ډېر کنترول په لاس کې لري او د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې پراخ نفوذ لري او د جلېب ښار د یاغیانو د پلازمېنې په توګه عمل کوي. نوی لنډمهالی اساسي قانون د ۲۰۱۲ ز کال په اګست کې تصویب شو چې د یو فېدارسیون په توګه د سومالیا اصلاحات سمونې په کې شاملې وې. د سومالیا فېدرال دولت په هم هغه میاشت کې رامنځته شو او په موګادیشو کې د بیا رغونې دوره پیل شوه. سومالیا په یو غیر رسمي اقتصاد کې پاتې شوه چې تر ډېره په مالدارۍ، له سومالیا څخه کارکوونکو پر تعرفو او ټېلي کمونيکېشن له لرې لارې اړیکې تکیه و. یاد هېواد د ملګرو ملتونو، عربي ژبو، افریقایي اتحادیې، د غیرمتحدو غورځنګ او د اسلامي همکاریو د سازمان غړی دی. تاریخچه له تاریخ څخه مخکې سومالیا په احتمالي ډول یو له هغو هېوادونو څخه و چې د خپل موقعیت له امله د لومړنیو انسانانو له خوا د مېشتېدو وړ شو. هغه ښکاریان چې وروسته له افریقا څخه بهر کډوال شول په احتمالي ډول له خپل مهاجرت څخه مخکې دلته مېشت شوي دي. په دې سیمه کې له ډبرمهال راهیسې د ډویېن او هارجیسان کلتورونه دلته سپړېدلي. د افریقا په ښاخ کې د سومالیا له هدیرو څخه د دودونو او کلتورونو د خښولو شواهد تر لاسه شوي چې لرغونتوب یې له میلاد څخه مخکې څلورمې زریزې ته ورګرځي. په شمال کې د جللو په سایټ کې ډبریز تجهیزات هم په ۱۹۰۹ ز کال کې د مهمو مصنوعي توکو په توګه مشخص شوي چې په پلیولیتیک دوره کې د ختیځ او لویدیځ تر منځ د لرغون پېژندنې نړیوالتوب ښیي. د ژبپوهانو په وینا: د افریقايي ژبو لومړنی نفوس په نیلیوتیک دوره کې سیمې ته رسېدلی او ورپسې د دې کورنۍ وړاندیز شوی اورهایمات اصلي ټاټوبی د نيل په دره یا نږدې ختيځ کې سیمې ته د ننه شوي. د سومالیا په شمال لویدیځ کې د هارجیسا په څنډه کې د لاس جیل ټولګه نږدې ۵۰۰۰ کاله لرغونتوب لري او د ډبریز هنر لرونکې ده چې وحشي حیوانات او سینګار شوې غواګانې انځوروي. د نقاشۍ نورې نښې د دامبالین سیمې په شمال کې له غارونو څخه تر لاسه شوې چې پر اس سپور د یو ښکارکوونکي لومړنۍ نقاشي ده. د کاڼوډبرو د هنر تاریخ له میلاد څخه مخکې له ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کال ته ورګرځي. پر دې سربېره د سومالیا د کارېنهېګان په شمال کې د لاسخوري او اېلایو ښار تر منځ د غار بېلابېلې نقاشۍ له حقیقي حیواناتو څخه نیولې تر افسانوي شته دي. هره نقاشي پهخپل پای کې یوه لیکنه لري چې په ټوله کې یې لرغونتوب ۲۵۰۰ کاله اټکل کېږي. ایداري وېش د سومالیا هیواد په ټوله کې په ۱۸ ایداري سیمو ویشل شوی دی. آودال باکول بنادیر سومالیا باري باي، سومالیا ګالګودوود جدو هیرران جوبادا ذکسه جوبادا هووز ماداګ ناګال ساناګ شابیل لاها ذکسه شابیل لاها هووز سوول تاګدهییر وکوویا ګالبید تاریخ اقتصاد کلتور جغرافیه د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%82%D9%8A%D8%A7%D9%85%20%D8%A7%D9%84%D8%AF%D9%8A%D9%86%20%D8%AE%D8%A7%D8%AF%D9%85 | قيام الدين خادم | قيام الدين خادم زوکړه ۱۲۷۴ ل ل کال د ننگرهار ولايت -مړینه ۱۳۵۸ ل ل کال انگرېزي: يو افغان پښتو ژبی ژورناليست، پياوړى ليکوال، ويښ شاعر، د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد، و اديب او د فلسفي اندونو يو پوه عالم ؤ. مخينه قيام الدين خادم په ۱۲۸۶ لمريز کال د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په يوې روحاني کورنۍ کې دنيا ته سترگې پرانيستي دي. د ارواښاد خادم پلار مرحوم ملا حسام الدين اخوند پخپله سيمه کې يو مشهور او پوه عالم و. خادم صاحب دوه نيم کاله په لواړگي کې اوسېده، همدلته د شاعرۍ، ليکوالۍ او ادبياتو سره د هغه مرموزې لېوالتياوې راوټوکېدې، بيا په لواړگي کې پاتې شو او هماغلته يې کوزده او واده وکړ. قيام الدين خادم د خپل د اصل او نصب په اړه پخپل يوه شعر کې داسې وايي: تعارف نوموړی په پښتو ادب کې يو ځانگړی ځای لري او په همدې سبب هغه د پښتو ژبې او ادب د ځلانده ستورو څخه يو ستوری گڼل کېږي. هغه د پښتو ژبې او ادب په باب په زړه پوري منظوم او منثور آثار ليكلي دي. د ادبي هلو ځلو تر څنگ نوموړي په سياست کې هم ښکاره ونډه درلوده او د ويښ زلميانو د گوند د بنسټ ايښودونکو غړو له ډلې نه وو. استاد قیام الدین خادم د افغانستان د سیاسي شخصیتونو په ډله کی یو فعال نامتو شخصیت دی چی هر وخت یی د وخت او زمان سره جوخت یو ستر سیاسي اقدام کړی دی. هغه برسیره پردی، چې د ویښ زلمیانو د گوند له موسسینو څخه وو په ۱۳۴۵ ل ل کال کې یې د افغان سوسیال دیموکرات گوند هم تاسیس کړ چې د افغان ملت په نامه شهرت لری. د دې گوند لومړنۍ موسسه کنگره په همدغه کال د کابل د میوند واټ په دوهمه برخه کی د خادم صاحب په کور کی دایره شوه او د ۴۲ نورو ملي شخصیتونو په شمول د ګوند نوم، د گوند د خپرنيز ارگان نوم د گوند نور کدري غړي او مرکزي کمیټه جوړه شوه. د دغه گوند مرامنامه او اساسنامه هم خپله استاد قیام الدین خادم لیکلې وه، چې د موسسینو په دغه لومړنۍ کنگره کې د هغه هره ماده وروسته له لوستلو او بحثونو د رایو په غوڅ اکثریت ومنل شوه. په دې غونډه کې دا کسان شامل ول: استادقیام الدین خادم، دیپلوم انجنیر غلام محمد فرهاد، سید مهدی اغا صاحب، حفیظ الله خان عبدالرحیم زی، قدیر خان عبدالرحیم زی، محمد ظریف خان ظریفي، حاجي حسین گل خان ځاځی، محمد امین واکمن، فدا محمد فدایی او زه روښان خادم. په دې غونډه کې غلام محمد خان فرهاد د گوند د ریس په توگه، استاد خادم د لومړي سکتر جنرال په توگه، فدا محمد فدایي د دوهم سکرتر جنرال په توگه منتخب شول او د گوند نوم وروسته له ډیرو اوږدو بحثونو افغان ملت وټاکل شو. فدايي صاحب د ملت په نوم ټینگار کاوه. استاد خادم د افغان ملت په نامه خپل دلایل وړاندې کوول. تر اوږدو بحثونو وروسته د استاد خادم وړاندیز د ټولو ګډونوالو د رایو په اکثریت ومنل شو او د گوند نوم افغان ملت وټاکل شو. پرېکړه وشوه چی فدايي صاحب دې د فرهاد په نوم د گوند د ریس په توگه د ورځپاڼې د خپرېدو جواز واخلي او د خپرونو لړۍ دې پیل شي. دا کار وشو او کله چې ورځپاڼه له چاپه راووته، نو په هغې لیکل شوي وو چې د گوند موسس غلام محمد فرهاد. د مرکزی کمیټې ټول غړي، چې د موسسې کنگرې غړي ول، د فرهاد صاحب او فدايي په دغه کار په غوسه شول او غوښتنه یی وکړه چی فرهاد صاحب د گوند موسس نه بلکې ریس دی او دا ټکی باید د اخبار نه لیري شي، ځکه د گوند اصلي موسس استاد خادم دی، خو استاد په دې خبره ټینگار ونه کړ او ملگري یې قانع کړل چې اوس دا کار شوی او همداسې به دوام ورکوو. استاد خادم د گوند د خپرېدونکي ارگان افغان ملت لپاره په متواتر ډول علمي او سیاسي مقالې لیکلې او گوند د هرې ورځې په تیرېدو سره په ملت کې ځای نیوه او پياوړی کیده. کله چې محمد نور احمد اعتمادي د صدراعظم په حیث له پارلمان څخه د اعتماد رايې اخستو لپاره پارلمان ته وروپېژندل شو، د گوند مرکزي کمیټې پرېکړه وکړه چې باید رايې ورنه کړي او فرهاد صاحب ته د گوند لیکلې وينا ورکړ شوه چې د گوند د نظر په حیث یې ولولي. فرهاد صاحب دا وخت د کابل له اومې ناحیې څخه د پارلمان منتخب غړی وو. بدبختانه فرهاد صاحب د گوند د پرېکړې پر خلاف اعتمادي ته رایه ورکړه. له دې خبرې سره په گوند کې اوضاع ډیره خرابه شوه او مرکزي کمیټې په فرهاد صاحب باندې اعتراضونه وکړل. تر دې وروسته یوه ورځ د کابل په ده بوري کې د فرهاد صاحب په کور کې د مرکزي کمیټې مجلس دایر شو او په دې مجلس کی سید مهدي اغا له فرهاد څخه وغوښتل چې د گوند د ریاست د مقام څخه استعفا وکړي. د مرکزي کمیټې اکثریت غړيو دا غوښتنه تاید کړه، خو فرهاد صاحب وویل چې استعفا نه کوم؛ نو هغه وو چې د مرکزي کمیټې ټول غړي له فرهاد صاحب څخه بېل شول او یوازې فدایي صاحب ورسره پاتی شو. تر دې وروسته گوند د مطلقې ماتې او کمزورۍ سره مخامخ شو او لومړنی انشعاب منځ ته راغی چی بیا وروسته پېنځه نور انشعابونه هم رامنځته شول. استاد خادم د سیاست په ډگر کې یو ممتاز مبتکر شخصیت و او د یوه ملي سیاست درلودونکی شخص وو چې په وطن کې یې سياست او دیموکراسي د افغانانو د گټو لپاره غوښته او فرد گټې یې د اکثریت په گټو کې لیدلې. د محمد موسی شفیق د صدارت په دوره کې د افغانستان د اساسي قانون د تعدیلاتو د کمیسیون غړی و او په څلویښتمه لسیزه کې د علامه اقبال په نړيوال سمینار کې ورته د سیمینار د ټولو نړيوالو گډون کوونکو له خوا د علامه لقب ورکړ شو چې اوس یې ډېر مینه وال په همدغه لقب يادوي. استاد علامه خادم د افغانستان او چین او د شوروي اتحاد او افغانستان د دوستۍ د هیتونو غړی هم و. استاد ډېرو ځوانانو ته په پوهنتون کې د پښتو ژبې د زده کړې تدریس هم ورکړی، چې ډېر شاگردان لري. د استاد خادم د ژوند په ټولو اړخونو کې یې د سیاست اړخ ډېر دروند او قوي دی ځانگړې ژوره مطالعه غواړي. زده کړې لومړنۍ زده کړې يې پخپل کور کې د خپلو والدينو څخه تر سره کړي دي . خادم صاحب د اسلامي علومو گڼ شمير کتابونه لوستي وه؛ هغه صرف ،نحوه ،منطق حکمت ،فقه ،حديث ، تفسير او د نور دوديزو علومو زده کړه يې ترلاسه کړې وه. هغه د ديني پوهې د ترلاسه کولو لپاره کاله په هيواد کې دننه او له هيواد نه دباندې سفرونه کړي دي . دندې قيام الدين خادم په بېلابېلو دولتي دندو گمارل شوی دی او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې دندې ترسره کړي دي. نوموړي د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۴ ل. کال د کامې په ابتدائيه ښونځي کې د ښوونکي په توگه په دنده وگمارل شو. وروسته له يو څه مودې هغه هندوستان ته سفر وکړ له سفر نه د بېرته راستنېدو سره يې د جلال آباد په يوه ښوونځي کې د ښوونکي په توگه په کار پېل وکړ. نوموړی په ۱۳۱۲ ل. کال د لواړگي نه د کندهار ولايت ته ولاړ او هلته د کندهار د پښتو ادبي انجمن غړي شو. کله چې د ۱۳۱۴ ل. کال د زمري په ۲۵مه نېټه د هغه مهال د دولتي چارواکو په امر د پښتو ادبي انجمن له کندهار څخه کابل ته ولېږدېده نو قيام الدين خادم هم د همدغې ټولنې سره کابل ته وکوچېده. په رسنيو کې کله چې په ۱۳۱۵ ل. کال کې د پښتو ادبي انجمن نوم په رسمي توگه په پښتو ټولنه بدل شو او همدا ټولنه کابل ته ولېږدېده نو ښاغلي خادم، په کابل کې د اوسېدو پر مهال، ۳ مياشتې د زيري د ورځپاڼې د خپراوي پازه پر غاړه درلودله. په ۱۳۱۸ ل. کال کې، ښاغلی خادم د تاليف او ترجمي د څانگې مدير وټاکل شو، په ۱۳۲۰ ل. کال کې يې د پښتو ټولنې د عمومي رياست مرستيالي پرمخ بېوله او په ۱۳۲۱ ل. کال کې د اتحاد مشرقي د ورځپاڼې مدير شو. تر دې وروسته په ۱۳۲۴ ل. کال کې د دايرة المعارف د ژباړې مديريت ورپه غاړه شو او بيا په ۱۳۲۵ ل. کال کې د تعاوني ډيپو د پلټنې تفتيش لوی مدير شو چې تر دې څه موده وروسته بيا د هرات ولايت ته ولاړ. په ۱۳۲۹ ل. کال کې يو ځل بيا قيام الدين خادم ته په رسنيو کې دنده ورکړل شوه او دا ځل يې د کندهار د طلوع افغان د مدير په توگه خپلې چارې پرمخ بېولې او يو کال تر يوه کاله پورې همالته په کندهار کې وه بيا په ۱۳۳۰ ل. کال کې د کابل مجلې د چلوونکی شو خو دلته هم د لنډ مهال لپاره په کار بوخت وه او په ۱۳۳۱ ل. کال کې بيا د سروبي د برېښنا د فابريکې د کوپراتيف لوي مدير شو. په ۱۳۳۲ ل. کال کې قيام الدين خادم د اصلاح ورځپاڼې د مسؤل مدير په توگه بيا رسنيز کار ته مخه کړه او د مدريت د دندې وروسته هغه څو کاله د پښتو ژبې د کورسونو مدير او په عين وخت کې د زيري ورځپاڼې د چلوونکي دنده هم پر غاړه درلوده. چاپ شوي آثار ارواښاد استاد خادم د منظومو او منثورو آثارو ډير په زړه پورې کتابونه ليکلي او ۱۴ ځانگړي اثار يې چاپ شوي دي چې د هغو څخه يې يو شمير په دې توگه دي. د کوچنيانو اخلاقي پالنه - ژباړه روهي گلونه د مرغلرو اميل نوی ژوندون مکارم اخلاق پښتونولي بايزيد روښان خيالي دنيا د شريف سرگذشت - ژباړه نبوغ او عبقريت فلسفي اثر نوې رڼا د پښتو نني ليکوال د پښتنو د تاريخ يوه سرپاڼه د خوشحال او د رحمان موازنه څاروان د څلورم ټولگي لپاره د پښتو قرأت پښتو کلي په ۶ ټوکو کې معلم پښتو پښتانه شعرا لومړی ټوک پارتيان څوک ؤ په تذکرة الاوليا تبصره کوشانيان څوک ؤ د بابا نصيحت د پښتو پټۍ د پښتو نثر تاريخي تصورات لوی سهاک ادبي قصې لوی اصحابان اصحاب کرام نشنليزم او انټرنشنليزم افغاني حکومت د پښتو نثر معياري پښتو بلکا د پښتو څټه او څانکې نصوص الحکم د مور مينه لرغوني پښتانه قومونه ټولنپال افغان مونوفېسټ د مولانا قيام الدين خادم سياسي افکار ناچاپه آثار د نوموړي گڼ شمېر نور اثار لا تر اوسه نه دي خپاره شوي. د ناچاپو کتابونو لړليک يې په لاندې توگه دی او موږ په دې هيله يو چې يوه ورځ د دغو کتابونو د چاپولو زيری واورو. د پښتونخوا قصې مکالمات غرضه حُب خير سورگل کانفرانسونه کره پښتو پښتو زده کړه د پښتو شاعري پښتو په غربي ليکدود کې پښتني پور شلمه پېړۍ او پښتانه د پښتنو قومولي غوره سندرې د پښتنو مشاعرې لرغوني افغانان آينده پښتنو ته د تنقيد حق ساتلې خزانه ريگويدي سرودونه يا سرود های ريگويدي د پښتونولۍ ادب ځانگړی وړتوب مرحوم خادم صاحب په اردو، انگرېزي او عربي ژبو بلد ؤ، د همدغو ژبو په مرسته هغه د يوه کنجکاو او پلټونکي انسان په توگه هڅه کوله او د ډيرؤ شيانو په راز يې ځان پوه کړی وه، کيداي شي د هغه د برياليتوبو د رازونو څخه يو هم همدا وبولو. سياسي ژوند د هېواد په سياسي ډگر کې هم قيام الدين خادم يوه فعاله ونډه درلوده. هغه د ويښ ځلميانو د غورځنگ د بنسټ ايښودونکو له ډلې څخه ؤ. د ۱۳۲۷ ل کال د جوزا د مياشتی په اوومه د ويښو ځلميانو د تدارک د کميسون د لارښوونی له مخې د کندهار، ننگرهار او کابل يو شمير ادبی او عرفانی ملگرو لکه عبدالرؤف بينوا، فيض محمد انگار، نورمحمد تره کی، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين، گل پاچا الفت، نيک محمد پکتيانی، محمد ارسلان سليمی، عبدالقدوس پرهيز، ابو الحسن هزاره، پاينده محمد روهيلي، محمد ولی ځلمی، عطا محمد شېرزی، محمد طاهر تائب او ځينو نورو ليکوالانو او روښنفکرانو د موسسی کنگری غړو چې شمير يې دوه ويشتو تنو ته رسيدی د دارالامان په افشار وکې د عبدالمجيد زابلی دنوی تعمير په يوه سالون کې د ماسپښين پر دوو بجو د ويښو ځلميانو دگوند جوړولولپاره دبيلو بيلوولايتونو د نمايندگانو طرحي وړاندی شوی چې يوه يې د عبدالروف بينوا او نور محمد تره کی، بله يې د قيام الدين خادم او دريمه يې د صديق الله رشتين وه. لومړی يې مترقي او عصری، دوهمه يې ملی اوو طنی،دريمه يې مذهبی او کلتوری رنگ درلود. د زيات بحث وروسته د ټولو طرحو د مهمو مادو په گډون پر دغو ټوکودټولو موافقه راغله : د اسلام او مشروطه شاهی نظام او د پاچاد مقام درناوی، د دولت د دروگونو قواؤ ترمنځ لکه اجرئيه، مقنينه، قضائېه تفکيک او بيلوالی ، دهغوي د حقوقو او صلاحيتونو ټاکل، د ازادو انتخاباتوپر اساس درابلل شوي لويی جرگی د لاری د وخت دغوښتنو سره سم په اساسي قانون کې تعديلات او تغيرات راوستل ، داساسي قانون پلي کول، د علم او معارف خپرېدل او پراختيا، د مطبوعاتو، دفکر او بيان د آزادۍ تظمينول، د هر ډول نژادي، ژبني، او سيمه ايزو تعصب او لوړتيا غوښتنومخه نيول، د قانون په واسطه د افرادو طبيعی اوټولنيزو حقوقو تأ مينول، ظلم، رشوت، پټي سوداگری قاچاق او بی عدالتيو سره مبارزه کول، په ټولنيز ژوندکې د افراط او تفريط څخه ډډه کول، د تخنيک اوصنعت رواجول، په هېواد کې دهر چاله پاره د کار او تعليم د زميني برابرول، د کارگرو او بزگرو حقوق، اقتصادی او زراعتي اصلاحاتو ته پاملرل، د موهوماتو او مزخرفاتو سره مجادله کول، د ملی ژبی پښتو او پښتونستان د ملی خودارديت پرننگه درېدل، د بشر د حقوق د اعلاميې او بين المللي صلح او سلم غوښتل او په عملی صورت بې تطبيقول . بڅرکی صاحب په پورته يادشوي کتاب کې ليکلې چي دويښ زلميانو دجنبش لومړې مرام په ۱۳۲۷ او دوهم يي په ۱۳۲۸ لمريزکال دزمري دمياشتي په ۲۷ نيټه تصويب شوېدی . گران لوستونکي محمد علم بڅرکی ويښ ځلميان دافغانستان يو سياسي تحريک په نامه کتاب کښي دخادم صاحب او پښتو ادب دشپږو ستورو دسياسي فعاليت په اړوند معلومات تر لاسه کولاي شي . ارواښاد خادم دحقيقت دڅرگندولو سره مينه لرل ،تل يې هر څه بربنډ ويل . خادم صاحب په زيات شمير ادبي او علمي محافلو کې برخه اخيستې ده ،او کله کله ددولت اړونده ا رگانو لخوا په ستاين ليکونو او ډاليو سره نازول شوۍ او ستاينه يې شوېده . مرحوم خادم دفلسفي اند او علمي شخصيت څښتن و،هغه په رښتيا سره دخپل ولس سره مينه درلوده او دهغه خدمت يي په ډيره خوښۍ سره کاوه. هغه د هر ډول مشكلاتو او سختيو په مقابل كښي د مقاومت، صبر او حوصلې لارښوونه كول . استاد خادم دمعاسرو ادبياتو دهغو پنځو ستوروڅخه وچې دپښتو ادب او کلتور يي ځلولۍ دی ،اوديوه داسي ويښ زلمي په احساس يې دپښتو ادب چوپړ کړۍ چې دنن زلميان يې درناوۍ کوي . بندي کېدل او مړينه کله چې په ۱۳۵۷ ل. کال کې د خلق او د پرچم د گوندونو لخوا په افغانستان کې کودتا وشوه، او په افغانستان کې يو کمونستي رژيم واکمن شو. نو په همدغه کال کې قيام الدين خادم هم د کمونستي رژيم لخوا زنداني شو او په زندان کې تر ډېرو شکنجو او ځورونو وروسته په داسې حال کې له بنده خلاص شو چې لاسونه او پخښې يې د همدې ځورونو په سبب فلج شوي وې. د افغانستان دا لوی مفکر، ژورنالست، اديب، ليکوال، د فلسفي افکارو خاوند، د ټولنې طبيب، سياستپوه او ټولنيز شخصيت د ۱۳۵۸ ل. کال د وږي د مياشتې په ۵مه نېټه چې د هماغه کال د واړه اختر د ۵ ورځې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ د سهار په ۵ بجو د علي آباد په روغتون کې د ۷۴ کلونو په عمر له دې نړۍ نه سترگې پټې کړې او د هماغه کال د وږي د مياشتې په ۶مه نېټّه د کامې ولسوالۍ د زرشوی په کلي کې په خپله پلرنۍ هديره کې په ډېر درنښت خاورو ته وسپارل شو. د نورو نظرونه د قيام الدين خادم د شخصيت په اړه د افغاني ټولنې يو شمېر پېژندل شوؤ څېرو خپل بېل بېل نظرونه او اندونه څرگند کړي چې ځينې يې په دې توگه دي: عبدالحی حبيبي او عبدالشکور رشاد دواړه د ادبي او تاريخي څيړنو سر لاري اوپه خپله برخه کښي دتبحر په لحاظ بې ساري دی. محترم استاد پوهاند رښتين هم په گرامر او ادبي تاريخ کې لوي لاس لري . الفت ،بينوا او خادم که څه هم ادبي څيړني تر سره کړي خو هغوي زياتره درښتيا ددورې دنامتو شاعرانو په توگه شهرت لري قيام الدين خادم په اوسني ليکوالو کې خپل ژوندليک خپور کړی دی، هغه په يوه برخه کې يې د زما پر حيات انتقادات تر سر ليک لاندې داسې ليکلي دي: روهي صاحب ليکې داپورته ليکنه دخادم صاحب دنثر نمونه هم کيداي شي ؛ دده په نثر کي ايجازليدل کيږي اودځينو ليکوالو په شان دحق الحمې دپاره خبره نه اوږدوي ،بلکه نيغ په نيغه خپل مطلب بيانوي. سرچينې باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د قيام الدين خادم شعرونه د بي بي سي پښتو وېبپاڼه - د قيام الدين خادم ۲۹ تلين ولمانځل شو. پښتانه ليکوال پښتانه شاعران افغاني ليکوال پښتانه افغانان ننګرهاريان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D8%B7%D9%8A%D9%81%20%D8%A8%D9%87%D8%A7%D9%86%D8%AF | لطيف بهاند | لطيف بهاند د محمد عمر زوی په ١٣٣١ لمريز کال کې د کابل په بريکوټ کې زېږېدلی دی. زده کړې په ١٣٥١ لمريز کال کې د حبيبيې لېسې نه فارغ او د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې يې په لوړو زده کړو پېل وکړ دندې د زده کړو تر څنگ کې يې د راډيو د هنر او ادبياتو په اداره کې هم کارکولو. په راډيو کې يې تمثيل نه برسېره په لسگونو داستانونه او کره کتنې وليکلې. د ١٣٥٦ لمريز کال راهيسې يې د افغانستان د علومو اکاډمی، راډيو ټلويزون او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توگه رسمي کارونه هم کړي دي. لطيف بهاند له هېواد نه بهر د هنري کره کتنې په برخه کې په ماسکو کې دوکتورا ترلاسه کړې. لطیف بهاند د ۲۰۰۶ کال نه را په دې خوا د افغانستان د کلتوري اتشې په توگه په مسکو کې دنده تر سره کوي. چاپ شوي آثار د لطيف بهاند په لسگونو مقالې، کره کتنې او شعرونه يې له ١٣٥٢ لمريز کال راپدېخوا د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي. د ځينو کتابونو لړليک يې پدې توگه دی پل د لطيف بهاند لطيف بهاند د هيواد ديادشويو سترو استادانو څخه مخامخ زدکړي کړي ، او د هغوۍ تر پالني او روزني لاندي يې د پوهي په لوۍ سمندر کي د مهارت او برلاسۍ لامبو زده کړيده ، او يا يې د هغو ستر استادانو سره د مرستيال اسيستانت په توگه د پوهي په ډگر کي د نوي نسل د روزني دنده پر مخ بيولې ده . په پوهنيزو ، څيړنيزو او کلتوري چارو کي يې داسي ونډه خپله کړې ، چي هر ه برخه يې د زريني پاڼي په څير د هيواد دمخکښو پوهنپالو او کلتور پالو په لړۍ کي ځانگړئ او ډاډمن مقام او دريځ لري . په کابل پوهنتون کي د استاد په توگه وياړلې دنده ، په راډيو افغانستان کي د بيلا بيلو کلتوري او علمي پروگرامونو د وډني او سمووني چاري ، د هيواد په کچه دکلتوري او علمي هڅو ملاتړ اوپه هغو کي برخه اخستنه ، هغه وياړني دي چي د بيا را يادولو ، پيژندلو او بيانولو لپاره يې زياتو ليکنو او ډير زماني واټن ته اړتيا شته . که د بهاند شاعري په پام کي ونيسو نو به د يوه د اسي پښتون هوډ او د خيال نازکي وږمې حس کړو چي د زياتي تو ضح پرته څرگنديږي . په دې ځانگړتيا کي د بهاند برلاسئ دادئ چي پښتني هوډ يې د خيال داسي پړاونو ته رسولئ چي شونتيا يې د ويوکو په مټ د پوهيدو وړ گرځولې ده . که اوريدونکي او لوستونکي د بهاند شاعري واوري او ولولي نو به خامخا د بهاند د پيژندگلوۍ تر ټولو غوره جمله داوي چي د هيواد نامتو شاعر لطيف بهاند : په تش غلچک غواړې بد نام به دي شم زه له هر چا نه ، ياغي رام به دې شم که مي کښېکاږې او تر شونډو مي وړې په قلمي گوتو کي جام به دي شم او دا غزل تر پايه او که د بهاند په ساحري گوتو ليکل شوې مقالې د سلگونو څخه يوه دا چي زه څوک يم ؟ ولولې او يا يې واوري نو به خامخا د بهاند د ښه پژندگلوۍ لپاره داسي وليکي چي : د هيواد نامتو ليکوال داکتر لطيف بهاند ؛ او که د هغو څيړنو جاج واخلو چي بهاند پر مخ بيولي او د گټورو پايلو سره يې د هيواد ځوان نسل ته د ښې روزني او ښووني په نيت وړاندي کړيد ي ، خامخا به د بهاند د نوم وړاندي داسي وليکي چي : د هيواد نامتو څيړونکي داکتر لطيف بهاند ؛ زه نه غواړم د ښاغلي بهاند هر اړخيزي څيړني ته لاس اوږد کړم ، په دې لنډه ليکنه کي غواړم د بهاند د نورو ژباړل شويو اثارو څخه د بيلگي په توگه د کلتور پوهنه تر سر ليک لاندي اثر يو لنډ او بيړنۍ جاج واخلم . دا کتر لطيف بهاند د نورو څيړنيزو اثارو تر څنگ يو ارزښتمن څيړنيز کتاب د کلتور پوهنه تر سر ليک لاندي ژباړلئ او خپور کړيدئ ، دا څيړنيز اثر د پا ڼو د شمير له مخي لږ دئ خو د منځپانگي له اړخه يې تر زياتو هغو ليکل شويو رسالو اوکتابونو وزن او ارزښت زيات دئ چي تر اوسه پښتو ژبي ته د کلتور پوهني په تړاو ژباړل شويدي . کلتور پوهنه درسي مرستندويه اثر په ١٩٩٩ زيږدي کال په مسکو ښار کي خپور شويدئ . د ټولو پاڼو شمير يې ١٠٢ يوسل او دو پاڼو ته رسيږي ، پر کتاب داکتر شامحمود گويا تقريظ ليکلئ او د هيواد ځوان ليکوال اسماعيل يون ته ډالۍ شويدئ .د دې څيړنيز اثر پيل د کلتور په پيدايښت او د کلتوري څيړنو او اندونو په هغه يون شوېدۍ چي ددې څانگي مينه والو ته يې پوهيدل او لوستل اړين دي ؛ او بيا د کلتور او تمدن په اړه د نامتو روسي فيلسوف نيکولای برديايف هغه ليکنه را ژباړل شوې چي په خپل ډول کي ځانگړې او د کلتوري ډايلوگ خپلواک دريځ پکښې نغښتۍ دئ ؛ کلتوري ټکر د دې اثر بل سر ليک دۍ چي په رښتني ډول هغه اړپيچونه را برملا کوي چي د اوسنۍ نړۍ د فکري او ذهني جوړښتونو بنسټونه جوړوي ؛ او بيا د دې ارزښتمن اثر هغه سرليکونه پېليږي چي د نوي او مدرن تدريس او ښوني لپاره ټکس بوک نه بلکي د يوه درسي مرستندويه کتاب په زړه پوري بيلگه ده . د کلتور پوهني اثر ژباړه د هغو مينه والو لپاره ښه زيرۍ دۍ چي د کلتوري څيړنو او پلټنو سره يې اړيکي دي د دې سره سره چي دا دنوموړي اثر يوه ډيره ښه ځانگړتيا ده خو په بله وينا کيدای شي دا د همدې کتاب يوه نيمگړتيا هم وشميرو ، او هغه داچي د دې اثر څخه ټوله لوستي کسان پوره گټه نه شي پورته کولای ، يوازي دهغو کسانو لپاره گټور دۍ چي د کلتوري څيړنو او پلټنو سره يې کار او اړيکي شته . او په ځانگړي توگه د هغو استادانو او کارپوهانو لپاره د زيات ارزښت وړ دۍ چي د کلتور پوهني په تدريس او تعليم بوخت دي . که د کلتور پوهني اثر منځ پانگي ته پام وکړو خامخا به هغه ليد لورۍ برملاشي چي معنويت پر ماديت برلاسۍ گڼي ، يا په بله وينا د دې اثر په منځ پانگه کي د کلتور بنسټ داسي ښودل شويدۍ چي د معنويت له وړانگو ځلا تر لاسه کوي ، چي د کلتور پوهني په تاريخ کي زيات شميرکلتور پوهانو همدا لورۍ درلودلۍ دئ ، د يادښت وړ ده چي د کلتور پوهني په څيړنو کي د همدې ليدلوري تر څنگ د کلتور پوهني په تړاو نور ليد لوري هم شته چي ځان ته پلويان لري او د اوسنۍ نړۍ د کلتور پوهانو يوه غښتلې برخه په بر کي نيسي . د هغوۍ په اند معنوي کلتور د ټول کلتور يوه برخه ده او هغه هم داسي چي بنسټ يې پر ماديت تکيه کوي . ښه به وای که د همدې ډلي کلتور پوهانو د ليکنو او رسالو څخه د بيلگي په توگه يوه دوې ليکني ځای شوي وای . د اتنو لوجيستانو تر منځ دا خبره ډيره مشهوره شويده چي : که لس تنه اتنولوجيستان سره يوځای کړو او له هر يوه نه د کلتور پيژندنه وغواړو ، په پايله کي به موږ د کلتور پيژندلو لپاره لس تعريفونه په واک کي ولرو ؛ ښاعلي بهاند هم د نورو اتنولوجيستانو په څير د کلتور د تعريف لپاره لاره پرانيستې پره ايښې ، خو د خپل ليدلوري څرگندونه يې د هغه تعريف په بيا بيا ليکلو کي ښودلۍ چي د معنويت برلاسي پلوي فيلسوف نيکولای برديا يف له لوري وړاندي شوئ او يا تعريف شويدۍ . هر کلتور حتی مادي د روح کلتور دۍ . هر کلتور په داسي حال کي چي د معنويت بنسټ لرونکۍ دۍ ، د طبيعت په شرايطو باندي د روح د تخليقي کار محصول دۍ کلتور پوهنه ٣٠ مه پاڼه . د کلتور پوهني يوه بله ځانگړتيا دا ده چي د ځانگړو او ارزښتمنو اتنو گرافکي مفاهيمو د توضح لپاره يې د يوشمير سترو ليکوالو هغه ويناوي را يادي کړيدي چي له يوې خوا د عامو منل شويو احکامو په څير د اولسونو منځ ته رسيدلي دي او له بله پلوه يې هغه اتنو گرافيکي افادې چي موخه ټاکل شوې وې ، په خورا ښکلې توگه د پوهيدو وړ گرځولي دي . د معاشرت په تړاو هغه وينا چي د گويته له خولې راوتې ده يوه ښه بيلگه کيدای شي : گويته وايې چي : معاشرت هغه هينداره ده چي هرڅوک خپله اصلي څيره پکي څرگندوي . د لوڅي سنيکا هغه وينا چي وايې : کمال او بشپړتيا درې لاري چاري لري ؛ تفکر : تر ټولو نجيبه او سپېڅلې لار ده ؛ تجربه : تر ټولو گرانه لار ؛ تمثيل او پېسې : تر ټولو اسانه او زړه راکښونکې لاره ده ؛ د امرسون هغه وينا چي هر انسان چي زه وينم او ماسره مخامخ کيږي که په کوم ډول تر ما غوره والۍ ولري ، سمدستي ځان اړ گڼم چي يو څه ترې زده کړم ؛ دا د نړۍ د سترو ليکوالو هغه مقولې دي چي اولسونو ته رسيدلي او منل شوي دي ، خو په دې اثر کي د يوې مقولې په توگه نه بلکي د يوه اتنوگرافيکي اصل په توگه کارول شويدي چي په هغو کي هم د شخصيت کلتور افاده شوئ او هم په اسانئ د پوهيدو وړ گرځول شويدۍ . ښايې چي د کلتور پوهني اثر د هر اړ خيزي څيړني او پيژندني لپاره دا څو کرښي بس نه وي ، خو د ليکني د لنډوالي په هيله زما له انده ورستۍ دوې درې جملې ليکم چي : د کلتور پوهني اثر په پښتو ژبه کي د کلتور په اړه د ژباړل شويو اثارو هغه بيلگه ده چي د کلتور پوهني لپاره د نړيوالو معيارونو سره پر تله کيدای شي ؛ د کلتور پوهني په چارو کي د بوختو پوهانو او ښوونکو لپاره گټور مرستيال درسي کتاب دۍ ، او د هغو اړتياو د پوره کولو لپاره هم ارزښتمن دئ چي د دې څانگي پلويان ورسره مخامخ وه او يا ورسره مخامخ دي . په پای کي د لطيف بهاند ځيرتيا او درک د ستايني وړ دۍ چي د داسي گټور کتاب ژباړي ته يې پام شو او د ژباړني ربړ يې وگالئ . دا اړينه گڼم چي د قلم ټولني مشر تابه او اړوندانو ته يې د درنښت او ستايني هيلي څرگندي کړم چي د هيواد ديوه هڅاند ادبپوه او ليکوال کار او هڅو ته يې پام اړولۍ او د هغه د کار او هڅو ارزيابۍ ته يې زمينه برابره کړيده . په درنښت پوهنوال رسول باوري د ٢٠٠٦ زيږد کال د سپتامبر مياشت اسن -- هلند باندنۍ تړنې د ښاغلي لطيف بهاند علمي، فرهنگي او څيړنيزو فعاليتونو ته ځانگړې شوې پاڼه. د وبلاگ چلوونکی: الهام عمر هوتکی په ويکي شعرونه کې د لطيف بهاند شعرونه پښتانه شاعران |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%DB%90%D9%BC%20%D9%86%D9%8A%DA%A9%D9%87 | بېټ نيکه | بېټ نيکه زوکړه - مړینه د افغانستان يو پخوانی پښتو ژبی نامتو شاعر، ملي، ټولنيز او ديني شخصيت وو. مخينه بېټ نيکه چې د بېټني او بټن په نومونو هم ياد شوی، د پښتنو يو ستر او نوميالی نيکه تېر شوی چې د پښتانه شعراء د لومړي ټوک په ۴۵ مخ کې د دغه لوی نيکه په اړه داسې ليکل شوي دي: د پښتنو د علم الانساب پوهانو او هغو مورخينو چې اسماالرجال يې ليکلي دي، شېخ بېټنی د پښتو د ډېرو طايفو لوی نيکه بللی دی، او وايي چې دا بېټنی د غرغښت او سړبن ورور وو او پخپله د پښتنو ملي عنعنات هم د دې تصديق کوي. خو په مورخينو کې لومړی د دې ملي عنني تصديق ابوالفضل د گورگاني پاچا اکبر د عصر مورخ کړې، چې د پښتنو دغه درې پلاره مشهور دي مگر ددې نيکه نوم مورخينو مختلف راوړي، ځينې يې بېټ او ځينې يې بېټنی او ځينې يې بټن ليکي. نعمت الله هروي او خان جهان لودي هم په مخزن افغاني کې د شېخ بېټني اولاد او د دې قوم مشاهير او اولياء بشپړ راوړي. څنگه چې آيين اکبري په ۱۰۰۶ هـ او مخزن په ۱۰۱۸ هـ کې ليکل شوی، نو دا ويلای شو چې د پښتنو د ملي دودونو او د رجالو د تاريخ لومړی ليکونکی هم دوی دي. نعمت الله په دې لړيو کې مجمع الانساب او اخباری احمدي کتابو ته هم حواله ورکوي، چې تر ده دمخه ليکل شوي او د پښتنو د انسابو ذکر يې کړی دی. په دې کې اخوند دروېزه ننگرهاری هم چې تر ۱۰۴۸ هـ پورې ژوندی وو هم د پښتنو انساب راوړی دی دغو ټولو مورخينو د شېخ بېټني ذکر پوره يا څېرمه ييز ضمني کړی دی. د بېټ نيکه په اړه په پښتنو کې يو متل هم دود دی چې داسې دی. چې خدای يې ورکوي، بټن يې يار شي دغه متل پخپله د بېټ نيکه د سخاوت او پېرزوينې هغه کيسه راڅرگندوي چې هغه خپل زوی اسماعيل سړبنی خپل ورور سړبني ته ورکړ. خو تر دغو ټولو يو پخوانی او زوړ اثر، چې د شېخ بېټني يادونه او شعرونه پکې راغلي دي، هغه د سلېمان ماکو د بارک خان د زوی تذکرة الاولياء ده چې تر ۶۱۲ سپوږميز لېږدي کاله وروسته ليکل شوې ده. د دغه کتاب هغه څو پاڼې چې شته، د شېخ بېټني يادونه داسې پکې شوی ده: نقل هسې کاندي يارانو چې په روزگار د شېخ بېټني کې د ده ورور چې سړبن نومېده، او پر شېخ بېټني هم خورا گران و؛ سړبن نه درلود زامن، او هر کله به يې ويل خپل ورور ته؛ بيټنی خپل زوی اسماعيل ورکاوه او لوی سو د سړبن په کاله، خدای مهربان د اسماعيل په برکت سړبن ته نصيب کړه، دومره زامن چې اوس تر وس تېر شو گڼون د هغو؛ د اسماعيل مرقد واقع دی د کسې پر غره چې زه هلته تللی وم له دې روايته ښه ښکارېږي چې په پخوانو پښتنو کې د شېخ بېټني کرامات مشهور وو او د دې کتاب ليکونکی لکه چې پخپله وايي د کسې غره ته تللی او د دغه اسماعيل زيارت يې کړی دی. د سلېمان ماکو دغه روايت نعمت الله کټ مټ په مخزن کې تاييد کوي او داسې ليکي: نقل است سړبنی برادر کلان بتنی مفلس بود، و از هېچ چيز دستگاهی نداشت، باوجود آن از سعادت فرزند هم محروم بود. روزې سړبنی به خانه برادر خود که شېخ بټنی باشد آمده عرض کرد که ای برادر! دعای تو در باب جميع خلايق مستجاب الدعوات است، در باب من توجه نمی فرمايي، که در طلب فرزند و فراخي معاش کوشش بسيار دارم. حضرت شېخ بېټ فرمود که يک پسر مرا ببر و پرورش نما، که بقدم او هم دهم اسباط، و مال و منال و مواشي که لوازم دولت است ميسر آيد. آخرالامر شيخ پسر خود اسماعيل را ببرادر خود سربنی داد، و سربني برادر زاده خود را به خانه آورده پرورش مې نمود، از برکت قدم او دولت و اولاد چندان بظهور آمد که تا قيام قيامت کم نخواهد شد. چون اسماعيل بسن رشد رسيد از رياضات شاقه بمراتب ولايت رسيد و از اين شيخ اسماعيل که مقبره و گنبد ايشان بر کوه سليمان واقع است همان شيخ اسماعيل سړبنی پسر بېټ است... په دې ډول د سلېمان ماکو قول که څه هم تر نعمت الله ۴۰۰ کاله دمخه دی، مگر يو د بل سره پوره تړاو او نږدېوالی لري او دا ښکاره کوي چې تر اتم هجري کاله هم د شېخ بېټني لوی نيکه په اړه پښتو معنعن کلک او مستند روايات درلوده چې له هغو څخه په دغو دوو کتابونو کې لږ پاتې دي. په خواشینۍ سره چې د شېخ بېټ نيکه نور احوال مونږ ته نه دی پاتې، او نه د هغه د ژوند مهال مورخونو تصريح کړي دي. يوازې له دغو څینو مورخونو څخه يې دا هم ليکي، چې د غور د پاچاهانو معاصر وو او د غور د مشهورې کورنۍ څخه شاه حسين نومی د ده په کور کې و، نو په دې حساب که بېټ نيکه له يوه سره د لومړيو غوري مشرانو معاصر وي، نو د هغه د ژوند وخت موږ له ۳۰۰ سپوږميز لېږدي کاله تر ۴۰۰ س ل کاله پورې تخمينولای شو. سلېمان ماکو په خپله تذکرة الاوليا کې د بېټ نيکه له خولې يو شعر هم رانقل کړی دی چې د پښتو ژبې د ادب په تاريخ کې خورا مهم گڼل شوی دی. سلېمان ماکو د هغه شعر داسې يادوي: نقل کاندي چې شېخ بېټنی سپين ږيری شو نو ده به هر کله څېښتن ستايه او رب ته به يې درخواست کاوه چې زما کهول او د سړبن او غرغښت په کهول کې برکت کښېږده، بادار قبول کړ د ده درخواست او ډکه شوه ځمکه د پښتونخوا. دده په هکله نقل کاوه شي چې حضرت شېخ بېټني به ډېره ډېره دا سندرې لولولې او د کسې غره کې به گرځېده په شپې او بيا نو د بېټ نيکه هغه شعر داسې راوړي: که د بېټ نيکه دغه لوړ شعر د آريايانو د زاړه کتاب رېگويدا سره پرتله کړای شي نو دا به ښکاره شي چې دا شعر د فکر او مضمون له مخې لرغونيو آريايي افکارو ته ډېر ورته دی. د ريگويدا يو مناجات داسې دی: لوی خدای د ژوندون واکمن دی، مالک الملک دی، دی ښاغلې کورنۍ وگړو ته ورکوي، خدايه موږ ستا مريي يو، بې اولاده بې ښېگڼې مو مه وژنې. د بېټ نيکه په هکله دا پورتنۍ ليکنه د ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا د کتاب د افغانستان نوميالي نه اخيستل شوې. پايڅوړ پښتانه شاعران د افغانستان نوميالي پښتانه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%BE%D9%8A%D9%86%20%D8%AA%DA%BC%DB%8C | سپين تڼی | سپين تڼی په انگرېزي: د بي بي سي د پښتو څانگې يو وياند او خبريال دی. هغه د خپل خوږ غږ او زړه راښکونکي گړدود له امله په افغانانو کې گڼ شمېر مينه وال او مننونکي لري. سپين تڼی د وياندۍ او د راډيويي خپرونو د وړاندې کولو تر څنگ په شاعرۍ کې هم لاس لري او يو شمېر شعرونه يې د رسنيو لخوا خپاره شوي هم دي. مخينه سپين تڼی د پکتيا د تڼيو په ولسوالۍ کې زېږېدلی. زده کړې دندې د بي بي سي راډيو خبريالان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%D9%85%DB%90%D8%B1%D9%86%DB%8C | شمېرنی | شمېرنی څنگه کارکوي؟ د نه څه پلاس راځي ؟ جوته خبر ده چې پلاس راځي. اودانوڅنگه پوهېدی شو؟ داسې چې ! لومړی ستاسوسترگې په دې شمېرو لږېږي اوداشمېرې ويني. بيا ېې مغزته سگنال يا پامغږی لېږي . بياستاسومغز له ځان سره د شمېرو بڼه يا انځور ېې اخلي يا جوړوي ېې او ستاسوله يادښت څخه ېې ځواب روښانه راباسي . نو مغزبېرته ځواب د پامغږي له کبله ستاسوترخولې رسوي چې بيا تاسو دا څرگندسوال دڅرگندځواب په بڼه کې ليکۍ يا هم ېې واياست. يوشمېرنی هم همدارنگه مونږ ته دحساب سوالونه ځوابوي. دشمېرني يا دحساب ماشين مغز ديو ې نرۍ سليکون ټوټې نه جوړشوی دی چې ورته چېپ وايي. سليکون يوڅيزياماده ده چې له ځان سره برېښناوړلئ شي. په زرگونو برېښنايي تڼۍ يا سويچونه په ډېروکوچني کوچني مزوياسيمونودچېپ په مځکې پورې نښتي وي. دامزي برېښنايي څرخ راپيداکوي چې ورته انگرېزي کې انټيگرېټډسرکټ وايي. کله چې مونږغواړو چې په شمېرني کې واچؤو نوپکارده چې لومړی شمېرنی ولگوؤ او بيا شمېريزه تڼۍ وټوکو. دې سره چېپ مونږ ته ټوکېدلې شمېره دبرېښنايي سگنالونو په بڼه ژباړي چې مونږڅرگنده پرې پوهېدی شو . چېپ بيا درېيمه شمېره له ځان سره په ځان کې خوندي کوي . او په هغه ځای کې ېې ساتي په کوم ځای باندې چې شمېرې تېرېږي راتېرېږي . داکار بيا دهغو مزو سيمونو په وجه کېږي او هره شمېره يا پيغام له شمېرښودځای سره نښلوي . شمېرښودځای هاغه ځای ته وايي په کوم کې چې شمېرې مونږ ته له يوې مستطيل شکله ښيښې نه په نښه کړي ځای نه راښکاره کوي او مونږ ېې ليدلی شو.نو دا درېيمه شمېره هم همداسې هله وينو کله چې د يوې نوې شمېرې پامنغږيسگنال ډسپلې يا بياراښودځای ته ورځي . بيا نو مونږدې سره دجمې نښه ټوکوچېرته چې زمونږدا ټوکل شوی پيغام يا سوال د برېښنايي پامغږوسگنالونو په بڼه مونږ ته راژباړي اوداغوښتلی سوال په يوبېل ځای کې خوندي کوي. دې پسې د پنځمې شمېرې په تڼۍ ورټوکو ،همدې کار نه وروسته چېپ درېيمه شمېره له خپل ساتنځي نه خوځوي او بيا ېې په بل ځای کې سره خوندي کوي . دلته بيا پنځمه شمېره د نوې شمېرې په ډول ښودنځای کې راښکاري . اوس نو وار ددې راځي چې ددې شمېرو د ټوکلو پايله راوباسو چې څه راښيي. چې غواړو په پايلې پوه شو نو په شمېرني کې د مساوي يا يومخيزه نښه ټوکو. لدې سره چېپ پوهېږي چې اوس نو د پايلې راوېستواو د پرابلم ختمولو وار دی. په خپله شمېرني کې ډېرپړاؤونه په چټکۍ تېرېږي راتېرېږي اوځي راځي . نو درېيمه او پنځمه شمېره چېپ له ځان سره را اخلي او د پيغام د ورکړې امر چې شوی وي ينې د جمې امر مو ورکړی وو، چې راپيدا ېې کړي. د جمې د پيدا کولوسره همدا امرد شمېرو سره يوځای په رټه ايز په نښه شوي توگه خوندي ځای ته سپاري چېرته چې سره گډکېږي يا جمه کېږي . د شمېرني لارښودی پروگرام د درې جمه پنځه مساوي د اتو مونږ ته ځواب ياپايله راښيي. همدلته بيا اتمه شمېره يا عدد په ښودنځای کې راڅرگندېږي . اوس نو پرابلم حل دی |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%D9%88%DA%81%D9%86%D8%AF%DA%A9%DB%90 | خوځندکې | خوځندکې یا حشرات د ارتروپاډز له ډلې څخه دي دوی د ډېرو کلکو باندېنيؤ هډوانې لرونکي وي ، د درېگونو برخو بدن وال . سر، ټټر، او نس. درې جوړو نښتو پښو برسېره ، نښتي نژدې سترگې او د دوؤ انتنونو لرونکي وي . دوی تر ټولو د توپيرلرونکيو ژوؤ له کتاره په نړئ کې شمېرل کېږي همدارنگه د ۳۰ په شاوخوا کې د نوټوپټيرا، د۳۵ په شاوخوا کې زوراپټيرا، د ۱۵۰ په شاوخوا کې سنېکفلای ، د ۲۰۰ په شاوخوا کې سلورفش ، ۳۰۰ په شاوخوا کې آلډرفلای ، ۳۰۰ په شاوخوا کې وېبسپنر ، د ۳۵۰ په شاوخوا کې جمپنگ برسټليټل ، ۵۵۰ په شاوخوا کې سکارپيونفلا ی ، ۶۰۰ په شاوخوا کې سټريپسيپټيرا ، د ۱۲۰۰ شاوخوا کې کېډسفلای ، د ۱۷۰۰ شاوخوا سټونيفلای ، د ۱۸۰۰ شاوخوا اييروېگ ، د ۲۰۰۰ شاوخوا فلي، د ۲۲۰۰ شاوخوا منټيس ، د ۲۵۰۰ شاوخوا مېفلای ، د ۳۰۰۰ شاوخوا سپگې، د ۳۰۰۰ شاوخوا واکنگ سټک ، د ۴۰۰۰ شاوخوا اوخۍ ، د ۴۰۰۰ شاوخوا لېسوېنگ د ۴۰۰۰ شاوخوا ټرمايټ ، د ۵۰۰۰ شاوخوا ډرېگنفلای ، د ۵۰۰۰ شاوخوا تريپس،۵۵۰۰۰ بوکلوس، ۲۰۰۰۰ شاوخوا کرېکټ، گراسهوپر، او لوکاسټ ، ۸۲۰۰۰ ريښتياني ماشي، ۱۱۰۰۰۰ مېږيان، غومبوسې ، ساوفلای، او وېسپ. ۱۲۰۰۰۰ ريښتياني الوتوکي مچان ، ۱۷۰۰۰۰ پتنگان، کوکڼې، او ماتد، او ۳۶۰۰۰۰ بيټل ذاته ژواندي، تر خپلې نېټې رابرسېره شوي دي. څه شمېر ورک ژواندي تقربآ تر شپږو يا لسو میلیونو شاوخوا اټکل شوي دي . او لدې اړخه د يو ميلیون څخه زیاتو ژواندو تشریح بې له هغې شوې ده . خزدکې د ژونديؤ ژواندؤ له نيم نه زيات اړخ جوړوي ، او پّ گړندۍ توگه د ۹۰ څخه زیات په سلنه کې د ژوند په مختلفو پړاوونو کې استازيتوب کوي . خزدکې په هر ځای او هر چاپېريال کې موندل کېږي. که څه هم ډېر لږ ېې د سمندر غاړو ته موندل کېږي چېرته چې د نورو آرتروپاډونو د گروپونو برلاسی ځای وي د کروسټاسين په شکل. . د خزدکو د ژوند پړاؤ تر ډېره توپير لري ، خو ډېری د هگيو له لارې وده کوي د خزدکو وده د الاستيکه هډوانې په رابرسېره کېدو سره رامنځته کېږي. او هم د راز رازو کروزونو د پوستکي څخه راوتلو له لارې راولاړېږي . د هغوی د اومه پړاؤ له پخو د هغه څخه په بڼه کې توپير لري. همدارنگه په عاداتو او اوسېدنځایونو کې سره توپير لري او کولای شي چې د خزدکو د بشپړتابه غیر فعاله بهیر ورسره مل وي. په همغو گروپونو کې د بشپړتابه پړاؤ يا بهیر روانېږي . هغه خزدکي چې د دغو بهیرونو څخه په شا پاتې کېږي يا نا بشپړه پاتې کېږي هغو د پيوپال د بشپړتابه د مرحلې بهیر کې پاتې راځي او همدارنگه د پوخواله له پړاؤ څخه چې څه د لومړنيو رامنځته کېدو مرحلې بلل کېږي. د شپږپښو وال تر ټولو د اوچت پړاؤ بهیر لا پورې نامالومه دی . د لرغوني پېر پاتې شوني خزدکې په ډېر غټ غټ اندازه کې موندل شوي دي. لدې جملې څخه دغبرگو ښامارانو چې د وزرو اندازه ېې ۵۵ څخه تر ۷۰ سانتي ميټره ۲۲ــ ۲۸ انچ پورې ياد شوي دي. تر ټولو بېلابېلو د خزدکو گروپونه د گلانو او بوټو پر سر د راټوکېدلو باندې اخته وي. سرچینې خوځندکې |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%82%D8%B1%D8%A2%D9%86%20%DA%A9%D8%B1%DB%8C%D9%85 | قرآن کریم | قرآن كريم يا قرآن مجيد يا قرآن عظيم د مسلمانانو سپېڅلې كتاب دى، چې د څښتن تعالى له لورې په گران نبي آخرزمان صلى الله عليه وسلم باندې د جبرييل امين عليه السلام په واسطه په عربي ژبه لفظ اومعنى سره، په تواتر سره منقول د ۲۳ كلونو په موده كې د ټول بشريت د لارښوونې لپاره رانازل شوې دى. او دا قرآن يوه لويه معجزه ده، چې د قيامت تر ورځې پورې به د رسول الله صلى الله عليه وسلم په استازيتوب او رسالت باندې گواهي وركوي. ټولې كفري نړۍ ته چلېنج وركوي، كه هغه انسان وي، كه شيطان يا پېرې ترڅو ددې په څېر يو بل كتاب راوړي، او يا هم د يوه سورت په څېر كوم څه راوړي. مگر دوي لدې څخه هم عاجزه پاتې شول. ځښتن تعالى دوي ته وخت پروخت چلېنجونه وركړي ترڅو پدوي روښانه كړي چې دوي دا كار نشي كولاى. د الاسراء په سورت كې داسې فرمايي: ژباړه: او ووايه اى پېغمبره كه چېرې انسانان او پېريان سره راټول شي، ترڅو ددې قرآن په څېر راوړي، نو دوي به ونكړاى شي كه څه هم يو له بل سره مرسته وكړي د قرآن كريم د نازلېدو شان ته وحې وايي. په قرآن كريم كې تر نن ورځې پورې د الله په فضل او ساتنې سره كومه لاسوهنه كمښت يا ډېرښت ندې شوې. دا د نړۍ لومړې لرغونې كتاب دى، چې د انساني لاسونو څخه خوندي پاتې شوې او د قيامت تر ورځې پورې به د څښتن تعالى په ساتنه خوندي وي. په نړۍ كې په ورځني دول په مليونونو ټوكه چاپېدونكي الهي كتاب كې تر نن ورځې پورې كوم بدلون نه دى راغلى. ددې ټولو چاپكېدونكو كتابونو متن يو شان وي. قرآن يواځينې كتاب دى، چې په نړۍ كې يې په مليونونو حافظان شته داسې كسان چې په يادو يې زده كړې دى. قرآن كريم د نورو الهي كتابونو لكه تورات، زبور او انجيل ذكر شته كوم چې په پخوانيو نبيانو او رسولانو نازل شوي ول. د قرآن مانا د قرآن د كليمې په مانا كې د اسلامپوهانو ترمنځ لږ څه اختلاف دى، او دا اختلاف هم نه د قرآن په لفظ كې دى، او نه هم د هغې په مانا كې، بلكه دا اختلاف د قرآن په اشتقاق، او جوړښت كې چې آيا مهموز دى يا كه غير مهموز او يا هم د جوړښت لمخې مصدر دى، كه صفت. اوس به راشو د ځينو اسلامي پوهانو رايو ته چې قرآن يې څرنگه اشتقاق كړې: هغه څوك چې وايي قرآن مهموز دى، د ا ډله علما په دوه څانگو وېشل كېږي: لومړۍ ډله وايي چې قرآن: د قرا مصدر دى، چې د لوستلو تلا په مانا راځي، لكه الرجحان او الغفران. نو لدې څخه يې د مصدر مانا واخيستل شوه، او د تسميه المفعول بالمصدر د باب لمخې د څښتن تعالى د كلام لپاره نوم وگرځېد، او ددې خبرې لپاره چې قرآن د مصدر په توگه دى، او مانا يې: په سپېڅلي كتاب كې لوستنه، او د قرآن مانا د لوستل شوي، په ډېرښت سره يا ډېر زيات تلاوت كېدونكې. لكه څرنگه چې څښتن تعالى فرمايي: ژباړه: ان علينا جمعه و قرآنه، فاذا قراناه فاتبع قرانه. نزول د قرآن كريم نزول په دوه ډوله دې: د لوح محفوظ څخه د نړۍ اسمان ته. د نړۍ له اسمان څخه نبي عليه السلام ته. لوح محفوظ څخه د نړۍ اسمان ته د قرآن كريم نزول د لوح محفوظ څخه بيت العزه ته چې د نړۍ اسمان كې دى، په يوه وار سره. او آيا دا نزول د نبي عليه السلام د رسالت څخه مخې ؤ كه وروسته؟ پدې د علماؤ دوه راى دي، چې لدې ډلې څخه لومړنۍ يې موثقه ښكاري، او لاندې اثار پرې دلالت كوي، لكه د قرآن كريم نازلېدل په يوه ځل له لوح محفوظ څخه د نړۍ اسمان ته د روژې مياشتې د قدر په شپه كې. دليل: د قدر د سورت لومړنې ايت: ژباړه: بېشكه چې موږ دا قرآن د قدر په شپه نازل كړ. سورت القدر نړۍ له اسمان څخه نبي عليه السلام ته د نړۍ له اسمان څخه په نبي عليه السلام د وحې نزول د جبرييل عليه السلام په واسطه د اړتيا په وخت، د غوښتنې سره سم، د غوښتنې په اندازه، د خلكو د غوښتنواو د پېښو په رامنځته كېدو سره به كېده. د وحې د نزول په موده كې اسلامپوهان لږ څخه اختلاف لري: ځينې وايي، چې د وحې د نزول موده ۲۰ كاله وه، ځينې وايي چې ۲۳ كاله وه، او ځينې وايي چې ۲۵ كاله وه. او ددې اختلاف اصلي وجه دا ده، چې نبي عليه السلام په مكه معظمه كې څو كاله تېر كړي، څوك وايي چې ۱۰ كاله، څوك وايي ۱۳ او ځينې وايي چې ۱۵ كاله. خو لدې ټولو څخه هماغه منځنۍ لار سهي ده، چې قرآن كريم پكې رانازل شوي، او هغه د ۲۳ كلو موده ده. د نزول كره او سمه موده كه چېرې پدې اړه لږ څه تاريخي حقاېقو ته پام وكړو، نو دا خبره به په زبات ورسي، چې د قرآن كريم د نزول بشپړه موده ۲۲ كاله، ۶ مياشتې او ۱۵ ورځې تقريبا. او هغه پدې حساب، چې محمد صلی الله عليه وسلم په د خپلې زوكړې په ۴۰تم كال په رسالت وگومارل شو. او دا وخت د ربېع الاول د مياشتې ۱۲مه نېټه وه. او په تحقيق سره نبي عليه السلام ته د وحې پېل په رېښتوني خوب الرؤيا الصادقه كې پېل شوې وه، او دا د روژې د مياشتې ۱۷مه نېټه وه. او دا هغه ورځ وه، چې د نبي عليه السلام په سينه د د قرآن لومړې ايت رانازل شو، او هغه د اقراء كلمه وه. دا ټوله موده ۶ مياشتې او ۵ ورځې كېږي. او د قرآن وروستې ايت چې رانازل شو، هغه د بقرې ۲۸۱يم آيت دى چې په لاندې ډول دى: واتقوا يوما ترجعون فيه الى الله ثم توفى كل نفس ما كسبت و هم لايظلمون البقره- ۲۸۱ آيت او داسې روايتونه شته چې دا آيت د نبي عليه السلام له مړينې څخه ۹ورځې مخكې نازل شوې ؤ، ځينې وايي، چې ۱۱ ورځې مخكې، ځينې ۲۱ ورځې ښايي. كه چېرې لدې ډلې څخه موږ منځنې عدد ونيسو، نو هغه موده چې وحې پكې نده نازله شوې، ۶ مياشتې او ۱۶ ورځې څخه عبارت ده. نو د نبي عليه السلام ټول عمر ۶۳ كاله ، ځكه هغه صلى الله عليه وسلم د هجرت په ۱۱سم كال، د ربېع الاول په ۱۲مه نېټه ومړ. پدې خبره ټول جمهور علماء سره يو دي. نو د نبي عليه السلام د رسالت موده ۲۳ كاله كېږي، كه چېرې لدې كلونو څخه موږ ۶ مياشتې او ۱۶ ورځې كمې كړو، نو ۲۲ كاله، ۵ مياشتې او ۱۴ ورځې به راپاتې شي. سپېڅلتيا ده هغه ذات لره، چې موږ ته يې ددې كارلارښوونه وكړه، او موږ نشول كولاى چې سمه لار پېدا كړو، كه چېرې هغه موږ ته نه واى راښودلى. لومړې او وروستې نزول د قرآن كريم د لومړي آيت يا سورت د نزول په اړه ا ويا هم د وروستي ايت يا سورت د نزول په اړه كوم حديث له نبي عليه السلام څخه ندې روايت شوې، مگر ځينې اصحابو او تابعينو څخه روايتونه شوي چې پدې اړده د عقل لپاره هېڅ مجال نشته، مگر لومړيتوب وركول په دلاېلو سره. لومړې نزول پدې اړ هم مختلفې راى دي، چې هره يوه به يې په لنډ ډول ذكر كړو: د قرآن كريم لومړنۍ ايتونه چې نازل شوي، هغه د سورت العلق لومړني ۵ آيتونه دي چې په لاندې ډول دي: اقراء باسم ربك الذي خلق، خلق الانسان من علق، اقراء وربك الاكرم، الذي علم بالقلم، علم الانسان ما لم يعلم سورت العلق ۱-۵. دارنگه حاكم په خپل مستدرك او بهيقي په دلائل النبوه كې له عائشې رضي الله عنها څخه روايت كړې، چې هغې فرمايلي دي: لومړې سورت چې د قرآن كريم رانازل شو، هغه د اقراء باسم ربك ؤ، او د هغې مقصد له سورت څخه همدا لومړني ۵ ايتونه وه، او نور ايتونه خو بيا وروسته نازل شول. جابر بن عبدالله اوابي سلمه بن عبدالرحمن بن عوف پدې گروهه دي، چې د لومړي ځل لپاره چې د يا ايها المدثر څخه تر وارجز فاهجر پورې آيتونه رانازل شو. امام زمخشري په الكشاف كې راوړي چې لومړۍ وحې د الفاتحه سورت ؤ، مگر حافظ ابن حجر دده دا خبره ردوي، چې گنې لومړنۍ وحې د الفاتحې سورت ؤ، ځكه يوه لږه اندازه د لږو علماؤ پدې اتفاق دې چې دا سورت لومړۍ وحې ده. ځينې علماء وايي چې بسم الله الرحمن الرحيم لومړۍ نازله شوې ده. په اخر كې بايد يادونه وكړو چې پدې ټولو اقوالو كې هماغه لومړنې قول سم او مدلل دى، ځكه چې د عائشې رضي الله عنها حديث پدې دلالت كوي، چې لومړۍ وحې د العلق لومړني ۵ ايتونه دي. وروستې نزول پدې اړه داسې كوم نبوي حديث نشته، بلكه ځينې اقوال دي، چې د صحابه ؤ او تابعينو څخه روايت شوي دي. يو صحابي يا تابعي له يو ايت څخه دې پايلې ته رسېدلې، چې دا وروستې ايت يا سورت دى، بل صحابي بل ايت يا سورت ښودلې. موږ به په لنډ ډول سره ټول ذكر كړو: وروستې ايت چې د قرآن كريم څخه نازل شو هغه د بقرې ۲۸۱ آيت دى. او ددې خبرې دليل دا دى: نسايي د عكرمه له لارې او هغه يې د ابن عباس څخه روايت كوي، چې هغه رضي الله عنه فرمايي: وروستې څه چې د قرآن كريم څخه نازل شو هغه د واتقوا يوما ترجعون فيه الى الله.... البقرې سورت ۲۸۱ ايت. دارنگه له ابن مردوديه د سعيد بن جبير او هغه له ابن عباس رضي الله په سند سره روايت كوي، چې هغه فرمايي: وروستې ايت چې د قرآن نازل شو، هغه د واتقوا يوما ترجعون فيه الى الله.... البقرې سورت ۲۸۱ ايت. وروستې ايت چې د قرآن كريم څخه نازل شو، د بقرې دا ايت دى يا ايها الذين امنو اتقوا الله وذروا ما بقي من الربا ان كنتم مؤمنيند بقرې سورت. ځينې وايي چې د قرآن وروستې نزول د ايه الدين ايت دى، الله تعالى پدې ايت كې داسې فرمايي: يا ايها الذين امنو اذا تداينتم بدين الى اجل مسمى فاكتبوه...... د بقرې ۲۸۲ ايت. ځيني وايي چې د اذا جاء نصرالله والفتح .... وروستنې سورت دى چې نازل شوې دى. خو پدې ټولو كې هماغه د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت كړاى شوې حديث صحيح دى. او د بقرې ۲۸۱ ايت وروستنې ايت دى، چې نازل شوې. ځينې پوهان پدې خطا كې واقع شوي، چې د اليوم اكملت لكم دينكم، و اتممت عليكم نعمي، و رضيت لكم الاسلام دينا د المائدې سورت ۳ ايت وروستنې ايت دى. حال دا چې پدې ايت كې الله تعالى د دين د بشپړوالي فرمايلي دي، نه د وحې د بشپړتيا. او دا ايت د حجه الوداع چې د جمعې او عرفې له ورځې سره برابره وه نازل شو، نو ځينې پوهان لدې څخه دې پايلې ته رسي چې د دين بشپړتيا نه پوره كېږي، مگر د قرآن د وحې په بشپړتيا سره. مگر رښتيا خبره خو دا ده، چې ددوي دا گوما غلط دى، ځكه داسې كوم موثق عالم نشته چې هغه پدې گومان وي چې د قرآن وروستنۍ وحې د اليوم اكملت لكم دينكم ايت دى. لاكن په حقيقت كې د واتقوا يوما ... ايت د اليوم اكملت لكم دينكم.... له ايت څخه دوه مياشتې وروسته نازل شوې. لكه څرنگه چې ابن ابي حاتم روايت كوي چې: ددې ايت نزول د نبي عليه السلام د مړينې څخه ۹ ورځې مخكې شوې. ابواب او وېش قرآن كريم يو ستر الهي كتاب دى، چې ددې كتاب ترتيب او برابرښت رسول الله صلى الله علي وسلم خپل پېر كې دا لارښوونه كړې چې كوم آيت په كوم سورت كې كېښودل شي، او كوم سورت له كوم سورت څخه مخكې يا وروسته كېښودل شي. د رسول الله صلى الله عليه وسلم په پېر كې ډېر زيات حافظان ول. دارنگه به محمد صلی الله عليه وسلم پخپله هم د شعبان او روژې په مباركو مياشتو كې د قرآن عظيم الشان څو څو واره تلاوت كاوه او ټول به يې ختمولو. نو لدې څخه ښكاري چې دا ختمونه او تلاوت بې له كوم ترتېب او سمون څخه نه شي كېداى. نو په همدې ترتيب سره قرآن كريم د ابوبكر صديق رضي الله عنه په پېركې راټول كړاى شو. د قرآن اريانتيا پدې كې ده چې تر نن ورځې پورې پدې الهي كتاب كې كوم بدلون ندې راغلې. د لومړۍ هجري پېړۍ كوم ليكلې قرآن چې د تركيي په نندارتون توپ كاپي كې خوندي دى، يا د ايران په مشهد ښار كې د امام علي رضا د روضې په نندارتون كې خوندې دى. د قرآن كريم پدې قلمي لاسي نسخو كې چې په كوفي ليك ليكل شوي، او د نن ورځې قرآن كريم ونو كې هېڅ كوم توپير نه ليدل كېږي. د قرآن كريم وېش په ۱۴ سجدو، ۳۰ اجزاؤ سېپارو چې پاره د پارسي ژبې پاره جمع ده او په عربي كې ورته جز او پښتو كې ورته ټوټه وايي وېشل شوې، ۱۱۴ سورتونه دي، چې هر سورت په بسم الله الرحمن الرحيم سره پېل كېږي. يواځې د التوبه سورت چې د بسم الله څخه پرته پېل كېږي. د قرآن كريم لومړنې سورت د فاتحې سورت دى، او د الناس سورت اخيرنې سورت دى. د بقرې سورت له ټولو څخه لوى او ستر سورت دى، چې ۲۸۶ آيتونه لري، او د الكوثر سورت له ټولو څخه كوشنې سورت دى، چې يواځې ۳ آيتونه لري. دارنگه ۵۴۰ ركوع، ۸۶۳۰ كلېمې، ۳۳۳۷۶۰ حرفه او ۶۶۶۶ آيتونه دي. قرآن كريم د تلاوت لپاره په ۷ منزلونو وېشل شوې. ددې وېش فلسفه دا ده چې په ورځني ډول سره څوك يو منزل تلاوت كړي، نو په اوونۍ كې به ټول قرآن تلاوت وشي. دارنگه د ۳۰ پارو هم همدا رول دى، كه چېرې څوك په ورځني ډول يوه پاره تلاوت كړي، نو په مياشت كې به يو ځل قرآن كريم ختم كړي. ترتېب قرآن كريم دوه ترتيبه لري، چې په لاندې ډول دي: نزولي ترتيب د لوستو تلاوت ترتيب نزولي ترتيب: هغه دى، چې كله به د څښتن تعالى له لورې پر محمد صلی الله عليه وسلم باندې وحې راغله، نو هغه به يې سمدلاسه نورو صحابه ؤ ته ور واوروله چې له هېرېدو څخه يې مخنيوې وشي. د قرآن كريم او نورو اسماني كتابونو همدا توپېر هم د يادولو وړ دى چې هغه ټول په يوه وار رانازل شوي، او قرآن كريم يواځينې الهي كتاب دى، چې د اړتيا او غوښتنې په اندازه به په نبي عليه السلام باندې رانازلېده. په نزولي ترتيب كې د العلق لومړني ۵ ايتونه رانازل شوي، او د بقرې ۲۸۱ ايت چې د واتقوا يوما ترجعون فيه الى الله...... تر آخر پورې هغه آيت دى، چې له ټولو څخه وروسته نازل شوې دى. د لوستو ترتېب هغه دې چې كله نن سبا يې موږ د قرآن كريم د سپېڅلي كتاب په بڼه گورو، او ورځني ژوند كې يې تلاوت كوو. دا بڼه يې د تلاوت يا لوستو ترتيب دى. د قرآن ليكل د نبي عليه السلام په پېر كې د اوښانو او غويانو د ملاگانوپه هډوكو، د خرماپه پاڼو، صافو ډبرو، د حلالو ځناورو په پوستكو، او د ونو په ډډونو او تختو باندې ليكل شوې ؤ. دا ځكه چې په هغه وخت كې د كاغذ صنعت دومره پرمختگ نه ؤ كړې، او د نشت سره برابر ؤ. خو كله چې د اسلام د لومړي خليفه ابوبكر صديق په پېر كې د يمامې په غزا كې د ۷۰۰حافظو صحابوو يوه لويه ډله په شهادت ورسېده، نو حضرت عمر رضي الله عنه ته دا اندېښنه پېدا شوه، چې نه مبادا پدې ډول د قرآن حافظان په شهادت رسېږي، او هغه صحابه چې په نورو وطنونو كې دي، او له هغوي سره د قرآن كريم يوه اندازه خوندي وي، كه هغه د ليكنې په بڼه وي يا حفظ بڼه، نو هسې نه چې دا برخه له لاسه ورنه كړو. نو دا اندېښنه يې ابوبكر صديق ته ذكر كړه، او ترې يې وغوښتل كې قرآن كريم په يوه ځاى كې په ليكلي ډول سره راټول كړي. كله چې ابوبكر صديق دا اندېښنه واورېده نو په غوصه شو او وېې ويل چې څنگه هغه كار وكړم چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپل وخت كې ندې كړى. نو حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل چې پدې كې به خېر وي. په پاى كې الله تعالى د ابوبكر صديق سينه دى كار ته خلاصه كړه او د قرآن كريم د راټولولو د چارو مشري حضرت زېد د ثابت زوى ته وسپارلې. دا هغه كوچنې صحابي ؤ ، چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې به يې وحى ليكې. نو پدې ډول زېد بن ثابت رضي الله عنه په مشرۍ قرآن كريم په يوه مصحف كې راټول شو، او د ابو بكر صديق سره يې كېښود، ان تردې چې ومړ، او بيا دا مصحف حضرت عمر فاروق رضي الله عنه واخيست او ساتنه يې ورڅخه كوله، بيا حفصه بن عمر رضي الله عنها ته وسپارل شو. كله چې د عثمان رضي الله عنه په پېر كې د قرآن راټولول پېل شول نو له حصفې رضي الله عنها څخه يې نوموړې مصحف وغوښت او د هغې لمخې يې نور مصحفونه وليكل. د قرآن ژبه د قرآن كريم ژبه فصيحه عربي ژبه ده، چې نن ورځ هم د هماغه مقام لورنكې لرونكى دى، كوم چې ۱۴ پېړۍ مخكې ورته حاصل ؤ. كه څه هم د عربي ژبې څو گړدوده لكه: مصري، مراكشي، لبناني، كوېټي، شامي، عراقي، يمني، سوډاني، ليبيايي او داسې نور منځته راغلي، خو بيا هم قرآن كريم د ټولو گړدودو ترمنځ د يوه فصېح او بلېغ گړدود په څېر د منځگړي او پل په څېر د عرب او عجم د يووالي رول ترسره كوي. د عربي ژبې لوى، لوى پوهان چې پدې ډله كې مسلمان او كاپران شامل دي، د قرآن فصاحت او بلاغت ته گوته په غاښ دي، ځكه چې د دومره غټوالي سره، سره يوه گرامري غلطي هم نلري. كه چېرې د عربي ژبې د ابجدي حروفو لمخې د ابجد عددونه په نظر كې ونيول شي، نو قرآن كريم كې د يوه نوې څېړنې لمخې چې ډاكټر راشد الخليفه د سولگر په ذريعه كړې، دې پايلې ته رسېدلې، چې په قرآن كريم كې يوه ځانگړې حسابي نظام شته، چې دا نظام د هېڅ انسان په وس كې ندى. قرآن كريم كې كيسې هم شته، تاريخي پېښې هم، فلسفه هم ترسترگو كېږي، منطق هم، پېچلې ساېنسي مسئلې هم شته، او د يوه عام انسان د ژوند تېرولو لارې چارې هم. كله چې قرآن كريم نازل شو نود هغه وخت عربي ژبه هم فصېحه وه، د شعر او شاعرۍ ادب خپل اوج ته رسېدلې ؤ، نو ځكه ددې خبرې امكان هم نه پاتې كېږي چې په قرآن كريم كې دې كومه غلطي او د هغه وخت اديبان او شاعران دى د هغې په اړه څه ونه وايي، او ځان دې همداسې ناخبره پاتې كړي. قرآن كريم دا دعوه كړې چې ددې په څېر دې يو آيت هم جوړ كړي مگر د هغه پېر اديبان لدې هم، چې د خپل فصاحت او بلاغت له وجې به يې نور خلك عجم گونگيان باله، هم ددې چلېنج ځواب ور نكړاى شواى. يو ځل ابي لهب چې د محمد صلی الله عليه وسلم تره هم كېده، د قرآن په څېر د يوه سورت د جوړولو تابيا وكړه. وروسته له ډېر سوچ او فكر څخه پدې وتوانېد چې يوه بې باكه او له خندا ډكه ټوټه شعر، چې له هر ډول فصاحت، بلاغت او كرامت څخه خالي ؤ جوړ كړ چې پدې ډول دى: الفيل و الفيل، و ما ادراك ما الفيل، له خرطوم طويل.... تر آخره پورې. تفسیر او مفسرینِ د قرآن كريم د مطلب روښانه كولو ته تفسير وايي، او تفسير كوونكيو ته مفسر وايي. د تفسير او مفسر څو ډولونه شته چې په لنډ ډول به ورته اشاره وكړو: د قرآن تفسير په قرآن سره . د قرآن تفسير په حديث سره . د قرآن تفسيرپه راى سره . د قرآن تفسير په د اشارې سره . د عربي ژبې نامتو تفسيرونه نومونه په لاندې ډول دي تفسیر طبری تفسیر ابنِ کثیر د ابن کثیر تفسیر کبیر د فخر الدین رازی تفسیر المیزان د علامه طباطبائی تفسیر الجلالین د جلال الدین سیوطی په پښتو ژبې تفسيرونه كابلی تفسير، د علامه شيخ الهند تفسير، چې د سعودي عربستان حکومت لخوا پښتو ژباړلې شوی. تفهيم القرآن: د ابوالآعلى مودودي تفسير چې مولانا قيام الدين كشاف پښتو ژباړلې. لومړنۍ ژباړې د قرآن كريم لومړنۍ ژباړه سلمان پارسي رضي الله عنه كړې، چې سورت فاتحه يې پارسي ته ژباړلې دى. لوېديځو ژبو ته د لومړي ځل لپاره د قرآن كريمژباړه په لاتېني ژبه د رابرټ كېټون لخوا په ۱۱۴۳زېږيز كال وشوه. انگرېزۍ ته د لومړي ځل لپاره د قرآن كريمژباړه د الېگزانډر راوس لخوا په ۱۶۴۹ زېږيز كال وشوه. مقطعات حرفونه مقطعات حروف يا حروف مقطعات چې په عربي كې ورته حواميم، فواتح هم وايي، په قرآن كريم كې هغه استعمال شوي عربي ابجدي حرفونه دي، كوم چې د قرآن په ځينو سورتونو په سر كې راځي. مثلا: الــم، الــمــر، يــــس او داسې نور. د عربي ژبې داسې حرف نشته چې په هغه څېړنه نه وي شوي. مگر دا مقطعاتحرفونه، چې ددې په مانا يواځې الله تعالى پوهېږي. دا حرفونه د ۲۹ سورتونو په پېل كې راځي، او د شورى په سورت كې د دوهم ايت په ډول راغلي دي. تړلې موضوعگانې قرانكريم يو خوندي كتاب اخځليكونه المخل لدراسه القرآن الكريم. ليكوال: ډاكټر محمد بن محمد ابو شهب. چاپځاى: مكتبه السنه- الدار السلفيه لنشر العلم- القاهره- ۸۱ شارع البستان- ميدان عابدين. مناهل العرفان في علوم القرآن، تعارف مذاهب عالم، ليكوال: ډاكټر اېس. اېم شاهد- سركلر روډ اردو بازار لاهور .. اسماني کتابونه قران |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%84%D8%A7%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%B9%D9%85%D8%B1 | ملا محمد عمر | ملا محمد عمر مجاهد زېږېدنه، ١٩۵٩ چې د ملا محمد عمر او يا هم په ساده توګه د ملا محمد عمر مجاهد او لوی ملا صاحب په نامه يادېږي، په افغانستان کې د طالبانو د تحريک مشر او بنسټ ايښودونکي وو. هغه د ١٩٩۶ زېږيز کال څخه تر ٢٠٠١ز پورې د افغانستان د حکومت هغه مشر و چې د افغانستان د بېړني حالت د کورنيو جگړو پر مهال د وگړو د ژغورنې په موخه رامخته سو. د هغه پلويانو و ملا محمد عمر ته د اميرالمومنين او محمد عمر مجاهد خطاب ورکړ. دا خطاب ده ته دسیمې په کچه د مدرسو د علماؤ لخوا چې د افغانستان او پښتونخوا سيمييز خلک هم پکښې شامل وه د يوې جرگې په لړ کې د کال ۱۳۷۵ هـ لمریز د وري د میاشتې په ۱۶مه نېټه باندې په خرقه شريفه کي ورکړل سو. ملا محمد عمر مجاهد د ٢٠٠١ زېږيز کال څخه راپدېخوا، کله چې امريکايانو په افغانستان کي جگړه پيل کړله ده په يوه تد نامعلومه ځای کې ژوند اختیار کړ، ملا محمد عمر مجاهد هغه کس وو چې امريکا يې د نيولو په لټون بوخته وه او غوښتل یې چې دی او د القاعدې د ډلې مشران او نور غړي ونيسي، خو وروسته د اسامه د نیولو او د القاعدې د نورو غړو له افغانستان څخه د وتني وروسته، د امریکا دريځ نرم سو او طالبان یې د نوي دولت په چوکاټ کې سياسي هلو ځلو ته وروبلل، خو تر اوسه يې هم د شمالي ټلوالي د پرچمي غړو لخوا مخالفت کيږي، او دوی نه غوښتل چې طالبان سوله وکړي. د امريکا حکومت هغه په ٢٠٠١ کال کې د نيويارک په سوداګريزو مرکزونو باندې بريدونو کې د لاس لرلو او د اسامه بن لادن او د القاعدې ډلې د غړو د نه سپارلو په خاطر تورن کړی وو. مخینه ملا محمد عمر مجاهد د مولوي غلام نبي هوتک زوي، د مولوي محمد رسول لمسی او د مولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې له ۱۹۶۰ زېږديز کال سره سمون خوري د افغانستان د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چا همت کلي په یوه متدینه، علمي او غريبه کورنۍ کې زیږیدلی وو. د ملا محمد عمرمجاهد پلار مرحوم مولوي غلام نبي هم په همدې خاکریز ولسوالۍ کې دنيا ته راغلی وو او د همدې سیمې په مختلفو دیني درسونو او دائرو کې يې خپلې دیني زدکړې ترلاسه کړې، چې بیا په یاده سیمه کې د تدریس او اسلامي دعوت په چارو کې د زیار او مصروفیت له امله د خلکو په منځ کې د یو ښه علمي او ټولنیز شخصیت په توگه وځلید. د ملامحمد عمر له زوکړې دوه کاله وروسته د هغه پلار د کندهار له خاکریز ولسوالۍ څخه ددې ولایت د ډنډ ولسوالۍ د نودې کلي ته تللی وو او هلته د خپل ژوند ترپایه د سیمې د خلکو د دیني ښونې او روزنې په چارو بوخت ؤ، نوموړی په۱۳۴۴هجري لمریز کال کې چې له ۱۹۶۵ زېږديز کال سره سمون خوري؛ په همدې سیمې کې وفات او د کندهار ښار د طالبانو په پخوانۍ مشهوره هدیره کې خاورو ته وسپارل سو. ملامحمد عمر د خپل پلار له وفات وروسته د پنځه کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره د کندهار له ډنډ ولسوالۍ څخه د اروزگان ولایت د هراود ولسوالۍ ته ولیږدیده او هلته یې د خپلو آکا ګانو هر یو؛ مولوي محمد انور او مولوي محمد جمعه تر سرپرستي لاندې د ژوند لومړنۍ مرحله پیل سوه. که څه هم چې ملا محمد عمر په افغانستان کې د ٣۵ ميليونو وگړو ولسمشر و خو نړېوالو ته د هېښتابه خبره دا وه چې د يوه هېواد د هېوادمشرۍ سره سره د ده په هکله ډېر لږ مالومات يې خلکو سره سته. د هغه له خولې چې وېلي يې ؤ، هغه هېڅ وخت هم په خپل هېواد کې په الوتکه کې سفر نه وو کړی، او هېڅکله د افغانستان څخه دباندې هم نه وو تللی. خو يو څو ځلې يې د ډيورنډ پولې ته نژدې قبايلي سيمو ته سفرونه کړي دي خو په پښو او موټر کې. باندنيان وايي چې د ملا عمر د همدې ډول ژوند تېرولو څخه ښکاري چې يو ساده، دینداره او له نړۍ بې خبره افغان وو. ملا عمر داسې يو سړی وو چې ډېرې لږې مرکې يې کړي، ډېر لږ ځله يې د غير مسلمانانو سره کتلي، او د هغه خورا لږ داسې انځورونه خپاره سوي دي چې خلک پرې خبر دي چې همدا ملا محمد عمر وو. ډيپلوماتان د ملا عمر څرگندونه پدې ډول کوي؛ ملا محمد عمر يو ډېر حياناکه او شرمندوکه سړی وو، د بهرنيانو سره ډېرې خبرې نه کوي. د هغه د واکمنۍ پر مهال د هېواد څخه دباندې نورې نړۍ سره ټول امرونه او کارونه د هغه وخت د بهرنیو چارو وزير، مولوي وکيل احمد متوکل پرمخ بېول. زده کړې ملا محمد عمرمجاهد په اته کلنۍ کې د دیني علومو د ترلاسه کولو لپاره د روزگان ولایت د دهراود ولسوالۍ د شهرکهنه سیمې ابتدایې دینې مدرسې ته شامل شو. ددغې مدرسې سرپرستي هم د ملامحمد عمر د تره مولوي محمد جمعه لخوا ترسره کیده او ملامحمد عمر هم لومړنۍ دیني زدکړې له نوموړي څخه پیل کړې .د ملا محمد عمر دواړو ترونو په تیره مولوي محمد انور د نوموړي په دیني روزنې او پالنې کې ځانگړی رول درلود .ملا محمد عمر د خپل شرعي تعلیم لومړنۍ او متوسطې دورې په همدغې مدرسې کې په بريالۍ توگه پای ته ورسولې او اتلس ۱۸ کلنۍ ته له رسیدو سره یې په افغانستان کې د مروجه لوړو شرعي زدکړو په تحصیل پیل وکړ، خو د شرعي لوړو زدکړو د تحصیل بهیر یې په کال ۱۳۵۷ هـ ل ـ۱۹۷۸ م زېږدي په افغانستان کې د کمونستانو د واک ته رسیدلو له لامله نیمگړې پاتې شوې. شخصي ژوند او کورنۍ له هډ پښتون په پښتنو کې د هوتک له لویې قبیلې سره تړاؤ لري او په هوتکو کې په تومزي ټبر پورې اړه لري . د خلکو له خولې چې لیدلی یې دی وايي : هغه لويه جوسه او دنگه ونه لري ځينې وايي چې ١.٩٨ متره يا ٦٦ فوټه يې ونه ده. کورنۍ يې يوه بزگريزه او ديني مخینه لري. د ملا محمد عمر ټوله کورنۍ له مسلکې اړخه دیني علماء تېرسوي او د دیني علومو مدرسین هم دي. هغوی خپل ټول ژوند د الله تعالی د دین خدمت، د شرعي علومو تدریس او د مسلمانانو دیني اوفکري روزنې ته وقف کړي دي. له همدې لامله په سیمه کې خورا نوموتي يادېږي. د دا ډول ديني او دودیزې کورنۍ په منځ کې د ملا محمد عمر پیدایښت او بیا د خپلو علمي او فکري مربیینو پالونکو ترمستقیمې پالنې لاندې د هغه روزنه په جهادي او فکري لحاظ نوموړي ته د دې وړتيا وروبښله چې د افغانې ټولنې د نورو افرادو په منځ کې د یو مجاهداو سياسي شخصیت په توگه راڅرگند شي . په خپلو جهادي او اصلاحي هڅو سره خپله ټولنه د فساد ، ظلم اوبی عدالتۍ څخه ژغورنې لپاره لستوڼي بډوهل او افغانستان د حتمي تجزیې له شره چې د شمالي ټلوالې پدرامي پرچميانو ورته پلانونه لرل وژغوري . تر دا اوسه پورې د ملا محمد عمر جهادي کورنۍ، وروڼه او ترونه يې ټول پخواني مجاهدین او تر اوسه پوري یې د خپلې کورنۍ څلورتنه شهیدان هم ورکړي دي . ښاغلی عمر د کندهار ښار ته نژدې د سنگېسار د کلي په خټين کور کې ستر سوی دی . په افغانستان باندې د امریکایې یرغل په لومړۍ ورځ ۱۵۶۱۳۷۹ـ ۷۱۰۲۰۰۱ د ملا محمد عمر تره ملامحمدحنيف لومړنی شخص ؤ چې د امریکایي یرغلگرو په هوایي برید کې په شهادت ورسید. ملا محمد عمر په ماشومتوب کې د پلار له سيوري څخه محروم پاتې سوی ؤ او په ډېر لږ عمر کې د خپلې کورنۍ مسؤليت ورپه غاړه سوی، خو ترونو یې بیا روزنه په ترسره کړې. د روسانو په مقابل جهاد ملا محمد عمر مجاهد د خپل ژوند دریمې لسیزې ته لا نه ؤ رسېدلای چې په افغانستان کې کمونستانو د پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ. دا هغه وخت ؤ چې نور نو د ملامحمد عمر په څير د هیواد ټولو زدهکوونکو ته د خپلو دیني زده کړو استمرار ناشونی ښکاریده، ځکه د کمونستانو لومړنۍ مقابله د ټول هیواد په کچه له علماؤ، طالبانو، محصلینو او مسلمانو منورینو سره وه. هماغه ؤ چې ملا محمد عمر هم اړینه وبلله چې خپلې لوړې دیني زده کړې نیمگړې پریږدي او د خپل شرعي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره له مدرسې څخه د جهادي مورچل په لورې مخه کړي. دلته د ملا محمد عمر عملي مبارزه پیېږي چې نوموړي خپل جهادي بهیر د روزگان ولایت د دهراود په ولسوالۍ کې د حرکت انقلاب اسلامي په تنظیم کې پیل کړ. په دغې ولسوالۍ کې له څه مودې وروسته نوموړی د روزگان ولایت په کچه د یوه مخور جهادي شخصیت په توگه مطرح او د دغه ولایت په بیلا بیلو برخو کې يې د کمونیستانو په وړاندې په متعددو پوځي عملیاتوکې فعال رول ترسره کړ. نوموړي ددغه جهادي شهرت او په جهادي عملیاتو کې د موفقانه رول له کبله په مجاهدینوکي ځای پیدا کړ او ومنل سو چې کله په هغه وخت کې د دهراود په ولسوالۍ د مختلفو سیمو د مجاهدینو له لورې پراخ بریدونه ترسره کیدل نو ملا محمد عمر په همدې عملیاتو کې د ټولو مجاهدینو په خوښه د مختلفو جبهاتو د مجاهدینو مشر او بریدمل بولندوی وټاکل سو . ښه موفق عملیات یې ترسره کؤل چي په همدي عملیاتو کې نوموړی په لومړي ځل زخمي هم سو ،نوموړي تر دریو کالو زیات وخت د خپلې سیمې دمجاهدینو سره د یرغلگرو روسانو او کمونستانو په بډواله په ډیرو مخامخ جگړو کې گډون درلود. د ملا محمد عمر د سنگر ملگري او مشران وایي چې ملا محمد عمر په هغه وخت د جهاد کې له لومړۍ سره چې عمر یې هم کم ؤ خو د هر ډول مسئولیت او کار د ترسره کولو استعداد او وړتياوې یې درلودلې . وروسته په کال ۱۳۶۲ ه.لمريز چې د ۱۹۸۳ زېږدي سره سمون لري له خپلوجهادي ملگرو سره د جهادي فعالیتونو د انسجام په لړ کې د کندهار ولایت میوندولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم د مشهور جهادي قومندان فیض الله اخند زاده په جبهه کې د روسي یرغلگرو او د هغوئ د کمونستي تالي څټو په بډواله وسله وال جهاد ته دوام ورکړ. په کندهار ولایت کې هم په بي شمیره جهادي عملیاتو کې د نوموړي د موفقانه رول او په پوځي تکتیکونو کې د ښې وړتیا اوشهرت له کبله د سیمه ییزو جهادي قومندانانوپه کچه د وخت د جهادي تنظیمونو د پاموړ وگرځید . د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم لخوا د مستقلې جهادي جبهې مسؤلیت ورته وروسپارل سو. د میوند ، ژړۍ ، پنجوايي پر سیمو جگړې له کال ۱۳۶۲هـ ش ـ ۱۹۸۳ م تر۱۳۷۰- ۱۹۹۱ پورې ملامحمد عمر مجاهد د کندهار ولایت د میوند، ژړۍ، پنجوایې او ډنډ ولسوالیو په مربوطاتو کې چې د شوروي قواوو په ضد د جهاد مهم مرکزونه ول او نږدې هره ورځ به یې مجاهدین له دښمن سره په جگړه بوخت ول، همدارنگه د زابل په ولایت کې د شهرصفا او مرکز قلات مربوطو سیمو کې د کابل ــ کندهار په لویه لاره د روسي یرغلگرو په خلاف ډیر بريالي عملیات ترسره کول چې په ټولوهغو کې په مستیقمه توگه ملا محمد عمر سهیم ؤ. د ملامحمد عمر تر ټولو خوښه کړای سوې وسله د روسي جنگي شوبلوټانگونو په ضد استعمالیدونکې خورا مؤثره وسله ... توغندی وه چې د مجاهدینو په مینځ کې به راکټ بلل کیده. همدارنگه ملا محمد عمر یې په ویشتلو کې ځانگړی مهارت درلود، د یادوني وړ ده چې کندهار په ځانگړي ډول د میوند، ژړۍ او پنجوایي سیمي د کمونیزم خلاف جهاد کې هغه سیمي وې چې د روسانو د ماتې او تېښتې محوري نقطي بلل کېدې په دې سیمه کې د کندهار هرات په لویه لاره د کمونستانو دومره زیات ټانگونه او نوروسایط تخریب سوي و چې د سړک پر یوه او بله غاړه دښمن د هغو سوځول سویو ټانگونو او پوځي وسائطو دیوالو نه وهلي وه څو د مجاهدینو له بریدونو څخه ځانونه پرې وساتي .نوموړی څلور ځله په جگړه کې زخمي سوی چې په همدغو پايلو کې يې په يوې پېښه کې د يوې چاودنې له کبله خپله ښۍ سترگه هم له لاسه ورکړې ده . د محمد عمر مجاهد شهرت د روس په خلاف جگړه کې ډېر زيات و چې د ځينو جگړو پر مهال یې د پېښو يادونه بهرنیانو هم کړې ، د ځینو بېلگې یې چې د جگړې پر مهال نورو مجاهدینو يادې کړي دي دلته يادې سی : ١. د بدوانو پوسته : د کندهار په ولایت کې د دښمن یوه خورا محکمه پوسته وه چې د بدوانو پوسته یې ورته وئیله د دې پوستې سره دښمن په خورا حساس او حاکم ځای کې ټانگ درولی ؤ چې له انداخت کولو یې مجاهدین ډیر په تکلیف ول. ډیرو مجاهدینو څو ځله کوښښ ورباندې وکړ چي دا ټانگ وولي او مجاهدین یې له شره خلاص کړي خو له بیا بیا هڅو سره سره یې کوم مجاهد په ویشتلو بر یالی نسو بالاخره د سیمې مجاهدینو له سنگ حصار څخه د مرستې لپاره ملا محمدعمرمجاهد راوغوښت او همدا ټانگ چې د بدوانو د پوستې په ټانگ یې شهرت موندلی ؤ ملامحمد عمر مجاهد د خپل آر پي جي راکټ په مرسته په نښه او له منځه یووړ چې دا په هغه وخت کې مجاهدینو ته خورا ستره لاسته راوړنه وه . ۲. د محله جات په سیمه: له روسانو سره د جهاد په دوران کي د کندهار د محله جات په سیمه کې په یوې مخا مخې جگړې کې چې د کندهار یو تن بل وتلی او غښتلی مجاهد ملاعبیدالله اخند چې وروسته یې د اسلامي امارت د دفاع وزیراو د امریکا تر یرغل وروسته د ملا محمد عمر مجاهد د نائب په توگه دنده ترسره کوله هم ورسره ملگری و. د دښمن دومره ټانگونه او موټرونه وسوځول سول چي په سبا ورځ له لرې حخه لیدونکو خلکو چې دا سوزول سوی کتار لیده نو گمان یي کاوه چې قوه اوس هم ولاړه ده، خو حال دا ؤ چې د قوې زیات موټرونه سوزول سوي ول او نور یې بېرته خپلو مرکزونو ته په شا سوي ول. ۳. کندهار ـ هرات لويه لار : د روس ضد ولسي جهاد په مهال د کندهار-هرات په لویه لاره د ژړۍ ولسوالۍ د سنگ حصار په سیمه کې د روسانو ټانگونه تیریدل ملا محمد عمرمجاهد سره ملا برادر اخند چې بیا د اسلامي امارت نا ئب سو هم ورسره و، د روسانو په ځواک يې د برید لپاره یوازې د راکټ څلور گولۍ مرمۍ ورسره وې دوی له همغو څلورو گولیو سره د دښمن په کتار جنگ شروع کړ چې په ترڅ کې یې په همدې څلورو مرمیو د دښمن څلور ټانگونه وویشتل او ویجاړ یې کړل . ۴. د ملا عمر د نږدې ملکاري ملا برادر اخند له خولې : ملا برادر اخند چې له ملامحمد عمر مجاهد سره په جهادي دوره کې نږدې پاتې سوی و وئيل چي محمد عمر بېخي زیات روسي ټانگان ویشتلي وه. د روسانو له وتلو وروسته په کال ۱۳۷۱هـ ل، ۱۹۹۲ز کې د نجیب د کمونستي واکمنۍ له سقوط او په هیواد کې دتنظیمي جگړو له پیلیدو سره سم ملا محمد عمر مجاهد جگړه ناروا وبلله او د ډېر شمېر نورو ولسي مجاهدینو په څیر وسله له اوږې کوزه او په خپله جهادي سیمه کندهار ولایت، د میوند ولسوالۍ د سنگ حصار د گیشاڼو کلي د حاجي ابراهیم د مسجد ترڅنگ یې یوه دیني مدرسه جوړه او په همدې مدرسه کې میشت سو. له ۱۴ ستونزمنو جهادي کلونو وروسته یې د خپلو څو تنو جهادي ملگرو په ملتیا د خپلو نیمگړیو شرعي زدکړو په پوره کولو بیا پیل وکړ. دا هغه مهال ؤ چې د پلازمېني کابل په شمول ټول هیواد تنظیمي بې هدفه جگړو په سراخیستی ؤ، د ځینو څارگريزو تنظیمي جگړه مارانو د شخصي غرضونو او هوسونو د ترلاسه کولو له امله د مقدس جهاد سپیڅلي آرمانونه نیمگړي او د افغان مسلمان ولس د یو نیم میلیون شهیدانو پاکې هیلې همداسې تر پښو لاندې وې. د شر او پساد کورنيو جگړو پر وړاندې پاڅون او د اسلامي امارت تأسیس د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته د دې په ځای چې اسلامي نظام تاسیس سي او په دې توگه د مجاهد افغان ولس د کلونو کلونو ارمان پوره سي، خپل منځي جگړې پیل سوې، واقعي مجاهدین د یوې منظمې دسیسې له مخې ضعیفه او یا هم بیخي له سياسي صحنې څخه وایستل سول. ځینو پخوانیو مجاهدینو هغه کمونیستان چې باید محاکمه سوي وای په څنگ کې ورسره ونیول لکه برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سياف پرچميان ، پخواني جنرالان لکه نورالحق علومي ، عبدالواحد بابه جان ، تورن اسماعیل خان ، گلاب زوی ، فرید مزدک ، کاوياني ، باقر فرین ، جنرال رشید دوستم ، د ببرک کارمل ورور ، د پخواني خاد اړونده مخبرین لکه سروري ، عارف سخره او داسې نور په سلهاؤ يې د هېواد څخه دباندې ولېږل او ځینو نورو په منظمه توگه د ولس په لوټلو، بې پته کولو، د ښځو ماشومانو سره نارواؤ او د وطن په چور تالان پیل وکړ. په دې توگه په درست هیواد کې د هرج ومرج یو داسې تور دوران راغی، چې شاید پخوایي افغانانو نمونه او بیلگه نه وي لیدلي، د مؤمنو هیوادوالو سر، مال او ناموس هره شیبه له گواښ سره مخامخ و، د هیواد په لارو او سرکونو د خودسره، جاهلو او پست صفته ټوپکیانو ځنځیرونه او پاټکونه خپاره سول، چې هر یوه د خپل مزاج موافق له بې وسه هیوادوالو نه یوازې پیسې اخیستي، بلکې د هیوادوالو په عزت او ناموس یي هم صرفه نه کوله، د هیواد د ملي شتمنیو، مادي او معنوي پانگو، د جهاد د غنائمو او حتی د هیواد د ځنگلونو او کانونو داسې بې رحمانه چور تالان پیل سو، چې پخوا یي کله هم بیلگه نه وه لیدل سوې، مؤمن اولس چې څوارلس کاله یي جهاد کړی و نه تنها دا چې د جهاد ثمره یي د ضیاع له خطر سره مواجه وه، بلکې ورځنی ژوند یي هم له خطر سره مخامخ و. د هرج ومرج د فتنې له امله ټولنیز فساد، قتل وقتال، چورتالان، ظلمونه، وحشتونه او د مسلمانانو رنځونه هره شیبه په ډیریدو و، چې دې حالت رښتیني مجاهدین هغوی چې د افغان مؤمن اولس د سوکالۍ، ازادۍ او سرلوړۍ لپاره یي مبارزه کړې وه سخت ځورول. ملا محمد عمر مجاهد چې دغه مهال له خپلو مجاهدو ملگروسره د کندهار په میوند ولسوالۍ کې اوسیده، د نورو واقعي مجاهدینو غوندې د دې حالاتو لیدلو دی هم ډیر زیات اندیښمن کړی و نوموړي لیدل چې د کندهار هرات په لویه لاره گام په گام پاټکونه جوړ سوي او ټوله ورځ د هیواد مظلوم مسافر، ښځې او سپین ږیري د بد اخلاقه ټوپکیانو په لاس لوټل کیږي، بې آبه کیږي او وژل کیږي، باید ووایو چې دغه مهال په کندهار کې پاټکونه دومره زیات سوي و، چې د هیواد تجارانو چې له هرات څخه به یي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش باډر ته مالونه راوړل، ددې په ځای چې په عمومي لاره خپل مالونه انتقال کړي د ډیرو پاټکونو له امله یې له هرات څخه راوړي تجاري اموال په میوند کې ښکته کول او د ریگ له لارې یې په دښتو کې په ډیرو تکالفو تر ویش پورې رسول تر څو د پاټکوالوله شره خوندي وي . ملامحمد عمر مجاهد او دده مجاهدو ملگرو ته د کندهار ښار وضعیت هم ورمعلوم و، چیرته چې خودسره ټوپکیانو ښار کوڅه په کوڅه تر خپل منځ ویشلی و، د بیت المال ملکیتونه یي مسلسل غصبول او په نغدو پیسو یي پلورل او په دولتي ځمکو یي شخصي مارکیټونه جوړول، په دې سربیره یي تر خپل منځ همیشه جگړې کولې چې ترمنځ یي اولس ځپل کیده. همدې بې پایه ناخوالو واقعي مجاهدین اړ کړل چې د فساد د ورکولو او د مسلمانانو د سر او مال د تحفظ په خاطر خپل وس وکړي، مجاهدینو تر خپل منځ مشورې او غونډې پیل کړې، ملامحمد عمر مجاهد او ملگرو یي خپله لومړنۍ غونډه د پنجوایي ولسوالۍ د زنگاوات په سیمه کې د سیمې له مشهورو او پیژندل سویو علماء کرامو سره جوړه کړه، د روس ضد جهاد په مهال د کندهار د مجاهدینو د عمومي قاضي مولوي سید محمد صاحب چې په مولوي پاسني صاحب یي شهرت موندلی و په مشرۍ د علماء کرامو دې غونډې ملا محمد عمر مجاهد ته وویل چې باید د فساد په ضد قیام وکړي او دوی ټول یې ملاتړي دي، له همدې غونډې څخه ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي تحریک اساس کیښود او د ۱۴۱۵ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵ نیټه د فساد او گډوډۍ په ضد یې د مبارزې بنسټ کیښود. د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ اسلامي تحریک د فساد د مخنیوي په خاطر مبارزه پیل کړه، چې د ولس او رښتنیومجاهدینو له پراخ هرکلي سره مخامخ سول، لومړی یي کندهار ولایت او ورپسې یي د افغانستان زیاتي سیمې له بي بندوباره او فاسدو ټوپکیانو تصفیه کړې، هغه مهال چې د هیواد ډیري سیمې د طالبانو تر تسلط لاندې راغلې وې د ۱۴۱۶ هق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱۵ مه نیټه د افغانستان د علماء کرامو یو لوی ټولي چې شمیر یي تر ۱۵۰۰ زیات و، په کندهار کې یي د یوې غونډې په دائرولو سره د ملامحمد عمر مجاهد امارت تائید او نوموړي ته یي د امیرالمؤمنین لقب ورکړ، د ۱۳۷۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان پلازمینه کابل هم د اسلامي امارت تر تسلط لاندې راغله چې ورپسې د افغانستان د ټولو مرکزي او شمالي سیمو په شمول د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي امارت حاکمیت ټینگ سو . د ملامحمد عمر مجاهد په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د شریعت په اساساتو ولاړ اسلامي نظام رامنځته کړ، له اوږده ځنډ وروسته یي یوځل بیا نړۍ ته د اسلامي نظام ژوندۍ بیلگه وړاندې کړه، هیواد یې له تجزیې وژغوره او هم یې د بې مسؤلیته کسانو نه د بیت المال اسلحې را ټولي کړې او یو بي مثاله امن یې راووست دا په داسي حال کي چي ټوله نړۍ د ملل متحد په شمول دغه کار ته بې وسه او وارخطا وه خو نړیوال کفري مستکبرینو دا شریعت اوامارت ونه سو زغملی نو ځکه یي په وړاندې دښمنانه دریځ خپل کړ او بې ځایه بهانې یې ور ته لټولې ترڅو یې په پای کې ورباندې په گډه پوځي برید وکړ. دا برخه پوره نده د ملامحمد عمرمجاهد قیادي شخصیت: ملامحمد عمرمجاهد د یو قیادي شخصیت په توگه د ځانگړي طبیعت او سلیقې څښتن دی . نوموړی د نړۍ د نورو چارواکو او لوړ رتبه مشرانو برعکس له ځان ښکارونې او تظاهر څخه کرکه لري، له اړتیا پرته خبرو کولو ته چندانې لیوالتیا نه ښیې، خو د ضرورت په وخت کې یې خبرې بیا ډیرې پخې، سنجول سوې او معقولې وي. د بیلگې په توگه په افغانستان باندې د امریکایې یرغل په پیل کې چې د امریکا یانو له لوري د اسلامي امارت د له منځه وړلو او په تبلیغاتي لحاظ د مجاهدینو د مورال کمزوري کولو لپاره امریکایې هڅې ډیرې گړندۍ روانې وي او ټولې غربي رسنۍ، راډیویي او ټلویزوني شبکې ورته وقف وې . ملامحمد عمرمجاهد د دغو ټولو شیطاني تبلیغاتي هلو ځلو په وړاندې په خورا مطمئنه او ډاډه روحیه سره په خپلو عام فهمه اوساده خبرو کې خپل ملت ته د اطمنان او ډاډ ورکولو داسې معنا لرونکی پیغام ورکړ: الله تعالی په هرڅه قادر دی په الله تعالی باندي د امریکا او د یوه میږي میږتون د قدرت هیڅ فرق نسته امریکایان او د هغوئ ملگري دي دا خبره په غور سره واوري چې اسلامي امارت داسې نظام نه دی چې امیر به یې لکه ظاهر شاه د افغانستان پخواني پاچا غوندي روم ته ولاړسي او عسکر افراد به یې تاسو ته تسلیم سي، بلکې دا د جهاد منظمې جبهې دي . که تاسو ښارونه او پایتخت لاندې او اسلامي حکومت ړنگ هم کړي زمونږ مجاهدین به وطنونه او غرونه درته ونیسي بیا به تاسو څه کوئ؟ بیا به لکه د کمونستانو غوندي په هر ځای کې وژل کیږئ! تاسي پوه سئ چې گډوډي رامنځ ته کول اسانه ده خو بیرته د گډوډئ له منځه وړل او نظام جوړول خورا گران کاردی، مرگ حق دی او هر چاته راځي نو چې د امریکا په ملگرتیا کې د بې ایمانۍ او بیغیرتۍ په حالت کې وي دا به ښه وي او که په اسلام کې له ایمانه سره د غیرت په حالت کې به ښه وي . ښایې په هغه وخت کې د ملا محمد عمرمجاهد په دغه عقیدوي وینا د ډیرو ښاغلیو پوره سرنه وي خلاص سوی، خو اوس چې د دغې نا انډوله حیرانوونکې معرکې له پیل نه قریب څوار لس کاله تیریږې او د امریکایانو په شمول د ناټو تړون او د هغوی ټول ایتلافیان د ملا محمد عمر مجاهد د تش لاسو عقیدوي مجاهدینو په مقابل کې له ښکاره ماتې سره مخامخ دي، د نوموړي د هماغې تاریخې وینا په حقیقت به یې سرخلاص سوی وي . دغه راز نوموړي د امریکایې یرغل په پیل کې افغان ولس ته د یوې راډیویې وینا په ترڅ کې یرغلگرو او د هغوئ گوډاگیانو ته په اشارې سره وویل چې: وسلې مرگ کولای سي ، خو مرگ گرځولی نسي یاده جمله همغه مهال ځینو ته یو بې مفهومه ترکیب ښکاریده، خو دادی په تېرو دیارلسو کلونو کې د یاد مضمون عیني مصداق نړیوالو د سر په ستوگو ولید چې یرغلگرو ځواکونو د خپلې پرمختللي ټیکنالوژۍ او وسلو په زور ډیر مرگونه وکړل خو له ځانه یې مرگ ونسو گر ځولی او دا دیارلس کاله مسلسل د ملا محمد عمرمجاهد په مشرۍ د اتلو مجاهدینو په لاس وژل کیږي، ژوبل کیږي او نیول کیږي . او دا یوعیني واقعیت دی چې اوس په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال مغرور یرغلگر ځواکونه هم په افغانستان کې د خپلو زرگونو پوځیانو د مرگ ژوبلي ښکاره اعترافونه کوي. د ملامحمد عمر مجاهد په نظر تر ډیرو ویلو لږ عمل کول ارجحیت لري، د نوموړي ژوند له تکلفي تشریفاتو ډیر صفا اوپاک دی، سادگي او بي تکلفه حالت یې د ژوند په ټولو اړخونو احتواکړې، ساده لباس، ساده خوراک، بې تکلفه خبرې، بي تکلفه ناسته ولاړه یې فطري عادت دی، تکلف، متکلفین او متکلفانه کړه وړه يې هیڅ نه خوښیږي . نوموړی قاطع والی، تدبر او اخلاص د کارونو د پرمختگ له اساسیاتو څخه بولي او د ملگرو له منځه یې هغه څوک ډیر خوښیږي چې مدبر اخلاصمند او جدي وي. همدارنگه نوموړي له مشکلاتو، مصیبتونو او کړاونو سره ښه ځان عادت کړی، د هر ډول لويې حادثې او مشکل پیښیدلو په مقابل کې یې وضعیت کاملا عادي وي، ویره او وارخطایې یې په زړه کې نه ورتیریږي. د خوښۍ او مصیبت، کامیابۍ او ناکامۍ په مهال کې پرخپل ځان خورا ښه کنترول لري او مطمئن وي . د علماوو او مشرانو ډیر درناوی کوي، سنگیني، وقار، حیاء، ادب، متقابل احترام ، خواخوږي، ترحم او اخلاص یې طبیعي خصلتونه دي، کلک عزم او په ټولو کارونو کې په یوه الله توکل او د هغه په مقدراتو ریښتونی باور یې د ژوند ځانگړي مشخصات دي. همدا لامل دی چې ملامحمد عمر مجاهد د خپلو لارویانو او مجاهدینو په زړه کې داسې محبوبیت لري چې د هغه تعلق نه په ظاهري منصب پوري دی او نه په مادي امکاناتو پوري، اوس چې د یرغلگروله لوري د افغانستان له اشغال نه دیارلس کاله تیریږي د هغه تر مشرۍ لاندې عام مجاهدین ماسوا له دي چې هغه مخامخ وویني یواځې د هغه شفاهي او مکتوبي اوامرو ته په داسې احترام قائل دي، چې د تعمیل لپاره يې آن دخپل سر په قربانولو هم باک نه کوي. د نړیوالو اسلامي قضایاو په اړه یې اهتمام: ملامحمد عمر مجاهد د طالبانو د اسلامي تحريك د مؤسس او د مسلمانانو د یوه مشر په حیث د اسلامي امت د قضایاوو په اړه خاص اهتمام لري . د مسلمانانو د لومړې قبلې مسجد اقصی او د فلسطیني مسلمانانو له برحقې داعیې او د نړۍ په لر او بر کې له داسې نورو اسلامي قضایاوو نوموړي همیشه دفاع کړې او نوموړی له غاصبو صهیونستانو څخه د مسجد اقصی ازادول د هرمسلمان شرعي مسؤلیت گڼي. ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امت په درد دردمند مشر دی، او له مسلمانانو وروڼو سره اخوت، همدردي ، ایثار او همکاري یې یوازې شعاري نه بلکې عملا یي هم همیشه ثابته کړې ده . عقیدوي او فکري انتماء: ملامحمد عمرمجاهد په عقیدوي او فکري لحاظ د مسلمانانو د اهل السنة والجماعة د منهج لاروی او د حنفي مذهب مقلد دی . د خرافاتو او بدعتونو سخت مخالف دی، د مسلمانانو ترمنځ یې مذهبي، فکري او تنظیمي اختلافات هیڅ نه خوښیږي. خپلو مجاهدینو او ټولو مسلمانانو ته په خپلو منځونوکې د اسلامي وحدت او فکري همغږي په ټینگولو توصیه او ټینگارکوي، د مسلمانانو ترمنځ عقیدوي وحدت او یو والی د وخت تر ټولو اهم ضرورت گڼي، د قرآن اوحدیثو په رڼا کې د سلف صالحینو او ائمه مجتهدینو په نقش قدم رفتار کول د اسلامي امت د نجات یوازینی لامل بولي. شخصي ژوند: ملا محمد عمرمجاهد چې د ژوند زیاته برخه یې د دیني علومو په زدکړه او مطالعه، جهاد، دعوت او د اسلام د لارې په خدمت کې تیر کړي د افغانستان د معاصرو چارواکو په جمله کې شاید تر ټولو نیستمن او د بیت المال له شتمنیوڅخه نه استفاده کوونکی شخص وبلل شي؛ ځکه نوموړي نه د تیرجهاد په مهال له خپل جهادي نفوذ څخه په استفادې سره دخپل شخصي ژوند د برابرولو په اړه څه کړي او نه یې په افغانستان باندې د امارت د ۷ کلنې سرتاسري واکمنۍ په مهال کې. ملامحمد عمرمجاهد تر اوسه پوري نه کوم د اوسیدلو عادي کور په ملکیت کې لري او نه هم د بهرنیو هیوادونو په بانکونو کې نغدي شتمنۍ. په کال۱۳۷۸هش ۱۹۹۹ م کې چې د ملگروملتونو د امنیت شورا له لوري په افغانستان باندې ظالمانه یو طرفه اقتصادي بندیزونه ولگیدل او په بهرنیو بانکونو کې د طالبانو د مشرانو د مالي حسابونو د کنگل کیدلو حکم وسو، ملامحمد عمرمجاهد د افغانستان د اسلامي امارت د امیر په توگه د امارت تر ټولو لوړرتبه شخص ؤ چې نه یې د افغانستان په داخل کې او نه له افغانستان نه بهر په کوم بانک کې نه په خپل شخصي او نه هم په مستعار نوم مالي حساب درلود. د امارت د حاکمیت په مهال چې د نوموړي استوگنځی د دښمنانو له لوري تر مرگونو بریدونو لاندې راغي او د فامیل د نږدي افرادو په شهادت سربیره د گڼو نورو کسانو د شهادت لامل هم وگرځیده ، نو د امارت ځینو چارواکو د نوموړي د حفاظت په مقصد د کندهار ښارپه شمال لویدیځ کې د باباصاحب د غره د کوتل لاندي سیمه کې چې نږدې خوا و شا یې کومه ولسي ابادي نه وه د نوموړي لپاره یو استوگنځی او د اسلامي امارت د مقام دفترجوړ کړ، چې هغه هم د تصرف په لحاظ د بیت المال له عمومي ملکیتونوڅخه گڼل کیده نه دنوموړي شخصي ملکیت . په کال ۱۳۷۵- هش ۱۹۹۶ م کې چې کله د هیواد د یونیم زر علماوو او مخورو له لوري نوموړي ته داسلامي امارت د امیر لقب ورکړل سو نوموړي ددې په ځای چې د امارت د ورسپارلو له امله د خوښۍ احساس وکړي دومره وژړل چې خپل د اوږي لوي څادر یې په اوښکو لوند او د غونډې په پای کې یې حاضرو علماوو ته په خپلې تاریخې ویناکې داسې وویل: اي علماوو! تاسو د خپل شرعي علم له مخې دحضرت رسول اکرم ص دوارثانوحیثیت لرئ، تاسوچې نن ماته دغه دروند مسؤلیت په اوږو را واچاوه په حقیقت کې د هغه د استقامت او انحراف مسؤلیت ټول ستاسو په غاړه دی! ای زموږ استاذانو درنوعلماوو! که خدای مه کړه له موږ څخه د مسلمانانو په دې ستر امانت کې څه تقصیر او انحراف پیښیږي د هغه سمونه او اصلاح ستاسو شرعي مسؤلیت دی، تاسو به د خپل شرعي علم په رڼا کې دي طالبانو ته د استقامت او په حقه لاره د تللو حتمي لارښوونه کوئ، که چیري له دي طالبانو څخه د اسلامي احکامو د تنفیذ په اړه کوتاهي یا انحراف رامنځته کیږي او تاسو هغه وینئ او د اصلاح په اړه یې څه نه وایاست د هغې پړه به د الله په نزد ټوله ستاسو په غاړه وي او زه به د سوال ځواب په ورځ ستاسو گریوان ته لاس دراچوم . طبیعت اوشخصي مزاج: ملامحمد عمرمجاهد د خپلې خاموشي ترڅنگ یو ډول خاص ظرافت او خوش طبعي هم لري نوموړی په هیچا باندې که څه هم په هر لحاظ تر ده کشر وي ځان لوړ نه گڼي، له خپلو ملگرو سره یې برخورد ډیر مینه ناک، صمیمانه، باشفقته او له متقابل احترامه ډک وي، په مجالسو کې زیاتره د جهاد په اړه بیان کوي. په اوسنیو حالاتوکې یې ورځنی مصروفیت: اوسنیو ستونزمنو امنیتي شرایطو او د دښمن له لوري سخت جدي تعقیب د ملا محمد عمرمجاهد په معمولي وظایفو او د اسلامي امارت د زعیم په توگه د جهادي چارو په تعقیب او تنظیم کې کوم تغیر نه دی راوستی. نوموړی خپله کاري ورځ د الله عزوجل په عبادت او د قرآن کریم په تلاوت پیلوي او د فرصت په مهال د قرآن کریم د بېلابیلو تفاسیرو او احادیثو مطالعه کوي، د یرغلگرو په خلاف د جهادي چارو مراقبت په ډیرجدیت سره کوي، د جهادي او پوځي امورو د ترتیب او سمبالښت په غرض په معینه طریقه جهادي قومندانانو ته اوامر او توجیهات صادروي، د جهادي نشراتي منابعو او نړیوالو خبري رسنیو له تعقیب څخه د یرغلگرو خلاف جهادي بریاوو او نورو موضوعاتو جاج اخلي ، او له همدې لارې د هیواد او نړۍ له ورځنيو پیښو ځان خبروي. دغه مصروفیتونه د نوموړي د ورځني ژوند اساسي مشغله ده. د ملامحمد عمر مجاهدتر مشرۍ لاندې اسلامي امارت: د ملامحمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې د افغانستان اسلامي امارت چې د ۱۴۱۵هـ ق کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۵ مې نیټه یې د یوه اسلامي خوځښت په حیث بنسټ ایښودل سوی او بیا یي گڼ پرمختیایي پړاونه وهلي تر دې چې د زرگونو علماء کرامو، مجاهدینو او عام مجاهد اولس ملاتړ او د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي حاکمیت د نفاذ ویاړ یي ترلاسه کړی دی، د یوه سوچه اسلامي امارت په حیث لا هم د هیواد په زیاترو سیمو سلطه لري او د غرب د کفري یرغلگرو په وړاندې په مسلحه مبارزه بوخت دی . د افغانستان د اسلامي امارت د اوسني تشکیل په رأس کې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د زعیم او امیر په حیث قرار لري، د نوموړي تر مشرۍ لاندې د امارت د نیابت مقام، رهبري شوری ، قضایه قوه، نهه اجرائیه کمیسیونونه او دری نور اداري جوړښتونه فعالیت لري ، چې همدا د اسلامي امارت اوسنی جوړښت یا تشکیل دی . د امارت د نیابت مقام یا مشرتابه، د ټولو ماتحتو اداراتو په نگرانۍ او مراقبت سربیره د هغوی کاري راپورونه تر امیرالمؤمنین پورې رسوي او د امارت د زعیم هدایات او اوامر و ټولو ذیربطه ادراتو ته رسوي . د امارت رهبري شوری د شلو تنو په شاوخوا کې غړي لري، اعضاء یې د اسلامي امارت د زعیم لخوا ټاکل کیږي او د امارت د نائب په مشرۍ غونډې کوي، دغه شورا د ټولو مهمو سیاسي، پوځي، اجتماعي او نورو حادو مسائلو په اړه سلا مشورې او پریکړې کوي . د اسلامي امارت قضایه قوه یو جلا او پراخ تشکیل دی، چې په ابتدایه او مرافعه محاکمو او د تمیز عالي ریاست باندې مشتمل دی او په خپل کاري برخه کې فعالیتونه پرمخ وړي . اوسنیو شرایطو او د وخت غوښتنو ته په پام سره د اسلامي امارت په تشکیل کې نهه کمیسیونونه جوړ سوي دي، د جهادي جریان ضرورت ته په پام سره د تشکیل له مخې ترټولو لوی کمیسیون نظامي کمیسیون دی چې په لسو حلقو مشتمل دی، د نظامي کمیسیون په تشکیل کي د افغانستان د ۳۴ ولایاتو لپاره نظامي مسؤلین یا والیان ، د ولسوالیو نظامي مسؤلین دغه راز د ولایاتو او ولسوالیو په سطحه کمیسیونونه هم راځي چې د نظامي او ملکي چارو د څارنې مسؤلیت په غاړه لري. نور کمیسیونونه په لاندې ډول دي، د تعلیم او تربیې کمیسیون، د سیاسي چارو کمیسیون، فرهنگي کمیسیون، اقتصادي کمیسیون، د صحت کمیسیون ، د دعوت ارشاد او جلب وجذب کمیسیون، د بندیانو د چارو کمیسیون او د مؤسساتو د چارو کمیسیون . د اسلامي امارت د اداري تشکیل پاتې ادارات د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره، د شهداء او معلولینو اداره او د ځینوخاصو عوایدو د راټولولو او تنظیم اداره دي . د ملا محمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې اسلامي امارت د یوه منظم او برحاله نظام په حیث له تیرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې د افغانستان په ډیره برخه حاکمیت لري، د خپل واک او حاکمیت په ساحه کې یي په رښتیني معنی اسلامي نظام حاکم کړی، امنیت تامین کړی او د مسلمان ملت سر، مال، عزت او ناموس یې په محفوظ کړی دی. په دې موده کې اسلامي امارت د سیمي د یوازیني برحال اسلامي نظام په حیث له خورا ډیرو ازمویښتونو او مشکلاتو سره مخامخ سوی، خو لله الحمد د الله تعالی په فضل او مرحمت تر دا مهاله له ټولو آزموینو بریالی او ژوندی وتلی او هر ځل یې په سختو شرایطو کې د ثبات او استقامت ثبوت وړاندې کړی دی . د طالبانو د غورځنگ جوړول کله چې روسي پوځيان په ١٩٨٩ زېږيز کال کې د افغانستان د له خاورې لاس په سر سول او په کابل کې د کمونيستي دولت د ړنگېدو وروسته، هېواد د بېلابېلو جهادي قوماندانانو په لاس کې پرېواته، دا د افغانستان د کورنۍ جگړو پېر و چې هر مجاهد به د سيمو د ترلاندې کولو او خپل واک پلي کولو په هڅه کې گڼ شمېر بې گناه وگړي ووژل. پدې وخت کې ملا عمر يو د هغو کسانو څخه وه چې ددې گډوډۍ د حل لپاره يې د طالبانو مشري پخپله غاړه واخيستله او ددغه نوي تحريک پيل يې وکړ. د هغه ټول پلويان د مدرسو طالبان وه چې د روسانو د يرغل وروسته پاکستان ته مهاجر سوي وه او هلته په کمپونو کې اوسېدل. په پيل کې سيمه ايزو خلکو د طالبانو پلوي کوله، دا ځکه چې دوی تر ډېره حده په دولت کې د درغلۍ، غلا او لوټمارۍ مخه نيولې وه. دوی ډېر ژر د افغانستان سويلي سيمې د خپل واک تر ولکې لاندې راوستې او گڼ شمېر جهادي قومندانان هم د دوی سره يوځای سول. د راپورونو له مخې ، د ١٩٩٤ کال په پېل کې، ملا محمد عمر د ٣٠ کسانو په مرسته چې يواځې ١٦ يې په ټوپکونو سمبال وه، هغه دوه انجونې چې د سيمه ايزو قومندانانو لخوا تښتول سوي وې او عزت يې لوټ سوی وه، وژغورلې. په هماغه کال کې د دوی تحريک نور هم په چټکۍ سره روان وه او د کال تر پايه يې ډېر نوم پېدا کړ. ډېر ژر يې د اسلامي مدرسو نه سرتېري برتي کړل. د ١٩٩٤ زېږيز کال تر نومبر مياشتې پورې ملا عمر دومره سرتېري درلودل چې اوس يې د ټول کندهار واک په لاس کې نيولی وه، او دا هغه مهال وه چې د طالبانو غورځنگ رامېنځ ته سو. د طالبانو لارښود په ١٩٩٦ زېږيز کال کې کله چې ملا محمد عمر د خرقې زيارت نه دباندې د حضرت محمد ص خرقه چې په صندوق کې کولپ سوې وه راووېستله او د کندهار خلکو ته يې وښودله نو د ملا محمد عمر پلويانو نوموړي ته د اميرالمومنين لقب ورکړ، أمير المؤمنين د ايمان لرونکو امير يا قومندان. ، د خلکو ترمېنځ داسې وييل کېده چې هر هغه څوک چې خرقه د خپل صندوق نه راوباسي نو هغه به د مسلمانانو لوی لارښود يا اميرالمومنين وي.. چې تر همدغې پېښې وروسته ډېر ژر په ١٩٩٦ زېږيز کال کې کابل د ملا محمد عمر د پوځونو له خوا ونيول سو. کله چې د افغانستان ډېرۍ سيمې او ولايتونه د طالبانو د واک ترلاندې راغلل نو په افغانستان کې ځينې نوي دولتي ادارې جوړې سوې چې پخوا په حکومت کې نوې. طالبانو په افغانستان کې د امر بل معروف او نهي عن المنکر په نوم يو وزارت جوړ کړ چې ددې وزارت دنده دا وه چې د عامو وگړو ورځيني چارچلند وڅاري چې آيا دوی شرعي احکام پلي کوي او که نه. په همدې توگه طالبانو د ١٩٩٧ زېږيز کال د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان رسمي نوم هم بدل کړ او د افغانستان اسلامي امارات په نوم يې ونوماوه. که څه هم چې کابل د پېړيو راپدېخوا د افغانستان پلازمېنه ده، خو ملا عمر د خپلې واکمنۍ پر مهال د خپل پلارني ټاټوبي نه کابل ته و نه کوچېده. وييل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايله دوه ځله ملا محمد عمر د کابل نه ليدنه کړې. هغه کندهار کې اوسېدنه غوره گڼله او د واک له لاسه ورکولو پورې همالته په کې اوسېده. د ملا محمد عمر د حکومت په کلونو کې طالبانو يو ډېر سخت دريزه قانون پلي کاوه. د طالبانو د واکمنيو په کلونو کې ښځو دباندې د کار حق نه درلود. يواځينی ځای چېرته چې ښځو کار کولای سو هغه د روغتيا څانگه وه چېرته چې ښځينه ډاکټرانو او رنځورپالانو د نورو ښځينه ناروغانو درملنه او پالنه کوله. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځينه ښوونځي نه وه او همدا هم يو سبب دی چې د افغانستان ښځينه برخه بې زده کړو او نالوستي پاتې سوه. د ښځو د ستر په هکله ډېر سخت دريزۍ نه کار اخيستل کېده او د افغاني دود دستور له مخې يواځې څادر د طالبانو د غوښتنو بسنه نه کوله. دوی پر ښځو باندې د بورقو او چادريو اغوستل هرومرو گڼل. د طالبانو په وخت کې ښځو ته اجازه نه وه چې پرته د کوم نارينه نژدې خپلوان نه د کور نه دباندې ووځي. څنگه چې په ښځو باندې د طالبانو فرمانونه پلي کېدل همدارنگه سړيو باندې هم ځينې بنديزونه ولگول سول. سړو باندې د ږيرو پرېښودل تحميلي سوه، همدارنگه د غېر اسلامي جامو او وېښتو جوړولو بنديز ولگېده. سينما گانې او موزيک سنټرونه بند سو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د غلو لاسونه ترې غوڅېدل، د جنسي جرمونو په تور ښکېل کسان وژل کېدل. په زنا تورن تر هغه مهاله په ډبرو ويشتل کېدل ترڅو ساه ترېنه ختله. په کابل کې دغه ډول سزا گانې د ټولو خلکو مخ ته د فوټبال په لوبغالي کې ترسره کېدلې. داسې هم وييل کېږي چې طالبانو ډېري کلتوري ميراثونه له مېنځه يووړل او په همدې توگه يې د افغانستان د ملي موزيم لرغوني او هنري آثار ويجاړ کړل. ملا محمد عمر د خپل د فرمانونو په دليل کې يواځې د اسلام د عزت او پياوړتيا خبره کوله. د نړېوالو ټولنو د نيوکو او نارو سره سره طالبانو په باميانو کې د نړۍ تر ټولو لويه بودايي پژۍ له مېنځه يوړله. دا پژۍ چې تاريخي قدامت يې په زرگونو کلونو وه او په ټوله نړۍ کې بې ساري پاتې وه د طالبانو د حکومت لخوا ړنگه سوه. په ۱۵ د نومبر، ۲۰۰۱ کال کې په امريکا باندې د ۹ د سپتمبر د حملو وروسته او د په طالبانو باندې د امريکا لخوا ځوابي يرغل وروسته، ملا محمد عمر د بي بي سي پښتو راډيو سره په مرکه وکړه چې په دې مرکه کې ملا محمد عمر د طالبانو د وفاداري غوښتنه وکړه او د امريکا د تباهۍ او له مېنځه تللو کار يې يو اوږده جگړه وبلله او په دې لوی کار کې يې د خپلو پلويانو ملاتړ وغوښت او دا يې هم وويل چې انشاالله ددوی جهاد به د امريکا او د هغوی د متحدينو پر وړاندې همداسې روان وي. په دې لړ کې د بي بي سي خبريال د ملا محمد عمر نه دا پوښتنه وکړه چې آيا منځلاري طالبان به د افغان حکومت سره د نوي حکومت په جوړولو کې يوځای سي، نو د ملا محمد عمر ادعا دا وه چې، ټول طالبان منځلاري دي. داسې دوه شيان دي: يو افراط دی او بل تفريط نو په دې برخه کې مونږ ټول منځلاري يو - او منځوۍ لار باندې روان يو. د ٢٠٠١ کال نه وروسته په ٢٠٠١ زېږيز کال کې چې کله امريکا او د امريکا متحدينو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جگړه پېل کړې، له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د ملا محمد عمر درک نه دی مالوم. هغه په يو نامالومه ځای کې پټ دی. ځينې خلک وايي چې هغه د پاکستان او افغانستان تر مېنځ پر پوله په قبايلي پښتني سيمو کې پټ دی، خو ددې خبرې پخلی لا تر اوسه پورې نه دی شوی. د امريکا د متحده آيالاتو حکومت د ملا عمر د نيولو لپاره او يا هم د داسې مالوماتو لپاره چې امريکايان د ملا محمد عمر په نيولو کې بريالي شي، د لسو ميليونو امريکايي ډالرو انعام ايښی دی. داسې وييل کېږي چې د ٢٠٠٦ زېږيز کال په جون مياشت کې ملا محمد عمر يو بيان خپور کړ چې په هغه کې ده په عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي په مړينه خپله خواشيني څرگنده کړې وه. په هغه بيان کې زرقوي يو شهيد بلل شوی وه او داسې ژمنه يې هم کړې وه چې په افغانستان او په عراق کې به د امريکايانو او د متحدينو پر ضد جهاد به هېڅکله د هغه په مړينه کمزوری نه شي. داسې وييل کېږي چې د ٢٠٠٦ کال د سېپټمبر په مياشت کې په وزيرستان کې د وزيري پښتنو او پاکستاني پوځ تر مېنځ جگړه کې هم ملا عمر اهم رول درلوده. ددې تر څنگ دا هم وييل کېږي چې ملا محمد عمر او د طالبانو د غورځنگ مخور پوځي لارښودانو ټولو سره لاس يو کړی چې په دې کې ملا دادالله او جلال الدين حقاني او د پخوانی جهادي مشر گلبدين حکمتيار ډله هم گډه ده. د ٢٠٠٦ زېږيز کال د ډسمبر په مياشت کې ملا محمد عمر يو بيان خپور کړ چې په هغه بيان کې يې د افغانستان نه د بهرنيو پوځونو د وېستلو ډاډ څرگند کړی. د ٢٠٠٧ زېږيز کال د جنوري په مياشت کې چې کله افغاني چارواکو د طالبانو وياند محمد حنيف ونيوه، نو وروسته د ږروېږنو يې افغاني چارواکو ته وويل چې ملا عمر د پاکستان په کوټه ښار کې اوسېږي او د پاکستاني څارگرې څانگې آی اس آی لخوا يې ساتنه کېږي. همداسې ورته څرگندونه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم په ٢٠٠٦ زېږيز کال کې کړې وه چې بيا وروسته پاکستاني چارواکو يې انکار وکړ. مرموزه وژنه ملا محمد عمر د کال په جولای میاشت کې د یو لړ استخباراتي رپوټونو پر بنسټ د خپل مرستیال ملا اختر محمد منصور له خوا یوه ډز په سینه او دوه ډزه په سینه ویشتل سوی او وژل سوی دی. نامتو پاکستاني ژورنالېست او خبریال رحیم الله یوسفزي له خولې لیکلي دي، چې پخوانی طالب مشر ملا محمد عمر د۵۵- ۶۰ کلونو ترمنځ عمر درلود، خو پیچلې مړینه یې د عمر له کبله نه، بلکې په ډزو وژل سوې دی. یوسفزی وايي : ملا محمد عمر له روسانو سره په جگړه کې څلور ځل ټپي سوې او ان یوه سترگه یې هم له لاسه ورکړې وه. نوموړی وايي : له طالبانو جلا شوې ډله فدايي محاذ هم دملا محمد عمر طبیعي مړینه نه مني او دا محاذ خو اوسنی مشر ملا اختر منصور او گل اقا د ملا محمد عمر پر وژنه تورنوي، پاکستانی خبریال ټینگار کوي، چې ملا محمد عمر دپاکستان په کراچۍ کې وژل سوې او ډیورنډ کرښې ته څېرمه زابل ولایت کې ښخ سوی دی. یوسف زی دا هم وايي : طالب مشرانو دملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب څخه غوښتي وو،چې دخپل پلار دمړینې یا وژنې په اړه چوپه خوله پاتې سي او دا خبر پټ وساتم. یوسف زی وايي : ځینې داسې راپورونه سته، چې د ملا محمد عمر یو شمېر نږدې ملگرو د نوموړی قبر راسپړلې دی او دا یې په خپلو سترگو لیدلي دي، چې ملا محمد عمر دوه مرمۍ پر سینه او یوه مرمۍ په تندي لگیدلی دی، دهمدې پرمختگ په اړه ملا یعقوب او ملا عبدالمنان نیازی تر اوسه چوپه خوله دي. پاکستانی خبریال سمیع یوسفزي نیوزویک مجلې ته د پخواني طالب مشر د مړینې اړوند خبرونو ته په کتنې د همدې مجلې له قوله د خپلې لیکنې په یوه برخه کې چې په ژمن وبپاڼه کې خپره سوې، لیکلي: .... ملا عبدالجبار، چې کله کوټې شورا خبره کړه دوه اونۍ وروسته د شورا مشر ملا اختر منصور او ملا عبدالقیوم ذاکر له دوو دیني عالمانو سره ناسته وکړه، سرچینه وايي ملا عبدالسلام او ملا عبدالحکیم د ملا محمد عمر لونگۍ اختر منصور ته وسپارله او دامیرالمومنین په توگه یې وټاکه، ملا عبدالحکیم مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه: ته اوس مشر سوې، په کار ده، چې د ملا عمر لار ته ادامه ورکړې. لیکوال دخپلې سرچینې له خولې لیکي : ملا عبدالقیوم ذاکر غوښتل، چې سمدلاسه د ملا عمر د مړینې اعلان وکړي، خو نورو یې مخالفت وکړ او دې ته یې قانع کړ، چې دا راز باید وساتل سي، کویټې شورا ډېره وړاندې ولاړه او خبرپاڼه یې خپره کړه، چې د ملا محمد عمر د برخلیک په اړه هیڅوک پوښتنه نه سي کولای او که هر چا دا راز رسوا کړ، هغه به د طالبانو محکمې ته وړاندې کېږي. کېدای سي د ملا محمد عمر د مړینې د راز پټ ساتلو ترشا نور لاملونه او اهدف هم شتون ولري او یا هم وروسته افشا سي، خو اوسمهال د هغو جزئیاتو ته لاس رسی له امکانه لرې ښکاري. بلخوا بیا ځینې طالب مشران د نوم نه ښودلو په شرط وایي چې طالب مشرانو دملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب څخه غوښتي وو، چې دخپل پلار دمړینې یا وژنې په اړه چوپه خوله پاتې شي او دا خبر پټ وساتم . خو وروسته د ملا محمد عمر اخند زوى ملا يعقوب مجاهد په يوه غونډه کې وويل چې ملا محمد عمر مجاهد په خپل طبعي مرگ باندي وفات سوى دى. خو ځیني شنونکي بیا داسي وایي چي عالي قدر امیر المؤمنین داسلامي امارت روحاني اوسیاسي مشر وو او دنړئ زیاتره مسلمانانو ورسره دخپلو مشرانو په توسط بیعت وکړ چي دنړیوالو مطبوعاتو په ارشیفونو او نشرشویو سیډیگانو او داولسونو په حافظو کي پراته دي چي په هغوی کي شهید اسامه بن لادن او ایمن الظواهري حفظه الله او داسي نور جهادي مشران ول چي له دې غازي او داسلام له خادم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد سره یې بیعت وکړ نوموړی اتل دامریکایي تاړاک په مهال له هیواد نه دیوه ساعت لپاره هم ونه ووت او په کوم ځای کي چي اوسیدی له هغه ځای نه یې دامارت سیاسي او نظامي چارې سامبالولې نوموړی غازي دافغانستان په تاریخ کي یوازنی شخصیت وو چي ورته خپل اولس لاس پر نامه ولاړوو او دده هر امر ته یې لبیک وایو دښاغلي غازي عمر دمړینې سبب دده مزمنه ناروغي وه چي نه یې غوښتل چي یو لوري ته دتداوي دپاره ولاړشي ځکه په داسي کار سره ممکن وو چي دی دي افشا سوی وای نو ده نه غوښتل چي دمسلمانانو زړونو ته دي په خپل ښکاره توب سره درد ورسوي او دامارت نظم دي له سوال سره مخ کړي او دامریکایانو،ناټو او ددوی دلاس پوڅو داشوم ارمان دي پوره سي دا ټول وخت یې له خپلواولادونو او کورنۍ څخه جلاتیر کړ خو داسلامی امارت او جهادي وقار پرتم یې هم داسي وساتلو لکه چي وو دده دمړیني په اړه دده زوی محترم مولوي محمدیعقوب وویل چي هغه دخپلې ورپیښې ناروغي له امله په حق ورسید الله دي ورباندي رحم وکړي په یو داسي صف کي چي قیادت یې غازي عمرکړی وي کله هم داسي نه پیښیږي چي دخپلو ملگرو له لوري دي هغه شهید کړل سي درحیم الله یوسف زي او سمیع یوسف زي دا خبرې چي دلوي ملاصاحب قبر وښندل سو او وکتل سو چي دوې مرمۍ په ټټر لکیدلی وو هغه هم دملا اختر محمد منصور حفظه الله له لوري نو دا ډیر خندوونکی خبر دی چي دسالم عقل څښتنان یې په هیڅ صورت نسي منلای او نه ورته دقناعت وړ دی او دنوي زعیم امیر المؤمنین ملا اختر محمد انتخاب دامارت دشیخانو او شورا ده ۱۸ غړو له لوري وسو او بیا ورپسې دافغانستان د۳۴ ولایتونو ولالیانو ولسوالانو دلگۍ مشرانو او عام خلکو له لوري بعت وسو او نوموړی یې دلوی ملاصاحب ځای ناستی انتخاب کړ او دده لپاره یې دوه معاونین لکه سراج الدین حقاني صاحب چي په خلیفه صاحب شهرت لري او ستر عالم هیبت الله اخوند زاده انتخاب سول او دافغانستان په لر اوبر کي دفتوحاتو زیري واوریدل سول چي دلسهاوو ولسوالیو تر څنگ دقندوز ولایت هم دمجاهدینو په لاس فتحه سو چي دالته او دهلمند په گڼو فتحه سویو ولسوالیو کي په سوونه ټانگونه او پوځي موټران او بې شمیره وسلې او مهمات له دښمن نه دمجاهدینو لاس ته ورغلل او لا هم دا دبریاوو دالړۍ دوام لري داسلامي امارت په وړاندي دغربي تاړاک په مهال دامیرالمؤ منین مرحوم په اړه دافغان اولس شاعرانو او لیکوالانو ډیر څه ولیکل چي زه یې دنمونې په شکل دملا راز محمد ساقیار یو څو له درده ډگ بیتونه را اخلم ځئ چي په توبو او مرکو ورسو غواړو به له خدای څخه امیر عمر - وبې ساتي خدای دعنکبوت په ټال لاړ سره له یاره مسافر عمر - پام کوه نظر بدي ترې واړوې نغښته لړزوي دځان په ویر عمر - ژوند که وفا وکړه او مر گی نه وو ستایو به په سوبو عالمگیر عمر - مات به کړي لښکردصلیبي ناقوس فتحې او نصرت ته منتظر عمر -۰۰۰۰۰۰ او یوه فارسي مجموعه یې هم لیکلې چي لومړی بیت یې دا دی بنامیکه درصلح جنگ آورد عمر را بیورش فرنگ آورد دا هم وګورئ په ٢٠٠١ کال کې په افغانستان کې جگړه د افغانستان کورنۍ جگړې١٩٩٦-٢٠٠١ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د روسانو جگړه طالبان د طالبانو سرکښي سرچينې باندنۍ تړنې د ملا محمد عمر سره د بي بي سي مرکه د بي بي سي له قوله د ملا محمد عمر ژوندليک د ملا محمد عمر په هکله د بي بي سي بيوگرافيکي مالومات د ملا محمد عمر په هکله د سپړلي جهاد د وېبپاڼې پېژندنڅېره گارډين: ملا عمر - د هغه له خولې نه ملا محمد عمر اخوند افغان طالبان افغان جنگسالاران ملا محمد عمر اخوند ملا محمد عمر اخوند ملا محمد عمر اخوند ملا محمد عمر اخوند ملا محمد عمر اخوند هېوادمشران ملايان کندهاریان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D8%B1%D9%88%D9%8A%D9%86%20%D9%81%D9%8A%D8%B6%20%D8%B2%D8%A7%D8%AF%D9%87%20%D9%85%D9%84%D8%A7%D9%84 | پروين فيض زاده ملال | پروین ملاله د پښتو د معاصرې شاعرۍ يوه پېژندل شوې څېره ده. د پښتنو ښځمنو شاعرانو په کتار کې د هغې شاعري ځانگړي مقام لرونکې ده. مخينه پروین ملال د ۱۳۳۷ لمریز کال د سلواغې په ۱۱ مه نېټه د کندهار ښار په درېیمه ناحیه کې د ارواښاد عبدالشکور خان پوپلزي دراني په علمي کورنۍ کې زېږېدلې ده. په شاعرۍ کې ځانگړى نوم لري. پروین ملال په ۱۳۶۲ لمریز کې د هېواد ستر فرهنگي شخصیت ارواښاد سید جان ملال سره واده وکړ،د واده څخه شپږ کاله پس په ۱۳۶۸لمریز کې ښاغلی ملال پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو او پروینه د ژوند سړو او تودو ته یوازې پاتې شوه، په همدې کال اغلې پاکستان ته کډواله شوه او نن سبا په کراچۍ کې ژوند کوي. زده کړې پروين فيض زاده ملال خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه وکړې، بیا تر دوولسم ټولگي یې د زرغونې انا په لېسه کې زده کړې ترسره کړې. دنده تر زده کړو وروسته مېرمن ملال د طلوع افغان ورځپاڼې د هنر او ادبیاتو د پاڼې مسووله شوه، په ۱۳۵۹ لمریز کې د افغانستان د ملي راډيو په سیاسي او ټولنیزه اداره کې د پروډیوسر د مرستیالې او بیا د پروډیوسرې په دنده وگمارل شوه. هلته یې د لسو کلنو تر مودې په ترسره کړې دنده کې ډېرې پروگرامونه لیکلي او توليد کړي دي. ادبي هلې- ځلې پروین ملال د شاعرۍ تر څنگ د لنډو کيسو په برخه کې د پام وړ هڅې کړي دي. د هغې په لوړ تخیل کې درد هم شته او رومان هم، جمال هم شته او جلال هم. دپروین شاعري بیخي فطري ده ـ پروین د خپلې قوي تجربې او ژورې مشاهدې په مټ په دا ډول پنځونې کړي دي چې هر انسان یې د خپل زړه درزا او دضمیر اواز گڼي. د شعر چاپي اثار د اوښکو تصور تبجنه سپوږمۍ سپوږمۍ په ځنگلزار کې د خزان طلايي پلونه پښتنې شاعرانې پښتنې ليکوالې |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AD%D9%85%D9%8A%D8%AF%20%D9%85%D9%88%D9%85%D9%86%D8%AF | حميد مومند | پلار او يا دا چې د چا زوی دی تر اوسه پورې کوم باوري او د قناعت وړ ماخذ هم نه شته، چې بشپړ مالومات په کې وي، خو د اوسمهالو ليکوالانو له ډلې څخه يوه نوماند ليکوال محمد اصف صميم يې د پلار نوم عبدالحق ښودلی دی. ۱ د زوکړې ريښتينې نېټه يې نه ده څرگنده، خو داسې گومان کيږي چې د يوولسمې يونيزې هجري پيړۍ په اخرو کې به زيږېدلی وي. ۲ د پښتو ادب څېړونکو دده په ديوان کې ځينې تاريخي پېښو ته دڅنگزنو اشارو له امله د ده د زوکړې نېټه په خپل خپل تحليل ښودلې ده. پوهاند حبيبي وايي چې په ۱۱۰۰ ه ق کال زېږېدلی دی، همدغه نظر رښتين صاحب او الفت صاحب هم تايید کړی. خوو بېنوا صاحب بيا د ۱۰۷۵ ه ق ښودلې ده، ډاکټر انوارالحق په در و مرجان کې ۱۰۷۵ ۱۰۸۰ ترمنځ ښوولې ده. همېش خليل د ورکې خزانې په لومړي ټوک کې د حميد بابا د زوکړې نېټه ۱۰۸۳ ه ق گنلې وه، خو داسې ښکاري چې د اورنگزېب د پاچاهۍ پر مهال يې دشعر هنگامه گرمه وه؛ لکه چې وايي: سره له دې يې هم د اورنگزيب عالمگير مړينې ۱۱۱۸- ۱۰۶۸ ته هم په يوه بيت کې دا ډول څنگزنه اشاره کړې ده. څوک چې دغه مهال د شعر ويلو داسې قريحه ولري، چې مهم ټولنيز او سياسي حالات په خپل شعر کې رانغاړي، هغه به د ژوندانه د څلي په نيمايي او يا هم د ژوند پوخوالي ته رسېدلی وي، نو په همدغه لاسوند د حميد بابا د زوکړې نېټه موږ د دېوان د دننېو شواهدو پر بنسټ تر ۱۰۸۰ ه ق راپه دېخوا اټکل کولی شو. د بابا په باب ډېر پوهان، ليکوالان او څېړونکي په يوه خوله دي او وايي چې مومند دی، خو قوم يې ماشوخېل دی، چې د مومندو يوه پښه گڼلی کيږي؛ لکه چې وايی: د حميد بابا د دېوان او نورو اثارو څخه دا جوتيږي چې عبدالحميد د خپل مهال مروجه علوم لوستي وو او په خپل وخت کې په ملا عبدالحميد نوماند وو. د ا خبره چې دی ملا وو د ده د ځينو اثارو د خطي نسخو په پای کې ليدل کيږي. ۱ په پاړسي، عربي او هندي ژبې پوهېدو. همدا ډول د حميد بابا د مړينې او مزار په باب کورني او بهرني څېړونکي او ليکوالان تر ۱۳۳۸ لمريز ۱۹۵۹ زېږديز پورې په دې اند وو، چې گڼې حميد مومند تر ۱۱۴۵ ه ق پورې ژوندی وو او يا د بلومهرټ پر ژبه په همدغه کال مړ دی. خو، د حميد بابا د شرعة الاسلام په پيدا کېدو سره دغه گروهه واوښته او تر ۱۱۴۸ پورې يې ژوند يقيني شو؛ ښايي تر ۱۱۵۰ پورې ژوندی وي او دا چې د مړينې جوته نېټه يې نه ده څرگنده، خو دا ښکاره ده چې مزار يې د ماشوگگر په هغه لويه هديره کې دی، چې د کلي ترڅنگ د خوړ پورې غاړې سوېل ده دې ته پرته ده. ۲ زوکړه دحميدبابابا په ژوندخبرې کول يوڅه ستونزمن کاردى داځکه چې ټولو ادبي تاريخونو ،تذکرو اونورو دې ته ورته اثاروکې دده دژوند اوکورنۍ دحال په باب ضد خبرې موندل کيږي . دپښتو ادب څيړونکو دده په ديوان کې ځينو تاريخې پيښوته داشارو له امله دده دزوکړې نيټه په خپل تحليلي ډول ډول ښودلى ده . پوهاند عبدالحى حبيبي په خپلو ټولو اثاروکې دحميد دزوکوې نيټه ١١٠٠هـ ق کال ښودلى دى .١ ٢:ص٢٣٢ . پوهاند صديق الله رښتين دده زوکړى نيټه دحميدديوان دهغې چاپي نسخې په مقدمه کې چې پښتو ټولنې خپورکړى ١٠٧٥هـ ق کال ښودلى دى ٣:ص ٣٣.همدرانګه هميش خليل دورکې خزانې په لومړى ټوک کې دحميد دزوکړې نيټه ١٠٨٣ هـ ق کال ښودلي دى.٣٤:٢٣٥. داکترانوارالحق درمرجان په مقدمه کې دغه نيټه د ١٠٧٥ ١٠٨٠ هـ ق کال ښودلي ده .٤٥:ص١. خوپه اريانا دايرۀ المعارف په پنځم ټوک کې دحميد دزوکړې تر ١١٠٠ هـ ش کال دمخ ښودل شوي د ه. اوس چې دحميد دزوکړې په هکله دپښتو ادبي تاريخ دپوهانو نظريات راوړل نوددغو نظرياتو ترڅنګه دده ديوان ته هم مراجعه کوو اودزوکړې دکال دمعلومولو لپاره يې وقايع پکې ګورو ، اوبيا دهغو له له مخې يې دزوکړې دنيټې اټکل کوو، دحميد دديوان مطالعه څرګنده وي چې داورنګزيب عالمګير دپاچهي په وخت کې دده دشاعرۍ هنګامه ګرمه وه ، دمثال په توګه له دې بيته : په قـــــــــــــــــــــــوت ديـــــــــــاددردګـــــــــدايۍ داورنګ پادشاه ترتخت لاندې مواس شوم ١١٢:ص ٢٠٢ . پورتنۍ موضوع ډېره ښه ښکاري . سربيره پردې يې داورنګزيب عالمګير ١٠٦٨- ١١١٨ هـ ق مړينى ته هم اشاره کړى ده : څه به شورنه وي دهند په ميخــــــانه کې چې اورنګ څخه دحکم جام نسکور شو ٢١٢:ص٢٠٢. داورنګ دمړينې کال ١١١٨ هـ ق کال دى څوک چې دغه مهال دشعر ويلو داسې قريحه ولري چې ډېر مهم اجتماعي اوسياسي حالات په شعر کې بيان کړي په يوه ځاى کې يې داورنګزيب بې نياويو اوخودسريو ته هم اشاره کړى ده دښاغلي زلمي هيوادمل په وينا نوايا دې به په دغه مهال څوکلن وي ؟ حتماً وايو تر ديرشو کالو زيات ، نودهمدې اټکل له مخې دحميد دزوکړې نيټه دده دديوان دداخلي شهادتونو له مخې ١٠٨٠ هـ ق کال څخه راپدې خوا کولاى شو . ټاټوبى : لکه څنګه چې دحميد بابا دزوکړې په هکله څيړونکي سره مختلف وو همداډول دحميد دې لاندې بيت : چې دعشق طاغوني رنځ دحميد مـــــل شو زربه ښخ په هديره شي دمــــــــــــــــــــــــــــاشو ټولوڅيړنکو اوحتى مستشرقينو ته داښودلي ده ، چې دحميد ټاټوبي دپيښوردښارلمرپريواته ته ، واقـــــــــــــــــــع د ماشوخيلو کلي بولي ، مګر مستشرقينو ته دانه وه معلومه چې دپيښتو دکلاسيک ادب دغه عظيم شان شاعردپيښور دجنوبي خواپه اته ميلۍ کې بډه بيرې ته نزدې د ماشوګګر په کلي کې زوکړى اوهورې يې استوګنه درلوده ،نه په ماشوخيلو کې ، دماشوخيلواوماشوګګرترمنځ واټن درې ميله دى ، دغه کلى دکوهاټ اوپيښور دلوى سرک پرغاړه واقع دى . دحميد نيرنګ عشق دهغې چاپي نسخى په سرپاڼه کې چې په ١٢٨٤ هـ ق کال دپيښور کال په مصطفايي مطبعه کې چاپ شوي ده داسې کښل شوى : تاليف دعبدالحميد مومند دماشوګګر همدارنګه دنيرنګ عشق هغه مخطوطه چې دکابل پوهنتون په کتابخانه کې ساتل کيږي ، دهغې په پاى کې هم داکښل شوي چې دحميد د ماشوګګر اوسيدونکى ؤ . ١١٢:ص٩. ټبر: دحميد دټبرپه باب که مستشرقينو اونورو پښتنو پوهانو څه کښلي ، نو حميد دزوکړى دځاى اوځينو نورو خارجي دلايلو په بناء يې دى په قام مومند ښوولى دى . دحميد دديوان په ډېرو نسخوکې که يوڅيړونکى دده قوميت په باب دداخلي دليل پلټنه وکړي ، نوپرته له دې بيته : دحميد دساده شعر کمال ګوره چې شمله شوه دتمام سړبني نورڅه نه شي پيداکولى . نودهمدغو خارجي اوضعيفو داخلي دلايلو په بناء پښتو تذکره ليکوونکو ، اودحميد داثارو خپرونکو دده دقوميت په باب داسې نظريي څرګندې کړي دي چې حميد بابا په خټه ماشوخيل و چې دمومندو يو ه پښه ده ٢ ٢:ص٢٣٢. همدرانګه قاضي عبدالسلام دادبي سوغات په ٣١٠ مخ چې دريم چاپ يې په پيښورکې په ١٣٧٠ هـ ق کال کې چاپ شوى ، ليکلي دي : حميد په خټه ماشوخيل دى چې دمومندو يوه پښه ده ، اودپيښور په لته دسړبن په کلي کې هستوګنه اوژوندکاوه . هميش خليل هم چې دنيرنګ عشق کومه نيمګړې نسخه په ورکه خزانه لومړى ټوک کې خپره کړى ده هلته يې دده دټبر په باب داسې کښلي دي : .... ولى بيا هم دډير معتبر داخلي اوجارجي شهادت له رويه موږ دا ويلي شو چې حميد بابا په قوم دباړې مومند ؤ. مګر دغو ښاغلو څيړونکو ته دحميد په اثاروکې داسې کوم سند نه ولاسته ورغلى چې حميد دې پخپله دخپل ټبر اوقوم په باب څه پکې ويلي وي خودملا ښايسته خان په خطي جونګ کې دحميد دوي غزلې له شاعرانه تصلفه ډک لاندې دوه بيتونه لري: دمومند جوهر خانې لره دې راشي که څوک غواړي ښه لعلونه يمني دمومند دمينې کوټ به کره ووځي که پرې پيښ شي نکته دان دانا صراف ددې بيتونو پيداکيدل دحميددټبر په هکله داسې شهودي دلايل دي چې هيڅ رد نه شي پيداکولي . دپښتو په پخوا نيو شاعرانو کې کاظم خان شيدا ١١٣٥ ١١٩٤ هـ ق هم دخپل ديوان په يوځاى کې داسې ويلي دي : چې مومندو قيل وقال کړ يعنې دوى سحر حلال کړ دې بيت ته لمن ليک کې ليکل شوي دي : مطلب رحمان بابا اوحميد بابا دى . ١ ٨:ص٤ . زده کړه : دحميد بابا ديوان اودنورو اثارو مطالعه داخبره په ډا ګه کوي چې حميد دخپل وخت دوديز علوم لوستي وو ، په ديني اوشرعي علوموکې دښې مطالعې څښتن و ، اوپه ادبي علومو کې يې هم ښه لاس درلود ، په پارسي اوعربي اوحتى دهندي ژبو په ځينو لهجوپوهيده . په ديوان کې يې ديوې پښتو هندي ملمع غزلې اوځيني هندي الاصله لغاتونو موجوديت ددې خبرې ښه لاسوند دى . دده داثارو مطالعه داهم راښيي چې حميد له پښتو ادبه سربيره په پارسي ادب کې هم ژوره مطالعه درلوده ، اوددې ژبې په ادبياتو هم لاس برى و ، دده له اثارو اوادبي مهارته داهم راڅرګنديږي چې ده په کوچنيوالي کې په زده کړه پيل کړى وي . ځيني څيړونکي په دې ګروه دي چې حميد مدرس ملا ؤ اودمروجو علومو طالب العلمانو ته يې تدريس کاوه ، ددې ادعا ملا تړ دده ځينو اثارو دمخطوطاتو له اختتاميه ليکنو هم څرګنډيږي ، دحميد نيرنګ عشق هغه خطي نسخه ده چې دزلمي هيوادمل په کتابخانه کې خوندي ده ، دهغې په پاى کې کښل شوي دي : تمت تمام شد نيرنګ عشق ازتصانيف مولوي عبدالحميد پشاوري . مړينه اومزار : ډيرو څيړونکو په روايتي ډول دحميد دمړينې نيټه ١١٤٥ هـ ش ښودلى ده خو دحميد په شرعة الاسلام کې دقوي شهودي دليل په پيداکيدو سره هغه مات شو خوسره له دې ځينې ښاغلي دراورټي نظر چې ګواکي حميد په ١١٤٥ هـ ق کې زيږيدلى دى اوس هم مني ،بايد يادونه وشي چې تر ١١٤٨ هـ ق کال پورې دحميد دژوند يقيني توب کومه روايتي خبره نه ده اوچايې روايت نه دى کړى ، بلکې شاعر په خپله دشرعة الاسلام په خاتمه کې ويلي دي : خــــــــــــــــانمـــــــــــه کړه په خير چې لــه خيره نه شم غير وکړه مــا خداى ته داتيښته په زرســـل اته څلويښته دشوال په شپږ ويشــــــــــــــتم په دا داد خـــداى وکتم که کا خـــــــــــداى دافيروزي دحــــــــميد فقــــير روزي دحميد دمړيني يقيني تاريخ نه دى څرګند ، ځکه دراورټي نظر چې دده مرګ کال يې ١١٤٥ هـ ق بللى ؤ دشرعة الاسلام په پيداکيدو سره باطل شو ، بل داسې سند دده دمړينې په باب په لاس کې نه شته خو په ديوان کې له يوه بيته ښکاري چې تر پنځه پنځوس کلنۍ پورې رسيدلى دى ، دى وايي : له هغه چې پوهيدلى په ښه بديم رسيدلى دپنجاوپنج ترحديم اوله يوه بله بيته يې داهم ښکاري چې ډير سپين ږيرى شوى ، اوزوړوالي يې ملا غبرګه کړې ده ، ده ويلي دي : چې پيري مې ږيره سپينه کړه ملا بغرګه بويه قد دسروى قــصـــــــــــــــا تر تخرګه ١١٢:ص٣٠٦. دغه رنګه له يوه بل بيته يې داهم ښکاري ، چې شاعر دمحمد شاه مغلولي ١١٣٠ ١١٦٠ هـ ق په زمانه کې ژوندکړى دى ، دى وايي : که دښکلو د درګاه ګدايي مومم هى توبه دمحمد شاه له سلطنته ٢١٢:ص٢٥٣. له دغو بيتونو پرته مونږ په دې باب بل کوم سند دده په اثارو کې نشو پيداکولى ، خو لوى استاد ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبي په خپلو وروستيو اثاروکې دحميد له نامه سره دغه اعداد ١١٠٠ ١١٥٠ هـ ق کښلى دى . دحميد مزار دماشو ګګر په لويه هديره کې دى ، دادبيات سرحد مولف ليکلي دي: چې قبر يې خاورين اوډير خسته حال دى . مګر نوى روايات داسې دي چې دغه قبر جوړشوى اوکله کله دادبيانو اوشاعرانو مشاعرې پرې کيږي . همدارنګه ويل شوي دي چې : دماشوګګر دبهلول زو په هديره کې دحميد په نامه قبر مشهور دى اوکوم پوخ قبر چې اوس پهدې هديره کې دحميد په نامه جوړشوى دى ، ويلى شي دمشهورحميد بابا دى اوداهم بايد هيره نه کړئ چې بهلول زي په عامه اصطلاح بالړزي تلفظ کوي . اثاراوتاليفات : تراوسه دحميد بابا څلوراثاره پيداشوي دي چې په لاندې توګه معرفي کيږي : ١ ديوان : دحميد په اثارو کې دډير شهرت څښتن دده ديوان دى ، چې دپښتو په ادبي حلقوکې د درومرجان په نامه شهرت لري. ٢ نيرنګ عشق : دحميد په داستاني مثنو ياتو کې نيرنګ عشق هغه لوړ ادبي شهکار دى چې په پښتنې ادبي حلقو کې يې هم ښه شهرت ګټلى دى . داد عزيز اوشاهد دمينې داستان دى ، چې په پارسي ژبه دپنجاب دکنجاه نومې کلي اوسيدونکى داورنګ زيب مغولي د دورې شاعر مولانا محمداکرم غنيمت په ١٠٩٦ هـ ق کال کې په پارسي نظم کړى وه اوبيا پښتون شاعر حميد بابا ددغې مثنوي پښتو ژباړه ، دپښتنو دادبي دنيا ذوقمندانو ته وړاندې کړي ده . ٣ شاه ګدا: دشاه ګدا کيسه دحميد بابا بل داستان دى ، دغه داستان دهلالي چغتايي له درې شه و درويش نه دغلام محمد اخونزاده په سپارښتنه ترجمه کړى دى . ٤ شرعة الاسلام : داهم دحميد بابا څلورم اثردى ، ددې اثر پيداکيدل حميد پيژندونکو اودپښتو ادبي تاريخ څيړونکو ته دڅيړنې اوتحقيق نوى ورپرانيست . دتجنيس لنډه پيژندنه تجنيس همجنس کول ١١٠:ص ٣٧٧.تجنيس ، جناس ، تجانس اومجانسه دعربي ژبي هغه مترادف کلمات دي چې الفاظ يې بيل اومعنى يې يوه ده په لغت کې يوشانوالى ، ورته والې ، يورنګوالې ، همجنسي توب له يوه جنسه ٢٧ :ص ٢١٤ .ته ويل کيږي لکه څنګه دنامه څخه يې معلوميږي دعربي ژبئ کلمه ده او اوس هم په خپل شکل کارول کيږي دغه صفت دعربي ژبې په ادبياتو کې رواج وموند خو داچې زمونږ ژبه کې رواج لري داځکه چې داسلام مقدس دين ستر کتاب په عربي ژبه نازل شوى دى نوداسلام دين چې کله افغانستان ته راغى نو دعربي ژبې زياتي کلمې زمونږ ژبې ته راننوتلې اوهمدارنګه زمونږ اکثره پخوانيو علماو عربي ژبه اودعربي ژبې علوم زده کړي وه چې په دې وجه دعربي ژبي ادبيات پښتوته هم راغلي دي تجنيس هم ددې له جملې څخه دي چې دبديع علم يافن پورې اړه لري په پښتو ژبه کې رواج ومونداودوخت په تيريدو سره يې پرمختګ وکړ دادبي فنونو په اصطلاح کې هغه صنعت ته ويل کيږي چې دوينا يا شعر په يوبيت يانيم بيتي کې دوې يا زياتې داسې کلمي راشي چې په بڼه ، وزن ، دتورو په شمېر ، ليک اولوست کې يوشان يا څه سره ورته وي اوپه معنى کې سره توپير ولري جناس تجنيس تجانس اومتجانسه بلل کيږي ٣١١:ص ٧٨.لکه څنګه چې بيلا بيل علوم ورځ په ورځ پرمختګ کوي په همدې ډول په ادب کې هم پرمختګ اونوښتونه رامنځته کيږي لکه څنګه چې دبديع علم ته هم نوى وايي چې تجنيس دادبي صنعتونو په لومړي سرکې راځي په لومړى سرکې لنډ بيايې ډولونه پيداکړه چې تراوسه يې ځينو اوه اوځينو لس ډولونه ښودلي دي يا پيژندل شوي چې بيا هرډول يې پهډوه يادرې قسمه دي خولکه څنګه چې زمونږ علمي رساله دعبدالحميد مومند په کلياتو کې تجنيس دى نوما په دې کلياتو کې په اوه ډوله تجنيس وموند چې په لاندې ډول به هر يو واضع شي . ١- تام تجنيس : تام په لغت کې پوره بشپړ ټول يا خيلو اکتوب ته وايي په ادبي اصطلاح کې ادبي صنعت ته ويل کيږي چې دمتجانسو کلمو دتورو په شمير وزن بڼه ليک اولوست تلفظ کې يوشان وي او يواز ې په معنې کې سره توپير ولري اوپه دوه ډوله دى١١١:ص٧٨. الف : تام مماثل تجنيس مماثل په لغت کې ورته يا متشابه ته وايې اودبديع علم په اصطلاح کې هغه صنعت ته ويل کيږي چې متجانسې کلمې دواړه نوم يا فعل وي دعبدالحميد مومند په کلياتو کې مثالونه دادي : ساده روى خط ته هوس له سادګۍ کا وچمن ته پريښوى نشي دچمن لاس ٢٩:ص٧٦. په پورته بيت کې لومړى چمن دشين ځاى په مانا اودويم چمن دنه منونکي يا سرکښ په معنې راغلى دى چې تام مماثل بلل کيږي . دانايان له دښمنانو سلانه کا ته به څه کوې دنفس شيطان سلا ٣٩:ص٢. دپورته بيت لومړنۍ سلا کلمه دمشورې په مانا راغلې ده اوپه دويمه کلمه کې دمنلو په مانا راغلې ده چې تام مماثل تجنيس بلل کيږې . نه زما ده نه دستا ده دادنيا پاتې شوې له هرچا ده دادنيا ٤٩:ص٢. دپورته بيت لومړۍ دنيا کلمه دمال اودولت په مانا راغلې ده اودويمه کلمه دنړۍ په مانا راغلې ده چې تام مماثل تجنيس بلل کيږي . ماخوښه دتورو سترګو په تور نيسې فلک کوم له نوره خلقه کى کور کا ١٩:ص٩. په پورته بيت کې لومړى متجانيسه کلمه تور رنګ په مانا رغلې ده اودويمه دتورکلمه دتهمت په مانا راغلې ده. چې. اوره مه اوره وينه مه وينه حميده ! دړوندو په کلي کور عالم ځان کورکا ٢٩:ص١٠. دپورته بيت لومړۍ متجانيسه کلمه کور دکاله خانه په مانا اودويمه کور دړوند په مانا راغلې ده چې تام مماثل تجنيس بلل کيږي . هلته څه غرض چې نه غرض متل دى ځکه نه کا په ډيوه بلبل غرض ٣٩:ص٢٠. دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى اودويمه غرض کلمه دمطلب يا هدف په نامه راغلې دي اودويمه کلمه دلاسوهنې يا کارلرلو په مانا راغلې ده چې دبديع علم له مخې تام مماثل تجنيس بلل کيږي . په محنت سره تڼاکې لاس چمن دى څه په لعلو پسې مږي چمن خلق ٤٩:ص٢٠. دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى متجانسه کلمه چمن دګلزار په مانا راغلې ده اودويمه چمن کلمه ده نه منونکي پښيمانۍ په مانا راغې ده چې دبديع علم له مخې تام مماثل تجنيس بلل کيږي . له نااهلو دزړه راز ساتلى بويه وچمن ته پېيښونه شي چمن خلق ١٩ :ص١٢١. دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى متجانسه کلمه دشين يا ګل ګلزار ځاى په مانا راغلې ده اودويمه چمن کلمه دنا اهلو يامغرور سرکښو په مانا رغلې ده چې دبديع علم له مخې تام مماثل تجنيس بلل کيږي . زه حميد واړه پوچ ګوى يم سرترسره بې له دې چې دخوبانو ګفتګوکړم ٢٩:ص٢٩٧. دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى متجانسه کلمه سر پيل يا شروع په مانا راغلې ده اودويم سر داخر يا پاى په مانا راغلې ده چې تام مماثل تجنيس بلل کيږي . چې په مادي هم له مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــادي پرې ناحق دبل ايداد کړم ٣٩:ص١٠٤ . دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى کلمه مادي دتحمل بار يا ذمه وارۍ په مانا راغلې ده اودويم مادي اړيکي يارابطي په مانا راغلي ده چې دبديع علم له مخې تام مماثل تجنيس په نامه ياديږي . که هرڅويې دزارۍ پېشه کړه پېشه هيڅ يې نه مونده زړه سوى له بدانديشه دپورته بيت په متجانسوکلمو کې لومړى متجانسه متجانسه کله پيشه دکسب يا کاروبارپه مانا راغلې ده اودويمه پيشه دوړاندې کولو په مانا راغلي ده . ما بـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلا جفا واړه درګوره پس له دې مې په هــــــــــــــــجران مه وژنه ګوره ١٩:ص١٢٠. دپورته بيت په متجانسوکلمو کې لومړى متجانسه کلمه ګوره دليدلو په مانا اودويمه ګوره دمتوجه اوپاملرنې يا تاکيد په مانا راغلې ده چې دواړه کلمې نومونه دي ځکه يې تام مماثل تجنيس بولي . چې چپچلى دې دعشق بې دمه ماريم خودبه راڅخه اوکاږي يــــــــــــــــــودم ٢٩:ص٢٤١ . دپورته بيت ددم په کلمه کې تجنيس راغلى دى ، لومړى دم د اودې په مانا ، دويم دم دسا په مانا اودرېم دم دوخت په مانا کارول شوى دى اودريواړه نومونه دي . ب مستوفي تام تجنيس که چيرته له متجانسو کلمو څخه يوه يې نوم اوبله يې فعل کارول شوى وي نومړى تجنيس يې بولي ٢٩:ص٢٥٢. لکه دعبدالحميد مومند کليات په يوه بيت کې : چې دشونډو دې خوراک شوې بُتا ! ويني له هوسه نه سهېږي زمـــــــــــــــــــــــــا ويني دپورته بيت د وينې په کلمه کې تجنيس پيښ شوى دى ، لومړى وينې دليدو په مانا اودويم ونيې دخون په مانا کارول شوى دى داچې لومړى وينې فعل اودويم يې نوم دى نوځکه يې مستوفي تام تجنيس بولي. له ژړايې هسې اوښکې په مخ سروې ګويا بهنده چينې دغره په سروې ٢٩:ص٥٢٧. دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى متجانسه کلمه سروې بهيدولوياروانې په مانا دى اودويمه کلمه سروې دسريا پورتنۍ برخې په مانا رغلي دي چې لومړى کلمه فعل اودويمه کلمه نوم ياصفت دى نوځکه يې تام مستوفي تجنيس بولي. چې عزت دسردار انودرويشي ده هسې فخر دنبيانو درويشي ده٣٩:ص٥٠٨. دپورته بيت د درويشي په کلمو کې تجنيس پيښ شوى دى لومړى درويشي دلباس په مانا اودويمه درويشي دفقر په مانا رغلي دي چې يويې نوم اوبل يې فعل دى ځکه يې مستوفي تجنيس بولي . ناقص نيمګړى تجنيس : دتجنيس هغه ډول دى تچې متجانسې کلمې په بڼه اودنورو په شمېر کې سره يو شان وي مګر توپير يې يوازې په يوغږ تلفظ اومانا کې وي لکه دعبدلحميد مومند په ځينو بيتونوکې چې په لاندې ډول دي : چې يوه ګړۍ وصــــــال راڅخه پس کړي شي ګړۍ له ډېرې ځـــــلې په ما کال پس ٢٩:ص٧٨. دپورته بيت په پس کلمه کې ناقص تجنيس راغلى دى لومړى پس دوروسته په مانا اودويم پس دنااهله انسان په مانا راغلى دى د حميد دزړه ړڼا په ښکلي مخ ده په داکورکې نشته بله بله شمع ٣٩:ص٩٥. دپورته بيت په متجانسو کلمو کې ناقص تجنيس راغلى دى لومړى کلمه بله په ب زور دى اود دويمي کلمي بله دب په زوره کى دى چې په ويون ياتلفظ کې فرق لري اودبديع علم له مخې ناقص تجنيس بلل کيږي . چې استا ددهغه ګروه په هر هنر شو لــــــــــــــــــه صدفه لکه درښهردرشو دپورته بيت په متجانسو کلمو کې ناقص تجنيس واقع شوى دى ځکه چې لومړى کلمه در ددال پيښ دى اودويمي کلمي ددال زور دى چې په تلفظ کې توپيرلري نوځکه يې ناقص تجنيس بولي ! داپيغام چې دشاهد دغوږ و درشو په شکست کې پير ، په پېر دبهادرشو ١٩:ص٣٠١ . دپورته کلمه کې اوږده دپير په متجانسو کلمو کې دلومړى پير څرګنده ى ده اودويمه کلمه کې اوږده ې راغلې ده چې په تلفظ کې توپير لري نوناقص تجنيس بلل کيږي . لا احصاء ثنا ، دجبر عذر خواهي کړه په داخپلې کوتاهۍ دلارې کوتاهي کړه ٢٩:ص٤٥٧ . دپورته بيت کوتاهي په متجانسو کلمو کې لومړى کلمې زورکۍ واله يا ده اوددويمې کلمې څرګنده ي ده چې دبديع علم له مخي ناقص نيمګړى تجنيس بلل کيږي . زايد تجنيس : زايد په لغت کې زيات کړل شوي ته وايې او په ادبي اصطلاح کې هغه ادبي صنعت دى چې له متجانسو کلمو څخه ديوې په سر، مينځ يا پاى کې يو تورى زيات راغلى وي اوپه دوه ډوله دى . الف مزيد تجنيس : که له متجانيسو کلمو څخه ديوې په سرکې يوتورى زيات راغلى وي مزيد تجنيس ورته وايې ٣١١:ص٨٤. لکه عبدالحميد مومند په لاندې بيتونو کې ګورو : څوبه ګورم دقيامت و ورځوشپوته دانجام په دم قــــــــــدم کې داغاز را١٩:ص١. دپورته بيت دم ، قدم په متجانيسو کلمو کې دقدم په متجانيسو کلموکې دقدم په کلمو کې ق تورى زيات راغلى دى داچې زيات تورى دکلمې په سرکې راغلى دى دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . نه له تارسره ســـــــــــهيږم نه بې تا مبتلادې کـــــــــــــړم په څه بلا بتا٢٩:ص٤١. دپورته بيت تا،بُتا په متجانيسو کلموکې دبُتا کلمې په سرکې يو تورى زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . دم قدم دخپل دم خـــواهش راکې هيڅ نشته کاغذي روغ کـــــــــــــــــــــړى بت تش کالبوت ٣٩:ص ٤١ . دپورته بيت دم ، قدم په متجانيسو کلموکې دقدم کلمه کې دسر تورى ق زيات راغلى دى دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . چې ګـــــــــــــــــــرميږي په ازاربازار دښکلو نه اړکــــــــــــــــــــــــــــــــېږي په ازاردپيرفقير٤٩:ص٦٤ دپورته بيت ازار ، بازار په متجانسو کلموکې دبازار په کلمه کې دسر تورى ب تورى دازرد کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . چې دښکليو کش مکش پرې نه تيريږي په داهسې ســــــــــــــــــــلامته ږيره تف ١٩:ص١٠١. دپورته بيت کش ، مکش متجانيسو کلموکې دمکش په کلمه کې دسرتورى م دکش له مخې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس ورته وايي . چې واهه به يې په داشـــــکرو شخوند لولو لو به يې هالــــــــــه کاوه خوند ٢٩:ص٢٧٣. دپورته بيت خوند، شخوند متجانيسو کلمو کې دشخوند په کلمه کې دسر ش تورى دخوند له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . ساده دل په مينه واخيسته دامينه بل جواب باندې ونه شو بې امينه ٣٩:ص٤١٤. دپورته بيت مينه ، امينه په متجانيسو کلمو کې دامينه په کلمه کې دسر تورى الف توري دمينه له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . ده رټلي ، خداى ج رټلي دي بېشکه ده ترټلي خداى ج ترټلي دي بې شکه ٤٩:ص٤٥٥. دپورته بيت په رټلي ، ترټلي په متجانيسو کلمو کې دترټلي کلمي په سرکې دت تورى درټلي دکلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . په ساده حسن وجمال هسې رنګين شه چې جهان يې دخوبۍ لاندې ترنګين شه ١٩:ص٤٥٧. دپورته بيت رنګين اوترنګين په متجانيسو کلمو کېدترنګين کلمې دسرتورى ت درنګينې له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . زُ حل حل ځيني مشکل دهر محل که عطارد په عطارد دخط نهل که ٢٩:ص٤٥٩. دپورته بيت حل زُ حل په متجانيسو کلمو کې دزُحل په کلمه کې دسرتورى ز دحل له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي. پريستلى دې هجران له لاسو پښويم افتاده په دستګيرۍ دستا دښويم ٣٩:ص٤٦٤ . دپورته بيت پښويم ښويم په متجانيسو کلمو کې دپښويم په کلمه کې دسرتورى پ دښويم له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيدتجنيس بلل کيږي . فراست له شريعته سره مل کړه هله وړاندې شه ښه کاروته عمل کړه ١٩:ص٥٨٢ . دپورته بيت مل اوعمل کلمو کې تجنيس راغلى چې دعمل کلمي دع تورى دمل له کلمې څخه زيات راغلى ځکه زيد ورته وايې . دخداى ج فضل يې له ځانه سره يارکه دغليم ديش وياريې خپل ديارکه ٢٩:ص٥٩٤. دپورته بيت يار په کلمو کې مزيد تجنيس راغلى دديا په کلمه کې دسرد تورى ديار دکلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي هغ ځاى غسل کفن شه هم دفن شه دژوند وکتاب يې ختم په دفن شه ٣٩:ص٦٠١ دپورته بيت کفن اودفن په کلمو کې تجنيس راغلى دفن په کلمو کېدسر دک تورى دفن له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . مزيل تجنيس مزيل په لغت کې دبرطرفه کووننکي په معني دى اوپه ادبي اصطلاح کې دزايد تجنيس هغه ډول دى چې له متجانيسو کلمو څخه ديوې کلمې په منځ يا پاى کې يوتورى زيات راغلى وي ١١١:ص٨٥ . لکه عبدالحميد مومند په لاندې بيتونو کې يې بيلکې ګورو . چې نظر له ناتوانۍ وچاته نه کا دهغوبيمارو سترګونازونياز را ٢٩:ص١. دپورته بيت نازاونياز په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دنياز دکلمې په منځ کې دى تورى زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . دخپل دم وچليدو وته غوږنيسه هرنفس دتلو اواز کا چل چلا ٣٩:ص٢. دپورته بيت چل ،چلا په کلمو کې مزيل تجنس راغلى دچلا په کلمه کې دپاى الف تورى دچل له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . چې په تله دسرومال راڅخه نه ځي واقعي دتورو سترګو توردى دا ٤٩:ص٢ دپورته بيت تورو ، تور په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دتورو په کلمه کې دپاى و تور ى دتور له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . مزيل تجنيس مزيل په لغت کې دبرطرفه کوونکي په معني دى اوپه ادبي اصطلاح کې دزايد تجنيس هغه ډول دى چې له متجانيسو کلمو څخه ديوې کلمې په منځ يا پاى کې يوتورى زيات راغلى وي ١١:ص ٨٥ . لکه عبدالحميد مومند په لاندې بيتونو کې يې بيلګې ګورو . چې نظر له ناتوانۍ وچاته نه کا دهغوبيمارو سترګونازونياز را ٢٩:ص١. دپورته بيت نازاونياز په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دنياز دکلمې په منځ کې دى تورى زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . دخپل دم وچليدو وته غوږنيسه هرنفس دتلو اواز کا چل چلا ٣٩:ص٢. دپورته بيت چل ،چلا په کلمو کې مزيل تجنس راغلى دچلا په کلمه کې دپاى الف تورى دچل له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . چې په تله دسرومال راڅخه نه ځي واقعي دتورو سترګو توردى دا٤٩:ص٢. دپورته بيت تورو ، تور په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دتورو په کلمه کې دپاى و تور ى دتور له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . عاشقي ده واقعي دسود سودا ځکه سرورکوي شمع په خندا ١٩:ص ٥. دپورته بيت سود، سودا په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى د سوداپه کلمه کې دالف تورى سود دکلمې څخه زيات راغلى ځکه مزيل تجنيس ورته ورته وايي . چې دعشق هوسناکې ورته په خواشي ډيرويرژلي کاندي ګډ په تن تنا ٢٩:ص٨. دپورته بيت تن ،تنا په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دتنا په کلمه کې الف تورى په پاى کې دتن له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . تما شا دګلشن څه کوم بې تا يا سمين وسمن څه کوم بې تا٣٩:ص١٤. دپورته بيت سمن ،سمين په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دسمين په کلمه کې ى تورى په منځ په کې دسمن له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيل تجنيس بولي . چې په مخ يې زد وګيردخط آغازکا نوربدل دساده رويو ناز په نياز کا ٤٩:ص ٢١. دپورته بيت ناز ،نياز په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دنيا په کلمه کې ى تورى په منځ کې دناز له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . ستا مزرو سترګو حرام کا دحــــــــــــــرم په هو سوخواب ١٩:ص٣٣ دپورته بيت حرام اوحرم په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دحرام په کلمه کې الف تورى دکلمې په منځ کې دحرم له کلمې څخه زيات راغلى دى ځکه يې مزيل تجنيس بولي . هسې تللى يم په فکر دجانان ډوب لکه کاڼى په تلي کې دعمان ډوب ٢ ٩:ص٣٤. دپورته بيت تللى اوتلى په کلمو کې مزيل تجنيس واقع شوى دى دتللى په کلمه کې يو ل تورى په منځ کې دتلي له کلمې څخه زياته راغلى چې دبديع علم له مخې مزيل تجنيس بولي . چې مرګ خوارۍ په خوا لرې خند اکړې نشته تاغوندې حميده ! شوخ وشخ ٣٩:ص٤٩. دپورته بيت شوخ ، شخ په متجانسو کلمو کې دشوخ په کلمه کې د و تورى زيا ت راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . جنګوم اور پومبه له نادانيه چې جلب دستا دناز نيسم په نياز ٤٩:ص ٧١. دپورته بيت ناز اونياز په متجانيسو کلمو کې دى تورى دنياز په کلمه کې زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . هر ورځ مې پالنګ باندې حاضريږي چې يي خيال دخط وخال شه راته پېښ ١٩:ص٨٤. په پورته بيت کې خيال اوخال په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دخيال په کلمه کې دى تورى دخال له کلمې څخه زيات راغلى ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . خو چې عش په زړه مېشته کاعقل درومي ځان ګوښه کا هم په دا چې دها تيا نو ترميان څوک کاندي کښ کيښ ٢٩:ص٨٦. دپورته بيت کښ ، کيښ په متجانيسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دکيښ په کلمه کې دې تورى دکښ له کلمې څخه زيات راغلى ځکه ورته مزيل تجنيس ورته وايي . لکه څوک وايي سندرې په مړې ناوې تش په توره تل ډم ډوم دى داخلاص ٣٩:ص٨٨. دپورته بيت د ډم ، ډوم په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى د ډوم په کلمه کې ډ و تورى دډم له کلمې څخه زيات راغلى ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . څو خودي کړي خود دماغ څو مې سيځي داغ په داغ ٤٩:ص ٨٩. دپورته بيت خودي ، خود په متجانيسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دخودي په کلمه کې ي تورى دخود له کلمې څخه زيات راغلى ځکه ورته مزيل وايي . که شاهان وتخت وتاج ته لري شوق عاشقان تاخت وتاراچ ته لري شوق ١٩:ص١٠٥. په پورته بيت د تخت اوتاخت په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دتاخت په کلمه کې دالف تور ى دتخت له کلمې څخه زيات راغلى دى ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . هسي شان په لږه لوږه مبدل شي چې ګونګټ اخلې په طمع داملوک ٢٩:ص١٠٩. په پورته بيت کې دلږه ، لوږه په متجانيسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى د لوږه په کلمه کې د و تورى دلږه له کلمې څخه زيات راغلى د ى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . چې ريښتينى سيده صاف نه وي حميده ! بولي بول عاقلان داهسې بول ٣٩:ص١١٧ دپورته بيت بولي ، بول په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دبولي په کلمه کې دي تورى دبول له کلمې څخه زيات راغلى دى نو ځکه يي مزيل تجنيس بولي . ايېنه دزنګون ونيسه ومخ ته پکي وګوره احوال دجام جم ٤٩:ص١٢٤. دپورته بيت د جام ، جام په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى د جام په کلمه کې د الف تورى دجم له کلمې څخه زيات راغلى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . نه يې مثل په جهان کې نه مثال شته نه يې څوک په کاروبارکې سموسيال شته ١٩:ص٤٤٣. په پورته بيت کې د مثل اومثال په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شو ى دى . دمثال په کلمه کې د الف تورى اودمثل له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مزيل تجنيس وايي . چې يې وشو په فلک دحکم غږ زريي کړه ه دنمر ، سپوږمۍ حلقه په غوږ ٢ص٤٤٦. دپورته بيت د غږ اوغوږ په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شوى دى دغوږ په کلمه کې د و تور ى دغږ له کلمې څخه زيات راغلى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . هسې رنګ مې په يکتا کړې له قامته چې جداراځنې نه شي ترقيامته ٣٩:ص٤٥١. دپورته بيت د قيامته اوقامته په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شو ى دى ديامته په کلمه کې دى تورى دقامته له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مزيل تجنيس وايي . حوادث له حرکته په ارام وو دجهان له خيلا نته په احرام وو ٤٩:ص٤٥٦. دپورته بيت د ارام اواحرام په متجانسو کلموکې مزيل تجنيس واقع شوى دى . د احرام په کلمه کې د ح تورى دارام له کلمې څخه زيات راغلى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . چې خوړې يې همه عمر پسې شولې عر ش يې خاورې دقدم کړ اخر شکولې ١٩:ص٤٥٩. دپورته بيت د شولي اوشکولې په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شو ى دى دشکولې په کلمه کې د ک تورى دشولې له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مزيل تجنيس وايي . که يو غشى ستا دلاسه په ماخښ شي ترقيامته به خاطر زما پرې خوښ شي ٢٩:ص٥٣٠. دپورته بيت خښ اوخوښ په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شوى دى دخوښ په کلمه کې دو تورى دخښ له کلمې څخه زيات راغلى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . لا له بل که هسې اورپه هوروتورکې چې يې وسه خپل کيکوړى په تنورکې ٣٩:ص٥٣٧ . دپورته بيت د تور اوتنور په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شو ى دى دتنور په کلمه کې د ن تورى دتور له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مزيل تجنيس وايي . مرکب تجنيس : که متجانسې کلمې په بڼه ، حرکت ، دتورو په شمېر او وزن کې يو شان وي مګر يوه يې مرکبه اوبله يې بسيطه وي . مرکب تجنيس بلل کيږي . نوموړى تجنيس په درې ډوله دى : ا لف : متشابه مرکب تجنيس : که چيرته متجانسې کلمې يو له بله سره په ليک اوتلفظ کې توپيرونه لري ، متشابه مرکب تجنيس ورته وايي ١١١:ص٨٦. لکه راښکاره چې شرافت دشرافت شه داعاشور له ناپوهۍ ګاڼۀ اختر ما ٢٩:ص٧. دپورته بيت دشرافت په کلمه کې مرکب تجنيس راغلى دى ، لومړى شرافت مرکبه کلمه ده ، شراوفت اودويم دشرافت بـسيطه کلمه ده . ب مفروق مرکب تجنيس : دمرکب تجنيس هغه ډول دى چې مرکبه کلمه يې دمرکبې په بڼه اوبسيطه يې دبسيطې په بڼه وليکل شي يا داچې مرکبه کلمه يې په ليک کې له بسيطې کلمې سره توپير ولري لکه ٣١١:ص٨٨. مفروق مرکب تجنيس دحميد بابا په کلياتو کې ونه ليدل شو. ج مرفو مرکب تجنيس : مرفو په لغت کې دګنډل شوي په معنى دى اوپه اصطلاح کې مرفو مرکب تجنيس هغه تجنيس د ى چې له متجانسو کلمو څخه ديوې په سرکې دوه يا درې توري زيات راغلي وي .١١١:ص ٨٩ . لکه عبدالحميد مومند چې په لاندې بيتونو کې وايي : سرزما سرکوزي نه مني دتاج ګڼه تاج زما وسرته دى محتاج ٢ ٩:ص٤٥. دپورته بيت دتاج اومحتاج په کلمو کې مرفو مرکب تجنيس راغلى دى لکه څنګه چې دمحتاج کلمه کې م اوح توري دتاج په کلمه کې ګنډل شوي دى نو ځکه مرفو مرکب تجنيس يې بولي لاکه مخ له خال وخط اب وتاب ډير ولې تاب وي داورېځې دافتاب ډير٣٩:ص٤٥. دپورته بيت مرفومرکب تجنيس کلمې تاب اوافتاب دي دافتاب کلمې د الف اوف تورى دتاب په کلمه کې ګنډل شوى دى چې په دې وجه مرفو مرکب تجنيس بلل کيږي . په بيداد فلک چې څوک دادوفر ياد کا دادانه کا بېهوده په اسيا غرض ٤٩:ص٩٠. دپورته بيت مرفو مرکب تجنيس کلمې دداداوبيداد ب اوى ددادپه کلمه کې کنډل شوي دى چې په دې وجه مرفو بلل کيږي . که درلودى دلبرانوڅه انصاف نشته ماغوندې په مينه کې څوک صاف١٩:ص٩٩ پورته بيت کې مرفو مرکب تجنيس دصاف اوانصاف په کلمه کې راغلي دى دانصاف کلمې ان دصاف په کلمه کې ګنډل شوي دي چې مرفوع مرکب تجنيس بلل کيږي . په نسيم يې دنفس لکه ګل واشي په خنداشي له غمونو بې پرواشي ٢٩:ص٤٧٥ . په پورته بيت کې مرفو مرکب تجنيس دواشي اوپرواشي په کلمو کې مرفو مرکب تجنيس راغلى دى دپرواشي کلمې پر توري دواشي په کلمه کې ګنډل شوي دي په دې وجه مرفو مرکب تجنيس بلل کيږي . مکرر تجنيس : هغه تجنيس دى چې متجانسې کلمې دبيت په پاى کې پرلپسي راشي په بله وينا کې که چيرته له متجانسو کلمو وروستۍ کلمه دمخکينۍ کلمې په وروستۍ برخه کې شامله وي مکرر تجنيس ورته وايې ،٣١١:ص ٩٠. ددې ډول تجنيس بېلګې دحميد په اشعارو کې زما تر نظر لاندې رانغلې . مطرف تجنيس : هغه تجنيس دى چې متجانسې کلمې يې په يوه توري کې سره توپير ولري مطرف تجنيس يې بولي . په دوه ډوله دى . الف : مضارع مطرف تجنيس : مضارع په لغت کې ورته يا مشابه دى چې مخالف توري يې په وتو نځايونو مخرجونو کې سره نژدې وي ١١١:ص٩١. لکه عبدالحميد مومند چې په ځينو بيتونو کې وايي : محبت په قيل وقال نشي په حال شي څوک به څو په رڼا ځغلي دبرېښنا ٢٩:ص٧ . په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس دقيل وقال په کلمو کې راغلى دى دقيل وقال کلمو الف ،ي مخالف توري په وتونځايونو کې نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . مړاوى رنګ زما پوښتنه له مړاوو سترګو داچې وي خبردارى دخوارپه خو ا ر ٣٩:ص٦٠. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس دمړاوى ، مړاوو کلمو کې راغلى دى دمړاوى اومړاوو په کلمو دپاى و،ى مخالف توري په وتونځايونو سره نژدې دى نوځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . ناګهان په مدرسه دملا راغى په لباس کې دبلا په سلا راغى ٤٩:ص٢٧٣. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس دبلا اوسلا په کلمو کې راغلى دى د ب اوس مخالف توري چې په وتونځايونو کې سره نژدې دي مضارع مطرف تجنيس ورته وايي . له حجابه چې يې مخ ووهي برق نه شي هېڅ دده دبرق دشوخۍ فرق ١٩:ص٢٨٥ . په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس دبرق اوفرق په کلمو کې راغلى دى دبرق اوفرق کلمو ب او ف مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي نوځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . لايې کړې نه وې دوې ودرې نغمې دستې ايښې په سينه دشوق تغمې ٢٩:ص٣٠٣. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس دنغمې په کلمو کې راغلى دى دنغمې اوتغمې کلمو ن اوت مخالف توري په وتونحايونو کې سره نژدې دي نوځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . که مې اورپه سربليږي لکه شمع په وصال مې کړه له هجره خاطرجمع ٣٩:ص٣٢٣. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس دشمع اوجمع په کلموکې راغلى دى دشمع اوجمع کلمو ش اوج مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي مضارع مطرف تجنيس بلل کيږي . څوڅو ځل يم تښتېدلى بيا راغلى نه يم تاددې ردۍ په داغ داغلى ٤٩:ص٤٥٠. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس دداغلى او راغلى په کلمو کې راغلى دى دد مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . زه په هره ساه خطا کړم ته عطا کړي په يوه عطا ته ورکې سل خطاکړې١٩:ص٤٥٠. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس دخطا اوعطا په کلمو کې راغلى دى دنوموړې کلمو خ اوع مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . هغه شپه چې محمدص پورته باله شه په لويۍ دمعراج هومره پاله شه ٢٩:ص ٤٥٦. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس دباله اوپاله په کلمو کې راغلى دى دب اوپ مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . چې قـــــــــــــــــــــــــــــــــدم يې په رکاب دبراق کيښود په سفلي عالم يې تيغ دفراق کيښود ٣٩:ص٤٥٧ . په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس دبراق اوفراق په کلمو کې راغلى دى د ب اوف مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . په بل شان مې تلونې نه ده دزړه څله څوپه سترګو دې ونه وينم يوځله ٤٩:ص ٤٦٣. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د څله اوځله په کلمو کې راغلى دى د څ اوځ مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . اصحاب واړه نجوم داقتدادي پيروان يې مشرف په اهتدا دي ١٩:ص ٤٦٦. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس داقتدااواهتدا په کلموکې راغلى دى دنوموړو کلمو په ق اوهـ مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . طـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرفين په اظهاردحق مثُاب دي په يوه ثواب مخطي په لس مصاب دي ٢٩:ص ٤٦٦. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس دمثاب اومصاپ په کلموکې راغلى دى دث اوص مخالف توري په وتونځايونوکې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . اقتدالره لايق مذهب دده دى اهتدالره فايق مذهب دده دى ٣٩:ص٤٦٧ . په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د اقتدا اواهتدا په کلمو ې راغلى دى د ق اوهـ مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . لکه دى هسې صائب دده مذهب دى لکه دى هسې صاحب دده مذهب دى ٤٩:ص٤٦٧. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د صائب اوصاحب په کلمو کې راغلى دى د ءـــــ او ح مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دى ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . ده بيان که ورته حال لکه وهسې سوال جواب قيل وقال لکه وهسي ١٩:ص ٥٠٧ . په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس دقيل اوقال په کلموکې راغلى دى د ح اوق مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي. دکرم په اوبومړ دازار اورکا په عطا سره خطا زما دګوکه ٢ ٩:ص٥٠٧ . په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس دخطا اوعطا په کلمو کې راغلى د ى خ اوع مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع تجنيس وايي . کــــــــــــــــــــــــــه ويښته ولې دغشې په ويشته يمه زه له ضعيفۍ نرى ويښته ٣٩:ص ٤٣٠. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د ويښته اوويشته په کلموکې راغلى دى د ښ اوش مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . له خماره دلاله ووپيالې زانګي له مستۍ نه هسې زغاشتې شي نه دانګي ٤٩:ص٥٣٢. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د زانګي اودانګي په کلموکې راغلى دى د ز،د مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . په داهسې ورځــــــــــــــــــــــــــــوشپو ښايسته وخت وووت شاه له خپله لوره لکه بخت ١٩:ص٥٣٧. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د وخت اوبخت په کلموکې راغلى دى د و اوب مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي. که حوش ، که يې طيور ، واړه زېباوو په تصويرکې لکه نقش په دېباوو٢٩:ص ٣٥٨. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د زېبا اودېبا په کلموکې راغلى دى دزاود مخالف توري په وتونځاى يونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . چې غصه به شه مزري په کينه خپله په پنجوبه يي وهله سينه خپله ٣ ٩:ص ٣٣٩. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د کينه اوسينه په کلموکې راغلى دى دک اوس مخالف توري په وتونځايونوکې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف وايي. په دياردنوبهارشوه وباګډه دچمن ګلونو لاس کيښود په کډه ١٩:ص٥٧٦. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د ګده اوګډه په کلموکې راغلى دى دک اوګ مخالف توري په وتونځايونوکې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . څويي نه کاندې وفا دپوزې پرړى يارديادجفا باردې کله وړى ٢٩:ص٥٧٨. ټپه پورته بيت کې مضارع مطرف تجني دپړى اووړى په کلموکې راغلى دى د پ او و مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . له اوبه چې طمع پريکړى شي له تږي خواه ناخواه په صبر سيځې سينه سږي٣٩:ص٥٧٩. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د تږياوسږي په کلمو کې راغلى دى د ت اوس مخالف توري په وتونځايونوکې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . داچې تاسي نه برى درکړى خداى دى نورڅه نه دي په دعا ددې ګداى دى ٤٩:ص ٥٩٦. په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د دخداى اوګداى په کلموکې راغلى دى د خ اوګ مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . ب لاحق مطرف تجنيس : لاحق په لغت کې نښتي ته وايي اوپه ادبي اصطلاح کې هغه ادبي صنعت دى چې دمتجانسو کلمو بدل توري په وتونځايونو کې سره لرې وي ١١١:ص ٩٢. لکه عبدالحميد مومند چې وايي : الهي دمحبت سوزو ګدازرا په داورکې دستي سمندرسازرا ٢٩:ص ١. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د ساز، ګداز په کلموکې راغلى دى دس ، ګ مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي په پردو مېړانه نه کيږي بې خپلو له لحده دا اوازجما ل جلال کا ٣٩:ص ٢٣. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د جمال ،جلال په کلموکې راغلى دى دجلال کلمې اول ل اواجمال کلمېم مخالف توري په وتونځايونو کې سره لر دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . هسې پټ مهر په قهر کې کا ښکلي لکه څوک په کفرستان کې دينداري کا ٤٩:ص ٢٦. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دمهراوقهر په کلموکې راغلى دى دمهر په کلمه کې م اودقهر په کلمه کې ق يوله بل سهر توپير لري چې ددواړو وتونځايونه هم سره لرې دي . په دغه لمانځه نه شي ښکانځه شي چې دزړه دى په رباب مخ په مهراب ٥٩:ص٢٨. په پورته بيت کې دلاحق مطرف تجنيس دلمانځه اونمانځه په کلموکې راغلى دى دل اوښ مخالف توري چې په وتونځايونوکې سره لري دي لاحق مطرف تجنيس ګڼل کيږي . که يې خضر دحيوان په چشمه مومي مومم زه ديار له خولې اب حيات ١٩:ص ٣٨ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د مومي اوموم په کلمو کې راغلى دى د دپاى تورى م اوي مخالف توري لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . په وعده يې دوفا په جفا پيښ کړم ودروهلم جوفرشو ګندم نماى دوست٢٩:ص٤٠ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دوفا اوجفا په کلموکې راغلى دى ددسرو، ج مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي چې په کارزما دميني کاڅوک طعن پرې به وشي دهاروت اودماروت ٣٩:ص ٤١. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دهاروت اوماروت په کلموکې راغلى دى دسرهـ ، م مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . زه دعشق په ملامت کې سلامت يم په يونس شوه دمورنس ، ګيډه دحوت ٤٩:ص٤١. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دملامت اوسلامت په کلمو کې راغلى دى دسرم،س مخالف توري سره لرې دي لاحق مذرف تجينس بلل کيږي . سترګې وساته که زړه ساتې حميده ورانوي دغه زخمي داولايت ١٩:ص٤٣. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د ساته اوساتي په کلموکې راغلى دى هـ اوې مخالف توري سره لري دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . کهپه څيړيې ګيريوان خاندې لکه صبح درست جهان به کړې دلاندې لکه صبح ٢٩:ص ٤٨. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دخاندې اولاندې په کلموکې راغلى دى دخ اول مخالف توري سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي زه ناښاد چې دياريادکړم ښادي نه راځى په ياد ٣٩ :ص٥٤. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د ياداويار په کلموکې راغلى دى د ر اود مخالف توري سره لري دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . دم قدم دښومردانو مردانه کاندې نامرد ٤٩:ص٥٥. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دمردانه په کلمو کې راغلى دى دهـ او و مخالف توري سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي يو حميد له توره خطه شکوه نه کا دې وبا کړل ټول عالم خراب تراب ډير ١٩:ص٦٦. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دخراب اوتراب په کلموکې راغلى دى دسرخ، ب مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . ددې دهر دچمن له ګلوبوي لاړ له خوبانو نه يې هم دمهروخوى لاړ٢٩:ص ٦٧. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دنام ،بام په کلموکې راغلى دى دسر ن ،ب مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . چې دې نه که په نيکۍ دننګ ونام لوړ په دوه چمه دې دخټومه شه بام لوړ٣٩:ص ٦٩ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دنام ،بام په کلموکې راغلى دى دسرن ،ب مخالف توري سره لري وي .لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . شوخې سترګې يې نه لرې شي نه برې که منډم پکې خسڼي دماموس ٤٩:ص ٧٩ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د لرې ، برې په کلموکې راغلى دى دسر ل ،ب مخالف توري سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . بلبل زړه مې ستا په باغ کې قدرت نه لرې زاغ ١٩:ص ٩٨. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دباغ ، زاغ په کلموکې راغى دى دب اوز مخالف توري سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . شدني درباندې وشوه که دکک وو که دلک ٢٩:ص ١٠٩. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د کک اولک په کلموکې راغلى دى دل ، ک مخالف توري چې په وتونځايونوکې سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . ګاه سړى خوښ خرم وي ګاه له غمه وي هک پک ٣٩:ص ١٠٩ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د هک اوپک په کلموکې راغلى دى د هـ ،پ مخالف توري چې په وتونځايونوکې سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس ګڼل کيږي . نهايت چې غلبه ورباندې شوق شو محبت يې دناموس دغاړې طوق شو ١٩:ص ٢٧٤. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دشوق اوطوق په کلموکې راغلى دسرتورى ش اوط مخالف توري چې په وتونځايونوکې سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس ګڼل کيږي . اې خواجه دملا زړه يووړيک لخته نوريې واخيسته يک لخت ورسره سخته ٢٩:ص ٢٧٤ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دلخته اوسخته په کلموکې راغلى د ل ،س مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي چې باد باده دګلووڅښې پاڅي دبلبلو په نغموپه سرور ناڅي ٣٩:ص٢٧٧. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د پاڅي اوناڅي په کلموکې راغلى دسرتورى ن مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . هسې ګل يې پيداکيږي په چمن کې چې شرميږي ځينې لعل په يمن کې١٩:ص ٢٧٧. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دچمن اويمن په کلموکې راغلى دچ اوي مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . يوفقير و دمعنوپه ملک امير په بشرله شرکه پاک ضمير ٢٩:ص ٢٨٨ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د امير اوضمير په کلموکې راغلى د داميراوضمير مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . سازوباز نرم اوازيي ورته وښو دقدم نازو نيازيي ورته وښو ٣٩:ص ٢٨٠. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د سازاوباز په کلموکې راغلى د ساز په کلمه کې س اودبازپه کلمه کې ب يو له بل سره توپير لري چې ددواړو وتونځايونه هم سر لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . هيڅ يې نه واته په غير فکر ذکر ذکر فکر ودده وړى په فکر ١٩:ص ٢٨٣ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دذکر اوفکر په کلموکې راغلى د د ذکر په کلمه کې ذ اودفکر په کلمه کې ف توري يوله بل سره توپير لري چې ددواړو وتونځايونو کې سره لرې دي . نه پوهيږم څه مذکور هغه قفس کړ چې يې اورپه ځاله پورې دنفس کړ٢٩:ص ٢٨٦ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دقفس اونفس په کلموکې راغلى دق اون مخالف توري چې وتونځايونوکې سر لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . له شاهده سره ستا څه دي زاهده دادعوه کوي بې ګواهه بې شاهده ٣٩:ص ٢٨٩. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دشاهداوزاهد په کلموکې راغلى دش اوز مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . چې يې مات کړاشتياق دشرم درم په تلاش دياردوصل شو سرګرم١ ٩:ص ٢٨٠. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د شرم اودرم په کلموکې راغلى دش اود مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لري دي مطرف تجنيس بلل کيږي . بل دستا دمخ په مينه هسې مست وم چې حرام شه که خبر له نېست وهست وم ٢٩:ص ٣٠١. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د مست اوهست په کلموکې راغلى دم ، ه مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . له خسته يې ديارانو کړم بيان څه په اوبو دسترګو لاس وينځم عيان څه ٣٩:ص ٣٢٥ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دبيان اوعيان په کلموکې راغلى دب ،مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . رڼا کړى هغې شمعې زما کوردى چې يې پورې دسپوږمۍ په حسن پوردى ١٩:ص ٣٢٧ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دکوراوپور په کلموکې راغلى دک اوپ مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . بارې نه شي دا اميد زما له بخته چې يک لخته کا اسانه زما سخته ٢٩:ص ٣٢٩ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دبخته اوسخته په کلموکې راغلى دب ، س مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې مطرف تجنيس بلل کيږي . راشه راشه اى ساقي باقي مې رواړه په داباب دمحتسب خبره مه اوره ٣٩:ص ٣٣٩ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دساقي اوباقي په کلموکې راغلى د ب ،س مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لري دي مطرف تجنيس بلل کيږي . هر چې ده په دغه باب درکړ جوا ب هم هغه زما جواب دى با صواب ١٩:ص ٣٤٤. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دجواب ، صواب په کلموکې راغلى دج ،ص مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . داډنډوکى واقعي دطوفان موج کا داسروکى ګرد غبار دعظم فوج کا ٢٩:ص ٣٨٢. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس دموج ،فوج په کلموکې راغلى دم ، ف مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي ميخانې يې دسروشونډوهسې جوش کړ چې بې نوشه به يې پوش دسړي هوش کړ٣٩:ص ٣٩٤. په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د جوش ،هوش په کلموکې راغلى دج ،پ مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . که تاله يې له شوخۍ په ګرمۍ وړى اوس يې زړه له سنګدلان په نرمۍ وړى ١٩:ص ٤٠٨ . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د ګرمۍ ، نرمۍ په کلموکې راغلى دګ ،م مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . څو بالغ شي هلک په صحيح فکر مات به نه کا دحميد دفکر بکر ٢٩:ص ٤٣٧ . دپورته بيت دفکراوبکر په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى دفکر په کلمه کې ف اودبکر په کلمه کې ب يوله بل سره توپير لري چې ددواړو وتونځايونه هم سره لرې دي . دپورته بيت د شمعې اوجمعې چې يې بل کړه ديوه دعزت جزم په لمبه يې پروانه شه قدم بزم ٣٩:ص ٤٥٧ . دپورته بيت دجزم اوبزم په کلموکې مطرف تجنيس راغلى دى د جزم په کلمه کې دج اودبزم په کلمه کې دب تورى يوله بل سره توپير لري چې وتونځايونه يې سره لرې دي . که په تن دزوى يې راشي نرۍ تبه له دې غمه راشي روح دپلا ر په ژبه ١٩:ص ٥٥٨. دپورته بيت دتبه اوژبه په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى دتبه په کلمې کې ت اودژبه په کلمه کې ژ تورى يوله بل سره توپير لري چې وتونځايونه يې سره لرې دي . هر طبيب چې په ديارکې ودده رايې وباله په ډيروسايده بايده ٢٩:ص ٥٥٨ . دپورته بيت دسايده اوبايده په کلموکې لاحق مطرف تجنيس پروت دى د سايده په کلمه کې سا اودبايده په کلمه با تورى يوبل سره توپير لري ، چې وتونځايونه يي سره لرې دي . له څپويې اسمان زمکه ووخپه لګيده يې يوماهي دماه څپه ٣٩:ص ٥٥٩ . دپورته بيت دخپه اوڅپه په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى دخپه په کلمه کې خ اودڅپه په کلمه کې څ تورى يو له بله سره توپير لري ، چې وتونځايونه يې سره لرې دي . په خوراک به تل ديوبل مړيده ! په پخساک به تل ديوبل نړيده ١٩:ص ٥٩٩ . په پورته بيت کې دمړيده اونړيده په کلموکې لاحق مطرف تجنيس پورت دى دمړيده په کلمې کې م اودنړيده په کلمه کې ن يوله بل سره توپير لري ، چې وتونځايونه يې سره لرې دي . چې راضي په داصلاح ددواړو زړه شه عررائيل دهريوه دساه په وړه شه ٢٩:ص ٦٠٥ دپورته بيت دزړه اووړه په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى دزړه په کلمې کې ز اود وړه په کلمې کې و يوله بل سره توپير لري، چې وتونځايونه يې سره لرې دي . هرڅوک هسې په ښه يادشه لکه دوى شوو په دارنګ له غمه ښاد شه لکه دوي شوو ٣٩:ص ٦٠٦ . دپورته بيت دياد اوښاد په کلموکې لاحق تجنيس راغلى دى دياد په کلمې کې ي اودښاد په کلمې کې ښ يوله بل سره توپير لري، دوتونځايونه يې سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . خطي تجنيس : که چرته متجانيې کلمې بې له ټکيو يوه بڼه ولري ، خطي تجنيس يې بولي ١١١:ص ٩٣. که دلې تيروبيرنه شي په حساب کې هورې نشته تيروبيرپه حساب کې ٢٩:ص ٢٧ . په پورته بيت دتيروبير په متجانسو کلموکې خطي تجنيس ارغلى دى دنوموړوکلمو څخه که ټکي لرې کړې نوخطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايې . توروزلفو مې خاطر کړتارپه تار نه يې مومم که يې غواړم نارپه نار٣٩:ص ٦٠ . په پورته بيت کې خطي تجنيس د تارپه تار، نارپه نار په کلموکې راغلى دى که ټکي ټکي ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي . بيادمينې نوى خيال شه راته پېښ تاخت وباخت په سرومال شو راته پيښ ٤٩:ص ٨٤. په پورته بيت کې خطې تجنيس دتارپه تار، نارپه نار په کلموکې راغلى دى که ټکي ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي خپل کړم راته ډيوه کړه په تياره کې لاله زارکړه راته اورپه تناره کې ٥٩:ص ٤٤٨ . په پورته بيت کې خطي تجنيس دتياره ،تناره په کلموکې راغلى دى که ټکي ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي . لکه څوک چې په خرسوروي مخ يې توروي شوروشر پسې دخلقو يې پيغوروي ١ ٩:ص ٤٤٢ . په پورته بيت کې خطي تجنيس دسوراوشور په کلموکې راغلى دى که ټکي ترينه لري شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي . خوچې درست دباغ ګلونه رنګ وبوى کا بيا يې توې باد دخزان په تګ وپوى کا٢٩:ص ٤٤٨ . په پورته بيت کې خطي تجنيس دبوى اوپوى په کلموکې راغلى دى که ټکى ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي دايي وويل وشاه ته بيا يې لاړه ودنۍ دباد په ياد شوله ويجاړه ٣٩:ص ٦٠٠ . په پورته بيت کې خطي تجنيس دباداوياد په کلموکې راغلى دى که ټکي داوبو ، يادسايه دپاره ياره له ډولۍ په تکيه کښېناسته خونخواره ٤٩:ص ٥٨٢. په پورته بيت کې خطي تجنيس دپاره اوياره په کلموکې راغلى دى که ټکي ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي . پايله شاعر دټولنې يورښتينى انځور ګردى ،شاعر دى چې ټــــــــــــولنه دويښتيا او پرمختيا لورته بيايي ، که چيرته مونږ اوتاسې دخپل ګران هيواد دتير تاريخ شعر اوشاعري زمونږ دافغاني تاريخ هغه ځلانده باب تشکيلوي چې دډيره پښتو ادبيات بيلابيلي برخي لري ، دپښتو ادب په ځينو برخوکې داخلي اوخارجې پوهانو تريوه حده کاراوهڅي کړي ، مګر په ځينو برخوکې پوره تحقيق اوڅيړنه نه ده شوې ، داوسنۍ دورې دشاعرانو په شعاروکې ښکلاوې هغه موضوع ده چې تراوسه پوري دډيرو ليکوالو لخواورته پوره توجه نه ده شوې په دغه مونوګراف کې دکلاسيکې دورې دسترشاعر ښاغلي عبدالحميد مومند په شاعرۍ کې تجنيس کې څيړل شوى دى .اودنوموړي دژوند په اړه هم يوڅه معلومات راټول شوي اوثبت شو ى دي . دعبدالحميد بابا په اشعاروکې دتجنيس ډولونه کارول شوي دي هريو ډول يې په پوره بحث تشريح شو ى دى دارواښاد عبدالحميد مومند په اشعاروکې تجنيس هغه موضوع ده چې ځوان نسل ته پرې پوهيدل ډېر ضرور دي خداى ج دې وکړي چې زمونږ ځوانان اودادب مينه وال ،څرنګه چې دازما لومړنۍ څيړنيزه ليکنه ده نوکه کومه تيروتنه له ماڅخه شوې وي له تاسې ټولوڅخه يې بښنه غواړم . په درنښت ومن الله توفيق زارخان محمدي ځدراڼ ماخذونه ١- انورالحق ، د دورمرجان مقدمه ، پېښور يونيورسټي بک ايجنسي ، ١٩٥٨ ع کال . ٢- حبيبي ، عبدالحى ، پښتانه شعرا ء لومړى ټوک ، پښتوټولنه ،کابل، ١٣٢٠ هـ ش کال . ٣ حبيبي ، عبدالحى ، دپښتو ادبياتو تاريخ دريېم ټوک ، کابل پوهنتون ١٣٤٧ هـ ش کال ٤- حبيبي ، عبدالحى ،افغانستان ،درعصر ګورګانيان هند،تاريخ ټولنه ، کابل ، ١٣٤١ هـ ش کا . ٥ خليل ،هميش ، ورکه خزانه ، لوموى ټوک ،پېښور يونيورسټي ،بک ايجنسي ،١٩٥٨ ع کال . ٦- رښتين ، صديق الله ، دحميد ديوان ،مقدمه ،پښتو ټولــــــنه ،کابل ١١٢٣ هـ ش کال. ٧ زاهد مشواڼى ، عبدالقيوم ،پښتو پښتو سيند،دانـــش خپرندويه ټولنه ، ٢٠٠٩ ع کال . ٨ شيدا ،کاظم خان ،ديوان ،اداره اشاعت ، سرحـــد پېښور، ١٩٦٥ ع کال . ٩ صميم ،محمد اصف ،عبدالحميد ، مومند کلـــــــــــــــــــــــــــيات ،ترتيب ، اوډون دانش خپرندويه ټولنه ،١٣٨٦ هـ ش کال. ١٠ عميد حسن ،فرهنګ ،فارسي عميد،موسسه انتشارات ، امير کبير ، ١٣٨٦ هـ ش کال. ١١ همکار،محمدابرهيم ، دبديع فن اوپښتون شاعري ،رڼا مرکزکلتوري څانګه ، ١٣٨٦ هـ ش کال. ١٢ هيودامل ، زلمي ، دحميد مومند ديوان سريزه دافغانستان دعلوم اکاډيمي ، کابل ، ١٣٦١ هـ ش کال. پښتانه شاعران |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%D8%A7%D8%B7%D8%B1%20%D8%A7%D9%BE%D8%B1%D9%8A%D8%AF%DB%8C | خاطر اپريدی | خاطر اپريدى د اکبر خان زوی چې اصل نوم يې مصری خان وو. په ۱۹۲۹م کال کې د خیبر پښتونخوا په سدوخیلو کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، نوموړی په ۱۹۶۸م کال کې د اګسټ په ۲۴ د نری رنځ ناروغۍ له کبله ، چې یوولس کاله پرې اخته ووومړ. افریدی د پښتو ژبې له تکړه شاعرانو څخه وو. مخينه خاطر اپريدی د خېبر د اپريدو د قبيلې د اکبر خان په کورنۍ کې دې نړۍ ته سترگې وغړولې. دی د اکبر خان زوى، د خان دوست لمسۍ او د شير مست کړوسى دى. دى ډير کوچنى وو چې د غم او د يتيمۍ دردناکه او سپېره څپيړه يې پر مخ وخوړه او د پلار د سيوري نه محروم پاتې شو. د ده پالنه خپل کاکا حضرت خان او د خپل نيکه دوست خان په غاړه ولويده او دوى هم د خپل بچي په شان لوى کړ او خپله کرونده يي کوله وروسته د هغې ځيني د خيبر د لواړگي په راشغل کمپ کې ملازم مقرر شو او وروسته يي سودا گري شروع کړه د کابل نه به يي مال او متال راوړ او خرڅول به يي او خپل اقتصاد به يي پر مخ بيولو . خاطر تعليم نه دى کړى نو ځکه يي ريښه نه لگي چې د ده شاعري څه وخت پيل شوې او خپل دردونه يې څه وخت په راپيلي او ټولنې ته يي وړاندي کړي دي . خو داسېويل کيږي چې په ١٩٥٩ م کال کې به يي پيل کړي وي . مخکې مو اشاره وکړه چې ده کرونده کوله او هر کله به په دې فکر کې وو چې شعر جوړ کړي ان کله کله به يي چې تخمونه هم کرل په باغ دغه صحنه به يي هم د شعر پر شربه ويله لکه چې وايي : زه چې تخمونه د گلانو کرم څه معشوقې له بلبلانو کرم د خاطر وظيفه خو په وروسته وخت کې تجارت وو لکه اشاره چې وشوه او خپله زنده گي يې د دغسې لارې څخه پر مخ بيوله په ازل کې يي دا هم نه وو ليکل شوي چې د خپل عمر نور وخت دې دغه وظيفه او دغه کسب وکړي نو هماغه وو چې نري رنځ دى پرې نه ښود او تر خاطره چاپير شو خو د دغې ناروغۍ سره سره به يي بيا هم او د خپل احساس له کبله به يي تجارت کاوو او د تجارت سره به يي له خپلو ولولو نه به يي مرغلرې جوړولې او د شعر په نازک خورا رنگين او ښه تارکى پيلې او خپل دردونه به يي د شعر په ژبه هيواد والو ته اورول . ده ته به خلکو د ډاکتر مشورې ورکولې خو دى به ډاکتر ته نه تلو او خپل ځاى کې به اخته وو او دا خبره به يي تل کوله چې زه ډاکتر ته نه ځم بلکې زه د زړه په ډاکټر باندې جوړيږم . تاسې وگورى دغه صحنه څومره ښه انځوروي : په دارو د طبيبانو نه جوړيږم پرې جوړيږم چې د مينې بيمار وينم خاطر افريدي د خپل يار په غم کې غرق او تل به يي د هغې جورتونه وهل او دا فکر به ورسره وو چې څنگه به زه د هغې سره وصال حاصلوم . کله کله به يي داسې فکر کاوو چې وصال خو نه كيږي بلکې که يو ځلي يار زما خواته وگوري هم وصال دى لکه چې وايي : هغه چې تا يو راکتلي دي کله مې د زړه ځيني وتلي دي خاطر د نري رنځ نه جوړ نه شو ، په ١٩٦٨ م کال د اتمې مياشتې په څلورويشتم نېټه له فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غيږې ته وسپارل شو . د خاطر اپريدي شاعري خاطر اپريدى او د پښتو غزل يو د بل سره داسې لازم او ملزوم دي ، چې کله د غزل نوم په خوله باندې اخلو نو سم د لاسه د خاطر نوم خولې ته راځي . دا نوم او دا مقام د پښتو غزل د شعر په داسې پړاو خپور شوى چيرته چې د غزل د ځوانۍ د شعور ډيرې لارې چرځي . کله چې د خاطر طوطي په چغار راغى او د هغې د غزلونو وږمې دارم باغ استاد واباب د اثارونو په څپو په ټوله پښتونخوا کې خپري وې ، نو په دې وخت کې د ادب د لارې لارويان ډير ستومانه شوي وو . هغه د مراد شينواري خبره ، خاطر د ريښتيا هم فطري شاعر وو ځکه الله ج چې چاته د شعر ويلو فطري استعداد ورکړى دى هغه د يو تند سيلاب په شان په غرونو کې هم لارې راوباسي . د خاطر د شاعرۍ اصل بنياد د عشق دى او ټول اشعار يي عشقي بڼه لري ۳. دا خو جوته خبره ده چې هر شاعر په هره برخه کې اشعار ولري ، خاطر هم تصوفي ، اخلاقي او همدارنگه عشقي اشعار هم ويلي دي او دى په دغه لاره کې د ډير قوي هوډ څښتن دى . دى په خپله دغه صحنه په ډير هنرمندانه توگه او خپل فطري استعداد په واسطه انځوروي او په ډيره عجيبه توگه انعکاس ورکوي لکه وايي : که د غم په ما انبار شي پروا نشته د گلو نو لاندې ونه نه ماتيږي خو کله له يوې خوا خاطر په داسې يو حالت کې قرار لري چې د خپل يار غم لاندې هم خوښ دى خوله بله پلوه دى بعضې حالاتو کې د خپل يار انکار باندې خوښ من دى او دغه حالات د ځان لپاره راحت بولي. لکه چې وايي : ښه شوله ډيره چې انکار د وکړو زما د واړه عمر کار د وکړو هسې خو هر شاعر د يار په ليدو خوښيږي او خوشحاليږي او د هغې د تاثير لاندې راځي خو خاطر هم چې يار نه ويني نو دير پريشانه کيږي او خپل يار ته خطاب کوي البته د گزار وينا ورته کوي لکه چې وايي: خلق چې نښه ولي گوري ورته تاچې مخ پټ کړو نو گزار د وکړو خاطر د خيبر فخر دى د خيبر خلق د هغه په نوم باندې وياړي د هرې سيمې پښتانه دا وايي چې کاش خاطر زموږ پر سيمه زيږيدلى وى ځکه خاذر د عشق ترحمان دى او د ميني جوړوونکى دى او په خپل ژوند کې دغه مرام لري . خو د عشق سره يي اولسي شاعري هم کړې ده نو يي ، بگتى او د اولسي شاعرى گڼ فورمونه يي وليکل او وويل هر هغه څه يي چه ليدل ليکل يي . خاطر داسې شاعر وو چې شاعرانو به دده په وياړ مشاعرې جوړولې او دى به يي ستايه چې لومړۍ مشاعره د خيبر د پښتو ازلي جرگې د حمزه بابا په حجره کې وکړه وروسته د خاطر په کلي يوه ستره مشاعره وشوه چې يو لړ شاعرانو دى وستايه او په ښو ستاينو يې ولمانځه، چې دهغې د نمونې څخه د لعل زاده ناظر بيتونه را اخلم چې د خاطر استاد هم دى : هغه هم غمجن کمي وه چې صابر راځني لاړو د اخـــتـــر غم مې ژړلو چې باصر راځني لاړو اوس مې تير زاړه زخــمونه و ايله سره ورغلى چې خاطر مې بې خاطره شو غمزده مشاعره ده عـــجــيـــبـــه مـــشاعره ده عجيبه مشاعره ده د خاطر افريدي د شاعرۍ بيلابيل اړخونه الف د خاطر شاعري د شکل له مخې : شاعري د خداى ج يو داسې پيرزوينه ده چې انسانانوته يي په نورو انسانانو د مشاهدې او تخيل فضليت وښي الله ج خاطر افريدي ته هم دغه لوى نعمت ورکړى وو او ده باندې لورولۍ وو . خاطر يو فطري شاعر دى دا ريښتيا ده ځکه له يوې خوا ده تعليم نه درلو او له بلې خوا دى د څو ورځو وو چې د خپل پلار له سيوري ځيني محروم شوى او په هغه اندازه اشعار يي ويلي چې ډير کم شاعران د هغه مقام ته رسيږي نه يوازې د غزل په برخه کې بلکه د ولسي ادبياتو کې هم ده خورا ښه اشعار ويلي دي هر هغه څه چې يي ليدل ليکليدي او د خلکو غوږونو ته يي رسولي دي . د افريدي اشعار هنرمندانو هم زمزمه کړي دي او زيات سندر غاړي دده اشعار وايي او خوښوي يي د ده د ولسي شاعري علت دادى چې په هغه وخت کې چې دى په خيبر کې اوسيده نو يو شاعر چې خسرو اپريدى نوميده د هغه شعرونه د سندرغاړو په خولو کې جاري وو نو دغه سبب شو چې ده هم پخپل وار دغه ميدان ته راودانگل او ده کم وخت کې چاربيتي ، نيمکۍ ، بگتۍ ، مقامونه او نور فورمونو کې خپل اشعار وويل دايي ولسي شاعري ده . او بل خوا د غزل شاعري ده چې د کلام د ښايست او ښکلا د پاره د هر فورم يعنې استعارې ، تشبيهات او کنايي په برخه کې اشعار ويلي او د هغرې په واسطه يي خپل اشعار ښايسته کړي دي . د خاطر اشعار د شکل له مخې په غزل ، لوبې ، بگتۍ ، مقام ، چاربيتي ، نيمکى او فورمونو باندې ويلى شو . د افريدي د غزل په برخه کې ويلى شو چې خاطر د غزل د جز بې د فکر د شعور او هم د تغزل د فن هغه خبۍ لري چې کوم غزل ته نه يوازې مقام ورکوي بلکه پرې غزل بلل کيږي . د خاطر غزل د هر پښتون زړه پريوځي او د انسان په زړه کې يي نيولى داځکه چې شايد د لاندې اوصافو له برکته دي : افسوس ستا په خيال کې څه ښکارم دغه ارمان به مې په زړه پاتې شي د خاطر په کلام کې عشقي کيفونه او خوندونه د هغې د اشعارو او مرکزي خوبي ده ځکه ده ټول اشعار د عشق ځيني ډک او دغه عشق تر لوړې درجې پورې رسيږي . کله کله خاطر خپل يار ته د خطاب په ژبه باندې هم وايي او يار او يا مخاطب گرځوي او خپل يار د رڼا سره ورته کوي او خپل ځان په مقابل کې ړوند احساسوي . خير دى دا زما سترگې که بدې دي ته خو راته گوره په داښو سترگو زه يم چې د زړه په سترگو تاوينم چارڼا ليدلې په ړندو سترگو خو بلاخره دا ويلى شو چې اپريدي صاحب پخپلو اشعارو کې هر څه د يار بيان کړي کله خفه کيږي او کله گيله من کيږي او کله کله د يار غمونه هر څومره چې په ده باندې انبار وي خوشحالي څرگندوي. د خاطر اپريدي د شعرونو منځپانگه چې د زړه کورته دې راشي پروا مه کړه اې خاطره تل خاطر د مېلمنو شي د شعر هر مضمون د شاعر د فکري صلاحيتونو ترجمان دى او هر شاعر د مقام او فني اهميت له مخې خپله درجه لري هم د فن په لحاظ او هم د مقبوليت په لحاظ . دا ښکاره خبره ده چې هر شاعر د ژوند هره برخه که هغه عشقي ده که تصوفي ده که اخلاقي ده او که نورې برخې دي په خپلو اشعارو کې راوړي . مخکې د خاطر په اشعارو کې څه نا څه څيړنه وشوه او په کې معلمه شوه چې د افريدي د شعر اصل او بنياد عشقي دى او خپلو اشعارو کې يي عشق پاللى او د عشق په جامه پسوللى دى. شاعر خپل اشعار د استعارې ، کنايي ، تشبيهاتو ، طباق ، حسن تعليل ، عارفانه تجاهل ، تلميح او داسې نورو صنايعو په راوړلو سره ښايسته کړي دي عينې د بديع ښکلا او هم د بيان د صنايعو په راوړلو سره خپل کړي دي . د خاطر شاعري عشقي ، ساده او بي ساخته ده تخيل يي که څو عالمانه فلسفيانه نه دي خو د شعر بندش يي دومره بې ساخته او زړه راښکونکى دى چې لوستونکي ترې سر نه شي څرگنده ولاى . ده في البديه شعر هم ويلى دى ځکه دى يوه ورځ په باغ کې تخمونه کري نو سم دلاسه خولې ته دالاندې بيت ورغلى دى : زه چې تخمونه د گلانو کرم څه معشوقې د بلبلانو کرم ددې تر څنگ مراصيله شاعري يي هم کړې ده او په هره مشاعره کې به په ده باندې مجلس جوړاوه او شاعران به ترې تاو وه او ده به د ټوکو په شان هم اشعار ويل .ځيني وخت کې د يار مينه په ده باندې ډيره غلبه کوله او د هغې د نشتوالي په وخت د خولې څخه داسې فرياد کوي . کله چې په فکر کې داستا شمه لاړشمه د ځانه خوبيا راشمه تاو مې شي د زړه نه ستا د مخ لمبې گډ چې د د زلفو په سودا شمه ده په خپلو اشعارو کې تصوفي برخه هم ستايلې ده او د حضرت محمد ص اوصاف يي بيان کړي دي لکه چې وايي : کاڼي بوټي د ديار د محمد ص ماگڼلي په ديدار د محمدص دي ياران ددې جهان د نيمې لارې عبادت کړه چې شي يار د محمد ص کړنگونه به يي لارې شي په مخکې که يار نيولې لار د محمدص ددې سره ده په خپلو اشعارو کې خوشحال هم ستايلى او د هغې تر څنگ د وطن په غم هم غمجن شوى او د خيبر په باره کې يي هم اشعار ويلي دي . بل د پښتو د اتفاق په باره کې هم خپل خورا ښه اشعار ويلي دي لکه وايي چې : که چيرې يو شي سره واړه ورتــــــه گــــــــــلـــونه به شي شاړه دښمن به ځي ترينه پرغاړه ورته به جوړ په خړغرونو گلستان شي يـــــــو چــې مــــــــســـلـــمــان شـــي دا چې زما اصلي موضوع د خاطر په اشعارو کې معنوي ښايستونه دي نو نور په دې برخه کې د څيړنې نه تيريږم او خپلې اصلي موضوع ته راگرځم خو دا چې زما موضوع د ادبي فنونو د بديع په برخې پورې اړه لري لومړى بايد په بديع باندې وغږيږو او ځان پرې پوه کړو . د بديع علم بديع په دريمه هجري پيړى کې درياسم عباسي خليفه زوى ابوالعباني عبدالله منځ ته راوړ څنگه چې په عربي کې د ځانه نوي شي ايستلو ته بداعه يا بداعت وايي نو په عربي باندې يي هم بديع نوم کيښود . نوموړي د بديع د علم ١٧ فنونه منځ ته راوړي . د ده څخه وروسته قدامه بن جعفر منځته راغى او خپل کتاب د نقد قدامه په نوم کتاب جوړ کړ او په دغه ١٧ فنونو ١٣ نور هم ورزيات کړل . په دريم قدم کې ابوصلال عسکري منځته راغى او ٥ فنون يي نور هم په کې زيات کړل او د بداعت اصول لکه د ايجاز ، اتناب ، فصاحت ، بلاغت او نور په کې راوړل او د الضاعتين په نوم يي کتاب منځ ته راوړ . د بديع تعريف : بديع هغه علم ته وايي چې د کلام غير واجب ښکلا او تحسين ډولونه پرې معلوميږي . بديع علم په دوو برخو ويشل شوي دي . چې اولې برخې ته يي معنوي ښايستونه وايي او د دوهمې برخې ته لفظې ښايستونه وايي چې هره برخه يي بيا بيلا بيل ډولونه لري، څه رنگه چې زما موضوع ي،ازې د خاطر افريدي په اشعارو کې معنوي ښايستونه دي نو زه هم يوازې د خاطر په اشعارو کې معنوي ښايستونه څېړم، چې په لاندې ډول دي: د خاطر افريدي په اشعارو کې معنوي ښايستونه : هغه ښايستونه دي چې د مانا رعايت په کې شوى وي نه د لفظ يعنې په لفظ پورې اړه نه لري او په لاندې ډول دي . طباق : د متضادو کلمو راوړل يا د متضادو لغتونو ، اسمونو ، صفتونو او يا د فعلونو راوړل پخپل کلام کې عبارت له طباق ځني دي . د خاطر افريدي لاندې شعر وگورى : تا خو د ځان کړمه اى ځانه زما په دغو خپلو او پردو څه وکړم په پورته بيت کې د تعريف معمول شاعر په خپل کلام کې دوه متضاده کلمې خپل او پردي راوړي دي او د طباق ښايست يي منځ ته راوړى دى . يا په لاندې بيت کې : کړم چې د وصلت طمع ماته د هجران څه دي څوک چې شي يتيم اسير هغونه گريان څه دي په پورته ذکر شوي بيت کې شاعر دوه متضاد متقابل الفاظ چې عبارت له هجران او وصال څخه دى ذکر کړى دي کله چې شاعر دغسې کلمې پخپل کلام کې راوړي او خپل کلام پرې ښايسته کړي د طباق ښايست جوړوي . طباق درې ډولونه لري چې په لاندې ډول ښودل کيږي : ١ اسمي طباق ٢ فعلي طباق ٣سلبي او ايجابي طباق ١ اسمي طباق : لکه په لاندې بيت کې : تل مې ژړا سهي خندا نه سهي دا ستا جفا سهي وفا نه سهي په پورته بيت کې شاعر متقابلې کلمې د ژړا ، خندا ، وفا او جفا رآوړي دي آو طباق ښايست يي جوړ کړى دى . کله چې شاعر په خپل کلام کې دوه داسې متقابل الفاظ راوړي او خپل کلام پرې ښايسته کړي نو د طباق جوړوي . يا لکه په لاندې بيت کې : خپلې خندا ته گوره زما ژړا ته گوره خپلې جفا ته گوره زما وفا ته گوره پورته بيت هم د تير بيت په څير دى يعنې په پورته ذکر شوي بيت کې هم شاعر متضادې کلمې خندا ، ژړا ، جفا او وفا راوړي دي . خو کله چې شاعر په خپل کلام کې داسې کلمو او الفاظو کارونې ځني کار واخلي نو د معنوي ښايسونو د جملې څخه اسمي طباق جوړوي . زړه په دې نه دى چې ناولى مخ دى چې کوم يي خوښ شي هغه ښکلى مخ دى په پورته بيت کې شاعر دوه متقابل صفتونه ښکلى او ناولى راوړي دي . خو کله چې شاعر دوه داسې متقابل صفتونه په خپل کلام کې راوړي نو د ښايست پر لحاظ ورته طباق او په طباق کې اسمي طباق وايي . که شړلي يي غمونه کوربانه دي خير دى خير دى ستا غمونه ميلمانه دي شاعر په پورته بيت کې دوه متقابل الفاظ چې عبارت له ميلمانه او کوربانه ځيني دى راوړي دي او د طباق ښايست يي منځ ته راوړى کله چې شاعر داسې الفاظ او کلمې په خپل کلام کې راوړي نو د ښايست په لحاظ ورته اسمي طباق وايي . ٢ فعلي طباق : د خاطر اپريدي لاندې بيت د نمونې په توگه وگورى : چې مې سلگى بې واره ځي او راځي دغه د ستا د تلو راتلو نښې دي په پورته بيت کې شاعر دوه متقابل فعلونه چې تگ او راتگ ځيني عبارت دي راوړي دي او فعلي طباق يي رامځته کړى ده . کله چې شاعر په خپل کلام کې دوه دغسې متقابل فعلونه سره راوړي نو د ښايست په لحاظ ورته فعلي طباق وايي . ٣ سلبي او ايجابي طباق : لکه په لاندې بيت کې : په دارو د طبيبانو نه جوړيږم پرې جوړيږم چې د ميني بيمار وينم په پورته بيت کې شاعر جوړيږم او نه جوړيږم دوه متقابلې کلمې راوړي دي او د طباق صنعت يي منځ ته راوړى دى . کله چې شاعر په خپل کلام کې داسې دوه متقابل الفاظ چې د يوې مادې ځيني وي او د مثبت او منفي يا امر نهې په صورت سره راوړي نو په طباق کې سلبي او ايجابي طباق جوړوي. همدارنگه وگورى چې شاعر دغه لاندې بيت ته د صنعت په څومره هنرمندانه انداز کې راوړى . څه که ته يي ناقرار زما همدمه زه په دې ناقرارۍ کې قرار وينم په پورته بيت کې شاعر دوه الفاظ چې البته يو د بل پر ضد واقع شوي او عبارت دى له اقرار او ناقرار ځيني راوړي دي . دا چې دغه الفاظ دوه متقابل صفتونه دي او د يوې مادې ځيني خو د امرنهې په راغلي نو سلبي او ايجابي طباق يي منځ ته راوړى او يا لکه په لاندې بيت کې : سوى مې د سترگو ړندوي چې درته نه گورم که ډير درگورمه خو دارنگه زينت کوم دى پورته بيت کې شاعر دوه متقابل فعلونه درگورم ، نه گورم د مثبت او منفي په شکل سره راوړي دي . کله چې شاعر په خپل کلام کې دغسې ادبي نزاکت راوړي نو د ښايست په لحاظ ورته سلبي او ايجابي طباق وايي . او يا لکه په لاندې بيت کې : داسې راته گورې لکه نه چې راته گورې نيغ مې د زړگي وځې کاږه چې راته گورې په پورته بيت کې شاعر بيا د گورې او نه گورې دوه متقابل فعلونه راوړي دي خو د يوې مادې څخه دي او د مثبت او منفي په شکل راغلي دي . نو کله چې په يو بيت کې داسې الفاظ سره راوړل شي نو سلبي او ايجابي طباق جوړوي . مراعات النظير : لکه په لاندې بيت کې : داستامخ لکه افتاب پټ په وريځ کې پرې راخور د زلفو جال ووته اوده وې په پورته بيت کې مخ د مخ سره مناسبې کلمې لکه زلفې او د زلفو جال راخوره ول او بيا په خپله مخ د افتاب سره په روښانايۍ کې مساوي کول چې وريځ هم ورسره تړلي وى ډيرې مناسبې کلمې دي .يعنې کله چې شاعر په يو بيت کې څو الفاظ ذکر کړي او بيا ورته په دوهم نيم بيتي يا دوهم بيت کې د هغې سره مناسبې کلمې يا مناسبات او ملايمات راوړي نو د مرات النظير ښايست جوړوي . سپوږمۍ په شپه ښايسته ده توره شپه هم په سپوږمۍ ستا مخ د تورو زلفو د غنچو سره جوړيږي په پورته بيت کې اول سپوږمۍ او بيا ورسره شپه چې شپې کې سپوږمى وي همدارنگه مخ د مخ سره تورې زلفې او بيا د زلفو غنچې چې ډيرې ښکلې او مناسبې کلمې راغلې دي او مراعات النظير صنعت يي منځ ته راوړى . همدارنگه يوه ښکلې تشبه هم په کې شته چې هغه د تورو زلفو غنچې کې موجوده ده او موکده تشبه بلل کيږي . ستا محبت دى لکه اور داسې زما يي رنگ کړو لکه سکور داسې په پورته بيت کې محبت ذکر شوى چې د محبت سره مناسبې کلمې اور هم راغلى ده يعنې محبت خامخا اور وي او وروسته د دغې اور په واسطه سړي رنگ توريږي اور سکور په شان گرځي . نو کله چې شاعر په خپل کلام کې داسې مناسب الفاظ سره راوړي د مراعات النظير صنعت جوړوي . کور او کلى هميشه په غټو زړو شي هم په ښه ډيره دنيا او په سړو شي ريښتيا خبره ده چې د کور او کلي دودونه رواجونه چې بعضې مشکل هم وي هغه څوک کولى شي چې ښه غټ زړه ولري ښه دنيا ولري او ميړونه هم موجد وي د کور او کلي دودونه د هغې سره مناسبه کلمه ښه سړى د ښو سړيو غټ زړه د غټ زړه سره ښه دنيا ټول هغه کلمات دي چې يو د بل سره مناسبت لري نو په يو بيت کې ددغسې مناسبو کلمو راوړل د مراعات النظير ښايست منځ ته راوړي . لف او نشر: لکه په لاندې بيت کې : چا سره يو ځاى ليدل شپه او ورځ زلفې يي تيارې مخ يي رڼا گوره په پورته لومړى نيم بيتي کې شاعر شپه او ورځ راوړى ، خو وروسته بيا په دوهم نيم بيتي کې د هغې مطابق ماناوې يا کلمې لکه تياره او رڼا راوړي دي . يعنې کله چې شاعر په لومړى نيم بيتي يا لومړي بيت کې ځني کلمې د اجمال په صورت راوړي او بيا وروسته په دوهم بيت يا دوهمه نيم بيتي کې د هغې متعلق څه نورې ماناوې راوړي د ښايست په لحاظ ورته لف او نشر وايي . بل دا چې په نوموړي بيت کې د طباق البته اسمي طباق صنعت هم موجود دى . لف او نشر صنعت هم په دوو برخو ويشل کيږي چې يوه يي مرتب او بل يي غير مرتب لف او نشر دى . د مرتب لف او نشر مثال په لاندې ډول دى : ١ مرتب لف او نشر : چې دې گورم تورو زلفو سپين رخسار ته توره شپه ده سپين سبا را يادوي په پورته لومړى نيم بيتي کې شاعر تورې زلفې او سپين رخسار راوړي دى خو وروسته د هغې متعلق توره شپه او سپين سبا په دوهم نيم بيتي کې راوړي يا ذکر کړى دى . خو داچې د دوى تر منځ يا تفصيل يي د اجمال سره په ترتيب کې برابره ده مرتب لف او نشر دى .يا لکه په دې لاندې بيت کې . مرگ او بيلتون دواړه جوړه راغلي خاطره دا واخلم که دا واخلم په پورته بيت کې مرگ او بيلتون ذکر شوى خو بيا وروسته يي د مرگ لپاره لومړى دا کلمه او بيلتون لپاره يي دوهم د دا کلمه ذکر کړى دا چې ترتيپ يي سره سم دى نو مرتب لف او نشر يي بولي . ٢ غير مرتب لف او نشر : لکه د خاطر په لاندې بيت کې: راته ښکاريږي مخ او زلفې د يار په تورو شپو کې سپين سحر گډ شوى په پورته بيت کې لومړى مخ او زلفې ذکر شوى او بيا وروسته د مخ لپاره تورې شپې او د زلفو لپاره سپين سحر راغلى دى . دا چې ترتيب کې برابر نه دى يعنې اجمال په تفصيل سره په ترتيب کې برابر نه دى نو غير مرتب لف او نشر يي بولي . توريه : ١ مرشحه توريه : لکه په لاندې بيت کې : چې يو يو غم د را په زړه کړم اشنا د سمندر غوندې چې تيرې شوې په پورته بيت کې د سمندر حکم شاعر په خپل شعر کې راوړى ده او سمندر دوه ماناوې لري چې يوه مانايي هغه د اور چنجى دى او بله مانا يي لوى سيند دى . داچې داسې کلمې يا الفاظ په يو بيت کې راوړل شي نو خامخا سړى په وهم اچوي او دغسې دوهم حالت يادوي توب حالت توريه ده خو دا چې د ظاهري مانا سره متناسبې کلمې په وينا کې موجودې وى مرشحه توريه بلل کيږي . ٢ مجرده توريه : لکه په لاندې بيت کې : ستا د ښايست په تصور کې يي ژوندون جوړ دى چې په ريښتيا خو سمندر وي له انگارنه وځي په پورته بيت کې د سمندر ځني هغه لرې مانا چې د اور چينجى دى مراد ده او دهغې سره مناسبې کلمې لکه انگار هم موجودې دي او د ظاهري مانا سره مناسبې کلمې نه شته نو مجرده توريه بلل کيږي . حسن تعليل : لکه د مصري خان افريدي په لاندې بيت کې : يار چې خوب کا په سپين مخ زلفې خورې کا توره شپه شي په تمام جهان تيرې کا په پورته بيت کې شاعر وايي کله چې يار ويده کيږي نو خپلې زلفې په مخ باندې راغوړوي خو کله چې دغه زلفې په مخ باندې ولويږي ددې سبب کيږي چې ټول جهان د هغې ځيني تياره شي ، خو په حقيقت کې داسې نه کيږي بلکه يو مناسب غير حقيقي مگر لطيف علت يي راوړى دى . لکه په لاندې بيت کې : په ماشپه شي چې شانه په مخ زلفان کړې د سبا په انتظار مې سپين چشمان کړې په پورته بيت کې شاعر وايي کله چې يار خپل زلفان په مخ باندې شانه کوي نو په ما باندې شپه شي او د سبا په انتظار کې ناست وم خو په حقيقت کې داسې نه کيږي مگر غير حقيقي لطيف علت يي راوړى دى . لکه په لاندې بيت کې : شميرل چې دې نه شمه خالونه د جبين بيلتون مې ډير گردونه په چشمانو ايښي دي په پورته بيت کې شاعر وايي د ستا جبين يا تندي خالونه چې زه نه شم شميرلى دا علت د دې دى چې بيلتون زما په سترگو ډير گردونه غورځولي نو ځکه د هغې د شميرلو نه زه عاجز يم يو لطيف علت دى. عارفانه تجاهل : داستا باڼه وو او غشى د چا شکمن په دغو گذارونو کې يم په پورته بيت کې شاعر د يار په بڼو باندې ځان نا گمانه اچولى او وايي چې نه پوهيږم ستا د باڼه دى او که د چا غشي و چې گذارونه يي کول نو ځکه وايي چې زه په دې باندې نه پوهيږم خو په حقيقت کې پرې پوهيږي چې څه شي دى . کله چې شاعر په خپل کلام کې دغسې ادبي نزاکت مراعت کړي نو د ښايست په لحاظ عارفانه تجاهل وايي . سوال اوځواب : لکه په لاندې بيتونو کې : ما وې ځان راته اشنا داستا په څير دى دې وې وروسته به ته پوه شې سوى خير دى دې وې زړه به د کا څيرې زما زلفې ما وې ستا هر يو کليپ ورله کوشيردى دې ويل ته خو بيا رامخ شه که پښتون يي ما ويل هر پښتون پخوا د سره تير دى ما ويل زه خاطر دې يم هر وخت په طمع دې ويل دلته راشه کښينه غم خو ډير دى په پورته بيتونو کې شاعر خپل کلام د سوال او ځواب په توگه راوړى دى . يعنې کله چې يو شاعر خپل کلام کې په لومړى نيم بيتي کې پوښتنه وکړي او په دوهم نيم بيتي کې وروسته بيا د هغې ځواب هم راوړي سوال او ځواب صنعت جوړوي . حسن مطلع: لکه په لاندې بيت کې : سپينه خوله خو يوځل راکړه په پرده کې ما يي کړى دى آرمان په يوه موده کې لکه بلبل په نوبهار کې چې گلانو له ځي زړگى مې دغسې صحنه ستا لبانو له څي بيگا ستا په انتظار مې هسې ستړې ټوله شپه کړه خندل را پورې ستورو سپوږمى راته گيله کړه پورته بيتونه په داسې شکل سره شروع شوي چې ويونکى مجبور کيږي ټول شعر تر آخره ټول ولولي . کله چې شاعر خپل کلام په داسې ډول شروع کړي چې ويونکى يا لوستونکى دې ته مجبور شي تر آخره يي بيا پوره ولولي نو دغسې صنعتونه د ښايست په لحاظ حسن مطلع وايي . يا لکه په لاندې بيتونو کې : گرځيږي راهزنان د بدرگو سره راځه هم تاراته ويل چې د جرگو سره راځه منظر مې شو جانانه دا کاږه واږه کاته ستا مسکى لکه نرگس شه د غمزو سره راځه قاصده چې خفه يي نن څه شوي زر وايه که يار وي مرور د خنديدو سره راځه د لوږې تندې مړ شمه نو هله راشې ته اختره که تکړه يي د روژو سره راځه خاطر به ورته گوري زير زير ووايه چې ښه اشنا ته د ميږي په قدمو سره راځه تکرار حسن: لکه د خاطر په لاندې بيتونو کې : دريغه دريغه چې يو خړ خوشې ميدان وی څه به ښه وى چې يو زه او بل جانان وى دا چې اوس په زحمتونو باندې نه شي دا مشکل مشکل به څه راته آسان شي يا لکه: چې مين په سترگو سترگو کې حيران شي د هغو نه پس په زړه کې سره گران شي يالکه: اننگې دې داسې سره لکه مڼې زما اوښکې تويوي رڼې رڼې يالکه : که خبر وى د بيلتون له سختو سختو ما به نه وى د وصال په ټال ځنگلى په پورته بيتونو کې په ترتيب سره دريغ ، دريغ ، مشکل ،مشکل ، سترگو ،سترگو، رڼې ، رڼې ، سختو سختو ، هغه ادبي الفاظ دي چې شاعر د يو ځل په ځاى دوه ځله راوړي دي کله چې شاعر داسې کلمات دوه ځله يا زيات سره راوړي د دې لپاره چې خپل کلام پرې ښايسته کړي نو تکرار حسن يي بولي . التفات : په لغت کې د سترگو په کونج کې کتلو ته وايي او په اصطلاح کې عبارت لارې روانۍ ته تغير ورکول دي . التفات په شپږډوله دى چې د هغو ډولونه په لاندې ډول واضيح کيږي: ١ د غائب څخه مخاطب : لکه په لاندې بيت کې : نن يي چې خالونه تازه کړي دي زړه جوړې داغونه دي زاړه ښکاري په پورته بيت کې شاعر غائب ته اشاره کوي او وايي چې نن دې بيا خالونه تازه کړي خو وروسته په دوهم نيم بيتي کې بيرته د هغې لوري ځيني گرځيدلى او مخاطب ته اشاره کړې . کله چې شاعر د غائب په هکله خبرې کوي او سم د لاسه مخاطب ته راگرځي نو دغه التفات ته غائب څخه مخاطب ته التفات وايي . ٢ متکلم ته مخاطب ته : لکه په لاندې بيت کې : همداسې را ياديږي چيرته ته مې نه شي هير چې بيا د ننۍ غوندې آداسره رانه شې په پورته بيت کې شاعر د متکلم په لاره باندې خبرې کوي خو سم دلاسه د هغې ځيني گرځي او خپل مخاطب ته اشاره کوي .او وايي چې د ننۍ غوندې آدا سره را نه شي نو دغسې ښايست ته د متکلم نه مخاطب ښايست وايي . ٣ د متکلم نه غائب : لکه په لاندې بيت کې : بيا مې سيزې لکه اور هسې ستا مينه چې يي ستايم هغه وخت راته گلزار شي په پورته بيت کې شاعر وايي چې ستاينه بيا رادريشان سيزې يعنې ځان نه خطاب کوي خو په دوهم نيم بيتي کې هم غائب ته اشاره کوي او د خپلې لارې نه بيرته گرځي دغسې ښايست ته د متکلم غائب التفات وايي . يعنې په لومړي نيم بيتي کې مې ضمير نا خپلواک دى او ځان لپاره استعماليږي خو په دوهم نيم بيتي کې مې نا خپلواک ضمير د دريم شخص غائب لپپاره راوړل کيږي نو د دغو ضمايرو په واسطه موږ دا حکم کولى شو چې د متکلم نه غائب ته التفات دى . ٤ د غائب څخه متکلم ته التفات : لکه په لاندې بيت کې : زه تماشه شوم چې وحشي يي کړمه اشنا مې نورې تماشې څله کا په پورته بيت کې هم شاعر د غائب په پله روان دى او سم دلاسه متکلم نه خپل ځان ته راگرځي او وايي ما تماشې کړې چې وحشي شوم اشنا مې ولې تماشې کوي . نو دا چې د غائب د صيغې نه سم د لاسه متکلم ته راگرځي د غائب نه متکلم ته التفات جوړوي . ٥ د مخاطب نه متکلم ته التفات : لکه په لاندې بيت کې : په ليونتوب دې زما نشي اشنا سود تر اوسه ژوند مې اختيار په بيابان کړو بل هجرت کوم دى په پورته بيت کې شاعر د مخاطب په طريقه خبرې کوي يعنې د هغې په پله او لاره روان دى خو د هغې ځيني بيرته گرځي متکلم ته ځانته اشاره کوي چې دغسې التفات نه د مخاطب نه متکلم ته وايي . ٦ د خطاب څخه غياب ته التفات : لکه په لاندې بيت کې : يوې خندا دې وړى زړه وو زما لکه ميږى ډيرې پيرې نه کړې په پورته بيت کې شاعر د مخاطب په لاره روان دى سم دلاسه غائب ته ځي د سياق بدلولو ته التفات او دا چې د مخاطب نه غائب ته وگرځي د مخاطب نه غائب ته التفات جوړوي . يعنې دې د مخاطب لپاره نا خپلواک ضمير دى په مخاطب باندې دلالت کوي او د هغې ځيني وروسته غائب ته گرځي چې يي د غائب لپاره ضمير دى . پايله ما د خاطر اپريدي اشعار وکتل ومې لوستل او ټول اشعار يې په عشقي پايه باندې ولاړ دي يانې عشق يي اساس د اشعارو گڼل کيږي . خاطر اپريدي خپل احساساتو ، مينې او عاطفې ته شعري بڼه ورکړې او د شاعرۍ په نازک باريک او وزمين اثار يي پيلي او ټولنې ته يي وړاندې کړي تر څو د خلکو لپاره په درد خور واقع شي . ما هم د خپلې عاطفې په اساس د خاطر په اشعارو کې چې د دې څانگې د استادانو په خوښه د خاطر په اشعارو کې معنوي ښايستونه د پايليک د موضوع لپاره انتخاب کړه او په خورا مينه مې پاى ته ورسوله . د موضوع په لومړى برخه کې مې د خاطر په ژوند ليک باندې څيړنه کړې وروسته مې د خاطر شاعري او شاعرۍ مختلف اړخونه د شکل او محتوا له مخې په خورا واضيح ډول څيړلى او د موضوع د ارتباط په صورت کې مې اصلي موضوع يعنې د خاطر په اشعارو کې معنوي ښايستونه باندې خپلې ليکنې ته ادامه ورکړه . او خپله ليکنه مې د پايلې په ليکلو سره پاى ته رسولې ده . داچې زه مبتدي ليکونکى يم نو زما په ليکنه کې به خامخا نيمگړتياوې وي نو د ښاغلو درنو استادانو څخه هيله منديم چې هغه تيروتنې را په گوته کړي، کومې چې په دې لنډه او وړه ليکنه کې راځينې شوي، هغه هم په دې خاطر، چې زما علمي پاڼگه پرې ډېره او په راتلونکې کې يې د خپلو ليکنو لمن پرې توره نه کړم. په آخر کې د ټولو همکارانو ځيني او په ځانگړې توگه د پوهنمل عبدالقدير خموش څخه د زړه له کومې مننه کوم چې ماسره يي په دغه ليکنه کې خورا مرسته وکړه . په درناوى جمشيد عظيمي سرچينې ١ اپريدی، مصري خان خاطر ، کليات ، پيښور: پېښور پښتواکاډمي ٢٠٠٤ کال . ٢ اپريدی، مصري خان خاطر، منزلونه ، پيښور: تدوين د بريالي باجوړي په زيار، سيلاب خپروونکى اداره ١٣٧٦ کال . ٣ پنهان ، حاجي فضل محمد ، ادبي ارمغان ، کندهار: د نارنج کمپيوټري اداره ١٣٨١کال . ٤ شيرزاد، محمد آقا ، ادبي فنون، کابل: د افغان سيد جماالدين کمپيوتري خدمتونو څانگه ١٣٨٤ کال . ٥ عليزى ، صحرا ، د پښتو څانگې درسي لکچر نوت ، کابل: د څلورم ټولگي لپاره ١٣٨٤ کال . پښتانه شاعران |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%D9%8A%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D9%88%D8%B3%D9%81%D8%B2%DB%8C | ديداريوسفزی | ديدار یوسفزی پښتون شاعر دی. باندنۍ تړنې ډاکټر دېداريوسفزێ شاعرې پښتانه شاعران |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D8%A7%D8%AC%20%D9%88%D9%84%D9%8A%20%D8%B4%D8%A7%D9%87%20%D8%AE%D9%BC%DA%A9 | راج ولي شاه خټک | ډاکټر راج ولي شاه خټک د ۱۹۵۲ ز کال د جنوري ۲۴، خيبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د چراټ سيمه- ۱۳۹۴ لمريز، ۲۰۱۵ ز کال د کوزې پښتونخوا يو پښتون اديب، شاعر او ليکوال وو. مخينه راج ولي شاه خټک پر ۱۹۵۲ ز کال د کوزې پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د چراټ د سيمې په ډاک اسماعيل خيل نومي کلي کې زېږېدلی دی. زده کړې راج ولي شاه خټک خپلې زده کړې تر لسم ټولگي د خپل کلي په ښوونځي کې وکړې، بيا يې د پېښور په اسلاميه کالج او گورنمنټ کالج کې نورې زده کړې سر ته ورسولې. تر دې وروسته يې لوړې زده کړې په پېښور پوهنتون کې وکړې او د هنرونو د استادۍ ايم-اے بريليک يې له همدغه پوهنتون نه ترلاسه کړ. ده خپله دوکتورا پي ايچ-ډي هم له پېښور پوهنتونه ترلاسه کړې او تر دوکتورا لوړې زده کړې يې پوسټ ډاکټرېټ د امريکا متحدو ایالتونو د فلاډلفيا ايالت په پېنسلوانيا پوهنتون کې بشپړې کړې دي. دندې راج ولي شاه خټک د پېښور د اېډورډز پوهنځي کې د ښوونکي په توگه دنده پيل کړې ده. پر ۱۹۷۸ ز کال يې د پېښور پوهنتون د پښتو اکادمۍ سره په کار پيل وکړ او پر ۱۹۹۵ ز کال د پښتو اکادمۍ ريس وټاکل شو او دغې دندې يې تر ۲۰۰۴ ز کاله دوام درلود. تر دې وروسته پر ۲۰۰۸ ز کال د پېښور پوهنتون د پښتو څانگې د ريس په توگه په دنده وگومارل شو چې د ژوند تر پايه د دغې څانگې رئيس وو. لاسه ته راوړنې په ايم-اے کې په اول راتلو ورته د پوهنتون له خوا د سرو زرو تمغه ورکړ شوې ده. د پښتو نړېوال کنونشن ورته د ادبي خدمتونو په لړ کې د سوچه سرو زرو مېډال ورکړی دی. پر ۲۰۰۶ ز کال د پاکستان هېوادمشر نوموړي ته د هغه د ادبي خدمتونو په پار د امتياز تمغه ورکړه. مړینه راج ولي شاه خټک د ۲۰۱۵ ز کال د ۱۳۹۴ لمريز کال په چنگاښ کې له سوات څخه پېښور ته د تگ پر مهال په لاره کې د زړه د حملې له لامله او د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۶۳ کلو په عمر ومړ. چاپ شوي آثار تر اوسه پورې يې ۱۵ کتابونه چاپ شوي او نژدې اتيا څېړنيزې ليکنې او مقالې يې په بېلابېلو خپرونو او رسنيو کې چاپ شوي دي. ده د خپلې مورنۍ ژبې، پښتو، تر څنگ په اردو او انگرېزي ژبو هم گڼ شمېر ليکنې کړې دي. خټک په گڼ شمېر ملي او نړېوالو سېمينارونو کې گډون کړی. همداراز يې د ولسي او نړېوالو رسنيو سره د پښتو ادب، کولتور او تاريخ په اړه گڼ شمېر مرکې کړې دي. د دې ټولو تر څنگ يې په ولسي او نړېوالو رسنيو کې په همدغو موضوگانو ليکنې خپرې کړې دي. د چاپ شويو کتابونو لړليک يې په دې ډول دی: د پښتو ادبي تحريکونه زيست روزگار مناقب فقير د پښتو نوې املا، ليکلار پښتو ژبه پښتونولي د پښتنو کسبونه او هنرونه د روهي متلونو انگليسي ژباړه توري چې رڼا کوي د رحمان په شعر سنگزار ناچاپه آثار د ښاغلي خټک د ناچاپو آثارو لړليک په دې ډول دی: خوشحال بابا حمزه شينواري غني خان پښتني کلتور د نوي دور استادان شاعران د انگرېزي ليکنو ټولگه اردو مضمونونه د فکر لارې باندنۍ تړنې سرچينې پښتانه شاعران پښتانه ليکوال پښتانه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%84%DB%90%D9%85%D8%A7%D9%86%20%D9%84%D8%A7%D9%8A%D9%82 | سلېمان لايق | سلېمان لايق د ۱۳۰۹ لمريز کال د تلې ۲۲، پکتيکا ولايت، ښرنه - د ۱۳۹۹ ل کال د زمري ۱۰، جرمني د ۱۹۳۰ ز کال د اکتوبر ۱۲- د ۲۰۲۰ ز کال د جولای ۳۱ په انگرېزي: د افغانستان يو اوڅار پښتو او پارسی ژبی لیکوال، شاعر او سیاستوال وو. نوم او مخينه سلېمان لايق د پکتيکا ولايت د ښرنې ښارگوټي په ايمنې خېلو کلي کې زېږېدلې دی. د هغه آر نوم غلام مجدد دی چې د نوښتگر مانا لري. د لايق پلار مولوي عبدالغني له مجددي حضراتو سره د ارادت له مخې دغه نوم د تبرک لپاره په خپل زوی کېښود. د هاشم خان د حکومت پر مهال د سلېمان لايق پلار نظر بند شو. لايق په ۵ کلنۍ کې د پلار په غوښتنه کابل ته راوستل شو، له رارسېدو سره سم د کوي ناروغي ورپېښه شوه او په مټکې له مرگه بچ شو. مور يې د ژغورلو او پاللو په نيت دی بېرته د ځان سره کلي ته بوت او تر ۲ کاله پورې په کلي کې د مور سره پاتې شو، خو وروسته يو ځل بيا د پلار په غوښتنه له مور سره يو ځای کابل ته ولاړ. دا سفر لايق ته تر لومړني سفر ډېر بدمرغه وو، پلار يې په کابل کې بله ښځه کړې وه، مور او کشر ورور يې په څو ورځو کې د کولرا په ناروغۍ اخته شول چې په پايله کې يې دواړه يو په بل پسې مړه شول او دی د ميرې ځورونو او کړاوونو ته پاتې شو. زده کړې لايق په ۱۳۱۹ لمريز کال کې چې عمر يې د ښوونځي د شمول تر نورمه اوښتی و، د حبيبيې لېسې دوهم ټولگي ته ومنل شو. چې بيا له همدې ټولگي څخه د زده کړې تر پايه د يوه ممتاز او بې سياله زده کوونکي په ډول پرمخ لاړ. له بده مرغه ده د حبيبيې لېسه د کورنيو ستونځو له کبله په پينځم ټولگي کې پرېښوده او دوه کاله وروسته يې د لمړنۍ دورې د دوو قضاکړيو ټولگيو آزموينه تېره کړه او به ۱۳۲۶ کې د پغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو. هلته يې هم ډېر ژر نوم پېدا کړ او د مدرسې په زده کوونکو کې ممتازه څېره شو. په ۱۳۳۱ لمريز کې چې لايق د مدرسې وروستنی ټولگی پای ته رساوه، د مدرسې زده کوونکو د ادارې د ځينو زياتيو په وجه د لايق په مشرتابه په اعتصاب او مارشونو لاس پورې کړ. په دې پايله کې لايق د خپلو ټولو تحصيلي، اخلاقي او دسپليني ښېگڼو سره سره په وحشيانه توگه مجازات شو او د وهلو ټکولو او تحقير نه ور پورته د څو نورو زده کوونکو سره يوځای له مدرسې اخراج او د کابل له ښاره په شړنه محکوم شو. خو د لايق پلار چې يو پخوانی د استعمار ضد جنگيالی وو، د لايق او دده د ملگرو ملاتړ ته ېې راودانگل او د پوهنې وزارت يې دې ته قانع کړ چې اخراج شوي طالبان بیا په مدرسه کې ومني. دندې ښاغلې لایق په کمونسټي پیر کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ.ښاغلې لایق په کمونسټي رژیمونو کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ. ښاغلي لايق د سياسي کارونو سره سره د پښتو او دري ژبو په ادبياتو کې هم لاس وهلی نو په دې توگه دی نه يواځې د افغانستان په سياسي چارو کې ښکلېل ؤ بلکې د افغانستان په ادب کې ېې هم ځان آزمويلی او د ښه محافظه کارۍ شعرونه ېې ويلي. پر ۱۳۷۱ لمريز کال چې کله د هېوادمشر ډاکتر نجيب الله واکمني پای ته ورسېده او په هېواد کې جهادي تمظیمونه واکمن شول، لايق لومړی د څمکنیو سیمې او بیا له هغه ځايه د مشهور سیاستوال عبدلولي خان دېرې ته لاړ. هلته یې له عبدلولي خان نه د څه مودې لپاره پنا وغوښته، ولي خان له پاکستاني حکومت څخه له ده سره د نه غرض غوښتنه وکړه او پاکستان شرط کېښود، چې لایق به نه سیاست کوي، نه به نورو پاروونکو ربړو سره کار لري، یوازې به ژوند کوي او غلی به وي. کله چې له مجبورې ورځې کوزې پښتونخوا ته کډوال شو نو شاعر لايق هلته يوه نامتو بوللـه قصيده وليکله چې د دغې بوللې سربيت دا دی: دا زمونږ د سترگو وړاندې غني گوره څه تېریږي؟ یو باتور ملت غرقیږي، یو مضبوط وطن نړیږي سلېمان لایق یو نیم کال د عبدالولي خان په دېره کې وو، تر هغې وروسته اروپا ته ولاړ او په جرمني هېواد کې مېشت شو. مړينه بله وېره نشته د لایق د مرگ په پېښه کې ډک جام به یتیم شي، لب شکرې به شي پاتې د افغانستان دغه ستر ادبي شخصيت د ۲۰۱۹ ز کال د سپتمبر پر ۵ نېټه د کابل ښار په ششدرک کې د هېواد د دښمنانو له لوري په یوه ځانمرگې چاودنه کې د ټپې کېدو په يايله کې د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري پر ۱۰ د ادینې جمعې پر ورځ او د لوی اختر پر لومړۍ ورځ د ۲۰۲۰ زېږدي کال د جولای مياشتې پر ۳۱، له دې نړی څخه سترگې پټې کړې. د خدای بښلي سلېمان لايق جنازه د ۱۳۹۹ ل کال د زمري مياشتې پر ۲۰ د دونۍ دوشنبې پر ورځ د گهيځ د اوو بجو شاخوا کې له جرمني هېواده د کابل هوايي ډگر ته راولېږدول شوه. د ۱۳۹۹ ل کال د زمري پر ۲۱ نېټه د منځنۍ سه شنبې پر ورځ د گهيځ له اتو بجو د غرمې تر لسو بجو يې په څلورسوه بستريز روغتون کې د درناوي او مخه ښې مراسم ترسره شول. پر همدغه نېټه يې د غرمې پر ۱۱ بجو په عيدگاه جومات کې د جنازې لمونځ ترسره او تر هغه وروسته يې جنازه د کابل ښار د مرنجان غونډۍ ته ولېږدول شوه. د لايق صاحب جنازه د غرمې د دولسو بجو په شاوخوا کې پر مرنجان غونډۍ خاورو ته وسپارل شو. د جنازې په مراسمو کې د هغه د کورنۍ غړيو، خپلوانو، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت کالخوای سرپرست وزير محمد طاهر زهير، ددغه وزارت مرستيال پوهاند محمد رسول باوري، د افغانستان د پوهنو اکاډېمۍ سرپرست عبدالظاهر شکيب، ددغې اکاډېمۍ يو شمېر غړيو، ليکوالو، شاعرانو، د ډاکتر محمد نجيب الله د واکمنۍ يو شمېر چارواکیو لکه عبدالرشید ارين، احمد بشير رويگر او د لايق صاحب د پنځونې نورو مينه والو گډون کړی وو چې شمېر يې سلگونو کسانو ته رسېده. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه. چابي اثار چونغر - شعري جونگ - چاپکال ۱۳۴۱، ۱۳۶۱ ز. کال کيږدۍ - شعري جونگ - چاپکال ١٣٥٤، ١٣٦٠ ز. کال يادونه او درمندونه - شعري جونگ چاپکال ١٣٥٧ ز. کال بادبان - شعري جونگ دري ١٣٥٨ قصې او افسانې - شعري جونگ پښتو ١٣٦٠ د اباسين سپېدې - پښتو ١٣٦٢ شپيلۍ پښتو ١٣٦٢ د پښتو لنډيو يو تحليلي رساله - پښتو ١٣٦٢ سمت روشن جاده ها - شعري جونگ دري ١٣٦٣ ساحل - شعري جونگ پښتو ١٣٦٣ سپرغکې - شعري جونگ پښتو ١٣٨٣ د سلېمان لایق انځورونه سرچينې ۱- ۲- ۳- بينوا عبدالروف، اوسني ليکوال، دويم چاپ، ۹۸۲ مخ. باندنۍ تړنې سلېمان لايق ته ځانگړې شوې وېبپاڼه په ويکي شعرونه کې د سلېمان لايق شعرونه د افغانستان د خلق د ډيموکراټيک گوند سياستوال پښتانه شاعران افغان سياستوال افغان کمونيستان د شمالي ټلوالې غړي |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%20%D8%AF%20%D8%A7%D9%BC%D9%88%D9%85%20%D8%A7%D9%86%D8%B1%DA%98%DB%8D%20%D9%BE%DB%90%DA%9A%D9%84%D9%8A%DA%A9 | د افغانستان د اټوم انرژۍ پېښليک | دافعانستان داتوم انرژۍ پـيښليک : تاريخ په ١٩٥٧ م کال کې د نړېوال اتوم انرژي سازمان بنسټ د نيويارک په ښار کې د ملګرو ملتو دپرېکړې په پايله کې کېښودل شو. دنوموړي سازمان پلازمېنه بيا وروسته د اطريش هېواد او د ويانا په ښار کې وټاکل شو. دنوموړي سازمان د غړو هېوادو شمېر نن ورځ ١٣٤ ته رسېږي او افغانستان يو له هغو لومړنيو درويښتو ٢٣ هېوادونو څخه ښمېرل کېږي چې په ١٩٥٧ م کال کې د نوموړي سازمان اصلي غړيتوب تر لاسه کړ. د افغانستان داتوم انرژي بنسټ دخداې بښلي ارواښاد پوهاند ډاکتر عبدالغفار کاکړدنه ستړې کېدونکو هلې ځلې په پايله کې کېښودل شو. نوموړی علمي شخصيت د هغه د ياد شوي ملي خدمت په بدل کې د پيل نه دافغانستان داتوم انرژی د مسئول مشر په توګه وټاکل شو چې دغه دنده يې په ډير برياليتوب سره او تر ډېرو کالونو پورې په غاړه درلوده. دافغانستان داتوم انرژي سازمان دځينو ګاونډيوهېوادو په برخلاف په نړی کې دسولې دټينګېدواو ديوه وفادار غړي په توګه د ملګرو ملتو ټول نړېوال تړنونه لاس ليک کړه. د بېلګي په ډول: په ١٩٦٨ م کال کې د هستوي وسلو بنديز تړون په ١٩٩٦ م کال کې د هستوي وسلو د ازموينې بنديز تړون اتوم تاريخ دنړېوال اتوم انرژي سازمان پخپله هم يو په زړه پوری او ددرس نه ډک سرليک لري چې دنړيوالې دويمې جګړې سره تړاو لري. په ١٩٤٥ ع کال کې داګست مياشتې په شپږمه نېټه ددويمې نړيوالې جګړې په پاې کې امريکايي واکمنودنړی په پېښليک کې لوموړی اتوم بم چې دکود نوم يې کوچنی هلک وه دجاپان په ښارهيروشيما باندې واچول شو. دموموړي اتوم بم دچاودنې ثمره یا نې د چاودنې انرژي يې لږ څه دیارلس زره ټنه ټي ان ټي او دچاودنې بډاې شوي رادیو اکتیوموادیې یورانیم دوه سوه پېنځه دیرش - او دهستوي وسلې تخنیکي جوړښت يې دتوپک په ډول اوږد او استوانه يې شکل درلود. ټي ان ټي يو ډول کيمیاوي چاودیدونکی مرکب دی چې دهستوي انرژي د واحد په ډول ورڅخه کاراخیستل کیږي یانې د چاودیدونکو موادوقوه اټکل کوي. دبیلګي په ډول دیو کیلوګرام ډبرو سکرو دتودوخي انرژي د لږ څه اته کیلوګرامو ټي ان ټي کیمیاوي انرژي سره سمون خوري. په ١٩٤٥ م کال داګست میاشتې په نهمه نيټه دجاپان په یوه بل ښارناګازاکی باندې دپلونیم - کروي شکله یانې غونډاري په ښان غونډ منډ دویم اتوم بم واچول شو چې دکود نمبرنوم یې مزی هلک او دچاودنې ثمره يې لږ څه شل زره ټنه ټي ان ټي چاودیدونکو موادوقوه لرله. داتوم بم دچاودنې په کړنلاره کې ازاده شوې انژي په دریو برخوویشل کیږي. لومړی: پنځوس په سل کې د طوفان په شکل د فشار انرژي تشکیلوي دویم: پينځه دیرش په سل کې دتودوخي انرژي لکهداورلمبه خپریږي دريم: پينځه لس په سل کې درادیواکتیوموادو، نویترون وړانګو، ګاما، الفا اوبېتاوړانګوپه شکل خپريږي اوپه پایله کې دشاوخوا چاپريال دروغتیا په تړاوپه خطرناکورادیواکتیوايزوټوپو ککړ کوي. دلومړي اتوم بم په چاودنه کې دجاپان یوسلوپېنځوس زره او دويم اتوم بم په چاودنه کې دعام ولس اویا زره بېګناه وګړو سمدلاسه خپل ژوند دلاسه ورکړ. همدارنګه په زرګونووګړي د وینې سرطان په ناروغی اخته او د لسوکالوپه موده کې مړه شول. دنړيوال دويمې جګړې څخه وروسته دګڼ شمير هیوادونوپه تیره بیا امریکا، روسیه، انګلستان او فرانسې تر منځ دهستوي ازموینواو هستوي وسلودجوړولونه پوخلا کیدونکې سیالي پیل شوه.دبیلګي په ډول داګست میاشتې په دوولسمه نيټه ١٩٥٣ م کال دروسیې هیواد دهستې فزیک پوهان د اندرې زاخاروف ترلارښوونې لاندې دهایدروجن بم په جوړولوبريالي شول. په دې اړوند ځينې ليکنې په ډاګه کوي چې يو جرمنی فزيک پوه کلوز فوکس چې دامریکا د اتوم پروګرام په پروژه کې يې کار کولود هایدروجن بم تکنالوژي په پټه سره روسې ساینس پوهانوانو ته د پیسو په بدل کې انتقال کړې ده. دنوموړي هایدروجن بم د چاودنې قوه د اتوم بم په پرتله سل ځله ډیره وه. د یادول وړ ده چې ادرې زاخاروف د یوه نامتو فزيک يوه په صفت پهافغانستان باندې دروسانويرغل په ملي او نړیواله کچه وغندلو. څرنګه چې دامريکا واکمنودنړی په نورو هیوادوکې داتوم بم تکنالوژي دپرمختیا مخه نوره نه شوه بندولای او دهستوي انرژي ځانګړی قدرت او مونوپول یې دلاسه ورکړ نو په ١٩٥٣ م کال ددسمبر میاښت په اتمه نیټه دامریکا ريئس جمهورایزن هاور دملګرو ملتواوه څلویښتمې عمومي غونډې ته ترلاندني عنوان يوه نامتووينا وينا وکړه. نوموړي ريئس جمهورد هستوي وسلو د بنديز په تړل وديوه نړيوال بې پلوه کنترول کوونکي اوڅارونکي سازمان وړانديز وکړ. دامريکا ريئس جمهوردخپلې وينا په ترځ کې په دویمه نړيواله جګړه کې دامريکا له خوا په جاپان باندې داتوم استعمال د ټول بشر اوچاپريال د تباه کولوخطرناکوپایلې ته ګوته ونيوله اوپه ډاګه يې کړه چې په هستوي جګړه کې به هيڅ هیوادبريالی نه شي چې دجګړې ډګروګټي نو له دې کبله ضرورده چې دملګروهیوادوغړي هیوادونه په ګډه سره يو نړيوال سازمان جوړکړي. دیوه داسې بې پلوه سازمان نوم بیا وروسته دنړيوال اتوم انرژي سازمان وټاکل شو. د نوموړي سازمان دګڼ شمیرنورودندوبرسیره ځينې په لاندې ډول دي. غړي هیوادونه دهستوي انرژي څخه دپوځي موخې لپاره نه بلکه يواځې د سولې په لاره کې ګټه واخي. دا په دې مانه چې دهستوي وسلو لکه اتوم بم جوړول منع دي. غړي هیوادونه به ددې ضمانت کوي چې هر ډول راديو اکتیوموادلکه يورانيم -، پلوتونیم-، ښټرونسیم-- سیسزيم ،- او کوبالټ - دتند لارواووران کارو څخه خوندي وساتي تر څو دهغوې لا شته وه نه رسيږي او په دې توګه د یوه خچن بم دجوړولو مخه ونیول شي. يوخچن بم يوداسې بم ته وايي چې دکیمیاوي چاودیدونکو موادواود پاس یادشووراديو اکتیوايزوټوپو څخه جوړشوی وي. غړي هيوادونه به دمرکزي سازمان څخه په اتومي بټيیو کې دبريښنا انرژي دتولید په خا طرهر ډول علمي او تخنیکي مرستې تر لاسه کوي خو په بدل کې به تل د نړيوال اتوم انرژي څارونکو له خوا کنترول کيږي تر څو دتوليد شوي پلو تونیم - څخه داتوم بم دجوړلو په موخه ناوړه ګټه پورته نه شي. . په راديو اکتیویانې وړانګې خپروونکوموادوباندې د چاپریال دککړتیا کچې کنترول او دهغه خوندي ساتل تر سره شي. نوموړي مواد د هستوي ازموينو، هستوي وسلواو اتومي بټيود کار په پایله کې منځ ته راځي. نن ورځ داتوم انرژي څخه دژوندانه په بیلوبيلو برخو لکه درمل پوهنه، زراعت، دڅيړنوپه علمي او تخنيکي څانګواو په تیره بیا په اتومي بټیو کې د بريښنا دتوليد په موخه کار اخیستل کيږي. دبيلګي په ډول دنړی بريښنا لږ څه دیرش په سل کې داتوم بټيو څخه لاس ته راځي. په ١٩٦٥ م کال کې دافغانستان نامتواوعلمي شخصيتونوهر يو خدای بښلی پوهاند عبدالغفا رکاکړ اوخدای بښلی پوهاند عبدالقيوم وردګ دنه ستړې کیدونکو هلوزلو په پایله کې چې دافغان ولس له خوادستاينې اوافتخاروړدي ، دنړيوال اتوم انرژي سازمان څخه دکوبالټ تیراپي دستګاه - تر لاسه کړه ترڅودسرطان ناروغی د درمل په موخه د عالي آباد په روغتون کې ورڅخه ګټه واخیستل شي. نوموړی کمزورې کوبالټ شپيته راديو اکتیوسرچينه چې داګست میاشت ١٩٩٩ م کال کې يې دانرژي ډوزقدرت په شپيته سانتي متره واټن ، په سل سانتي متره مربع سطحه لو يوه دقیقه کې لږ څه پـېنځه سانتي ګری اټکل شوی دی دناروغانو ددرمل په موخه ورڅخه کارنه شي اخیستل کيدای. داځکه چې نوموړې دستګاه د ننی ورځې نړيال ستانډارډ ي معیارونه په هيڅ ډول نه شي پوره کولای. کله چې په ١٩٧٩م کال کې روسانودافغانستان په خاوره يرغل وکړ نود اتوم انرژي لپاره ټولې تخنیکي نړيوالې مرستې بندې شوی. خو دکابل پوهنتون دفزیک دیپارتمنت داستادانو په نوښت سره بیا هم دملګرو ملتواو دنړيوال اتوم انرژي سازمان څخه لاندنی پروژي تر لاسه او په کارواچول شوې. ١- دلمر انرژي پروژه ٢- دهستوي الکترونيک لابراتوار ٣- داکس وړانګو - په واسطه د معدني ډبروت تجزيه او تحليل په ١٩٨٦ م کال کې دچرنوبيل هستوي پيښی له کبله ددې اړتیا ولیدل شوه چې په راديو اکتیوموادوباندی دچاپريال ککړتیا د ګاما شپېکترومترې دستګاه په مرسته سره په ټول افغانستان کې اندازه شي. نوموړې اله د نړيوال اتوم انرژي څخه وغوښتل شوه. افغانستان د افغانستان پېښليک |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D8%BA%D9%85%D8%A7%D9%86%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA | لغمان ولايت | لغمان دافغانسان د ۳۴ ولایتونو څخه د هېواد په ختېځ کې پروت ولایت دی، سهېل لورته ېې بدخشان، وېل خوا ته ېې ننگرهار او کابل، ختېځ لوري ته ېې کونړونه او لوېدیځ پلوته ېې د کاپیسااو کابل ولایتونه دي دکیوشت اوکاشمونډغره لویدیځ ته لغما ن دجنوب له خوا رانېولی دی.هرڅومره چې دکابل سیند د لغمان ولایت د جنوب له خوا دشمال په لورپرمخ لاړشو،دځمکې جگوالی ېې زیاتېږي .لغمان دځېنوروایتونوله مخې له کابل څخه تر پیښوره ټوله سېمه رانېوله داځای دهغې پخوانۍ لیارې په سرپروت دی اویومهم دمه ځای دی چې له سروبي څخه د بادپېچبادپښله غاښي رادېخواپه زېړاني دښته کې راتېره شوې اودالېشنگ اوالېنگارد رودونود مخامخ کېدوپه نقطه کې کوم ځای چې د نیسایالرغوني ښارپروت دی رارسیږي اوله دې ځایه اد ینه پور دینپور ،نگاراهار اوبله څانگه ېې دگمبېري په د ښته کې کونړونوته ورغځیدلی ده.د لغمان پراختیا ۷۲۱۰ کېلومتر مربع ده،نفوس ېې ۳۱۰۶۵۱کسانوته رسیږي اوپه یوکیلومترمربع ځمکه کې ېې ۴۳کسه وگړي استوگن دي لغمان څلور ولسوالۍ لري چې :دقرغیو،الینگار،الیشنگ،ننگراج.ولسوالۍ اودوه علاقدارۍ ددولت شاه اومنډول په نومونولري په اوسنۍ تشکيل کۍ ننگراج دنورستان اړوندشوی اوڅلور ولسولۍ لري:چې دقرغه یي،الينگار،اليشنگ، او دولت شاه په نومونودي، دلغمان ولایت ټول کلي تقریباً ۶۴۰ دي. یومهال دالینایانوله مربوطا تو څخه ؤ او همدا شان دبودایی مدنیت ددې سیمې مرکزیت بلل شوی دی اود اشوکادهندي یوریانودکورنۍ پاچاددورې ډېرليکونه او هم د درونټې ترڅنگ دیوشمېربودایی آثارودرلودونکي دي هغه چې دڅېړونکواوپوهانودپوره پاملرنې وړدی او حدودالعالم ېې بتخانو ته اشاره کړې ده. مرکزېې کالاممهترلامدی دمهترلام یا مهترلمک په هکله بېلا بېل تا ریخي روایتونه راغلي چې یوېې د ه: د لغمان ولایت ولسوالي الینګار ولسوالۍ الیشنګ ولسوالۍ قرغیو ولسوالۍ دولت شاه ولسوالۍ مهترلام بابا د لغمان ولايت مهترلمک د نوحع پلار دی ښځه ېې قینوش د نوح موروه.اوپه حقه پېغمبرتېرشوی دی نوح ع د حضرت ادم ع د هبوط یا کوزیدو څخه۱۶۴۲کاله وروسته پېغمبري ته رسېدلی او زر کاله ېې عمرکړی.د لمک ع پلار متوشلخ،نېکه ېې اختوخ او غور نېکه ېې یارد وو؛کله چې دنوح ع کښتۍ کېنا سته یو شمېروگړی دمهترلمک ع اودده ورورنورلام رح او خورېې بي بي حاجرې سره یوځای دنورستا ن په لاره اوسني الینگارته راغلل،خلک ېې حق دین ته رابلل٭ او بیا په بېلابېلوځایونوکې مېشته شول،تارېخي روایات وایي چې لمک په لغمان کې وفات شو،خور اوورورېې هم په الینگار کې وفات شوي چې مشهورزیارتونه پرې جوړدي خورېې دهرمل او میداني ترمینځ د بې یې حاجرې په نوم زیارت لري او ورورېې نورلام صا حب د نورلام صا حب دره کې په زیارت کلي کې ښخ دی.په مهترلام بابا، سلطان محمود یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړې،ځکه هغه څوځله خوب لېدلی ؤچې دی پېغمبردی او په د ښته کې پروت دی... همدارنگه دمهترلمک د پېغمبري په هکله د مشهور روحاني شخصېت د کچورې ملا صا حب وېناوې چې تل ېې ویلي: هو!مهترلام با با په حقه پېغمبر دی هم د ثبوت وړ دی د مهترلمک کلیمه په زړه فارسي کې لوی یا ستر ته واېې او لام په نورستانۍ او پشه يي کې کلي ته اومهتر خپله سترشخصېت ته وېل کیږي،دمهترلام با با د مزار خواته یو ستر باغ او حضیرههدیرهده په دې هدیره کې ستراومشهور کسان لکه: یوسف خان د غازي محمد نادرخان شهید پلار، شهزاده فریدون،غازي محمدشاه خان بابکرخېل ،فیض محمد خان او نور غازیان ښخ دي. اوزیار تو ته ېې خلک له لرې ځایوڅخه راځي پخوا به له هند او پنجا ب نه هم د لته خلک او گرځندویان راتلل زما په یا د،د کب له پینځلسمې د ثورترپای به هره ورځ، او د پنجشنبې اوجمعې په ورځوبه په ځا نگړي ډ ول دلته د سا زسند رو او مذهبي موسیقۍ په لس گونو ډلې موجودې وې شپه او ورځ به ېې مینه وال په وجّد او مستۍ را وستل دغه دود اوس هم په پسرلي کې لمانځل کېږي. دالینگارپه شنه دره کې د الینگار ولسوالۍ کلي دالینگاردمست اوتل بهاند سین دوو خواووته له شمال څخه مخ په سهیل پراته دي شرق،غرب او شما ل لوری يي لوړو غرونو ایساراوښکلی کړی دی . د الینگار دره د سراج کلا دشمال ختیځ په ۷۶ کیلومتري واټن کې دختیځ طول البلد په ۷۰ درجو ۱۳ د قیقو او ۸ ثانیواود شمال عرض البلد په ۳۵۲ْ ، ۳۸َ ،او ۴۲ً کې پرته د ه دا دره ښکلې اوسمسوره سېمه د ه اود زراعتي پېدا وارو،مېوو او څارویو دروزلؤډکه یوه شتمنه دره د ه. دغازي محمدخان دروېش په جنگنامه یا صفت نامه کې چې مؤلف يي قاضي محمد سالم ؤ اوپه ۹۹۰ هـ کال کې يي ژوند کاؤاودا کتاب په ۱۹۶۵ع کال کې په روم کې چاپ شوی دی راغلي دي: د الینگار او الیشنگ درواوسېدونکي اصلاً د الینایانوپه نوم یاد شوي الینایان د وّیدي زمانې یوه مهمه قبیله وه د رېگ ویدا له ترانو څخه چې د هندو کش جنوب خوا ته په ۱۴۰۰ق مکال کې ویل شوي دي.مالومیږي چې الینایان د آریا يي قبایلولکه پکتها- بهلاناوداسې نورو غوندې دی چې دلسوقبیلو په جگړو کې يي گډون کړی ؤد آریایانود مهاجرت له زمانې څخه وړاندې دا وّیدي کیسې ،ترانې او داستانونه باختری آریایانودشمالي هندوکش ،بخدي اواکسوس په شاوخوا کې ویلې دي د اوسني افغانستان پخواني خراسان اولرغوني آریانا ختیځ لورته د سند رودآبا سین په غاړه یوه لویه هندي آریایي قبیله چې بهاراته نومېده اوسېده؛چې لس قبیلوله بهاراته او دهغې له متحدینوسره په ۲۰۰۰ق مکال کې جگړې کړې دي چې د الینا قبیلې هم له دوی سره جگړه کړې اونوم يي په دې ترانوکې ذکردی. لس قبیلې دوه گرويه وې چې لومړی گروپ ېې هندي آریایان، دي بهاراته دقبیلې مخالفینؤد پنگه جانا په نامه یاد شوي دي او دوهم گروپ يي د پنکه جانا مرستندویه ووچې د سند رود مخ قېبلې یاشمال لویدیځ غاړې کې اوسېدې دغه قبیلې وې: الینگار: د الینگار او الیشنگ اوسېدونکي اود پخواني کافرستان خلک پکتها: بښتانه چې داقوم د رېگ ویدا په همدې قول په سنه ۱۴۰۰ق م نه لا اگاهومخکېپه همدې نوم په خپله ځمکه موجود وو. بهلان یا بهالانا:د بولان اومرکزي لغمان خلک. شېوا: د سیند شاوخوا،ښېوې،شگې اود کابل د شېوه کي خلک. د یشانن: د گندهاراد سیمې خلک او او سېدونکي. کله چې ویسومیترا د دیوراسا پاچا منشي له خپلې دندې څخه گوښه کړای شواوپه ځای يي واسثتا مقررشونو ویسومیترا ځان له لسو آریايي قبیلو سره یوځای کړاود بهاراته دقبیلې دپاچا وزایومیترا له زوی یا لمسي سوداسسره ېې سخته جگړه وکړه،ویشومیترا یوستر روحاني اود دیوراسا پاچا وزیر ؤ. ویشومیترا د کنشکا چې د کوشانیانو د دورې دریم وتلی او نومیالی پاچاؤ هم فقیه او روحاني پاتې شوی ؤ کا نشکا ته چې دځینو آثارو او په ځانگړي ډول د مسکوکاتو په شاهدي د پادشاهانود پادشاه لقب ورکړی شوی ؤ ده د خپلې حکمرانۍ په لسم کال دهند نیمه وچه د خپل سلطنت برخه گرځولې وه هغه له بودا څخه څلورسوه کاله وروسته څلورمه بودایی شورا جوړه کړه.دغه شوراچی دکشمیردشوراپه نوم شهرت لری دشورا د مشری مسوولیت مذهبی فقیه، ویشومیترا په غاړه در لود. دسوداس اوویشومترا جگړې دوام مومي اود ویشومیتراجبهه دلسوقبیلوپه ملگرتیا ماتې خوري او هندته د تلو راتلولاره پرې بندېږي دوی څه هند ته ځي او څه یی همد لته مېشته کیږي د الینا قبیله د الینگاراوالیشنگ په درو گې دهندوکش په لمنوکې هستوگنه غوره کوي او بیا دنفوس دډیریدواوځینو نورو لاملونو له کبله نورو ځاییوته هم خپریږي دوي تر صوات باجوړاواوسنیوولایتونو لکه لوگر،کابل،بغلان، پروان ،کونړ،جلال آباد،بدخشان،دلغمان په مرکزاو نور ډیر یی دهندوکش په جنوبي لمنو کې لراو بر خپریږي الینگاراو الیشنگ همدا مانالري یانې دالینایانو هستوگنځی.الینایان مالداره ؤاو رمې به ېې روزلې،له وړیو نه به ېې جامې ځان ته جوړولې دوی اکثراً په غرونوکې اوسیدل ټول خلک ېې غښتلې وو او لوړ قدونه ېې لرل له همدې کبله د تورو دیوانو په نوم یادیدل د درونټې څخه نېولې ترپرچ غانه او په چه غانه پورې د ۶۶لویواو وړو درو یادونه شوې ده.غازي محمد درویش ددغو درو له کافرانوسره ډېر جنگونه کړي اودوي ېې د اسلام سپېڅلي دین ته رابللي دي. په صفت نامه کې پانداد،هشروی،لا ماندي ددي دخدایانو په نوم یاد شوي دي باید وویل شي چې په دغو درې نومونودهغې سیمې دپشه یانودرې کلي اوس هم یادیږي.دصفت نامې په قول غاري محمد دروېش یو روحاني شخصیت ؤچې دکابل والي میرزامحمد حکیم له خواپه ۹۹۰هـ کال کې ددغودرو دایل کولوپه غرض واستول شوپه الیشنگ ېې بری وموند د الیشنگ په دره کې دې: اسلام آباد،غازی آباداودرویش آباد کلي ټول دده نوم ته منسوب دي. لومړی ېې داسلاآباد کلاجوړه کړه اودمرکزپه حیث ېې ورنه کار اخیسته چې قبرېې اوس هم هلته دی نوموړې درې یوځل سلطان محمود غزنوي د ۴۰۰هـ قکال شاوخواکې اوبل وخت امیرتیمورگورگاني په۷۰۰هـ کال کې وهلې وې خو پوره تسلط ېې پرې حاصل کړی نه ؤد درویش په لښکروکې دغورغوشتي،شینواري،هزارمېښواونورو نومونه یادشوي دي. کله چې امیر عبدالرحمان خان په دغو درو بری وموند د هغه ځای زیات اوسیدونکي ېې د یرغمل په نوم کابل، اولوگرته ولېږدول الینایان چې هرې طایفې ته ورغلي دي ژبه ېې هم د محیط ترآغېزلاندې راغلې ،بیلې بیلې لهجې په کې پیدا شوي او خپل اصلي شکل ېې له لاسه ورکړی دی.مارکوپولوستر کاشف اوایټالیاېي سیلاني په دیارلسمه میلا دي پیړۍ کې د ایران او افغانستان له لارې چین ته تللی ؤبه خپله سیاحت نامه کې ېې د لومړي ځل لپاره داسې یادونه کړې وه:داسیمه د بدخشان څخه تر دې ځایه پورې دلسو ورځوفاصلې په امتداد یوولایت چې د پاشیا په نوم یادیده پروت ؤ ددې ولایت ټول خلک بُت پرستان وو د ښکلواو په زړه پورې هنرونوسره بلدؤخپل زیات وخت به ېې په د عاوواو له شیاطینوڅخه په مرسته غوښتلوتیراؤ دلته خلک دسرو،سپینو،قیمتي کاڼو،مرغلرو،گوتې په لاس کوي او په غوږونوکې ېې راځوړندوي دوی دکارښه استعداد لري په اخلا قوکې ډیرکینه کښ،ځیرک ،سخت زړي اوزړه ور خلک دي.دا ولایت په یوه گرمه سیمه کې پروت ؤددوی خواړه غوښه،وریجې اوطبي بوټي دي.د تاریخي اسنادوڅخه داسې ما لومیږي چې لمپاکا یا لغمان د ډیرپخوازمانو څخه موجود ؤ اول دیونانیانودقلمرو جز ؤ ورپسې دکوشانیانو،اویو وخت هم د ساکانودسلطنت جز ؤخو خپله آزاد اوخپل بیل سران ېې لرل کوم وخت چې مشهورچیني سیلا ني هیوانتزانک په۰ ۶۳ ع کال کې راغلی ؤهغه دیوه مقتدره سلطنت یادونه کړې وه چې اجزاوې ېې د غوربند پنجشیراو لمپا کا لغمان،ناگاراننگرهار اوورڅیرمه سیمې په کې شاملې ښودلې وې چې هغه وخت هندي او آریایی قومونه سره جلا شوي نه ؤ. لغمان یا لمغا نات چې دتاریخ په اوږدوکې په بیلا بیلونومونوثبت دی دځینوروایاتو له مخې دکابل نه تر پیښوره ټوله منطقه دربرنیسي چې پخوا پدې نومونو: لام پا کا،لام گان،پاشیا، لان پو،دهگان،دیگان،لمگان،لمغان اونورو نومونوثبت دی د آریایی،دري او پشه یي دمشترکوریښوپه درلودلو،دخا ورې څښتن،د آبادې سیمې مالکین،اویاد قریودما لکینومانا ورکوي چې لام د اریایی له لړۍ څخه دپشه ېې کلیمه ده دکلي په مانا. ده په پاړسي کې هم کلي ته وایی اوپاکا دسړي نوم دی چې کلي ورته منسوبه وو. گان دآریایی مشترکه ریښه لري چې یوه روستاړه ده دملکیت اوڅښتن په مانا راغلی،او پو په پشه یی کې خاورې ته واېي چې پورته نومونه ورنه جوړشوي دي.په ۱۹۰۹م د اشوکاغرنۍ سمڅې اود کنیشکا دکوشانیانود سترپاچا مسکوکات دبرتانیی د دایرة المعارف د اشاراتوله مخې د گندهارا دنوروسیموتر څنگه په لمپاکا کې هم موندل شوي دي.د ښا غلي محمد زمان کلما ني له قوله،چې د درانه سرڅېړونکي زلمي هېواد مل د اثر د لغمان تاریخي جغرافیا په حواله ېي لیکلي دي وروسته د ظهیرالدین محمد بابردلیکنې له مخې دلغمان تومانونه یی په گوته کړي دي،په دې حواله بابرد کابل د پراختیا په برخه کې لیکلي دي:دکابل صوبه شل تومان لري، چې په دې جمله کې، ۱- دنیک هار ننگهار لعماناتوتومان،چې زیاتره داروغه ېې ادینه پورې دي.۲- دمندراوړتومان: ،چې په هغه کې دالیشنگ اوالینگاررود ونه یو ځای کیږي یانې مهترلام ٭. د لسوقبیلوڅخه یوه هم د بهالانا یا بهلان اوپکتها وې چې د لغمان دمرکزخلک ددغوقبیلو څخه دي او لکه، الینایان لرغونتیا لري کوم وخت چې فردیناند ډ نمارکي انسان پیژندونکی افغا نستا ن ته دکوچي قومونود اشنایی له پاره راغلی وودلته ېې دقومي جوړښت له کبله درې قومونه:پښتانه،تاجک،اوپشه یان ښودلي خودلته تردې زیاتوقومونوژوند کړیدی ددوی لومړني ژبه داردي وه د داردي ژبې په هکله څوډوله څرگندونې شته دي. داردي دآریایي له لړۍ څخه خپلواکه لهجه ده چې د ایراني او هندي آریایي څخه یې پراختیا موندلې گریرسن. داردیان د ډېرې پخوانۍ زمانې راهیسې له خپل ځای څخه، نه دي بېځا یه شوي اوژبه ېي هم ډیره پخوانۍده ، ډیرې پخوانۍ جملې چې ویدي ته ورته والی لري ددوی په ژبه کې لیدل کیږي واله دروپوسنِ فرانسوي . اوس هم په لغمان کې گڼ شمېرقومونه دورولۍ فضا کې ژوند کوي او په بیلابیلوژبو خبرې کو ي لکه پښتا نه، تاجک،پشه یي، نورستاني،وامه یي،عرب،گوجر، کوچيان،هندوان، سکان او نورقومونه ، هرقوم ځا ن گړي رسمونه او فرهنگ لري اوپه خپله ژبه خبرې کوي ځېنې یې بیا نورې څانگې اولهجې لري هرقوم په لس گونوقومونه لري. ولسوالۍ زمكنې جوړښت د کال دشمیرنی له محی یی نفوس ۴۰۳٫۵۰۰ تنه بلل شوی دی ،لغمان اوږد تاريخ لري. دپخوانيو او زړو متونو له مخې د لغمان لرغونى نوم لمپاكا دى او د گندهارا له هغو مهمو ښارونو څخه يو دى چې ټكسلا نه تكزيلا را واخله تر پېښوره او بيا تر كاپيسا او باميانو پورې به پرې تگ او راتگ كېده هغه مهم ښار چې په دغه لويه لاره اباد وو نيكايه يا مينسه په نوم ياديده. د لرغونپوهانو د څېړنې له مخې د دغه ښار بنسټ هغه مهال د سكندر له خوا كېښودل شو چې نوموړى د افغانستان د شمالي سيمو د نيولو نه وروسته دوهم ځل د هندوكش جنوب د پنجشير د سيند په اوږدو كې له كاپيسا نه د نجراو او تگاو له لارې لمپاكا يعنې لغمان ته راورسيد. د لغمان ولايت د ختيزو سيمو په لاره كې د يوناني سكندر له پاره د پام وړ وو. نوځكه يې د مندوړ او چارباغ تر مينځ كرغيو ته نږدې د نيكا په نوم ښار ودان كړ. يوناني سكندر د بري په موخه خپل پوځ په دوه برخو ووېشه چې يوه برخه يې له لغمانه دده په مشرۍ د كنړ له لارې د سوات په لور او دلښكرو دويمه برخه يې د جنرا ل پرويكاس او هغستيون په مشرتابه د كابل او لغمان سيند د جنوب اړخ لورته ترخيبردرې پورې پرمخ لاړ چې په پاى كې د سكندر ټول ځواكونه په اندس يعنې دسيند رود په برخه كې يو ځاى شول.د لغمان دلرغونتوب يوه بله مهمه بېلگه دا ده چې د لغمان د پلازمېنې نه ښايي د درې ميلو په واټن لويديز لور كرغيو ته نږدې د شله ټك د غره په لمنه كې هغه كښل شوي ډبر ليكونه چې په لېږديز لمريز كال تر سترگو شول ددغو ډبرليكونو لهارامي ليكدود نه دا ډاگيزه كيږي چې د اشوكا د مهال په واكمنۍ كې ښايي كښل شوي وي نو ځكه خو دغه ليكدود دهغه مهال يو ټاكلى زمان په گوته كوي. دغه دوه ډبر ليكونه چې د يوه ډبر ليك په څلورمه كرښه كې د لمكان جټي . نوم گورو له دې څخه دې پاېلې ته رسيږو چې لمكان وروسته لمغان داوسني لغمان لرغونى نوم دى. كه څه هم له دې نه دمخه د لمپاكا په نوم يادېده گ اشوكا د بندو سارا زوى او د چندراگوپتا لمسى د موريا د كورنۍ دريم واكمن وو چې له هندوستان نه راواخله تر ارغنداب پورې ځمكې يې لاندې كړې وې. د اشوكا ډبرليكونه هغه وخت مشهور شول چې لرغونپوه پوهاندمارگستن د لويديزې نړۍ كارپوهانو ته وروپېژندل. چې وروسته بيا په دې برخه كېپركلند اوالتهم هم په څېړنو او ژباړنو لاس پورې كړ. په زيږدي كال د پوهاندهنيگ په زيار او نوښت د اشوكا پهارامي ډبرليك چې په لغمان كې تر لاسه شوى وو په دې اړه يوه اوږده او هر اړخيزه مقاله وليكله شوه چې د لرغونپوهانو له پاره ډېره د پام وړ وگرزېده څرنگه چې اشوكا يو روحاني شخصيت وو تل به يې د ټولنې اخلاقي اړخ ته پاملرنه كوله نوځكه به يې دا ډول ډبرليكونه كښل او په داسې يو ځاى كې به يې دا كار كاوو چې د هرليدونكي پام به ورته را گرزېده له لغمان نه سر بېره دا ډول ليكنې او انځورونه په كندهار، ننگرهار درونټه او ټكسلا كې هم چې ورته بڼه لري كښل شوي دي مشهور څېړونكي او تاريخپوه بيلو وايي په هغه مهال به هندوانو گندهارا ته د شمال جنت وايه خو د بده مرغه چې د چنگېز د تاړاكونو له بابته هغه ډبرين ښارونه چې د اوسني مهال د خټينو خښتو په ځاى ډبرينې خښتې پكې كارول شوې وې او هم هغه انځورونه او تصويرونه چې پكې ايستل شوي وو او ځانگړى ارزښت يې درلود له مينځه لاړل د گندهارا اوسيدونكو هندوانو ته چې يو مشهور ټاټوبى يې لغمان وو كه له يوې خوا دغه سيمه د طبعي ښكلا له بابته په زړه پورې وه خو له بلې خوا ورته د مذهبي دودونو له كبله هم د پام وړ وه د بېلگې په توگه په لغمان كې د كندنو له مخې كوم اثار چې د بوديزم او برهمنيزم د مذهبونو په اړه تر لاسه شوي د ډېر ارزښت وړ ،ؤ نو ځكه يې د دې دوه لاملونو له پلوه گندهارا د شمال جنت وگانه.دمخه مو يادونه وكړه چې لغمان په يوه لويه لار پروت ولايت دى او په لرغونې زمانه كې هم له سكندر را واخله تر گوډ تېموره پورې تيري كوونكي دغې سېمې ته راغلي دي. د تېمور په اړه ويل كيږي چې د پنجشير له لارې د لغمان اليشنگ ته راغلى و او غوښته يې چې د لغمان نورستان بلورستان ته ځان ورسوي خو نورستان ته په لاره كې يې لس زره سر تيري له مينځه لاړل نو بيا يې د نورستان دسيند په غاړه د اليشنگ په ناجل كې يوه كلا ودانه كړه چې اوس هم د تېمور كلا په نوم ياديږي گوډ تېمور ځكه په ډېرې چټكۍ هغه مهال خپل ځواكونه تر شا كړل چې سرتيرو يې په هغو غرونو اوگړنگونو كې جگړه ونشوه كولاى او هره گړۍ له مينځه تلل نو غوره يې وگڼله چې له دغه سيمې نه پښې سپكې كړي. نوموړي د كټور په دره كې هم يو ډبر ليك كښلى دى چې دده د تيري نښه يې گڼلاى شو دارنگه د لغمان په اليشنگ دره كې د امير حبيب اله خان په مهال يو ډبرليك چې د تاريخ نه دمخه پېر پورې اړه لري تر سترگو شوى و چې پخپله امير هم دهغې كتيبې د ليدلو له پاره ورغلى وو چې عكس يې بيا د مارچ نېټه م چې د وري له پنځمې ش سره برابره وه د سراج الاخبار په خپرونه كې خپور شوكومې انځور شوې كرښې چې په دغه ډبر ليك كې گورو ښايي چې كاله دمخه د پخوانۍ ډبرې پېر پورې اړه ولري څيړونكي په دې اند دي چې دغه كښل شوې او انځور شوې كرښې له هغو كرښو سره ورته دي چې د سمنگانو په شپاړس كيلو متري كې تر سترگو شوي دي.د تېرې خبرې په ټينگار نه يوازى د گوډ تېمور لښكرې نورستان ته نه دي رسېدلي بلكې د سكندر پوځونه هم نورستان ته په لاره كې په گونډو شول دا ځكه چې د نورستان طبعي او جغرافيوي جوړښت داسې دى چې هېڅ بهرني پوځ نه دى ايل كړى څېړونكو دا منلې چې د سكندر پوځونه بلورستان ته نه دي رسېدلي خو هغه وخت چې سكندر لغمان ته ورسېد لكه د مخه مو چې وويل كرغيو ته نږدې يې يو ښار ودان كړ او دغه ښار چې نيكا نوميده هغه ښار ته نږدې وو چې د نيسا په نامه يادېده چې دغه ښارد شرابو د ښار په نوم مشهور شو او مذهبي ارزښت يې هم د پام وړ وو. وايي چې دغه ښار هغه ځاى ته نږدې وو چېرته چې د الينگار او اليشنگ دواړه سيندونه يوځاى كيږي.. موسيو فوشه په دې اند دى چې د نيسه ښار په كوزني لغمان كې چېرته چې د الينگار او كابل سيندونه سره يو ځاى شوي دي ودان وو چې د ښار د ساتونكي نوم ديو نيسه وو چې په تاريخ كې ديونيزوس هم راغلى دى. په لرغونو تاريخونو كې د الينگار او اليشنگ يادونه ډېره شوې ده اّن په ويدي سرودونو كې هم د هغو لسو اريايي ټبرونو د نومونو په لړ كې چې د راوي پنجاب د رود په غاړه سره نښتي وو يادونه كړې. دا ټبرونه اليناالينگار او اليشنگ، بهالانه د بولان د درې خلك، شيوا د سيند غاړې خلك، پورو د گندهارا شاوخوا خلك، انو پكتيه دپښتنو ټبر او نور و. ولې ځنې د بلورستان خلك هم الينا بولي. يونانيانو ځنې ميتولوژيكي پېښې له يونان نه افغانستان ته راوړي دي لكه چې د پرومته زندان يې د هندوكش په يوه سمڅه كې انځور كړى دى. ولې پخوا تر دې چې د بېلگې په توگه د يونيزوس يونانيان خپلې استورې افغانستان ته راوړي زموږ په هېواد كې د مهشوارا په نوم د نمانځنې رب النوع استوره وه چې د لوړو غرونو ساتونكى يې باله. نو ويلاى شو چې ديونيزوس د شرابو يوناني رب النوع نه وو بلكې دا هماغه مهشوارا د غرونو ساتونكى دى چې د غرونو په سرونو يې انځورونه تر سترگو شوي دي. ما د بريتانيا په موزيم كې يو لوښى وليد چې د دوه اتلانو څېرې په كې انځور شوي دي چې ځنې يې د هركول او ديونيزوس بولي او ځنې يې بيا د اريايې او يوناني ديونيزوس گڼي چې دا لوښى د افغانستان له بدخشان څخه تر لاسه شوى دى. هره خبره چې وي وي به خو كله چې سكندردلته را ورسېد ددې ښكلي ښار پاچا بكو چې د شرابو رب النوع وو له نوموړي سره وليدل او غوښتنه يې ترې وكړه چې ددې ښار د اوسېدونكو ازادي ته درناوى وكړي سكندر بيا دبكوس غوښتنه او وړانديز ومانه نو ځكه يې د تيري نه لاس واخست هغه مهال چې د سكندر پوځونه د لغمان له دغې سېمې نه په دوه برخو وويشل شول چې يو شمېر يې د سكندر په مشرۍ د كونړ له لارې سوات ته او بله ډله د خيبر له لارې روانه شوه. دا دواړه ډلې په اټك كې يوځاى شوې او د ټكسلا پاچا امبيته يې ځواب ولېږه هغه هم له سكندر سره روغه جوړه وكړه خو د لغمان د واكمن په څېر يې خپل وړانديز ورغبرگ كړ.ځنې څېړونكي د لغمان د لرغونتوب په اړه دا خبره هم كوي چې نوموړى ولايت د افغانستان د ځنو نورو سيمو او ولايتونو په څېرد هندوكش د لرغوني تهذيب له وارثانو څخه دى چې په دوي كې خنجان، اندراب، شتل، سالنگ، پنجشير، نجراو، تگاو، كاپيسا، لغمان، كټور، نورستان، چترال، سوات، باجوړ، د پامير د غره په لمنه كې مېشت اوسيدونكي او نور د بېلگې په توگه يادولاى شو سكندر چې كله هندوكش ته راورسيد د غرونو دا لړۍ يې د نړۍ پاى وگاڼه او دايې قفقازد هندي قفقاز په صفت كوكاكوس انديكوس وباله چې دهندوكش اوسنې نوم همانديكس نه مينځته راغلى دى د هيوان څنگ له څېړنو نه ډاگيزه شوې چې د اومې زيږدي پېړۍ په نيمايي كې له كاپيسا او باگرام نه نيولې تر لغمان او ننگرهار پورې ددې سيمو اوسيدونكو د برهمنيانو د دودونو په رڼا كې خپل ځانونه په ايرو لړل او دا كار دكابل برهمن شاهانو هم كاوو خو د صفاريانو د گواښنې له بابته د هېواد جنوبي سيمې له دغو پېروانو او پلويانو څخه پاكې شوې او د غزنويانو په مهال كې له لغمان او جلال اباد څخه هم د دغه دود لمن ټوله شوه نوموړى وايي : زه چې زيږدي كال په دوبي د پنجشير د رود په غاړه ننگرهار ته تلم د كابل او پنجشير د رود په گډونځي چې ور تير شوم د كيڼ لاس خواته مې د لمپاكا اوسنى لغمان ولايت وو. تر لمپاكا چې ور تير شوم نگاراهاراى ننگرهار ته ورسيدم. وگورۍ دكابل د مجلې دريم كال گڼه مخ كله چې د تگين كورنۍ الپتگين غزني ونيو اودلويكانو كورنۍ يې تر شا كړه نوموړى يوكال په غزني او زابلستان كې واكمن وو. دده له مړينې وروسته بيا غزني او گردېز پاچالويك د كابل شاه د زوى په مرسته تېرى وكړ خو دسبگتگين له لاسه يې ماته وخوړه. سبگتگين پوه شو چې دپښتنو پاچا لويك سره د ده جگړه پاى نه لري نو دخپلې اوښيارۍ له كبله يې له پښتنو سره خېښي او خپلوي وكړه او ځان يې د هغوي زوم كړ. بيا نو د پښتنو په مرسته يې بست، زمينداور، تخارستان، غور، باميان او زابل ونيو او همدارنگه د كابل د رود په غاړه د لغمان په سيمه كې دجيپال له لښكرو سره مقابله وكړه او د هغه سل زره لښكر يې د پښتنو په زور مات كړ او تر پېښوره پورې ځمكې يې لاندې كړې په دې اړوند نامتو تاريخپوه عتبي او ابن اثير هم كاږلي دي چې غلجي پښتنو له نوموړي سره ډېره مرسته وكړه او دده ملگري شول. هغه وخت چې سلطان حميد لودي د ملتان واكمن وو نو له لغمان نه ترملتانه دا ټولې ځمكې د ده په واك كې وې. د نوموړي د واكمنۍ هغه لورى چې تر لغمانه پروت وو پهحدود العالم كې داسې راغلى دى: دا هغه سيمه وه چې د لمغان د سيند په غاړه پرته وه، لمغان يو ودان هېواد ؤ، د سوداگرۍ چارې په كې پرمختللې وې او ډېر سوداگر په دغه ښار كې مېشت او استوگن وو. ډېرو او سېدونكو لمغانانو به بوتانو ته عبادت كاوو. په لمپاكا كې ډېرې وريځې كيږي هوايې نرمه او پسته ده له ساز او اواز سره مينه لري، اوښياران او تېز فكره خلك دي. دكابل مجلې كال گڼه كې هم د لغمان ولايت په اړه داسې لولو :ددې سيمې ځنې برخې په هغه مهال كې د كاپيسا د پاچا تر لاس لاندې وې چې جنوب ختيز ته يې د ننگرهار لوى ښار پروت دى. هماغه گڼه مخ دارنگه يوځل بيا د حدودالعالم يادونه كوو چې د لغمان په اړه يې ليكلي دي:دينور لمغان د سين پر دابله غاړه د لمغان د ښار په برابر يو بل ودان ښار وو چې د خراسان سوداگر هلته اوسېدل حدودالعالم مخد اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو نه وروسته لغمان پخواني نومونه لمغان او لمپاكا هغه اوسنى نوم دى چې د لرغونو نومونو په ځاى اوس په همدغه نوم ياديږي. يوه ښېرازه غوړېدلې سېمه ده چې له پخوا نه اباده او سمسوره وه. هغه كډوال چې د هېواد له بېلابېلو سېمو څخه را كډه شوي دي يو شمېر ډېر د بېلابېلو قومونو او توكمونو خيلو نه په لغمان كې ودان دي د اوسنيو سر شمېرنو له مخې په سلو كې پښتانه، په سلو كې نورستاني كه څه هم اوس نورستان مستقل ولايت دى په سلو كې پشه يي شاړي همدارنگه نور وروڼه قومونه لكه تاجك، عرب، هندوان، گوجر، سادات او نور ددې ولايت اوسېدنكي دي. پلازمېنه يې د مهترلام ښار دى او مهمې ولسوالۍ يې الينگار، اليشنگ، قرغه يي او دولت شاه نوميږي.دلغمان دا يادې شوې اولسوالۍ ځكه مشهورې دي چې د سكندر پوځونه كرغيو ته نږدې په يوه ودان ښار كې پراته وو. الينا لكه څنگه چې يې دمخه يادونه وشوه د اّريايي لسو قبيلو څخه يوه قبيله وه چې په الينگار، اليشنگ، نورستانهغه وخت دلغمان اړوندؤ او د لغمان په نورو سېمو كې استوگن وو چې اوس يې هم په يوه وروستاړي گار- شنگ د الينا لرغونى نوم خوندي كړى دى. دا رنگه د لغمان د پلازمېنې مهترلمك مهترلام په اړه هم ويل كيږي چې پخپله هيوان څنگ هم د اگست په نېټه په زيږدي كې د كاپيسا له لارې نه دې ځاي ته رسېدلى دى. ده ته ډاگيزه شوه چې دلته د لسوتيگو ډبرو په شاوخوا كې عبادت ځايونه جوړ وو چې د سيمې نوم يېلان پو چې په سنسگرت كې لمپاكا و. دلته دوه ډبر ليكونه هم وو چې د يوه ډبر ليك په درېمه كرښه كې دلمك تورى كښل شوى وو. ښايي چې دغه د مهترلمك او يا مهترلام نوم وي او يا دا چېمهترلام نوم دى اولمك لمكانلمغان لغمان لمپاكا يې تخلص دى چې په زړو متونو كې لمك لمكان د اوسني لغمان لرغونى نوم دى.د لمک پورته هم پوره ذکرشوی ٭اوس هم په لغمان کې گڼ شمېرقومونه دورورولۍ فضا کې ژوند کوي او په بیلابیلوژبو خبرې کوي لکه: پښتا نه، تاجک،پشه یي، نورستاني،وامه یي،عرب،گوجر، کوچيان،هندوان، سکان او نورقومونه ، هرقوم ځا نگړي رسمونه او فرهنگ لري اوپه خپله ژبه خبرې کوي ځېنې یې بیا نورې څانگې اولهجې لري هرقوم په لس گونو لوی او واړه نورقومونه خیلونه لري .پخوا او اوس مهال لغمان په سیاسي، د یني اوفرهنگي ډگر کې هم دگڼلو وړ لاسته راوړنې لرلی وگړي پخوا او اوسمهال لغمان په سیاسي، دیني او فرهنگي ډگر کې هم د گڼلو وړ لاسته راوړنې لرلې؛ د پېنځو ستورو څخه یو استاد گل پاچا الفت د لغمان په آسمان کې ځلېدلی دی. پخواني او اوسني نور شاعران یې سعید افغا ني، حبیب الرحمن مهدي، میرمن سایره، غلام حسن خان ساپی، صديق کاوون توفاني، ډاکتر محمد شفيق همدم، مرحوم اسحاق ننگيال، سمیع الله خالد سهاک، شهسوار سنگروال، عزيز الرحمن الفت، عزيز تحريک، سمیع الدین افغاني، بارق شفیعي، نور محمد غمجن، محمد هاشم نيازي سنگر، عاشق الله فریاد، ناهید، ملكى خزان، اسماعیل اړم، شاه محمد بینا، عبدالرشید مخلص، ډاکتر متولي همدرد، حفیظ اله همت، آرش ننگیال، محمد شعیب حیدری، مصباح اله مسلم، فریدون خوځون، فريدالله نوري، متین تیرگړیوال، روشان غفورزی، عمر خان وفا، محمد نعمان دوست، صفی الله باران، شریفه هاشمي اسدالله مسکین، محمد اسماعيل يون او نور دي. به ولسي شاعرانو کې ملا عبدالحنان، محمد نور، شیخ احمد خان، حیا خان الینگاری، پټاڼ، مستري حبیب الله حبیب، محمـد عالم حیران، غلام سخي اتمر، نصراله ناصر، عسکر چالاک، مختار، بسم اله گل کاریوال، عارف گاډیوان، غمخور، انجینر محمد عالم قرار، عبدالواحد غمخوار، نضراب خان، فیروز کندوزی،اختر محمد کوچی، ملنگ باغبان، ملک شیر علي، تواب ترابي، عبدالغـفور خان، رحیم الحق ورنټاوال، اسرارالحق بینجو نواز، محمد الیاس، غلام نبي دردمند، گل آقا رښتینوال، ولي محمد ترابي، ایمل، احمد ظاهر، مختارالحق، ملا محمداجان، بسم اله چلمټیوال، ښایسته گل، گل محمد موټروان، شیرآغا ارماني او نور چې د ځینو شعرونه د سندرو په کسیټونو کې هم خوندي دي چې په لاندې شپږو کتابونو کې نه دي راغلي. د سیاسي او دیني عالمانو شمېر یې هم د چا خبره تر شمار وتلی دی. د څېړنې او نثر په برخه کې ګل پاچا الفت،سمیع الدین ژوند،غلام حس صافی،ودیر صافی،سر محقق زلمی هېوادمل، ډاکتر محمد ظاهر، عبیداله محک، ډاکټر محمد حسن کاکړ، میر محمد قاسم لغمانی، عبداله خان افغاني نویس، پوهاند محمد اسماعیل یون، عزیز تحریک، صدیق کاوون کاکړ، انجبنر مطیع الله مطیع خروټی، پوهندوی ډاکټر سید حسام مل، محمد نادر نادري، نگارگر، خدایداد بشرمل،ډاکټر پاینده محمد صافی،داکټر خان آقا رحیمي،ډاکټر ضیا الدین باور،کبیر کمال محمد حنیف اتمر، عبدالهادی قریشي، محمد آصف تایب، عارفه عمر لور، سميع الدين افغاني، متین یوسف زی، عبدالخالق حسيني، غازي الدین گوهري، عبدالمعید هاشمي، میرویس جلیل، نور محمد حیدري، ډاکټر کبیر رنجبر،،داکتر بصیر رنجبر،عبدالصمد ازهر، محمداله الکوزی، مستعني نیازی، ژیفنون صافی، نورالحق شمس، مبارز ساپی، بریشنا تحریک، اکمل ساپی، ضياالرحمن ضيا، امين الدين اميني، عزيزالرحمن ذکي، سمسور خان ظفرزی اهتمام، محب الرحمن تصور، اجمـل ، قاری فضل الدین سراجی، قادر هوتا، اسداله دانش ساپی، نظرگل خاشع، امین اله سدید،ظاهرالینا،محمدطاهر کلمانی او نور یادولای شو . د تمثیل په بر خه کې دمرحوم منان ملگري ، ممنون مقصودي.سایره مقصودي.لايق اثر، داؤدمقصودی،زاهدخان زاهد، متین تیگړیو ا ل او نيازالدین خنجر. په یاددونه بسنه کېږي.دکما ل اوکرامت د نه هیریدونکوڅیرو څخه ملا اضغر،رام کیشنگ ،بــاړو، مــجــنــون شاه، طوطي شاه،مستان شاه،علي لپړَلنـگ،حضره دین اوعظم دین یادولای شو.د مو سیقۍ هنر بازار په لغمان کې تل تود ساتل شوی دی پخواني مشهور سندر غاړي:ملاگۍ،گلکۍ،گلو،قاسم جان، پایند ه محمد یاپاينده،محمداشرف قلندر،ملاشاگل،سلطان عزیزجوشي، مرحوم احمدظاهر، قاري قصـه خوان عبدالحلیم،محمدعالم حیران،غلام محمد، صبور بصیري،ولي گی، هفته گل،ماجیتي،خانگل،،جهان،حضرت علي، نسیمه قشنگ... ا و وتلي سازیان ، ټول پـېژنيء! اوس اوس پاینده محمد منگل ،شاه محمد مهمند،ملنگ باغبان،شیرغروال،صابربصیري شفيق مريد، استادطلامحمد،سیدآغاتوخی،سردار سعید،فیروزکندوزی چی دملی رادیواوتلویزیون نه یی دوریښموکاروان خپرونه کی دخپل اصلی ځای په هکله ویلی پلارمی دلغمان او مور می دننگرهاردی موږاول غوربند اوبیا فندوز ته نواقل شوی یوو،،روزدين منصوري،جمعه خان بنگي،ننگیالی غریب یار،عبدالقادرشاهيوال ،شاه محمد ډیرانی،شاه محمدپیننا،غبدالواحد غمخوار اونورد موسیقۍ د پرا ختیا له پاره خدمت کوي همدارنگه ددې ولایت په لس گونو پشه یي شاعران د شعرونوله بیلگو سره په لاندې څلورو پشه یي تذکرو او کتابونوکې معرفي شوي دي: ۱- پشه یي گې محمد زمان کلمانی د ۱۳۷۶ کال چاپ، ۲- مروالي محمد حسن احمدي د۱۳۷۸ کا ل چا پ. ۳- پشه یي گلینا محمد زمان کلمانی د ۱۳۸۴ کال چاپ. ۴- د پشه خلکو، محیط،ژبه او شاعرانومعرفي مرحوم نورمحمد غمجن تمیل په ۱۳۸۶ ل ل کال کې، دقلم ټولنې چا پ. داوسني بهیر ۶۹ تنه شاعران دژوند لیک او شعرونوسره د دنښترواو گور گرو څو سندرې تذکرې کې عزت اله شمسزي راپیژندلي دي او۶۴ تنه یې د ژوند لیک او شعرونو سره د الفت لارویان کتاب معرفي کړيدي. چې ځوان شاعران اولیکوالان لا نورهم شته دي. په لغمان کې گڼ شمیر فرهنگي ټولنې فعا لې دي لومړۍ پلاد الینگار فرهنگي یونبه نوم ټولنه په ۱۳۷۷ کا ل کې جوړه شوې وه د ټول لغمان په کچه یې تر سلوزیا ت غړی لرل۱۹. بیا نوری ټولنې جوړې شوې دي.چې تر ۱۴ زیا تې مجلې او نشریې خپروي چې ځینی پښتو یې دادي: ۱- لغمان ۲- مهتر لام ۳- الینگار ۴-لمپا کا ۵- ښکار ۶- زرکمر ۷- سنگر ۸- لار ۹- کا وون ۱۰- روښان ۱۱- لوشپشه یې اوپښتو او نورې... په تېرو دوو کلو نو کې په لغما ن کې ۱۳ سرلیکه کتابونه چا پ شوي دي . هر کا ل پسرلنۍ دودیزه مشاعره د مهترلام بابا په نوم دمهتر لام بابا دمېلوپه وخت کې د هغه د زیارت په بڼ کې کېږي دادودیزه مشاعره د اطلا عا تو او کولتور وزارت د ۱۳۷۷ کا ل د رسمي مکتو ب به بنسټ رسمیت موندلی له ننگرهار،کونړ،کابل او پیښورڅخه ورته شاعران اود فرهنگ مینه وال راځي فرهنگي ټولنې هم خپلې مېا شتنۍ مشاعرې ، کره کتنې او غونډې کوي. د اوبو سرچينې اهمې لاسته راوړنې ځنگلونه جگړې وراړولي زيانونه داهم وگورۍ کاکازي ترکلاڼي اخځليكونه اوسرچِنې لغمان افغانستان نیمگړی لیکنۍ د لغمان ولسوالۍ د افغانستان ولایتونه ختیځ ولایتونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D9%86%D8%AF%D8%B2%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA | کندز ولايت | د کندز ولایت یو د افغانستان د شمال ختیځ ولایتونه څخه دی. چی مرکز یی د کندوزښار دی، یو د افغانستان د مهم تجارتی اوبندری ولایتونو څخه دی . ددې ولایت شمالي سرحد د آمو سیند تشکیلوي. تر اویا کالو د مخه یې نفوس ډیر کم و او مرکزیې د خان آباد ښارو. اوس د کندوز ښار ډیره گڼه گوڼه لري، ځکه چې ارواښاد محمدگل خان مومند او ارواښاد شیرخان خروټي د هیواد له ختیځو،جنوبي او نورو سیمو څخه هلته ډیرنواقل واستول او خلکوته وړیا او یا هم په ډیره ارزانه بیه ځمکې ورکړل شوې. ددې ولایت نفوس ډیرشو، په پخوانیو وختونوکې د آمو د سیند په غاړه یوه کلکه او مستحکمه کلا موجوده وه، چی هغه کلا مغلو ورانه کړه او بیا د امان الله خان په وخت۱۳۰۰ هجری شمسی کې دوباره جوړه کړای شوه. ده ولایت ډیرسمسور،اباد او ښیراز دی. ډیره ابادی او ښه زراعت لري. د کندوز ولایت یو د ښه آب هوا لرونکی ولایتونه څخه دی چی د دې ځای آب او هوا په هر قسم زراعت ته مناسب دی. د اوړی په موسم کې یې تودوخه تر۴۳ سانتي گراد پورته په اوسطه توگه ۳۰ درجې او د ژمي تر صفر درجي راښکته کیږی. کلنی اورښت یې د ۳۰۰ ۴۰۰ ملې مترو په منځ کې اټکل شوی. له بهر نه ۴۳۳متره ارتفاع لري، پسرلی یې تود او ژمی معتدله هوا لري. دا ولایت د غبرکوه، د قره باتور او خواجه عبدالقاسم په نوم مشهور غرونه لري. د خان آباد سیند، د گاوکش نهر، د کندز نهر، د کندز سیند، نهر تقي او دعلې آباد نهرونه د دې ولایت د سمسورتیا سبب گرځي. ددې ولایت خلک د ډیر ښه فرهنگ لرونکي دي او د نواقلو فرهنگ هم په دې ولایت ژور اثر کړی دی. دا ولایت ښې لیسې او حرفوي ښونځي لري. پهلواني، بزکشی، نیزه بازي او سیمه ییزې لوبې پکې ډیر دود دي. دقلعه ذال او د کندز زړی کنډوالې یې تاریخی ځایونه تشکیلوي، چی د بودیزم د دورې او د گریکو بودیزم او گریک و باختري سکې ترینه ترلاسه کیږی. د کندز ښار یو زوړ مسجد هم لري، چی تقریبا ۳۰۰ کاله قدامت لري. په دې ولایت کې د افتاب پرست گل، وریجې، کونځلې او زغر ښه حاصل کوي او پوره شل کاله یې د پنبې تولید لومړی مقام درلود. دا ولایت د غوړیو یوه ښه فابریکه هم لري، چې د ورځی یې څو ټنه غوړي تولیدول د وریښمو صنعت هم هلته پرمختیا کړی ده، چې د چپنو، دستمالونو او جامو په جوړولو کې ترې کار اخلي. د دې ولایت خټکی، چی د امام صاحب په نوم یې پیژنو،نړیوال شهرت لري. نومړی ولایت ۱۰۴۸۰۰۰ اکړه آبی او ۴۲۸۰۰۰ اکړه للمي ځمکه لري او ۱۷۴۷۰۰ جریبه ځمکه یې د پستې، بادام، سنځلو،عکاسی، پنجه چنارونو او ځنگلونو نیولې ده. ددې ولایت ولسوالی او علاقه اری په لاندی ډول دي. ولسوالي نفوس د ۱۹۹۰کال اټکل او په ۱۴۰۱ کال کې د کندوز ولایت د وګړو اټکل له مخې، د کندوز ولایت ټول وګړي ۱ میلیون ۱۸۴ زره او ۲۴ تنه دی، چې له دې ډلې ۵۹۹ زره او ۹۸۵ تنه نارینه او ۵۸۴ زره او ۳۹ تنه یې ښځې دي. د ولايت په اړه زمكنې جوړښت ولسوالۍ او د وگړو شمېر فرهنگ تاريخي سيمې د اوبو سرچينې موهمې لاسته راوړنې اړيكتيايي سېسټم ځنگلونه جگړې وراړولي زيانونه سرچينې د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار افغانستان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B1%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA | کندهار ولايت | کندهار د هېواد سوېل لویديځ ته په ۱۲ او ۱۳ دقیقو، ۲۰ او ۲۵ ثانیو شمالي عرض البلد کي پروت ولايت دى او د افغانستان د لويو تاريخي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. کندهار ولايت په ۱۴۰۰ هجري لمریز کي شاوخوا ۱۳۶۸۰۳۶ نفوس لري، چي دښار ترڅنګ ددغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو لکه سپین بولدک، پنجوایي، میوند، ژیړۍ، خاکریز، غورک، نیش، شاه ولي کوټ، میاه نشین، ارغستان، معروف، ښورابک، ریګ، تخته پول، دامان، ارغنداب او ډنډ کي هم پروت دی. د منديگک تاريخي سیمه د کندهار په ۲۰ کيلو مترۍ کي موقعيت لري، چې د لرغون پېژندني له مخي د برنج او مفرغ په دورو پوري اړه لري. پر همدې اساس له ميلاده مخکې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کلونو په منځ کي د سند، پارس او بين النهرين گرځندويانو او سېلانيانو دې تاريخي مرکز ته تگ راتگ کاوه. له هرات، باختر او سیستان خڅه کوچيان هم په دې تاريخي لاره تېرېدل. دا حوزه په اوېستا کي د هراوارتي په نامه ياده سوې ده او د اراکوزيا د نوم يادونه هم د همدې ځاى لپاره سوې ده. په لومړيو مرحلو کي دلته کرنيزي ځمکي وې. کندهار هغه مهال ډېر شهرت ترلاسه کړ کله چي په ۱۷۴۷ ز کال کي احمد شاه درانی د افغانستان واکمن ومنل سو او کندهار یې د هېواد د پلازمېنې په توگه وټاکه. د ښار په مرکز کي د مېوند ودانۍ وجود لري، چې په ۱۸۷۱ ز کال جوړه سوې ده. خرقه شريفه له بخارا نه دې ښار ته د احمدشاه بابا په پیر کي راوړل سوې ده. د ميروېس خان نيکه او احمدشاه بابا زيارتونه په همدې ښار کي دي او د کندهار چهل زينه يې د غره په لمنه کي پرته ده چې تاريخي ارزښت لري او په پای برخه کي یې د بابر شاه ياداښت په ډبره کي کيندل سوی دى. کندهار په ۱۷۰۸ز کال کې ميرویس خان د خپل حکومت د مرکز په توگه وټاکه، هغه په کوکران کي موقعيت درلود چې د اوسني کندهار ښار په لویدیځ کي موقعيت لري. بايد ووايو چي لوى سکندر په اراکوزيا یا اوسني کندهار کي د اسکندريه په نوم يوه لويه کلکه پوځي او دفاعي کلا جوړه کړه چي د کندهار عظمت او حېثيت يې په لرغونې زمانه کي لوړو پوړو ته ورساوه. اداري وېش د کندهار ولايت د ۴۷۶۷۶ کيلو متره مربع ځمکي په لرلو سره د اداري وېش له مخي په لاندي ډول وېشل سوی دی : کندهار مرکز دامان ولسوالۍ شاه ولي کوټ ولسوالۍ ارغنداب ولسوالۍ غورک ولسوالۍ مېوند ولسوالۍ پنجوايي ولسوالۍ رېگ ولسوالۍ شورابک ولسوالۍ سپين بولدک ولسوالۍ ارغستان ولسوالۍ معروف ولسوالۍ خاکرېز ولسوالۍ ډنډ ولسوالۍ نیښ ولسوالۍ ژړۍ ولسوالۍ تخته پول ولسوالۍ میانشین ولسوالۍ د کندهار اوبه او هوا کندهار د استوايي اقليم لرونکی دى، سويل خواته يې د شورابک او سرې شگي د دښتو شتون ددې ولايت ځانگړتياوي صحرايي او نيمه صحرايي ته اړولي دي. په کومو ځايونو کي چي شين غر او کافرجر غرونه موقعيت لري او د ارغنداب سيند يې له کوزنيو سويلي برخو نه تېرېږي، هوا يې معتدله وي، او د ډنډ، پنجوايي، مېوند، ارغنداب او د شگې ولسوالۍ د ښي او زړه راکښونکي هوا لرونکې دي. پورته يادي سوي ولسوالۍ په پسرلي او اوړي کي ښه مرطوبه هوا لري، ژمی يې نسبتا معتدل او اوړی يې تود وي. د اوړي په تودو مياشتو کي یې د تودوخي لوړه درجه ۴۰ سانتي گرېډه، منځنۍ درجه ۱۹سانتي گرېډه او تيټه درجه يې ۵ سانټي گرېډو ته راښکته کېږي . د کلني اورښت اندازه يې له ۲۰۰-۳۰۰ ملي مترو پورې ټاکل سوې ده، خو په شگلنو سيمو کي له ۸۰ ملي مترو څخه کمه وي. ځمکنئ جوړښت د احمد شاه بابا له لوري د عصري کندهار لمړئ جوړښت په مستطیله بڼه وو چي شمال ته یې عیدګاه دروازه، ختیځ ته یې کابل دروازه، سوېل ته یې ښکارپور دروازه او لویدیځ ته یې هرات دروازه پرته وه. ددې دروازو په جوړښت سره کندهار ښار د یوې کلا بڼه غوره کړې وه، چي د هري دروازې پر سر یې یوه دانه توپ او لاندي یې د اوبو وتلو لپاره سلبونو شتون درلود. د دراني او بارکزي واکمنیو پر مهال په کندهار کي داحمدشاهي جوړښت مهم ځایونه ارګ بازار، سدوزو کوڅه او شهیدانو چوک بلل کېدی، خو د ظاهرشاه او داوودخان د حکومت په اوږدو کي د نوي ښار شهرنو او نورو ځایونو منځته راتګ کندهار ولایت پراخه کړ او ورپسې په یوویشتمه پېړۍ کي دمهمو پروژو د پلي کېدو په پایله کي تر کابل وروسته دویم لوی ښار وګرځېدی. کندهار د خپل ځمکني جوړښت له امله د افغانستان په سوېل لویدیځه حوزه کي هلته پروت دی چیري چي د هند او ایران د اقتصادي وصل نقطه تیریږي. دغه ولایت د ارغند درې په اوږدو کي له تاریخي پلوه په داسي ډول پروت وو چي بهرنیو او تیریګرو ځواکونو ته یې درې ستري ګټي درلودې، چي عبارت له ځواکمني جنګي قوې، حاصل ورکوونکي ځمکي او اقتصادي لاري څخه وې. د کندهار شمال او لویدیځ ته د ارغند دره هغه سیمه ده چي د ظاهرشاهي کانال په مرسته ددې ولایت مرکزي او سوېلي سیمو ته هم اوبه رسوي. د ښار په لویدیځ کي د فیل غر فیل کوه شتون لري، چي له اړخه یې د کندهار ولایت مرکز له ارغنداب، خاکرېز، شاولي کوټ ولسوالیو او روزګان ولایت سره نښلي، د یادو سیمو سره د نښلون لپاره د کندهار ولایت په شمال کي د کوتل مرچه په نوم بل ځای هم سته. د کندهار سوېل ته د ډیورنډ تر کرښي پوري د ریګ سیمه پرته ده چيري چي د ترنک سیند تیریږي. په شمال ختیځ کندهار کي د عینومیني ښارګوټۍ چي دغه ولایت ته یې عصري ښکلا ورکړې ده د کندهارکابل پر لویه لاره باندي شمالي لوري ته موقعيت لري. وگړي د کندهار ولایت لوی شمېر نفوس له پښتنو څخه جوړ دی چي په څنګ کي یې یو شمېر تاجکان، بلوچ، سیدان او قزلباش هم ژوند کوي. په دې ولایت کي تر ډېره پوري د پښتون ټبر اړوند دراني قومونه اباد دي، چي مشهوره ښاخونه یې بارکزي، پوپلزي، الکوزي، نورزي، محمدزي او اڅکزي دي. همدارنګه یو شمېر غلجي پښتانه لکه ترین، هوتک او نور قومونه هم شتون لري. د کندهار ولایت رسمي ژبه پښتو ده، خو لږ شمېر خلک یې په پارسي ژبه هم خبري کوي. فرهنگي، پوهنيز او ټولنيز حالت کندهار ولایت یو دولتي پوهنتون او څو دانې خصوصي پوهنتونونه لري. ددې ولایت مشهوره عالي لیسې احمدشاه بابا عالي لیسه، میرویس نیکه عالي لیسه، محمود هوتک عالي لیسه، زرغونه انا عالي لیسه او ځیني نوري دي چي د ښار په بېلابیلو ناحیو کي زرګونه زدکوونکي پکښي زدکړي کوي. کندهار ولایت د افغانستان یوله هغه ولایتونو دی چي د انګلیسي ژبي او کمپیوټر زدکړي مرکزونه یې تر نورو زیات دي او د کندهار تر څنګ د ولسوالیو زدکوونکي هم ورته راځي. د کندهار ولایت ادیبان او پوهان ددغه ولایت په مرکز کي په کال کي یوځل د انارګل په نوم ادبي مشاعره جوړوي او بیلابیلو سیمه ییزو شاعرانو ته بلنه ورکوي ترڅو خپل شعرونه د نظم او نثر په بڼه وړاندي کړي. سردار مهردل خان کندهاری، مولانا عبدالغفار بریالی، سید عبدالخالق اغا، عبدالکریم رسوا، محمد عیسی کندهاری، محمد انور کندهاری، عبدالباري جهاني او ځیني نور ددغه ولایت مشهوره شاعران او ادیبان ګڼل کیږي. همدارنګه شیرشاه رشاد د علامه عبدالشکور رشاد زوی، حیات الله رفیقي، محمد معصوم هوتک، ډاکټر نثار احمد صمد، فضل محمد پنهان، استاد نور احمد قرآن مل، سیف لودین او یوشمېر نور پوهان او لیکوالان هغه خلک دي چي د یوویشتمي پېړۍ په لمړیو لسیزو کي یې لاهم دې ولایت ته پوهنیزي چوپړتیاوي ترسره کړي دي. تاريخي ځايونه منډیګک د منډیګک غونډۍ چي متره لوړوالۍ لري له شاوخوا دوه زره کلونو راهیسي همداسي ورانه ویجاړه پرته ده. ددې غونډۍ لمړی ودانۍ چي عمر یې کاله ته رسیږي د انسان د لاس ډیري لمړنۍ نخښي لکه ځیني توږل سوي ډبري او د څارویو تېره سوي هډوکي دي. همدارنګه د غونډۍ له وروستي پوړ څخه د ژیړو څخه جوړ سوي لوښي هم د تاریخي اثارو په توګه لاس ته راغلي دي. د اشوکا ډبرلیک د اشوکا ډبرلیک کتیبه له هغه لرغونو اثارو څخه ده چي د کندهار د زاړه ښار له دروازې سره پر یوه لویه ډبره کیندل سوی او په کال کي کشف سو. ددې ډبري اوږدوالۍ او پسور یې سانتۍ متره دی. دا ډبرلیک په یوناني او آرامي ژبو باندي لیکل سوی دی، چي برنۍ دیارلس کرښي یې په یوناني او لاندنۍ اووه نیمي کرښي یې په آرامي لیک باندي لیکل سوي دي. د ډبرلیک ژبه یوناني او پخوانۍ پرثوي پښتو ده اوله میلاد څخه کاله پخوا هغه مهال ته ورګرځي کله چي اشوکا بودایي دین کندهار ته راوړ. د خرقې شریفي زیارت او مسجد د خرقې شریفي زیارت نوې ودانۍ تر احمدشاه بابا وروسته د کندهار ارګ بازار شمالي لوري ته په هجري قمري کي د تیمورشاه دراني له لوري جوړه او په هجري ق د روژې د میاشتي پر لمړۍ نېټه یې کار پای ته ورسېدی، چي پرهمدغه نېټه یې مبارکه خرقه هم ورته راوړل. په دې جامع کي د وخت په تېرېدو سره بېلابېل بدلونونه راغلي دي، چي تر ټولو ستر بدلون یې د سردار محمد عثمان خان له لوري ترسره سو. د خرقي شریفي د زیارت نقاشي د سراج الملت امیر حبیب الله خان په پاچهي کي د امیر د ورور سردار نصرالله خان تر سرپرستۍ لاندي د صوفي عبدالحمید بارکزي په لاس ترسره سول. همدارنګه د زیارت شاوخوا کاشي کاري یوځل د والي وزیر محمد ګل خان مهمند او بیا عبدالغفور خان په سرپرستي ترسره سول، چي خښتي یې حاجي خیر محمد کلال ورجوړولې. د اوبو سرچينې په کندهار کي د اوبو د تنظیم ریاست چي ددغه ولایت د ابیارۍ فعالیتونه پر غاړه لري به لمریز کال کي د حامد کرزي د جمهوریت پرمهال رامنځ ته، او ټول نفره کارکوونکي ورته منظور سوه. یاد ریاست د ولایت او ټولو ولسوالیو په کچه د اوبو لګولو د شبکو او او له هغوی څخه د ګټي اخیستلو چاري په غاړه لري. د اوبو د تنظبم ریاست د کندهار ولایت د ارغنداب د عصري شبکو موجوده تاسیسات لکه د دهلې بند، د ارغنداب انحرافي بند، د سويلي ارغنداب د عمومي کانال عمومي سربند او کانال، باباولي او ترنک د کانالونو د بیا جوړلو، ګټه اخیستلو او ساتني چاري سرته رسوي. د د دهلې بند د کندهار د اوبو لگولو يوه موډرنه پروژه گڼل کېږي، چۍ په خپله ياد سوى بند، د ارغنداب انحرافي بند، د سوېلي ارغنداب عمومي سربند او کانال، د بابا ولي عمومي کانال، د شمال او سوېلي ترنک لويې ويالې عمومي کانالونه يې شبکي دي. له يادو کانالونو څخه ٥٥ ويالې جلا سوي دي، دغه راز له ارغنداب سيند څخه هم ښي او کيڼ لوري ته ٥٥ ويالې، چۍ ټولي ١١٠ ويالې کېږي يوه او بل لوري ته غځېدلي دي. ترانسپورټ او تګ راتګ که څه هم چي کندهار ولایت د شهید داوودخان د پلان پر اساس منظم ترانسپورټ او د تګ راتګ لاري درلودې او د موټرانو ترڅنګ پکښي کوچنۍ ګاډیاني او حیوانات د تګ راتګ لپاره استعمالېدل، خو لوی شمېر سړکان او د پلان مطابق ښاري سیسټم په یوویشتمه پېړۍ کي د جمهوریت له راتګ سره سم پیل سو. د کندهار ولایت لویه مرکزي لاره احمدشاهي جاده نومیږي چي د ښار ختیځ له لویدیځ سره نښلوي، ورپسې ددې جادې ختیځ لوری د مددخان چوک او علامه حبیبي واټ په مرسته د سوېل پر طرف د کندهار مرکزي چوک شهیدانو څلور لاري ته رسیږي، چيري چي د ښار مرکزي او تاریخي ناحیې له یوبل سره نژدې پرتي دي. د کندهار ولایت په دننه کي د تګ راتګ لپاره ښاري ټکسي او رکشې فعالیت کوي، او د لویي لاري لپاره یې خپل ځانګړي ستر او کوچني موټران سته. ددې ولایت مرکز د عصري پلان پر اساس د اورګاډي له لاري د ډیورنډ کرښي او پاکستان سره نښلي چي لا یې هم په کي کار نه دی پیل سوی. د کندهار ولایت هوایي ترانسپورټ د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر، چي پروازونه یې د نړیوالو او کورنیو شرکتونو له لوري ترسره کیږي، په واک کي دی. ځنگلونه په کندهار ولایت کي دوه مشهوره ځنګلونه د دهلې او عینو میني ځنګلونه دي. د دهلې ځنګل په او کلونو کي د جمهوریت ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله څه ناڅه زیان هم ولیدی. جگړې وراړولي زيانونه په کندهار ولایت کي د شوروي اتحاد، کورنیو اختلافاتو او وروسته امریکایي یرغل خونړیو جګړو نه یوازي ددې ولایت مرکز ته اقتصادي او ځاني زیانونه واړول، بلکي د ولسوالیو جګړو یې د زراعت برخه هم سخته ویجاړه کړل. له اقتصادي پلوه د کندهار ولایت تر ټولو مشهوره فابریکه چي د نخي نساجي فابریکه نومیږي او د ولایت له مرکز څخه پنځلس کیلومتره لیري د دامان په ولسوالۍ کي موقعیت لري په تیرو وختونو کي ددې ولایت اقتصادي ملاتیر بلل کېدی. یاده فابریکه په کال کي د . میلیونه ډالرو په ارزښت له شوروي اتحاد څخه راوړل سوه، خو په افغانستان کي د ثور تر کودتا وروسته ددې فابریکې فعالیت په مکمله توګه فلج او له کاره ولوېدی. د ثور تر کودتا څلور لسیزي وروسته کله چي د طالبانو اسلامي امارت دویم ځل واک ته ورسېدی یوځل بیا یې د فابریکې د فعالیت هڅي پیل کړې او په کي یې له خرابو ماشینونو څخه بیرته فعال کړه، او د پاته ماشینونو کار یې لاهم جریان لري. د حامد کرزي او اشرف غني د جمهوریت پرمهال د طالبانو، امریکایې ځواکونو او حکومتي سرتیرو ترمنځ خونړیو نښتو د ارغنداب، خاکریز، پنجوایي، ژړۍ او یو شمېر نورو ولسوالیو سلګونه پلچکان، باغونه، ويالې او لویي لاري خرابي کړې او د کندهار زراعت او اقتصاد ته یې ستر زیانونه واړول. کندهار په یوویشتمه پېړۍ کي د جمهوریت او بیا نوي حکومت اسلامي امارت تر واک لاندي د سترو فابریکو د جوړولو شاهد دی، چي اصلي صنعتي سیمه یې د ښار په ختیځ کي پرته ده او د صنعتي پارک په نامه یادیږي. اخځليک د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، کال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريک د گرځنده کتابتونونو اداره د افغانستان تاريخي زمکپېژندنه، ليکوال: مير غلام محمد غبار، کال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مرکز، صبا کتابتون-پېښور ښار کندهار په یم کال کي: د افغانستان د اسلامي جمهوریت راپور، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره. د افغانستان ولايتونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84 | کابل | کابل د افغانستان پلازمېنه او تر ټول ستر ښار دی، چې د هېواد په لویدیځه برخه کې موقعیت لري. کابل ښار یوه ښاروالي هم لري او دا ولایت په ۲۲ ولسوالیو وېشل شوی دی. د ۲۰۲۴ ز د وګړشمېرنې له مخې، د کابل نفوس ۵۳۰۰۰۰۰ دی. کابل همدا ډول د افغانستان سیاسی، کلتوري او اقتصادي مرکز دی. د چټک ښاري کېدو له امله، کابل د نړۍ ۷۵یم ستر ښار دی. کابل د هندوکش غرونو تر منځ د نرۍ درې په لوړو کې موقعیت لري او کابل سیند پکې بهېږي. کابل د سمندر له کچې ۱۷۹۰ متره ۵۸۷۳ فوټه پورته دی، نو ځکه د نړۍ یو تر ټولو لوړو پلازمېنو څخه بلل کېږي. ویل کېږي: کابل ښار ۳۵۰۰ کاله لرغونوالی لري، چې د هخامنشیانو په دوره کې يې یادونه شوې ده. کابل د آسیا په څلورلاری کې موقعیت لري، چې نیمايي لاره یې لویدیځ کې استانبول او نیمايي نوره يې ختیځ هانوی ته رسېږي، نو ځکه د جنوبي او منځنۍ آسیا د سوداګرۍ مسیر اوږدو په سټراټيژیک موقعیت کې پروت دی. کابل د لرغونې ورېښمنو لارې کیلي ده. دا ښار د هخامنشي سترواکۍ برخه وه، بیا وروسته ورپسې سلوکیان راغلل، بیا مائوریا، کوشانیان، ساسانیان کوشانو-ساسانیان، هندو شاهي او ترک شاهي ګان، صفاریان، سامانیان، غزنویان، غوریان، خوارزمیان، قرلقیان، خلجیان، تیموریان، مغولیان او هوتکیان او ورپسې په ۱۷۴۷ ز کې د افغانستان دراني سترواکي. کابل په ۱۷۷۶ز کال کې د احمدشاه بابا د زوی تیمورشاه دراني پر مهال، د افغانستان پلازمېنه شوه. د ۱۹مې پېړي په لومړیو کې، بریتانویانو دا ښار اشغال کړل، خو د بهرنیو اړیکو له رامنځته کولو وروسته، دوی بیا اړ شول، چې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. کابل د خپلو تاریخي بڼوڼو، بازارونو او ماڼیو له امله پېژندل کېږي. ښې بېلګې یې د بابربڼ او دارالامان ماڼۍ دي. د ۲۰مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې، کابل د سیلانیانو لپاره یو زړه راښکونکی ښار و او د منځنۍ آسیا پاریس یې باله. د ارامۍ دغه موده په ۱۹۷۹ز کال کې د شورویانو په یرغل سره پای ته ورسېده او په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د کورنۍ جګړې له امله، د کابل ډېرۍ سیمې ړنګې شوې. له ۲۰۰۱ ز راوروسته، دا ښارد ناټو په ګډون د ائتلاف ځواکونو له خوا د ۲۰۲۱ ز کال تر اګسټ میاشتې پورې اشغال و، چې له هغه مهال راهیسې د طالب جنګیالیو په ولکه کې دی. د نوم پېژندنې ځای او د نومونې لامل د تاریخ په اوږدو کې کابل بېلابېل تاریخي نومونه درلودل. د کابل معنا معلومه نه ده ،خو د اسلام له ظهور څخه وړاندې يې هم همدا نوم او د هند او یوناني نړۍ تر منځ په لاره کې پروت یو مهم مرکز و. په سانسکریټ ژبه کې به يې کوبها ورته ویل، چې کلاسیکو لرغونو یوناني مؤلفینو کوپهېن، کوپهېس یا کووا هم بللی دی. چینايي ګرځندوی خوان ژانګ ۷مه میلادي پېړۍ دې ښار ته کاوفو خطاب کړی دی. د کابل نوم، اول د کابل سیند ته وړاندې له دې کارول کېده، چې د هندوکش او اباسین تر منځ پرتې سیمې ته ویل کېده. دې سیمې ته کابلستان هم ویل کېږي. الکساندر کنېنګهم مړینه ۱۸۹۳ز لیکي چې: د چینايي ګرځندوی له خوا د کوفاو نوم کارول احتمالاً دا ښيي چې، دا نوم د یوچي یا توخاري د پنځو قبیلو څخه د یوې نوم دی. کنېنګهم زیاتوي چې: دې قبیلې خپل نوم دې ښار ته ورکړی، ځکه دوی په دویمه میلادي پېړي قبل المیلاد کې دغه ښار لاندې کړی و. دا ګمان ډېر احتمال ځکه لري چې افغان تاریخپوه میرغلام محمد غبار ۱۸۹۸-۱۹۷۸ لیکي چې: په اوېستا د زردتشیانو مقدس کتاب کې، کابل واېکېرېتا بلل شوی، خو په لرغوني یونان کې اورتوسپانا لوړ ځای بلل شوی، چې د سانسکریټ ژبې د اوردهاستانا له کلیمې سره سر خوري، چې د کابل لپاره کارول شوې ده. یوناني جغرافیه پوه بطلیوموس بطلمیوس مړینه ۱۷۰ میلادي کابل ته د کابورا نوم کارولی. د یوې افسانې له مخې: په کابل کې یو جهیل دی، چې په منځ کې يې د خوښي ټاپو موندلای شئ، چې هلته د اهل موسیقي یوه خوشحاله کورنۍ اوسېده. د یوې ورته افسانې پر بنسټ: پاچا امر وکړ، چې دې ټاپو ته د خلکو د ورتګ په موخه، دې د بوسو چې په دري کې کاه ورته وايي یو پول چې په دري کې هم پُل دی جوړ شي. نو ځکه يې دې سیمې ته کاهپل وویل. د نړۍ د ځایونو د نومونو په تړاو، د اکسفورډ لنډه ډکشنري وايي: دا وړاندیز، چې د کابل نوم د عربي د قبول لیدنو یا ترلاسه کولو څخه اخیستل شوی، ډېره شونتیا نه لري. دا هم معلومه نه ده چې، د کابل نوم د لومړي ځل لپاره څه وخت وکارول شو، خو کابل هغه مهال مشهور شو، چې د اوسني افغانستان کاپیسا او نور ښارونه په نولسمه پېړۍ کې د چنګیزخان ۱۱۶۲-۱۲۲۷ز له خوا ړنګ شول. لکه څرنګه چې دا ښار د سیمې په مرکز کې پروت او په سیمه کې د قومي او نژادي ډلو د اتصال یو مهم کلتوري مرکز دی، نو ځکه کابل د ۲۰مې پېړۍ په وروستیو کې د منځنۍ آسیا پاریس ونومول شو. تاریخ د کابل رېښه، چې چا او څه وخت جوړ کړ، معلومه نه ده. د هندوئیزم د دین رېګوېدا کتاب چې د ۱۵۰۰ او ۱۲۰۰ قبل المیلاد تر منځ جوړ شوی دی او د هندوئیزم د کتاب له څلورو اصلي متنونو څخه دی، او اوېستا چې د زردشتیانو اصلي متن دی، کابل سیند يې یاد کړی او د اوسېدو سیمه یې کوبا کوبها بللې ده. رېګوېدا کوبا ته د یوه مطلوب ښار په سترګه ګوري او د غرونو تر منځ پروت جنت ورته ښکاري. د کابل دره، د ماد سترواکۍ۶۷۸-۵۴۹ قبل المیلاد برخه وه. په ۵۴۹ قبل المیلاد کې، د ماد سترواکي د ستر کوروش له لوري ضمیمه شوه او کابل د هخامنشي سترواکۍ ۵۵۰-۳۳۰ قبل المیلاد برخه شو. د دې دورې پر مهال، کابل د زردشت دین د زده کړې مرکز شو، ورپسې د بودايي دین او ورپسې د هندوئیزم دین. د ستر داریوش د مزار یو ډبرلیک، کابل د هخامنشي سترواکي یو له ۲۹ هېوادونو څخه بولي. کله چې الکساندر هخامنشي سترواکي ضمیمه کړه، د کابل سیمه د هغه تر کنترول لاندې راغله. د الکساندر تر مړینې وروسته، سترواکي يې دخپل جنرال سیلیوکوس تر ولکې راندې راغله او په دې توګه، کابل داسیلیوکي سترواکي برخه شو. په ۳۰۵ قبل المیلاد کې، د سیلیوکي سترواکي د سیند سیند ته پراختیا ومونده، چې د ګاونډۍ مائوریا سترواکي سره د اختلاف لامل شوه، خو په پراخه کچه ګروههعقیده دا ده چې، دغو دواړو سترواکیو د اتحاد تړون درلود. ژبې او توکمونه کابل يو پښتون مېشتی ولايت دی، خو د هيواد نا امنیو له امله د هيواد د بيلابيلو ولايتونو څخه ډير توکمونه کابل ته را کډه شوي، چې زیاتره يې په ښار کې مېشت شوي. اوس مهال کابل کې بيلابيل توکمونه اوسېږي، چې هر يو يې بيلابيل کلتور او دودونه لري، پښتو او دري د کابل اداري او تعليمي ژبې دي، خو د ټولو ولسوالیو له شمېره زیاتره يې يوازې پښتون مېشتې دي، د ۲۰۲۴ زيږيدز کال د وګړشميرنې پر بنسټ د کابل ولايت اوسيدونکو توکمونه پرلاندې ډول دي: ښار: پښتانه تاجکان هزاره ګان پاتې برخه يې نور لږکي توکمونه جوړوي. ولسوالۍ بشپړ ولايت: پښتانه تاجکان قزلباش پشه يان بېلابېل قومونه د کابل ولايت وکړي د اسلام دين سني مذهب پالونکي او پاتې يې شعیه ګان او نور لږکي مذهبونه جوړوي. سفر او سیلانې کلتور او ژبي د کابل پېښلیک د فولکوري روایاتو له مخې اوسنی کابل زرگونه کاله وړاندې د اوبو ډنډوو، وروـــ ورو اوبو د ماهیپر په پرښوکې لاره وکړه او دا ډنډ له اوبو تش شو. د پخواني کابل ودانۍ د چکړیو په سیمه کې راپیل شوې او بیا د اوسني بالاحصار په لمنه کې د کابل کلی جوړشو، دې کلي وروـــ ورو تجارتي ارزښت پیداکړ او بیاددې تجارتي ارزښت له امله دې سیمې اهمیت وموند او د ساتنې لپاره یې کابل بالاحصارجوړشو. د کابل ترتجارتي ارزښت موندلو وروسته په دې لاره د ورېښمو تاریخي لار هندوستان ته تېره شوه او بیا کابل د کابل شاهانو پایتخت شو. کابل شاهانو د ښار ساتنې لپاره د اسمايي او شېر دروازې په غرونو دېوالونه جوړکړل او کابل ته یې د یوې کلکې کلا بڼه ورکړه. عربو چې اسلام د خورولو لپاره افغانستان ته لښکرکشي وکړه، تر ماتو او بریو وروسته د کابل دروازو ته هم راورسېدل؛ کابل شاهانو درنې جگړې ورسره وکړې؛ خو په پای کې بریالي شول. د اسلام سپېڅلی دین دلته راغی؛ خو د لښکر قایدین لکه تمیم صاحب، جابرانصار صاحب، شاه دوشمېشره او نور دلته شهیدان شول او ځايي مبلغینو نه یوازې دا چې د هغې وخت په افغانستان کې د اسلام سپېڅلی دین خورکړ، بلکې د اسلام نور او رڼایې د تور هندوستان لتو ته هم ورسوله. په نهمه ، لسمه او یوولسمه هجري پېړۍ کې چې مغولو پر افغانستان ، هند او سیمه واکمني کوله، د کابل زاړه اثار یې ترمیم او نوې ودانۍ یې پکې وکړې؛ خصوصاً د هندي مغولومخکښ ظهرالدین بابر په کابل ښار کې ښې ودانۍ وکړې؛ بیا کله چې د دولسمې هجري پېړۍ په پای کې تېمورشاه دراني د افغانستان پایتخت له کندهار نه کابل ته راولېږداوه، دلته یې ښار ته نوې نقشه جوړه کړه، د کابل د غرونو دېوالونه او بالاحصار یو ځل بیا ترمیم شول او په کابل کې د نویو کوڅو د جوړولو پلان پلی شو. دا کوڅې وروـــ ورو ورپسې زیاتې شوې، چې ځینې قومونو او خېلونو په نامه شوې او ځینې نورې یې د کسبگرو او کاریگرو په نامه شوې او ځینې یې بیا دوخت د مشهورو کسانو او تاریخي کسانو سره وتړل شوې او ځانگړي نومونه پرې کېښودل شول. همداشان په کابل کې گڼ باغونه وو، چې د خاندانو په نامه یې یادېدل او یايي تاریخي نومونه درلودل. په زاړه کابل کې د علم گنج باغ، د مستوفي باغ، د سلطانجان باغ، چهارباغ، د علیمردانخان باغ او نور باغونه موجود وو. همدا راز یوه تېلي کوڅه وه چې له شړشمو، زغرو او نورو څخه به تېل پکې اېستل کېدل او گڼې گاڼۍ پکې وې. دا کوڅه د اوسني میوند واټ په لومړۍ برخه کې وه، د کلالۍ کوڅه په زاړه ښار کې وه او بیا په دهمزنگ کې دې کار وده وکړه. د تنور جوړولو کوڅه د زاړه ښار یوه بله کوڅه وه؛ اهنگران له بالاحصار سره جوخته یوه کوڅه وه، چې وسلې پکې جوړېدلې؛ د مسگرانو په کوڅه کې مسي لوښي جوړېدل؛ د سراجۍ په بازارکې چرمي څېزونه او پایزارونه جوړېدل؛ په سنگتراشۍ کې تېږي توږل کېدلې، د شانه سازۍ په کوڅه کې ږمنځې جوړېدلې؛ د چړو جوړولو، صندوق جوړولو، بنگړیو جوړولو، د پوستین گنډلو، ښیښې جوړولو او نورو مصنوعاتو بېلابېلې کوڅې وې او په دې توگه کابل ترډېره حده خود کفا او په خپلو پښو ولاړ وو او د خلکو د اړتیا وړ شیان همدلته جوړېدل. د کابل ښار ځینې نورې کوڅې وخت پر وخت د اشخاصو او قومونو په نامه جوړې شوې، لکه د ریکاخانې کوڅه، چې د ریکا د قوم لپاره نادر افشار جوړه کړې وه؛ یا د اندرابیوکوڅه چې له اندراب څخه راغلو کسانو ته جوړه شوې وه؛ د باغ علیمردان کوڅه چې شاه جهان پر وخت علیمردانخان جوړه کړې وه؛ د اڅکزو کوڅه چې د تېمورشاه پروخت جوړه شوې وه؛ همداسې د قاضي فیض الله کوڅه؛ د دېوانبېگي کوڅه؛ د هندوانوکوڅه؛ د عليرضاخان کوڅه او نورې کوڅې. په دې ترتیب کابل ښار په خپل زاړه تشکیل کې گڼې کوڅې، تاریخي ځایونه او باغونه درلودل، چې وخت پر وخت د ښار په تعمیراتي بدلونونو کې له منځه لاړل او خصوصاً چارچته او کوټوالۍ گنبځه؛ د میوند واټ او نادر پښتون واټ او پښتونستان واټ په جوړېدو له منځه ولاړې او اوس هم ځینو کوڅو او تاریخي ودانیو نښې شته، باید وساتلې شي او د تاریخي ابداتو د ادارې له خوا ترمیم او تاریخي حیثیت یې خوندي شي . جغرافیه، موسم او چاپېریال سرچینې د حبیب الله رفيع په قلم نور ولولئ کابل ولايت د افغانستان ولايتونه د افغانستان ښارونه کابل د آسیا د هېوادونو پلازمېنې د نړۍ د هېوادونو پلازمېنې د کابل ولايت اباد ځاينه ورېښمو لار کې پراته اباد ځايونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%A7%D9%86%D9%88%D8%B1%20%D9%86%D9%88%D9%85%D9%8A%D8%A7%D9%84%DB%8C | محمد انور نوميالی | د اکاډميسين کانديد محمد انور نوميالى د ۱۳۰۶ ل ل کال د سلواغې ۲۹ - د ١٣٨٥ ل کال د تلې ١٢ د ۱۹۲۸ ز کال د فبروري ۱۹ - د ٢٠٠٦ ز کال د اکتوبر ۴، ډنمارک يو افغان پښتو ژبی ليکوال، شاعر، څېړونکی، ژباړن او اندیال وو. مخينه محمد انور نوميالی د حاجي ملا محمد نعيم اخوند زوی،د غلام محى الدين لمسى په خټه اليزی، د ۱۳۰۶ ل ل كال د سلواغې پر ۲۹ مه د کندهار ښار د معروف ولسوالۍ د اليزو په يوه روحاني كورنۍ كې نړۍ ته سترگې پرانيستې وې. زده کړې محمد انور نوميالي د وخت د متداوله او مروجه علومو زده كړې له خپله پلاره، چې ملا طبيعته سړى وو او همدارنگه د سيمې له نورو استادانو څخه او د جنوبي پښتونخوا په مدرسو كې تر سره كړې دي. ځواني يې په طالب العلمۍ او ملايۍ كې تېره شوې ده. د وخت د استبداد ناسم چلند او دغه راڼه ستوري ته د كومې تعليمي ــ تحصيلي موسسې د فراغت د سند، چې له دوستانو سره به يې په مجلسو كې په اړه ورته د كاغذ خطاب كاوه، د دغه كاغذ د نه درلودلو بهانه نيول او د تورتمپالو له خوا د ده د پرمختگ مخنيوى د دې سبب شو چې د څه مهال لپاره د انزوا او گوښه نشينۍ حالت اختيار كړي. د علمي القابو د وېش پر مهال د كانديد اكاډميسين پر لقب نومول شوی. محمد انور نوميالي د ژبو د زده كړې په برخه کې ښه وړتيا درلوده، پر پښتو او پارسي ژبو سربېره يې اردو، عربي، انگرېزي، روسي او ډنماركي ژبې ښې زده وې او د دغو ژبو له اخذونو څخه يې ښه گټه اخيستلاى شوه. دندې او فرهنگي-پوهنيزې کارندتياوې يې استاد نوميالي د كندهار ښار په بيلابېلو ښوونځيو او لېسو كې د ادب او منطق د استادۍ دنده درلوده. وروسته كابل ښار ته په راتگ سره يې څه موده په گمرك كې دنده درلوده، د پښتو څېړنو د نړيوال مركز سره يې همكاري درلوده، د ۱۳۵۷ ل کال د غويي مياشتې تر پاڅون وروسته د بيهقي د كتاب خپرونې موسسې د رياست دنده ور په غاړه شوه. نوموړی د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى هم پاتې شوی، څېړنو يې رسمي بڼه نيولې وه او د علومو اكاډمۍ د ختيځ پېژندنې انسټيټيوټ غړى او بيا مشر وټاكل شو. د تېرې پېړۍ د وروستۍ لسيزې په لومړيو كې يې د نورو څېړنو لپاره د منځنۍ اسيا هېوادونو لکه وزبكستان او تاجكستان ته سفرونه کړي دي. دا چې د تاجکستان حالت او زموږ د هېواد بد حالت يو له بله په سيالۍ کې کم نه وو، نو له مجبورې ورځې د روسيې د پترزبورگ او بيا د مسكو ښار مساپر شو. په مسکو کې يې څو ځله خواره واره افغان فرهنگيان راټول كړي او د افغان فرهنگي ټولنو بنسټ يې ايښى دى. پر ۲۰۰۰ ز کال ډنمارك ته كډوال شو. محمد انور نوميالي د انساني ژوندانه په اړه خپل ځانگړى فلسفي ــ اخلاقي ليد لورى او دريځ درلود، په رښتينولۍ او سپېڅلتيا مين وو، د فكري استغنا څښتن وو. د انسان لپاره د انساني فكر او په انسانستان كې د اوسېدو ټينگ پلوى وو. هوډمن وو، خوځنده وو، استراحت طلب نه وو، ان په دغسې عمر كې چې ډېری نور خلک د راحت غوښتونکي شي، ده په نورو څېړنو او د خپلو پخوانيو، د زلميتوب د نيمگړو او نابشپړو څېړنو په بشپړېدو پسې يې مټې رانغښتې وې. ده د خپل ژوند په اوږدو كې د هېواد د يو شمېر ډېرو وياړمنو فرهنگيانو د استادۍ وياړ درلود. خپل ډېری اثار يې د ټايپي ـ طباعتي غلطيو له ريسكه ساتلي او خپله يې په لاس په ښكلي ليك كښلي دي، چې د پوره حوصلې او ښه ذوق څرگندونه يې كوي. له افغان مطبوعاتو سره، په ځانگړي توگه د كندهار له طلوع افغان سره يې له هماغه ځوانۍ راهيسې ښه پاللـه. د علومو اكاډيمۍ په چوكاټ كې پر څېړنيزو پروژو سربېره يې پښتو ژبه په نورو ډېرو ښو او ارزښتمنو اثارو وپسوللــه. په پښتو ژبه كې د تخونو يا د روسي ادب د چستوشكو ژانر د رامنځته کولو پلوی وو. د هېواد په دننه او بهر كې يې د مطبوعاتو له لارې د چاپ شوو ليكنو او څېړنو شمېر ښايي سلگونو ته ورسيږي. د ژوند په وروستيو كې يې ليكنې پخپله په كمپيوټر کمپوزولې او بېلابېلو وېب سايټونو ته به يې د خپراوي لپاره استولې. د محمد انور نوميالي سياسي لوری د کيڼ پالو له لوري سره يو وو. مړينه د کانديد اکاډميسين محمد انور نوميالي د ٢٠٠٦ ز کال د اکتوبر د مياشتي پر ۴ د ١٣٨٥ ل کال د تلې پر ١٢ د ۷۹ کالو په عمر په ډنمارک کې د زړه د درېدو لامله له دې نړۍ سترگې پټې کړې. د ده جنازه لومړی له ډنمارک څخه د اسلام اباد له لارې د افغانستان پلازمېنې کابل او بيا کندهار ته ولېږدول شوه او د ۲۰۰۶ ز کال د اکټوبر پر ۱۷ د کندهار پوهنتون په ساحه كې خاورو ته وسپارل شوه. چاپ شوي نښيرونه يې د کانديد اکاډميسين محمد انور نوميالي د يو شمېر چاپ شويو نښيرونو نومونه دا دي: ۱. انسان او تكامل ژباړه، د كابل چاپ. ۲. هند د لومړي کميونيزم څخه تر مر ئيتوب پورې ژباړه. ۳. د پښتو ادبياتو د تاريخ يوه تيوريكه طرحه څېړنيز اثر، گستتنر، كابل. ۴. د وېش سيسټم څېړنيز اثر، گستتنر، كابل. ۵. د افغانستان توکمونه ژباړه، سريزه او تعليقات، كابل. ۶. د ميتودولوژۍ تاريخ ژباړه، سريزه، لمنليکونه او تعليقات، كابل. ۷. د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي څېړنيز اثر، مسكو چاپ. ۸. د كوډو سرنوشت د علمي پلټنې په رڼا كې څېړنيز اثر، مسكو چاپ. ۹. الپې ليلا يا زر او يوه شپه، لومړى ټوك د ختيځ د نامتو ولسي كيسو ژباړه، مسكو چاپ. ۱۰. الپې ليلا يا زر او يوه شپه، دوهم ټوك د همدغو نكلونو د ژباړې بله برخه، مسكو چاپ. ځينې ناچاپ نښيرونه يې ۱. الپې ليلا يا زر او يوه شپه، د همدغو ولسي كيسو د ژباړې پاتې برخې په دريم ټوك كې د چاپ لپاره. ۲. بانډار لومړۍ مجموعه د ده لخوا په پښتو ژبه كې د تخونو يا چستوشكو د نوي ژانر په قالب كې د خوندورو نظمونو ټولگه. ۳. بانډار دوهمه مجموعه د همدغه تخونو دوهمه ټولگه ده. ۴. هزار و يك قتقتك د تخونو يوه بله ټولگه ده. ۵. هغه پلا او دا پلا يوه سفرنامه ده. ۶. زما د پوهنې حدود د حقيقت په مخ كې د ژوندانه په باب د ده د فلسفي نظريو يوه ټولگه ده چې له نن څخه پنځوس كاله پخوا يانې پر ۱۹۵۶ ز كال کښل شوې وه. ۷. د افغانستان د ايتنوگرافۍ په باب يوه پلټنه. ۸. د مختلفو موضوعاتو په باب يو شمېر ناچاپه مقالې. سرچينې بېنوا پښتو گورتپاڼه ختيځ فيلسفوفان مسلمان فيلسفوفان فلسفه فيلسفوفان افغان فيلسفوفان پښتانه ليکوال پښتانه شاعران افغاني ليکوال پښتانه افغانان |