url
stringlengths
31
783
title
stringlengths
1
140
text
stringlengths
20
223k
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%84%D8%A7%D9%84%20%D8%B9%D8%A8%D8%A7%D8%B3%20%D8%AE%D8%A7%D9%86
بلال عباس خان
بلال عباس خان په جون کې زیږیدلی یو پاکستانی لوبغاړی دی چې د هغه د کرکټرونو د انځورولو لپاره پیژندل شوی چې د هلک سره د نږدې کور پروټوټایپ کې مناسب وي. هغه د هیواد د مشهور شخصیتونو په لیست کې شامل دی او د درې لکس سټایل ایوارډونو ترلاسه کونکی دی. وختي ژوند او زدکړه بلال عباس خان د ۱۹۹۳ کال د جون په ۴ مه دسند ايالت په کراچۍ کې په یوه پښتنه کورنۍ کې زېږېدلی و. د هغه پلار، سهیل عباس، مخکې د سېند په پولیسو کې د په توګه دنده ترسره کړې، او دا مهال د سیند په ایکسائز، ټیکسیشن او نارکوټیکس کنټرول ډیپارټمنټ کې د تمرین او مالیې افسر په توګه دنده ترسره کوي، او مور يې، فرحانه سهیل، د فیشن ډیزاینر ده. هغه دوه وروڼه او یوه خور لري. پښتانه د کراچۍ کسان زېږېدنې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%DA%AB%DA%93%D9%87
جګړه
جګړه د دوو متقابلو یا مخالفو ډلو ترمنځ نښتي ته ویل کیږي، چي د غچ اخیستني، قهر او یا بل څه په موخه ترسره کیږي. په عمومي توګه جګړه یو نظامي ښکیلتیا ده چې د مودې، ساحې، او ځواک د ژمني سره سم تعریف سوې ده. د دې ځیني مهم مثالونه د اتلانتیک جګړه ، د انګلستان جګړه ، او د فرانسې جګړه ده.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%DB%90%D8%AF%D9%8A%DA%81%D9%87%20%D9%81%D8%B1%D9%8A%D8%B2%D9%8A%20%DA%98%D8%A8%D9%87
لوېديځه فريزي ژبه
لوېديځه فريزي ژبه ، يوه فريسي ژبه ده چې د هالينډ په شمالي ايالت فريزلينډ کې پرې کابو له ۳۵۰۰۰۰ - ۷۰۰۰۰۰ وګړي خبرې کوي.انګليسي ويکپېډيا سرچينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B3%D9%85%D8%A7%D8%B9%DB%8C%D9%84%20%D8%B5%D9%81%D9%88%D9%8A%20%28%D9%84%D9%85%DA%93%D8%A6%29
اسماعیل صفوي (لمړئ)
اسماعیل اول جولای - می په پارس کي د صفوي ترک دولت لمړنئ بنسټ ایښودونکی او واکمن وو، چي له څخه تر پوري یې د واک چاري په غاړه وې. د نوموړي واکمني په پارس اوسني ایران کي د صفوي ترکانو پیل ګڼل کیږي، چي په سیمه کي لوی ځواک بلل کېدی. د اسماعیل صفوي واکمني په پارس کي د هغه واکمنیو تسلسل وو چي له پېړیو راهیسي یې دوام درلود، او دغه واکمني هم د نورو قومونو په څېر اصلي پارسي یا ایرانۍ نه بلکي ترکي واکمني ګڼل کېده. یوازینئ څه چي د شاه اسماعیل او پارس یا اوسني ایران ترمنځ مشترک بلل کېدی هغه د نوموړي شیعه مذهب وو، چي له کلونو راهیسي یې په دغه هیواد کي دوام درلود. د شاه اسماعیل یاده واکمني په اسلامي نړۍ کي د نورو ترک واکمنیو په څېر ډېره ستره او د افغانستان، ایران، عراق او اذربایجان ترڅنګ یې د سیمي بېلابېل هیوادونه او ښارونه اېل کړي وه. شاه اسماعیل سره ددې چي له آره ترک وو، خو د ایران یو شمېر تاریخپوهان ځکه ورته په لویه سترګه ګوري، چي نوموړي د شیعه دوولس امامي مذهب د رسمي کولو ترڅنګ ددغه هیواد خلک له عربانو او نورو سني ترک واکمنیو څخه په مکمله توګه خپلواک کړه. د پارس لښکرو د شاه اسماعیل د واکمنۍ پر مهال په منځني ختیځ کي هغه مهال فرقه ییز تاوتریخوالی رامنځ ته کړ کله چي یې په ۱۵۰۸ کال کي د عباسي خلیفه ګانو او سني مسلمانانو د امام ابوحنیفه نعمان او د صوفي مسلمان امام عبدالقادر ګیلاني قبرونه ویجاړ کړل. د شاه اسماعیل دغه ناوړه عملونو په وروسته کي د عثماني خلاقت او ازبک خاناتو لویه غوسه راوپارول چي پایله یې د چالدیران په خونړي جګړه تمامه سول، او د اسماعیل ترڅنګ یې د پارس لوی لښکر دړي وړي کړ. د تاریخونو له مخي شاه اسماعیل د سیاست ترڅنګ یو تکړه شاعر هم وو چي شعرونو یې د آذربایجاني ژبې په ادبي پرمختګ کي ډیره مرسته کړې ده.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D8%B1%D8%A7%DA%86%DB%8D%20%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D8%AA%D9%88%D9%86
کراچۍ پوهنتون
د کراچۍ پوهنتون په غیر رسمي توګه د کراچۍ پوهنتون یا یو عامه څېړنیز پوهنتون دی چې په د پاکستان سند ايالت په کراچۍ کې موقعیت لري. په جون ۱۹۵۱ کې د پارلمان د یوې پرېکړې له مخې تاسیس شوی او د سند پوهنتون چې اوس په جامشورو کې موقعیت لري د ځايناستي په توګه رامنځته شوی ، دا پوهنتون د سند دولتي پوهنتون دی چې معماري چارې يې د محسن بیګ له خوا ډيزاين شوي دي. سرچينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B7%D9%87%D9%85%D8%A7%D8%B3%D8%A8%20%28%D8%A7%D9%88%D9%84%29
طهماسب (اول)
طهماسب اول فبروري - می د څخه تر پوري په پارس کي د صفوي ترک دولت دویم واکمن وو. نوموړی د شاه اسمعیل اول او تاجلو خانم زوی وو. طهماسپ د ۱۵۲۴ کال د می په ۲۳ نیټه د خپل پلار له مړیني وروسته واک ته ورسېدی، او د واکمنۍ لومړۍ کلونه یې تر ۱۵۳۲ پوري د قزلباش مشرانو په کورنیو نښتو او اختلافاتو کي تېر سوه. طهماسب تر واک لاسته راوړلو وروسته ډیر ژر د عثماني امپراتورۍ په وړاندي د یوې اوږدې جګړې سره مخ سو، چې په دریو پړاوونو رامنځ ته سوه. عثماني سلطان سلیمان عالي هڅه کول ترڅو خپل کسان د صفوي ځایناستي وګرځوي، خو طهماسب ددې کار مخالف وو او دجګړې په پایله کي یې چي د پارس په ماته باندي تمامه سول، په کي د اماسیا د سولي د تړون پر اساس عراق، د کردستان ډیره برخه او لویدیځ جورجیا عثمانیانو ته پرېښودل. طهماسپ د بخارا له ازبکانو سره هم د افغانستان پر سر شخړه درلوده او څو ځله یې پر هرات بریدونه وکړل. نوموړي په ۱۵۲۸ زیږدیز کال کي د څوارلس کلنۍ په عمر د جام په جګړه کي د توپخانې په کارولو سره ازبکانو ته ماته ورکړه. طهماسب پخپله واکمنۍ کي د هنرونو سرپرست او همدارنګه یو تکړه انځورګر وو، چي د همدغه میني له کبله یې د انځورګرانو، خطاطانو او شاعرانو لپاره د هنرونو شاهي ماڼۍ جوړه کړه. لږ وخت نه وو تېر سوی چي د واکمنۍ په جریان کي یې بیرته د شاعرانو سپکاوي ته مخه کړه، او ډیری یې د هند مغل دربار ته په تیښته مجبوره کړل. طهماسب په پارس اوسني ایران کي د خپلي مذهبي تقوا او د اسلام د شیعه څانګي لپاره د زړورتیا یو سمبول پیژندل کیږي. نوموړي په کي د مغل امپراتور همایون څخه وغوښتل چي په هند کي د خپل تخت د بیرته ترلاسه کولو لپاره د نظامي مرستي په بدل کي شیعه مذهب ته واړوي، همدارنګه یې د عثماني مسلماني امپراطورۍ پر ضد له اروپایي دولتونو لکه وینس او هابسبورګ سره هم اړیکي ټينګي کړې او هغوی یې د سني مسلمانانو په وړاندي خپل دوستان وګرځول. په کال کي د طهماسب له مړیني سره سم صفوي واکمني له خونړیو اختلافاتو او کورنیو جګړو سره لاس او ګرېوان او لوی شمېر کسان یې ووژل سوه. د طهماسب نږدې دوه پنځوس کاله واکمني د صفوي د کورنۍ د نورو غړو په پرتله تر ټولو اوږده واکمني ګڼل کیږي، او په یاده دوره کي د پارس له لوري مسیحیانو او اروپایانو ته لوی شمېر امتیازات ومنل سوه.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%DB%8C%D8%B1%D9%85%D9%88%DA%A9%20%D8%AC%DA%AB%DA%93%D9%87
د یرموک جګړه
د یرموک جګړه چي په ۱۵ هجري ۶۳۶ زیږدیز کال کي د مسلمانانو او رومیانو بازنطینی امپراتورۍ تر منځ وسوه، د ځینو تاریخپوهانو له نظره د نړۍ په تاریخ کي یو له مهمو جګړو څخه ګڼل کیږي. یاده جګړه د عربي ټاپووزمې څخه دباندي د مسلمانانو لپاره د بریالیتوبونو ستره څپه، او په شام کي د اسلام د چټک پرمختګ نښه وه. یرموک جګړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څلور کاله وروسته د حضرت عمرؓ په خلافت کي ترسره سول. د اسلامي لښکرو د پلان اړوند دوی دمشق ښار ته څېرمه له الجبیه څخه د یرموک پر لور حرکت وکړ ترڅو د رومي لښکر سره مخامخ سي. د تاریخونو پر اساس خالد بن الولید د ابو عبیده بن الجراح له ګوښه کیدو وروسته د پوځ عمومي قومانداني په غاړه واخیسته، او د مسلمانانو د لښکر شمیر زره ته رسېدی، خو د رومي لښکرو شمیر زره تنه وو. د لښکرو جوړښت د یرموک په جګړه کي د بازنطیني لښکرو ډیرئ توکمونو لکه د روسیې ، سلاو ، فرانک ، رومیان ، یونان ، ګرجستان ، ارمنیان او عیسوی عربانو ګډون درلود. د دوی لښکري په مساوي ډول پر پنځو برخو ویشل سوي وې، او مشران یې واهان د ارمنستان پاچا د ارمنیانو د لښکر پر سر، د بازنطیني لښکرو مشر قناتیر روسی شهزاده د روسانو پر سر، جبله بن الاحیام د غسانیانو پاچا د عرب عیسویانو د لښکر پر سر او ګریګوري او درجان د دوو اروپایي لښکرو پر سر مشران وه. د یرموک په جګړه کي د روم د لښکرو د شمېر په اړه تاریخ پوهانو ډېر اختلاف کړی دی، چي ځینو یې شمېر ، ځینو او ځینو بیخي ښودلی دی. د رومي لښکر په مقابل کي مسلمانانو تنه درلودل چي پر څلورو لیواګانو باندي وېشل سوي وه. د رومي لښکر په څېر دلته هم د اسلامي تاریخ ځینو پوهانو دغه شمېر او ځینو بیخي ګڼلی دی، چي په دوی کي زر تنه صحابه او شاوخوا سل تنه یې د بدر د جګړې شاهدان اصحاب وو. نښته د لښکرو تر جوړښت وروسته دواړه لوري د مبارزې لپاره ډکر ته داخل او خونړۍ جګړه یې پیل کړه. یاده جګړه چي تردغه وخته یې مسلمانانو سارۍ نه وو لیدل شاوخوا ورځي یې دوام وکړ او په لمړیو کي یې یو شمېر مسلمانان دومره تر فشار لاندي کړه چي نږدي وو ماته وخوري، خو د خالد، ابوعبیده، عکرمه بن عمرو او په عمومي توګه د مسلمانو ښځو قوي هوډ چي د لښکر شاته یې د مسلمانانو مرسته کول د اسلامي لښکرو پښې بیرته ټینګي کړې او په شپږمه ورځ یې د لوی شمېر شهیدانو په ورکولو سره رومي لښکر ټوله دړي وړي کړ. پایله د یرموک د جګړې په پایله کي د مسلمانانو نفوذ د شام پر ټوله سیمه وغوړېدی او ددې سیمي او فلسطین په فتحه کولو یې ځانونه تر اوسنۍ ترکیې او شمالي افریقا تر څنډو ورسول. د مسلمانانو د شهیدانو شمېر په دې جګړه کي تنه وو چي یو شمېر مشهوره اصحاب کرامو هم پکښي شتون درلود، او رومیانو د وژل سویو هغه تر یاهم پوري وو.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D9%85%D8%B1%D9%88%20%D8%A8%D9%86%20%D8%A7%D9%84%D8%B9%D8%A7%D8%B5
عمرو بن العاص
ابو عبدالله عمرو بن العاص بن وائل السهمي القرشي الکيناني ۵۷۵ م يا ۵۷۷ م ۴۳ هـ ق ۶۶۴ ع يو مسلمان صحابی، پوځي قوماندان، د شام په اسلامي فتحه کي ډلګۍ مشر، د مصر د اسلامي فتحي مشر او ددغه هیواد له فتحي وروسته لومړی مسلمان والي وو. عمرو تر اسلام مخکي د قریشو له مشرانو څخه وو چي پلار یې عاص بن وائل السحمي نومېدی او دشام، یمن، حبشې او مصر هیوادونو یو مسلکي سوداګر وو. عمرو بن العاص د مکې له قريشو سره د بدر، احد، او وروسته خندق په جګړه کي د مسلمانانو په وړاندي ګډون وکړ. مکې مکرمې ته څېرمه د قريشو او مسلمانانو ترمنځ د حديبي له تړون وروسته عمرو بن العاصؓ حبشې ته لاړ او هلته يې د هجرت په اتم کال د نجاشي په لاس اسلام قبول کړ. یاده پېښه مدینې منورې ته د نوموړي د هجرت لامل وګرځېده او په لاره کي یې له خالد بن ولید او عثمان بن طلحه سره هم وکتل. د نوموړي په اسلام راوړلو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مکې موږ ته د خپل ځګر ټوټې راکړې. رسول الله صلی الله علیه وسلم د نوموړي تر اسلام راوړلو وروسته دی په ۸ هجري قمري کال د جمادي الثاني په میاشت کي د ذات الصلاة او بیا په بل لښکر کي د ۸ هجري قمري کال د رمضان په میاشت کي د سواع د بت د ړنګولو لپاره واستاوه. د ۸ هجري قمري کال د ذوالحجې په میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمان پاچاهانو جعفر او عباد ته د اسلام بلنه ورکړه او عمرو بن العاص یې د زکات او صدقاتو د والي په توګه ترهغه ورسره مقرره کړ ترڅو چي رسول الله له نړۍ څخه رحلت وکړ. د ابوبکر ؓ په خلافت کي عمرو بن العاص د ارتداد په جنګونو کي د پوځي قوماندان په توګه دنده ترسره کړه، او ورپسې یې د شپږو یا اوو زرو جنګیالیو په ملتیا د فلسطین فتحي ته مټي راونغښتې. هلته ترتګ وروسته یې د اجنادین په جګړه کي د خالد بن الولید تر مشرۍ لاندي کار ته دوام ورکړ او د فحل په جګړه، د دمشق په محاصره، او د یرموک په جګړه کي یې برخي واخیستې. عمرو بن العاصؓ د حضرت عمر په خلافت کي د بیت المقدس او شام په نورو فتحو کي ستره ونډه درلوده، او د ابو عبیدهؓ تر وفات وروسته په شام کي د هغه ځایناستۍ سو. د شام په جګړو کي د پخو تجربو د لاسته راوړلو له کبله عمرو بن العاصؓ له حضرت عمرؓ څخه وغوښتل ترڅو د مصر د فتحي اجازه هم ورکړي چي یاده اجازه ورته ورکول سوه او ددغه ستر هیواد تر فتحي وروسته یې د لمړني مسلمان والي په توګه د حضرت عثمانؓ تر خلافت پوري واک وچلاوه. د مصر تر فتحي وروسته عمروبن العاصؓ هلته یو ستر جومات او د فسطاط په نامه ښار هم ودان کړ چي ترننه پوري شتون لري. د حضرت عثمانؓ په خلافت کي عمروبن العاصؓ د مصر له واکمنۍ څخه په رسمي توګه لیري سو، خو د یاد خلیفه تر شهادت وروسته کله چي په اسلامي نړۍ کي خپلمنځي جګړې پیل سوې، د امویانو واکمن معاویهؓ بیرته نوموړی د مصر واکمن وګرځاوه او دده په ملګرتیا یې په لویدیځه اسلامي نړۍ کي خپل واک ټینګ کړ. د رسول اکرم دغه مشهوره صحابي د ۴۳ هجري قمري کال د کوچني اختر په شپه په مصر کي د اته اتيا کالو په عمر وفات او په مکاتم کي خاورو ته وسپارل سو.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AD%D9%86%D8%B8%D9%84%D9%87%20%D8%A8%D8%A7%D8%AF%D8%BA%DB%8C%D8%B3%D9%8A%20%28%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%29
حنظله بادغیسي (افغان)
حنظله بادغیسي یا د بادغیس حنظله د زیږدیز کال په شاوخوا کي یو له لومړنیو دري ژبو افغان شاعرانو څخه وو. نوموړی د افغانستان په بادغیس ولایت کي زیږیدلی دی او د طاهریانو په زمانه کي یې ژوند کاوه. هغه طاهریان کوم چي له عباسي خلافت څخه یې د افغانستان او خراسان خپلواکي ترلاسه کړه. د حنظله شعرونه په افغانستان کي دومره مشهوره وه چي د دري ژبي په دیوان یا کومه ټولګه کي د راټولولو وړ وه، خو د وخت حالاتو دغه شعرونه ورک او یوازي د ګوتو په شمېر څو دانې پاته دي.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%86%DB%8C%DA%A9%D9%88%D9%BE%D9%88%D9%84%D8%B3%20%D8%AC%DA%AB%DA%93%D9%87
د نیکوپولس جګړه
د نیکوپولس جګړه یا د نیکوپولس صلیبي جګړه د ۱۳۹۶ کال د سپتمبر په ۲۵ د ذی الحجې په ۲۲ مه د ۷۹۸ هجري لمریز کال یا د سپتمبر د میاشتي په ۲۸ نیټه د ډینیوب سیند په سویلي ښې څنډه کي رامنځ ته سول او په پایله کي یې عثماني لښکر اروپایي صلیبیانو ته ستره ماته ورکړه. د عثماني پوځ مشري په یاده جګړه کي د سلطان بایزید یلدرم او د اروپایي ځواکونو مشرتوب د هنګري واکمن سیګسمونډ په لاس کي وو. د نیکوپولس یاده جګړه وروسته له هغه پېښه سول کله چي عثماني امپراطورۍ په کال کي د کوزوو د جګړې پر مهال د ختیځي اروپا ځواکونه دړي وړي او ورپسې یې د ختیځ رومي سلطنت پلازمینه قسطنطنیه اوسنئ استانبول تر اور لاندي ونیوی. اروپایي صلیبیان چي د عثماني ټولواکمنۍ په یاد بریالیتوب خبر سول، سمدستي یې د یوې بلي ستري جګړې لپاره چمتووالی پیل او د اروپا څخه د ترک مسلمانانو د شړلو ترڅنګ یې شام او فلسطین ته هم سترګي خښي کړې، ترڅو له مسلمانانو څخه د څو پېړیو غچ په یوځل واخلي. تر ذکرسوي چمتووالي وروسته صلیبي اروپایان د فرانسې او انګلستان د ځواکونو سره په ګډه د عثماني امپراطورۍ په لوري ولاړه او په لاره کي یې د نیکوپولس کلا چي د عثماني ځواکونو په لاس کي وه تر درنې محاصرې لاندي راوستل. سلطان بایزید چي کله له یادي پیښي خبر سو د برېښنا په څېر یې ځان سیمي ته ورساوه او مخکي تردې چي صلیبیان کلا ونیسي عثماني لښکر یې مخي ته ودرېدی. د صلیبي ځواکونو فرانسوۍ برخه ددې لپاره چي تر نورو صلیبیانو مخکي بریا پخپل نامه کړي له عثماني ځواکونو سره په جګړه کي ښکېل او له خپل اصلي لښکر څخه بیخي لیري ولاړه. سلطان بایزید چي ددوی احمقانه حرکت ولیدی سمدستي يې تر خونړي برید لاندي او د نورو صلیبیانو تر راتګ مخکي یې تارو مار کړه. د فرانسويانو همدغه ماته او ډله ییزه وژنه د پاته صلیبي لښکر لپاره هم خونړي تمامه سول او د سیګسمونډ څخه ماسېوا چي په تیښته بريالئ سو، د اروپایي لښکر لوی شمېر مشران د عثماني ځواکونو له لوري ژوندي ونیول سوه، او پاته لښکر یې پر میدان دړي وړي سو. د نیکوپولس دې جګړې ته د منځنۍ دورې وروستۍ لویه صلیبي جګړه ویل کیږي، چي وروسته یې د ورنا صلیبي جګړه ۱۴۴۳-۱۴۴۴ میلادي هم د عثمانیانو په بریا پای ته ورسېده او په ۱۴۵۳ کي یې د قسطنطنیې د فتحې لپاره لاره هواره کړه.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%85%D9%88%D9%87%D8%A7%DA%A9%D8%B3%20%D8%AC%DA%AB%DA%93%D9%87
د موهاکس جګړه
د موهاکس جګړه د مرکزي اروپا په تاریخ کي یو له مهمو جګړو څخه ګڼل کیږي، چي د ۱۵۲۶ کال د اګسټ په ۲۹ نېټه د ۹۳۲ هجري قمري کال د ذوالقعده په میاشت کي د هنګري سلطنت ته نژدې د هنګري پاچا دویم لویس لویس او د سلیمان عالي په مشرۍ د عثماني ځواکونو ترمنځ پېښه سول. په یاده جګړه کي د عثمانیانو بریا د دې لامل سوه ترڅو هنګريه د څو پیړیو لپاره د عثمانیانو ، هابسبورګ سلطنت او د ټرانسلوانیا سلطنت تر منځ وویشل سي. نښته د موهاکس د جګړې لپاره هنګريي یو ګران، خو زوړ پوځ جوړ کړی وو چي د پاویا په جګړه کي یې د پاچا فرانسیس د لښکر سره ورته بڼه درلوده، او په زړو وسلو او زغره لرونکو آسونو جنډرمس باندي یې تکیه کوله. د هنګريې لښکر په یاده جګړه کي دوې کرښي درلودې چي لومړی کرښه یې د پیاده او اجیري توپخانې موقعیت وو، چي د سپرو پوځیان په طرفونو کي یې موقعيت درلود، او دویمه کرښه یې د افسرانو د پیاده او سپرو ځواکونو جوړښت وو. ددوی په وړاندي بیا د عثماني لښکر جوړښت ډېر پرمختللی او د هغه زمانې له معیارونو سره یې پوره ورته والۍ درلود، چي یوه مهمه برخه یې د یني چري په نوم ځانګړې ډله وه. د دواړو لښکرو تر پوره چمتووالي وروسته د ماسپښین په وخت کي هنګري په عثماني پوځ باندې چي په دریو کرښو کي جوړ وو، برید وکړ. د سلطان سلیمان وزیر ابراهیم پاشا الفرانجي، او خپله سلطان د دوی د ځانګړو یني چري سرتیرو سره په دریمه کرښه کي ولاړ وه. د جګړې د پیل سره سم ابراهیم پاشا د عثماني فوځ لومړیو کرښو ته د شاتګ امر وکړ ترڅو هنګري سرتیري ددوی مینځ ته داخل سي. د امر سره سم چي څنګه عثماني لښکر شاتګ وکړ د هنګري لښکر د عثماني اردو په زړه کي ونښت او د ابراهیم پاشا په امر د توپونو خونړي ډزي ورباندي وسوې چي دې پیښي د ټولو هنګریانو پښې ولړزولې، او په یو نیم ساعت اخ و ډب کي ټوله تیت او پرک او د خپل پاچا په ګډون لسګونه زره نور ووژل سوه. پاته ژوندي کسان چي شمېر یې پنځه ویشت تنه وو ژوندي ونیول سوه. دا ټول په داسي حال کي چي د عثماني لښکر مړي یو زره پنځه سوه او ټپیان یې څو زره تنه ته رسېدل. پایله د موهاکس د جګړې په پایله کي د هنګري واکمني په اروپا کي مکمله وپرځېدل او د پلازمینه بوداپسټ یې د عثمانیانو په لاسونو کښېوتی. عثماني سلطان سلیمان د بودا په ښار کي درې ورځي تیري کړې او تر لوی اختر تېرولو وروسته بیرته خپل پلازمیني ته ولاړی.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%8A%D8%A7%D9%85%D9%8A
ميامي
میامی د متحده ایالاتو په سویل ختیځ فلوریډا ایالت کي پروت ښار دی چي د جادو ښار په نامه هم یادیږي. دا ځای په فلوریډا ایالت کي د جیکسن ویل وروسته دوهم لوی ښار ګڼل کیږي، چي ټول مساحت یې . مربع کیلومتره او نفوس یې تنه دی. میامی ښار په سوداګرۍ، اقتصاد، کلتور، تفریح، تعلیم او نړیوال تجارت کې مخکښ ښار دی. په کي فوربس مجلې دا د امریکا ترټولو منظم ښار په توګه وباله، او په کي راپور ورکړ چي میامی د امریکا ترټولو بډایه ښار دی.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%DA%A9%D8%B3%D9%86%20%D9%88%DB%8C%D9%84%20%28%D9%81%D9%84%D9%88%D8%B1%DB%8C%DA%89%D8%A7%29
جکسن ویل (فلوریډا)
جکسن ویل د متحده ایالاتو په فلوریډا ایالت کي ترټولو ډیر نفوس لرونکی ښار دی، چي په دغه هیواد کي م ځای لري. دا ښار د دووال کاونټي پلازمینه ده. په کي ددې ښار نفوس اټکل سوی وو. ښار د سینټ جانس سیند ته نږدې موقعیت لري، چي له شمال څخه د اتلانتیک بحر په لور بهیږي. جکسن ویل ښار په کي د کاوفورډ په توګه رامنځ ته سو، مګر په کي دا د فلوریډا د لومړی والي او د متحده ایالاتو اووم ولسمشر جنرال اندریو جیکسن له نامه څخه په اخیستو جکسن ویل سو. جکسن ویل اوس وخت د فلوریډا په شمال ختیځ کي موقعیت لري، او دا د . کیلومتره مربع مساحت په درلودلو د متحده ایالاتو له لویو ښارونو څخه دی.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D9%84%D9%88%D8%B1%DB%8C%DA%89%D8%A7
فلوریډا
فلوریډا چي په هسپانوي کې د ګلونو ځمکه معنی لري یو ایالت دی چي د متحده ایالاتو په سویل ختیځ کي موقعیت لري. دا ایالت په لویدیځ کي د مکسیکو خلیج ، په شمال کي د الاباما او جورجیا ایالتونو، په ختیځ کي د اتلانتیک بحر او په سویل کي د فلوریډا او کیوبا له تنګي سره ګډه پوله لري. د فلوریډا ایالت درجه بندي د ساحې له مخي په دویمه، د نفوس له مخي په دریمه ، او د کثافت له مخي اتم ځای لري. په دې ایالت کي جکسن ویل ښار د نفوس له مخي ترټولو لویه سیمه او په متحده ایالاتو کي د ساحي له مخي ترټولو لوی ښار ګڼل کیږي. د میامي لویه سیمه په فلوریډا کي ترټولو نفوس لرونکي میټروپولیټان سیمه ده او د ایالت پلازمینه تلهاسی نومیږي. فلوریډا په اصل کي د مکسیکو خلیج، اتلانتیک بحر او د فلوریډا تنګي تر منځ یو ټاپو دی چي په متحده ایالاتو کي نږدې میل کیلومتره اوږده سمندري کرښه لري. دا ایالت د بېلابیلو څارویو لکه امریکایی ایلیګیټر، فلوریډا پینتر او ماناتی میشت ځای ګڼل کیږي. فلوریډا ایالت په زیږدیز کال کي د هسپانویانو له لوري کشف او په کي د متحده ایالاتو اړوند سیمه وګرځېدل.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%DB%8C%D9%86%D9%BC%20%D8%A7%DA%AB%D8%B3%D9%BC%DB%8C%D9%86%20%28%D9%81%D9%84%D9%88%D8%B1%DB%8C%DA%89%D8%A7%29
سینټ اګسټین (فلوریډا)
سانټ اګسټین . یو امریکایی ښار دی چي د متحده ایالاتو د فلوریډا په شمال ختیځ کې موقعیت لري. دا په متحده ایالاتو کي د اروپایانو لخوا رامنځ ته سوی ترټولو پخوانی ښار ګڼل کیږي چي په کي د هسپانوي کشف کونکي پیډرو مینینډیز ډی اییلس لخوا وموندل سو. د دې ښار مساحت د کال د سرشمېرني له مخي . کیلومتره مربع او نفوس یې وګړي اټکل سوی دی.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%AB%D9%88%DA%89%20%D8%AA%D9%8A%D9%85%D9%88%D8%B1
ګوډ تيمور
تیمور په چغتای ژبه کې : تیمور د اوسپنې معنی لري؛ رجب هـ اپریل - شعبان هـ ق فبروري چي په تاریخونو کي د تیمور ګورکاني په نامه هم یادیږي د مغول توکم یو مشهوره خونړي څېره، فاتح او جنګیالئ واکمن وو چي په افغانستان، اوسني ایران، منځنۍ اسیا او شاوخوا سیمو کي یې د تیموریانو امپراتورۍ رامنځ ته کړه. تیمور د خپلي خونړي څېرې سربېره د هنر او معمارۍ لوی سرپرست هم ګڼل کیدی، ځکه نوموړي د ابن خلدون او حافظ ابرو په څیر پوهانو سره اړیکي درلودې او د واکمنۍ په اوږدو کي یې د تیموریانو رینسانس پیل سو. تیمور د ۱۳۳۶ کال د اپرېل په ۹ مه د ماوراء النهر اوسني ازبکستان د بارلاس توکم اړوند سیمه کي وزېږېدی او په ۱۳۷۰ کال کي یې د لوېدیځ چغتای واک تر لاسه کړ. د یادي سیمي ترلاسه کولو وروسته یې د خپلي واکمنۍ پراختیا ته مټي راونغښتې او د څو کلونو په جریان کي یې مرکزي اسیا، افغانستان، پارس، عراق، شام، ترکیه، هندوستان او تر روس پوري سیمي لاندي کړې او د نړۍ په تاریخ کي یوله مشهوره واکمنانو څخه وګرځېدی. د تاریخونو له مخي تیمور د ترکانو او منګولیایانو له نسل څخه وو، خو ځیني وایي چي پلار یې له توکمیز پلوه د چنګیز خان سره اړه درلوده. تیمور ځان د مغول واکمن چنګیزخان میراث خور ګاڼه او د همدې لپاره یې د خپلي واکمنۍ پراخولو لپاره لوی شمېر ښارونه لاندي او انسانان یې ووژل. نوموړي د خپلي واکمنۍ د پراختیا لپاره د اسلامي شعایرو ترڅنګ توکمیز شعارونه هم استعمالول او ځان یې د مملوک سلطنت، عثماني ټولواکمنۍ او ټولو مسلمانانو مشر ونوماوه. د تیمور لښکر په بشپړه توګه څو توکمیز وو او په ټوله آسیا، افریقا او اروپا کي یې وېره خپره کړې وه. تاریخ پوهان اټکل کوي چي د هغه نظامي جګړو میلیونه خلک چي هغه وخت د نړۍ نږدې ٪ نفوس کېدی وژلي دي.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%86%D9%85%D9%86%20%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%88%D8%A7%D9%84%DB%8C
چمن ولسوالی
چمن ولسوالي د ډیورنډ پر تپل سوې فرضي کرښه باندي د پاکستان د بلوچستان ایالت یوه ولسوالۍ ده. یاده ولسوالي په ۲۰۲۱ کال کۍ د قلعه عبدالله ولسوالۍ له وېشلو وروسته رامنځته سوه چمن ولسوالي د چین پاکستان اقتصادي دهلیز پروژو لپاره د ځمکني بندر په توګه هم پیژندل کیږي.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%AB%D9%84%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%D8%8C%20%D8%A8%D9%84%D9%88%DA%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86
ګلستان، بلوچستان
ګلستان انګلیسي : د پاکستان د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ولسوالۍ یو ښارګوټی او مرکز دی. دا ولسوالۍ د پاکستان او افغانستان له فرضي کرښي ډیورنډ څخه په فاصله کي موقعیت لري. ګلستان د اڅکزیو ، کاکړانو ، ترینانو او سیدانو ټبرونو ټاټوبۍ ګڼل کیږي. یاده سیمه د سمندر له سطحي متره لوړه ده. ګلستان د خپلي تازه مېوې له امله زیات شهرت لري.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D8%A7%D9%86%20%D9%87%D9%88%D9%86%DB%8C%D8%A7%DA%89%D9%8A
جان هونیاډي
جان هونیاډ یا جان هونیاډي ۱۳۸۷ ۱۴۵۶ د هنګري هیواد پوځي او سیاسي مشر او سیمه ییز واکمن وو، چي په ۱۳۸۷ لمریز کال کي د هنګري سلطنت په لویدیځ کي د هنډوارا په ښار کي وزېږېدی. نوموړي د زیږدیز کال څخه تر خپل مرګ پوري د عثماني امپراتورۍ په وړاندې د پولو د دفاع مسولیت په غاړه درلود، او د او کلونو تر منځ د ارډیل ټرانسلوانیا د سلطنت تاریخي سیمي او د هنګري د سلطنت تر واک لاندي یو شمېر سیمو له واليانو څخه وو. جان هونیاډي د عثماني واکمنۍ په وړاندي د سختو جګړو سره سره چي نوموړي ورباندي مشهوره وو، دوه ځله پرله پسې د هغوی څخه ماته هم وخوړه چي لمړۍ ماته یې په او دوهمه یې په کال کي رامنځ ته سول، او عثماني واکمنۍ د زرګونو سرتیرو په تلفاتو ورکولو سره نوموړی تیښتي ته اړ ایستی. د هنګري، رومانیا، سربیا او بلغاریا په تاریخونو کي د هغه جګړو او تلفاتو له امله چي جان عثمانیانو ته واړول، د بېلابیلو ټبرونو ترمنځ د یو ځواکمن شخص په توګه پېژندل کیږي. په پنځلسمه زیږدیزه پېړۍ کي د روم پاپ پیوس جان هونیاډي ته د مسیح د اتل لقب ورکړ. د عثماني واکمنۍ په تاریخونو کي بیا جان یو له هغه کسانو څخه دی چي په پنځلسمه پېړۍ کي يې زرګونه ترک مسلمانان او عثماني سرتیري شهیدان کړه او د هنګري سلطنت ته یې د مسلمانانو د ننوتلو مخه څو کاله ډپ کړې وه.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B3%D9%85%D8%A7%D8%B9%DB%8C%D9%84%20%D8%AD%D9%82%D9%8A%20%D8%A7%D9%88%D8%B2%D9%88%D9%86%20%DA%86%D8%A7%D8%B1%D8%B4%D9%8A%20%D9%84%D9%8A
اسماعیل حقي اوزون چارشي لي
اسمعیل حقي اوزون چارشیلي ۲۳ اګست ۱۸۸۸ ۱۰ اکتوبر ۱۹۷۷ د عثماني ټولواکمنۍ مشهوره تاریخ لیکونکی او یو تورکي سیاستوال، ښوونکی او تاریخپوه وو، چي د پارلمان او د تورکیې د تاریخي ټولنې غړیتوب یې هم درلود.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D9%88%D8%B4%D9%8A%D9%86%20%D9%84%D9%88%D8%A8%D8%BA%D8%A7%D9%84%DB%8C
کوشين لوبغالی
د هانشین کوشین لوبغالی په جاپاني: ، چې معمولا په ساده ډول د کوشین سټیډیم په نوم یادیږي ، د بیسبال پارک دی چې په نیشینومیا ، هایګو پریفیکچر ، جاپان کې کوبي ته نږدې موقعیت لري. دا لوبغالی د ملي عالي لیسې د بیسبال ټورنمنټونو کوربه توب لپاره جوړ شوی و او د اګست په ۱، ۱۹۲۴ کې پرانستل شو. دا د بشپړیدو په وخت کې د آسیا ترټولو لوی لوبغالی و، د ۵۵۰۰۰ ظرفیت سره. بهرنی سایټ جاپان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%DA%A9%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B1%20%D9%88%D8%A7%DA%A9%D9%85%D9%86%D9%8A
د کندهار واکمني
د کندهار واکمني یا د کندهار د شهزادهګانو واکمني یا بیا د کندهار د شهزادهګانو حکومت یا هم د کندهار سلطنت یو سیمه ییز حکومت وو چي په سوېلي آسیا کي یې شتون درلود. دا دولت د افغانستان او برتانوي هند سره پوله لرله. د کندهار د واکمنۍ سیمه د اوسني افغانستان د کندهار ولایت سیمه وه، نوموړي دولت له ۱۸۱۸ څخه تر ۱۸۵۵ پوري شتون درلود. یاد سیمه ییز دولت د بارکزو د کورنۍ د یو شمېر غړو لخوا د یو کنفدراسیون په توګه واک مخته وړی. په ۱۸۵۵ کال کي دغه دولت د کابل میشته افغان واکمن دوست محمد خان له خوا فتح او د پای ټکئ ورته کښېښودل سو. تاریخ په ۱۸۱۸ زیږدیز کي بارکزیو وروڼو کندهار او شاوخوا سیمي لاندي او له کابل څخه یې خپلواکي اعلان کړه. د یادي خپلواکۍ په پایله کي شېردل خان د کندهار ولایت د امنیت مسوول وټاکل سو، خو په ۱۸۲۶ کال کي د هغه له مړیني سره سم بارکزیو وروڼو له یو بل سره جګړه وکړه چي په ترڅ کي یې د ښار دېوالونه ویجاړ سوه. په ۱۸۴۲ کال کي کهندل خان، مهر دل خان او رحیم دل خان په کرمان کي تر اوږدې جلاوطنۍ وروسته کندهار ته ولاړه. هلته له رسېدو سره سم یې کندهار فتحه او خپله واکمني یې رامنځ ته کړه. د افغان-انګلیس د لمړۍ جګړې په پایله کي د کهندل خان موخه دا وه ترڅو خپل نفوذ په سیستان کي هم پراخه کړي او د دې اقدام د ترسره کولو لپاره یې د رودبر تر ولسوالۍ چي د سنجرانی بلوڅانو تر واک لاندي وه، پوري خپل نفوذ وغځوی. په ورته وخت کي د هرات یارمحمد خان الکوزي هم د سیستان پر خاوره د برید پلان درلود او د کهندل خان یاد اقدام ددوی ترمنځ د دښمنۍ تخم وشیندی. په کې، کهندل خان مړ، او دده او رحیم دل خان د زامنو ترمنځ د واک پر سر کړکیچ رامینځته سو. افغان واکمن دوست محمد له دې حالت څخه په ګټي اخیستني په کال کي کندهار د یو برید په ترڅ کي بیرته سقوط او په افغان واکمنۍ پوري ونښلاوه. دا هم وګوری سرچينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D8%B1%20%DA%A9%D9%87%D9%86%D8%AF%D9%84%20%D8%AE%D8%A7%D9%86
سردار کهندل خان
سردار کهندل خان د ۱۸۱۸ څخه تر ۱۸۵۵ پوري د کندهار واکمنۍ مشر وو. دا هم وګورئ سرچینې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DB%8C%D9%88%D9%81%D8%A7%20%DA%86%D9%85%D9%BE%DB%8C%D9%88%D9%86%D8%B2%20%D9%84%DB%8C%DA%AB
یوفا چمپیونز لیګ
۲۰۲۴ یوفا چمپیونز لیګ د اروپا د فوټبال یو له غوره سیالیو څخه ده چې هر کال د یوفا لخوا ترسره کېږي. دا سیالۍ د اروپایي فوټبال ټیمونو ترمنځ ترسره کیږي او په کې د غوره لوبډلو د بریالیتوب لپاره سیاليکیږي. د ۲۰۲۴ کال سیالۍ د ځانګړو لوبو، حیرانوونکو شېبو او د پام وړ مهارتونو په اړه پېژندل شوې. بنسټ ایښودنه او تاریخ یوفا چمپیونز لیګ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۵ کال کې د یوفا لخوا پیل شوه. د دې سیالیو موخه دا وه چېد اروپایي هېوادونو ترمنځ د غوره فوټبال ټیمونو ترمنځ سیالي جوړه کړي. په دې سیالیو کې د اروپا لهغوره لیګونو څخه ټیمونه برخه اخلي او په څو پړاوونو کې سیالي کوي. سیاليز فارمټ یوفا چمپیونز لیګ د څو پړاوونو په بڼه ترسره کیږي. په لومړیو پړاوونو کې ټیمونه په ګروپونو ویشل کیږياو په هر ګروپ کې ټیمونه یو د بل پر وړاندې لوبې ترسره کوي. له دې وروسته غوره ټیمونه د ناک اوټپړاوونو ته ځي او په دې ډول سیالي کوي تر څو وروستی اتل وټاکل شي. د ۲۰۲۴ کال یوفا چمپیونز لیګ سیالۍ د پام وړ لوبو او حیرانوونکو شېبو سره ترسره شوې. په دې سیالیوکې څو مشهور ټیمونه ګډون لري چې د اروپا د فوټبال غوره استازي دي. د نیمه پای لوبو لپاره ټیمونه پهډیر مهارت او ځواک سره لوبې کوي او د پای لوبې لپاره په تمه دي. په دې سیالیو کې د اروپا له مختلفو هېوادونو څخه ټیمونه ګډون لري چې هر یو یې د خپلو هېوادونو پهلیګونو کې د غوره لوبو لپاره پېژندل شوي دي. مشهور لوبغاړي لکه لیونل میسي، کریستیانو رونالډو، اوکیلیان امباپه په دې سیالیو کې ګډون کوي او د خپلو ټیمونو لپاره غوره لوبې وړاندې کوي. یوفا چمپیونز لیګ د نړۍ د فوټبال مینه والو لپاره یوه له زړه پورې او معتبره سیالیو څخه ده. د ۲۰۲۴ کالسیالۍ د دې ټورنمنټ په تاریخ کې د ځانګړو شېبو او غوره لوبو په توګه پېژندل کېږي او د فوټبال مینهوالو لپاره د خوښۍ او هیجان یوه ځانګړې سرچینه ده.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%DB%90%D9%85%D9%88%D8%B3%20%D9%87%DB%8C%D9%86%D9%8A
شېموس هیني
شېموس هينېپه انګرېزي: د شلمې پېړۍ له پیاوړو او ویاړلو شاعرانو ګڼل کېږي، شیموس هېنې د ۱۹۳۹ کال د اپرېل په ۱۳مه د ايرلنډ د سويل-لوېديزې سیمې په بلفاست ښار کې زیږېدلی دی، هغه د نوبل جايزې ګټونکی هم تېر شوی. شخصي ژوند شیموس هېنې د ۱۹۳۹ کال د اپرېل په ۱۳مه د ایرلنډ د شمالي- غربي سیمې په بلفاست ښار کې زیږېدلی دی. د نوموړي کورنۍ په بزګرۍ بوخته وه، ګڼه کورنۍ ګڼل کېده، د کورنۍ غړي ډېر وو او دی له اوږدو کلونو وروسته په دې کورنۍ کې لومړنی زیږېدلی ماشوم و. دی لا زلمکی و چې د پلار له نعمت بې برخې شو. تر ده مشر ورور یې هم په همدې کلونو کې ومړ. دې دواړو پېښو یې پر ژوند او ذهن خورا بد اغېز وکړ او د عمر تر پایه يې دا اغېز پر ذهن او فکر پاتې و. نوموړی د زده کړو پر مهال لایق او زیارکښ شاګرد و. پوهنتون ته بریالی شو. د بلفاست له کوینز پوهنتون فارغ شو او د انګلیسي ژبې په برخه کې یې د ممتاز محصل په توګه د لیسانس سند واخیست. دا چې هغه تکړه زده کوونکی و، نو په همدې پوهنتون کې بېرته د انګلیسي ادبیاتو د استاد په توګه وګومارل شو. باور دا دی چې هغه په دې موده کې د ځوانو لیکوالانو د روزنې په برخه کې ډېرې هڅې وکړې او د ځوانو ایرلنډي لیکوالانو روزنې او پالنې ته یې ادامه ورکړه. نوموړي یوازې تدریس نه کاوه، بلکې د تدریس تر څنګ یې لیکنې هم کولې، د ادبیاتو اړوند یې مهمې مقالې خپرولې او تر دې چې په ۱۹۶۳ کال کې یې د فلیپ هابز باوم ډلې پام ځان ته را واړاوه. دا د هغو لیکوالانو ډله وه، چې د نوښت ملاتړي وو، لیکوالانو ته یې د پرمختګ زمینې برابرولې او د دوی په وده کې یې هڅې کولې. په دې ډله کې ځوان شاعران او لیکوالان راټول شوي وو. دې بنسټ د هېنې اړیکې له ډېرو لیکوالانو او ادبي بنسټونو سره پراخې کړې. هېنې په ۱۹۶۵کال کې له ماري دیولین سره واده وکړ. دیولین پخپله یوه پیاوړې لیکواله وه. دیولین هم مهمې لیکنې او څېړنې کولې. هغه تر ډېره د ادبیاتو په برخه کې لیکنې کولې، په ۱۹۹۴ کال کې یې د ایرلنډ د پخوانیو اسطورو او کیسو یوه ټولګه چاپ کړه، چې خورا مشهوره شوه. دندې هېنې بیا په خپلو فعالیتونو لګیا و تر دې چې په ۱۹۶۶ کال کې د مډرنو انګلیسي ادبیاتو د استاد په توګه په کویین پوهنتون کې وګومارل شو. په همدې کال یې لومړنی اولاد مېشل نړۍ ته راغی او یو کال وروسته د دویم زوی پلار شو. هغه یوازې د ایرلنډ په پوهنتونونو کې نه؛ بلکې د نړۍ په نورو پوهنتونونو کې هم د تدریس دنده لرله. هغه له ۱۹۷۰ کال تر ۱۹۸۴ کال پورې د کالیفرنیا په برکلي پوهنتون کې د استاد دنده لرله او تر څنګ یې په کویین پوهنتون کې هم په تدریس او تحصیلي چارو کې برخه اخیسته. هغه د فرهنګ په برخه کې لسګونه مقالې خپرې کړې. په دې موده کې یې پراخې څېړنې وکړې او مقالې یې لیکلې. د ده مهمه ځانګړنه دا ده چې یوازې په شعر او تدریس اکتفا نه کوي؛ بلکې تر څنګ یې څېړنې هم کوي او مقالې هم خپروي. دی مخ پر بریا و، تر دې چې په ۱۹۸۱ کال کې په ایرلنډ کې د پنځو مهمو څېرو په کتار کې راغی. په همدې کال کې د امریکا په هاروارډ پوهنتون کې چې د نړۍ په کچه مشهور او د لومړۍ درجې پوهنتون دی، د تدریس مسوولیت ورسپارل کېږي. تر څنګ یې یوه افتخاري دوکتورا د فوردهام او بله افتخاري دوکتورا له کویین پوهنتون تر لاسه کړه. له دې وروسته له ۱۹۸۹کال تر ۱۹۹۴ کال پورې د برېتانیا اکسفورډ پوهنتون ته ځي او د پنځو کلونو لپاره دلته هم د انګلیسي ادبیاتو د استاد دنده تر سره کوي. د دغه ایرلنډي لیکوال یوه مهمه ځانګړنه دا ګڼل کېږي چې پخوانیو اسطورو او افسانو ته یې ډېره پاملرنه کړې ده. نوموړي هڅه کړې چې په خپلو پنځونو کې پخوانۍ اسطورې معاصرې یا مډرنې نړۍ ته راکاږي او په خپلو اثارو کې یې نوی روح ور پو کړي. بله ځانګړنه یې دا ده چې انګلیسي ژبې ته یې خورا پاملرنه کړې ده. هغه په انګلیسي مطالعه کړې ده او په انګلیسي ژبه پنځونې لري. نوموړي معاصره او پخوانۍ نړۍ سره وصل کړې دي او ډېری نقادان په دې باور دي چې هېنې د پسټ مډرنېزم غوره استازی دی. اثار یې واضح دي، پېچلتیا نه لري او معمولاً طبیعي منظرکشۍ لري. دی د روح او انساني مانا د کشف په لټه کې دی. هغه د طبعیت د لوړو ژورو او ښو او بدو په اړه دومره په زړه پورې لیکنې کولې، چې د عارفانو تر څنګ د کلیسا لارویان هم هغه د غوره الهامي اثارو په توګه لولي. هېنې پیاوړی لیکوال و، خو تر څنګ یې د خپلو خلکو درد هم لیدلو او د هغې د کمولو لپاره یې هڅه کوله. سره له دې چې نړۍ ته یې لیکوالي کوله؛ خو کله ناکله یې د ایرلنډ د خلکو لپاره هم لیکل کړي دي. هغه په ټوله کې د دې ملاتړی و، چې ایرلنډ د انګلیسانو له نفوذه خلاص هېواد وي او وګړي یې وکړی شي خپله ازادي ولري. له همدې امله یې د ځینو هغو ایرلنډیانو له کړنو ملاتړ کاوه چې دوی له انګریزي تسلط د خلاصون لپاره د تاوتریخوالي او زوریاتي لار غوره کوله. هېنې به ویل، د برېټانیا د سیاستونو مخالف دی، خو انګلیسي ژبې او ادبیاتو ته په درنه سترګه ګوري. ده به له همدې امله په خپلو پنځونو کې د انګلیس پر نفوذ نیوکې کولې، لفظي بریدونه یې پرې کول. ده په داسې وخت کې چې پوره درې لسیزې په ایرلنډ کې ناارامي او تاوتریخوالی و، په ښه توګه د خپل هېواد د فرهنګ او ادبیاتو د ساتنې لپاره کار وکړ. د هېنې د شاعرۍ او لیکوالۍ یوه بله مهمه ځانګړنه بې پایه مینه او د مینې د ښکلو معقولو کارونه ده. دا هغه کار دی چې هېنې هېڅ وخت نه دی هېر کړی. نوموړي د شمالي ایرلنډ د جګړې پر مهال په رسا ژبه لیکوالانو ته وویل، مه وېرېږئ، باید په پوره جرئت خپل قلم د سولې لپاره وکاروئ او وېره مو ختمه کړئ. هغه په همدې موده کې په ځلونو د ایرلنډ له سیاستوالو او جګړه کوونکو وغوښتل چې خپل ټوپک پر ځمکه کېږدي او د سولې لپاره هلې ځلې وکړي. نوموړی د سولې، مینې او ارامه ژوند ملاتړی و؛ خو تر څنګ یې د خپلو خلکو او هېواد د فرهنګ ساتل هم له سوله ییزو لارو مهم ګڼل. د آثارو چاپ یو وخت فیبر انډ فيبر مشهورو انتشاراتو د هېنې د پنځوس کلن ادبي فعالیت ټولې پنځونې چاپ کړې. دغو انتشاراتو په خپله اعلامیه کې وویل، چې نوموړی د فرهنګ او ادبیاتو په برخه کې له اغېزناکو شخصیتونو او څېرو دی. دی د هغو ګوتې په شمار شاعرانو له ډلې دی، چې ناقدانو یې د شعرونو او پنځونو یوازې ستاینه کړې ده. همدا راز شمېرې او معلومات ښيي چې د هغه شعرونه په اوسنۍ دوره کې په انګلیسي ژبه کې تر بل هر شاعر ډېر لوستل شوي دي. د نوموړي شعرونه چې په ایرلنډ او نوره نړۍ کې مشهور دي او لوستونکي لري، د ډېرو جایزو ګټونکي شوي دي. په اروپا کې ډېرو ادبي انجمنونو د نوموړي د شعرونو ستاینه کړې او جایزې یې ورکړې دي. هېنې یو وخت په خپله یوه وینا کې وویل، له شعر لیکلو خوند اخلي. دی وایي، له شعر لیکلو باید نور کسان هم خوند واخلي، د هغه په خبره، لکه خپل لاسونه همداسې تصور وکړئ او په خپل تصور کې دومره پیاوړي شئ چې ان په نیمه شپه کې لمر پر خپله سینه وګورئ. دغه نوموتی ایرلنډي شاعر د یوه اثر له چاپېدو وروسته مشهور شو. ده چې کله په ۱۹۶۰ کال کې د د یوه طبعیت پال مړینه په نوم کتاب چاپ کړ، نو ورسره جوخت دی هم مشهور شو. د ادبي نقادانو او ادبي برخې د فعالینو پام يې ځان ته راواړاوه. همدې کتاب هېنې ته ډېرې جایزې وګټلې. نورې ټولګې یې: د روح درجه، برخه او دایره او نور هغه شعرونه او ټولګې دي چې هېنې چاپ کړې او مشهورې شوې دي. د نوبل جايزه او مړينه د هېنې په ژوند کې مهم کال ۱۹۹۵ و. په همدې کال هېنې د نوبل جایزه ګټي. د نوبل کمېټې وویل چې د هېنې په شاعرۍ کې ډېر مهم موارد دي چې د بشري فرهنګ لپاره زیاتونه بلل کېږي. په پنځونو کې یې ژوره ښکلا، اسطوروي برخې، لوړول، بیا ځلې روایت، د تېر ژوند معجزه ډوله انځور او نورې ښکلاوې هغه څه دي چې د هېنې شاعرۍ او پنځونو ته یې ځانګړنه ورکړې ده. یو کال وروسته تر دې چې د نوبل جایزه یې وګټله، نو د ایرلنډ د سلطني اکاډمۍ د غړي په توګه وټاکل شو. هېنې چې د نوبل جایزه وګټله، ایرلنډ ټایمز نشریې یې په اړه ولیکل: د کیسې او بیوګرافۍ په برخه کې که کتابونه ډېر پلورل کېږي، نو دومره غیر عادي خبره نه ده، خو که د شاعرۍ په برخه کې د یو چا کتابونه په زرګونه نسخې پلورل کېږي، نو دا په دې مانا ده چې شعر یې خورا پیاوړی دی او هغه کسان یې سخت تر اغېز لاندې دي چې موږ یې په غلطه عام وګړي بولو. له دې سره دا حقیقت باید هېر نه کړو، چې د هغه د شعرونو محبوبیت یې په خپل کمال کې نغښتی دی. هغه په ډېرو خلاصو سترګو، بهر نړۍ او طبعیت ته کتلي او په وړو دایرو کې یې اصلاً ځان محاصره کړی نه دی. د نوبل تر ګټلو وروسته یې هم مهمې لاسته راوړنې لرلې. په ۲۰۰۲ کال کې پنسلوانیا افتخاري دوکتورا ورکړه، په ۲۰۰۳ کال کې هودیس پوهنتون افتخاري دوکتورا ورکړه او په همدې کال د ایرلنډ د کویین بلفاست پوهنتون د هغه د فعالیتونو او ادبي لاسته راوړنو په ویاړ د شیموس هېنې په نامه د شعر او ادبیاتو یو مرکز جوړ کړ. هېنې ډېرې جایزې ګټلې دي، په ۲۰۰۶ کال کې یې یوه اثر د ټي ایس ایلیټ جایزه هم وګټله. د زرین تاج، قلم، ای ام فورستر جایزې یې هم ګټلې دي. دغه پیاوړي شاعر په ۷۱ کلنۍ کې د انساني سلسلې په نوم یوه بله ټولګه هم چاپ کړه چې د شعرونو دې ټولګې یې د فوروارډ معتبره جایزه وګټله. نوموړي په ټوله کې انساني ژوند، د میندو او پلرونو تېر او راتلونکې او د ماشومانو، مېرمنو او خاوندانو پر ژوند او راتلونکې خبرې کړې دي. شیموس هېنې تر خپل مرګ وړاندې په ۲۰۱۱ کال کې خپلې ټولې لیکنې چې په خپل لاس یې لیکلې وې، د ایرلنډ ملي کتابتون ته ډالۍ کړې. نوموړي د دې لیکنو د تحویل کولو پر مهال د ټوکې په انداز وویل، ایله په ایله چې په کور کې یې پنځوس کلنه ګډوډي پای ته ورسېده. ده زیاته کړه، د دې اثارو په تحویل هېڅ د پښېمانۍ احساس نه کوي، بلکې د غرور او تحسین احساس کوي. ده وویل، دا چې د سترو لیکوالانو د اثارو تر څنګ یې اثار اېښودل کېږي، ده ته ستر ویاړ دی. په پای کې د نړۍ دغه مشهور او پیاوړی لیکوال تر کلونو هڅو او ادبي پنځونو وروسته په ۲۰۱۳ کال کې د اګست په دېرشمه په دوبلین کې ومړ. سرچينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%8A%20%D9%84%D8%A7%D9%86%DA%89
سي لانډ
سي لانډ په انګرېزي؛ يو کوشنۍ ټاپو دۍ. دا ځای په اصل کي د برطانوي سمندر شاوخوا د انګرېز سمندري ځواک قلعه ډوله پوسته وه چي د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د جرمني څخه د ځان د دفاع په موخه د برطانوي ځواکونو د لوی انجینر لخوا جوړه سوه. کله چي جرمني ماته وخوړل، نو انګرېزانو هم باره دا پوسته پرېښول ځکه چي اړتیا یې نه وه او پالتو مصرف وو په ۱۹۵۰ کلونو کي دا پوسته د ملګرو ملتونو د نړیوال قانون پر اساس په نړیوال سمندر برخه سوه. په ۱۹۸۷م کال کې برتانیې خپل سمندري سیمې ته ۱۲ نوټیکل میله سیمه نوره ورګډه کړل او په پیله کي یې دا پوسته رسماً د بریتانیا برخه سول. دا ځای وس هم د يوه برتانوي ښاروند شخصي ملکیت دۍ. سرچينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D9%88%D9%88%DB%8C%DA%89-19
کوویډ-19
کوویډ- چې د کورونا ویروس څخه منځته راغلې ده. دا ناروغي په لومړي ځل په ۲۰۱۹ کال کې د چین هیواد دووهان ښار په کې پېژندل شوې وه. د کوویډ-۱۹ ناروغي د تنفسي سیستم ناروغي ده چې کیدای شي لهعادي زکام څخه تر جدي تنفسي ستونزو پورې، مختلف علایم ولري. د دې ناروغۍ عام علایم عبارت ديله تبه، وچ ټوخی، او د ساه اخیستلو ستونزه. خپرېدل د کوویډ-۱۹ ویروس د یو شخص څخه بل شخص ته په اسانه خپرېږي. دا ویروس په ځانګړي ډول دټوخي، پرنجي، او خبرې کولو پر وخت د ویروس لرونکو څاڅکو له لارې انتقالېږي. سربېره پر دې، کهڅوک د ویروس لرونکي سطحې ته لاس وروړي او بیا خپل مخ، خوله، یا پوزې ته لاس کړي، نو کېدای شيویروس انتقال شي. د کوویډ-۱۹ څخه د ځان ساتنې لپاره لاندې احتیاطي تدابیر ډېر مهم دي: . د لاسونو منظم مینځل د صابون او اوبو په مرسته یا د الکول لرونکي ضد عفوني محلول کارول. . د ماسک استعمال، په ځانګړي ډول په عامه ځایونو کې. . د ټولنیز واټن مراعات کول، یعنې لږ تر لږه ۶ فټه واټن ساتل. . د سترګو، پوزې، او خولې نه لمس کولو څخه ډډه کول. . د خلکو د ګڼې ګوڼې څخه ډډه کول. درملنه: د کوویډ-۱۹ لپاره پرتله له واکسین څخه تر اوسه کوم ځانګړي درمل نشته، خو د ناروغۍ درملنه معمولاً د علایمو د تخفیف لپاره کېږي. په جدي حالتونو کې، کېدای شي ناروغان روغتون ته انتقال شي او د مصنوعي تنفس وسایلو ته اړتیاپیدا کړي. واکسینونه هم د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره تیار شوي او په پراخه کچه خلکو ته ورکول کېږي. نړیوال اغېز کوویډ-۱۹ نړۍ په بې ساري ډول اغېزمنه کړې ده. دا ناروغي د بشري ژوند په هر اړخ باندې اغیز کړی، له اقتصادي فعالیتونو نیولې تر تعلیمي سیستمونو پورې د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د کوویډ-۱۹ دخپرېدو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي، لکه د ښارونو تړل، د سفرونو محدودیتونه، او نور. کوویډ-۱۹ یو جدي او نړیوال بحران دی چې ټول خلک یې د مخنیوي او وقایې لپاره باید جدي اقداماتوکړي. د عامه پوهاوي او احتیاطي تدابیرو مراعات کول د دې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې تر ټولو غورهلارې دي.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D8%B1%DB%8C%D9%BE%D9%BC%D9%88%DA%A9%D8%B1%D9%86%D8%B3%D9%8A%20Cryptocurrency
کریپټوکرنسي Cryptocurrency
کریپټوکرنسي یوه ډیجیټل یا مجازی پیسې ده چې د قوي کریپټوګرافۍ په مرستهخوندي کېږي او د جعل یا دوه ځله مصرف مخه نیسي. دا پیسې د غیر مرکزي شبکې په وسیله کار کويچې د بلاکچین ټکنالوژۍ په نامه یادیږي. کریپټوکرنسي د حکومتونو او مالي موسسو څخه پرته کار کوياو یوازې په انټرنیټ کې موجوده ده. تاریخي برخه د کریپټوکرنسي مفهوم په لومړي ځل په ۲۰۰۹ کال کې د بیتکوین په رامنځته کېدو سره پیل شو. بیتکوین د ساتوشي ناکاموتو په مستعار نوم د یوې ډلې یا شخص لخوا رامنځته شو. له بیتکوینوروسته، ګڼ شمېر نورو کریپټوکرنسۍ هم رامنځته شوې، لکه ایتیریم، ریپل، لایټکوین، او نور. د کریپټوکرنسي ځانګړتیاوې . غیر مرکزي حالت: کریپټوکرنسي د یوې غیر مرکزي شبکې په مرسته کار کوي، چې د بلاکچین ټکنالوژۍپه واسطه تأمین شوې ده. . امنیت: د کریپټوګرافۍ ټکنالوژي د پیسو انتقالات خوندي کوي او د جعل او دوه ځله مصرف مخهنیسي. . شفافیت: ټول معاملات په بلاکچین کې ثبتېږي او هر څوک کولای شي د دې معاملاتو تاریخچه وګوري. . ګړندي او ارزان انتقالات: کریپټوکرنسي د نړیوالو انتقالاتو لپاره ګړندي او ارزانې لارې وړاندې کوي، پرتهله دې چې منځګړي یا بانکونه پکې شامل وي. د کریپټوکرنسي کارول کریپټوکرنسي په بېلابېلو برخو کې کارول کېږي: . انلاین پیرود: ګڼ شمېر انلاین پلورنځي او خدمات کریپټوکرنسي د پیسو په توګه مني. . سرمایه ګذاري: ډیری خلک کریپټوکرنسي د یو سرمایه ګذاري فرصت په توګه کاروي، ځکه چې د دېبیه د وخت په تېرېدو سره لوړېږي. . د پیسو انتقال: خلک کولای شي په نړیواله کچه پیسې په ګړندۍ او ارزانه توګه انتقال کړي. . د قراردادونو ترسره کول: د ایتیریم په څېر کریپټوکرنسۍ د سمارټ قراردادونو په مرسته، د قراردادونوپه اتومات ډول ترسره کولو کې مرسته کوي. ستونزې او ننګونې . قانوني ستونزې: په ځینو هیوادونو کې د کریپټوکرنسۍ کارول قانوني ستونزې لري او حکومتونه یې دکنترول په هڅه کې دي. . امنیتي ګواښونه: که څه هم کریپټوکرنسي په عمومي ډول خوندي ده، خو بیا هم د هیک کولو اودرغلۍ خطر شته. . بازار ناپایدارۍ: د کریپټوکرنسۍ بیې خورا ناپایدارې دي او په لنډه موده کې زیات تغیر کوي.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D9%86%DA%A9%D8%B3%D9%8A%20%DA%98%D8%A8%D9%87
مانکسي ژبه
مانکسي يا لرب مانکس د ګوایډیک ژبو یو فرعي څانګه ده. ګوایډیک ژبه پخپله د کلتیک ژبو یوه څانګه ده. کلتیک ژبې د اندو اروپایي ژبې کورنۍ ژبډله ده د برېتانيا په لوېديځ کې د آيل آف مين خلک په دغه ژبه خبري کوي. د دې ژبې وروستی وینا کونکی په ۱۹۷۴ کې مړ شو چې د هغې په مړينې سره دا ژبه هم مړه شوه، مګر څه وخت وروسته دا ژبه بيا ژوندۍ شوه ځکه چې په سلګونو نور وګړو دا ژبه د دویمې ژبې په توګه کاروله چې له هغوی پيدا کېدونکو ماشومانو مورنۍ ژبه وګڼل شوه، دا ژبه اوس د انګلستان په لوېدیځ کې د آئل آف مین په سیمه کې ویل کیږي. سرچينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%DA%A9%D9%88%D8%B2%D9%88%D9%88%20%D8%AC%DA%AB%DA%93%D9%87%20%28%DB%B1%DB%B3%DB%B8%DB%B9%29
د کوزوو جګړه (۱۳۸۹)
د قوسوه یا کوزوو جګړه هغه جګړه ده چي د کال د جون په د جمادي الثاني په ، هجري کي د عثماني لښکر او د صلیبیانو د لښکرو ترمنځ چي مشري یې د سربیا پاچا سټیفن یوروش پنځم کول پېښه سوه. یاده جګړه د کوسوو میدان اوسنۍ کوسوو په نوم سیمه کي ترسره سول، چي د پریسټینا د اوسني ښار شمال لویدیځ ته په شاوخوا کیلومتره . میل فاصله کي موقعیت لري. دا جګړه ځکه رامنځ ته سول چي د اروپا پادشاهان د عثماني امپراتورۍ له پراخیدو څخه چي ختیځ اروپایي دولتونه یې ګواښل په وېره کي سوه او ددې لپاره چي د مسلمانانو ددغه سېلاب مخه ونیسي د روم له پاپ څخه د مرستي غوښتلو ترڅنګ یې پخپل منځ کي هم یووالۍ اعلان او سربیا، بلغاریا او البانیا په یوه واحده پوځي ډلګۍ کي سره راټول سوه. د سربیا پاچا په لمړي سر کي ددې لپاره چي عثمانیان وپاروي پر ادرنه ښار باندي برید وکړ، خو کله چي عثماني واکمن سلطان مراد خان ماته ورکړه بیرته یې سولي ته مخه کړه، او مرادخان ته یې ژمنه ورکړه چي بیا به پر عثماني خاوره یرغل نه کوي. د پورتني تړون لږ وخت نه وو تېر سوی چي سربیایي واکمن خپله ژمنه ماته کړه او د عثماني واکمنۍ په وړاندي یې له البانیا سره د یو تړون په ترڅ کي د کوزوو ډګر ته ځان ورساوه ترڅو عثماني ځواکونه له ختیځي اروپا څخه وشړي. سلطان مراد خان د سربیایي واکمن د خیانت په خبرېدو سره ځان کوزوو ته ورساوه او د یو خونړي جګړې په پایله کي یې چي لسګونه زره اروپایان پکښي له منځه ولاړه سربیا ته سخته ماته ورکړه. د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته سلطان مراد ددې لپاره چي په ډګر کي پراته زخمیان او مړي وګوري شاوخوا قدم واهه چي ناڅاپه د یو سربیایي له لوري چي ځان یې د مسلمانانو خیر غوښتونکي معرفي کاوه او د سلطان سره یې د لیدني هیله درلوده، د خنجر ګوزار ورباندي وسو او سلطان مرادخان یې شهید کړ. د کوزوو په ډګر کي د یادي جګړې وحشتونه د شلمې پیړۍ تر پایه پورې د سربانو په وجدان کي تازه وه، او تر هغه مهاله یې شتون درلود، ترڅو چي سربیا له عثماني واکمنۍ څخه خپلواکي ترلاسه کړه.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D9%86%20%D9%BC%D8%A7%D9%BE%D9%88
مان ټاپو
د مان ټاپو یا من ټاپو په مانکسي: ، په انگرېزي کې: یوه ټاپو ده چې شاوخوا ۸۶ زره نفوس لري او د آیرلینډ سمندر کې موقعیت لري. پلازمېنه یې د ډګلاس ښار دی. مهم ښار يې د چکن راک ښار دی. مان ټاپو د آیرلینډ سمندر کې یوه نیمه خپلواکه ټاپو دی چې په جغرافیه کې د برېتانيا او شمالي ایرلینډ ترمینځ موقعیت لري. دا ټاپو، خپلواک پارلمان او محلي حکومت لري، مګر په ډېرې چارې يې برېتانیا په حکومت پورې تړلي دي، له هغې جملې بهرنۍ پالیسۍ، او د انګلستان په ټولټاکنو او ټولپوښتنو کې د مان ټاپو د وګړو ونډې يادولی شو. سرچينې د ویکیپیډیا ونډه اخیستونکي، آیل آف مین، ویکیپیډیا، وړیا انسایکلوپیډیا، د فبروري ، ته لاسرسی. دلیل ثبت کشتیهای ایرانی در جزیره مان چیست؟ . بي بي سي فارسي.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%AF%DB%8C%D9%86%20%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%B3
خیرالدین بارباروس
حیرالدین بارباروس پاشا یا خیرالدین پاشا پیدایښت: د میدلي په جزیره کي - مړینه: د جولای ، په استانبول کي، د سمندري ځواکونو مشر وزیر ، سمندري قوماندان او د الجزایر عثماني والي وو د نوموړي اصلي نوم خضر بن یعقوب وو، خو خلکو د خضر رییس په نوم هم ورته ویل، او مشهوره په خیرالدین وو. په اروپا کي بیا نوموړی د باربروسا په نوم پیژندل کېدی، چي معنی یې سره ږیره درلودونکی شخص دی. باربا : ږیره، روسا : سره خیر الدین بارباروس په عثماني واکمنۍ کي د سمندري جهاد یو سمبول وو. په یاد جهاد کي د هغه تر ټولو مهم مرستیالان دده دوه زامن بیوک حسن او کوچ حسن وه. خیرالدین په لمړي سر کي د خپل ورور عروج تر قوماندې لاندي په بې شمیره سمندري یرغلونو کې مرسته وکړه، او له هسپانیا څخه یې د لسګونه زره ځورېدلو مسلمانانو او یهودانو په ژغورلو کي رول ترسره کړ، چي له همدې کبله د خپل ورور له شهادت وروسته د هغه ځایناستۍ وګرځېدی. د منځنیو پیړیو په ترڅ کي وروسته له هغه چي یوشمېر مسلمانانو او یهودانو د هسپانيې په وړاندي د مرستي غوښتنه وکړه ، خیرالدین او د هغه ورور عروج د الجزایر د پلازمینې په توګه یو دولت رامنځ ته، او ډیر ژر یې د عثماني امپراتورۍ سره د یو دولت په توګه وتړی ترڅو د هغوی له لوري هم مرسته ترلاسه کړي. خیرالدین د خپل ورور د شهادت نه وروسته د الجزائر د ښار د مشهورو خلکو په ټینګار ۱۵۱۸ م د الجزائر د والي په توګه په دنده وګمارل سو. د والي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته نوموړي خپل ولایت الجزایر د عثماني واکمنۍ د یوې برخي په توګه اعلان او ځان یې د هغوی ملاتړی وباله. عثماني سلطان سلیمان قانوني دده د ملاتړ په پار خپل ټول سمندري ځواک دده تر سرپرستۍ لاندي کړ، او د اسپانیا او نورو تیریګرو په وړاندي یې ورسره لویه مرسته وکړه. خیرالدین د عثمانيانو په دې مرسته باندي د مدیترانې سمندر په مکمله توګه ددوی تر نفوذ لاندي کړ او د روم او اسپانیا دولتونه یې له کړکېچ سره مخ کړه، همدارنګه یې د افریقا په شمال کي د مسلمانانو د نفوذ غوړېدلو په پار ستري هلي ځلي وکړې او تر خپل مرګه پوري یې لوی شمېر هغه مسلمانان چي د اسپانیا له دولت سره بندیان وه، د جګړو په پایله کي الجزایر او نورو سیمو ته راوستل. خیرالدین پاشا پخپل وخت کي د عثماني سمندري ځواک د عصري کولو په موخه هم لوی کارونه ترسره کړه او دغه ځواک یې د څو پېړیو لپاره د اروپا د مشهوره سمندري ځواکونو په کرښه کي ودراوه. د نوموړي قبر اوس مهال د استانبول له سمندري میوزیم سره شتون لري.